د افغانستان په جلا جلا ځایو کښی د گریکو بودیک د مدرسی تطبیق

د افغانستان پخوانی تاریخ نهم ، دوهم عصر

له هغو کتنو څخه چه تردی ځایه په دی فصل کښی وشوی دا مطلب څرگند شو چه په آریانا یا د هندوکش په شمال یا جنوب کښې یعنی په باختر یا گندهارا کښې د گریکو بودیک مدرسه تر میلاد د مخه د لومړۍ پیړۍ په لومړۍ برخه کښې جوړه شوه دغی مدرسی د افغانستان د نیمی ختیزې برخی په بیلو بيلو ځايو کې (د بلخ او قندهار د خط په شرقی برخو کی) چه د بودائی دین د خپریدو سیمه گڼل کیږی په څو پیړيو کښې د خپل تحول او لوړتيا او ځوړتيا دوری تیری کړې، هر کله چه د هیواد په خاوره کښې د دغی مدرسی د تحول او بیلو بیلو دورو کتنه او تطبيق يوه ضروری خبره ده او ورسره د هیواد لرغونی صنعتی مرکزونه هم ښودل کیږی او تر یوې اندازی پوری زمونږ د لرغون پیژندنی او کیندنو د پلتڼو تاریخچه هم بلل کیدای شی نو ځکه ئی په وروسته دول بيانول غواړو. 

نگاراهارا (ننگرهار): د گندهارا په مشهوره دره کښی چه د کابل ټوله دره سر تر پایه په غيږ کښې نیسی د نگاراهارا سیمه چه اوس د ننگرهار په نامه یادیږی د گندهارا منځنۍ برخه یا په بل عبارت د گندهارا زړه گڼل کېږی څرنگه چه د گریکو بودیک د صنعت د مدرسې په لړ کښی د گندهارا پیژندنه ضروری ده دغه شان په گندهارا کښی د ننگرهار د نامه مقام او موقعیت پیژندنه هم زیات اهمیت لری ځکه لکه چه وروسته به وگورو له مقایسی او پرتلنې څخه دا خبره ثابته شوې چه د هغی مدرسی د بت سازۍ ډیری ښې او غوره نمونی په تیره بیا د پلاستیکی سبک په لحاظ گچی قالبی آثار له دغه ځای نه لاس ته راغلی دی. فاهين Fahien  او هیوان تسنگ Hiuen-tsang دوه چینی سیلانیان د خپل سفر په لاره کښی د (ناکی لوهو Na-Ki-lo-ho) له سیمی نه تیر شوی دی چه یو مشهور ښار ئې ناگاراهارا Nagarahara و چه اوس هم د ننگرهار په شکل موجود دی او د همدې او جلال آباد علاقی پکښی داخلی دی: هیوان تسنگ پخپلو ياد داشتونو کښی له هډی او ورسره نزدی ځایونه او له هغو شیانو څخه چه دننه په ښارونو او د باندې ئی په معبدونو کی لیدلی دی په پوره ډول بحث او بيان کړی دی چه مونږ ئی د ځینو نکتو بیانول کافی بولو دغه چینی گرځندوی په خپلو ليکنو کښې دغه سيمه د ناگار Nagar په نامه راوړی ده چه ښائی د ننگرهار د اوسنی نامه یوم برخه لیائی لډ شکل وی.

ده د دی سیمی اوږدوالی له شرق نه غرب ته ۶٠٠ لی او پلنوالى له شماله جنوب ته ٢۵٠ یا ٢۶٠ لی ښودلی دی چه نزدی ۱۲۰ ميلو او ۵٠ ميلو ته رسیږی دی لیکی چه د دی سیمی څلورو خواو ته سخت سخت غرونه دی پایتخت ئی (۲۰لی) احاطه لری پاچه پکښی نشته ځکه چه دا ولایت په کاپیسا پوری تړلی دی.

غلی دانی پکښی ډیری کیږی هوائی نرمه او برابره ده خلک ئی زړهور خوش خويه او څه قدرشته من دی پوهه ئی خوښه ده زیات بودائیان دی او د نورو دینونو پيروان پکښی لږ دی، بودائی عبادتخانی او یادگارونه پکښی دیر دی او زیات پیروان لری پنځه برهمنی او نزدی سل غیر بودائی عبادتخانی پکښی دی. 

د هیوان سنگ د ژوند د پیښو په کتاب کښی لیکل شوی دی چه د مرکزی ښار په ختیزه خوا کښی د دوو لی په فاصله د تېږو یوه استو په ده چه ۳۰۰ گامه جگه ده او درانده او لوی هیگلونه لری د دغې استوپه سره پیوست په لمر پریواته خوا کښی یوه عبادتخانه ده او ورسره جوخت سویل خواته یوه کوچنی استوپه هم شته وائی چه دغه لومړنۍ لویه استوپه اشوکا پاچا جوړه کړی وه. 

دغه چینی گرځیدونکی وروسته بیا د ښار دننه برخی او څه نوری استوپی بیانوی، چه په یوه استوپه کښی د بودا غاښ هم ؤ دغلته يو بل داسې ځای هم ښیی چه د افسانو له مخی بودا په هوا باندی د هند له منځه دغلته راغلی ؤ.

بیا د ښار نه د باندی د جنوب غرب خواته ‍۱۲ لی لیری د ډبرینو عبادتخانو او استوپونه یادونه کوی چه ۲۰۰ گامه جگوالی لرې او د اشوکا د زمانی یادگارونه دی دغه شان د غار يادونه هم کوی چه په ډبرین دیوال باندی ئی د بودا سیوری پریوتی ښکارېده او سیلانیان به ئی ځانته راښک د ده په یادونو کښی د (هی لو) یا (هیلو) نومی ښار ذکر هم راغلی دی چه د ښار احاطه ۴ یا ۵ لی بولی او وائی چه په یوه داسی لوړه باندی پروت دی چه شاوخوا ئې ښايسته باغونه دی. د بودا د یادگارو له ذکر نه وروسته چه د دغه ځای په عبادتخانو او استوپو کښی موجود وو د یو نا عجیب توب بیان کوی او وائی چه تش د ګوتې په لګیدو به خوځېده، لنډه دا چه د وړاندی خبرو او د ټولو سيلانيانو له یادونو څخه معلومیږی چه د ننگرهار په ولایت کښی ښه ودان او مشهور ښارونه موجود وو چه ځینی ئې د چینی سیلانیانو په یادونو کښی هم راغلی دی لکه هیلو، نگار- او ناکی Na- kie- دا خبره پوره نه ده معلومه چه په نگار او هیلو کښی کوم يو ښار زیات مهم ؤ، ځکه دواړه د پایتخت په نامه یاد شوی دی، گومان کیږی چه لومړنی لرغونی پایتخت او هیلو د بودائی زمانی مرکز وی. کننگهم وائی چه د هیوان تسنگ د زمانی پلازمینی پای تخت چه «نگار» نومیږی د جلال آباد په لویدیزه خوا کښی دوه میله لری په (بگرامی) کښی دی. (سن مارتن) وائی چه دغه ځای د بگرام نه لږ پورته په یوه لوړه باندی پروت دی چه په هغه ځای باندی حاکم او سپور دی او د کابل او سره رود سیندونه سره یو ځای کیږی. که چیری د هیوان تسنگ په یاد داشتونو او د ژوند په پیښو کښې ښه غور وکړو معلومیږی چه دغه چینی گرځندوی دری ښارونه لیدلی دی چه یو پایتخت بل (د یپانکارابورا) نوی ښار او دریم (هی لو) د «یوشی نیشا» ښار یعنی د بودا کوپړۍ لرونکی ښار. 

یقین دادی چه انگار یوه پخه او ټينگه کار او د حکمرانی مرکز ؤ، وائى چه د دی ځای حکمران د کاپیسا د پاچا له خوا ټاکل کیده. 

چیئی ګرځندوی د (نا- کا- لو - هو) کلمه په دی ډول هم ویشی چه له دوو برخو ناکا یعنی (نگار) او (لو. هو) یعنی (کوت) نه جوړه ده چه د (ټینگی کلا) په معنی راځی، او له دغو ټوکو څخه «ناگ کوټ» Nagkot یا (نگرکوت Nagarket جوړیږی. البیرونی د کابل شاهۍ په سلسله کښی (نکرکوتی) نومی ښار هم یاد کړی دی د اشوکا لوپه استوپه د دغه ښار په لویدیزه خوا کښی دوه لی یعنی نیم میل لیری وه مسن masson او سمپسن Simpson د «سخره نگر» په ختیز یا سویل ختیز (جنوب شرق) کښبی دری فرسنگه لیری د «نغاری غوندۍ» په نامه د یو ځای یادونه کوی. د «نگر» یا «ناگار» د کلمی په باره کښی هم ډیری نظر یی ورکړ شوی دی. ځینو د ښار په معنی بللی دی او ځینی پکښی د (نگهNag  یا نک Nak ریښه گوری چه د سانسکریت له (ناگاNaga ) څخه راوتلی دی چه څو معنا ګانی لری لکه: لمر، مار، غر او پیل.

«سن مارتن» دغه ځای (ایودیاناپور Udyanapor ) بللی دی چه معنی ئی د باغونو ښار کیږی. 

د (هی، لو) ښار د ټولو په نظر کښی موجوده هډی ته وایې. د «کننگهم» خیال دادی چه دغه نوم په سانسکریت کی د (هډی Hadda) نه اخستل شوی دی چه د (هډوکی) په معنی دی له دی کبله چه د بودا د سرکوپړۍ د دغه ځای په یوه استوپه کښی پرته وه او ځکه په دغه نامه مشهوره شوه په پښتو کښی او س هم د هډ او هډوکی کلمی په دغه معنی (استخوان) موجودی دی.

ناکی Nakie بل ښار چه د هیوان تسنگ په یاد داشتونو کښی ذکر شوی دی ناکی (د ناکی شیله) نومیږی هغه وخت چه دی د اشوکا له استوپی نه د (هی – لو) خواته روان ؤ په لاره کښی د ښا مار په غار باندی چه (گوپالا) نومید خبر شو نو تنگ کوانگ Teng-Kuang ښار ته ستون شو چه له ځان سره یو بله سړی واخلی وائی چه دغه ښار هماغه (ناکی) دی چه د اوسنی جلال آباد په لویدیزه خوا کښې پروت ؤ. د دغه ښار بل نوم (پادماپور Padmapur ؤ چه معنی ئی د نیاو پر د ګوښار کیږی، ځینو چینیانو (هوا - شی شنگ (Hua-Shi= دا برخه ونه لوستل شول) بللی دی چه (د گلانو ښار) په معنی دی. په بودائی کتابونو کښی د (دیپانکارابودا) ښار د (دی پاواتی Dipavati ) په نامه یاد شوی دی او وائی چه دیپا Dipa د نور رڼا او مشال په معنی دی.

اوسنۍ هډه او شاوخوائی: د چینی گرځندوی (هیوان تسنگ) لیدنی او کتنی چه د اوومی عیسوی پیړۍ په لومرۍ نیمه کښی له آریانا نه تیر شوی او څه ئی لیدلی او کتلی وو، هغه مو تر یوی اندازی پورې د ننگرهار د وضعیت په باره کښی وښودل اوس غواړو چه په لرغونی زمانه کئښ د هډی په وضعیت او پاتی شویو خرابو باندی څه ووایو: د جلال آباد ښار د ننگرهار د ولایت اوسنی مرکز د کابلی سیند په غاړه پروت او له دغه سيند څخه یو څو متره جگ دی د دی ښار د سویلې (اخو جنوب) سړک نه هغه پلو یو هرا رډا گ پروت دی چه د شگو د پریوتو په وجه یوه بید یا غوندی ښکاری دغه ډاگ پخوا شین او سمسور ؤ لکه چه اوس هم پکښی د تاکونو او – کروندو نښی نښانی لیدل کیږی د دی ځمکی نه پورته د گاگری په ډول یو وچ راغه دی چه د بودائی ودانیو لومړنی آثار پکښی لیدل کیږی د دغی دښتی لمن شرقی خواته دومره نه ده اوږده شوی مگر په سویلې (جنوبې) خوا کښی یوی شگلنې جلگی ته رسیږی چه د هډی اوسنی کلی ئی په آخره څنډه کښی پروت دی د هډی او جلال آباد ترمنځ فاصله له اتو کيلو مترو څخه که نه ده د هډی کلی په اړه باندی پروت دی د دی کلی سره نزدې هواره دبرینه جلگه شروع کیږی د دغه کلی شمال شرق ته د کرکروندی ځمکی دی وائی چه دغلته د بودا یو مرکز و اوس دغه ځای په غونډۍ کلی مشنور دی په دغه خوا کښی د هډی له کلی نه ۱۳۰۰ متره لری په یوه شگلنه جلگه کښی د شاخیل غونډۍ لیدل کیږی د هډی له کلی نه مخ په پورته بیا دشت او راغه شروع کیږی چه وار په وار لوروالی پیدا کوی او له هغی جلگی نه ۱۷ متره لوړېږې چه په څنگ کی ئی پرته ده شمال شرقی څنډی ته ئی د چپ لیاررو د ښکاری او لمنی ئی د فالبز په صورت پای ته رسیږی له شمالی غاړو څخه ئی ژورې نالی کښته جلگی ته راوتلی دی چه اوبه پکښی راځی.

يو څه اوبه د هډی خواته رابهیږی او بیا ختيځ لوری ته مخه کوی د دی اوبو د سر چینی په برخه کی په هغه ځای کی چه خپله مجری بدلوی د لوی غوندۍ خرابی لیدل کیږی او له ودانی نه څه ندر وړاندی د یوی لوی استوپی خرابی ښکاری (چه خلک ئی د کاپرو برج) بولی او مسن د لوی توپ په نامه یاد کړی دی د کلی په سویلی خوا کښی ختیځ څنگ ته یعنی جنوب شرق خواته يوه بله غونډۍ غوندی هم شته چه اوس هم خلک پکښی اوسی او د لرغونو گندوالو يوه نمونه ده. 

د هډی د کلی لمر پریواته خواته دری نوری نالی شیلی هم شته چه له اولی شیلی نه اوږدی او ژوری دی دغه شیلی له کلی نه لږ لری سره یو ځای کیږی د اولی شیلی په ښی غاړه ۳۰۰ متره بيرته لویه غونډۍ (د کاپرو غونډۍ) په پرته ده آخری شیله چه له ټولو نه مهمه ده د جلگی په منځ کښی راغلی ده او په سر کښی ئی د چپلیار برخو لیا باغگی پروت دی. او په نیمائی کښی ئی (نوی غار) دی د جلگی د شمال شرق خواته په شگلنه مځکه کښی دری نوری وړی غونډۍ دی په دغو غونډيو کښی ځای په ځای یو کتار پراخی او منظمی سمڅی لیدل کیږی د چپلیار در ردنه هغی خواته د اولی جلگی پشان یوه جگه جلگه ښکاری چه د رودخانی د یوی وچې ویالی په واسطه نورو گرچاپیره مځکونه جلا شوی ده دغه ځای ته پراتس Prates وایی. په هر صورت د هډی مهم ځايونه هم دغه وو چه ذکر شول د دغو ځایونو زاړه آثار په ښکاره ډول معلومیږی ولی که داسی نه وی نو له هډی نه نیولی غربی خواته د لسو کیلو مترو په فاصله تر سلطان پوره یا د درونټی دخولی پوری دا ټوله پراخه سيمه د زړو ودانیو له نښانو او آثارو څخه ډکه ده په خپله د هډی کلی هم چه نژدی (۱۵۰) کوره لری د مهمو تاریخی خرابو د پاسه ودان شوی دی. دادی غواړو چه د ټولو نه يو څو مهم ځايونه په وروسته ډول بیان کړو. 

