32

منشی احمدجان

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د (۱۳۰۰ هـ ق) په شاوخواکي د پښتو په نثر ليکلو کي لږ څه تحول پېښ سوى دئ، تر دې دورې مخکي د پښتو د نثر کومه شېوه او سبك چي د خوشحال خان په کورنۍ کي پالل سوی و، هغه په کندهار کي د پټي خزانې د مؤلف محمد هوتك له خوا لږ څه اصلاح سو، يعني د خوشحال خان د کورنۍ په نثر کي جمله بندي او ترکیبونه او د لغاتو استعمال ډېر د فارسي يا عربي تر اثر لاندي و. مګر محمد هوتك په پټه خزانه کي د نثر د اصلاح له پاره یو بل قدم واخیست، ده کوښښ وکړ چي جملې او ترکیبونه د پښتو رنګ ولري او ځای ځای د فارسي او عربي کلماتو په مقابل کي پښتو لغتونه او تعبیرونه هم استعمال سي. تر دې زمانې را وروسته سل کاله په همدغه ډول د پښتو پر نثر باندي تېر سول، په احمدشاهي دوره کي چي کوم نثر په کندهار کي پيرمحمد کاکړ يا د احمدشاهي فتاوى ليكوالو کښلى دئ هغه هم د خوشحال خان د کورنۍ او بيا د محمد هوتك د اصلاحي اقدام تر اثر لاندي ښکاري او سړی ويني چي د پښتو نثر ورو ورو د فارسي او عربي له تقليده څخه آزادېږي او څه نا څه د پښتو خپل رنګ مومي اما د دې اصلاحي حركت قوي محرك د (۱۳۰۰ هـ په حدودوکي) منشي احمد جان دئ، دې سړي په پښتو ادب کي کوم فكري تحول نه دئ راوستی او د ده په آثارو کي کومه داسي ذخيره نه ښکاري، چي هغه دي فكري ارزښت ولري، دی د انګرېزانو د پښتو معلم و او د استعمار په کړۍ کي نښتی و. مګر د نثر د ظاهري شکل په اړولو او د پښتو محاورې ته په نزدې کولو کې لاس درلود او داسي آثار يې ليکلي هغه د پښتو په نثر کي ښه کتابونه بلل کېږي، کوم کتابونه چي ده ليکلي يا ترجمه کړي دي مشهور ئې دا دي :

د قصه خوانۍ ګپ، چي په ۱۹۳۰ م چاپ سوی دئ.

ګنج پښتو په ۱۹۳۰ م د لاهور چاپ. 

تاريخ افغانستان، چي په همدغه کال په پېښور کي چاپ سوی دئ او له انګرېزي څخه ترجمه سوى دئ.

له فارسي تاريخ فرشته څخه هم ده د سلطان محمود د تاريخ ترجمه کړېده. 

هغه دغه ، هم د ده يو مشهور کتاب دئ.

د منشي احمد جان په ټولو آثارو کي د نثر نویسۍ دغه خاصيتونه شامل دي:

دی کوښښ کوي چي د پښتو د نثر د لیکلو ژبه د خلکو محاورې او عامي لهجي ته رانزدې كړي او د ليك او وينا ترمنځ موافقت ومومي.

د فارسي او عربي ژبي مستعمل او پېژندل سوي کلمات او لغات له خپله نثره څخه ارادتاً نه باسي، مګر د پښتو تعبیرونه او د ادا کولو خاص خاص قالبونه هم نه هېروي، نو له دې جهته دى يو معتدل او د ذوق خاوند ليکوال ګڼل کيږي، مثلاً په کوم ځای کي چي د جنګ مشترکه پښتو او فارسي کلمه استعمالېدای سي، هلته هندۍ جګړه نه راوړي، خو په کوم ځای کي چي دغي کلمې د پښتو په محاورو کي ځای نیولی او د استعمال حق ئې موندلى دئ هلته نو د دې کلمې له استعمال سره کوم تعصب نه ښکاره کوي.

 منشي احمد جان په خپل نثر کي اوږدې اوږدې جملې نه راوړي او داسي کار نه کوي، چي د څو جملو خبر د اخرنۍ جملې په پای کي راوړي، بلکي هره جمله ئې خپل خبر لري او دا د پښتو د اصلي بنسټ سره سم کار دئ. 

د منشي احمد جان د نثر يوه بله ښېګڼه دا ده، چي د ده د کتاب له ویلو څخه د اعلی ادبي ذوق خاوند هم نه ستړی کېږي او که يې د ابتدايي سواد خاوند هم لولي نو په فهمولو کي مشکل نه ورپېښيږي. نو له دې جهته ده ته يو معتدل او د ذوق خاوند لیکوال ویلای سو، اوس به د ده د نثر يو څو نمونې راوړل سي :


