په غوري دوره کي د ښکارندوی قصیده
د پښتو قصيده خو د زمانې په رنګ ورنګېدله او له خپل چاپېر څخه یې ډېر څه په ځان کي ومنله، د عربي او پارسي ادب اغېزې هم پکښې ښکاره سوې، مګر بيا يې هم خپل سبك او آهنګ او خصوصیات خوندي کړل.
شيخ اسعد د غزنوي دورې تر پخوانۍ قصيدې وروسته موږ ته د غوري ښکارندوی يوه د ستايني بولـله بيا هم په هغه پټه خزانه کي د رڼو مرغلرو په څېر راپاته سوې او خوندي سوې ده او دا ښکارندوی هغه پښتون ستايوال او پیاوړی شاعر دئ، چي د (۵٨٠ هـ) کال په شاوخوا کي د غور په دربار کي اوسېدی او محمد بن علي د تاريخ سوري ليكوال د ده د بوللو يو غټ دېوان په بُست کي لیدلی و (پټه خزانه).
د غور له تاريخي لوړتيا او عظمته او د سور د درنې شاهنشاهي کورنۍ څخه اوس موږ ته تشي د ښارو کنډوالې او د فېروزکوه یو جګ منار پاته دئ، چي د دغو پښتنو صنعتي ذوق او د عمران لیاقت ځني څرګندېږي.
خو د دغو پاتو آثارو سره سره د شیخ اسعد او د ښکارندوی ادبي مرغلري هم د بليغو او غرا قصايدو په لړکي د پښتو ادب پر خول باندي په ډېره ځلا او رڼا برېښي.
د سوريانو د درنې کورنۍ نامتو بریالی او د هند فاتح سلطان معزالدین یا شهاب الدین خو د سلطان محمود په څېر په واور وارو د هند لور لښکري بېولي او هلته يې د اسلام او عدالت او د اخلاقو او تهذيب رڼا خپره کړې ده".
داسي ښکاري چي ښکارندوی د ده د دربار ستايوال شاعر هم په دغو جنګي سفرو کي ورسره ملګری و، او کله چي شهنشاه پر اباسین باندي تېرېدی، نو ښکارندوی د ده په ستاينه کي يوه قصيده ويلې وه.
دا قصيده په پوره فني دود په يوه پسرلني تشبیب شروع کيږي او شاعر خپل نهايي قدرت د پسرلي د مناظرو په تصوير کي ښکاره کوي، کوم حیات، کوم حرکت، کوم نشاط او ښورښت چي د پښتونخوا په پسرلي کي سته او د پارسي شعر د قصايدو د تشبیب یو ښکلی او په زړه پوري زېور دئ په دغه قصيده کي هم پروت دئ، لکه چي وايي :
د پسرلي ښکلونکی بیا کړه سینګارونه
بيا يې ولونل په غرونو کي لالونه
مځکه شنه، لاښونه شنه لمنې شنې سوې
طيلسان زمردي واغوسه غرونه
د نسيب ادبي او فني لوازم او ښېګڼي خو دا دي چي شاعر خپل مقصد ته يوه ډېره مناسبه او سمه لار پيدا کي او خپل اروېدونکی په خوږو الفاظو او په زړه پوري مضمون داسي راکښېباسي، چي د ده هغه اصلي مقصد په پوره زړه او مطمئن نفس واروي. د قصيدې مضامین سره پوري او متناسب وي استحالت عقلي ونه لري. درانه او خواتوري کلمات پکښې نه وي او که ستاینه کوي هغه هم په داسي ډول وي چي ادب، نزاکت او د مادح او ممدوح مقام پکښې خوندي سوی وي. د ښکارندوی د قصيدې نسيب خو يو بهبر او د جمال انځور او د ښايست بېخي ښه منظر دئ، هر بيت يې پر خپل ځای ښه ښکاري او د ښکلا ترجماني كوي، مثلاً د ګلو ښه بوى خو هر څوك ستايي، مګر دغه مقصد په فني ډول او لطيف تشبيه سره ادا کول د پياوړي شاعر کار دئ، وايي:
هر پلو د ګلو وږم دئ لونلى
ته وا راغله له ختنه کاروانونه
دلته د پښتو د تشبيه له نازکو اداتو څخه ته وا داسي لطافت لري چي د ختن د کاروانو وږمې ډېري خوندوري کوي او مضمون د حقیقت خوا ته نزدې کوي، له اغراقه يې پاکوي، ځکه اصلاً خو د ختن کاروانونه او هغه هم په مشکونډیو بار نه دي راغلي، مګر شاعر په خپل ادبي اعجاز د پسرلي له ګلو څخه دغسي وږم تون جوړوي.
د قصيدې خورا دقیق او ځيرتابه ځای هغه دئ، چي شاعر خپل مقصد ته هڅه کوي او غواړي چي ستايني يا وېرني ياكوم بل مقصد ته مخه کي. په فني ژبه دغه تخلص یا ګرېز د شاعر په مهارت اړه لري، چي ركيك او سپك نه سي. منوچهري د يوه نوروزي او بهاري نسيب په پای کي د خپل ممدوح ابوسهل زوزني ستايني ته داسي دګرېز لاره مومي :
شاخ بنفشه بر سر زانو نهاده سر
ماننده مخالف بوسهل زوزنی
دا تخلص خو ظاهراً ډېر ښه او ماهرانه ښکاري، مګر په انتقادي نظر خو لږ څه سپکي هم لري، ځکه که دلته د بوسهل زوزني مدح مطلب وي نو د ده د مخالف تشبيه له شاخ بنفشه سره چي ډېر دلچسپ او ښکلي او لطيف شئ دئ ناوړه خبره ده.