(۱) لویه غونډی: دغه ځای د هډی یو مهم او تاریخی ځای دی او د جلگی په یوه لوړه پروت دی له دغه ځای نه چارچاپیره ځمکی ان د غرو تر لمنو پوری ښکاری دا غوندۍ له سلو مترو نه زیاته اوږده ده او ځکه خو د هډی له ټولو غونډيو نه لویه ښکاری او نوم ئی هم لویه غونډۍ دی په دی غونډۍ کښی څنگ په څنگ د بودائی نو يو او زړو آثارو نمونې لیدل کیږی [۲] کاپرغونډۍ د هډی او باغګی په منځ کښی پرته ده بی له لویدیزی خوا څخه نوری ټولی خواوی ئی شنی جلګی دی. 

په لويدیزه خوا کښی ئی د سیلاب اوبو یو خوړ جوړ کړی دی، د غونډی عمومی لمن یو داسی ځای ته رسیدلی ده چه زړی ودانۍ پکښی وی دلته د يو څو لویو او وړو استوپو نښی لیدل کیږی ۳- باغکی که چیری د لویی غونډۍ نه وروسته د غونډیو ختیزه برخه پسی واخلو نو نزدی [١۵٠٠] گزه لیری باغګی ته رسیږو. دغلته له لیری نه د سگلو خاورو يوه لویه غونډۍ ښکاری چه د لویی استوپی خرابی دی د دی استوپی نه ګرچاپیره په څلور ګوته ډول نا هوارې کنډوالې پرتی دی چه د توپوگرافۍ د کتنو له مخی پکښی دوه مهمی برخی پیژندل کیږی چه يوه د غونډی انګړاو احاطه ده چه سویل لمرخاته (جنوب شرقی) پلوته پرته ده او بله یوه عبادتخانه ده چه شمال غربی خواته ښکاری شرقی پلوته ځینی نورې کنډوالی هم لیدل کیږی چه په جلا ودانیو پورې اړه لری. د دې ځای په نزدی شاوخوا کښی د یو شمیر نورو استونو نښی او نښانی هم شته دی.

(۴) شاخیل غونډۍ. شاه خيل غونډۍ له هډې نه مخ په نيلاو لمر خاته (شمال شرقی) خواته (۱۳۰۰) متره لیری پرته ده د دغه ځای لار (د غونډۍ کلی) له خرابو نه تیریږی د شاخيل غونډۍ د لرغونی کنډوالی په یوه ځانله غونډۍ باندې پرتی دی څلورو واړو خواو ته ئې شگلنې جلگې دی او د چپلیار خوړ پکښی راتېر شوی دی. په خپله غونډۍ د جلگی له مخ نه ۷ متره جګه ده او نژدې ١۵٩ متر ارتوالی لری، ډیری بودائی لیری او نژدی ودانۍ پکښی لیدل کیږی پخپله په غونډۍ کښی د یوی ودانۍ څلور جلا جلا برخی معلومیږی او په منځ کی ئی لویه استوپه او یو دول چوتره ده، ختیزی خواته ئې زینه ده اوښۍ او کیڼی خواته ئی یو څو نوری وړی استوپی دی. 

(۵) پراتس: پراتس یا «پراتوس» او «پراتو» وړه غونډۍ د چپلیار پر خوا له نزدی ودانیو څخه دری کیلومتره لیری پرته ده. دا غونډۍ که څه هم دومره جګه نه ده خو لکه د یوی جګی غونډۍ پشان ورځنی تر لیری پوری یوه جلګه ښکاری.

له شمال نه سویل (جنوب] خواته ۳۰۰ متره اوږدوالی لری او پلنوالى ئې له ۵٠ مترو نه زیاتیږی. دا ځای د «موسیو برتو» په قول د استوپو ځاله بلل کېدلای شی دغه غونډۍ [استوپه] خلکو د پیروزو د موندلو د پاره ډیره کیندلی ده.

[۶] نوی غار: نوی غار د باغګی نه راکښته د یوی وړی دری په څنډه کښی د جلګی د یوی غوره برخی په برابری پروت دی او نیغ لویدیزی خواته تللی دی. په دغه ځای کښی یو څو سمڅی هم ایستل شوی دی، د دغه ځای خرابې هم دوی برخی لری [۱] د غونډۍ د [استوپی] چاپیره برخه [۲] عبادتخانه [٣] بهرنۍ ودانۍ.

[۷] غوندی گلی: دا ځای په خاص طور د استوګڼی د کورو نو له کبله يو مهم ځای ؤ اوس د دغه کلی زیاته برخه کنډوالی دی، شاوخوا برخی ئی او بووړی دی نو ځکه د هغی برخی او موقعیت ټاکل او معلومول مشکل دی چه استوپو اشغال کړی ؤ کومی نالی او دری چه جلګه ئی پر دوو برخو بیله کړی ده، دغه د غونډۍ کلی او خرابی ئی هم سره جلا کړی دی. دلته هم يو څو سمڅی ايستل شوی دی.

د هډی کیندنی: هغه وخت چه ژنرال کورت Court په ١٨٢۵ کښی د امیر دوست محمد خان د ورور سردار جبارخان میلمه ؤ. نو د هډی غونډۍ او استوپی ئی لیدلی وی. دغه وخت (چارل مسن) انگریز د هډی په شاوخوا کښی ځینی کیندنی او پلټنی هم کړی دی او د ځینو مجسمو په موندلو بریالی شوی ؤ هغه وخت چه له فرانسی سره د دغه ځای د کیندلو ترون وشو نو (موسیو فوشه) او «موسیو گودار»ۍ په ۱۹۲۳ کال د هډی په لویه غونډۍ کښی کیندنی شروع کړی او دومره زیات آثار ئی وموندل چه موسیو گودار دغه ځای د گریکو بوديک د صنعت یوه حقیقی موزه وبلله. 

گودار په ١٩٢۵ کښې د دغی لوئې غونډی په باره کښی لیکلی وو: کوم زیارچه د دغه ځای په کیندنو کښې ایستل کیږی؛ دیری روښانه نتیجی به ورکاندی، رښتیا ده چه د موسیوگودار وينا د هغو کړاوونو په واسطه چه «برتو» له ۱۹۲۶ څخه تر ۱۹۲۸ پوری پر ځان تیر کړل رښنيا وختله برتو یواځی د یوی خبری په وجه هم د فرانسویانو په نظر کښی او هم زمونه په نظر کښی د اعتراض لاندی راځی چه ده ته پکار ؤ چه د دغسی مهم ځای په شاوخوا کښی ئې خپلی کتنی تر پایه رسولی وای او له دغه ځای نه ئې بلى خواته ټوپ نه وای وهلی. برتو د هدی لویه غونډۍ پر ځای نیمگړی پریښوده او نورو ځایو ته ئی لاس وغزاوه لکه کاپر غونډۍ، نوی غار، پارتس باغ، گی غونډۍ کلی شاه خیل غوندۍ. هر کله چه دغو ځایونو هم هر یوه خاص اهمیت درلود نو برتو په یواځی ځان و نه کرای شول چه په زرگونو مجسمی سلامتی لاس ته راوړی او د استوپو ښکلیتوب او ښکلاوی و ښیی او څه رنگه چه په کار ؤ هغسى ئې په هر ځای کښی ژوره او خاصه څیړنه و نه کړای شوه. ده خالی دوه کتابه تیار کړی دی چه يو ئې عکسونه او څیړی دی او د دغو صنعتی خزانو د کتنې دپاره په هیڅ ډول کافی نه ګڼل کیږی. 

د بودا مجسمی او د یونانی آثارو سره ځینی پرتلنی ( مقائسی ):

د هډی په مجسمو کښی نه روغی راوتلی دی او که یواځی سرونه ئې لاس ته راغلی دی؛ د بودا هیکل تر ټولو زيات ليدل کيږې په دې بستانو کښی د یونان کلاسیکی بوت جوړونی تاثیر او نفوذ ډیر زیات دی موسیوهاکن وائی چه د لاتران د موزی سونوکل Sudhocle بوت چه د څلورمی ق م پیرۍ اثر دی د بودا د دیرو گندهارائی بوتونو سره د پرتلنی او مقایسی وړ دی. د باغ ګی او لوبی غونډۍ په سپړدنو کښی د پرتلنی او مقائسې ډیر عوامل څرگند شوی دی چه دننه ئې د نمونی په ډول يو مثال راوړو. له دغه ځايه د بودا یو بوت راوتلی دی چه صفا نازکی چین ئې داسی ګونجی خوړلی دی. چه بدن او جامی په یو ښکلی ډول سره یو شی ښکاری او د یو شی خائست د بل د ښکلیتوب دپاره خراب شوی نه دی دغه اصول لکه چه موسیوهاکن وائی د یونان د پنځمی ق م پیړۍ د بوت جوړونی مخصوص اصول وو چه د دغی پيړۍ په دوهمه نیمه برخه کښی لباس او جامی دومره نرۍ او نازکی شوی چه لاندنی بدن په ټول تری ښکاریده. موسیو (گودار) د هډی د یو ښکلی بت په باره کښې وائی (د هډی په بتونو کښې يو بت د خاصی یادونی وړ دی دغه بوت چه راووت، اوبوه خاورینه (هسته) وه او د گچ یو نازک ليم ورکړ شوي ؤ مگر څه رنگه چه آزاده هوا پری ولگیده، ترمی ترمی ولاړ او پخپله ودوړيد او یواځی یو تش بوتاړ (عکس) ئې پاتی شو، په جامو کښی ئی د یونان د غوره دورو د جامو نازکی او غت والی ښکاريده له پلو (عضلاتو) نه ډکی پښی ئې په داسی ښکلا رسم او جوړی شوی وی چه د گریکو بودیک په رغاونو او آثارو کښې ئی موندنه سخته ده ځکه دغه رغاوڼی په عام ډول درنی او شلی ولی دی) د هډی د بوتونو او یونانی بوتونو بو له بله پرتلنه او مقائسه یواځی د بودا په بوتونو پوری اړه نه لری د هډی دا تل بوت چه د لمنی په یوه څنډه کښې ئی د گلانو یوه کو ده پرته وه د فصل، میوی او ځمکی د رب النوع vertumnus Antinous له بوت سره ښه پرتلل کیږی. دا بوت د (لانران) په موزه کښی شته دی. موسیوهاکن وائی چه ده دی د اتل (ژنی) د سر کلوختی کلوختی ویښتان سره د دی چه یو شان اودل شوی دی، د هغو ښکلو سرونو ښایسته ول پنول ويښتان را په زړه کوی چه د څلورمی ق م پیرۍ د بوت سازی د استاد (لی سپ Lysippe) او یا د ده د زوی (ایوتی کرات) Euthykrates د کاراونونی له مخی جوړ شوی دی. د دی خبری د رښتیا والی دپاره په برطانوی بریش موزه کښی د سکندر د سر مجسمه په ګیمه نومی موزه کښی د هډی نه د راوتلی سرسره مقائیسه کوی او په پای کښی دا نظر په ښکاره کوی چه دهلی داتل (ژنی) مجسمه د دوهمی عیسوی پیړۍ په آخری او یا د دریمی عیسوی پیړۍ په لومړۍ برخی پوری اړه لری.

د نژادی او قومی تیپونو نمونی: له ښه مرغه کوم شی چه د هډی د آثارو رنگ او تر یوی اندازی کلاسیکی لحن او سراسر مذهبی دوله رویی ته تغیر ورکړی دی او د هیواد نژاد، او تار یخ ته ئی گټه رسولی ده، هغه دادی چه د هډی صنعتکارانو د نژادی تیپونو په ښودنو کښی او په تیره بیا د بوتانو په جوړولو کی د اسکائی کوشانی او د نورو قومونو د خصوصیتونو په رسم کولو او ښودلو کښی ډیر جګ مهارت او استعداد ښودلی دی. 

دوی سربیره په نژادی توپیرونو، د خاصو جامو د بيلو بيلو وسلو، د گلانو د شکلونو. او د موزیک او ساز د قسما قسم آلو په ټاکلو او ښودلو کښی ډیر کار کړی دی. موسیوهاکن نظریه ښکاره کوی هغه وخت چه د باختر د یونانی پاچاهانو اولادی یعنی (ايوتيدموس) او (ايوکراتيدس) چه د يونان نه ئی امید او هیله قطع شوی وه نو له هغو اسکائیانو او کوشانیانو څخه ئی فایده اخستل شروع کړل. چه د پیسو دپاره په عسکر کېدل او د باختر سمسورې جلګی ته به راتلل او هغوی به ئی د خپلو عسکرو په قطار کی شاملول نو ویلای شو چه بوت سازانو او صنعت کارانو له پخوا نه د دغو قیافو او ځیرو سره اشنائی لرله او د هغوی ښکلې څيرې او جدی قیافې د دوی د هنر ښودلو يوه ښه وسیله گڼل کېده، سربیره پر دې دا هم وایو چه د باختر د صنعت د ودې او ترقۍ دوره د کوشانیانو د زمانی په تیره بیا د لومړۍ او دوهمی عیسوی پیړۍ سره سمون خوری نو ځکه د هډی بوت سازانو ډیر زیار ایستلی دی چه د هغه بریالی او فاتح قوم ښایسته تیپونه رسم او جوړ کاندی چه پاچائی ته رسیدلی دی په دغو څيرو او سرونو کښی له لږ غور څخه وروسته څرگندیږی چه اسکائیان او کوشانیان د آریه ؤ یوه پاکه او صافه پښه ده او تر دې اندازی ئی وینه پاکه ده چه د هډی په سوونو نمونې د يونان د پوهانو او فيلسوفانو له هيکلونو او ديروتی (ګولو ایانو) له تيپونو سره مشابه او يو له بله سره ورته دی، دا خبره یاد لرل پکار دی چه په داسی غوراوځل و بل د نژادی تیپونو ښودنه د باختر د صنعتی اثارو په ښودنه کی زیاتره په هډی پوری اړه لری. 

مواد: د هیکلونو او بوتانو په جوړولو کښی د موادو پکارول زیات اهمیت لری، ځکه چه ښکلا، ښایست، پوخوالی او دوام او تر ډیری اندازی د هیکل جوړوونکی استاد پوهه او مهارت هم په موادو پوری تړلی دی په هډه کښی د شیست تیږه، ګچ او چونه دریواړه استعمال شوی دی مگر د لومړۍ استعمال ډیر کم دی او په دی وجه ویلای شو چه د هډی کاریگرانو او استا کارانو یوازی گچ او چونه پکار کړیده که څه هم د هډی بوت سازانو د خپل زیات مهارت په وجه د شیست له تیږی نه هم ښه کار اخستی دی مگر ګچ او شیستی تیږه په بوت سازۍ کښی یو له بله نه مقایسه کیږی ځکه چه له ګچ نه هم په اسانۍ کار اخستل کیږی او هم ورځنی ژوندۍ او پوره مجسمی جوړیږی. 

د لویی غونډۍ او باغګی پرتلنه (مقایسه): پدی کښی شک نشه چه د باختر د صنعت د پالنی په ټولو ځايو کښی هډه لومړی درجه لری او دا خبره به وروسته څرگنده کړو خو دی ته هم پام کول پکار دی چه پخپله په هډه کښی چه څو ځایه کیندنی شوی دی ټول په یو ډول او یو شان نه دی مثلا د باغګی او لوبې تېې د آثارو په منځ کښی دی ډیر توپیر شته دی لکه چه د لوبی غونډۍ آثار د باختری صنعت د غوره نمونو یوه برخه ده او د مناسب قد، جامو، ويښتانو جوړولو له مخې د یونان د کلاسیکی استادانو له غوره شاهکاریو څخه ګڼل کیږی لیکن د باغگی په آثارو کښی ځینی داسی شیان شته چه د صنعتی ځوړتیا د شروع کیدو دوره ترې څرګندیږې د مخه مو د موسیوګودار له خولې نه د لوبې غونډۍ د يوې ښکلې مجسمې ستاینه ولیکله موسیوهاکن په باغګی کښی د بودا د یو بوت په باره کښې داسي لیکی: د بودا دغه بوت وګوریء چه ټول بدن ئې راهبی یلان (بی لستوڼو چین) پټ کړی ؤ که څه هم د جامو منحنی ګونځی او کتونه ئی یونانی نمونو ته ورته دی ولی په دی ځای کښی له دی خبری څخه سترګی نشو پټولای چه یوه ساختګی او له ځانه جوړه شوی لاره ئی خوښه کړی ده ورنو نه په بدن پورې ښه پیوست نه دی راغلی او دا ډول له هغو ژوندو او گلالوبتانو سره چه موسیو ګودار کشف کړی دی ښه اړخ نه لګوی او توافق سره نلری. (پولی کلت) اولی سپ Lysippe د بوت جوړونی، د مدرسې په خلاف پکښی سر له بدن سره کوم تناسب نه لری یعنی قد ډیر لنډ او سر ډیر لوی راغلی دی. د دغې مدرسی له مخی بایده دی چه د سر لوی والی د قد د جگوالی په اتمه برخه وی. او د باغګی د بودا په مجسمه کښی سر د بدن د شپږمی برخی په اندازه دی. په ودانۍ کښی ستنی او پایې داسی جوړی شوی دی چه کمانی په ښه شان پورته کولی او نیولی نشی. لنډه دا چه اصلی یونانی صفتونه پکښی تر دی حده له منځه تللی دی چه کیدای شی د باغګی د بودا بوتان د هغو آثارو په کتار کښی وشمیرو چه په دريم او څلورم مسیحی قرن کښی منځکوره رومی صنعتکارانو جوړ کړی دی.

