32

گوهرخان خټک

د پشتو ادب په تاریخ کی قصیده پښتو پخوانی قصايد ، دریم څپرکی

د خوشحال خان درنې او د ستاینی وړ کورنۍ چی پښتو ادب ته کوم خدمتونه کړی دی، د دوی په سبب دختکو کام د احترام وړدیء.

ما د دې کورنۍ پر قصیده سرایی باندی څېړنه او کتنه تردې ځایه رارسولې وه، چی متأسفانه د دماغی او قلمی کارډنو د ډیرښت په سبب داسی ناروغی را ته پېښه سوه، چی باید د طبیب په سپارښت قلم کښېږدم، کتاب او کاغذ هم پریږدم. ځکه نو پر سکندر خان باندی هم لند لند وږغيدم، اود دې د پاره چی د خوشحال خان د زامنو څخه يو بل قصیده ویونکی نا پېژندلیء نه وی پاته سویء، ناچاره یم چی دا بحث پوره کم، او يوڅو لیکی پر گوهرخان باندی هم و کاږم.

راسی، چی لومړی خو گوهرخان لږڅه وپېژنو:

دی د خوشحال خان له زامنو څخه دی، چی د خپل پلار سره له کوچنیوالی څخه تر ځوانۍ پوری په اکثرو سفرونو او جنگی وا قعو کی ملگری ؤ (تاریخ مرصع ٣٢٢، ٣٩۶) او کله چی خوشحال خان په ۱۱۰۰ هـ ق کال وفات سو ده په دغه مثنوی کی د وفات تاريخ ووايه:

خان خانان و قدوهٔ افغان

 آن حکیمی سر خرد مندان

 چون به هفتاد و هشت سال شده 

چوالف بود، همچودال شده 

روزآدینه بود، چون زجهان 

رفت و ما ندیم ما به آه و فغان

 غرهٔ ماه مهر بود آن حوت

 که به لب می نهاد مهر سکوت

 بیست و هشتم ربیع آخر بود

 که امین جان پاك او بر بود

 چون ز تاریخ فوت خان خبرم

 شد « زما رفت زین جهان پدرم» 

( تاریخ مرصع ۴۸۲ )

تر خوشحال خان وروسته چی په قبیلوی رقا بتونو کی افضل خان د اشرف خان زوی او د گوهر خان وراره بر یا لی او د خټکوخان سو، نو گوهرخان هم د خپل وراره سره ملگری و، خو د سیاست چاری ئې هغه ته پرېښې وې. وخت ئې په علمی او ادبی چا رو تېراوه، د ده ديوان ما ندیء ليدلیء، خو يو غونډ او ضخيم منثور كتاب ئې  د قب السير په نامه ۴۰۰ پاڼی ما د پېښور په موزیم کی کتلیء دیء، چی په دېرش با به کی ئې د حضرت محمد صلعم سیر اوانساب او احوال اود خلفای راشدینو تاریخ د ډیرو عربی او فارسی معتبرو  کتابو په حواله ترجمه کړیء دیء، اود پښتو نثر په غورو آثاروکی را تلای سی.

گوهر خان په دې کتاب کی ځای پر ځای خپل اشعار لکه غزل، قطعات، رباعیات او تغزلات او قصايد راوړی اود کتاب نشر په ښکلیء کوی.

 د اکتاب ئې په ۱۱۲۰ کال د خپل وراره افضل خان په نامه کښلی او د دغه اديب او مؤرخ او مقتدر خان ادب پالنه او د پښتو کتابونو را ژوندی کړنه ئې ستا يلې ده. دی وایی: اگر چه پښتو ژبه په علت د دور نشینی هونبره لذت نلری چی عربی او فارسی سره نسبت شی، لیکن از راه ضرور پښتنو ته هم په پښتو ویل بهتردی، او سنت الهی هم پدا جاری دیء. هر کتاب چی به نازلېده، هم د همه قوم په ژبه به نازل شه، دا پدا چی د هر چا پخپله ژبه فهم كيږي:

