د قطب الدین اشعار
د قطب الدین علمی او عرفانی شهرت خو له تیرو لیکنو څخه تاسی ته ښکاره سو، چی دا نومړی بختیاری پښتون په عرفانی دنیا کی څونی لوړ مقام لری،او اکثر د اولياوو تذکره نگاران د ده احوال ذکر کوی. مگر دا عارف د پښتو يو خورا ښه شاعر هم دی، چی سلیمان ماکو یی پخپله تذکره کی د مناقبه تر شرح وروسته یوه عشقی سندره هسی را نقل کوی، او ځکه چی سلیمان د ده معاصر دی، نو یی قول د منلو وړ هم دی:بختیار په پښتو سندری کړینه اوښی تویوینه، خدای ته ناری کړی، غلبلی کړی، پارکی لرینه چی یو یی دا دی:
ویر می زړه سوری سوری کړ
راته وگوره ملوکی!
په دی شعر کی د پښتو شعر زوړ اثر او سلاست سته، یوه پردی کلمه په گډه نه ده، او د ادا ډول یی هم ساده اما ډیر بلیغ دی، د مینی واردات او د مین زړه احساسات یی ښه پکی څرگند کړی دی. دا شعر لکه اوسنی عامیانه اشعار تکراریدونکی کسر هم لری. داسی ښکاری چی قطب افغانی د مینی په دنیا کی تاوده جذبات لرل، او سليمان ماكوچی د ده معاصر دی، دغه عشقی احساسات یی په داسی ډول بیانوی:تل ژاړی، او ناری او غلبلی کړی، او د عشق سندرى لولی، له دغو عشقی نارو او سندرو څخه یوه سندره اوس موږپاته ده، چی د شاعر د زړه درد او سوزناکه جذبات ښکاره کوی.
قطب یو د پارسی لوی دیوان هم لری،چی ټول عشقی غزلیات دى او له هغو څخه هم د عشقی جذبات ښکاری،مگر په پارسی کی د ده اشعار ډیر ښه بلیغ او روان نه دی،ځکه چی اصلی او مورنی ژبه یی پښتو وه،نو یی په پارسی هغسی اشعار نه دی ویلی چی د پارسی د لوړو شاعرانو سره مقابله وکړی، په اکثرو پارسی اشعارو کی تعقید او شعری عیوب سته، لکه دا شعر:
هر که را بر سر کوی تو مقامش باشد
شربت وصل تو هر لحظه به کامش باشد
په لومړی مسری کی (را) او بيا مقامش (ش) بیخونده دی، او دا دواړه په ېوه جمله کی په دغه ډول سره یو ځای کول هم د بلاغت له اصولو سره نه ښایی، که دا لاندی ابیات هم ولولی، دغه خبره به ښه څرگنده سی،او هم به مو د ده د پارسی کلام نمونه لوستلی وی.
ای خاک درت به فرق سر تاج
محتاج تو هم غنی و محتاج
هستی وجود عاشقان را
کردی که به کرشمه تو تاراج
از دولت عشق تو دل من
چون بحر عمیق گشته مواج
از مملکت وجود عشقت
هر چیز که بود کرد خراج
خامی که زنده ام از آنا الحق
بر دار زینش همچو حلاج
محتاج تو قطب دین نه تنهاست
باشد بتو كاينات محتاج
که د دغه پارسی دیوان انتساب قطب افغان ته ثابت سی، نو به موږ ووایو په رښتیا چی دا د ېو غیر پارسی زبان سړی کلام دی چی پارسی یی خپله ژبه نه وه او يو پښتون به داسی ماته گوډه پارسی وایی. که څه هم لوړه غزله د ویونکی د فکر پوخوالی ښیی خو ژبه یی هغومره پخه، سوچه او خوږه نه ده.