هده او د گندهارا نوری برخی یا د هند د شمال غربی ځايو سره د هډی پرتلنه. 

د دې فصل په سر کښی وویل شول، چه په افغانستان کښی د لرغونو څيړنو او کيندنو له شروع کیدونه پخوا د هند په سویلی لمر پریواته (شمال غرب) یعنی په پنجاب او د ختیزی ګندهارا په ځینو برخو کی د گریکو بوديک د صنعت په باره کښی څېړنې او پلټنی شروع شوی وی او پخوا تردې چه دا کار زمونږ په هیواد کښی شروع شی دغه صنعت ( د ګندهارا د گريکو بوديک صنعت) يا یواځی «د ګندهارا صنعت بلل شوی ؤ. له۱۹۲۲ع کال څخه وروسته په تیره بیا د قندوز د سپرودنو او کشفیاتو په وجه په هغه شرحه چه د مخه بیان شده تر یوه حده د پوهانو نظریی و اوښتی او یو بدلون پکښی راغی. او د دغه لوی صنعت د زیږیدو ژانگو او مرکز باختر او یا ګندهارا وگڼل شوه او دودی او ترقۍ پر اوو نه ئې د هندوکش په سویلی (جنوبی) برخو کښی ووهل (گندهارا) د دغه صنعت یو مرکز دی موسیو فوشه د ګندهارا د سبک لمن له جلال آباد نه تر راولپندۍ پوری غزیدلی بولی مگر د دغی لویی او پراخی سیمی آثار د ښایست او ښکلا له کبله یو شان نه دی او د هډی آثار پر ټولو زیات او غوره دی موسيوهاکن په خپل کتاب کښی چه (په افغانستان کی د فرانسی د هیئت کیندنی - د توکیو چاپ) نومیږی په دغه برخه کښی پوره څیړنه کړی او د هډی آثار ئی د هند د شمال غرب له آثارو سره مقایسه کړی دی.

دی لیکی: تر اوسه پوری مو د پخوانۍ ګندهارا او پنجاب ځينو ځايو ته لنډى اشاری وکړی د دغی برخی په راوتلو آثارو کښی که له (تخت بهۍ) نه راوتلی دی او که له (تاکزیلا) نه، د مقایسی او پرتلنی عوامل موجود دی – سره د دی چه د کتنو او څیړنو په وخت کښی د هډی د آثارو په بیلولو کښی کوشش وشو مگر سره د دې هم ویلای شو چه د دغی سیمی د بودا د بوتانو او هیکلونو اقسام او د ارباب انواعو نوری مجسمی د لویدیزی خوا د نفوذ نښی لری. د فوشه د نظریی سره سم له جلال آباد نه تر راولپندۍ پورې تولی د یوه مکتب سلسله ده. 

ولی سره د دی هم دا خبره څرگنده ده چه هډی د خپلو کشفیاتو د استثنائی خواصو له مخی جګ او لوړ مقام پیدا کړی دی. 

رښتیا ده په تخت بهی کښی هم د مقائیسی نښی او عوامل لاس ته راغلی دی مگر د دغه ځای آثار د ښه والی او نوعیت په لحاظ د هډی نه د بربریانو او شیطانانو د راوتلو ژوندو او اريا نوونکو بوتانو ته نه رسیږی. زما په فکر د هډی له غوره او ښو آثارو سره بیله يو ډیر لږ شمېر ته نور ځان نشی برابرولای. دغه هم يو څو ګچی مجسمی دی چه (ده= دا برخه ونه لوستل شول) پلټنو په وجه له تاکزيلا او سوات نه راوتلی دی. نو د دغه فرانسوی څیړنوال له وینا او خبرونه ښکاره معلومیږی چه په توله ګندهارا او پنجاب کښی د هډی آثار پر تولو زیات او پورته دی. په دې وجه دغه ځاې د یوی لوبی مدرسی مرکز گڼلای شو چه دغلته د باختر صنعت د خپل ښایست او کمال آخری حدته رسیدلی دی.

کاپیسا: د هندوکش په جنوب کښی هغه بل ځای چه د گريگو بوديک صنعت پکښى وده کړی ده لویه کاپیسا ده په لویه کاپیسا کښی کابل او شاوخوا علاقی هم شاملیدای شې. لکه چه وروسته به راته څرگنده ئی په طبیعی ډول د دغی مدرسی د صنعت د کمال مرکز هم پخپله کاپیسا کیدای شی، د کاپیسا د شاؤخوا ځایو نو مطالعه به هم وکړو. کاپیسا د موقعیت، ودانۍ، او د ځمکو د حاصل خیزۍ، د ډیرو اوبو، ښایسته غرونو او زياتو چینو له کبله د هډی له شاوخوا ځايونه لوړه او وړاندی ده. 

بيله دې نه چه د وروستيو يونانيانو او سترو کوشانيانو په زمانه کښی د کاپیسا سیاسی اهمیت او اداری مرکزیت په نظر کښی ونیسو، کاپیسا د ګندهار او باختر ترمنځ يو مرکزی ځای دی چه نزدی د آریانا منځ بلل کیدای شی. له یوی خوا د هندوکش ټولی لاری او دروازی چه د شمال پر خوا تللی دی کاپیسا ته هم راوتلی دی او له بلی خوا په ختيزه خوا کښی یعنی د پنجشیر، غوربند او شتل د سیندو د شریکی مجری څخه او له جنوب نه دکابل او پکتیا د لارو په ذریعه د اندوس (سند) د سیمی او د هند له خاوری سره لگیدلی ده د هغه نژدیکت له کبله چه د هند سره ئی درلود بودائی مذهب دلته له ګندهارا نه وروسته راغلی دی. کاپیسا د هندوکش په جنوبی خوا کښی د امن او پناه ښه ځای دی نو ځکه پکښی یونانیان دیره موده د یرغلگرو له چپا ونونه خوندی پاتی شول. دا وجه ده چه په دغه ځای کی د ګریکو بوديک د صنعت د ترقۍ دوو لاسونو ښه موقع هم وموندله – هر کله چه د کوشانی ستر واکمنۍ (امپراطورۍ) مرکز هم په دغه ځای کی ؤ نو طبعاً ئی د ودانيو او عبادتخانو له حيثه په اهمیت موندلی ؤ لکه چه وروسته په څرگنده ئی د گريک او رومن چین او هند د مدنیتونو د یو ځای کیدو نښی نښانی هم عملااً په کاپیسا کښی په ښکاره ډول لیدل کیږی. مگر هغه صنعتی مظاهر چه د بودیزم د افکارو تابع او خادم شوی وو د بوديزم د ځوړتيا په وخت کښی لیدل کیږی. کوم مواد چه په دغه وخت د بوتانو او هيکلونو په جوړولو کښی په کار شوی دی زیات ئی سلیتی ډبری دی نو د صنعت کارانو د آثارو د قیمت په ټیټولوکښی ئی زیات تاثیر اچولی دی. 

د کاپیسا او کاپیسی وضعیت د هیوان تسنگ له خولی نه په هغه وخت کښی چه د چین گرځندوی هیوان تسانگ د اوومی عیسوی پیړۍ په لومرۍ نیمه برخه کښی له کاپیسا نه تیریده د دی سیمی وضعیت ئی د عبادتخانو او روحانیونو د شمیر او د نورو شیانو له مخی بیان کړیدی هر کله چه د ده لیکنی د لوستونکی په ذهن باندی ډیره رڼا اچوی او د ده معلومات د دی فصل له موادو سره زیات اړخ هم لگوی نو ځکه ئی دلته بیانوو: د دی سیمی چاپیریال نژدی (۰۰۰ = دا برخه ونه لوستل شول) لی دی د شمال خواته ئی له واورو ډک غرونه دی او دری نورو خواؤ ته ئی د تورو غرونو سلسله غزیدلی ده. د مملکت د پلازمینی (پای تخت) احاطه او اندازه نزدی لسولی ته رسیږی. 

دغلته هر ډول غلی دانی او هر راز میوه داری ونی کیږی ډیر ښه اسونه پکښی ساتل کیږی دغلته زعفران، نایابه شیان او د نورو ځايو د سوداگرۍ مالونه لاس ته راتلای شی هوائی سره ده بادونه پکښی ډیر لگیږی، خلک ئی تیز تیز غږیږی، ژبه ئی زیږه او سخته ده د واده دود ونه او ادبیات ئی د تخارا د علاقی ېشان دی مگر د عوامو خلکو ژبه، دودونه، عادتونه او د ژوندانه لاری چاری ئې څه قدری بیل ډول دى، ېوښاک ئی د ورینو جامو دی چه د باندی خوائی ورله په پوټکو ښائیسته کړی وی. د دی ځای د سرو او سپینو زرو سکی او کوچنۍ مسی سکی ئی په شکل او نخچه کښی د نورو ملکونو د سکو سره توپیر لری، پاچائی د «کشاتریه» له ډلی څخه دی او دغه پاچا ډير ځيرک، هوښيار او زړه ورسړی دی د ښی قوی اداری په وجه ئی شاوخوا لس علاقی هم د خپل اثر لاندی راوستی دی او حکم ئی په لسو امارتونو باندی چلیږی.

نوموړی یونیت په خیره پاچا او د بودائی دین تابع دی او هر کال د سپینو زرو څخه د بودا اتلس (دا برخه ونه لوستلت شول) جګه مجسمه جوړوی او بیائی په هغه لوی مجلس کښی چه د« موکشامها پریشاد mokshamaha Prishad» په نامه جوریږی غریبانو، کوندو، فقيرانو او بی وزلو ته د خیرات په ډول ورکوی، په دی سیمه کښی نزدی سل معبدونه او له ۶٠٠٠ څخه زيات راهبان موجود دی چه زیات کسانی ئی د (نجات د کوچنۍ لاری) د اصولو تابع دی. 

او استوپی او عبادتخانی ئی ډبری لوړی او عموماً په جگو ځايونو کښی جوړی شوی دی سربیره پر دی په دې علاقه کښی لس برهمنی عبادتخانی او د دغه مذهب نزدی زر تنه پیروان شته دی دغلته داسی لوڅ لغړ ملنگان او په خاورو ایرو ناست فقیران هم شته چه بدنو نه ئی په ایرو لړلی دی او د هډوکو امیلونه ئی په لاسونو کی لیدل کیږی. 

د پلازمینی پای تخت د لمرخاته په درې یا څلور لیکنی د شمالی خوا دغره په لمنه کښی یو لوی معبد دی چه نزدی ۳۰۰ راهبان پکښی دیره دی او ټول د نجات د کوچنۍ لاری د اصولو تابع دی، د دغه معبد په باره کښى خلک داسی قصه کوی هغه وخت چه کنیشکا په گندهارا کښی پاچائی کوله نو په ګاونډو دولتو او ملکونو ئی هم اثر پریوتی ؤ او د اقتدار لمن ئی تر ډیرو ځایو پوری خپره شوې وه او د Tsung- Ling ختیزی خواته د خپلو لښکر کشیو په اثر یوی داسی علاقی ته ورسید چه د ز یړ سیند نه پوری غاړه وه او د چين د حکومت تابع وه. ددی علاقې پاچا له ویرې نه کنيشکا ته یرغمل راوليږل هر کله چه یرغمل راو رسیدل نو پاچا ورسره مهربانی او محبت ښکاره کړ او د هر موسم دپارئی ورته جلا جلا استوګن ځايونه وټاکل لکه چه د ژمی به په هند کښی اوړی به په کاپیسا کښی او پسرلی او منی به په ګندهارا کښی اوسیدل د دوی دپاره ئی په دغو ځايونو کښی عبادتخانی جوړی کړی. کوم معبد چه مونږ د مخه وښود، د دوی د اوړی د استوگنی په ځای کښی ؤ په دغه سبب د عبادتخانې په دیوالونو باندې د يرغملو څیری ایستل شوی وې او ښکاره ئی چینی دوله جامی درلودی هغه وخت چه یرغملان بيرته خپل وطن ته لاړل نو تل به ئې د خپلې استوګنې ځایونه یا دول او مذهبی سوغاتو نه به ئې رااستول د عبادتخانو راهبانو به هم هر کال د باران په موسم کښی د هغوی د خاطراتو د یادونی دپاره مجلسونه جوړول د دغو یرغملو د عبادتخانې د سالون د شرقی دروازې په سویلی (جنوبی) خوا کښی ئی د بودا د هیکل د پښو لاندې یوه خزانه ښخه کړی وه او د پاسه ئې ورباندی لیکلی وو: (دا پیسی دې د عبادتخانې د ودانۍ او ترمیم په چارو ولگلولی شی) د سرحدی غاړې یوه پاچا غوښتل چه له دغو پیسونه کار واخلی مگر د خپل لښکر په زورهم بریالی نشو. د هيوان تسانگ په ژوند پیښو کښی دغه معبد د «شالوکیا» په نامه یاد شوی دی دغه چینی گرځندوی هم د کاپیسا د سفر په وده کښی دغلته دیره ؤ په ځینو آثارو کښی دغه عبادتخانه Tion - ssu (تین سو) او wangssu) وانگ سو په نامه هم راغلی ده چه د پاچائی معبد معنی ورکوی د «شالوکیا» د نامه معنی پوره څرګنده نه ده مگر یو لوی او جامع نوم دی چه عبادتخانی، د یرغملانو ټاټوبی، او د راهبانو استوگنځی ته ویل کیده. کیدای شی چه د هغه د نوم د چینی رسم الخط شکل په سانسکریت کی سالاکا Salaka وی چه د کوچنۍ خونی معنی ورکوی او د پاچا د لږ وخت د اوسیدو ځای ته ویل کیده د هغی فاصلی او لوری له مخی چه چینی ګرځندوی ښودلی دی زیات احتمال دادی چه د «شالوکيا» معبد به د «شترک» معبد وی چه د بگرام د پاچائی ښار د خرابو د شمال شرق د پنځو کيلومترو په فاصله د پهلوان غره په شمالی لمنه کښی پروت دی د دغه ځای کیندنې په ۱۹۳۷ او ۱۹۳۹ کلو کښی د موسیوهاکن د لاس لاندې د موسيو مونيه له خوا اداره کيدلی. 

