محمدي صاحبزاده
محمدي صاحبزاده په کام څمکنی د میا عمر صاحب زوى دئ، ميا عمر صاحب د پېښور په څوکنو کلي کي ښخ دئ، محمدي په پښتو شاعرانو کي د لومړۍ درجې آخر مقام لري. د ښه فکر خاوند دئ، د ده اشعار او ادبي طبع ډېره خوږه او ښه ده، محمدي صاحبزاده له داسي کورنۍ څخه دئ، چي پخپله خواکي روحاني مقام لري، او خلك یی د ارادت په سترګه ويني، د ده د پلار زیارت تر اوسه هم د خاصو او عامو مرجع دئ. محمدي د کاظم خان شيدا معاصر او د ده له ملګرو څخه شمېرل کېږي، چي پسله (١١۵٠ هـ) د ده د شاعرۍ او ادب ږغ لوړ سوی، او په پښتو اديبانو کي يې ښه مقام موندلى دئ.
کاظم خان شيدا د خپل دېوان په دېباچه کي دا زموږ شاعر داسي معرفي کوي: "او سبب د تاليف دا و چي مخدوم زاده عالي مقدار والاتبار محمدي سلمه الله خلف الصدق د شيخ الاجل ولي الاكمل ميا محمد عمر دام بركاته طبع جيده لري، او سلیقه د سخن شناسی کامله، په دبدبه د سخن آرايي قصب السبق له همسرانو وړي، او په کوکبه د خوش سرايۍ مقدمة الجيش د همکارانو دئ، اکثر دواوين د اسلافو يې فراهم کړي دي او په مطالعه يې تفریح د قلب كوي".
په دې ډول محمدي صاحبزاده خپل معاصرین هم د قریحې په صفت او ادبي اقتدار مني.
اشعار :
د محمدي اشعار عموماً عشقي دي، د يوه ګرانبها او ډېر نادر دېوان خاوند دئ، چي نه موندل کېږي، فقط څو بدلي يې د مسټر هيوز كليد افغاني موږ ته راساتلي دي. دا شاعر د خپل مبتكر فکر او ښې قریحې په زور، زاړه مضمون ته نوی رنګ ورکوي، لکه چي ده د زلفو يو زوړ مضمون چي د شاعرانو په ډېر استعمال بالکل مبتذل سوى دئ د يو فقهي تلازم په اثردومره نوى کړى دئ، چي بالکل بکر او تازه ايسي، دى وايي: ستا د زلفو درې ډېر ډېر کاږه سم کړه
لاد سپي غماز تعزیر نه دئ نصيب
محمدي په شعر کي د حميد مهمند پر سبك ځي او اشعار يې سلاست لري، محمدي هم په هغه تاريخي مشاعره کي چي د عبدالقادر خان په برخه کي مو اشاره ورته وکړه شامل سوی او د خپلي روڼي طبعي قوت يې پکښې ښکاره کړى دئ، هغه بدله چي په دې مشاعره کي محمدي ويلې ده، دغه ده:
دا سور اور دئ، که څه نور دئ او که تاو د بېلتون هسي
لکه وږی چي مي وريت کړ په تