د پښتو د ملی ادب یو ښکلی شعر
د پښتو په تاريخ كښي د دولسمي هجري پېړۍ لومړۍ برخه د يوه ملي قيام او رستخيز دوره ده په دغه وخت كښي د پښتو نام پهلوان او لوي شاعر شاد خان مرسو او ددهله اسفناك مرگ سرتون دغو لري. ظالم او پردي حكومت سره ختم سو
مگر پښتنه ابۍ شنډه نه وه، په همدغه زمانه کښی له برو پښتنو څخه یو بل مېړه د هوتکو په درنه کورنۍ کښی پیدا سـو چـی کندهاریانو حاجی میر خانی باله او دا از هغیبر. ې میرویس خان و میرویس خان د کندهار په سیمو کښی مشال بل کی هغه چی شل کاله مخکی خوشحال خان د لنډی او عباسین پر غاړو روڼ کړی ؤ.
هغه روڼا چی لږ وخت دمخه د اکوړې او خټکو او یوسفزو پر سمه او غرو ځلېدله اوس د ارغنداو پر غاړو پر کندهار وځلهده، او د میرویس. په رهنمای او تدبیر د کندهار په تاريخي ښار کښي د آزادۍ گلگون بیرغونه ورپېدل د میرویس خان د ازادۍ د جنگو او د هوتکو د کورنۍ یو توریالی جنرال سیدال خان ناصر ؤ چی له کندهاره تر. هراته او اصفهانه دده د همت او فتوحاتو او توری د خلا میدان ؤ.
د پښتنو دا لوی جنرال او فاتح سپه سالار چی د هوتکو د دورې ارت فتوحات دده په توره او مړانه سویدی د تُرې توری او دلاورۍ سره ئې دردمن زړه او بینا سترگی درلودې، د پوهی او علم خاوند. قول ني مروج علوم لكه : فقه، تفسير، فصاحت، فقط ونحوه او پارس كتب لوستلي وه.
زما مطلب په دې لیک کښی د سیدال خان لښکری نبوغ او جنگی ماثر نه دی، خو دونی باید ضرور ووایم چی دغه نامتو او میړه جنرال په کندهار او هرات کښی د وطن د دفاع او د پښتنو د عظمت لپاره تر دې حدید. پای کښی دکلات په جنگ د نادر افشار پــه لاس ورغی او د هغه په حکم ړوند کړسو، او پاته عمر ئې د کابل په شکر دره کښی تېر کی، او هم ددغه ځای د سیاه سنگ په هدیره کښی ښخ دی.
وایی چی دکوم انسان په فطرت کښی د نبوغ او عبقریت استعداد وی نو که دغه د اتلتوب لیاقت په یوه رنگ کښی ښکاره نه سی په بل رنگ او صیغه کښی خو ضرور ښکاره کیږی.
شاعري اصلاً يو نفيس او جميل فن دي چي د انسان د فطري او جمالي استعداده را زيږي، نو كه تو سړي ددې هنر لپاره په خټه كښي تومنه لري، خو د ظهور او تجلي لپاره يې مساعد چاپېر نه وموغمي، و نه اوئي. لیاقت د څرگندېدلو لپاره کومه بله مساعده او سمه مجرا پيدا سي، او هم له هغې خوا د نبوغ او اتـل تــوب مظاهر.
څرگند سی، زموږ توریالی جنرال سیدال خان هم له دغو وتلو او نامتو انسانانو څخه ؤ چی د شعر له نفیس صنعت سره ئې عسکری اتلتوب او نبوغ هم درلود، سیدال هم لوی جنرال و هم ښه هولوی شاعر ؤ، دَنی پُلِفایی: "سیدال خان ناصر په هغه وخت کښی چی په جنگ گرفتار نه ؤ نوبه ئې اشعار ویل او د عشق سندری به ئې کښلې خوس په اصفهان کښی په مهماتو بوخت دی، او د شعر ویسته فرصت جنگ ئې نې ورځی چی او. رستم هم ځنی ډار کا.
د سيدال د عسکري نبوغ او لياقته سره دغه ادبي ذوق او نفيسه قريحه ډېره ښه ايسي دده د ډيري نموني موږ اوس نه لرو، خود پټي خزانې دمولف په همت دده يوه ملي بدله گوتو ته راغلې ده.
دا بدله د يوه ملي او خاص پښتو وزم او شعري رنگ نمايندگي کوي او د هغو سپرو بدلو يوه ښکلې نمونه ده چي تراوسه ئې هم بد لچيان کندهار په باغو، او سيوري او اتغر په سيمو کښي په سيمو کښي په اوغو زولونه. د ملی بدلو او کسرونو یو خاص ډول دی.
د ميني دنيا بيل به رنگونه او ډول ډول مظاهر لري، کوم وخت چي سړي په دغه کوڅه کښي قدم ږدي بيا تر هغه دمه چي ددې لاري مراحل په کڅو وږو پيروه رو به هرد. څه د خپل یار په رنگ کښي ويني او تش به هم په دغه مشغول وي، مولوي بلخي دغه حال داسي څرگندوي :
اوست نشسته در نظر من يکجا نظر کنم
اوست گرفته شهر دل، من به کجا سفر کنم
.
سیدال خان دغه مقام ته د بـدلـی پـه کسـر کښی پـه فصاحت او خورتوب ښه اشاره کوی :
یار ماله هسی گران سو
راتپر تر ټول جهان سو
نور نه وینم په سترگـــــو
جهان ټول راته جانان سو
ظاهراً له یوه عسکری سړی څخه د صوفیانو د تحقیقی مقام داسی بیان عجیب ښکاری، مگر د فطرت د جمالي تششع تجلیات خو پر کائناتو عام دي او ښايي چي یو سپاهي هم د هغه په مدهو ستري دُوَفَ چَيْقَاً، صيغه په برکت کوی !
د سیدال د بدلی لومړی بند داسی شروع کیږی :
دوې زلفی دی اوږدې کړې
پرمخ دي راخپرې کــــري
سري اشري دي په تندي باندي سپرې کړې
گرځي په باغ کي په گلونو کي نخرې کړې
په و دي اوسوم يـــــــاره
راته و تازہ بوستان سو
په دې بند کښی ښاغلی لوستونکی ته د یوې او پښتنی معشوقې کړه و په او د جمال مظاهر ښه ښکاری او دلته دیوه پښتانه توریالی او بریالی جنرال عاشقانه شعر څدههره دھرگندی پښتني تخيل نماينده گي وکړي او هسي وږغیږی لکه یو پښتون چی ږغیږی.
په دوهم او دریم بند کښی د عاشق حال او د زړه خوږ په هغه ډول تصویر کوی هغه چی د شرقي ادب د تخیل او محاکات مشترک میراث دی، دلته د ورځو لیندۍ، او د بڼو غشی ضرور کار کوی او دا خو هغه د زاړه حربی سیستم اثرونه دی چی په شرقي ادب کښي عموماً د تعبيو لپاره له هغو څخه کار اخلي ځيکه و لاغتو سوي او د جنگ پر میدان بـه هـر توریالی یـا توره ځلوله... او یا به یې غتی غشى لیندۍ اوږو ته اچولی وې او په هغوی به ې تېره غشی ویشتل، نو شاعر به خپله معشوقه پګهڪه پهلوه. کښي د شاعر وظيفه هم دغه وه چي د خپل محيط ترجماني وکړي، اما اوس که څه هم د اټم په زمانې کښي يو او زموږ گرانه معشوقه له هغې کږې ليندۍ او غشو پخو پخه ميره اخلي او. ي كوي. نو گرانه لوستونکیه !