د پهلوان د غره په شمالی لمنه کښی د شترک د معبد د خرابو دواړو خواوته ډیرو راهبانو د اوسیدو دپاره گڼی عباد تخانی، استوپی او لویی ودانۍ موجودی وی او د چینی یرغملو د اوستوګنی ځای هم هرو مرو د دغه عبادتخانو په خوا کښی ؤ. معبدونه او ورسره تړلی نوری ودانۍ د پنجشیر او غوربند د شریکی رودخانی په اوچته غاړه جوړی شوې وی او د ریزه کوهستان او د نجراو او پنجشیر د غرونو ښکلی منظره ئی مخی ته پرته وه. دا ځای یو ډیر ښه ځای ؤ چه کنیشکاه چینی یرغملو د دوبی د اوسیدو د پاره خوښ کړی ؤ. چینی ګرځندوی په هغو سلو عبادتخانو کښی چه په عمومی دول ئې يادى کړی دی بیله (شالوکيا) څخه د ځینو نورو معبدو، نومونه هم اخستی دی لکه د «راهولا Rahula» معبد چه د پلازمینی (پای تخت) سویلی ختیزی (جنوب شرق) خواته د (۳۰لی) په فاصله پروت دی. دا نمزدک د کاپیسا یو نومیالی وزیر «راهولا» جوړ کړی ؤ. موسيو فوشه دغه ځای هغه کاپر کلا گڼی چه نښی نښانی ئې د بګرام د شاهی ښار په سویلی ختیزه خوا کښی د نریو اوبو (باریک آب) په غاړه لیدل کیږی. دغه نمزدک (معبد) چه کنیشکا په ډیر کړاو او زحمت دله و او رودکو غرونو په لمنه کښی جوړ کړی ؤ. له پلازمینی نه نزدی ۲۰۰ لی لیری ؤ دغه نمزدک د اوسنی بګرام په شمال غربی کونج کښی د چاریکارو شمال غربی خوا ته په (توپ دره) کښی جوړ شوی ؤ د دغه نمزدک استوپه په افغانستان کښی تر ټولو لیدل شویو استوپو څخه لویه ده.

د هیوان تسنگ د بیان له مخی د «لرغونی پاچا» نمزدک (معبد) د پلازمینی (پای تخت) شمال غربی خواته د یوی لویی رودخانی په سویلی غاړه پروت ؤ او د پخوانۍ ملکی نمزدک د دغه معبد په شمال غربی خوا کښی او استوپه ئی سل نټه هسکه جوړه شوی او په طلا باندی پوښلی شوی وه د «پی- لو- شوکو» یا «پی لوسارا» یا «پيل سر» نمزدک چه اشوکا جوړ کړی ؤ، د پیل سر نومی غره په لمنه کښی پروت ؤ. دغه غر اوس «د عاشقانو» په نامه یادیږی دا نوم  هرومرو هماغه د اشوکا نوم دی چه د خلکو ذهنیت تری عاشقان جور کړی دی او دریزه کوهستان نه جگ پروت دی.

توپ دره: دا ځای د کاپیسا په سیمه کی د بودائی یادگارونو او په تیره د لوی کنیشکا د وخت د یادگارونو په لحاظ د کتنی وړ يو ځای دی او توپ دره نومیږی د هغی مشهوری استوپی نښانی او بقایا چه کنیشکا په ډیره سختۍ جوړه کړی وه، دغلته شته دی. هغه مشکلات چه ستر کوشانی پاچا د دغې استوپی او د ورسره مربوط نمزدک (معبد) په جوړولو کښی لیدلی وو د خلکو په کیسو کښی ئی انعکاس موجود او تر اوومی عیسوی پیړۍ پورې ئې خلکو کیسی کولې. دغه کیسی په څنډول چه هیوان تسانگ په بگرام کښی اوریدلی وي مونږ د دې ټوک د ٢۴۶ مخ د شاوخوا پاڼو په لمنو (پاورقیو) کښی بیان کړی دی. په هر صورت د کنيشکا د دغې استوپی لویې نښانی اوس هم شته. د دغی استوپی د تنی منخنۍ برخه ۷۵ متره احاطه لری او لکه چه موسیو فوشه وائی ګرچاپیره ترې د (هندو کورنت) یا (هندو فارس) په سبک او ډول پایی او کمانونه جوړشوی وو. دغه آبده (استوپه) او هغه نوری استوپی چه د پیښور په شاؤخوا کښی موجودی دی د کنیشکا امپراطور د زمانی دوه ستر یادګارونه دی چه د اوړی او ژمی د پایتختونو په خواو کښی د هغی روښانه دورې د ودانیو خاطرې څرګندوی.

په توپ دره کښی موجوده کلی ته نزدې د دوو نورو کاملو نمزد کونو (معبدونو) نښانی هم د څلور ګوتیزو غونډیو په شکل موجودی دی. 

په کاپیسا کښی کیندنی: لکه چه د مخه وويل شول د چینی گرځندوی له کتنو څخه په ښه شان معلومیږی چه تر اوومی عیسوی پیړۍ پورې کاپيسا دير ودانه وه. دیری عبادتخانی، ګڼ پوهان، زیات روحانیون او صنعت کاران ئی درلودل، څه چه چینی ګرځندوی ویلی دی، ټول د اوسنيونو یو سپردنو او پلټنو سره سمون خوری او رښتیا ګنل کیږی، د اوسنيو کيندنو په نتيجه کښی د دې سیمی ځینی داسی تاریخی شیان څرگند شول چه دیوان تسانگ ترې په خپله زمانه کښی خبر هم نه ؤ. ځکه چه د دې ښکلی سیمی د لرغونی مدنیت نښی نښانې او شواهد په دغه زمانه کښی له خاورو لاندې شوې وؤ او چینی ګرځندوی ورنه ناخبره تېر شوی ؤ. د کاپیسا پشان د یوی پراخی سیمی کیندنی داسی زر سرته نشی رسیدای تر اوسه پورې چه کوم ځايونه کنستل شوی او د نتيجو په باره کښی ئی کتنی شوی دی؛ نومونه ئی دادی د پگرام شاهی ښاره «پایناوه» د پهلوان دغره د لمنو د څلورو خواو نمزدکونه (معبدونه) لکه د شترک د پوزی (ورسک) د نادر خوړ او نور ځينې ورکوچنی او لوی ځایونه هم پکښی کیندل شوی دی، د کاپیسا کیندنی په دوه برخو ویشل کیدای شی. یوه برخه د بودائی عبادت خانو او استوپه دغه کیندنی دی چه له ١٩٢۵ ع څخه راپه دی خوا په بگرام او پایتاوه او پهلوان غره په شاوخوا عبادتخانو کښی شوی دی (هغه څیرنی او سپردنی چه انگریزانو په پټه او بی اجازې یا پخپله او یا په خپلو نوکرانو په ۱۹ پیری کښی کړی دی، په دې برخه کښی نه حسابیږی) او بله برخه هغه کیندنی دی چه د بگرام د شاهی ښار په سیمه کی دننه له ۱۹۳۷ کال څخه وروسته شروع شوی او کرار پسې کيږې او لکه چه وروسته به څرګنده شی د دې فصل د مرام او مقصد د کتنی دپاره دغه هر یو ځای پوره اهمیت لری که څه هم د تاریخ په لحاظ لکه چه د مخه راغلل لومړی په بودائی عبادتخانو او استوپو کښی څیړنې شوی دی مگر هغه موضوع چه زمونږ تر کتنی لاندی ده داسی ایجابوی چه اول په لنډ ډول د بگرام د شاهی ښار د آثارو په باره کښی ولیکو او وروسته بیا بودائی شواهد او آثارو پلټو. 

په يوه خونه کښی د دریو مدنیتونو آثار: د مخه مو وویل چه د بگرام د شاهی ښار کیندنی په ۱۹۳۷ کال کښی شروع شوې په دغه کال کښې دېر مهم آثار راووتل مګر هغه آثار چه د ۱۹۳۸ کال په څلورو میاشتو کښې یعنی د (می له ۱۹ نه د اگست تر ۱۲) پوری مینده شول؛ هغه ډیر غوره او بهتر اثار وو. د ۱۹۳۷ کال د کيندنو نتیجه د پروفیسر هاکن له خوا په دوو ټوکونو کښی خپره شوی ده، د ۱۹۳۸ ع کال د آثارو په باره کښی د دغه پروفیسر له خوا يو کتلاک هم برابر شوی ؤ، مگر له بده مرغه د جنگ د راتلو او د مؤلف د مړینی په واسطه چاپ نشو په دی باره کښی موسیوهاکن یوه جامعه مقاله خپره کړی ده چه د تاریخ د ټولنى له خوا په پاړسو او فرانسوی ژبو هم نشر شوې ده. دغه مقاله په ۱۹۳۸ کال په Art Asiatique نومی مجله کښی او هم د هند او جاپان په نورو مجلو کښی خپره شوی ده. په دى کښى شک نشته چه صنعت په عامه معنی سره که ودانۍ او معمارۍ وی او که بوت سازی او هیکل جوړونې او که رنګین تصویرونه وی او که څه نور شیان په هر ځای، هر ملک او هره برخه کښی د ګنو محلی طرزونو له یو ځای کیدو او یا د ګاوندیانو او پردو سبکونو او ډولونو د نفوذ له کبله منځ ته راغلی دی د سترو کوشانیانو د واکمنۍ او امپراطورۍ په دوره کښی چه په هند او چینی ترکستان کی د آریانا د سرحدو لمن ډیره پراخه شوې وه د هغه بی مثاله امنیت په وجه چه هانیانو په چین کی او کوشایانو د تارم او پامیر او اکسوس او گنگا ترمنځ قائم کړی ؤ او رومنیانو د هغه لمن د روم د سمندر (بحرا لروم) تر غاړو پورې خپره کړې وه، او په دې وجه د دې ملکونو ترمنځ تجارتی چارو ښه ترقی کړې وه او ډیر نفیس قیمتی صنعتی سامان او نور ښایسته او زیات قیمته شیان به په آسیا کی د چین، آریانا، هند او د روم د امپراطورۍ د علاقو او سیمو ترمنځ وړل راوړل کیدل له دې کبله د کاپیسی په ښار (بگرام) کښی حتمی په یو یا دوو څنگ په څنگ کوتو کښی د گاونډیو ملکونو د مدنیت آثار په داسی ډول څنگ په څنگ ایښودل شوی وو، چه سرې به ورته هک و پک پاتی کیده دغه آثار په دری برخو ویشل شوی او د کاپیسا له د په یو ځايونه راغونډ شوی وو (۱) یونانی او د رومن آثار (۲) هندی آثار (۳) چینی آثار 

الف: کوم شیان چه په لويديځ پوری اړه لری او له يونان او روم د سمندر له غاړو او د روم د ستری واکمنۍ (امپراطورۍ) له اسیائی خاوری څخه دلته راغلی دی په وروسته ډول دی:

(۱) یو څه گچی مدالونه چه دپاسه پری د یونانی کیسو جلا جلا صحنی نقش شوی دی او یو نازک او ښکلی مخ لری

(۲) د مفرغووړی مجسمی چه مبدا او سرئی گریک او رومن ته رسیږی لکه (مراپيس هرکول) (هار پوکرات) او نور 

د (۳) ښیښولو ښی او نخچی گیلاسونه چه دپاسه پری د «گلادیاتوریانو» د جنگ ننداری او د نڅا او شراب خورۍ ځینی صحنی نقش شوی دی. 

ب، هغه آثار چه اصلی زیږنتون ئی هند دی دغه آثار د پیل له هډوکو نه جوړ شوی شیان دی چه په اصل کښی د گاڼو او نور سامان د صندوخچو ټوټی دی چه د زمانی په تیریدو ئی خپل ترکیبی شکل له منځه تللی او دوړو او لویو ټوټو په شکل پاتی دی ځینی ټوټی پکښی ۴۵ سانتی اوږدوالی لری، موسیوهاکن د عاج د دغو ټوټو په باب کی لیکی (۱): د بگرام د تیرو کلو کیندنو زمونز په لاس د پیل د هډوکی داسی لویی ټوټی راکړی دی چه د ځینو جگوالی ئی ۴۵ سانتیو ته رسیږی دا ټوټی د نمایشاتو د موضوع او اشکالوله مخی د زاړه هند د ځینو آبدو او په تیره بنیاد کاڼیزو عبادتخانو د داخلیدو د دروازو په نمونه او ډول دی لکه چه دغه نزدیوالی او مشابهت د عاج په لویو ټوټو کښې له جوړو شوو کمانونو او د هغو په منځ کښی د پیلانو له کتارونو څخه په ښه شان معلومیږی که له یوی خوا دغه راز مخصوصی ښکلاوی د میلاد تر مخه د لومړۍ پیړۍ په شاوخوا کښی د هندی گنگا د سیمی په لرغونو مگدو کښی د لوماس ریشی LomasRishi د سمڅی د دروازی سره د مقایسی خبره منځ ته را اچوې نو له بلی خوا ځینی نور خاصیتونه مونږ د ماتورا د ښار په لوری بیائی چه بطلیموس جغرافيه وال ورته د (ارباب انواعو ماتورا) ویلی ده او اوس (موترا) بلل کیږی دا ښار په متحده ولاياتو کښی د هند یو ستر ښار ؤ او د لويو کوشانيانو په زمانه په تیره د دوی د غښتلی او قوی پاچا کنیشکا په وخت کښی د هند يو لوی او ښایسته ښار گڼل کیده، کنيشکا د لومړۍ عیسوی پیړۍ په آخره برخه کښی او د دوهمی عیسوی پیړۍ په لومړۍ برخه کښی تیر شوی او د ده په وخت کښی هند د خپل مدنیت لوره درجو ته رسیدلی دی او په دغه وخت کښی ئی د لوړتيا يو ځلانده دوره ليدلی ده د دغو آثارو نورو اړه او غټ شيان لکه د ښځو د غړو او اندامونو چاغی او څورب والی او داسی نور دا ټول داسی شیان دی چه د ماتورا سیمی په ځینو هیکلونو کی چه له سوربخنی خټی نه جوړ شوی دی لیدل شوی دی لکه چه دغه راز مجسمی د «ماتورا» د لرغون پیژندنی په کرزن موزیم او د لکنهو په پروو نشنل موزیم کښی په زیاته اندازه ساتل شوی دی د بگرام د عاجو یوه بله ټوټه چه په دغی برخی پوری اړه لری او تورانا Torana نومی دروازه ښیی چه کاملا کلاسیکی شکل لری چه د «سازنشی» مرکزی هند او ماتهورا بڼه پکښی ښکاری مگر یو څه فرق سره لری او هغه دادی چه د بگرام نه راوتلی د عاجو د لوحی په ښایسته کولو کی دومره واړه واړه شیان په نظر کښی نیول شوی دی چه سړی ورته اریان پاتی کیږی په دی دول کیدای شی چه د عاج د هغو لويو او وړو ټوټو له مخی چه له بگرام نه راوتلی دی په کلاسیکی میدان کښی د مقايسى لمن پراخه کړو. 

ج هغه آثار چه په چین پوری اړه لری: د چینی آثارو نښانی په لومړی ځل په ۱۹۳۹ کال د بگرام په کیندنو کښی پیدا شوی چه له یو راز وړو کاسو او کوچنیو د بلو څخه عبارت دی. دغه کاسی او د بلی له دری برخو نه جوړ شوی دی. یوه برخه ئی لرګی دی چه اصلی د لوښورڅخه جوړ شوی او د ځمکی د نم له کبله بیخی درړیدلی دی دوهم شی ئی یوه فلزی کړی ده چه د کاسو په غاړو کښی اچول شوې ده، او دريم شی ئی «لاک» يا يو راز «کنډ» دی چه د لوښو په دننه او د باندی خواو پوری مږل شوی دی او په سره رنگ پکښی ځينی نقشونه هم شوی دی. دغه شیان که څه هم اصلااً ډیر ښکلی او نفيس وو. خو افسوس دی چه د ځمکی نم او د زمانی تیریدو له کاره ویستلی او خاورو خوړلی دی چه اوس د «لاک» د يو څو ټوټونه پرته نور څه لاس ته نه دی راغلی. موسیوهاکن د دغو دریو اړو آثارو له څیړنی او خصوصی مطالعی نه وروسته په خپله مقاله کښی داسی لیکی: هغه هر توکه آثار چه په ۱۹۳۹ ع ( ۱۳۱۸ ش ) کال له بگرام نه را ووتل په عمومی ډول دغه شیان دی: د یونان ګچی مدالونه، د ګریک او رومن یا د مصری اسکندریی د مفرغو لوښی د رومن د زمانی د کورنۍ د ضرورت وړ مخصوص لوښی، د عاجو هندی لوښی او چینی لاک شوى لوښی.

