د یگريکو بوديک صنعت

د افغانستان پخوانی تاریخ نهم ، دوهم عصر

د گریکو بودیک یا د (یونانو بودائی) صنعت د مستظرفه صنائعو د تاریخ له نطقی نظره څخه د پخوانی افغانستان یا آریانا په تاریخ کښی لویه برخه لری د هغه د پیدایښت، ترقۍ تنزل مراتب او د مختلفو مدرسو او د گاونډيو او لیرو مملکتو په مستظرفه صنايعو کښى د هغه د تاثیر د څرنگوالی تعریف او بيان يو بل فصل مينځ ته راولی. د گریکو بودیک یا د «یونانو بودائی» صنعت چه دا فصل د هغه دپاره تا کل شویدی په حقيقت کښی د یوی ډیری پخوانۍ مدرسې ښاخ یا څانگه ده چه هغه د (گریکو بکتریان) یا د «یونانو باختری» صنعت په نامه یادوی. 

هر کله چه په افغانستان کښی د څیړنی او پلټنی او تحقیقاتو لمن د مقدونی اسکندر د حملی له زمانی نه پخوا دومره پراختيا نه ده موندلی چه د صنعت د مشخصاتو په باره کښی څه ووايو، مدققین د هغو شواهدو له مخی چه اوس په لاس کی دی په افغانستان کښی د مستظرفه صنايعو د څيړنو او کټنو مبدا «د يونانو باختری» صنعت په نامه شروع کوی «د یونانو باختری» صنعت څرنگه چه د هغه د مرکب او وضعی نوم له مخی معلومیږی هغه صنعت دی چه د هغه په تعريف او تشکیل کښی دوه عامله لاس لری چه یو یونانی او بل باختری دی. 

هر کله چه پخوا له دې نه د دې اثر د همدغه ټوک د شپږم فصل په (۹۸) مخ کښی د «یونانو باختری صنعت» ترعنوان لاندی د دی صنعتی مکتب عمومی تعریف او د دوو باختر او یونانی عواملو سهم بیان شوی دی نو په دغه ځای کښی د هغه تکرار یو بی فائدی او بیمورده کار دی.

یوازی په ذهن کښی د موضوع د تسلسل دپاره په لنډ ډول وایو چه شرق ته د اسکندر په راتگ سره او په آریانا کښی د یونانو باختری خپلواک سلطنت په جوړيدو سره په دوو لومړنيو ق م پيړيو کښی د نامتو یونانی څیره جوړوونکی (هیکل تراش) استاذ یعنی د «لیسپ» کار د باختری صنعتگرانو او د آریانا د اوسيدونکو یونانیانو له خوا تعقیب شوی دی او د روسی میرمن تریور د نظریې په اساس چه ندى ټوک په تير مخ کښی او په وروستیو مخونو کښی ئی بیان وشو ویلای شو چه د «یونانو باختری» صنعتی مکتب په پیدایښت او پر مخ تگ کښی باختری صنعتگرانو پوره لاس درلود – د دی مدققی میرمنی د نظریاتو او د هغو نظریاتو سره سم چه دغی ښځی د خپلی مفکوری د توی کولو دپاره د ښاغلی (می یر Meyer) او پروفیسر (هرزفلد Herzfeld) نه ئی اخیستی دی د یونانو باختری مکتب د افغانستان او د آسیا د دی برخی د وروستیو دورو د مستظرفه صنايعو مبداء ده ځکه چه بودائی صنعت او د مرکزی او مینځنۍ اسيا مستظرفه صنایعو او د پارتی، کوشانی؛ ساسانی او د نورو دورو صنعت ټول هغه ښاخو نه دی چه په مستقيم دول يا يو د بل په واسطه ئی د یونانو باختری مکتب له سرچینی نه اوبه څکلی دی.

عمومی تعریف: د گریکو بوديک صنعت څرنگه چه د هغه د وضعی نوم نه څرکنديږې هغه صنعت دی چه د دووارواحو تماس، د دوو تهذيبونو ترکيب او په یوه نقطه کښی د دوو دولو عقیدو او افکارو جریان او یو د بله د هغو اوږد گډون هغه مینځ ته راوستی دی.

د گريکوبوديک صنعت یو ترکيبی صنعت دی چه په اصل اساس کښی د بودائی مذهبی افکارو او د یونانی صنعتی روحیاتو د گډون په اثر د هندوکش په دواړو خواو کښی زیږیدلی او پرمخ تگ ئی کړیدی د دغی صنعتی مدرسی د پیدا کولو افتخار یوازی د ظرفیت له مخی او یو د بل سره د هغوی د مخامخ کیدو له کبله آریانا ته نه رسیږی بلکه د دی ځای د هنر خاوندان په هغه کښی زیاته برخه لری ځکه که چیرې ښه دقت وشی په آریانا کښی دغو دواړو عنصرو که مذهبی دی او که صنعتی یوه خاصه رویه نیولی ده چه آریائی او باختری آب و تاب پکښی شامل دی په بل عبارت بودائی مذهبی او صنعتی افکار یونانی باختری شوی او د هندوکش په دواړو خوا کښی سره یو ځای او گډ شوی او د هغو له ترکیب او نژدیکت څخه د (گریکو بودیک) صنعت منځ ته راوتلی دی په یونان کښی پخپلو معاصرو مسکوکاتو باندی د یونانو باختری خپلواکو پادشاهانو د مسکوکاتو خائیست او نفاست روسی میرمن (تریور) مجبوره کړه چه د هغی زمانی په مسکوکاتو کښی د باختری هنر والا وو لاس لرل او مداخله ښکاره کړی د همدغه ټوک د ۱۰۱ مخ شاوخوا مخونه دی وکتل شی – د بمبئی په شاوخوا کښی د سانشی د معبد نښی او آثار ښکار کوی چه په دریمه یا څلورمه ق م يیړۍ کښی ئی لاتر دغه وخته پوری جرئت نه درلود چه خپل بودا په کومه څیره او شکل ښکاره کړی په هره هغه صحنه کښی چه د هغی وجود لازم و د ځینو نښو او علاماتو په ښودنه لکه چتر یا د بودهی و نه او یا په ځمکه باندی د پیښی نښه قناعت کړی دی یعنی د هغوی صنعتی صحنی له نښو او علامونه ډکی وی وروسته تر دی چه په افغانستان کښی بودائی دین خپور شو د مختلفو مذهبو وجود په عقیده کښی د خلکو او دولت آزادۍ بودائی فلسفی افکارو ته پراختیا ورکړه او یو انقلاب ئی پکښی راووست او د مذهبی مجلسو په ښودلو او نمایش کښی ئې ډير صلاحیت پیدا کړ نو که څه هم د گریکو بودیک صنعت د بودائی مذهبی افکارو او یونانی صنعتی روح د گډوالی او یو ځای کیدلو په اثر په افغانستان کښی پیدا شوی دی د آریانی هنر والا وو بدیع ذوق او استعداد په هغه کښی لوی لاس لری او دغه یاد شوی آثار د دغه هیواد د صنعت والا وو په لاس جوړ شوی او توږل شوی دی. 

په دى کښى شک نشته چه د اسکندر د ځمکو نيولو او فتوحاتو په سلسله کښی ځینی یونانی صنعتگران لمرختیزی خواته او له دی جملی نه آریانا نه هم خپاره شول په تیره بیا زمونږ په هیواد کښی د یونانی ماهر مجسمه جوړوونکی استاذلی سپ کارونه چه خپله د اسکندر هیکل تراش و تعقيبيدل. 

خو د دوی په زمانه کښی په تیره بیا له هغوی نه وروسته پخپله د مملکت له خلکو نه په زرگونو کسانو په معماری، نقاشی او مجسمه جوړولو باندی لاس پوری کړ.

په افغانستان کښی د مجسمو جوړولو ترقی او تکامل په لومړی او دوهمه مسیحی پیړۍ کښی یعنی د آسیا نه د اسکندر د تیریدلو نه دری څلور پیړۍ وروسته راغی هغه څه چه مونږ ئی پس له دی بودائی او یونانی بولو د هغه نه مقصد پخپله د اریانا د هنر خاوندان دی چه د مذهب او بديع ذوق له مخی د هغوی په باب کښی بودائی او یونانی صفت حقیقت لری البته څنگه چه د مخه مو وویل د مقدونی اسکندر له فتوحاتو نه وروسته ځینی یونانی ستومانه او زخمی عسکر او کلونی یعنی نور یونانیان د آریانا په اسکندیو کښی پاتی شول او طبعاً په هغوی کښی داسی صنعتگران هم موجود وو چه یونانی صنعتی روح او ذوق ئی د هغه د ښکلیتوب په کامل مفهوم خپور کړ مگر هغوی ور، ورو د محلی اوسیدونکو سره گډ شول او هغه صنعتگران چه د گريگو بوديک د مدرسی د ترقۍ په دوره کښې (لومړۍ او دوهمه مسيحې پېړۍ) د هندوکش په دواړو خواو کښی مشهور وو تقریبا ټول محلی اوسیدونکی وو چه د ذوق او قریحی له مخی یونانی او د دیانت په لحاظ بودائی بلل کیدلی شی د دغسی صنعتگرانو وجود او روزنه لازمه او په کار وه چه دوه جانبه استعداد، قریحی او خواصو په لرلو سره دغه یاد شوی مرکب صنعت مینځ ته راوباسی.

په دغو څو لاندنیو کرښو کښی چه د عمومی تعریف حیثیت لری «بودیزم او هلنیزم» یعنی د بودائی دیانت روح او یونانی صنعتی ذوق او د افغانستان په خاورو کښی د هغو مخامخ کیدل تر غور او څیړنی لاندی نیسو: 

بودیزم: ښکاره ده چه بودائی دین په شپږمه ق م پیړۍ کښی د هند په خاورو کښی د اوسنی مدراس او پټنی په شاوخوا کښی پیدا شوی دی او د هند په خاوره کښی د (۳۵۰) کلو ژوند نه وروسته په دوهمه ق م پیړۍ کښی د موریا د پاچا آشوکا له خوا د لیږل شوو مبلغینو په واسطه د اریانا په لمر ختیزو سرحدانو او دننه په آریا د کښی ئی نفوذ وموند موسیو فوشه دغه عقیده لری چه که د هند په شمالی برخه کښی د بودائی دین د خپریدو شروع کیدل د دریمې ق م پیړۍ په نیمائی کی وبولو نو ډیره اشتباه به مونه وی کړی په همدغه زمانه کښی بودائی مبلغین کشمیر او گندهارا نه راغلل او ورو ورو دننه هیواد ته پسی راتلل په دغه ترتیب یاد شوی دین د دریمی ق م پیړۍ په نیمائی کښی گندهارا یعنی د کابل سیمی ته ورسید او د پیښور او سوات له علاقو نه د ننگرهار (هډه) لغمان، تگاو، نجراو او خورد کابل [بودائی کابل] ته راغلی او د کاپیسا ښکلو در و او جلگو (کوهستان او کوهدامن) ته رسیدلی دی. 

نن ورځ د هغو علمی کشفیاتو او تحقیقاتو له مخی چه ځای په ځای او نقطه په نقطه شوی دی د هندوکش له جنوب نه شمال ته د بودائی دین د خپریدلو لاره او د هغه مهم منزلونه فندقستان، بامیان، سمنگان [هيبک) او بلخ او قندوز مونږ ته ښکاره دی او د چینی زایرینو د یادداشتو او د فرانسوی پوهانو د تحقيتاتو له مخی د تيرو حالاتو او د هغو نقطو د شواهدو په باره کښی پوره معلومات په لاس کښی دی چه بیان ئی دلته کوم لزوم نلری.

یوازی هغه شی چه په دی مبحث کښی د هغه څیړنه ضروری ده او د هغه صنعت د پیدایښت سره چه مطالعه ئی کوو مستقیم ارتباط لری دادی چه آیا بودائی مذهب کوم وخت د هندوکش له څوکی نه تیر شوی او په کومه زمانه کښی د باختر په سیمو کښی خپور شويدې؟ 

یوازی هنه مدرک چه د دی سوال د ځواب په ورکولو کښی زمونږ سره مرسته کوی د آشوکا کتیبی او د هغه د زمانی د پاچایانو د نومونو یادونه ده چه هغوی ته ئی مبلغ لیږلی دی په دی خبر یوچه آشوکا د موریا پاچا چه د دی زمانی معاصر و د هندوکش په جنوب کښی اداری او سیاسی نفوذ درلود او دا سیمی د موریان حکمرانانو له خوا، اداره کيدلی. 

د غربی اسیاحتی د مصر د یونانی پاچایانو په قطار کښی چه (د آشوکا مبلغین هغوی ته وراسول شوي وو) د دیودوت د یونانی باختری خپلواک سلطنت د موسس نوم اخستل شوی ندی ده د ټولو مدققينو د نظریی سره سم په (٢۵٠) ق م کال په باختر کی د خپلواکۍ او سلطنت اعلان وکړ او دا هغه زمانه ده چه د موریایانا نفوذ د هندوکش په جنوبی برخو کښی لا پاتی و د(دیودوت) د نوم د نه یادیدلو او د څو تنو نورو یونانی شامی او مصری پاچایانو د نوم د یادیدلو له مخی داسی ښکاره کیږی چه د اشوکا مبلغینو د یونانو باختری دولت د خپلواکۍ له نیټی نه لس کاله پخوا پخپل سفر او تبلیغ پیل کړی دی، موسیو فوشه باختر ته د بودائی مذهب د رسیدلو نیټه د دوهمی ق م پیړۍ په آوائلو کښی بولی او دغه وخت د هغی زمانی سره برابر دی چه د د یونانو باختری پادشاهانو لکه ایوتیدم، دمتریوس او ایوکراتید د هندوکش د جنوبی خوا له برخونه د موریا د دولت نفوذ لیری کړ او یو قوی دولت ئی جوړ کړ او د هند په خاوره کښی ئی د ځمکو په نیولو پیل کړی و په دغه ترتیب سره د آشوکا د مبلغینو د ليږلونه تقريبا شپیته کاله وروسته بودایی دین د هندوکش د شمال په مختلفو ځایو کښی خپور شوی دی. 

هر کله چه دلته زمونږ مقصد یواځی د بودیزم د تگ د لاری خط سیر او د هغه د خپریدلو بیان ندی بلکه غواړو چه په دغه باب کښی څه بحث وکړو چه په دې خاوره کښی ئی څومړه زیاته اغیزه کړې ده چه د صنعت په پیدا کولو کښی ئی لاس او نفوذ وموند که څه هم بودائی مذهب د (مگدی) په خاوره کښی پیدا شوی دی او د هغه د لومړی ودی او نشو ؤ نما ځای د هند خاوره ده مگر له هغی ورځی نه چه د اندوس (سند) له سيند نه را تیر شو او په آریانا کښی ئی رواج وموند.

د دېرو مدققینو په تعبیر د خپل پر مخ تگ او پراخوالی دپاره ئې (موعوده ځمکه) وموندله د غرو لمنی، ژوری او آرامی درې او ناوې - لوړ او جگ ځانته ځايونه، په څلورو خواوو حاکم نقاط، قدرتی ښکلی منظری او چینی لرونکی ځایونه د بودائی کناره خوښوونکو از صلح غوښتونکو راهبینو دپاره چه په آرامه دنیا او عالم سکوت کښی په ریاضت بوخت وو ډیره زياته مساعده او مناسبه خاوره وه. لکه چه په همدغه لحاظ د گندهارا پوهانو د (کابل ناوه) (دوهمه مگدې) بللی ده. 

گندهارا په بودائې دنيا کښې دومره زيات شهرت درلود چه هره څنډه او برخه ئي د ساکیا مونی د داستانی ژوند له مظاهرو څخه د یو مظهر سره تړلی وه د بودا مهم یادگارونه د دی علاقی په معبدونو کښې امانت کېښودل شوی وو. 

موسيو فوشه هغه معبد چه کنیشکا د کوشان د امپراطورۍ د ژمی د پایتخت په شاؤخوا کښې جوړ کړی ؤ «د دنیا ډیر جنگ معبد) بولی بی له دی نه یو زر او پنځه سوه نور معبدونه یوازی په همدغی علاقه کښې موجود وو «هیاویا (هډه) چه چینی زائر (هیوان تسنگ) د غربی هیوادو په باره کښی پخپلو یادداشتو کښی د (نگاراهارا) یعنی د «ننگرهار» په علاقه کښی د هغی نه خبری کوی، گندھارا د بودائی مذهب لوی تا ټوبی او کانون ؤ، او څرنگه چه نوی څیړنی ثابتوی د سل ها و ښایسته معابدو او باغونو او نورو شیانو سره د دی علاقی لوی صنعتی مرکز هم بلل کیده. 

کاپیسا (د کوهستان او کوهدامن سیمی) حتى د مسیحی (۷) پیړۍ په پای کښې چه په دغو ځايو کښې د بودائې دین د ژوندانه آخره دوره وه له دوو زرو نه زیات راهبان او له سلونه زيات معبدونه درلودل، بامیان یا «بامیکان» «یا فن یانا» چه په توله بودائی دنيا کښې ئې د بودا د لویو څيرو په لرلو (د بودا پرته څيره( په ( نيروانا) کښې چه زر قدمه اوږدوالې لرى او د هغه ولاړې څیړی چه ( ۵٣ او ٣۵متری) دس امتياز درلود.

یو داسی ځای ؤ چه د تولې آسیا بودائی زیارت کوونکی هلته ورتلل، همدا ډول د هندوکش په قطی یعنی شمالی برخو کښې د (باختر) او (تخارا) په دوو مستعدو ولاياتو کښی بودائې مهم مرکزونه موجود وو - قندوز د(هیوان تسنگ) د تیریدو په وخت کښې لس معبدونه او څو سوه روحانیون درلودل، په دغه وخت کښې بلخ سل معبده او دری زره راهبان درلودل، د دی نوشتی له مخی په مسیحی اوومه پیړۍ کښې چه د بوديزم د سقوط د دوری وخت دی او هغه کوچنۍ احصائیه ده چه د نورو جنگونو او پيښونه وروسته اخيستل شويده.

معلومیږی چه بودائې مذهب د افغانستان په نیمه ختيزه برخه کښې په کومه اندازه اغېزه او تاثیر کړی ؤ. د کوشانی زمانی افغانستان څرنگه چه د دغه دیانت په معتقداتو او فلسفه کښې لوی انقلاب پیدا کړی ؤ، د صنعت او ښودنې (نمایش) د لارې نه ئې هم بیخی د هغه مرام او مقصد بدل کړ.

هلنيزم:

د گریکوبوديک د صنعت بله خوا (هلنیزم) یا د یونانی تهذيب د اصولو – نظریاتو او افکارو دخالت دی چه د اسکندر د فتوحاتو سره ئې آسيائې ځمکو ته لاره وموندله. اسکندر په دغو ټولو جنگی اقداماتو کښې د نورو ټولو نيولو ځايونه زيات د آریانا په خاوره کښی پنځه – شپږ اسکندریه نومی ښارونه جوړ او ودان کړل. د یونانی باختری خپلواک سلطنت په جوړيدو سره او د دغه سلطنت د دوه سوه کلن دوام له کبله آریانا د څلورو پیریو د پاره چه (دوه پیړۍ کوشانی دوره هم پکښی شامله ده) په آسيا کښې د یونانی افکارو تهذيب او آرت ډیر مترقی کانون او مرکز شمېرل کيده. څرنگه چه د بودائې دين او مذهب په لحاظ ئی گندهاراته (دوهمه مگدې) ویلی ده، د صنعت او آرت په واسطه (دوهم هلاد) هم بلل کېده. باید ووایو چه د اسکندر په لاس د هند فتح او نيول کېدل بيله راتگ او تگ نه بل ئی نه ؤ. او د هند اصلی او رښتیانی نیول کېدل په یونانی مفکوره هغه وخت شروع شول چه د یونانو باختری او کوشانی پادشاهانو د هغه ملک د نیولو نه وروسته په اداره او د مدنيت او تهذيب په خپرولو پيل وکړ – د دغو دوو کورنیو په اداره کښی د هند د شمال غربی برخو شاملیدل د دی سبب شو چه د یونانی مدنیت مظاهرو او افکارو د هندی روحیاتو او فلسفی سره اوږد نزدیکت او تماس پیدا کړی. د هغو یونانی مؤرخينو او جغرافيه ليکونکو په شان چه آثار ئی پاتی شوی دی، د فن او حرفت یو شمیر خاوندان لکه طبيب، حکاک، مجسمه جوړوونکی (هیکل تراش) معمار هم دغه وطن ته راغلی دی: او د اسنکدریو او جنگی کلاگانو په جوړولو کښی (یواځی په باختر کښی د یو زر کلاگانو څخه بحث شوی دی) او د فلزی لوښو، گاڼو په جوړولو او د مسکوکاتو په ضربولو - حکاکۍ - او د کریمه تیږو په کیندلو کښی ئی لوی لاس او زیات دخالت درلود، د دغو هنر والاوو د ټولگی سره په آریانا کښی په مستظرفه صنائعو او آرت کښی د یونانی ظرافت روح خپور شو. 

د بودائی او یونانی افکارو او تهذیب د یو ځای کیدلو ځای:

هغه دوه عامله چه د یونانو بودائی یا د گریکو بوديک د صنعت په پیدائښت کښی لاس لری د آریانا سره د هغه د عمومی او خصوصی ارتباط په لحاظ بیان شول. هغه بحث چه د دې صنعتی مدرسی په کتلو او څيرنو کښی مهم دی د هغو د یو ځای کېدو د ځای موضوع ده چه د څلويښتو کلونونه را په دې خوائى مدققين ځانته جلب کړی او په غور ئی اخته دی موسیو فوشه چه د دی مدرسې په کتنو او مطالعاتو کښی د ټولو نه مخکښی دی ، دگندھارا د گريکو بوديک د صنعت د کتاب په دوو ټوکو کښی چه (د هغه په تاریخچه، مراحلو، څانگو د ترقۍ او تنزل په زمانه او په ټوله آسیا او نورو ځايو کښی د هغه د خپریدلو په ډول شامل دی) او په هغو دوو ټوکو کښی چه په دی نژدی وختو کښی ئی (د بلخ نه تر تاکزیلا پوری د هند پخوانۍ لاره) په نامه لیکلی دی په دغه باب کښی ئی په ډیر تفصیل سره بحث کړی دی. په دی کښی څه شک نشته چه د فوشه د دغو دوو سلسلو خپرونو تر منځ ډیر کلونه تیر شوی او په دی موضوع کښی کشفیات په تیره بیا د افغانستان په خاوره کښی شوی دی خو سره له دې د یو لرغون پیژندونکی پوهاند (باستان شناس) مدقق نظریو دومره ډیر فرق ندی کړی او هغه نکنی چه په دغه فصل پوری مربوطی دی او د ده په نوی اثر کښی لیدل کیږی وخت په وخت به ئی وښیو.

لنډه دا چه په دغه مسئله کښی څه شک او شبهه نشته چه د بودیزم او هلنیزم د یو ځای کیدو سیمه او یا هغه ځای چه یونانی او بودائی افکارو او تهذیب پخپل منځ کښی سره ډیر اوږد نزدیکت او تماس وموند، همدغه پخوانۍ آریانا، یا د فوشی په اصطلاح (د نننی افغانستان لوی نیکه دی) مگر هر کله چه د افغانستان خاوره پراخه او د دغه صنعت شواهدو په بیلو بیلو برخو کښی وده او نشو ؤ نما کړی ده: دغی مسئلی علمی څیرونو او کشفياتو ته اړتیا درلوده چه په لازمو اسنادو سره معلومه شوی وای چه دوه تهذیبونه او صنعتی تمائل د افغانستان په کومه برخه کښی په تیره بیا د هندوکش په شمال یا جنوب کښی مخامخ او مقابل شوی دی چه معلومه شی چه د گريکو بوديک د صنعت د پیدایښت اصلی ځای چیرته ؤ او د پیړیو په تیریدلو کښی د هغه د تحول ځايونه د نورو صنعتی عواملو د تاثیر سره په کومو ځايو کښی دی؟.

ګندهارا: گندهارا یا د کابل دره او ناوه د ختیز هندوکش په جنوب کښی یوه سیمه ده چه د کابل د سیند له سرچینی نه شروع او تر اټکه پوری ځمکی رانیسی او رسیږی ټوله گندهارا په پخوانيو زمانو کښی د آریانا د خاوری یوه ټوته او جز وه او نن ورځ هم هغه او لویدیزه برخه چه د هغی ډیره لويه برخه تشکيلوی د افغانستان د مملکت ټوت ه او جز دی دگندهارا په مینځ کښی یوه بله برخه ده چه د اسلام نه پخوا دورو کښی د (نگاراهارا) په نامه یادیدله او لا تر اوسه پوری دا جغرافیائی نوم ئی له مینځه نه دی تللی او (ننگرهار) د پخوانۍ گندهارا زړه او مرکز تشکیلوی او لکه چه د دې فصل په راتلونکو مخونو کښی به وگورو د گندهارا ډیر خائیسته صنعتی کانون د هغه په یو مشهور ښار کښی پروتؤو چه هده نومیږی.

مونږ ته دا مطلب ښکاره دی چه گندهارا د هند له خاوری سره د خپل گاونډیتوب له کبله د مبلغینو د لاری په سر پروت ؤ - بودائی دین د افغانستان د ټولو برخونه مخ کښی لومړی په دغه ځای کښی خپور شو حتی په هغه زمانه کښی چه دغه دین د موریا د امپراطور آشوکا په زمانه کښی خپریده گندهارا او د هندوکش د علاقی ډیری برخی د موریا د دولت د نيول شوو او مفتوحه ځمکو جز بلل کیدلې له دی امله بودائی دیانت، افکار او تهذيب د افغانستان د ټولو برخو نه مخ کښی په دی ناوه کښی خپاره شوی دی، ښکاره ده چه د گندهارا دری په بودائی داستانو کښی ډیر زیات رول لوبولی دی او د چینی زیارت کوونکی د خاطراتو په شهادت په دغه ځای کښی د موریا له دوری نه نیولی ترکوشانی زمانی پوری پر له پسی او په مرتب ډول خایسته معبدونه جوړيدل او د دی ناوی په معبدو کښی قیمتی مذهبی یادگارونه په امانت پريښودل شوی وو، ښکاره ده چه د گندهارا دری د سیاسی نقطی نظره څخه د کوشانی دولت د اقتدار په وخت کښی مخصوصاً د لوی کنیشکا د سلطنت په زمانه کښی د دوهمی مسیحی پیړۍ په اوله نیمائی کښی مهم موقعیت پیدا کړی ؤ ځکه د هغو فتوحاتو له کبله چه کوشانيانو د هند په خاورو کښی کړی وو د گندهارا ناوه تقریباً د هغوی د لوبې او پراخی امپراطورۍ مرکز گرځیدلی ؤو له همدی کبله د کنیشکا د امپراطورۍ د پسرلی، اوړی او منی دوه درې پایتختونه د همدغی ناوې په لومړنۍ، منځنۍ او کښتنۍ برخه کښی واقع وو او د هغی ډیری مينې او علاقه مندۍ له کبله چه امپراطورد گندهارا د ناوی سره درلوده زیاترو مدققينو هغه فقط د (گندهارا د پاچا) په نوم او لقب یاده کړی ده، یو بل صفت چه گندهارا د نفیسه صنائعو د خپريدلو او پرمخ تگ دپاره درلود هغه د هندوکش د تیږی د دیوال په ساتنه کښی د هغه امنیت ؤ ځکه چه زمونږ د هیواد د تاريخ لوستونکو او کتونکو ته ښکاره ده چه وخت په وخت د جنگونو او د منځنۍ اسیا د قبائلو د بی ځایه کیدلو او په آسیائی لری برخو کی د کامونو د شورش او پورته کیدلو په اثر داسې جنبشونه پیدا شول چه په آخره کی د اکسوس (امو دریا) سیمی ته ورسیدل او له دغه ځای نه د دوه لارېزې په حيث د راغلو کامونونه یو ټولگی او ښاخ لویدیزې خواته د خزر د سواحلو طرف ته او د هغه پورې غاړی ته د اسيا په لویدیزو او د اروپا په ختیزو خاورو کښی خپاره شول او بل ښاخ ئی د آمو سیند جنوبی برخو ته ښکته شو د آریانا د غرو په لمنو کی پرېرتل او يو سلطنت ئی جوړ کړ او د هندوکش د مستو اوبو د يوې برخی د بهیدو سره د مهاجرت، فتوحاتو او چپاوو او د نورو په نامه د هند په سیمو کښی خپاره شوی دی.

