32

د خ‍‍پروندوې تولنې ياداښت

د پښتو د نوي ادب لارې

درنو لوستونکو !

د میهن خپرونديه ټولنه چی په (۱۳۸۰) لمریز کال د هجرت په چاپیریال (پیښور) کې د افغانی فرهنګ او ادب د خپراوی په ډګر کې خپلو هیواد والو ته د فرهنګی خدمت د سرته رسولو په هیله او تکل رامنځته شوې او د تاسیس له نیټې څخه تر اوسه یې په لس ګونو ټوکه علمي ، ادبي ،تعلیمی او تدریسي آثار د هیواد په رسمي ژبو (پښتو او دري)په ډيره ښکلی بڼه او صحافت په مناسبه بیه خپلو هیوادوالو د علم پوهی او ادب مینه وراندې کړي دي 

ویاري چې چی دا ځل د هیواد و نومیالي اديب لیکوال څيرونکی او مؤرخ د پښتو د ادب د اسمان ځلانده ستوري اروښاد علامه پوهاند عبدالحی حبیبي یو ډیر ارزښتمن او نایاب ادبي اثر( د پښتو د نوي ادبی لاری) چاب ،د ادب او مطالعی مینه والو ته وراندې کوي 

دیادونې ورده چې د اروښاد استاد دغه ارزښتمن اثر لومری د مقالو په بڼه د کابل مجلې په پرله پسې ګڼو کي څیرې شوي او بیا د همدغی مجلې د مدیریت له خوا په ۱۳۶۳ لمریز کال د سلو (۱۰۰)ټوکو په شمیر چاپ شوی دی .

دا چی دغه کوچینی خو په معنوی لحاظ ډیر ستر او ازښتمن اثر اوس ډیر نه موندل کیژي د پښتو ادب مینه وال او څیرونکی په ځانګری ټوګه د ادبیاتو د پوهنځیو زده کړیالان(حصلین)ددغه اثرتر لاسه کولو ته ډیر لیوال او ورپسې لالهند وو، د میهن خپرندویه تولنې نسخی له مخی په پېښور کې په نوې بڼه او صحافت اود اثر د لیکول ارواښاد علامه پوهاند عبدالحی حبیبي د ژوند لیک په ورزیاتولو ددي ارزښناک اثر د بیا چاپ او خپراوی تکل وکړ او دا دی اوس د مطالعی او علمی استفاد او ادبي تندې د خړوبولو له پاره تر تاسو در دسیږی .

په پای کې له ښاغلی محقق سید محی الدین هاشمي څخه چی د کتاب نسخه مو د نوموړی له ځانګړی کتابتونه څخه تر لاسه کړی او د چاپ په ګاڼه مو پسوللې ده ،د زړه له کومي مننه کوو او دغه اثر، ارزښتناک اثر د نوي ۱۳۸۶ لمریز کال د پسرلنی فرهنګې ډالی په توګه تاسی ته وړاندی کوو خدا دی وکړی چی زمونږ دا فرهنګې خدمت د ادب او فرهنګ د مینه والو د مننې وړ وګرځی په همدي هیله 

په درنښت میهن خپروندیه ټولنه 

پیښور د ۱۳۸۶ لمریز کال د وری لومړۍ نیټه 


سریزه:

د پښتو شعر او ادبت پر تاریخی تحولا تو باندی څه جامع اومانع شی لیکل لاتر او سه ممکن ندی . ځکه چی ډیر ورک آثار لاتراوسه زموږ لاس . ته ندی راغلی او نن لا هم داسی آثار را بیدا کیږی ، چی ټ پخوانه پیژندل .

ماله پنځوسو کالو راپدی خوا د پښتو ادب په راټو لونه لا  س پوری کړی او ځینی کتابو نه می هم پر لیکی یا چاپ کړی دی . خو بیا هم کله کله داسی نوی خبری اور م اود تیرو داسی آثارو معلومات موهم چی پدی پنځو سو کالو کی می نه وه ارویدلی . نو ځکه ما وویل چی د (ځه جامع او مانع ) کتاب لیکل لاتر اوسه امکان ډیر لږ دی .

داخو دپښتو د تیر ادب حال دی که تاسی داوسنی ادب د پلتینی او ځیرنی پوښتنه وکی بیا به هم زه دغسی وایم چی پرد غو خبرو ، باندی بشړه احتوا گرانه ده .

ښه اوس به نو موږ څه کوو؟

ددی پوښتنی غبرگون داسی دی چی که زوړ ادب وی او که اوسنی ادب که نوی فکروی او که زوړ سبک که دلته او که هلته پلتونکی او څیرونکی دی قلم پر راواخلی او دخپلو څیر نو او مطالعه لری هغه دی لومړی پلا داو مو موادو په دول سره را ټول کا وروسته چی د نوی پښت غړ ی بیاو غواړ ی چی له هغو چخه پا خه مواد راو باسی کاربه یی سو که و ی او موږ به په خپل وار د خپلو څیړ نوزړی ودو ی ته پری ایښی وی.

زه چی د ادب پر تاریخی خواوو یا تحلیلی اړ خو نو غږیږم مراد می د! دی چی خپل نظر او څیر ته راتلو نکو څیړو نه راتلو نکو څیړه نکو ته و سپارم د بشپړ او جامع اومانع بحث مدعی نه یم او ښایی چی زما لیکل او را ټول کړی مواد به سموی او خامی هم ولری . خو بشپړ و نه اوسمونه او څوڼنه یی د آینده گانو کاد دی . پدغه فکر ما څو کاله د مخه یو څه مقالی د پښتوپر نوی ادب باندی کښلی وی چی هغه اوس ښاغلی زلمی هیواد مل سره راټو لی کړی چی دادی یوی رسالی په توگه تاسی ته وړاندی کیږی. 

تاسی یی و لولی تکمیل یی کړی تیرو تنی یی ورسمی کړی تر خڅی او لستوڼی ود واچوی او د پښتو ادب د تاریخ دغه برخی گردی سره راټولی کړی.

مابه نه وی رسولی کاتر پایه 

ته یی سم پخپله پوهه به همت که

کابل ، جمال مینه ، د میزان لومړی

  ورځ دیار لس سوه اوه پنځو سم کال          

 

عبدالحی حبیبی