دوه یا ران چی راز دزړه تربله نمایی

با يده دی چی پخپله ژبه وایی

د فارسیانو کن مکن و يل څه سود کا

پښتنو ته کړه مکړه ویل ښه ښایی

 د کتاب د مضمونونو په ترڅ کی، ځینی مفیدی اخلاقی او اجتماعی ټوټې داسی ځایوی:

مال چی دی وخوړ، هم هغه ستا دیء

چی له تا پاتو شی نور د نور چادیء

که دی څه و ښنده د خدای په لوری

مال دی هم دا دیء، مال دی هم دادیء

د گوهر خان د فکر جولانگاه هم هغه دینی اومذهبی چاپېردىء،او دغه کتاب ئې هم په دینی احساس او روحانی داعیه د دینی لو یو لار ښوونکو پر احوال کښلی دی. نو ځکه د ده قصیده هم دغسی رنگ لری، او په دینی پیرايو سمباليږی.

د قلب السير په سریزه کی د حمدو ثنا يوه ډیره اوږده قصیده لری، چی د حضرت محمد صلعم پر نعت او دعا ختمیږی او داسی ښکاری، چی سړی په مسجد کی دیوه ژبور اخوند خطبه اروی. دا قصیده داسی شروع کیږی:

که و پښته یی په تن ژ بی صد هزار شی

بيا ثنا د حق پرې څو رنگه تکرار شی

هم می عمر شی په زر لکه کالونه

د بیحد ثنا بیعده نه به شمار شی

که سیاهی قعر دریاب شی نورسیندونه

يا قلم د جهان کل واړه اشجار شی

که کاغذ شی دا وو مزکو مخونه

بیا پر يوصفت رقم د لوی دادار شی

دا به واړه شی تمام کاغذ به تور شی

نا تمام به وی که زرځلیه دا کار شی

دلته نو په صنعت التفات لوی څښتن ته خبره اروی: 

نه د خیال د عقل کار شته ستا و ذات ته

انبيا دې سر گشته پدا اسرار شی

وروسته بیرته له مخاطبه، غايب ته ملتفت کیږی:

 څه عجب خرگاه ئی روغ کړ بی ستونه

پکښی نور کاروڼ... چی ئی رفتار شی(؟)

څه عجبه فرش ترو لاندی غوړولی

بیا پر جوړ، جبال، اشجار، دریا، ثمار شی

دير تاثیر ئی په آفتاب، مهتاب کی یښی

هم له نوره ئی روشن لیل و نهار شی

دا دی له دغى قصيدې څخه د نعت يو څوبيته:

محمد ئې کړ پیدا له خپله نوره

عرش و فرش  ئی کل روشن پدا نوار شی

دی سلطان دی اولوالعزم د انبیاوو

د آدم او د خوا پری افتخار شی

قصيده خو اوږده ده، دلته نوره نه ځا ئیږی. مقطع ئې په شاعرانه و ياړ ختمیږی،مگر ښاغلی لوستونکې په ذوقی توگه دا ټاکلای سی، چی گوهر خان به په دغه افتخار کی څونی برخه ولری؟

ښه یی و پیل گوهر په تارد نظم

آفرین دی پدا هسی شان اشعار شی

(د قلب السير له خطی نسخی څخه)

تر هغه ځا یه چی د گوهر خان نظمونه او نثرونه لیدل سوی او پیدا سوی دی، موږ ده ته د خوشحال خان په شاعرانو او لیکوالو زامنو کی دریمه درجه ورکولای سوای، ځکه چی د ده په تخليقاتو کی هنری ښکلا او شاعرانه لطافت لږ ښکاری، او په فنی لحاظ ئی ناظم بللای سو، نه شاعر. 

د گوهرخان د وفات نیټه نده معلومه، خو د قلب السير له سریزی اود ده له وينا وو څخه ښکاری چی په ۱۱۲۰ هـ ق کال سپین ږیری او د کورنۍ مشرو. خپل وراره افضل خان ته د کشر په خطابونو سره دعا وی کوی، اود ده توفیق د قوم او ژبی په خدمت کی غواړی.