په دغو آثارو کښې په تاریخی لحاظ نا اشنا او حيرانوونکى تطبيقات کیدای شی او ویلای شو چه د دغو شيانو نيټه له اولی عیسوی پیړۍ نه تر دوهمی پیړۍ پوری رارسیږی. ښکاره خبره ده چه دغه زمانه د نړۍ د روابطو د پراختیا او د مالونو او شيانو د تبادلی دپاره ډیره ښه زمانه وه او کاپیسا د خپل غوره جغرافیائی موقعیت په وجه له دغې زمانی نه ښه فايده اخستله. دا خبره به بی ځایه نه وی که ووایو چه په لومړۍ عیسوی پیړۍ کښی د رومن ستر واکمنۍ تر شامه پورې يوه زیر دسته سر له او آرامی ټینګه کړی وه او د کاروانی لارو په سر پرتو ښارونو «پلمیر Palmyre او- دورا Doura کښی ئې داسی غښتلی انتظامی قوه اچولی وه چه هم به ئی د لاروامن ساته او هم به ئی د سوداگرۍ د مالونو د وړور اوړو څار نه کوله. په دغه وخت کښې د روما واکمنی د پارتيانو تر لری مملکت پوری رسیدلی وه. لکه چه (اگوست) نومی ستر واکمن چه تر میلاد وروسته ئی د۶٣ او ١۴ کلو ترمنځ پاچائی کوله د څلورم فرهاتس Phraates یو زوی او رودس Orodes د پارتيا پر تخت کښیناوه او ده د روما د امپراطورۍ سره د تابعداری لار چلوله په دغه ترتیب د اگوست د پاچائی زمانه په ختیز کښی د رومن د دولت د سیاست فتح ښکاره کوی (تر میلاد وروسته د ۹ کال شاوخوا) په دغه زمانه کښی چه پارت دولت د روما د امپراطورۍ د سیاسی نفوذ لاندی راغلی و کوشانیانو په افغانستان او د هند په یوه برخه کښی د یوی لویی امپراطورۍ په جوړولو او ټینگولو لاس پوری کړ او یو داسی غښتلی او قوی دولت ئی جوړ کړ چه دری پیړۍ د غرب، هند او چین ترمنځ د ارتباط لویه وسیله او سبب ؤ – د کوشانی سلسلی موسس کوجولاکدفیزس چه د ده سکی د بگرام له نورو شیانو سره یو ځای راوتلی دی د ځان دپاره د ستر واکمن «شهنشاه» (مهاراجا، ساراجا، راجاسا) لقب غوره کړ، دغه شان ئی د اسمان د زوی په معنی یو نوی لقب «دواپترا» چه تر هغه وخت پوری ئی د هند په تشریفاتو کښی مثال نه ؤ هم پر ځان باندی کیښود دغه نوی لقب د چین د امپراطورانو زوړ کلاسیکی لقب ؤ چه کوشانیانو پر هند باندی د خپل سلطنت په وخت کښی تینګ وساته د سیتی قبیلو یو مشر چه بو یونانی سلطنت ئی له منځه لری کړی او چینی او ترکی لقبونه ئی غوره کړی وو، د خپلی پاچائې په وروستۍ دوره کښی د رومن د ستر واکمنانو په تقلید هم لاس پوری کړ. لکه چه د ده وروستی سکی د (دناریو) د سکو له مخی تقلید او ضرب شوی دی چه په سانکریت کښی (دینارا) بلل کیږی، د (د ناریو) سکی ستر واکمن (اگوست) د خپل سلطنت په وروستیو وختو کښی د (۴ ق م او ۲ ب م) کلو ترمنځ وهلی دی. دا نزدیوالی چه په خپله هم ښکار او څرگند دی په بگرام کی د نوو پیدا شوو آثارو له مخی پوره حقیقت پیدا کوی. 

په چین کښی: دغه زمانه په ختیزو خوا کښی چین هم بوداسی وضعیت درلود چه د هغو مالونو دوړو راوړلو دپاره ئې لاره برابره او مساعده کړی وه چه د مخه مو ياد کړل د (تسن کی هوانگ تی) نومی ستر واکمن له مړینی څخه څو کاله وروسته د شوکمارانو اولار ویونکو یو مشر د (هان) کورنۍ منځ ته راوستله چه د «سیلون لوی) د وینا له مخی یی د چین له یووالی نه ګټه واخستله او د نړۍ یو لوی غښتلی دولت ئې جوړ کړ، بيا وروسته د دغې سلسلې (Wao) نومی ستر واکمن چه د (١۴٠ او ۸۷ ق م) ترمنځ ئی حکومت کاوه چانگ کین (Tchang-kien) نومی مشهور ګرځندوی ئی د غرب خواته واستاوه او په چین باندی ئې د نوی دوری دروازه بیرته کړه. یوه پیړۍ وروسته چين ورو ورو د خپلی امپراطورۍ لمنې د هند سرحدونو ته ورسولی، د مثال په ډول باید ووایو چه چین د ق م په دوهم کال د کوشانیانو د ستر واکمن دربار ته يو استاځی او نماینده استولی ؤ چه نوم ئی (Po-Che-ti-tseu Kong) ؤ دا عصر چه د یوی بختوری اقتصادی دوری او سیاسی قرارۍ او آرامۍ زمانه کښل کیږی د دریمی عیسوی پیړۍ له نیمائی نه هم را تیره شوی ده ځکه چه په دغه زمانه کی چه یاده شوه د روم دولت د سختوالو ګولو په پنجه کښی ګیر شو او د (والرین Valerien) او «گالی ین Gellien» په زمانه کښی تر میلاد وروسته له٢۵٣نه تر ۲۶۸ پوری) ورباندې سخت بحرانونه او طوفانونه راغلی دی لکه چه د دغه یو مثال له مخې چه «والرین» د ساسانیانو د اول شاه پور په لاس تر میلاد وروسته په (٢۶٠ ب م ) کال کښی بندی شوی ؤ؛ په ښه شان معلومیږی چه د روم امپراطوری څومره ضعیفه شوی او د مشکلاتو سره مخامخ شوی وه. د شرق پر خوا په چین کښی هم د دوهمی عیسوی پیړۍ له وروستۍ برخی نه د ځوړتيا او ضعف دوره شروع شوه او تر میلاد وروسته په ١٨۴ کال کښی ده زیر  خواوه جنبش او حرکت په نامه په (چه لی Tche - li)او(هونان Honan) کښی د عام اولس یو انقلاب جوړ شو که څه هم د دغه بغاوت اور- ووژلی شو ولی بیا وروسته بل بغاوت پیښ شو او د انقلاب مشرانو د مملکت د اداری وآګی په لاس نیولی «تساوپی Tesao-pei) د هنیانو کورنۍ له منځه وويستله او یوه بله پاچائی کورنۍ میدان ته راغله که څه هم دی کورنۍ له ۲۲۰ څخه تر ٢۶۵م پوری پاچائی وکوله خو آخر چین بيا ګدوډ او ټوټی شو. باید یاد ولرو چه د کوشانی امپراطوری ودانی او لوړتيا د شرق او غرب په تجارتی وضعیت پوری تړلی وه د طلا وو د ذخبرو له ناڅاپی راتگ او دیر بدلو او د رومن د (ایوروس) د سکو د تقلید له مخی د (هندو سیتیانو) یعنی د کوشانی پاچایانو د رول اهمیت او د تجارتی مالونو د تیریدونه د دوی د فایدی اخستلو اندازه په ښه شان معلومیږی دریمه پیړۍ چه د پورته بیان له مخی د روم او چین د دولتونو دپاره يوه بدمرغه پيړۍ وه د کوشانيانو د ځوړتيا د دورې شروع هم بلل کیږی. د دوهم هرمزد سره واده، د شاپور په جنگ کښې له خپلو پيلانو سره د کوشانی گرومپاتس(Grumpates) برخه اخستل او په (٣۵٩م) کښی د رومیانو ماتی کول دا ټول دلیلونه دا خبره څرگندوی چه کوشانیان د خپلی ځوړتيا او ضعف په وخت کښې د ساسانیانو د نفوذ لاندی راغلی وو. د بگرام د کیندنو په وخت کی چه د ځمکی په مخ د نورو شیانو سره یو ځای کومی سکی راوتلی دی، یوه هم د «واسودو Vasudeva» د (۲۲۰ ب م) نه راوروسته نه ده، د دریمې پیړۍ په آخر کښی چه يفتليانو د اکسوس نه هغی خواته ځمکی ونیولی او د دی نوی پیښی په مقابل کښې د کوشانيانو زور او عظمت، مخ په ځوړ روان شو. د بگرام پاټنو او سپردنو دا خبره ښکاره کړی ده کومی ودانۍ چه په ښکاره د کوشانيانو د اشغال تر دوری وروسته معلومیږی هغه د نوی شاهی ښار د خرابو د پاسه جوړی شوی دی.

کومه پاټنه چه موسيو «ژاک مونيه» په ۱۹۳۸ کال کښی وکړه؛ د هغی په اثر د یوی تینگی او پخی ودانۍ ځای او موقعیت څرگند شوی دی. د دی ودانۍ په ګوتونو کښی څلور برجونه لیدل کیږی چه تا دوونه ئی د هغو کو ټوله تا دوونو څخه چه په ۱۹۳۷ او ۱۹۳۹ کلونو کی ورځنی غربی او هندی شیان راوتلی دی دیر اوچت او پورته دی، په دغه ځای کښی باید ووایو چه یوه یفتلی سکه چه د غرجستان د پاچا څيره بری پرته ده په دغه ځای کښی اتیا متره ژوره میندل شوی ده حال دادی چه د (گندو فارس) (کجولاکدفیزس) او (کنيشکا) سکی له لويو خونو څخه د نورو شيانو سره یو ځای راوتلی دی چه ژوروالی ئی د دوو مترو او دوه څلويښتو مترو او شپيتو سانتیو ترمنځ دی. نو داسی معلومیږی چه د (کاپیسی Kapisi) نومی ښار یعنی اوسنی بگرام چه په ۵ عیسوی پیړۍ کښی خراب شوی ؤ ښائی چه د یفتليانو له خوا نیول شوی وی. مگر کوشانیانو پخوا تر دې چه له منځه ولاړ شی، له دی کبله چه د بودائی دیانت ساتونکی وو، د خپلی توجه او تشویق په سبب یو داسی نوی صنعت منځ ته راوویست چه د غرب او هند نفوذ پکښی لیدل کیږی دا نوی صنعتی سبک او ډول له دی کبله چه د (بوديزم) د افکارو د مظاهراتو څرګندوی ؤ نو ښه وده ئی وکړه او مخ پر وړاندی ولاړ. د بگرام له نويو سپړدو څخه په پخو دليلونو او نښانو دا خبره ثابتیږی چه لرغونی کاپیسا یعنی د کوهدامن او کوهستان سیمه په افغانستان کښی د گریک بوديک د صنعت مرکز او سر چینه ګڼل کیږی. 

بودائی مرکزونه: لکه چه څو پاڼی د مخه مو وویل د بگرام د نوی ښار له کیندنو څخه د کاپیسا مهم  مرکزیت او هغه مدنیتونه چه په دغه ځای کښی سره ګډ شوی وو په ښه شان څرگند شول اوس غواړو دا خبره ښکاره کړو چه په کاپیسا کی د بودائی نقطی نظره څخه هغه صنعت چه د دغه دیانت د مفکوری څرگند وونکی ؤ په څه ډول او څه شکل ځان ښکاره کړی دی؟ د چینی ګرځندوی هیوان تسنگ له وینا معلومیږی چه د اوومی عیسوی پیړۍ په اوله برخه کی د کاپیسا په سیمه کې له سلو څخه زیاتی عبادتخانی وې د دغو عبادتخانو ځايونه تر اوسه نه دی څرگند شوی او بی له دری څلورو ځايونه نوری کیدنې نه دی شوې. 

مگر هر کله چه د یوی سیمی استوپی او معبدونه په عام طور یو راز وو نو کوم آثار او نښانی چه لاس ته راغلی دی. له هغو څخه تر ډیره حده پوری د کاپیسا د هیکل جوړونو د صنعت د مدرسې سبک معلوميداى شی، تر اوسه پوری د بودائې آثارو په برخه کښی د پهلوان د غره په غربی لمنه کښې دوه درې ځایه کیندنی شوې دی. دا کيندنی موسیو برتو په ١٩٢۵ کال کښی کړی دی. د دغه غره په شمالی لمنه کښی د «موسیوهاکن» تر مشرۍ لاندی د موسبو مونيه له خوا هم د «شترک» په ورسک او «نادر خوړ» کښې ځینی کیندنی شوی دی. چه راوتلی آثار ئې د کابل د موزی د «شترک» په خونه کښې پراته دی مگر کوم کتاب چه په دغه باره کښې ليکل شوى ؤ، د لوی جنگ د راتلو او د موسیوهاکن د مړينې له کبله تر اوسه پوری چاپ نه کړی شو. يواځې د موسیوهاکن د یوی مقالی لنډیز چه په دغه باره کې خپره شوې ده دلته راوړل کیږی. د فرانسی د کیندئی هیئت چه تر هر ځای د مخه ئی د کاپیسا په کوم ځای کښې کیندنې کړی دی، هغه (پايتاوه) نوميږې ، د دغه ځای په باره کښې دوی خپلی نظریې هم ښکاره کړی دی. دا ځای دچاریکار و په سویلی ختیزه (جنوب شرق) خوا کښې لس کیلومتره لیری او د بگرام د سویلی خوا په ۷ کیلومترۍ کښی پروت دی، د موسیوهاکن په نظریه دا ځای د هغه ښار په شمالی څنگ کښې پروت ؤ، چه هیوان تسنگ د (سی – پی – تو – فا – لاس) Si-pi-to-fa-la-sse په نامه ياد کړي دی او خرابی ئی د څو غونډيو په شکل د یوی ودانې او سمسوری ځمکی په منځ کښې او چتی ښکاری، موسیوهاکن د ( ١٩٢۴) کال په ژمی کښې د دغه بودائې نمزدک (معبد) په کیندنو لاس پوری کړ. کوم مهم شی چه له دغه ځایه راووت: د بودا. یوراز مجسمه وه چه (لوبه خارقه) بودا بلل کیده پخپله مجسمه د سليت له ډبری نه جوړه شوی ده او تر اوسه پرې د طلا پانې لګېدلی ښکاری.

موسیوهاکن وائی چه د مجسمو دپاسه د سرو او سپینو زرو د پاڼو نښلول چه په شوق کښې د یونانیانو یادگار دی او په روم کښې ئی هم رواج درلود، یو نوی او تازه دود دی او ویلای شو چه دا دود د هغې سولې او امن په سيورې کښې باختر ته وارسیدلی دی چه د فلاوینيانو ( Flaviens ) په زمانه ( ٩۶ - ۶۹ م ) کی د رومنيانو او پارتيانو ترمنځ موجود ؤ، او بيا وروسته دغه دود کاپیسا ته راغلی دی له بلی خوا پخپله د هیکل نه معلومیږی چه د ځوړتيا د دوری محصول دی. ځکه سر ئې ډیر لوی دی او د بدن د جگوالی په پنځمه برخه دی. حال دادی چه د هډی د ډیری بی خونده مجسمی د سر تناسب د بدن د شپږمی برخی له اندازی نه وتلی نه دی د یونان د هیکل جوړوونکی پولی کلت (Palyclite) د مدرسی اندازه ۱-۷ او د لی سب (Lysippe ) د مدرسی اندازه ۱- ۸ وه په دغه مجسمه کښې لاسونه ډیرغت شوی او د بدن نزاکت او نازکی له مخه تللې ده نو د دغی مجسمی تاریخ څلورمی یا دریمی عیسوی پیړۍ ته منسوبیږی موسیوهاکن د هډی او کاپیسا له مدرسی سره د دغی مجسمی په مقایسه کښې وائی: «د پايتاوى د دغی مجسمی ښکاره معلومیږی هغه وخت چه د شیست له دری نه د هیکل جوړونی صنعت په کاپیسا کښې مخ په ځوړتيا روان ؤ، د هډی استادانو ژوندی او شکلی آثار جوړول». 

دی ته هم پام کول پکار دی چه د کاپیسا د بودائې صنعت په نمونو کښی (لوی خارقه) هیکل یو ځانله خصوصیت لری او نموئی ئې له نورو ځایو څخه لکه بگرام هم پیدا شوی دی.