خو د ښکارندوی تخلص د حسن ادا او صنعتي لطافته ډك دئ او دلته د بلبل ستايني چي د پسرلي د ګلونو په مدح کي خواږه ږغونه راباسي يادوي او په يوه خوږه تشبیه داسي د ګرېز لاره ځان ته پيدا کوي :
نه به چوڼی په ستاینو د جنډيو موړ سي
نه به موړسم د سلطان په صفتونه
دشنسب دکهاله ختلی لمر دئ
د پسرلي په دود ودان له ده رغونه
تر دې وروسته شاعر د ستايني ډګر ته وردانګي او دا ستاينه ټوله رزمي رنګ لري او د غوري سلطان مړاني، لښکرکشی، بريالتياوي، زغلونه او يونونه يادوي. د تورو ځلا، د زمريو يرغل، د مځکي فتوحات، د زلمو جنګي کارنامې، د هند د تورو مځکو لوټونه، د جګړنو بهېرونه ستايني موضوعونه دي، مګر د ستايني دا ټول شاعرانه زیار او هڅه پر داسي خوا روانه ده، چي کوم فني عيب نه لري، تشبيهونه او استعارې او کله کله اغراق خو د شاعرۍ ښکلي پلوونه دي، مګر ښکارندوی په دغو صنعتي تخليقاتو كي كوم عقلي استحالت نسته او دا د ده کمال دئ، چي د شعوري صنايعو په پېچومو کي داسي ګرزي راګرزي چي د انساني تصور او تعقل له دايرې څخه نه وزي، چي سبا فني نقادان د ده شعر ته ګوته ونيسي او ووايي چي شاعر د مداحۍ په څپو کي هسي لاهو سوى دئ، چي د تعقل تر خند دباندي وتلى دئ.
مثلا شمس الدين محمد بن قیس رازي د اووم هجري قرن نقاد د انوري دا بيت د عقلي استحالت له پلوه غندي او دا د ده د شعر ناوليتوب بولي، چي خپل ممدوح په داسي ډول ستايي چي عقل يې نه مني، انوري وايي:
اگر فنا در هستی بگل براند اید
ترا چه باك نه ذات تو مستعد فناست
داسي فني عيوب د لویو او مشهورو شاعرانو په آثارو کي هم لیدل کیږي د عربو متنبي غوندي شاعر هم د مداحۍ په زغل کي داسي ټکرونه خوري، چي وروستني کره کتونکي د ده دا بيت ډېر غندي او هغه رازي وايي چي په دې بيت کي متنبي د خپلي مور پر اوږو سپريږي او د ممدوح مخي ته ځي :
لو استطعت ركبت الناس كلهم
الى سعيد بن عبدالله بعرانا
يعني که ماكولاى سواى ټوله خلك به مي اوښان كړي وای او پر هغو باندي به سپور د سعید حضور ته تللی وای.
رشتيا هم د دا ده، چي د شاعر دغه مضمون آفريني او ستاینه ډېره بارده او رکیکه ده او د انتقاد ګوته ورته نيوله کېږي.
اوس نو تاسي د ښکارندوی دغه طبيعي او معقوله ستاينه چي له عقلي استحالته تشه ده او هیڅ رکاکت نه لري هم لوستلای سوای، چي څو بیتونه يې را اخلم :
په جوپو جوپو جګړن يې هند ته يون کا
چي د غور بادار همت کا په زغلونه
څپان سیند یې هم له داره ایلایی کا
پر اوږو وړي د غوريانو ښه اېړونه
په هركال اټك د ده ښه راغلى كاندي
غوړوي په څنډو خپل پاسته سالونه
پښتونخوا ښکلي زلمي چي ځغلي هند ته
نو آغلیه پیغله کاندي اتنونه
دلته به موږ د تاريخ هغه وقوعي او رشتياني مناظر را په یادکو، چي د غوريانو کاروانونه هند ته روان دي او د اباسین پر څپانو اوبو باندي د دوى بېړۍ نڅا کوي او د سیند غاړي په پستو رېګو فرش دي او په دې خوښي کي ښکلي پېغلي د اټك ګذرګاه خاندي او ناڅي.
ښايي چي ځيني ښاغلي لوستونکي به دلته دا غواړي چي د پښتو قصيدې فکري ذخيره او د ستايني د دغي قصيدو اجتماعي او ادبي اړخونه او د شاعر د فکر قدر او قیمت په ټولني تطور کي په انتقادي نظر اوکره کتني سره واروي.
خو زه به دغه مباحث د دې څېړني اخيرنيو برخو ته پرېږدم، مګر دا نکته به اوس هم ووايم چي د پښتو شاعر د تفکر او تخيل جولانګاه هم د پښتو او پښتونوالي ښکلی او واقعي غولی دئ او دغه پښتانه زلمي چي د جګړې مهيب ډګر ته په خندا او نڅا راغلي او د یوه لوی ملي مقصد له پاره سرونه بايلي دوی له کاڼو بوټو څخه نه دي پيدا سوي.
دغه ښايسته او آغلي پېغلي د دوی خوندي مېندي او خپلي دي، پر دوی خپل زلمي ګران دي خو بيا هم دوی د فراق او بېلتانه پر وخت له خوښۍ او نشاطه اتڼونه کوي او خپله خوښي د اتڼ او نڅا په زړه وړونکو نندارو کي ښکاره کوي.
دا ولي ؟ ځکه دلته يو ملي لوړ هدف او لوړه غايه مخي ته ده او دغه هم د پښتانه شاعر او پښتو ادب هغه امتيازي ټکى دئ.