32

اکبر د یوې تاريخي رسالې ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دارساله راورټي د تذکره الملوک په ماخذو كي راوړي او وايي چي د تذکرې خاوند له (رساله اکبرخدکه) استفاده کړې ده، داسي معلوميږي چي اکبر نومی پښتون یوه تاریخي رساله درلوده چي د تذکره الملوک د څښتن په لاس کي وه خد که راورټي په لاتيني حروفو داسي ضبطوي khadkah او لکه چي دمخه د تذکره الملوک په بيان کي وویل سوه د سدو یو زوی خواجه خضر چي احمد شاه بابا هم د ده له نسله دی اولاد یې په (سلطان خدکه) مشهور دی دې تسميي وجه حيات خان او سلطان محمد او نور مؤرخین هسي کاږي چي د خضر خان زوی سلطان خداداد نومېدی او دغه سړی په خپل عصر کي ډېر مقتدر مشر ؤ پښتانه لکه چي هر نوم د اعزازو لپاره تصغير کوي دی يې (سلطان خدکی یا خدکه) باله نو په سدوزو کي هم د خواجه خضر اولاد چي سلطان خودکي ته منسوب دي ټوله خودکي بولي. په هر صورت اکبر د دغي طايفې څخه یو مؤرخ دی چي رساله یې د تذکره الملوک د خاوند په لاس کي وه.