یو بل اثر چه له پایتاوی نه راوتلی دی او دلته کی یادونه بی ځایه نه ده هغه يوه لوحه ده چه په اصل کښې د کومی مجسمی (پایه= دا برخه ونه لوستل شول) ښکاری. د دغی لوحی په یوه مخ باندی څو ته کوشانیان په خپلو جامو کښی د بودیس اتو (Maitreya ميتريا) نه چاپير ښودل شوی دی. دغه هغه کوشانیان دی چه بودائی دين ئی منلی دی او په ډیر شوق او په د (بودیس اتوا) نه چاپیره ولاړ دی. 

په يوه بله لوحه کښې چه موسیو برتو په ۱۹۲۵ کال له بگرامه راویستلی ده او په دریم عیسوی قرن پوری اړه لری یو (بودیس اتوا) په داسی حال کښې لیدل کیږی چه د (اندرا) او (برهما) هر کلی کوی. پدغه لوحه کښی د سانسکریت په ژبه او خروشتی رسم الخط يوه ليکنه هم شته دی چه ځینی توری ئې د مرکزی آسیا د (نیا Niya ) له لیک سره مشابهت لری چه پروفیسر (لیودر Luder ) ئې د دريمی عیسوۍ پیرۍ لیک بولی. په کابل او د کابل په شاوخوا کښی لکه شیوه کی او کمری چه د کابل د ښار د جنوب شرق په اوه يا اته کیلومتری کی دی دغه شان د کابل په شاوخوا غرونو او غونډیو کی لکه د علی آباد (لمنه) د خزانی غونډۍ د زیره غونډۍ د شیر دروازی د غره لمنه، د مرنجان او پنجه شاه غونډۍ په دغو ټولو ځايونو کښې بودائې عبادتخانی او استوپی موجودی دی او له ځينو څخه ئی یو څه آثار هم راوتلی دی مگر لکه چه موسیو فوشه وائې کابل د بودیزم او د هغه صنعتی آثارو په لحاظ دومره اهمیت نه درلود او د کاپیسا د دوهمی درجی ښار په کتار کښی حسابیده چه له دغه کبله د هیوان تسنگ په لاره کښې نه دی راغلی. اوس چه د کاپيسا له خصوصی کتنی څخه وزگار شو نو په عمومی ډول ویلای شو چه د گریکوبودیک صنعت په باختر کی زیږیدلی وی او که په گندهارا کښې خو په کاپيسا کښی ئی ښه پالنه او روزنه موندلی ده او د کوشانی امپراطورۍ د دوبی د پایتخت هیکل سازانو د دغی مدرسی په عامولو کښې زیاته برخه اخیستی ده. او د دی سیمی د هیکل جوړونی زیات آثار په دریمه، څلورمه او پنځمه عیسوی پیړیو کښی جوړ شوی دی. 

د شترک نمزدک (معبد): پخوا مو ورته اشاره وکړه چه د پهلوان د غره نه گرد چاپیره چه د بگرام د شاهی ښار د خرابو د شرقی خوا په دری کیلومترۍ کښي يو څو بودائی عبادتخانی جوړی شوی وی، چه یوه ئی د شترک د وربوز عبادتخانه وه چه د پنجشیر د سیند په غاړه ودانه وه په دغه ځای کښی (موسیو مونیه) د «موسیوهاکن» تر مشرۍ لاندی پلټی او سپردنی کړی دی.

پروفیسرهاکن په دغه ځای کښی د فرانسوی هیئت د کیندنو د کارو بار په باره کښی چه د ١٩٣۶ کال له سپتامبر څخه د ۱۹۳۷ تر اگست پوری شوی دی؛ یوه مقاله لیکلې ده چه د ١٣١۶ کال په کالنۍ کښی خپره شوی ده، مونږ دلته د شترک د نمزدک په باره کښی له دغى مقالی څخه د ده د نظر یو لنډیز را اخلو:

هر کله چه په دغه مذهبی ودانۍ کښی څو څو ځله لاس وهل شوی دی نو ځکه ئی اصلی شکل ګډوډ شوی دی تر ټولو زړه برخه ئې (دغی برخی که څه هم لاس خوړلی ؤ) هغه څلور ګوټیزه احاطه وه چه په مخ کښی ئی یوه لویه استوپه موجوده وه دغه انګړ په شرقی خوا کښې له یوه بل انگړ سره لګيدلی ؤ او نوری ودانۍ ئی سویلی (جنوب) او سويل لمر لويده (جنوب غرب) خواته پرتی دی. ستره استوپه د نورو مجسمو او لوحو سره ښايسته شوی وه داسی معلومیږی چه صنعتگرانو په پخپله د دغه ځای د سلیت په کاڼو کښی مجسمی توږلی او جوړولی. لکه چه په دغه ځایکښی د هیکل سازۍ د یوی آلی او نیم کاره لوحی وجود دغه د مخنۍ نظریه ټینګوی. دغلته د سلیتی دیرو په شیانو باندی سر بیره د خټی او چونی آثار هم لاس ته راغلی دی د کیندنی په وخت کښی د ودانۍ په دیوالو باندی د زړو آثارو یو څو ټوټی اوس هم په خپل ځای پاتی شوی دی. په دغو ټوټو کښی يوه ډیره په زړه پوری لوحه شته دی، چه په هغی کښی برهمنی راهبان، د دوی مریدان او (دواتايان) يا واړه خدایان (فرعی ارباب انواع) د بودا د نمانځنی په حال کښی لیدل کیږی.

امکان لری چه دغه برهمنی راهبان د (کاسیاپا Kasyapa دری ورونه او د دوی دری تنه مریدان وی د دغې لو حی د پاسه دوه تنه بسپنه ورکوونکی هم ښکاری چه د کوشانی عصر رواجی جامی ئی په غاړه کښی دی. له دغه ځای نه ډیری ډبرینی مجسمی او لوحی راوتلی دی په یوه بله لوحه کښی (متریا) د یو کمان لاندی پرلتۍ (پلتۍ - چهارزانو) وهلی ده او د کمان دواړ رخو او ته دوه نور (بودیس اتوایان) لیدل کیږی د صحنی د دواړو خواؤ په آخری څنډه کښی (دوارابالا) یا جګړه ماران ښکاری، که چیری دا لوحه د (وی wei) د زمانی له چینی صحنی سره چه په پنځمی عیسوی پیړۍ پورې اړه لری مقایسه کړی شی نو سمدستی معلومیږی چه د (وی) په زمانه کښی د چین بودائی صنعت تر کومی اندازې د گريکو بوديک د صنعت د مذهبی موضوعاتو تر نفوذ لاندې راغلی ؤ، د پايتاوې نه په راوتلو هيکلونو کښی چه د اندامو او د بې تناسبۍ له کبله د صنعت کوم تنزل و لیدای شو، هغه د شترک په هيکلونو کښی هم لیدل کیږی. په هغه لوحه کښی چه یو برهمنی ځوان له بودا (دیپان کارا) سره ملاقات کوی، د بودا د هیکل اوږې ډبری پلنی او لاسونه ئی ډبرپیر او غټ ښکاری. 

باميان: د مخه مو وویل د هډی د آثارو او عبادتخانو په جوړیدو سره د گریکو بوديک صنعت په دریمه عیسوی پیړي کښی د ودې او ترقۍ پړاوونه ووهل په تبره د ګچی هيکلونو به جوړولو او د هغو د قالبونو په تیارولو کی ئی ښه نوم وویست. د هډې آثار د اسيا د ځینو شرقی برخو له آثارو سره چه د یونانی صنعت له نفوذ لاندی راغلی وو، دیر مشابه وو. د بامیان لرغونو آثارو که څه هم د ګندهارا سره ئی تړون درلود، مگر له يوې خوا ئی د مرکزی اسیا سره او له بلی خوا ئی د ایرانی صنعت له ځینو شیانو سره هم ورته والی او شباهت ښکار کاوه یعنی د ساسانی عصر له جامو او ښایسته کاریو سره ئی شباهت درلود او د اد لرغونی افغانستان د صنعت هغه ښاخ دی چه پوهانو د (ایرانو بوديک ) يا د «کوشانی ساسانی» طرز او ډول په نامه یاد کړی دی، بامیان د کابل د شمال غرب بر خوا (٢۴٢) کیلومتره لری د هندوکش په مرکز کې له ډیرو پخوانو زمانو څخه د قافلو او کاروانونو د تلو راتلو د لارې په سر پروت دی بامیان د بلخ او پوراشاپورا (پیښور) د لارې نیمائی برید دی په بودائی عالم کښی د بامیانو لومړنی اهمیت د هغه لوی طبیعی دیوال له

کبله دی، چه په هغه کښی هیکلونه، بوتان او سمڅی جوړی شوی او کیندل شوی دی. 

د همدغه طبیعی برابر او مساعد وضعیت له کبله په هند کښی (نا) او (ایورا) او په چین کښی (ین کنگ  Ien keng) او (لانگ من) شهرت موندلی دی ځکه که چیری د بامیانو دیوال دغو مره لوړ، لوی او ښایسته مخ نه درلودای، دغه ټول ښکلی بدیعی صنعت به هم منځ ته نه وای راغلی. بامیان په ۶٣١ عیسوی کال څخه راهیسته چه چینی گرځندوی هیوان تسنگ ورباندی را تېر شوی دی یعنی نزدی د (۱۳۱۰ ) کلونو نه را په دې خوا د ګرځندویو په سیاحت نامو کښی راغلی دی. مونږ د سيلانيانو له گرځيدو او ليکنو سره څه کار نه لرو مگر لومړی د دغی سیمی د نوم په پاره کښې څه وايو او بیا د چینی گرځندویو له لیکنو څخه په لنډ ډول يو څه خبړی را اخلو تر څوچه د دغی مشهورې دری وضعیت د پخوانیو سيلانيانو د ليدنو کتنو له مخی چه یو څه آثار ئی پری ایښی دی یو څه قدر روښانه شی بیا په د دغه ځای په صنعتی مدرسه او طریقه او ډول باندی هم څه رڼا واچوو – د بامیانو نوم په پهلوی بنداهش کښی (بامیکان) دى او ارمنی مؤرخ، (مو ئيز دوخورئين) هم دا ټوټه، په دغه نامه ياده کړی ده په چینی مأخذونو او ادبیاتو کښی بامیان په جلا جلا نومو او ډولو ذکر شوی دی.

چینیانو په پنځمه مسیحی پیړۍ کښې دغه ځای د (فان - یانگ Fan-yang) په نامه یاد کړی دی او د (فان - ین Fan-Yen)، (وانگ - ين) او (بانگ - ین) په نوموئی هم راوړی دی - دغه هر یو نوم له اوسنی نامه (بام - یان) سره نزدیوالی لری. هیوان - تسنگ په خپلو ليکنو کښی دغه مشهوره دره (فان - ين - نا) بللی ده، دی په (سی - یو - کی SY-iu-Ki ) یعنی د غربی ملکونو په یادگار کښی د بامیانو په باب داسی لیکی  د (فان - ین - نا) دره له ختيځ نه مخ پر لويديځ له دوه زره لی نه زيانه اوږده ده او له شمال نه مخ په سویل ۳۰۰ لی پلنه ده، دا دره د واورونه په ډکو غرونو کښی دننه ننوتلی ده اوسیدونکی ئی له غرنیو ناوو نواو ځايونو څخه فایده اخلی په ښارونو کښی د دغو ځایو په پیداوار ژوند کوی، پایتخت یی د دری په منځ کښی د تیږو د یوه دیوال په خوا کښی دی اوږدوالی ئی له ۶ نه تر ۷ (لی) پوری دی او مخ په شمال د غره مورگی   ته ورښکته شوی دی زراعتی پیداوار ئی د ژمی غنم دی مگر گل او میوه پکښی لږه ده، د څارویو د ساتنی د پاره ښه ځای دی لکه چه زیات پسونه او اسونه پکښی ساتل کیږی هوا ئی ډیره سړه او خلک ئی زيږه او کلک دی. 

د څارویو بوتکی او پیړی وړینی جامې اغوندی. چه پخپله ورځنی جامی جوړوی. لیک دود (رسم الخط)، عقیدی او سکی ئی د ( تو- هو - لو ) یعنی د (تخارستان) په شان دی. که څه هم ژبه ئی د تخارستان له خلکو نه څه قدر بيله ده مگر سره د دی هم د خبرو ډول او طريقه ئی يو له بله سمون خوری، د دغی درى خلک پخپلو عقيدو کښى پاک او سپیڅلی دی، ټگی او غلطی نلری او په دی برخه کښی په خپلو گاونډیانو باندی پورته دی په دغه دره کښی څو زره سمڅی او څو زره راهبان اوسی او ټول د تشو - شو - شو Tshou Che-Chcu (لوکاتاراوادن Lokattaravadin) د  لاری او طریقی تابع دی. دې پر گنی او فرقی ته مثبتیه  یا (هنایانا) هم وائی د شاهی ښار په شمال شرق کی د غره اړخ ته د بودا يوه ډبربنه مجسمه ولاړه ده چه جگوالی ئی تر ١۴٠ یا ١۵٠ قدمونو پوری رسیږی د دی مجسمی طلائی رنگ او قیمتی گانه له ورایه ځلیږی د دې جمسمی ختیزی خواته په یوه سمڅ کښی د دی دری د یوه پخوانی پاچا له خوا یوه ودانه شوی عبادتخانه هم شته د دغی عبادتخانی ختیزی خواته د بودا ساکیامونی یوه ولاړه مجسمه ښکاری چه نزدی سل گامه جگه ده د دغه کالبوت بدن د وړیدلی دی او بیا وروسته د نورو ټوټو په لگولو پوره مجسمه تياره شوی ده. د شاهی ښار په شرقی خوا کښی دوه یا دری (لی) بيرته د يوه معبد تر څنگه د بودا کالبوت په (نیروانا) یعنی قبر کښی ایښودل شوی دی د دې کالبوت اوږدوالی نزدی زر گامه دی په دې عبادتخانه کی د درې پا چا د (Wautcho ووتچو) په نامه يوه لویه ټولنه جوړوی او په هغی کښی د بودا په نامه ټول پاچاهی مالونه او جواهر تر دی چه د خپل اولاد، ښځی او د خپل ځان مالونه هم قرباوی په آخر کښی وزیران دولتی مامورین او د شاهی کورنۍ خلک هغه مالونه او له روحانيونه بیرته اخلی او سلطنتی خزانی ته ئی سپاری د (هیوان تسنگ) د ژوندانه په کتاب کښی ځینی نوری خبری او نکتی هم شته چه په (سی – یوکی) یعنی (د غربی ملکونو په یادگار کښی) نه دی راغلی. دغه کتاب لیکلی دی چه په بامیانو کښی لس عبادتخانی وی او په زرگونو راهبان پکښی اوسیدل د فان ین یعنی د بامیانو پاچا د قانون د استاد هیوان تسنگ مخی ته راوتلی ؤ. 

ده ته ئی په شاهی مانۍ کښی د پاتی کیدو بلنه ورکړه هغه هم ومنله او پنځه ورځى ئې د غلته تیری کړی. چینی گرځندوی په بامیانو کښی زمونږ د هيواد له دوو لویو عالمانو سره هم ليدنه کتنه کړی ده چه یو ئی (آر یاداسا Aryadasa) او بل ئی (آریاسنا Aryasena) نوميد هیوان تسنگ په خپله چینی لهجه کښی دغه عالمان (آ- لی - یو - توسو) او (آلی - یو ، سو، نا) په نومو ياد کړی دی هغه وروستنی چینی گرځندوی چه د ۷۲۷ مسیحی کال په شاو خوا کښی بامیانو ته راغلی دی (هوی تچه ارHauei -Tcheao نومیده دی اصلاً د کوریا د شبه جزیری ؤ او (د هند د سفر د قصی) په نامه ئی یوه سفرنامه لیکلی ده د دغی سفرنامی یو نقل (توئن هو انگ Touch-Heuang) په یوه سمڅ کښی موندلی ؤ هغه برخه چه د بامیانو مربوطه وه دلته بیانیږی هر کله چه له (سی - یو) یعنی د کابل د درې نه چه سړی د شمال پرخوا روان شی نو په اوو ورځو کښی د فان ين Fan yin یعنی بامیانو دری ته رسیږی د بامیانو پاچا (هو Hou) نومیږی،چه د کوم بل مملکت د لاس لاندی نه دی دا پاچا ډیر قوی او غښتلی پیاده او سپاره عسکر لری نور ملکونه پری د حملی کولو جرات نشی کولای د دی سیمی خلک تارين کمسيونه، پوستین او د برکی کالی اغوندی دلته پسونه، اسونه او سپښين شيان پيدا کیږی په میوو کښی یواځی انگور پکښی ډیر دی واوره پکښی ډیره او هوائی سره ده پاچا، د قوم مشران او ټول وگړی د(دری جواهرو) پیرو او منونکی دی.