گندهارا د هندو کش د جگ دیوال په ساتنه تر زیاتی اندازی مامونه وه او څه نا څه د منځنۍ آسیا د نوو راغلو کامونو د لومړنيو جگړو او له هغو تصادماتو نه وساتل شوه چه په اولو وختو کښی ئی ډیر شدت درلود او په دغه ځای کښی د دوامداری صلحی، سلام او ارامی فضا د گریکو بودیک د صنعت د روزنی دپاره موجوده وه موسيو الفرد فوشه چه د دی صنعتی مدرسی په پیژندگلوۍ کښی د ټولو پوهانو نه مخکښی دی او تر اوسه پوری تقریباً نیمه پیړۍ تیره شوی ده چه په دغه باب کښی کار کوی او پخپل وروستی اثر کښی ئی گندهارا د (آرت ځمکه) بلای ده.

او د دی عنوان لاندی د خپلو ډیرو بحثونو په اساسی ئی د گندهارا علاقه د جغرافی، نژاد، سیاست، مذهب، تجارتی مراودی له مخی د گريکو بوديک د صنعت د پیدا کیدو دپاره دیره مساعده گڼلی ده او وائی «څرنگه چه تکان فلاندر، ایل دو فرانس په اروپا کښی او جاپان او جاوا په لری شرق کښی طبعآ د مستظرفه صنایعو د پرمختگ دپاره مساعد وو، گندهارا د آسیا په دی برخه کښی هغه ټوته خاوره وه چه سړی به وائی آسمان (هغه د ښکلو څيرو او هيکلو او خائیسته تابلو گانو د پیدایښت دپاره پیدا کړی وه» پدغه ترتیب (فوشه) د هغو مراحلو په اول کښی چه د دغه صنعت په وجود وپوهید گندهارا ته ئی خاص نظر درلود د، بلخ له حفریاتو نه وروسته چه کومه نتیجه ئی ور نه کړه په خپله نظریه لا پسی ټینگ شو اوس دا موضوع دلته پریږدو پخپله باختر او د قندوز د کشفیاتو په سیوری کښی تر څیړنی او کتنی لاندی نیسو.

باختر: هغه سیمه چه د گريکو بوديک د صنعت له مخی یا څه نا څه یواځی د یاد شوی صنعت د مبداء په لحاظ د نظریاتو په عالم کښی تر یو وخته پوری د هندوکش په سهیل (جنوب) خوا کښی د گندهارا سره رقابت درلود او تر اوسه پوری لا هم دا مسئله د ځينو پوهانو په نزد فیصله شوی نده باختر دی۔ فوشه په هغه وخت کښی چه په افغانستان کښی د حفرياتو امتیاز فرانسویانو ته لا نه و ورکړ شوی د گريکو بوديک د صنعت د پيدايښت د ځای د تجسس او لټولو په موضوع کښی د بلخ او باختر د نومونو د یادونی نه خلاصی نه درلوده او دا به ئی ویل چه زه د دی صنعت د پیدایښت په موضوع کښی تر یوی زمانی پوری گندهارا ته امتیاز او ترجیح ورکوم چه د باختر عملی کشفیات ما پخپله اشتباه قانع کړی.

د سنگیانگ او مرکزی آسیا په سيمو کښی د گریگو بوديک د صنعت د پراختیا او خپرېدلو په لحاظ باختر او د هغه اهمیت د دغه مدقق نظریه ځانته را وگرځوله او د خپل گندهارا د گريکو بوديک د صنعت د کتاب د اول ټوک په پنځم مخ کی وائی: (د هغو ډیرو بودائی کشفياتو له مخی چه د یو شمیر پوهانو له خوا په طورقان، ختن، او د روس او چینی ترکستان په نورو ځايو کښی شوی دی معلومیږی چه د گريکو بوديک د صنعت مظاهر د وارداتی مال التجارت په ډول وطن ته راغلی او د کاروانو د تگ او راتگ او مزل په مزل په دغو ځايو کښی خپاره شویدی او د هغه د پیدایښت اصلی ځای او د روزنی ځانگو باید په نورو ځمکو کښی ولټوو آیا د دغه صنعت د پیداینښت ځای په باختر کښی په هغه باختر کښی موندلی شو چه دوه زره کاله پخوا د دریو یونانی هندی او چینی مدنیتونو د مخامخ کیدو او یو ځای کیدلو کانون او مرکز ؤ؟

زمونږ د دی پوښتنی ځواب به هغه وخت راتلونکی زمانه ورکړی چه د اکسوس(آمو دریا) د پاسنۍ حوزی جنوبی برخی د باستان پیژندلو د پلټو او څيړنو دپاره خلاصی او پرانستل شی.

همدغه مدقق د دغه کتاب په دوهم ټوک کښى د باختر تر عنوان لاندی په مفصل ډول داسی وائی (لکه چه پخوا مووويل د گريکو بوديک د صنعت د پیدایښت د اصلی ځای قطعی ځواب تر هغه غونډيو لاندی دی چه څو تنو اروپائیانو د هغو وجود د بلخ په شاؤخوا کښی ښودلی او ياد کړې دی - په دغه وخت کښی د بلخ د پخوانی حالت د واضح کیدو دپاره د بل هر وخت نه زیاتو معلوماتو او توضيحاتو ته احتياج لېدل کیږی، د گندهارا د دیوالی رنگه تصویرو د ورکیدو او له منځه وتلو نه وروسته د باختر د صنعتی مدرسی په باب کښی د مطلق معلوماتو نشتوالی یوه ډیره غمناکه خالیگاه ده چه د گریکو بوديک، د صنعت د کتنی او څیړنی په لاره کښی ئی زمونږ سندونه او وثیقی ناقصی کړی دی. په منځنۍ آسیا کښی په نوو کشفیاتو سره له کاشغر نه تر جاپان پوری د صنعت د خپریدو د ځنځير کړۍ کشفی شوې او یواځی لومړۍ کړۍ ئی کمه ده په هر حال هر کله چه اوس سمدستی په ادی ډول کوم شی په لاس کښی نشته نو د گمان او قرائنو نه کار اخلو.

زه د باختر په باره کښی دوی نظریی لرم یوه دا چه په دغه ځای کښی د گریکو بودیک د صنعت د پیدایښت د ځانگو د شته والی موضوع نه سلبوم او له بلی خوا دا منم چه هغه ټول یادگارونه (آبدات) چه چینی زیارت کوونکو په هغه ځای کښی لیدلی دی د هند او یونان (هندو گریک) د صاف سبک نماینده وی. اوس چه دا موضوع له هری خوانه تر څیړنی لاندې ونیسو له دغو دوو مطلبو نه د یو مطلب پر ضد څه ویل کیدای نشی.

د باختر د بودائی صنائعو په باره کښی زمونږ معلومات ډیر لږ او محدود دی (فاهین) او (سونگین) دوو تنو چینی زیارت کوونکو د ختن او اندوس (سند) لاره وهلی او د باخترنه تیر شوی نه دی.

پاته کیږی (هیوان (تسنگ) او هغه شی چه د (پو - هو [Po-Ho] د سېمی په باب کښی ئی لیکلی دی.

که چیری گندهارا او باختر د هغه د لیکنو په روښنائی کښی مقایسه کړو د گندهارا پله ورباندی درندیږی ځکه چه دغه زائر پداسی حال کښی چه بلخ ته د سلو معبدو نسبت کوی په گندهارا کښی د زرو معبدونه بحث کوی البته د معابدو د قدامت د څیرو او مجسمو د ښکلیتوب د استوپو د شمیر او د هغو ودانیو د نوعیت موضوع چه په باختر کښی د خپل سفر په وخت کښی ئی لومړی ځل لیدلی دی یو داسی شی دی چه د راتلونکو حفریاتو نه زیری ورکوی هغه ټکی چه د زیارت کونکی په یادداشتو کښی یاد او لیکل شوی دی او د هغه یادونه د دی تر بحث لاندى موضوع سره ډیره رابطه لری دادی چه د گندهارا رقیب یعنی باختر کوشش کړی دی چه موعوده ځمکه و گرخی. 

او د دی دپاره چه د مگدی سره شه شباهت پیدا کړی محلی راهبینو بلخ د (راجاگرییه) Rajagriha یعنی د (وړوکی پاچائی ښار) په صفت یاد کړی دی ځکه چه هلته هم بودائی امانتی آثار زیات وو نو په باختر کښی د بودائی صنعت وده او پرمختگ هم یو رښتیائی او ثابت شی دی مگر دعلمی شواهدو د کشفولو نه مخ کښی که څه هم هر څومره کوچنی اثر هم وی د خاورینو غونډیو په باره کښی نظریه ښکاره کیدای نشی سره له دی د قرائنو له مخی او د هغو آ ثارو په اساس چه د باختر د شمالی او جنوبی گاونډیو سیمو نه کشف شوی او لاس ته راغلی دی داسی ښکاره کیږی چه د عمومی خواصو له مخی به د باختر صنعت د هغه د جنوب شرقی برخو یعنی کاپیسا یا د هغه د شمال شرقی گاوندیو سیمو یعنی چینی ترکستان د صنعتی شواهدو سره ډیر زیات توپیر ونلری، سر بیره په دی دا هم تر یوی اندازی پوری ویل کیدای شی چه د هغه ځای آبدات که چیری د سبک په لحاظ ئی په نظر کښی و نه نیسو نو څه - نا څه د خارجی وضعیت او د عمرانی  موادو له حيثه د پنجاب او کابل دری په نسبت د منځنۍ (مرکزی) آسیا سره ډیر شباهت لری. موسیو فوشه آخر ته په ١٩٣۴ کال کښی بلخ ته ورسید او په توپ رستم او د ښار په ارگ کښی ئی حفريات وکړل له بده مرغه د آرزو او انتظار په خلاف د باختری څیری په کشفولو باندی ئی بری و نه موند او د هندوکش په شمال کښی د بودائی مجسمی کشفیدل څو کاله نور هم و ځنډیدل تر څو چه اتفاقاتو د قندوز د اسرارونه پرده پورته او لیره کړه.

له قندوز نه د نوی روښنائی ځلیدل: له پورتنیو بیاناتو څخه معلومیږی چه فرانسوی پوهاند فوشه د گریکو بودیک د صنعت د پیدا کیدو د اصلی ځای د ټاکلو په باره کښی یو څه د ليلونه لرل چه د هغو په واسطه ئی گندهارا ته پر باختر باندی ترجیح ورکوله، سره له دې څرنگ چه موولیدل په هغه وخت کښی چه عملائی لاس له باختر نه لنډ ؤ بيا هم د دغی يادې شوی صنعتی مدرسی د جوړولو نسبت یونانی باختری استاذانو ته او د هغی ځای ئی په گندهارا کی بللی دی. 

دغه هم د هغو شواهدو په پیدایښت پوری اړه درلوده چه یوه ورځ به منځ ته راشی چه د هغه نظریی ته تغیر ورکړی: همدا وو چه د ډیرو کلونو د انتظار نه وروسته ئی په افغانستان کښې د حفرياتو امتیاز د فرانسې دولت ته حاصل کړ.

او سمدستی بیا باختر ته روان شو چه هغه کړۍ او حلقه تکمیله کړی چه د گريکو بوديک د صنعت د څیړنی او تحقیقاتو په سلسله کښی ناقصه او کمه وه د بلخ په شاوخوا کښی ئی (۱۸) میاشتی څیړنی او پلټنی وکړی او د توپ رستم او ارگ خرابی ئی وکیندلې مگر هغه شواهد ئی پیدا نه کړل چه انتظار یی ورته درلود. هغه شی چه موسیو فوشه په علمی اصولو لټلوه اتفاقاتو په قندز کښی د باختر په ختیزه برخه کښی میدان ته را وایست او لومړۍ باختری بودائی مجسمه په قندوز کښی د یو معبد له خرابونه راوایستل شوه. 

نننی قندوز یا د منځنیو پیړیو (کهن دژ) د قندوز د سیند د لمر خاته خوا په شپږ کیلو متری کښی او د خان آباد د لویدیزی برخی په ۲۴ کیلو متری کښی پروت دی هغه مسافران چه د ښکاری دری د لاری خان آباد ته درومی له هغی سیمی نه وروسته چه هغی ته (علی آباد) وائی بیله دی چه د خان آباد نه تیر شې برابر او په مستقیم ډول قندوز ته د(۱۸) کيلومترو فاصلی وهلو نه وروسته رسیدلی شی، نننی قندوز چه د قطغن د ولایت جز دی د (هیوان تسنگ) د تیریدلو په وخت کښی د تخارستان مرکز شمیرل کیده او په دغه وخت کښی د تخارستان لمن په باختر باندی هم غوړیدلی وه یعنی په باختر باندی مشتمله وه، هر کله چه قندوز د هغه لوی سیند په ښکنیو برخو کښی واقع شوی دی چه هندوکش د اکسوس (آمو دریا) سره نښلوی او د دغه سیند مجری که په جلگو کښی ده او که د دغه غره د سلسلې په سختو درو کښی ډیره ستره طبیعی لاره شمیرله کیږی او زیات اهمیت لری د (هیوان تسنگ) د سفر له مخی چه د آمو د سیند نه د تيريدلو څخه وروسته برابر قندوز ته راغې او په دغه ښار کښی د (تاردیوشاد Tarduchad) د ترکی نژاده شهزاده د استوگنې له مخی (دا سړی د غربی توکیویا و د اولادی څخه ؤ) ښکاره کیږی چه قندوز د اوومی مسیحی پیړۍ په لومړۍ نیمائی کښی د تخارستان او باختر د نورو ښارونه په نسبت مرکزیت درلود قندوز پخپل جغرافیائی او سیاسی موقعیت د هندوکش په شمالی برخو کښی د آمو سیند، باختر او د برنی تخارستان تر مینځ یوه داسی ایستگاه وه چه د هغی نه څلور لوئی لاری د بلخ او د باختر د نورو ښارونو او دبر تخارستان د ودانو او آبادو سیمو او د اکسوس د سيند او د هغه د هغې غاړې برخو او د هندوکش د درو خواته تللی - هر کله چه چینی سیاح په قندوز کښی د خپلی هستوگنی په موده کښی لس بودائی، معبدونه او څو سوه تنه روحانیون او د دغه دین پیروان لیدلی دی او ځینی نور شیان ئی هم ویلی دی نو مونږ په دغه باره کښی د هغه د اصلی یادداشتونه ترجمه کوو (دغه ځای هم د تخارستان د پخوانۍ سیمی یوه ټوټه او جز دی د هغه د احاطی اوږدوالی او پراختیا ۳۰۰ (لی) او د هغه د مرکز د احاطی اوږدوالی لس (لی) دی د دغه ځای ځمکه آواره جلگه ده او مرتب کښت او کر پکښی کیږی او ډیری غلی حاصل ورکوی، بوټی او ونی پکښی زیاتی شئن کیږی، گلونه او ډول ډول ميوى فوق العاده زیاتی دی، آب ؤ هوائی نرمه او په زړه پوری ده د دغه ځاى خلک ساده او امانت کاره دی نارینه ئی طبعاً چست و چالاک او هوښیار دی وړین کالی اغوندی زياتره خلک د بودائی دين پيروان او ځینی ئی برهمنی دی په دغه ځای کښی لس «سانگارامه» (بودائی معبدونه) او څو سوه تنه روحانيون موجود دی چه د بودائی دین د دواړو طریقو (مهایانی) او (همایانی) په قوانینو کښی ئی معلومات درلودل او د دواړو مسلکو تابع او پابند وو - او پاچائی چه ترکی نژاد شهزاده ؤ او د اوسپنی د دروازی د جنوب په ټولو کوچنیو علاقو باندی ئی حکومت درلود. 

