د کالیو صنعت
د نونسم قرن تر نیمایی پورې د افغانستان د خلکو کالي، د خپلو لاسو جوړ کړي کالي وو، چې له سپڼسیو او اینڅيو يا ورېښمو څخه به اودل کیده لکه : کرباس،الچه، پتو، شوی، كېش، قاقمه، کُرك، برکه،ورېښمینه نرمه دسمالونه، کلاغی، قناویز، لونگۍ، بشرویه او نور...
د دغو لاسي صنایعو مړکزونه هرات، فراه، هلمند، کابل ننګرهار، لغمان او د شمالی سیمو کلي او ښارونه وو، خو کله چې په دغو وختو کې د هند او روس له پلوه د ماشيني مصنوعاتو تجارت شروع سو. نو په ورو ورو دغه لاسي داخلي مصنوعات لږ يا ورك سول، د هرات او کابل د وریښمینو او وړینو کالو او پټوانو دستګاهونه وتړل سوه، د نخي ټوکرانو او کرباسو صنعت مړ سو، فقط په شمالي ولایاتو کې لا تر اوسه هم فقط د چپنو لپاره د ورېښمينې يا نخي الچې جوړولو صنعت ژوندی دئ او په داخلي ماشيني برقي کارخانو کې د اغوستلو ټوکران دوني اودل کېږي، چې د لاسي نساجۍ، نفیس صنعت يې نابودکړئ دئ.
د غزني او کابل او نورو سړوسیمو د پوستین دوزۍ صنعت تر اوسه پاته دئ، چې د پسونو یا د قره قل یا ګیدړې او خفك له پوستو څخه ډېر نفیس پوستینونه او پوستینچی، دسکلی، جورابې يا خولۍ جوړېږي. او د ستنې په ورېښمو ګنډلو ګل کاريو ښکلي کېږي.
پر کالیو باندی د قندهار د خامک دوزۍ ورېښمين نقشونه او ګلونه یا د خوليو زرینې او د ګلابتونو ګلکارۍ د لاسي صنايعو يوه نفیسه څانګه ده، چی تر اوسه لا هم ژوندۍ پاته ده.
د کر استې څخه نفیس کوسي او کوچۍ هم په هلمند، فراه، سیستان، قندهار، غور او نورو سړو سیمو کې د اغوستلو لپاره جوړيږي او د ژمي د بالاپوښ کار ورکوي. د کابل د پشمي پټوګانو صنعت دونې نفیس و، چې په ماشيني وسایلو یې هم اوس هغسې جوړونه ګرانه ده. دې پټوګانو به تور، سپین او شکري رنګونه
درلودل او خورا سپك او تاوده وو.