نندارې. پېښې (تياتر)
له پخوا زمانو څخه په خراسان کې د تمثيل غوندې راز - راز پېښې او لوبې وې، چې په شاهي دربارو او د خلکو په بنډارو او بزمو کې د ساتېرۍ او تفریح او عبرت یا خندا لپاره ښيلې کېدې. په ښارو كې ټاكلې ډلې خلك او اداکاران (پېښندویان) د دغه کار د پاره وو او دوی به په اخترو او ښاديو او مېلمستيا وواو مېلو کې په ډول ډول د تمثيل صحنې جوړولې. په ځينو ځايو کې د محرمې د دهې په ورځو کې د امامانو د شهادت او ناورین قصې هم په تمثيلي حرکاتو سره ښکاره کول کېدې، چې د ټريجيډي تمثيل يوه نمونه وه.
کله کله به په بازارو او ګڼو ټولنو کې د قصه کوونکو او مداحانو ډلې ولاړې وې، ځينې ديني يا حماسي قصې لکه امیر حمزه، ابو مسلم خراسانی د پیغمبر (ص) د اصحابو او یارانو (رض) داستانونه به يې په بدني حرکاتو یاد لکړې او تبرزین په ښورولو تمثیل کول او په ترنم به يې قصې بيانولې.
په کابل کې به دربار هم یو ((مجلس آرا)) درلود. دې سړي به ځينې د عيارانو او پخوانو پهلوانانو داستانونه، یوازې يا په ډله ييزه توګه تمثیل کول او کله به یې د شاهنامې داستانونه په حماسي لهجه او حرکاتو سره ښيل. دخلکو په بندارو او مېلو کې ځينې ممثلان (پېښندویان) هم وو، چې د هغه ښار يا کلي په ژبه يې ځينې حماسي یا د ټوکو او خندا یا عشقی داستانونه، پخپله اداکارۍ خلکو ته ورښيل، چې د ۱۹۱۰م په شاوخوا کې د کابل فقیر احمد مجلس آرا د ملامحمد حسن زوی (مړ، کابل ۱۹۰۶م) د امیر په دربار کې مجلس آرا يي کوله، خپل داستانونه به يې د پند او عبرت په اشعارو تمامول او امیر ته يې نصیحت کاوه او کله به یې د کاکه ګانو (عيارانو) قصې یا خندوونکې پېښې عملاً تمثيل كولې.
د کابل په زاړه ښار کې یوه محله وه، چې ((کوچهء سادوها)) يې بلله او دلته به دغسې قصه گویان اوسېدل چې خلکو ((جنگ نامه خوانان)) هم بلل. له دغې ډلې څخه په شلم قرن کې ملا علي جان په ((ملای سپید)) مشهور و، چې پخپلو خبرو به يې خلك ژړول يا به يې خندول (مړ، کابل ۱۳۱۳ ش ۱۹۳۴م) د ده زوی ملا سخی دا د اولمسی يې اسدالله تر اوسه دغه پیشه ساتي. کاکه ګل بچه آدم، دینو دارباز، محی الدین سراج، سردار غیاث هم د کابل ممثلان وو.
د شلمی سدۍ په لومړۍ نیمایی کی د قندهار دوي دا دا کارانو ډلې مشهورې وې، چې ناټکيان يې بلل، د يوې ډلې مشر فراموز ناټکي او د بلې دا حاجی کریم ناټکي و، دوی به د خپلو ډلو سره د ناټك متحركې صحنې هم په بازارو کې د شپې را ايستې. د دغو ډلو نوموړي اعضا سنګر او موسى وو.
د کابل د ښار د ګذر ګدري يوه ډله ممثلان د ((سایین)) په نامه مشهور وو، چې له دغې ډلې څخه تر ۱۹۰۰م راوروسته ((سایین قناد)) او د ده شاګردانو به د کابل دښادیو په بنډارو کې ځينې د عبرت يا خندا، يا تاريخي او پهلواني واقعې تمثیل کولې لکه: د دیو او پري، د انګریزانو سره جنګ، د افغانستان د قومي ډلو اتحاد، دعزیز او ممید داستانونه.
...
تر ۱۹۲۰م راوروسته چې په وزارت معارف کې د ((نمایشات عرفاني)) اداره د مولوي محمد حسین اورمړ جالند هري په ریاست جوړه سوه، نو به یې په ځینو مجلسو او جشنو کې د تمثيل صحنې جوړولې، چې لومړۍ پلا د ((سردار جزیرهء جاوا)) په نامه یوه ډرامه د جلال آباد د کوکب په باغ او د لغمان په قلعه السراج کې په ۱۳۰۱ ش ۱۹۲۲ م وښیله سوه او بیاد اسد په دوهمه ۱۳۰۲ ش ۱۹۲۳م د استقلال په جشن کې د تیاتر صحنه راووته، چې پېښندویان (ادا کاران) يې د معارفو شاګردان یا ماموران وو لکه: سرور ګویا اعتمادي، عبدالعزيز ناصري، حافظ نور محمد، علي محمد، سرور صبا، عبدالاحمد عطایی، میرزا عبدالله طويل، حسن جان ضيايي، محمد اکرم، میر کاظم هاشمي، مولوي غلام محمد معلم، فرخ افندي( مړ کابل ۱۳۵۶ ش ۱۹۷۷م) صاحبداد عکاس، عبدالجبار رسام، محمد حسين ضيايي، محمد سعيد بدخشي، محمد آصف مايل، قاري دوست محمد، سید عبدالله، محمد كبير ضيايي.