په قندوز کښی لومړنی باختری بودائی هیکل: د ۱۹٣۶ کال د سپتامبر په میاشت کښی د هغه ځای د شمال شرق په دری کیلو متری کښی چه د (هیوان تسنگ) د شهادت په قرار په هغه ځای کښی لس معبدونه موجود وو یو سپین زیری بزگر د یوی غونډۍ په لمنه کښی ځمکو ته د اوبو ورکولو دپاره یوه ویاله کیندله او په نتیجه کښی ای څو گچی سرونه وموندل شول د موسيوهاکن د څېړنې او تحقیقاتو په واسطه معلومه شوه چه هغه د اوبو وياله چه دغه بزگر ایستلی او کیندلې وه د یو بودائی معبد د دیوال تر څنگ تیرېدله.

د ودانۍ شکل او پلان تقریباً څلور کنجه او مربع ؤ، او هر بازو (ضلعی) ئی (۴٠) متره اوږدوالی درلود - او د دغی ودانۍ سره متصل د جنوب غرب خواته يو معبد موجود ؤ چه هری خوائی دیرش متره اوږدوالی درلود. 

هغه آثار چه په دغه ځای کښی پیدا شوی دی د شمیر له مخی دومره زیات ندی. دغه ټول شيان اوه سرونه، دوه گرد مدالونه او يوه داسی کوچنۍ مجسمه ده چه نیم شکل ئی د انسان دی او نیم شکل ئی د مرغه. او یوه بله ټوټ ده چه يوه ښپه او څپلۍ ده. 

سربیره په دی ځینی نوری لویی او کوچنۍ ټوټی هم د معبد له مختلفو کوتونه پیدا شوی دی. دغه کشفیات د شمیر په لحاظ دومره زیات ندی، مگر هر کله چه لومړی ځل دهندوکش له شمالی برخونه هیکلونه لاس ته راغلی دی، او لرغون پیژندونکی پوهان ډیر زیات دب اختر د بودائی هیکل د لیدلو په انتظار کښی وو. د هغو ځینی مميزات «د باختر د بودائی صنعت او د گریکو بوديک د صنعت مبداء» د رسالی له مخی چه د پروفیسر هاکن په قلم ليکل شوی ده بيانوو:

هغه آثار چه له قندوز نه لاس ته راغلی دی ښکاره په دوو برخو ویشل کیږی: يو ډول ئی هغه دی چه ذاتی ممیزات نه لری - بل ډول ئی هغه دی چه په هغه کښی د (ستیل رآلیست) د حقيقت بينۍ د رويې له کبله نژادی خصوصیات په ډیر اهتمام سره ښودل شوی دی. د هغو سرونونه يو سر چه په لومړۍ ډلی پوری اړه لری د هغه د قالب گیرۍ له رویی نه ښکاره کیږی چه څیره جوړوونکی پخپل زړه د هغه څېره په سا خستگی ډول جوړه کړی او د هغی مرمری مجسمی د څیری د قيافى سره لږ شباهت لری چه د (کورنت Corinthe) نه پیدا شوی او د موسیو پیکارد له خوا خپره شوی ده  د سترگو د گاټو راوتل یعنی رډوالی چه اکثره د باڼو د ښکته کیدلو له امله لیدل کیږی په دغه ځای کښی نشته او سترگی زیاتره په طبیعی شکل پخپله حدقه کښی دی او په دغه لحاظ د هډی د (ژنی گل) مجسمی سره شباهت لری د هغه د سترگو لاندی ځایونه هم د بودائی مجسمو په خلاف چه له حدقی نه راوتلی دی، بیرته ننوتلی او باڼه ئی هم بیرته تاو شوی دی پوزه لږ څه غټه او شونډی افقی دی او شکل لږ څه نرم او شله (مړپړ) ښکاره کیږی، د دغو ممیزاتو مرانب چه بیان شول د قندوز په نورو شکلونو کښې زیات شوی دی په نورو مجسمو کښی د سترگو د حدقو راوتل زیات شوی. مگر له اندازی نه - نه دی وتلی - پوزه غټه او خوله عموماً ښه جوړه شوی ده. د قندوز نه د پیدا شوو څيرو او مجسمو د و یښتانو د جوړښت او تیپ په باب کئی باید وکتل شی چه د هغو حلقی او کلښتې چه د فیتی په شکل په تنده باندې پرتې دي د صدفو په شان د هغو کلښتې او فلیتی سره تاو او راتاو شوی او د ویښتانو په ترتيبولو کی دغه رویه په زیاترو یونانی مجسمو کښی لیدله کیږی او لکه چه موسیو (پیکارد) وائی د مار پیچو فلیتو پخوانی سبک به په دغه رویه بدل شوی وی.

له بلی خوا دغه دو داو سبک یواځی په هغو ځايو کښی په کار شوی دی چه غوښتل ئی د ویښتانو حلقی په ټنډه باندی د پټۍ یا نوار په ډول وښیۍ، باید وویل شی چه په یونان کښی د ۴.۸ او ۶٠٠ مسیحی کلو تر منځ د دغه مقصد دپاره ځینی ټاکلی اصول وضع شوی وو په دغه ترتیب چه د مقابل طرف نه په ټنډه باندی د ویښتانو حلقو پټۍ تشکيلوله او د سر د تالاق او غاړو نور پانه ویښتان د تاو راتاو شوو او مجعدو فیتو په شان په اوږو باندی پریوتل او داسې هم پيښيدله چه په یوه مجسمه کښی دا د ویښتانو ډول ؤ سينگار مخامخ طرف او شاته سره توپیر درلود او دغه مطلب د قندوز په یوه مجسمه کښی لیدل کیږی ځکه که چیری سړی ښه ځیر شی د ویښتانو په فیته باندی یو ډول فلزی نوار لیدل کیږی چه (۱۲) ملیمتره سور لری. او خارجی برخی ئی يو ډول تزئيناتې ئی درلود چه تر اوسه لا د هغه شواهد پاتی دی د قندوز يوه بله مجمسه د ویښتانو د حلقو هغه برخه ښيې چه د خولۍ نه تاو راتاو شوی او مجعده راوتلی ده دغه خولۍ چه د مخه یاده شوه داسی خولۍ ده چه د شپی اغوستل کیږی او شاته یوه مارپیچه لکۍ لری او د هغی د ساتنی دپاره وه تسمی ور پوری تړل شویدی - د هډی د گچی مجسمونه یوه مجسمه د خولۍ د بند دغه سیستم څرگندوی د یوی بلی مجسمی په سر کښی چه په قندوز کی موندل شوی ده ویښتان په هغه تفصیل چه بیان شو جوړ او ترتیب شوی او کلښتو او حلقوئی په وچلی (پیشانی) باندی پټۍ تشکیله کړی ده مگر پخپله کلښتی او حلقی چه د گردو ټاپو په شکل جوړی شوی وی لیری شوی او د مجعدو ویښتانو کلښتی لا تر اوسه پوری د غاړې په دواړو خواو کښی ځوړندی دی.

د سر نور ویښتان چه په رنگ تور شوی وو یواځی ږمونځ شوی او څوکی ئی په تالاق پوری تړل شوی دی دغه هیکل او مجسمه ذاتی قیافه لری او په څیره کښی ئی نژادی عوامل لیدل کیږی. 

د سترگو محور ئی افقی او دبرو ټیټوالی د هغه سترگی لږې راوتلی ښکاره کوی مگر سره له دی هم د هغه سترگی د هډی د آثارو په نسبت له حدقی نه په زیاته اندازه راوتلی دی او لږې غټی او پیړی شونډی ئی ښی رسم شوی دی پوزه ئی لږه لنډه او پیته خواږه گرده ده او صورت او څیره ئی غوښنه او نرم۰ معلومیږی لنډه داچه په دغو صفاتو او مميزاتو دغه مجسمه په آزاد ډو ل د شرقی ښکلو څیرو نمایندگی کولی شی:

د قندوز په یوه بله، مجسمه کښی د ټندې د ويښتانو په حلقو او کلښتو سربيره نور ویښتان ئې د سر په تالاق کښی غوټه دی او له دې کبله د بر يتش موزیم د ارتمیس Artamis د مجسمی سره شباهت پیدا کوی د قندوز په دغه مجسمه کښی سترگی لږې منحنی او کږې پوزه قلمی او د خولی کونجو نه لږ څه پلن دی صورت لوزی او د څیری خطونه ښکاره یونانی تیپونه په یاد ر اولی د قندوز د يوې بلی مجسمې د څیری په مميزه خطوطو کښی چه د مزارشریف په موزه کښی ده مبالغه شوی ده او غټی سترگی ئی لږی محدودی، پوزه ئی لنډه او پیته او څوکه یعنی د پوزی سرئی راکوږه شوی دی پورتنۍ شونده ئی په کوزنۍ شونده باندی پرته ده دغه مميزات د هډی په مجسمو کښی نشته سربیره د مجسو په سرونو چه د مخه ئی بیان وشو په قندوز کښی یو مدال په خراب حالت پیدا شوی او د وزر لرونکی سړی نیمه تنه ښیې او دغه رنگه یو موجود په قندوز کښی پیدا شوی دی چه نیمه تنه ئی د انسان او نیمه تنه ئی د وزر لرونکی (گارودا) ده او له بده مرغه سرئی نشته. 

دا ؤ په قندوز کښی د پیداشوو آثارو تعریف او په بل عبارت د هغو څيرو (هيکلو) تعريف چه له (۱۹۴۶=دا برخه ونه لوستل شول ) کال نه را وروسته د لومړی ځل دپاره په باختر کښی د هندوکش په شمالی برخوکښی کشفی شوې. 

همدغه راز په ترمز کښی د شوروی د لرغون پیژندونکو پوهانو (باستان شناسو) د هیئت د پلټنی او څیړنی په اثر چه د چین زیارت کوونکی (هیوان تسنگ) دغه ځای (ترمز) د (تامی Ta-mi) په نامه یاد کړی دی، د اکسوس(آموسیند) په ښی غاړو کښی هم مجسمی پیدا شوی دی. نو د گريکو بوديک د مدرسې د هيکل تراشۍ او مجسمو جوړولو آثار چه څو کاله پخوا د هندوکش په جنوب او د گندهارا په درې پوری منحصر او محدود وو، په اوکسیان (هغو علاقو کښی چه اکسوس، آمو دریا اوبه ورکوی) هم پیدا شوی دی او دغې مسئلې د گريکو بوديک د صنعتی مدرسې د اصلې ځای په ټاکلو کښی نوې نظریی پیدا کړی دی چه هغه په لاندی کرښو کښی بیانوو او غواړو چه یوه نتیجه ورځنی واخلو: 

د گريکو بوديک د صنعت د پیدایښت او روزنی ځای:

