32

شیخ بستان برېځ د( بستان الاولیاء) لیکونکی

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

د دې مؤرخ او شاعر احوال محمد هوتک هسي کښلي دي : "شيخ محمد بستان په قوم بړېڅ په ښوراوک کي يې کور وو، د ده پلار محمد اکرم د خداى ولي ؤ او د ښوراوکه راغی د هلمند پر غاړه په یوه کوډله کي اوسېد، شیخ بستان په ځواني ولاړ هندوستان ته او هلته به ښار په ښار گرځېد، هغه وخت چي وطن ته راغی په ( ۹۹۸هـ ) يې د اولياء الله په بیان د بستان الاولياء كتاب وكيښ او زما پلار (داؤد خان) دغه کتاب په ښوراوک کي د حسن خان برېځ په کور کي لیدلی ؤ، چي په دې کي شيخ بستان د ډیرو پښتنو اولیاوو حالونه او کرامتونه کښلي او ډېر ډېر اشعار يې هم رانقل کړي و له نورو شاعرانو او خپلو شعرو څخه..." د محمد هوتک له دغه بيانه تاسي په ښه ډول معلومولای سئ چي بستان الاولياء فقط د روحانیونو تاريخ نه،، بلکي د پښتنو د رجالو اشعار او احوال هم له بستان الاولیاء څخه را نقل کوي او دا خبره ښه زبادوي چي دغه کتاب  د پښتو ادبي تاريخ هم و.

 نعمت الله هروي چي د شيخ بستان معاصر دی، د ده شرح حال په مخزن کي ليکي چي ځيني جملې يې دا دي : 

"آن احسن عباد الله شیخ بستان بریځ در ابتدای جوانی از روه به هندوستان آمد، در قصبهٔ سمانه سکونت اختیار کرد، و خود را در لباس و تجارت مخفی میداشت. و باندک دست مایهء بیع و شکرا میکرد..... چشمان شریفش هرگز از اشک خشک نبود... و اکثر اوقات اشعار پښتو را بصورت حزین دردناک که سنگ را بگریه آرد میخواند... کمترین محرر این تاریخ در سفر در پاکه کرده بود، در خدمت ایشان رفیق بود شب و روز اکثر خوارق بنظر درآمد... چون معاودت نمود به احمد آباد گجرات رسیدند روزی بمن فرمودند که وقت من به آخر رسیده و بیماری اسهال عارض شد به تجهیز و تکفین خواهی پرداخت... بعد بتاریخ شهر ربیع الثانی روز جمعه (۱۰۰۲ هـ ) بعد از نماز ظهر به محبوب اصلی واصل شد..."

 د نعمت الله دغه بيان چي د ده مشاهدات دي د شېخ بستان عرفاني او ادبي مقام راښيي، نور احوال او اشعار یې هم خوشبختانه پټي خزانې راساتلي دي.