د ډرامو ليکونکي يا ترجمه كوونكي: فيض محمد زكريا، صلاح الدین سلجوقي، حسن سليمي، بدري بيګ علي افندي، ضيا همایون (هندي) حافظ نور محمد وو.
دوې نوې ډرامې لکه مادر وطن (د کاظم هاشمي پېښي ) مسابقهء خواب و بيداري (د معارفو د شاګردانو پېښې) ۱۹۲۳م د پغمان د تمثیل په صحنه کې وښيلې سوې او بيا په ۱۹۲۴ م د پغمان په جشن کې د مجمع ملل او د مشرق د آزادۍ خواهانو يوه ډرامه او بله ((صحبتهای اخلاقی )) پر صحنه ښکاره سوې.
د ۱۳۰۴ ش ۱۹۲۵م په جشن کې د (( بچهء بی پدر)) او ((تربیهء پدر)) او ((محاکمهء حکمرانان)) او (( فتح تهل)) او ((فتح اندلس)) (د عبد الحق حامد ترك ليك او د سلطان احمد شیرزوی ترجمه) ډرامې وښيلې سوې، څو چې په ۱۳۰۶ ش ۱۹۲۷ م د اوسنۍ آریانا په ليسه کې د ((جهل را همینجا کشتند)) او د ((رفع حجاب )) او ((وصلت اجباري)) ډرامې هم تمثيل سوې، چې په اکثرو دغو صحنو کې د موسيقي ډايرکتوران استاد قاسم يا استاد غلام حسين ناټکي وو.
په ۱۹۲۳ م د پغمان د ودانیو نظامنامه خپره سوه اود هغه ځای په عمومی باغ کې يوه وداني د سينما تياتر لپاره او د اولمپيك سر خلاصی جمنازیوم هم جوړ سو، چې د جشن د شپو لوړې يادې سوې ډرامي هلته ښکاره کېدي.
د افغانستان تر ارتجاعی اغتشاش وروسته دغه اقدامات د تمثيل د هنر لپاره سوي دي:
په ۱۳۳۴ ش ۱۹۵۵م د سینما تیاتر او فلم لایحه خپره سوه.
په ۱۳۴۴ ش ۱۹۶۵ م د تیاتر د صحنې اساسنامه راووتله.
په ۱۳۵۲ ش ۱۹۷۳م د ((افغان نندارې)) په نامه يوه تمثيلي او سينمايي موسسه، د یوې لویې نمایشي ودانۍ سره، د کابل د چمن په سیمه کې جوړه سوه، چې افغانی اداکاران ځينې داستانونه پکې تمثيلوي او د اولیت په لحاظ دغه ډرامې مشهورې دي:
((مکن همشیره ګریان)) د محمد حیدر نیسان منظومه ډرامه ۱۳۱۵ ش ۱۹۳۶ م.
((متخصص صالون)) د رشيد لطيفي ليك ۱۳۱۸ش ۱۹۳۹م.
((مړدان پارو پامیزاد)) د احمد علي کهزاد ليك ۱۳۱۸ ش ۱۹۳۹ م
((عسکر جوان)) د محمد عثمان صدقي ليك ۱۳۱۸ ش ۱۹۳۹م.
(( فرزندان آریانا او شاګرد کبابی)) دوې ډرامې د عبدالرحمن پژواك ليك ۱۳۱۹ ش ۱۹۴۰م.
((عاطفه او پولیس ۱۰۲)) دوې ډرامې د صدقي ليک ١٣٢٢ ش۱۹۴۳م.
((میراث او دو صنعت کار)) ډرامې د لطيفي ليك ۱۳۲۳ ش ۱۹۴۴م.
((داماد)) ناصر غرغښت ليك ۱۳۲۳ ش ۱۹۴۴م.
((کار بر اصل)) د عبدالروف بېنوا ليك ۱۳۲۳ ش ۱۹۴۴م.
((لالا ملنگ)) دعبد الغفور برېښناليك ۱۳۲۳ش ۱۹۴۴م.
د دي دورې مشهور پېښندویان (ممثلان) دا دي: عبدالرشيد جلیا، عبد الحميد جليا، عبد القيوم بي سد، عبداللطيف نشاط، محمد اکبر نادم، عبد الرحمن بينا، نيك محمد قایل، احمد ضيا، محمد اکرم نقاش،شکیب،مونس، محمد جان، محمد نعیم فرحان، عبد القادرفرخ،حبیبه عسکر، خورشید د جلاد لور، مزیده سرور د محمد قاسم لور.
اوس د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې یو خاص د کلتور ریاست هم سته چې علاوه پرنورو هنري کارو د تمثیل هنر هم روزي او هر وخت په کابل او نورو ولاياتو کې په پښتو او دري ځينې ډرامې په صحنه کې خلکو ته ښيي.