نن ورځ ټول پوهیږو چه د گريکو بوديک صنعت يوه داسی مدرسه ده چه اساساً د يونانو په صنعتی الهاماتو او په بودائی مذهبی تخیلاتو منځ ته راغلی ده او دغه دوه روحه د تفکر دوه طرزونه - دوه ډوله صنعتی او مذهبی عقیدی د افغانستان په هیواد د آریانا په خاوره کښی سره یوځای شوی اوگډی شوی دی او په پای کښی د دې مدرسې د پرمخ تگ او لوړتيا عامل زیاتره محلی استاذان وو چه په عین زمان کښی هغوی پخپله د مذهب په لحاظ بودائی او د صنعتی روش د کسبولو له حيثه یونانی شوی وو، اوس راځو د صنعت د پیدا کیدلو او روزنی د اصلی  ټاکلو ته. دا مسئله د آسیا د مستظرفه صنائعو په تاريخ کښی له ډیرو مهمو مسئلو څخه ده، او که ووایم چه د څلویښتو کلونونه را په دی خوا د هغی په باب کښی لیکنی کیږی مبالغه به نه وی. پخوا له دې چه د افغانستان په خاوره کښی حفريات او څیړنی شروع شې فرانسوی موسيوفوشه چه د گريکو بوديک د ښوونځې په کتنو او مطالعاتو کښې د پوهانو او علماوو مشر دی زیاتره په لمر ختیزی گندهارا کښې څيړنو او پلټنو بوخت ؤ او د پیښور او د هغه د شاؤخوا او چار سدې (پخوانۍ پشکلاواتی او د هغی د شاؤخوا) معبدو په غونډیو کښی ئی د تیږو د مجسمو او هیکلو ډیر شواهد او آثار پیدا کړل او د گريکو بوديک مدرسه ئی د گندهارا په صفت و باله مگر د هغی د پیدا کیدو او روزنې د اصلی ځای ټاکل ئی د افغانستان تحقیقاتو او څيړنو ته وځنډول چه مخصوصاً د یونانو باختری خپلواکو پادشاهانو مرکز بلخ چه د هغی زمانی سکی ئی د پخوانۍ دنیا د مسکوکاتو په منځ کښی یو ډیر ښه صنعتی شاهکار ؤ څه نتیجه ورکوی. له بده مرغه د بلخ د ۴ - ۱۹۲۳ کال د حفریاتو نه وروسته د کومی مجسمی په پیدا کولو بریالی نه شو او سربیره په دی د توپ رستم د یوی استوپی او د ځينو نورو بودائی تاریخی شیانو او آبداتو د څیړنی او کتنی په اثر ښکاره شوه چه تیږه عموماً په ودانیو کښی استعمال شوی نده او زیاتره ودانۍ له لومو خښتونه جوړې شويدی او هر کله چه د فوشی په عقیده د گریگو بوديک مدرسی شروع د تیږو د څیرو (هیکلو) په جوړولو  سره شوی ده نو د هغی د پیدا کیدو او روزل کيدلو ځاې د هندوکش په جنوب گندهارا کښی او هغه هم په لمر ختیزه گندهارا کښی بولی که چیرې د قندوز کشفیات او د هاکن د نظریاتو تغير موندل په منځ کښی نه وای نو د صنعت د پیدا کیدو او روزل کیدو د اصلی ځای مسئله به د گندهارا په گټه یو طرفه فیصله شوی وای، خو اوس دوه نظریی په منځ کښې شته چه یوه د فوشی نظریه او په گندهارا کښی د گریکو بوديک د صنعت د پيدا کيدو او روزل کيدلو اصلی ځای بولی او بله د هاکن نظریه ده چه د یادې شوی مدرسې د رورزل کيدو اصلې ځای په باختر کښی گڼی د فوشی نظریه تر یوی اندازی پوری بیان شوه اوس د هاکن عقيده بيانوو او عيناً هغه مطالب دلته راوړو چه پخپله ده د همدی موضوع د بحث په برخه کښی د هغو پخوانيو کننو او څیړنو په استناد لیکلی دی چه د باختر د بودائی صنعت او د گریکو بودیک د صنعت د مبدی په رساله کښی ئې کړی دی په قندوز کښی موندل شوی شیان چه د دی مقالی لومړی برخه او د هغو د څیړنی او بیان دپاره وقفه کړه له یوی خوا او هغه آثار چه دری کاله پخوا په ترمز کښی د اکسوس د سیند په ښی غاړو کښې د شوروی د حفریاتو د هیئت د پلټنی په اثر پیدا شوی دی له بلی خوا داسی سندونه برابروی چه د (بودیزم) او (هیلنیزم) د تصادم او مخامخ کیدو د بحث مسئله دوهم ځل بيا میدان ته راباسې) باید وویل شي چه (د گندهارا د يونانو بودائی صنعت) د کتاب د مبحث د وروستیو برخونه د یوی برخی عنوان د (بودیزم) او (هیلنیزم) تصادم دی. 

دغه کتاب د موسیو فوشه تالیف دی او لوستونکی د هغه له ویلو نه پوهیږی چه کومی تاریخی پېښی سره یو ځای شوی دی چه د «هند او يونان» د مکتب گډ صنعت مینځ ته راوتلی دی. 

د دی دپاره چه د گريکو بوديک د صنعت د پيدايښت موضوع معلومه شی باید څرنگه چه موسیو فوشه وائې په هغه وطن کښې چه د هغو د یو ځای کیدلو میدان شویدی د یونانی صنعت دخالت او د بودائی دین خپریدل دواړه دی مؤثر عوامل وکتل شی چه د موضوع بنست روښانه شی په دغه اساس څرنگه چه د موسیو فوشه له مطالعی نه ښکاره کیږی بودیزم د ۲۵۰ ق م کال په شاؤخوا وختو کښې د هند شمال غرب ته رسیدلی دی او هر کله چه د اوسنی افغانستان نیمه جنوبی برخه په هغه وخت کښې د (موريا) د کورنۍ تر سیاسی سلطی لاندی وه نو د بودائی دین د خپريدلو دپاره زمینه برابره او مساعده شوه او مبلغین د دوهمی ق م پیرۍ په اولو وختو کښې په باکتریان کښې د یونانيانو د تسلط د لیری کیدو او سقوط نه يو نيم سل کاله پخوا د هندوکش له څوکی نه راتیر شوی او په باختر کښې ئې په تبلیغ باندی لاس پوری کړی دی، باختر په هغه زمانه کښې چه بودائی دین پکښی خپریده یوه داسی خاوره وه چه ایرانی مدنيت ئې لیدلی ؤ او د یوی نیمی پیرۍ نه یونانو باختر پادشاهانو هلته حکومت کاوه، هغوی په خپل پلټونکی ذهن او محتاطانه سياست د هغه دین له خپريدلو سره موافقت ښکاره کړ چه غوښتل ئی د هغه د پیدایښت خاوره ونیسی. او د (موریا) د امپراطوری سقوط بیله کومی سختی قربانۍ ورکولو نه هغوی ته موقع ورکړه چه هغه ځمکی دوهم ځل بیا ونیسی چه اسکندر نیولی او د ق م تر ۳۳۰ کلو پوری د سلوسیانو په لاس کښې وې د قندوز آثار د گریکو بودیکی صنعت داسی نمونی دی چه یونانی اغیزه او تاثیر په هغو کی ډیر ښکاره لیدل کیږی او د دی اغیزی او نفوذ مراتب تر دی اندازی پوری دی چه د پوهانو پخوانۍ اټکلی نظریه ویجاړه وی او داغیر ممکن ښکاره کیږی چه سره ویل به ئې «يونانو باختری» صنعتگران د خارجی بربری یوچیانو او اسکائيانو له چاوو او تيريو نه وروسته د بکتریان نه د گندهارا خواته تللی او په گندهارا کښې ئی د گريکو بوديک د مدرسی لومړنی آثار مینځ ته راوایستل ځکه که چیری دغه اټکلی نظریه ومنو نو د زور او اجبار په ډول هم باید دا قبوله کړو چه یونانو بودائې صنعت په کوشانی دوره کښی له گندهارا نه باختر ته تللی دی که چیری د گریکو بوديک صنعت د دی په ځای چه په بکتریان کښی د یونانیانو د سلطی د تنزل په وخت کښې پخپله د باختر په خاورو کښی پیدا شوی ندی او د گندهارا نه د کوشانیانو په زمانه کښی باختر ته رسیدلی ؤ نو په قندوز کی پیدا شوی آثار به په اوسنی قیافه نه وای بلکه نور خصوصیات به ئی درلودل یعنی د دی په ځای چه د هغو په څیرو کښی یونانی نفوذ او تاثير زيات ولیدل شی هندی عواملو به په هغو کښی زیاتره برخه درلودای حال دا چه په څو د مخنیو پاڼو کښی موولیدل چه داسی ندی بلکه د دی په عکس دی نو اصل حقیقت داسی ښکاره کیږی چه په بکتریان کښی د بربریانو تیری او چپاوونه د نوی صنعت د پرمخ تگ او ترقیۍ مانع شوی ندی، آیا بربر (کوجولاکدفیزس) او (هرایوس) د یونانی سلطنتی کورنيو د مسکوکاتو د اشکالو تقلید ندی کړی؟ هو علاج نلری چه (بودیزم) به د نوی سلطی او د قواؤ د استقرار د الو گولو په وختو کښی د مشکلاتو سره مخامخ شوی نه وی خو په هیڅ صورت دغه مشکلات او ناملايمې د هغو ناوړو پیښو سره مقایسه کیدلی نشی چه څو پیړۍ وروسته د یفتليانو د چپاوو په زمانه کښی پیښی شویدی. نو زما نظر په داسی ده چه د گریکو بودیک صنعت په مغشوشه فضا او نا آرامو شرطونو کښی په باختر کښی پیدا شوی او د گندهارا په (هډه) کښی ئی د خپل پر مخ تگ او خپريدلو د پاره مساعده زمینه موندلی ده. 

د دغه بحث لنډیز د دی دوو مختلفو نظریو په رڼا کښی داسی کیږی چه د فوشی په عقیده د گریکو بودیک مدرسه په گندهارا کی هغه هم زياتره د هغې په لمرختيزو برخو کښی پیدا شوې ده او د هاکن د نظریی په قرار په باختر کښی پیدا شوی او د گندهارا په زړه هډه کی ئی د خپل پر مخ تگ او پراخوالی دوړې تیرې کړی دی. نو د گریکو بوديک د صنعت مبداء آریانا، افغانستان ته د جغرافیائی موقعیت د لارې څه توپیر نلری که په باختر او یا گندهارا په هر ځای کښی چه زیږیدلی وی د دی وطن په خاوره کښی پیدا شوی ده او د اسلام نه پخوا د افغانستان د ډیرې لویی صنعتی مدرسی په حيث بلل کیدای شی، باید وویل شی چه د دی مدرسی په مبداء کی د فوشی او هاکن اختلاف نظر تر یوی اندازی پوری د هغو موادو په اساس باندی هم تکیه کوی چه په اولو وختو کښی د دی مکتب په هیکل تراشی کښی استعمال شوی دی ځکه د اولنی عالم د نظریی په قرار د دی مدرسی په هیکل جوړولو کښی تیږه او لیت لری، او هر کله چه په  باختر کښی تیږه حتی په و دانیو کښی ډیره لږه استعمال شوی ده او په گندهارا کښی د پیښور په شاوخواکښی ئی د تیږو ډیر زیات هیکلونه موندلی دی نو گندهارا ته ئی د صنعت د مبدې له کبله ترجیح ورکړې ده. او گچی آثارئی د تیږو له مجسمونه ډیر نوی او تازه بللی دی او (هاکن) څرنگه چه د خپلې څیړنې په پای کښی د باختری بودائی صنعت په رساله کښی لیکی:

«د گچی آثارو میدان ته ئی له تاکزیلا نه نیولی د اکسوس تر سیمی پوری پراختیا ورکړې او وائی چه: دغه تخنیک یوه داسی رویه ده چه د یونانیانو سره په ټوله کوچنۍ آسیا کښی خپره شوه، او د سلیټ د تیږی نوی تخنیک چه میدان ئی له کاپیسا نه تر تا کزیلا پوری رسیده وروسته منځ ته راغی. او هغو هيکل جوړوونکو چه د سلیت تیږه ئی په کاروله بیله شک او شبهې نه گچی هیکلونه یی د خپل کار نمونه او مدل گرځاوه. په نتیجه کښی د دی سبک او تخنیک نه فرعی آثار راووتل چه آنی او مؤقتی اهمیت ئی درلود. او یوازی د گچ کارو استاذانو د فعالیت په اثر ؤ چه د گریکو بودیک صعنت په ډیر مهارت وکولی شول چه خپل خصوصیات د منځنۍ آسیا دروازې ته ورسوی. 

د دغی مدرسی په اولو مرحلو کښی د موادو په استعمال کښی دا د نظریو اختلاف تر یوی اندازی پوری د افغا نستان د مختلفو ځايو د هيکلو او مجسمو د تاريخ په ټاکلو کښی چه مونږ هغه مطالعه کوو یو څه تغیرات راولی او تاریخونه سره لږ نژدی کوی مگر هر کله چه د تاریخی پیښو حقائقو په ډیر نژدی دی د صنعت د تحولاتو په مراحلو کښی مخصوصاً د هندوکش په جنوب کښی د فوشی په نظریاتو باندی استناد کوو. او پریږدو چه د سږ کال حفریات په باختر باندی څومره نوی رڼا اچوی. 

د کار شروع: د گریکو بودیک د صنعت مدرسه په باختر یا گندهارا په هر ځای کښی چه شروع شوی وی د دې مدرسې د شروع کیدو د نیټی په باره کښی د فوشی او هاکن نظریی تقریباً یو شی دی، او پخپل منځ کښی دومره ډیر لیری والی هم نه لری. ځکه چه هاکن د دې مدرسی شروع کیدل په باختر کښی د یونانو باختری پادشاهانو د سلطنت د تنزل په دوره کښی بولی. او فوشی په پوشکاراواتی (چهار سده) کښی د یونانو باختری دولت د یونانی حکمرانانو په زمانه کښی بللی دی چه په دغو دونړو صورتونو کښی د دی مدرسې د آثارو پیدایښت د لومرۍ ق م پیړۍ په لومړیو وختو کښی بللی شو، په دی کښی څه شک نشته چه دیوداسا کیامونی د نمایش د مفکوری اوائل چه هندی بودائیانو جرائت نه کاوه چه هغه د انسان په څیره وگرځوی د افغانستان په یونانو باختری صنعتگرانو پوری مربوط دى. ځکه څرنگه چه بمبئی ته نژدی (دوهمه او دریمه ق م پیړۍ) د صافې هندی سانشی مدرسی لوحی او آثار شهادت ورکوی چه په آریانا کښی د گریکو بودیک د مدرسی د مفکوری د پیدا کیدو نه پخوا د بودا پیروانو به په هند کی ساکیامونی په نښو او سمبول سره ښودله مثلا په آس باندی د هغه د پښو ځای په رکاب کښی او په زین باندی به ئی چترۍ دروله او یا تر چوکۍ لاندی به ئی د پښو د ځای نښه او په هغی باندی به ئی د (بودهی) و نه کښله او له دغو نښو او علامو نه به معلوميدله چه بودا په آس باندی سپور او یا پرچوکۍ باندی ناست دی.