عبادت خانی او راهبان پکښې زیات دی دوی د تصوف او مثبتی طریقی تابع دی د سی - یو (کابل) په دره او نورو ځایو کښی خلک ږیری او د سر ویښتان خریې د دوی عادتونه په لږ توپیر د کاپیسا یعنی د کوهستان او کوهدامن له سیمی سره مشابه دی د دی دری ژبه د نورو درو له ژبو څخه بیله ده د بامیانو له دری نه چه سړی د شمال پرخوا ولاړ شې نو په شلو ورځو کښی (تو، هو، لو) یعنی تخارستان ته رسیږی. 

د چینی گرځندویو د لیکنو څخه چه په لنډ ډول بيان شوې د باميانو د عبادتخانو، عالمانو او د دغی لرغونی سیمی د اهمیت په باره کښی روښانه، مفکوری منځ ته راځی او دلته داسی ډیر آثار او نښی نښانی پاتی دی چه د هیکل جورونی، نقاشۍ او معماری په فنونو کښې د دغه ځای د خلکو پوهه او لیاقت ښکاره کوی او د نړی سیلانیان ئی په تعجب کښی اچولی دی، د بامیانو حیرانوونکی آثار هغه دوه اوی بوتان دی چه یو ۳۵ متره جگ او بل ۵۳ متره جگ دی و چاپیره تری عبادت خانی پرتی دی د تاریخ له مخی د۵٣ متره بوت اودور سره نزدی سمڅو څخه د ٣۵ متره بوت اودورسره نزدی سمڅو نېټه ډیره پخوانۍ ده چینی گرځندوی هیوان تسنگ وائی چه دغه لرغونی مجسمه د مملکت یو پخوانی پاچا جوړه کړی وه د بامیانو لرغونی او زړی سمڅی د ۳۵ متره بوت سره نزدی د یوه کمر او دیوال په بیخ کښی د هغو ډبرو لاندی ښکاری چه له پورتنو سمڅو څخه رالویدلی دی موسیوهاکن په ۱۹۳۰ کال په دغو سمڅو کښی یوه سمڅ کیندلی وه چه د بامیانو په باب کی په نشر شویو آثارو کښی د (G) سمڅی په نامه یادیږی دغه سمڅه په دغه دره کی هرو مرو تر اسلام د مخه د پور ته اړخونو نه د تیږو د راغورځیدو په وجه خرابه شوی ده مگر پر ديوالو او نیمائی چت ئی د نورو سمڅو پر خلاف ځینی تصویرونه روغ پا تی دی. 

د دی سمڅی په ترکیبونو کښی د نقاشی او هیکل سازۍ دواړه اصول گډ شوی دی، پوهو استادانو او صنعت کارانو د دی سمڅی د ښائسته کولو نقشه داسی جوړه کړی وه چه له اصلی نقاشۍ او تصویرونه پرته پکښی زیاتی ښائسته کارۍ چانشوی بیلولای، دا( طرز د اگوست) په زمانه په  روم کښی معمول ؤ په (G) سمڅه کښی د گندهارا د استاذانو او د هډی د مدرسی نفوذ هم ښکاره معلومیږی د بودا مجسمی او د نورو فرعی ارباب انواعو بوتونه ټول د گندهارا د مدرسی په دود جوړ شوی دی، د ویښتانو په تیارولو کښی یونانی لاره نیول شوی ده، موسیوهاکن بیله کوم شکه د دغی سمڅی د هیکلونو او زبر دستو تصویرونو اونقشونو تاریخ په دریمی عیسوی پیړۍ پورې مربوط بولی، دا خبره هم باید په زړه ولرو چه د ساسانیانو د صنعت تاثیر هم د نوشیران د لور په واسطه په وروستیو پیړیو کښی بامیانو ته راغلی دی دغه تاثیر او اغیزه د (C) او (D) په سمڅو کښی او دغه شان د ککرک د دری په سمڅو کښی لیدل کیږی مگر د (G) سمڅه د ساسانی صنائعو له تاثیر څخه بیخی پاکه ده ځکه چه ساسانی صنعت په څلورمه او پنځمه عیسوی پیړیو کښی په دغو ځمکو کی راښکاره شوی دی او د(G) سمڅه لکه چه د مخه مووویل په دریمی پیړۍ پورې اړه لری هر کله چه بامیان د یوې داسی لارې په سر پروت و چه له یوی خوائی باختر د سند له سیمی سره لگولی و او له بلی خوائی د کابل او کاپیسا سیمه د هیبک، بلخ او واخان په لارو له مرکزی اسیا سره نښلولې وه، له دی کبله دا طبیعی خبره ده چه په ۷،۶،۵،۴عیسوی پیړۍ کښی ان تر وروستو زمانو یعنی تر نهمی عیسوی پیړۍ پوری چه په دغه وخت کښی له دغه ځای نه د بودایانو لاس عملا لندیزی بامیانو د قافلو، سیلانیانو او صنعتکارانو د تگ او راتگ په وجه خپل نفوذ په گاونډیو ملکونو کښی خپور کړی و او د هغو اثر هم ورباندی پریوتی ؤ، د بامیانو په ډبرينو سمڅو او چتونو کښی ئی د معمارۍ له حیثه ځینی داسی شیان لیدل کیږی چه له يوې خوا دغو نمونی په بدخشان، واخان، نورستان، پامیر او د هندوکش په نورو درو او (هونزا  (Hunsaکښی لیدل شوی دی او له بلی خوائی ځینی نور اړخونه د پارس په معمارۍ کښی ځان ښکاره کوی، د جامو په برخه کښی هم د مرکزی اسیا ځینی نمونې (د مثال په ډول د ۳۵ متری هیکل د چت د سپوږمۍ د رب النوع جامی) او د ساسانی شهزادگانو د جامو ځینی نښی لکه د خولۍ نه گر چاپیره فیته او د سپوږمی شکل او نور شیان د بامیانو په نخچی او نقش والو تصويرونو کښی لیدل شوی دی دغه شان مختلف عناصر او د هغو گډون د بامیانو د سبک یو خصوصیت گڼل کیږی د  (G)د سمڅی د آثارو له کتنی څخه چه په دریمی مسیحی پیړۍ پوری مربوطه د بامیانو تر ټولو لرغونی سمڅ ده دا نتیجه اخستل شوی ده د گریکو بودیک محلی صنعت په هډه کښی له ودی او ترقۍ کولو نه وروسته د کاپیسا په لاره بامیانو ته هم رارسیدلی دی او تر دریمی پیړۍ پوری ئی د گندهارا د مدرسی خاصیت ساتلی دی مگر بیا په وروستنیو پیړیو کښی د ساسانی زمانی صنعت هم دغلته راغلی دی د بامیانو یو مهم خصوصیت دادی چه د گریک بودیک له صنعت څخه ئی چه څه په خپله اخستی وو، هغه ئی مرکزی آسیا ته هم رسولی دی.

د لويو هيکلونو د دیوال په سویلی ختیزه (په جنوب شرقی) خوا کښی پنځه کیلومتره لیری د (ککړک) په نامه یوه بله دره هم شته چه د بامیانو دری ته نیغه پرته ده دغلته هم یو لس متری هیکل د غره په ډبرو کی توږل شوی او جوړ شوی دی او چاپیره تری یو څو سمڅی ليدل کیږی له یوی سمڅی نه څو رنگه ستر تصویرونه لاس ته راغلی دی چه د کابل د موزی د بامیانو په خونه کښی موجود دی. 

په دغو تصویرونو کښی چه عموماً بودا نیوی دائری په منځ یا غاړه کښی ښیی یو تصویر د تاریخ په لحاظ ډير مهم او په زړه پوری دی چه دغه تصویر د هغه پاچا دی چه خپله لینده په دواړو لاسو بودا نه وړاندی کوی او له ښکار نه توبه وکاږی موسیوهاکن په خپلو ليکنو کښی دغه پاچا د (ښکارځن پاچا) په نامه یاد کړی دی. د ککړک د درې ښکاری پاچا یو داسی تاج درلود چه له دریو اوږیو (هلال) او دریو کرونه جوړشوی دی. 

موسیوهاکن دغه شکلونه له هغو سکو سره مقایسه کوی چه تر اوسه معلومې نه وې د دغو مسی سکو دوه دانی په غزنی کښی میندل شوی دی په یوه سکه باندی د پاچا نیمه تنه پرته ده او تاج ئی کټ مټ د ښکاری پاچا د تاج پشان دی. 

که څه هم دوه اوږمکۍ (اوږۍ) او دوه کړۍ ئی ښکاری مگر هر کله چه د پاچا درې برخی صورت معلوميږې نو یوه بله اوږمکۍ او یوه بله کړۍ د سکی په مخ نه لیدل کیږی چه د مخه مووویل تر اوسه پوری دغه سکی هم نامعلومی وی او دغه د درېو اوږمکو او دریو کړو تاج هم معلوم نه و. 

ساسانی پاچایانو لکه دوم اردشیر (۳۸۳-۳۷۹م) او یزدگرد (۴۲۰-۳۹۹=دا برخه ونه لوستل شول مسیحی) یواځی اوږمکۍ او پنځم بهرام ( ۴٨٨ - ۴٢٠ م ) يو اوږمکۍ او یوه کړۍ استعمال کړی ده - نپکی ملکانو یا د خورد کابل د کوشانيانو یوې څانگی چه په ۵ او ۶ پیړۍ کښی ئی پاچائی کوله د یوی غوره سکی په شهادت چه له غزنی نه راوتلی ده یوه اوږمکۍ او يوه کړۍ استعمال کړی ده. د یوې بلی سکی د پاسه د پاچا تاج له دوو اوږمکیو نه مرکب دی چه په آخری سر کښی گرد شوی دی او د اوږمکيو په منځ کښی گرد ټېکلی یا کړۍ ښکاری. د موسیوهاکن په نظریه د بامیانو د ککرک د دری ښکارځن پاچا د هغو شهزاده گانو سره ډير نزدیوالی درلود چه د نوموړو دریو سکو د پاسه ښودل شوی دی، د کابل، غزنی، بامیانو او د شاوخوا ځايو محلی امیران چه په ۵ او ۶ عیسوی پیړۍ کښی ئی حکومت کاوه، تر ډیره حده پوری د دوی د مخصوصو تاجونو له مخی چه نوی میاشت او کړۍ به پرې پرتی وی؛ پیژندل کیدای شی. 

او که چیری دغه شکلونه پری دری درې لگېدلی وی، نو په دغه صورت کښی د نپکی سلسلی او د دوی د خپلوانو تر منځ هم فرق کیدلای شی. 

د ښکاری پاچا د تصویر کتنه د هغی مفکوری په لحاظ چه په پنځمه عیسوی پیړۍ کښی د ککرک د دری د تصویرونو په باب کی ئی پیدا کوی ډیره مهمه ده.

کومو امیرانو چه په ۵،٧،۶ پیړۍ کښی ئی په بامیانو کښی حکومت کاوه زیات احتمال لری چه غزنی به هم د دوی د لاس لاندی و ځکه چه غزنی له بامیانو سره له کابل نه زيات نیغ ارتباط او سمه لاره درلوده دا مطلب د غلغلی په ښار کی له پیدا شوو لیکنو څخه چه تر اوسه لا تر دقیقی مطالعی لاندی ندی نیول شوی هم څه نا څه څرگندیږی. 

د هيبک ښار چه د هندوکش په شمالی خوا کښی د خلم د رود په شاؤخوا کی د باختر د جلگی په لاره پروت دی د کار د طرز او ډول او د صنعت او ودانۍ د نښو په لحاظ د بامیانو د مدرسی تابع کیږی.

ځکه دغلته هم سمڅی او عبادتخانی کیندل شوی دی دغلته له یوی لويو ډبرې څخه يوه استوپه جوړه شوی ده چه د هغه ځای خلکو به د کابلی پهلوان په نامه د (رستم تخت) باله د موسيوفوشه په نظریه د یفتليانو د راپیدا کیدو او غربی ترکانو د یوی څانگی د پاچاهۍ په وجه په هیبکو کښی د ځینو سمڅو د ایستلو د کارو بار مخه بنده شوه مگر سره د دی هم د هیبکو موقعیت د صنعت د پراختیا په لحاظ ډېر مهم دی. 

ځکه د گریک بودیک صنعت پس له هغه چه په هډه او د گاندهار په نورو برخو کښی د خپلی ترقی آخر سرته ورسید نو د کاپیسا غوربند او د بامیانو په لاره هيبکو ته ولاړ او له هغه ځای نه ئی لکه چه په ځانله  بحث کښی به څرگند شی د باختر او برنی تخارستان په لاره چینی ترکستان ته مخه وکړه.

فندقستان (د غوربند سیاه گرد): د کابل او بامیانو د لاری په نیمایی کښی د غوربند د درې د سیاه گرد نه څلور کیلومتره سویل خواته د فندقستان په دره کښی په لوړه باندی یو نمزدک (معبد) پروت دی، موسیو کرل د موسيوهاکن په امر او ښودنه د ۱۹۳۷ کال د می او اگست په میاشتو کښی دغلته کیندنی وکړی لکه چه د کابل په موزه کښی لیدل کیږی له فندقستان څخه يو څه هیکلونه او مجسمی راوتلی دی په دغو مجسمو کښی د یوه پاچا او یوی ملکی مجسمه هم شته او د لمر او سپوږمی د خدایانو رنگه تصویرونه او څو دانی سکی هم پکښې پیدا شوی دی. د موسيوهاکن په عقيده له فندقستان نه راوتلی بوتان او هیکلونه په افغانستان کښې د بودائی هیکل جوړونی وروستۍ نمونی دی چه دغه پوهاند په شپږمی عیسوی پیړۍ پوری مربوط بولی، فندقستان په خپله يوه جلا مدرسه ده او ځانله امتیازونه لری. له هغو جامو، ګانو، سکو او نورو جلا جلا شيانو څخه چه لاس ته راغلی دی، په دغه ځای کښی د هند او ایران د صنعتی نفوذ مقابله په ښه شان معلومیږی، د ایران صنعتی نفوذ او اثر چه د نوشیروان د لور په واسطه د بامیانو د ککرک دری ته را رسیدلی ؤ دغلته ئی هم لاره موندلی وه مگر بیا له منځه ولاړ او د هندی نفوذ په مقابل کښی ئی فوقیت حاصل کړی دی. د موسیوهاکن په فکر د سپوږمۍ او لمر د خدایانو تصویرونه په فندقستان کښی د هندی صنعت نښی ښکاره کوی په فندقستان کښی د پاچا او ملکی د مجسمو تر پښو لاندی په یوه ښوئی کښی یو څو سکی موندل شوی دی یوه سکه ئی د ساسانی سلسلی د دوهم خسرو ده ( ۶٢٧ - ۵٩٠ م ) او نوری د مسو او سپينو گډې سکی دی چه د پنځمی پیړۍ په (نپکیانو) پوری اړه لری نپکیان د کوشانی کابل شاهانو یوه څانگه ده. په فندقستان کښی نقاشی او هیکل سازی داسی سره گډ شوی دی چه یو د بل پوره کوونکی گڼل کیږی موسیو هاکن د فندقستان په باب د خپلی مقابلی په پای کښبی وائی د دی ځای د کیندنو او اکتشافاتو اهمیت له دی نظریی نه معلومیږی چه د فندقستان نه راوتلی آثار د بودائی صنعت آخری نمونی دی چه د مسیح نه وروسته په شپږمی پیړۍ پورې اړه لری، دغلته په داسی حال کښی چه د ایران صنعتی نفوذ مخ په ورکیدو دی؛ هندی صنعت خپل نفوذ ښکاره کوی د دې ځاى آثار هم د سبک او ډول له حيثه او هم د تخنيک له حيثه د مرکزی اسیا د نخچی تصویرونو او توږل شویو آثارو سره نزدیوالی او ارتباط لری تخنیک ئی دادی چه (مجسمی د خټو په قالب کښی چه میده واښه، وړۍ ارویښنان ورسره ګډ شوی وی) رغیږی ښایی چه د (گریون ولد - فن او کک - او لند نبورگ - اوتانی پلیو – ستن) د هیئت په نظریه د بودائی صنعت د دغه ګډ سبک جنوبی حد او برید فندقستان وی.