ته پخپله فکر وکړه چی ډېر قدامت پرستی او ارتجاع نه ده؟
سيدال وايي :
مين چي آشنايي كا
شپه و ورځ به گرياني كا
شهی ده ستمگاره، خوشحال زړونه به زخمی کا
لیندۍ لری د ورځو، د باڼو غشی کاری کا
مین په لویو غرو ځی
سر تور په نیمو شپو ځی
وصال ئی نصیب نه سو
ګوره زړه ډک په ارمان سو
پخوا خو به مین د عشق په درد اوسوز کښی لېونی غوندی پر گوښو گرځېدی او مخه به ئې پر دښته او سارا نیولې وه، او خاوری بــه ای هم په سر بادولی مگر دا د جنون لوړ مقام اوسنی بدبخت مین ته.
حاصل نه دی، ځکه چی اوس ښارو ته نژدې گوښی ځایونه او سارا نـه سوې پاته ټولی ښکلی او لوړی مانۍ سوې ودانۍ اولاری هم گرده په سمیټو کلکی سوې، یوپا چہ، بېچارنی. ی او که هم څوک داسی لېونی غوندی پر گوښو گرځی او خاوری پر سر بادوی نو ئې ژر دارالمجانین ته بیایی چی ښاغلی دوکتور ئې د لیونتیا علاج وکړی، نو په دې اوسنۍ دنیا کښی افکاری به څوک پخوانوھوھو دھو داد او. له کړي، چی له ماښامه تر سهار پخپلو آهونو او غلبلو نور خلک له خوبه وباسی او ارام ئې وران کي؟
سيدال خان وايي :
نارې وهم د شپې تر صبحدمه
ناتوانه د بیلتون یم یو گړی نه لرمه
بی تا نفس خیژی راځه زما دزړه همدمه
نظر به ما غریب کړه
چی تاخون می ستا په ځان سو
مین پخپله ذهنی دنیا کښی کله کله تشبیهات پیدا کوی او غواړی چی د خپل زړه کړاو د عشق درد او سوی د تشبیه په وسیلوکو ته وښیی ځکه چی دغه چی دغه یې درده عالمـ خو دده د مینتابه کړنی دَمَنْتَهِه. ځکه دی له استعارې او تشبیه څخه کار اخلی، سيدال وايي:
شبنم په گلو ښکاری
زما اوښکی داري
ځوناب ځی استا له غمه، زما په مخ کی لاري لاري
تمام شپه کم تُره، په ژړا په ناري
ښکاره سوه چی مجنون یم
لېونتوب می اوس عیان سو
بوستان ښکلی زیبا دی
رنگین په اوښکو زما دی
د زړه پرهارگلگون دی، چی بلبل په تماشا دی
په مینه می زړه و چاودی، ته وایی په خندا دی
نتلی دبیلتونم یم
زه سیدال" دا می بیان سو
د سیدال د شعر او شاعرۍ خوا دده له حربی نبوغه او کمالاتو سره البته نه قیاسیږی مگر دا خو ضرور ښکاره کوی چی سیدال یوازی جگړن نه بلکی عالم ، شاعر ؤ، د آرټ ذوق ئده پته لاره، او د. د ادبي لياقت سره د موسيت طنان او خوځونكې روح هم نكا كوي، او دا بدله په داسي خواږه ږغ او ترنم ويله كودايسي چي زموږ د ملي ږغونو او اهنگونو يوه خوندوره نمونه گڼله کيږي. نود سیدال په جنگی کرکتر کښي موږ د آرتټ او نفاست تجليات هم د شعر او موسيقي په رنگ کښي، مومو او زموږ د بريالي جنرال د شخصيت یو بل ښکلی او د ستایلو و اړخ دی چی د پښتو ځیني نور جنگي نوابغ لکه : پير روښان، خوشحال خان او احمد شاه بابا او شاه حسين ئې څه نه څه لري.(۱)