نو له دی کبله د پراخ نظر بودائیان او د نوو صنعتی روحياتو لرونکی سیمه په کار او لازمه وه چه دغه دواړه شیان د آریانا په خاوره کښی پیدا شول لومړی د بودا شکل او د هغه د ژوندانه ځینی مجلسو په د رسم او نقشونو په صورت او وروسته بیا ده یکل په ډول د لومړی ق م پیړۍ په اوائلو کښی د یونانو باختری مستقلو پادشاهانو د سلطنت په دوره کښی ئی د هستۍ رنگ وموند او د لومړۍ مسیحی پیړۍ په وخت کښی دغه صنعت یا په باختر کښی د گچی هیکلو په صورت او یا په گندهارا کښی د تیږو د مجسمو په ډول او دغی مدرسی د کار لومړۍ او پخوانۍ نمونی چه زیاتره کلاسیکی شکل لری مخ په زياتوالى شوې او په هره زمينه کښبی دومره نمونی پیدا شوی چه په وروستیو پیړیو کښی ورځنی الهام واخلی او د هغو پیروی او تقلید وکړی خو متأسفانه تر اوسه پوری سره د سنی او تاریخ د لیکل کیدلو نه په کوم لوښی باندی د بودا کوم یو حک شوی تصویر پیدا شویدی او نه ئی کوم یو د تیږی یا گچی هیکل چه د یونانو باختری خپلواکی کورنۍ په دوری پوری اړه ولری تر دی چه د دغی کورنۍ سلطنت او پاچایی په آریانا کښی سقوط کوی او اسکائیان او د هغو نه وروسته پارتیان (پهلوایان) د باختر او ساکستانا - (سیستان) او د ارغنداب له حوزی نه د کاپیسا او اندوس حوزی ته رسیږی او د هندوکش د جنوب د ساک او پارت د کورنیو سلطنت کامله لاس ته راولی - فوشی د ډیر پخوانی بودایی تصویر نسبت دغی دوری ته کړی او هغه يو داسی تصویر دی چه په طلائی قوتۍ باندی د نگاراهارا (نننی ننگرهار) له پخوانيو استوپو نه د یوی استوپی په خرابو کښی د هډی په شاؤ خوا کښی د (بیماران) په غونډۍ کښی موندل شوی دی. 

په دغه طلائی لوښی کښی د افغانستان د اسکائی پاچا (ازس) د مسو څلور نوری سکی کیښودل شوی دی. د مسکوکاتو قوتۍ یا کوچنۍ صندوقچه د داسی تیږی په یو لوښی کښی کیښودل شوی ده چه تیږه ئی پسته او نرمه او شنه بخنه ده. او دغه صندوقچه د یو سړی له خوا چه (شیواراکشيته CivaraKshita) نومیده دغی استوپی ته وقف شوی وه، ډ تیږی د لوښی د لیکنی نه معلومیږی چه شیواراکشیته خپله ودیعه د دیرشم ق م کال نه وروسته په استوپه کښی ایښی ده خو فوشه او (استن کنو) په دغه فکر کی دی چه دغه سړی یواځی هماغه د تېږی لوښی د استوپی د ترمیم په وخت کښی د کتیبی سره وقف کړی دی او احتمال لری چه طلائی صندوقچه د بودا د تصویر سره ډیره پخوانۍ وی.

په هر صورت څرنگه چه فوشه عقیده لری څه نا څه دغه تصویر د حضرت مسیح [ع] د پیدا کیدو او ظهور نه پخوا د بودا صورت مونږ ته ښکاره کوی. 

دا هم باید وویل شی چه دا د سرو زرو صندوقچه د افغانستان د مستظرفه صنائعو د تاریخ له نقطی نظره څخه عموماً او د گریگو بودیک د مدرسی په لحاظ خصوصاً ډیر اهمیت لری او معلومیږی چه د نگاهارا هنرمند و او پوهو استاذانو د حضرت مسیح د زمانی د شروع کیدو نه پخوا د صنعتی آثارو په پيدا کولو او د تصويرونو په نقش کولو کښی ممارست او مهارت درلود او د هغوی دغه ممارست او تیاری او چمتووالی به د هډی د  گریکو بودیک د صنعت د ترقۍ او عروج په باب کښی یاد او بیان کړو. 

هغه څه چه د مخه مو بیان کړل د بودا د تصویر په باب کښی وو بیله دغه تصویر نه دوه مجسمی نوری هم په لاس کښی شته چه سنه او تاریخ لری یوه په سوات کښی پیدا شوی ده او بله په پوشکاراواتی کښی په لومړۍ مجسمه باندی په ۳۱۸ کال او دوهمه اندی په٣۸۴ کال کښی د مجهول عهد او زمانی سنه لیکل شوې ده.

ځينو پوهانو دغه سنی او تاریخونه د سلوسیانو په زمانی پوری مربوط بللی دی چه شروع ئی د ۳۱۲ ق م کال سره مطابقت کوی او ځینی نور وائی چه د موریایانو، ساکيانو او د ارساسيانو په زمانی پوری اړه لری په هر صورت فوشه د حضرت مسیح د زمانی په حساب لمړۍ د مسیح د زمانی په (۷۰) او دوهمه ئی په (١٣۶) کال پوری مربوطه گڼی. او په دغه ترتیب دغه دوه هيکلونه د لومړۍ مسیحی پیړۍ په دوهمه نیمائی پوری او د دوهمې مسیحی پیړۍ په اولی نیمائی پوری اړه او ارتباط لری. 

د گریکو بودیک د مدرسې ترقی، د کنيشکا پیړۍ:

د گریکو بودیک صنعت چه د قبل الميلاد دلومړۍ پیړۍ سره يوځای منځ ته راغی په لومړۍ مسیحی پیړۍ کښی ئی دوام وکړ چه د اسکائیانو - پهلوایانو د تگ او راتگ او د کوشایانو د دوی د لومړۍ د کورنۍ د سلطنت د جوړيدو او ټینگېدو وخت او دوره وه. نمونی اومدالونهٔ په گندهارا کښی وار په وار زیات شول مگر سره د دې ټولو د کوشانيانو د لومرۍ  کورنۍ یا د کدفیزسیانو د کورنۍ د سلطنت په زمانه کښی ئی کومه ښکاره ترقی او پرمخ تگ ونشو کړی، او که ترقی ئی هم کړی وی هغه ترقی لږ او محدوده او پټه پاتی شوه تر دې چه ستر پیرودونکی (خریدار) او مشوق لکه لوى کنيشکا او يوه مأمونه او مجلله دوره لکه د کنيشکا د حمکرانۍ او حکومت زمانه منځ ته راغله – د یونانو باختری کورنۍ د سلطنت سلطى او اقتدار د کمیدلو او تنزل په دوره کښی د دغه ځای ماهرو صنعت گرانو چه د هنرمندۍ نقش او تاثیرات ئی د دغې کورنۍ د مسکوکاتو سره د افغانستان د مستظرفه صنائعو په تاریخ کښی د همیشه دپاره ثبت دی کرار کرار د هندوکش جنوبی خواته په مهاجرت شروع وکړه. د اسکائیانو او يوچپانو حملی او یرغلونه زیاتره د دې کار باعث وگرځيدل چه د هنر او صنعت خاوندان د هندوکش د سلسلی جنوبی برخو ته راښکته شی.

د گندهارا سیمی څرنگه چه د مخه بیان وشو څه نا څه د لومړۍ ق م پیړۍ نه یی په صنعتی مسائلو کښې شهرت پیدا کړی او د بودائی مذهب د حرارت په لحاظ (دوهمه مکدې) بلل شوی او د موعوده ځمکی حیثیت ئې پیدا کړی ؤ. د عقیدی حرارت او د هنر ورۍ نفیس ذوق او مهارت په آرامه او مساعده فضا کښی سره نژدی او اوږد تماس ئی پیدا کړ، او په نتيجه کښې د گریکو بوديک د صنعت د ترقۍ په تیره بیاله تیږو نه د مجسمو جوړولو او هیکل تراشۍ دپاره زمینه برابره شوه. او د تاریخی پیښو جریان په تیره بیا دغو دریو مهمو عواملو د هغه د کاملې ترقۍ زمانه منځ ته راوستله.

۱- د یو مقتدر امپراطور بودائې کیدل لکه کنیشکا.

۲- د آریانا د کوشانې امپراطورۍ سره د رومن او چین د امپراطوریو د تجارت پراختیا 

۳- د کلاسیکی صنعت خپریدل او د هنروالاوو ډیره او ښه روزنه، هر کله چه دغه دری عوامل د گريکو بوديک د صنعت د ترقۍ او پر مخ تگ په تاریخ کښی لوی لاس لری نو غواړو چه په لنډ صورت د هغو په بيانولو شروع وکړو: 

(۱) – د کنيشکا د شخصیت تاثیر: په شمالی برخو کښی د یونانو باختری پادشاهانو د سلطنت غورځيدلو نه وروسته (د ۱۳۵ ق م په شاوخوا کښې) اسکائیان، پهلوایان او کوشانیان کرار کرار زمونږ د تاریخ میدان او صحنې ته راووتل سره د دې چه د هغوی په باب کښې زمونږ معلومات لږ دي خو بيا هم طبعاً حکم کولی شو چه د صنعت تدریجی پر مخ تگ او تکامل ځنډیدلی نه دی. مگر دومره خبره ده هر کله چه تگ او راتگ او هرج ؤ مرج زیاتؤو نو هغه پوره امنیت چه د صنعت خپریدل ورته احتیاج لری د کوشانیانو دپ یدا کیدلو تر وخته یا په بل عبارت د هغوی د ډیر ستر او مقتدر امپراطور د ظهور تر زمانی پوری حاصل نه شو. د مذهب په لحاظ د پهلوا (گندو فارنس) چه په کابل کښې ئی هم د کوشانيانو د پیدا کیدو په زمانه کښې او د هغی نه پخوا حکومت درلود زیاتره مسیحیت ته متمائل ؤ ځکه څرنگه چه د تاریخی نکلونو او داستانو له متنونو نه معلوميږې د مبلغ (سنت توماس) د اقداماتو په اثر د مسیحیت پیرو او تابع شوی ؤ – د کدفیزسیانو لومړۍ کو شانې کورنۍ که څه هم د (دیندارې) په صفت یاده شویده مگر زیاتره د شیوا پیرو او تابع وه (نو په تیره بیا دوهم کدفيزس چه مسکوکات ئی په واضح ډول په دغه قضیه کښی حکم کوی). 

نو بودائی دین اومذهب زمونږ په مملکت کښی د کنیشکا تر زمانی پوری کوم مقتدر پاچا موندلی نه ؤ چه د هغه طرفداری او حمايه وکړی - کنيشکا د خپل سلطنت د څو لومړيو کلونو نه وروسته د بودا دین قبول کړ، او د دغه تاریخ نه وروسته د بودیزم او بودائی آبد اتو او صنعت يوه مجلله او ستره دوره شروع شوه. کوشانی شهنشاه لومړی ځل پخپله یوه سکه باندی (بودا) په یونانی لباس او د (بودو Boddo) په نامه په یونانی رسم الخط ضرب کړ.

لوی کنیشکا د موریا د امپراطور (آشوکا) په شان په بودائی ادبیاتو کښی ډیر شهرت لری - او داستانونه کټ مټ هغه شیان چه د موریائیانو د امپراطور په باب کښی بیان کړی دی، د کوشانيانو د امپرا طور په باب کښی ئی هم بیانوی. کنیشکا مذهبی عمراناتو او ودانيو ته ډیره توجه درلوده د (توپ درې) د معبد او استوپی لویه ودانی چه د چاریکارو په غربی خوا کښی ده او همدارنگه د یوی لویې استوپې ودانی چه څلور سوه قدمه لوړه ده او په شرقی گندهارا (پیښور) کښی ده ټولی د کنیشکا د زمانی د ودانیو یادگارونه دی.کنیشکا د صنعت گرانو او هنروالاوو او د کسبی خلکو په جلبولو کښی ډیر کوښښ کاوه. په ۱۹۰۸ عیسوی کال کښی پیښور ته نزدی په (شاجی کی د هری Shah-ji-ki-Dheri) نومی ځای کښی یو داسی لوښی پیدا شو چه د کنیشکا صورت او نوم په کښی نقش او د هغه د جوړوونکی او صنعت گر نوم (اجه زیلاس - Agesilas) او په پراکریت کی (اجیسالا AEicala یاد شوی دی چه دغه صنعتگر یا یونانی او یا د گندهارا د خلکو نه ؤ – کوشانيانو په عمومی صورت سره وکړای شول چه د باختر د پخوانی مدنیت مبادی او هغه نورشیان چه یونانیانو د دوی هیواد ته راوړی وو - وساتی، څرنگه چه کنیشکا بودائی دین ومانه د افغانستان د هغی زمانی د نفیسه صنائعو په رواجولو او ترقۍ کښی چه نن ورځ په یونانو باختری صفت یادیږی ډیر زیار وایست که څه هم د کاپیسا د شمال غربی څنډی له واورو ډکو غرونو په لمن کښې د يو معبد د جوړيدو اساس مونږ ته د یو داستان په صورت رسیدلی دی (د ٢۵٠-٢۴۶ مخونو پاورقیو ته دې مراجعه وشی) مگر بیا هم دا خبره په ښه صورت بیانوی چه کنیشکا دینی او مذهبی ودانیو او عمراناتو ته څومره توجه درلوده او اصرار ئی ورباندی کاوه، د بگرام (د پخوانۍ کاپیسی د کنیشکا د پسرلی او دوبی پایتخت) د حفریاتو نتیخی دا حقیقت ښه روښانه کوی چه کوشانی پادشاهانو په تیره بیا کنیشکا د یونانی، رومن - چینی او هندی نفیسو آثارو او صنعتی شاهکاریو ټولولو او ساتنی ته چه د بیلو بيلو جهاتونه د دوی امپراطورۍ ته راوړل کیدل ډیر اهمیت ورکاوه. دغه آثار چه د کابل په موزیم کښی کیښودل شوی دی ثابتوی چه د لویو کوشانیانو سلطنتی مرکز په تیره بیا د هغوی د دوبی پای تخت یعنی بگرام د هغه عصر او زمان د صنعتی آثارو د یو ځای کیدو کانون او مرکز شمیرل کیده.

