32

قاسم علي خان د (محاربهء کابل) ناظم

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا سړی د هند دی، په (۱۲۶۰ هـ) یې د (محاربۀ کابل) په نامه د فردوسي د شهنامې په وزن یو کتاب تخمیناً په نه زره بيته كي نظم کړی دی دا کتاب د فیض محمد له ماخذو څخه دی. چي د سراج التواريخ په کښلو کې استفاده ځني کړې ده. قاسم علي د شاه شجاع له عصره خپل تاریخ شروع کوي. د افغانستان د اړو دوړ او انقلاب حوادث او د پردو د حملو او جگرو وقایع په کندهار او کابل کي څرگندوي. که څه هم دا کتاب د متجاويزينو په طرفداري کښل سوی دی خو بیا هم د وطن د تاريخ د دغي دورې لپاره بد نه دی، او استفاده ځني کېدای سي. د کتاب ادبي جنبه او شعر خوږ او روان دی په (۱۲۷۲هـ) د اگرې په ليماني مطبعه کي چاپ سوی مگر نسخې يې اوس لکه قلمي کتابونه ډېري نه ميندلي کيږي او دغه کتاب هم لږ خلک پېژني، مؤلف د کتاب په سر کي ليکي : چي زه د سند په سفر ولاړم چي راغلم خلکو د سفر معلومات راڅخه غوښتل ما هم نظم کړل د نمونې په دول د کتاب د پای څو بیتونه ولولئ:

ستایش به یزدان که این نامه ام

سراپا برار است از خامه ام

مگر جان فردوسی پاک زاده

ز فردوس در قالبم رو نهاد

که زان همت این نامه را گفته ام

سخن همچو سلک گهر سفته ام

بدریایی معنی شدم غوطه خور

بسه سال اندوختم این گهر