32

توریالی او جنگیالی خوشحال خان

د خوشحال خان خټک مرغلری

خوشحال خان محض ويونکي او يوازي شاعر نه دی بلکي د ده د قول سره عمل او د کای سره کړن ملگری دی نو لکه دی چي په ویلو او شاعري او ادب کي پلار او مشر ګڼل کیږي دغسي هم په حرب او توره کي سردار دی توريالي توب د پښتنو په خټه احسلی دی پښتون چي توريالي نه و پښتون نه دی پښتون د وسلې او توري سره ډېره مينه لري، معشوقه هم د عاشق به توريالي توب نازيږي :-

توري به نه کړي نو به څه کړي 

چي دي شيدي د پښتني رودلي دينه


پښتنه مینه د بي زړه او بي توري مين عشق پیغور كني :

- له سپيني توري نه دي ترپلود

 پر بیگنی در کړی خوله پښېمانه یمه


خوشحال خان خو حقیقی پښتون دی نو ځکه توریالی دی او دی د خپل عصر يو نامور عسكري قايد ګڼل كيږي هغه جنگونه چی ده

د مغولو د شاهشاهی د لښکرو سره کړي دي مشهور دي، د ده حربي او جنګي احساسات خورا تاوده او آتشين دي او د عمر ډېره برخه یې په جنګو کي تېره سوې ده او په اکثرو جنگو کي یې ټپونه اخيستي دي. د خان کلام جنګي او حربي برخي لري او د توريالي توب په ستاينه کي داسي ويناوي لري چي د پښتنوالي ترجماني بي كوي :-

كل گينه ده د توري

که کابل دی که کشمیر

مېړني دي چي ياديږي

په سندرو هم په ویر


خان د حرب علمي روح لري او هر ځای پخپله د خپل لښکر سره یو ځای په جنګ کي درېږي :


د تورو په ميدان کي چي سودا وي د سرونو

هغه زمان می گوره تل به سور وي زما آس


خوشحال خان د جنگ به ميدان کي د توري له پرهاره خوند اخلي او دغه د ميراني محك كني :-


كله ميړني دي چي د توري په ميدان کي

دی د تېرې توري په پرهار نه وي محفوظ

یا:

چي څرگنده سربازي كاندي د تورو

زه خوشحال خټک تر هسي هنر جار سم


توریالی سری هغه دی چي د جنگ خوږې خبري او ساعت يې پر تريخ نه وي بلکي د جنگ له میدانه خوند


اخلي د خان د خوښی وخت خو هم د جگړي وخت دی :-


د خوشحال خټك خوښي په هغه وخت ده


چي بريښنا وسي د تورو او د غرو


خوشحال خان خپله ازلي برخه د توري ګڼي او په دغه برخه ډیر خوښ دی :- 

بله بخره به په زور له جا وانخلي

 د خوشحال بخره چي توره ده له ځايه


د پښتون زوی چي وزوكيږي کلي او کور او قام ټوله په خوښ وي په کلي کي د يوه مېړه د زيات توب د زيري ناري وسي، ټوله په دې خوښ وي چي يو د توري مېړه مو زيات سو دا ملي خصيصه د پښتنو پر توریالیتوب ښه دلالت کوي خوشحال خان دا ملي روح په دې بيت کي ښه شيي :-


یا د ښو زويو سندري دي د زوو

یا د توري په ميدان کي هوی های دی


د توريالي ملت په ملي اشعارو کي د دوی د حماسته احساسات او افکار ښكاره وي د عربو اشعار دغه مزيت ډېر لري، شاعران يې خپل تورياليتوب ستايي السيف والخيل والبيداء يعرفني د پښتون شاعر خوشحال خان حماسي افکار هم د ده په وينا کي څرګنديږي، لکه چي وايي:

لا په خوب کي په لرزه پرېوزي له کټه

چي د چا تر غوږ زما د توري شرنګ سي

په هغه هنر کي ټینگ اوسه خوشحاله

هر هنر چي سپاهي لري په زړه کي

د افغان په ننگ مي وتړله توره

ننگیالی د زماني خوشحال خټك يم


د پښتنو په نظر کي تر دغه لوړه د پیغور خبره نسته چي سړی له جنگه تښتي او مردك پر شا وخوري :-

هغه هیڅ میرنی نه دی

چی به توره په قفا خوری


توره او د جنگ قوه خو په هر وخت کي ښه ده او ډیر عزت او اعتبار لري، بشريت د دي قوي تابع دي يو عرب شاعر وايي :-

السيف اصدق انباء من الكتب

في حده الحد بين الجد واللعب


خوشحال خان هم د توري د اقتدار ستاينه داسي كوي :-

چي په توره ترکتازی کا 

هغه هر کله کامگار دی

 چي يې زړه نه وي د توري

 هغه زړونه څه په کار دي

 مور دي نه سي باندي بوره

 چی میرونه د کار زار دي

 خوک چی سته تر شرقه غربه 

د تورزنو خدمتگار دي


په بل ځای کي خوشحال خان خپل زوی ته داسي نصيحت كوي :-



 که دي نقش د توري كبني راته غوږ کړه 

کامروا به سی هال ه له خپله کامه

 شه خوانان به خپل هوډ پرېنږدې له لاسه 

که بی سر سي د خوني مزري تر زامه

 که تل توری غشي خوري ماتي د جنگ وړي 

مرد به سوړ نه سي په زړه له انتقامه


په دې رباعي کي خان د پښتنوالي جنگي روح ښه ښکاره کړی دی 

زویه ورور مه سه چي خوانمرد نه وي 

مرد د ټيكلي مرد د نبرد نه وي 

مېړه یی مه بوله سخه پری نوم کېږده 

چي د جنگ غشى ورباندي ورد نه وي

چی مین پر وسله نه وي

 مرد دي نه وايي خپل خان ته 

لاس دي سره کا سترگي توري

خان دی وجوړوی خوان ته


خوشحال خان علاوه پر نورو جنگو تر خپل بند و روسته چي وطن ته راغی د عمر تر پایه یې د مغولو د لښکرو سره سخت سخت جنگونه وکړه او تر پایه د پښتانه په خبر د مغولو سره د خپلي آزادی له پاره و جنگېدی او لوی لوی جنګونه د ده په قیادت وسوه چي دی يې په خپله په يوه قصيده کي چي په ١٠٨٦ هـ كي يې په برمول كي ويلي ده. داسي شمېري : د تهتر په جګړه کي ده د مغولو ) زره عسكر قتل او تاراج کی د ميرحسيني، د نوښار، د گنداب د خاپس جنگونه بی مشهور دی تفصیل یی په ۵۹۲، ۵۹۳ مخو کي وګورئ د دي حماسي قصيدي په پای کي خپل حربي احساسات داسي ښكاره كوي :-

ساقي راسه يكي يكي پيالې راکړه 

چي د ميو په مستي کي سم سرشار 

پښتنو زلميو بيا لاسونه سره کړه

 لکه باز منگ لی سری کا په خپل ښکار

 سپيني توري يې ګلګوني کړې په وين

و به اهار کی شگفته و لاله زار

خوشحال خان په حيث د يوه جنگي قايد د مغولو پر لښکر باندي سخت برغالونه کړي او خپل جنګي د پښتنوالي روح بي غليمانو ته څرگند کړي دي :-



تر اورنگ پاچا می ویوست 

تاو د بند او د زندان 

نقش می کېناوه د توري 

په هندو به سلمان


د ده نور حماسيات او عسكري افکار او جنګي کارنامې به د ده په کلام کي خاص بيا د قصايدو په برخه کي وگورو.