له ګنج پښتو څخه

نقل دئ چي يوه سړي آس ساتلی و او ډېره مينه ئې ورسره کوله، شپه او ورځ به په خدمت ورته ولاړ و، سحر مازديګر به يې لمباوه، ګراره(؟) به يې وخت په وخت کوله. د اوربشو د ارداوې غور به ئې په ښه شان کاوه او ناری به ئې مساله دار ورله مدام تياراوه او هره ورځ بې د ولو په غاړه باندي په شنو شنو واښو کي ګرزاوه، او چي چرته به ډېر واښه پېښ شول نو هلته به يې لويه رسۍ پکښې واچوله او موږی به یې ټك واهه او رسۍ به يې په موږي پوري وتړله، نو دغه آس به يې په هغه واښو کي پرېښود، بیا دی به پکښې کله چریده او کله به رغړېده او کله به یې لکۍ پورته کړله ټوپونه به يې وهل او خاوند به يې په تماشا يې خوشحالېده. يوه ورځ له ورځو وه، چي دې سړي دغه آس بهر بوت! ناګهانه چي ترې کوز شو چوړ آس ودنګل، سرکښي يې وکړله زين، واګي، جلب، ترسيري واړه اسباب يې د ځان سره وتښتاوه. خاوند پسې تمامه ورځ وځغلېده، مګر هغه آس و او دی سړى و لاندی یې نکړاى شو، اخیر سړی ستړی شو او آس لاړ له سترګو يې پنا شو. چي ماښام شو سړی غریب ستړی ستومانه کور ته راغى، بې طاقته په کټ کي پرېوت او په آس باندي چي وخت د داني شو نو وږی شو، چي خوله یې واښو ته کښته کوله واګي په زين کي نښتي وې، خوله يې واښو ته ونه رسېدله، چي نيت يې د رغړېدولو وکړ زین پرې دپاسه پروت و هغه کار هم برابر نشو، چي په يوه ډډه به يې آرام کاوه یو رکاب به ترې لاندي شو، په بله ډډه به يې بل ركاب ورته وړاندي شو، دا خبره هم ونه شوه. تمامه شپه لکه څوکيدار په ولاړي پرې تېره شوه، سبا بيا په هغه ميدان کي حيران ګرزېده، ناګاهانه يې يوه واله په محکښي راغله، چي دا ورګډ شو هغه واله ژوره وه اوبه پکښې ډېري وې، ټول اسباب يې په اوبو کي لوند شو، چي په ډېر کوښښ سره بهر راووت او لمر پرې ولګېد، هغه تسمې د اسباب د ده ټولي د اومې څرمني وې خو چي وچي شوې نو ډېري کلکي شولې. بیا هر ځای چي د ده په تسمه لګېده هغه ځای به غوڅېده، غرض دا ده چي ګيډي ته يې زخم ورسید، ملا یې خوږ شوله، څټ يې غوڅ شو، چي څه سختي په دنيا کي يادېدله هغه ورته پېښه شوله، چي ډېر وږی، کمزوری او عاجز شو، نو په يو ځاى باندي ولوېد، ناګهانه خنځير ورباندي پېښ شو اول خو ورته په قهر شو، ولي چي د ده خواره ورځ يې وليدله نو زړه يې پرې وسو او ترې يې پوښتنه وکړله چي دا ولي دي داسي حال شوى دئ؟ 

آس ورته وويل : "چي دا ټول زين او د اوبو او د تسمو سبب دئ." بيا آس ورته وویل که لږکوټی ما له دې بنده خلاص کړې نو ډېر ښه به وي، ثواب به دي وشي، خنځير ورته وويل چي زه خو داسي هیڅ ګناه خپل ځان ته نه ګڼم چي د دومره سختۍ لايقه وي، خنځير ورته وويل چي داسي نده يا ته دروغ وايې او يا جاهل یې نه پوهیږې چي ګناه څه ته وايي نو که دروغ وايې خو زه دي نه خلاصوم پرېږده چي کړيږې او بيا مړ شې او نه دي اشنایي كوم ځکه چي خلك وايي چي د بدخوی سړی سره اشنايي ښه نده، د سړي خوی خرابیږي او که نه پوهېږې نو بیا ستا دپاره دغه بند ښه دئ، ځکه چي ناپوهي داسي څيز دئ چي له دې سختي نه به دي په زياته سختي کي پرې باسي.

بیا آس زاري وکړله ويل يې چي خلاص مي كړه. خنځير ورته وويل چي ما ته رښتیا ووايه نو به دي خلاص کړم. آس ورته له سره خپله قصه شروع کړه. نو خنځير وويل چي اوس پوه سوم، چي ته لوی جاهل ئې او په تا کي شپږ ګناوي جمع شويدي : 

ړومبی د خاوند پرېښوول، دوهم د هغه احسان هېرول، دريم هغه ځان پسي ځغلول او ستړی کول، څلورم اسباب د ځان سره تښتول، پنځم په ځان باندي دا ګمان کول چي زه به یوازي ګذاره وکړای شم، شپږم همېشه په ګناه کي پاتي کېدل او توبه ورنه نه ایستل او خاوند له بيرته نه ورتلل.

آس وويل چي اوس پوه سوم، چي زه له دې عذابه دوچند لايق يم. خنځير وويل چي اقرار دي وکړ او ځان ته دي ملامت وويل نو اوس به دي خلاص کړم، بیا ئې هغه تسمې پرې کړې او آس ئې له بنده خلاص کړ.