سميتي Samiti
دمخه تاسي د سمهيتا په بحث کي ولوستل چه معني ئې مجموعه ده او د پښتو سمت هم نژدې دغه معنا لري. په آريائي اجتماعي تشكيلاتو کي يو مهم شي سميتي و چه دغه کلمه هم له هغې ریښې څخه ده، دلته به لومړي د سميتي اجتماعي مفهوم در وښيو، وروسته به ئې پر لغوي او تطبيقي خوا وږغيرو.
لکه اوسني پښتانه چه په خپلو قبيلو کي جرگې لري، او دا جرگې له په خوانیو زمانو څخه د اجتماعي چارو د فيصلي كامل اختيارت لري، او ځانته لياري او اصول هم لري، دغسي پخوانو آریائیانو هم ملي جرگې درلودې. يوه مهمه جرگه ئي سميتي samiti بلله.
په ريگويدا کي د دې جرگې بحث راغلي دي او علما وايي چه دوی دوې جرگې درلودې يوه ئي سبها sabha بلله او بله سميتي، په سميتي کي سپين ږیري او د قبيلې مشران سره غونډيدل او دا عمومي جرگه وه اما سبها دكلي وړه جرگه وه او مقامي رنگ ئې درلود، په سميتي کي پاچا هم شاملیده او د پاچا او مشر د ټاکلو هم حق د دكتور زيمر Zimmer په قول دې جرکې درلود. په ويدي ژبه د سمهيتا او سميتي کلمو په معنا کي د ټولني اجتماعي مفاهيم پراته دي. گويا د دې مفهوم لپاره (س، م، ت) عنصري حروف دي، په هندي ژبو کي هم دغه ريښې په ډیرو کلماتو کي په دغه مفهوم سته مثلاً سمت simat د توليدلو عمل، سميت semet يو له بله سره ټول، ور سره، سميتنا samitna يو له بله سره ټولول او سره ، غونډول.
لکه چه دمخه ويل شوې دي د پښتو سمت هم کټ مټ دغه شکل او مفهوم لري، ځکه چه په سميتي (جرگه) کي هم د ټولني او غونډیدو مفهوم لري، نو ليري نده جه دغه ټول كلمات له دغي ريښې څخه وي.