ننواتې
ننواتي د پښتنو يو عنعنوي د عذر غوښتلو ډول دی او د کلو_کلو دښمنۍ او عداوتونه په ننواتو له منځه وځي او داسي وي، چي د یوه خورا لوی کار یا لوی خصومت د غذر او بخښني دپاره مغلوب یا مجرم سړی د خپل کلي يا کام سپين ږیري او ستانه خپل مقابل ته ورلېږي، کله کله چي امر ډېر مهم او د بخښلو قابل نه وي، نو خپلي ښځي په ننواتي ورلېږي.
دا ننواتی دومره اهمیت لري، چي پښتون مري، خو ننواتې نه کوي، مگر کې وکړه، نو د ده مقابل پښتون هم ضرور دغه مني او دی بخښي.
د پښتنو له صفاتو څخه ده، چي ننواته به نه کوي او کې وکړه،ها مقابل یې هم ضرور مني، په دې ډول نور ډېر د پښتنوالي عنعنات سته، چي ځيني يې "خادم" او "الفت" زموږ پښتنو ليکوالو ليکلي دي. له دغو ټولو څخه دا ښکاره کيږي، چي پښتانه اخلاقاً په هجومي روح کي خورا زغرد او تند او بيا په بخښنه او عفو کي هم مړني دي.
کې انتقامي جذبات تاوده دي، عفو او بخښنه او د عذر غوښتلو منښت يې هم سته.
دا وه د پسیکولوژي ځيني اساسي ځلي چي موږ لنډ لنډ څرگند او په دې لار کي مو استفاده ځني وکړه، ځکه چي مضمون اوږديږي، او د پښتنوالي د ښېگړو احتوا هم موږ ته اوس ممکنه نه ده، نو به دا بحث لنډ کوو او فقط د پښتنوالي او پښتو ځيني تاريخي نتايج به وښيو، چي پخوا د دې پښتنوالي لمر پر نړۍ څه تجلیات درلوده، او پښتانه د دغو روحياتو او سپېڅلو اخلاقو په اغېزو څومره لوړ سوي وه ؟او په تاريخ کي د پښتو او پښتنوالي څه نخښي سته؟ دا تاريخي کتنه به هم لنډه وي.