د افغانستان د گریکو بودیک د صنعتی مدرسی نفوذ په مرکزی آسیا او چین کښی: خواو ته ولاړ او هلته خپور شو، دغسی د گریکو بودیک صنعت هم گام په گام په دغو لارو کاشغر، ختن او د سنکیانگ نورو برخوته ورسید لکه چه د سمرقند په شاوخوا ؤ او د ختن د عبادتخانو په خرابو کښی د گریکو بودیک د آثارو راوتل پر دغه مطلب باندې شاهدی وائی. کوم لومړی ځای چه د یونانو او بودائی صنعت نښانی پکښی ښکاره شوی دی؛ «راواک Rawak» نومیږې چه د ختن په ختیځ کښی پروت دی د دغه ځای د عبادتخانو له ديوالونه چه کوم رنگه دیوالی تصویرونه راوتلی دی او سراورل ستن ئی نقل او عکسونه اخستی دی د بودا له هغو لويو مجسموسره چه له هډې نه راوتلی دی او موسیو گودار ئی عکس نه اخستی دی ډیر شباهت لری او په دی حساب د هډی او راواک آثار دواړه سره معاصر دی او په لومړیو عیسوی پیړیو پورې اړه لری لږ لری شرقی خواته په «میران Miran» نومی ځای کښی هم سراورل ستن يو څه دیوالی تصویرونه موندلی دی چه د گریک ورومن له آثارو سره اړخ لگوی او بی شکه په ۳ او ۴ مسیحی قرن پوری اړه لری د دی ځای او د هډې او گندهارا د آثارو په منځ کښی هم زیات نزدیوالی موجود دی له ٢۴ کالو څخه را په دی خوا چه د «گودار» «هاکن» او « برتو» هیئتونو په هډه - بامیانو او کاپیسا کښی کوم کشفیات کړی دی؛ له هغو څخه دا خبره ثابته شوې ده چه د گریکو رومن له اسیائی خاوری نه کلاسیکی صنعت د افغانستان د گریکو بودیک د مدرسی په واسطه گوبی ته رسیدلی دی. 

د هډی او بامیانو د مجسمو د گچی سرونو او رنگه تصویرونو او د مرکزی آسیا د مختلفو سیمو د صنعتی آثارو تر منځ لکه راواک، ميران، اوڅه لیری د گوبی پر خوا د قزل Quizil کمتورا Qumtura تر - توئن هوانگ Tauen-Houang د آثارو تر منځ ډیر نزدی شباهتونه شته دی چه د افغانستان د مدرسو نفوذ ترې څرګندیږی د «موسيورونه گروسه» په عقیده د هډې دیوالی تصویرونه د رومن د امپراطورۍ د آخری دوری د آثارو او د مرکزی اسیا د آثارو تر منځ د ارتباط عامل ګڼل کیږی - دغه شان د بامیانو د ۳۵ متره هیکل د طاق ښایسته تصویرونه د «میران» په تصویرونو هم ډېر تأثیر ښندلی دی. په هیکل جوړولو کښی هم کټ مټ دغه مطلب څرگند او جوت دی.

هغه کوچنی واره گچی سرونه چه د بودا، بودیس اتوا او د کوشانی عصر د نژادی عناصرو نمایندگی کوی او د کابل په موزه کښی یی د هډې د خونو المارۍ او د ګيمې په موزه کښی ئې د افغانستان خونه ښایسته کړی ده د ختن د راواک نه د راوتلو آثارو سره دومره نزدیوالی لری چه په اسانۍ ئی څوک په منځ کښی فرق نشی کولای.

د چین په خاوره کښی د افغانستان د صنعتی مدرسو نفوذ یواځی په٣ او ۴ پیړۍ کښی نه و بلکه کومې مطالعی چه دری تنو چین پیژندونکو (پول پلیو) فرانسوی، (فن لوکوک) جرمنی او (سراورل ستن) انگریز د کاشغر په شمالی ناوو کښی، په تمشک Tomshiq کوتچه Kutsha قره شهر Qarashar او تورفان نومی ځايو کښی کړی دی، له هغو څخه معلومیږی چه د دغو ځایو آثار عموماً نوی او په ۶ ، ٧ او ٨ پیړۍ پورې اړه لری مگر سره د دې هم د دغو ځايو د کوچنيو هيکلونو او د هډې او تاکزيلا د آثارو تر منځ کوم زيات اختلاف نه ليدل کيږی او دا خبره په څرگند ډول په مرکزی اسیا کښی د گندهارا د مدرسی د صنعت پوره تأثير او نفوذ ښکاره کوی.

د افغانستان او د مرکزی اسیا د بیلو بيلو ځايو د آثارو ترمنځ په وړو شیانو کښی لکه مخ، بدن، جامو او رنگ کښی هم زیات مشابهت موجود دی چه د ټولو په بيانولو خبره اوږدیږی نو ځکه په عمومی ډول وایو چه د تاکزيلا د موزې د گریکو بوديک شکلونه په برطانوی موزیم کښی د سراورل ستن په واسطه د قره شهر او کوتچه نه را ایستل شوی ګچی هیکلونه او د کابل د موزې د هډی په خونه کښی پراته ښایسته بوتان دا ټول یو اصل او يوه مبدأ لری او د هډې د ښایسته مدرسې د استادانو د ذوق او قریحی تأثیر د مرکزی اسیا د هیکل سازۍ کارخانو ته هم رسیدلی دی.

د افغانستان د ګريکو بوديک د صنعت د هیکل جوړونی ډول، طريقه، او اصول د ديوالى تصویرونو سبک او نور امتیازونه یواځی د مرکزی اسیا په بیلو بیلو برخو پوری محدود نه ؤ بلکه د بودائی دین د خپریدو سره سم د شرق پر لوری هم وړاندی تللی دی. د چین د سرحدونو سره نزدی د توفان د ناوو په مرتک Murtuq بازاکليق Bazakliq او شورچو نومی ځايو کښی په ډیری پیړۍ د افغانستان داستادانو د هنر او صنعت پیروی کیدله، موسیورونه گروسه د شرقی مدنیتو د کتاب د دريم ټوک په ١۵۴ مخ کښې ليکی په دغو ځايونوکښی تر نهمی پیړۍ پوری د مرکزی اسیا په ډول ګچی سرونه جوړېد چه د هډې او تاکزيلا له هيکلونو څخه اخستل شوی وو، له تورفان نه پرته د ګوبی د بیدیا جنوبی برخوته لکه دندان اوليک Dandan Uiik او د دغې صحرا شمالی برخوته لکه قزل Qzil د افغانستان د لرغونو صنعتونو تأثير رسيدلی دی، دغلته زیاتره د «گوپتا د سبک» آثار ليدل کيږى او زیاتره د فندقستان د مارسی روح پکښی ننوتلی ښکاری، «فندقستان د غوربند په سیاه گرد کښی د کابل او بامیانو د لاری ترمنځ یوه دره ده). د فندقستان د معبد آثارچه یو څو رنگه دیوالی تصویرونه او رنگین هیکلونه دی. د کابل د موزې د فندقستان په خونه کښی موجود او په ۷ عیسوی پیړۍ پورې اړه لری او تر اسلام پخوا په افغانستان کښی د تصویرونو او هیکل سازۍ وروستۍ نمونی ګڼل کیږی د فندقنسان د هیکلونو او د هغو هیکلونو تر منځ چه فرانسوی (پول پلیو) د مرکزی اسیا له تمشک نومی ځای څخه د پاریس (لوور) نومی موزې ته وړی دی، پوره شباهت موجود دی. د فندقستان د هیکل سازۍ مدرسه پخپله دومره اهمیت لری چه باید یو ځانله بحث پرې وشی. موسيوهاکن په يوه انگلیسی مقاله کښی چه د (ادب او صنعت) په مجله کښی ئی خبره کړی ده، فندقستان د تبت د الهامی صنعت منبع بللی ده په دغه ترتیب چه بیان شو د گريک و بوديک صنعت د نقاشۍ او هیکل سازۍ د ټولو آثارو سره له افغانستان نه ختن او کاشعر یعنی مرکزی اسیا نه تللی او هلته ئی ترقی کړی ده او بیا وروسته له تورفان یعنی د چین له دروازی نه چین ته ننوتلی دی. 

له مرکزی اسیا نه په چین کښی د گریکو بوديک د صنعت خپرېدل:

د افغانستان د گریک و بوديک صنعت د خپلو ټولو مختلفو رنگونو سره په چینی ترکستان کښی نه دی پاتی شوی بلکه د چین پر خوا تللی دی. 

لکه چه ښکاره ده د افغانستان رنگین لرغونی صنعتونه په دری مختلفو ډولونو چه د (گريک و بوديک)، (هند و گوپتا) او (بوديک او ساسانی) په نومو یادیږی د چین درشلی ته رسیدلی دی. لکه چه پاخه پوهان وائی: دغو صنایعو د بودائی دین د صوفيانه (مستيک) افکارو تر اثر لاندی او د هغه د اسرار لرونکو خیالونو په وجه يو ځانله رنگ غوره کړ چه اروپائیان ورته د (گوتيک) سبک وائى. د افغانستان دغه صنعتی مدرسی د هغه «گوتيک» په جامه کښی چه د اروپا د مدرسې نه زر کاله د مخه راغلی ؤ د چین سرحدونو ته ورسیدلی په چین کښی د دغو مدرسو د پراختیا مرحلی په څو دورو ویشلای شو چه د چين د پاچاهی کورنیو په نومو یعنی د «وی» د زمانی د «سوی» د زمانی او د «تانگ» د زمانی په نومو یادیږی د (وی) کورنۍ په ټوله پنځمه پیړۍ کښی په شمالی چین باندی حکومت کاوه بودائی دین له ۴٣۵ م څخه وروسته د چین رسمی دین وگرځید د «وی» په زمانه کښی بودائی هیکل سازۍ په چین کښې څلور مهم مرکزونه درلودل چه د (ین کانگ) (لانگ من) (چانسی) او (په چیلی) په سمڅو یادېدل – د دغو ځايو یو امتیاز دادی چه د هیکلونو جامی پکښې لوئی او ډبلی شوې او د بدن لوڅوالی له پخوانه لږ او له منځه لاړ. په ۵۵٠م کال چه د (وی) د کورنۍ په ځای د چین په شمال کښی په موقتی ډول د(پی تسی) کهول راغی نو دغلته د کوشانا صنعت د (ماتورا) د مدرسی په رنگ زیات رواج وموند. له ۵٨٩ م څخه وروسته د (وی) کورنۍ د چین ګډوډ حالات د چین د خاوری په یووالی بدل کړل. که څه هم دغی کورنۍ له دیرشو کالو څخه زيات حکومت و نکړ، سره د دې هم دغه عصر د چین د صنايعو په تاریخ کښی اهمیت لری او غټ امتیاز ئی د لویۍ او دبدبی هغه روح ؤ چه د چین په هیکل سازۍ کښی وپوکلی شو. 

د «تانگ» په زمانه کښی چه له ۶۱۸ څخه تر ۹۰۷م پوری نزدی دوه پیړۍ وچلیده، په چین باندی یوه نوی دوره راغله د تانگ دوره د چین په تاریخ کښی زیات اهمیت لری ځکه چه د دغه ملک د اقتدار او فتوحاتو دوره ده. د تانگ د پاچاهانو په زمانه کښی د مغلستان او چینی ترکستان ځمکی د پامیر تر شرقی لمنو او د آمو دریا تر سیمی پورې د چینی ژنرالانو په لاس فتحه شوې د تجارتی مالونو د تگ راتگ لارې خلاصی شوې مبلغان او سیلانیان وګرځیدل د آریانا او چین او هندی دولتونو تر منځ سفیران ولیږلی شول، په دې وخت کښی چین تر هر وخت زیات د خارجی رنگ د اخستلو دپاره تیار شو په دې دوره کښی چینی سیلانیانو د هند او افغانستان څخه ډير کتابونه خپل ملک ته يوړل د فتحو او سوبو په وجه د چین په صنعت کښی په تیره د هیکل سازۍ په صنعت کښی څه قدر د شان او شوکت نښی ښکاره شوی د آریانا د مدرسو د زیات نفوذ په وجه په هغه ځای کی د صنعت د ټولو مدرسو ورونه و ازشول لکه چه موسیو پلیو یو فرانسوی چینی پیژندونکی وائی په دغه وخت کښی صنعت د چين د خلکو روح ته یو زبردست ټکان ورکړی ؤ، دا ټکان د هیکل سازۍ له پر مخ تگ څخه معلومیږی ځکه چه د ده په عقیده هیکل سازی پخوا په چین کی کوم صنعت نه گڼل کیده او یو خیالی شی بلل کیده حال دادی چه چین د تانگ په عصر کښی د ظریفو صنایعو څانگی ته زیات اهمیت ورکاوه.

د دې خبرې شاهد هغه لوی هیکلونه دی چه په دغه دوره کښی جوړ شوی دی له دغه ترتیب څخه دا خبره څرگندیږی چه د پردو اثر او نفوذ تر کومی اندازی د چینیانو په نظر کښی د اشیاوو د ارزښت او اهمیت عنعنوی ټول ګډوډ کړی ؤ؟

او د دغه قوم ذهنيت ئې تر دی اندازی اړولی ؤ چه د هیکل سازی صنعت ته ئی په دغه اندازه اهمیت ورکړ څه رنگه چه د چین په تاریخ کښی د (تانگ) زمانه د امپریالیزم او فتوحاتو زمانه ده؛ دغسی صنعت او په تیره د هیکل سازۍ صنعت هم پکښې یو لوړ مقام ته رسیدلی او لوی هیکلونه پکښی منځ ته راغلی دی، لکه په «لانگ من» کښی د بودا لویه مجسمه چه ۱۵ متره جگه ده په هغو هيکل سازیو کښی چه غیر مذهبی رنگ لری لکه د څارويو او بوده ؤ ننداری او نور د باختری ډوله ساسانی صنعت روح یا په بله ژبه د (باختری او ساسانی) صنعت مظاهر ډیر تأثیر لری په دی ډول د تزئیناتو په برخه کښی هم د دغه روح تأثیر لیدل کیږی لکه چه د تانگ د زمانی فلزی هنداری د دغی نظریی مرسته کوی، د تانگ عصر د پارچو او دیوالونو د پاسه د رنگینو تصویرونو له حيثه هم ډېرغنی دی. د (پلیو) او (سراورل ستن) هئیتونو په (توان هوانگ) نومی ځای کښی ډېر زیات قیمتی آثار موندلی دی چه د تانگ په زمانی او ورپسی دورو پوری اړه لری. او تر لسمی عیسوی پیړۍ پوری رارسیږی دغه تصویرونه عموماً په دوو برخو ويشل کیږی یوه برخه ئی پخپله د چین د ملی روح نمایندگی کوی او بله برخه ئی د پردی تأثير لاندی راغلې ده. په دی برخه کښی د «گریک و رومن» «هندو گوپتا» اوساسانی سبکونو یعنی د  آریانا دصنعتی مدرسو دریواړو سبکونو د هغه هېواد په صنعتی آثاروکی زیات تأثير اچولی دی.