(۲) – د رومن د امپراطورۍ سره د تجارت پراخوالی یا اقتصادی عامل: 

په تیر شوی فصل کښی مو په دغه باب کښی یواځی د تجارت په لحاظ یو څه وویل او بیان مو وکړ- په هغه ځای کښی زمونږ مقصد او بيان تجارت من حيث تجارت ؤ او دلته د همدغه تجارت اثر د اقتصادی عامل په نامه د مستظرفه صنایعو د بازار په ترویج کښی د مطالعی لاندى نيسو. د لويو کوشانيانو په فصل کښی د مسکوکاتو په بحث کښی وویل شول چه د رومنیانو د سرو زرو د زیاتوالی له کبله کوشانیانو د لومړی ځل دپاره د سرو زرو د مسکوکاتو په ضربولو شروع وکړه، او د (دینار) او (درهم) کلمی چه په افغانستان کښی مشهوری دی د لويو کوشانیانو د عصر یادگار او د اقتصادی وړاندی تگ دوره ده چه په عین حال کښی د رومنيانو د مسکوکاتو د ډیرو خپریدلو او رواجیدو تائید هم کوی او معلومیږی چه د دنیر Denir د کلمی نه دینار او د دراکم DraChm د کلمی نه درهم جوړ شوی دی سربیره پر دی د کوشانیانو د سرو زرو د مسکوکاتو وزن هم د رومن د مسکوکاتو سره برابر او یو شی ؤ - د کابل د موزی د تاسیس نه پخوا په شاهی صندوقخانه کښی ډیر پخوانی مسکوکات جمع شوی ووچه ټول د موسیو فوشی له خوا په باغ بالا کښی جلا جلا او طبقه طبقه شوی وو - موسیو فوشه لیکی چه: د هندو گريک (يونانو باختری) پادشاهانو په (دراکم) په تیره بیا د هندو سیت (کوشانی) په مسکوکاتو سر بیره د روم او بیزانس د وروستیو قيصرانو څخه د دولسو تنو د اریکو نه چه اشکانی او ساسانی سکو او د وينز د ديوکاتونو سره په وزن کښی برابر په ترتیب سره په دغه ځای کښی وليدل شول، او ښکاره کوی چه څرنگه د ختیز او لویدیز تر منځ تجارتی روابط دوره په دوره ټینگ وو.

په هر صورت د اقتصادی اوضاعو ښه والی او د رومنیانو - چینیانو او هنديانو سره د وچی او بحر دلیاری د تجارت ترقی او پراختیا د راهبینو، روحانیونو - او صنعتگرانو د بازار د تودوالی طبیعی عامل ؤ – د کاروانو خاوندانو او لويو سوداگرو چه په میاشتو میاشتو به ئی د هندوکش دری او د باختر او تخارستان لویی او پراخی جنگی له پښو ته ایستلی او د پامیر له هغی خوانه د اریوس (هریرود) تر ناوی او د تاکزیلا نه تر بلخ پوری به ئی خپل قیمتی تجارتی مالونه وړل او راوړل طبعاً هغوی د خپلو ځانو او قافلو د سلامتۍ د شکریې او د ډیری گټی په امید به ئی معبدو او روحانیونو ته بسپنې ورکولی - لکه چه زیاتره معبدونه په تیره بیا استوپی د اعانو او اوقافو په پیسو جوړی شوی دی، موسیوفوشه وائی چه کله نا کله به سوداگرانو یواځی د پانگی او سرمایې تمرکز په نامه د معبد او استوپی د جوړولو دپاره مخصوص تجارتی مسافرتونه کول. د فرانسوی پوهاند د نظریی سره سم (صنعت یو لوکس او ښکلی مال التجاره ده چه ترقی او پرمخ تگ ئی د شتمنو او ځوان مردو اعانه ورکوونکو وجود تائید وی.) 

حقیقت همدغه ډول دی او که چیری داسی نه وای نو دغه ډول لوړی استوپی او مجلل معبدونه سره د رنگه دیوالی تصویرو - نقشونو، او تزئیناتو او د تعجب وړ هیکل تراشیو بی د شتمنو او پانگه لرونکو او سوداگری طبقی له پیسو، مرستی او همکارۍ نه میدان ته راوتلی نه شول - آیا د بامیانو دری چه یوه تنگه دره ده څرنگه په زرگونو مختلفو علماوو - روحانیونو او صنعتگرانو ته غذا ورکولی شوه په هغه صورت کښی چه د هندوکش په دواړو خواؤ کښی د لویو قافلو د دائمی تگ او راتگ او تجارت موضوع په منځ کښی نه وای؟

نو که څه هم په ظاهر کښی اقتصادی عامل د صنعت د خپریدلو او پراخوالی په موضوع کښی دومره لاس او دخل نه درلود، مگر په حقیقت کښی ډیر دخالت لری او له ډیرو مهمو موجباتو څخه دی چه د گریکو بوديک صنعت ته ئی د کوشانيانو په دوره کښی په تیره بیا د دوهمې مسیحی پیړۍ په اوله نیمائی کښی چه مونږ ئی د کنیشکا پیړۍ بولو پراختیا ورکړه – 

۳- د گریگو رومن صنعتگران او د صنعتگرانو د شمیر زیاتوالی:

د دوهمې مسیحی پیړۍ په اوله نيمائې کښی د یونانو بودائی صنعت د ترقی او پر مخ تگ د عواملو په جمله کښی د مقتدر پاچا بودائی کیدل – د پیسو د یرښت، د نفیسو شیانو راوړل کیدل او د ژوندانه بښنکلیتوب او تجمل مو حساب کړل او هغه با شی چه په دغی موضوع کښی هم د تاثیر او اغیزی نه خالی ندی د بیزانس او مدیترانی د سواحلو نه د گریکو رومن د صنعتگرانو راتگ دی. (رونه گروسه) داسی عقیده لری چه د گریکو بودیک مدرسه په لومړۍ مسیحی پیړۍ کښې د خپلی ترقۍ آخری درجی ته ورسیدله په دغه عصر کښی د سزار او فلاوین د زمانی د گریگو رومن ښکلی او خایسته صنعت په ختيزو هیوادو باندی تاثیر وکړ او د کنیشکا په زمانه کښی د کوشانو رومن د تجارتی او سیاسی تعلقاتو په سیوری کښی د صنعت د ودی او ترقۍ دپاره زمینه ښه برابره شوه، همدارنگه څرنگه چه د کنیشکا د زمانی د پوره امنیت په فضا کَی سوداگرانو به په ډیره آسانتيا او سهولت سره د امپراطورۍ په بيلو بيلو ځايو او په گاونډیو هیوادو کښی تگ او راتگ کاوه او له دی کبله په دی کَی هیڅ شک او شبهه نشته چه د کسب او حرفت خاوندان او صنعتگران هم په تگ او راتگ کښی وو او هغو ځایو ته به تلل چه هلته ئی پیرودونکی او اخستونکی درلودل او هغوی ته به ئی خپلی هنرمندۍ او صنعت ور وړاندی کاوه په دغه ترتيب له (پلمیر) او د ختيز روم (بیزانس) له نورو ځايو څخه د کنيشکا په زمانه کښی صنعتگران لمر ختیزی خواته زمونږ د هواد تر خاوری پوری وړاندی راغلل او زمونږ د محلی هنرمندانو او صنعتگرانو سره په تماس کښی شول - دغه تگ او را تگ د صنعت بازار لا پسی تود کړ او د هنر د خاوندانو شمیر زیات شو د گریکو رومن د صنعتگرانو د راتگ تاثیر له دې نه معلومیږی چه په اوله او دوهمه مسيحې پیړۍ کښی د هندوکش په جنوبی سیمو په تیره بیا په گندهارا و کاپیسا کښی د صنعت مظاهر د(گول) او (بیزانس) د آثارو سره ډیر شباهت لری او پخپل ځای کښی به د هغو د مقایسی صورت بیان کړو - په دی کښی شک نشته چه د گریکو بودیک مدرسه څرنگه چه تر دغه ځای پوری مو د هغی بیان وکړ د یونانو باختری سلطنت په آخره دوره کښی په لومړۍ  ق م پیړۍ کښی منځ ته راغله او  دیاوانا Vavanas په زمانه کښی باختری یونانیانو په هغی کښی لوی لاس درلود او په لومړۍ مسیحی پیړۍ او د دوهمی پیړۍ په اوله نیمائی کښی په هغو جهتونو سره چه د مخه بیان شول د تر قیو مرحلو ته ورسیدله، خو دغه ترقی باید د تیږو په هیکل تراشیو پوری منحصره و بلله شی. ځکه لکه چه وروسته به وگورو د گچی آثارو د ترقۍ زمانه هماغه دریمه مسیحی پیړس ده.

د ترقۍ د دورى مميزات: د گریکو بودیگ د مدرسی د ترقۍ او پر مخ تگ دوره په اوله او دوهمه مسیحی پیړۍ یعنی د دوهمی مسیحی پیړۍ په او له نیمائی کښی د لوی کنیشکا د حکومت په وخت کښی شروع شوی ده او په ټوله دوهمه پیړۍ کی دوام کوی.

په دی کښی هم څه شک نشته چه د کوشانيانو په وخت په آریانا کښی د یوی لویې امپراطورۍ د تشکیل اساس کیښودل شو او په هند او چینی ترکستان کښی د لوی کنیشکا د جنگونو او فتوحاتو په اثر د دې امپراطورۍ لمن ډیره پراخه شوه او یوه داسی امپراطورۍ ور څخه جوړه شوه چه د روم د قیصرانو او د چين د خاقانانو د امپراطوریو سره ئې برابری کوله د امپراطورۍ جاه ؤ جلال طبعاً په معمارۍ او هیکل تراشۍ باندی اغیزه وکړه او مذهبی آبدات او ودانس نوری پسی لویی، ټینگی او ښکلی شوې د دې دوری په هیکل تراشۍ کښی دغه لاندی ممیزات او خصوصیات لیدل کیږی: 

(۱) د معمارۍ د آثارو په ښکليتوب او نمایش کښې د (کورنت) په مشهوره نمونه د ستونو او سر ستونو استعمال. 

(۲) د لومړۍ مسیحی پیړۍ په مجسمو او هیکلونو کښی د بودا ښی اوږه او پښی په راهبی لباس «یلان» (بی لستوڼو کوڅو) سره پټی شوی دی. 

(۳) پخوانی محلی ارباب انواع د بودا د شخصیت په شاوخوا کښی لیدل کیږی. 

(۴) په هیڅ یو بودائې هیکل کښی د تعليم حرکت و نه لیدل شو. 

(۵) د بودا هيکل د يو مجلس د افرادو په منځ کښی د نورو نه غټ معلومیږی د دی عصر په هیکلونو کښی که په دقت سره وکتل شی لیدل کېږی چه د مجسمی ویښتان تاو راتاو شوی او د کاليو قاتونه ډير نازک شوی دی بودا زیاتره په داسی تخت باندی ښودل کیده چه د نیلوفرو د گل د پاڼو څخه مرکب ؤ. د دی دوری د بودائې هيکلونو او مجسمو ښی اوږه لوڅه او بربنډه، او د هندی مراسمو او رواجونو سره سم په سینه باندی د دواړو لاسونو په کيښودل و سره د پیشگوئی حرکت ترسیموی: په ټولنو او صحنو کښی د بودا ونه (قد) لوړه ده او د بودا د ملگرو شمیر لکه بودایان - بودیس اتوایان - فرعی ارباب انواع او داسی نور پسې زیاتیده. هم دغه د بودا د مجسمی او هیکل د لويو او مفکوره په آخره کښی خبره دې درجې ته رسوی چه مجسمه جوړوونکی د بودا هیکل لکه په بامیانو کښی د غرو په تیږو کښې په لوړو ارتفاعاتو او تناسب ٣۵ متره او ۵٣ متره جوړوی، لکه چه په همدغه رویه به سل او دوه سوه قدمه حتى له دې نه زیاتی لویې استوپی جوړیدلی - لکه چه په توپ دره کښی چاریکارو ته نژدې او همدارنگه په پیښور کښی د کنیشکا استوپی د دې مدعا شاهدې دی. د یونانو باختری صنعتی مدرسی ترقۍ د اولی او دوهمی پیړۍ په دوره کښی د دریمې پیړۍ تر نیمائی پوری دوام درلود. او دغه هغه تاریخ او وخت دی چه د لويو کوشیانانو د اقتدار او برم دوره په انحطاط او سقوط بدلیږی.

د کوشانو ساسانی زمانه: د دریمې مسیحی پیړۍ په نیمائی کښی د لويو کوشانيانو د اقتدار د سقوط نه وروسته کیداری کوشانيانو لومړی په باختر کښی او وروسته بیا د ختیز هندوکش په جنوبی سیمو کښی د ساسانیانو د یرغلونو او چپاوو په مقابل کښی ټینگار او مقاومت وکړ او د کابل شاؤخوا ځمکی ئی تر خپلې اداری لاندی وساتلی. او کابل او بلخ ته تر نژدې ځايو پوری د ساسانیانو په وړاندی راتگ سره د هغوی د ښکلی او درباری ژوند او د کالیو، گاڼو او صنايعو نفوذ تر يوې اندازی پوری زمونږ د هیواد د گریکو بودائی صنعت سره چه په دغه وخت کښی ئی د دریو پیړیو سابقه درلوده تماس وموند او سره گډ او یو ځای شول.

مگر باید وویل شی چه د مقابل طرف نفوذ هم بی مداخلی نه ؤ لکه چه مانی د افغانستان د بودائی دین څخه پخپلو قوانینو کښی ډیر شیان واخستل په هر حال ځينو پوهانو د همدغه صنعتی گډون او اختلاط مظاهر د گریکو بوديک له اصلی ونې نه د يوې څانگی او ښاخ په صورت جلا کړی دی چه هغه (ایرانو بودائی) یا (کوشانو ساسانی) بولی او زیاتره مظاهرئی - د دیوالی رنگه نقشو په ډول په (دختر نوشیروان) کښی د بامیانو د لمر لويديزې برخې په سل کیلومتری کښی د (روئی او موئی) کلا ته نزدې موجود دی چه متأسفانه په ډیر خراب حالت سره دی. دغه راز د هغو اعانه ورکوونکو په کاليو اوگاڼو کښی چه د بامیانو د ۳۵ متری بت د طاق په چت (سقف) کښی رسم شوی دی هم د دغه عصر او زمان تاثیرات په ښکاره ډول لیدل کیږی.

د موسیو فوشی د کتنو له مخی په بودائی صنعت کښی د دې زمانی ممیزات په دغه ډول دی: بودا به ئی عموماً داسی جوړاوه چه ټول بدن به ئی په کالیو کښی پټ ؤ د نیلوفرو د پاڼو په ځای به ئی بودا په یو تخت باندی کښیناوه.

بودیس اتوایان د مجلس او جرگې په پای کښی لیدل کیږی او فرعی ارباب انواع د گلانو امیلونه وړاندی کوی موسیو فوشه دغه پيړۍ د خپلو ممیزاتو سره د څلورمی مسیحی پیړۍ تر آخره پوری رسوی.

پنځمه پیړۍ د گریکو بودیک د مدرسې تنزل: په دی کښی څه شک نشته چه د پنځمی پیړۍ په اوله نیمائی کښی د سیاسی حالاتو د ټینگوالی او د قومی بیدارۍ او د ساسانیانو د سلطی د زوال په لحاظ د يفتالیانو ظهور ډیر د لیدو او ملاحظی وړ دی مگر د بودائی دین سره د يفتلیانو مخالفت او په جنگ او جنگی تدارکاتو او دفاع سره د هغوی مشغولیتو چه د بلې ليارې گټور واقع شول د وخت د ایجاباتو سره سم ئی ضروری شیان روی کار کړل او صنعتی تحول له څند او تنزل سره مخامخ شو، د افغانستان خلک په دغه زمانه کښی زیاتره په نظامی چارو بوخت وو چه خبره د دفاع نه حملې او فتوحاتو ته ورسیدله او په دغه ترتيب د ذوقی او صنعتی آثارو په ځای نور مشغولیتونه منځ ته راغلل اونور شیان رواج او معمول شول، موسیو فوشه د دې زمانی مجسمی (بی روحه گوډۍ) بللې او وائی چه د هیکل تراشيو او مجسمو جوړولو یو تجارتی رنگ پیدا کړی ؤ او مجسمو جوړوونکر موسسو هر راز ښې او خرابی مجسمې جوړولې او مقصد ئی د صنعت ښکلیتوب نه بلکه د صنعت خرڅون ؤ او د دغو مصنوعاتو اخستونکی به هم د ذرق خاونذان نه وو چه د ښو شیانو په لرلو کښی ئی کوشش او اصرار کړی وای د یفتليانو مسکوکات د خپلو شډلو (کلفتو) تصویرونو سره د صنعت د تنزل نښه ده.

شپږمه او اومه پیړۍ او د هیکل تراشۍ وروستی نمونی:

باید وویل شی چه په پنځمه پیړۍ کښی د گریکو بودیک د مدرسی د هیکل تراشۍ تنزل د دغو مستظرفه صنائعو د څانگی د کامل سقوط باعث و نه گرځید بلکه د پنځمی پیړۍ د تيریدلو نه وروسته په شپږمه او اوومه پیړۍ کی ئی هم دوام درلود طبعاً د پنځمی پیړۍ صنعتی انحطاط نه وروسته په شپږمه په تیره بیا په اوومه پیړۍ کښی د تخارستان په برخو کښی د توکیو (ترکی) پادشاهان د افغانستان د محلی بودائی دین پیروان وو. او هم د کاپیسا د (کشاتریا) پادشاهان پخپله د دغه دین پیرو او تابع وو. البته هغه کسان چه د لمر عبادت به ئی کاوه او شیوائی پیروان د بده (بودا) د پیروانو سره اوږه په اوږه د ختيز هندوکش په ټولو جنوبی برخو کی لیدل کیدل، په هر حال د چین یو بل زائر (وو کونگ) چه د هیوان تسنگ نه ۱۲۱ کاله وروسته  له گندهارا څخه تیر شو خلک ئی په داسې حال کښی لیدلی دی چه د معبدو په ترمیم او د هیکلونو په جوړولو بوخت وو او د فندقستان (د غور بند د درې سیاگرد) نه مخامخ د یبودائی معبدو آثار چه په اوومه مسیحی پیړۍ پوری اړه لری هغه نمونی دی چه د پنځمی پیړۍ د گریکو بودیک د صنعتی انحطاط نه وروسته په افغانستان کښې د هیکل تراشۍ په صنعت او دیوالی رنگه تصویرو کښی نوی او آخرنی جنبش او تحریک ښکاره کوی د موسیوهاکن د کتنو له مخی داسې څرگندیږی چه ساسانی صنعتی عواملو او مميزاتو چه په څلورمه پیړۍ کښی د گریکو بودیک د هیکل تراشۍ د مدرسی سره گډ او مخلوط شوی وو بیا هم خپل ځای هندی عواملو په تیره بیا د گوپتا د عصر ممیزاتو ته پریښود او د فندقستان سبک د چینی د تاکیانو د عصر په هيکل تراشۍ باندی تاثیر وکړ د فندقستان په مجسمو کښی د اندام تناسب خپل ځای په زياته اندازه رنگولو ته پریښود او د دغه عصر صنعتگرانو به غوښتل چه د رنگونو په واسطه د خپل لاس محصول ډېر ښکلی او خائسته کړی – خو رنگول د تناسب ځای نیولی نشی. مخصوصاً د مجسمو سرونه د بدن په نسبت ډېر کوچنی لیدل کیږی. په هر حال د فندقستان آثار د افغانستان وروستۍ بودائی مجسمی جوړول بللی او حسابولی شو. خو باید داسی هم په نظر کښی ولرو چه گچی آتار حتی په اتمه مسیحی پیرۍ کښی هم جوړ شوی دی.

هغه مواد چه د مجسمی او هیکلو په جوړولو کښی استعماليد ل:

هغه مواد چه د گریکو بوديک د مدرسى په هيکل جوړولو کښی په کاریدل دادی: ډبره یا تیږه (زیاتره د شیست شنه آبی رنگه تیږه) د گچو تیږه، چونه او ژيره خاوره. لکه چه گریکو بوديک د  صنعت دمبدی او اصلی ځای په بحث کښی مووویل د گندهارا او باختر د ټاکلو په باب کښی د فوشې او هاکن د نظريو په خلاف د هغو موادو سره هم تماس کوی چه په دغه مدرسه کښی استعمال شوی دی. ځکه چه له گندهارا نه گچی او د تیږو آثار، او د باختر (د قندوز په آثارو کښی) تر اوسه پوری د تیږو کوم اثر ليدل شوی ندی، او څو سرونه چه په لاس راغلی دی ټول د گچو نه جوړ شوی دی. او هر کله چه (فوشه) د مجسمو جوړولو په دغه مدرسه کښی د تیږو استعمال مقدم او لومړی بولی نو طبعاً گندهارا په باختر باندی قدامت پیدا کوی. 

له ختیزی گندهارا د پوشکاراواتی (چارصده) او د گندهارا د مرکز (هډی) او د بودائی کابل او کاپیسا له معبدو او استوپو نه د تیږو آثار پیدا شوی دی او د زمانی په تېریدلو کښی مو د هغو تحول د افغانستان د تاریخی پیښو سره سم د مخه بیان کړ، نو اوس غواړو چه دلته د قالب په ذریعه د هیکل جوړولو او پلاستيک يو څه آثار مطالعه کړو:

په دې کښی شک نشته چه د هډې او تاکزيلا او په تیره بیا د لو مړی ځای په حفریاتو کښی د گیمی او کابل د موزی د کوتو په شهادت د لسو او سلو نه زیات بلکه په زرهاوو د لویو او کوچنیو گچی مجسمو ټوټی پیدا شوی او د ننداری دپاره کیښودل شوی دی، او پخپل ځای د قالب په ذریعه د مجسمو جوړولو او د پلاستیکی آثارو اهمیت ښکاره کوی. موسیو فوشه دغه شعبه د گندهارا د تیږو نه د مجسمو جوړولو يوه څانگه او ښاخ بولی او د خپلې مدعا د اثبات دپاره ځینی معقول دلائل هم راوړې او له دې جملې نه وائی چه د هغو دقیقو مطالعاتو په اثر چه سرجان مارشال په تاگزیلا کښ کړی دی هغه آبدات چه دغه قالبی گچی هیکلونه د ښکلیتوب په ډول پکښی کیښودل شوی او ځړول شوی وو د څلورمی او پنځمی مسیحی پیړۍ نه تجاوز نه کوی. نو له دې کبله د گندهارا هیڅ یو گچی هیکل له دریمی مسیحی پیړۍ نه تیری نشی کولی، نو بایده دی چه په گندهارا کښی د قالب په ذریعه د مجسمو د جوړولو شروع د دریمی پیړۍ په ابتدا کښی حساب شی، له هغی ورځی نه چه دهډی او تاگزیلا گچی آثار کشف او پیدا شول د هغو د تاریخ د ټاکلو په باب کښی نظریاتو تغیر موندلی دی او اولی او دوهمی پیړۍ ته د هغو د منسوبولو څخه کرار کرار خبره دریمی او څلورمی پیړی ته ورسیدله، او دا هغه نظریه ده چه زیاتره نن ورځ معموله شوی ده. باید په دی ښه وپوهیږو چه د گندهارا د گریکو بوديک په مجسمو جوړولو کښی پر گچو باندی د شیست د تیږی د استعمال د لومړی والی او قدامت موضوع یوه نظریه ده. او پخپله مستر فوشه په بل ځای کښی (د قالب گیری د اصولو تحول) تر عنوان لاندې داسی لیکی: (تر هغه وخته پوری چه راتلونکی زمانه زمونږ اشتباهات مونږ ته و نه ښيی نو سمدستی د دی تحولاتو په عمومی خطوطو داسی شروع کوو: له هماغو لومړيو زمانو نه چه له تیږونه د مجسمو جوړیدل شروع شول، او هر کله چه د شیست تیږه  دیره کمه پیدا کیدله نو د معبدو او حتی د استوپو په ښکلیتوب او تزئیناتو کښی به گچ او چونه استعماليدله، او کرار کرار چه بسپنه او اعانه ورکوونکی عاجز او بی بضاعته شول نو گچی آرزان آثار معمول او رواج شول او د دریمی مسیحی پیړۍ نه وروسته ئی ډیر زیات رواج وموند او د ترقۍ مرحله ئی تر ۵۳۰ - او - ۵۴٠ کال پوری وه او حتی دا هم ویلی شو چه په خرابی شوی گندهارا کښی د (هیوان تسنگ) په زمانه کښی یا واضح وو او په هغه گندهارا کښی چه ووکنگ د ۷۵۳ مسیحی کال په شاوخوا کښی لیدلی ده يوه برخه گچی قالبی آثار میدان ته راولی دی. 

د دغو نظریاتو په اساس د هډی قالب شوی گچی آثار او مجسمی چه د موضوع د مهموالى او تفوق او ښکلیتوب په لحاظ د گریکو بودیک د مکتب ډیری ښې او بهتری صنعتی ټوټی دی باید دریمی مسیحی پیړۍ  ته منسوب شی او د پلاستیکی صنعت له نقطی نظره څخه دریمه مسیحی پیړۍ باید د صنعت د ترقۍ پیړۍ و بلله شی. 

د هډی د گچی قالبی آثارو د نمایش موضوع ډیره پراخه او ډول ډول ده چه هغه د بودا بودیس اتوا شيطانانو، راهبینو از نژادی تیپونو او په نورو بیلو بیلو تولگیو باندی تقسیمیدلی شی او د کابل په موزیم کئی د هډی د آثارو کوټی دا دول شیان په یو نظر سره معرفی کوی په حقیقت کښی د گندهارا د مدرسی د گچی قالبی مجسمو او د تیږو نه د هيکل جوړولو د موضوعاتو تر منځ کوم فرق نشته ټول هغه موضوعات او مجسمی چه په اوله مسیحی پیړۍ کښی له تږو نه جوړی شوی دی په دریمه مسیحی پیړۍ  کښی او د هغی نه وروسته د قالب په ذریعه له گچو او ژیړی خاوری نه جوړی شوی دی او هر کله چه د گچو او ژيړی خاورې نه د قالب په ذریعه د مجسمو جوړول له تیږو نه د مجسمو جوړولو نه ډیر آسان دی نو گچی شواهد ډیر زیات لیدل کیږی.

په دی کښی څه شک نشته چه ښکلیتوب او نفاست د تیږو په مجسمو او په قالب شوو آثارو دواړو کښی موجود دی په اولی او دوهمی مسیحی پیړیو پورته مربوط د تیږو پخوانی آثار ښایست او ښکلیتوب لری او د گندهارا د مدرسی د آثارو په منځ کښی ئی کلاسیکی مقام پیدا کړی دی مگر هر کله چه د شیست تیږه د هیکل او مجسمو جوړولو دپاره ډيره مساعده نه ده نو د وروستیو پیړیو زیاتره نوی آثار چه خامخا د دریمی پیړۍ نه وروسته منځ ته راغلی دی د گچی قالبی آثارو په نسبت د ښکلیتوب له مزيت نه خالی دی هغو صنعتگرانو چه گچ به ئی د مادی په صورت استعمالاوه کولی شول چه په مجسمه کښی هغه ښکلیتو ب او خائست چه مطلوب و سره، د خپلو د قائقو ئی وښيی او له دی کبله همدغه صنعتگران د افغانستان گریگو بودیک په مدرسه کښی د خارقه هنر ښودنو مظهر وگرځیدل. 

دا هم باید وویل شی چه بیله تیږو، گچ، او چونی نه حتی عادی ژیړه خاوره هم د دی مدرسی په پلاستیکی برخه کښی استعمال شوی ده او کله نا کله به ئی ژیره خاوره او چونه پر ځای سره استعمالول لکه چه د هډی نه ځینی سرونه پیدا شوی دی چه په اصل کښی او اساساً د خټو نه جوړ شوی دی مگر د خټی د پاسه د چونی یوه نازکه پر ده ورکول کیدله، خالص خاورین آثار د کابل د شاوخوا معبدو له خرابو څخه لکه د مرنجان په غونډۍ (تپه مرنجان) او د خزانی په غونډۍ کښی پیدا شوی دی چه دغه آثار شپږمې مسیحی پیړۍ ته منسوبولې شو د خزانی د غونډۍ د معبد د شواهدو په باره کښی یو بل اتفاق هم پیښ شوی دی او هغه دادی احتمال لری چه د معبد د سوځېدلو په اثر خاورین هيکلونه او مجسمى په پخه  خټه تبدیل شوی وی.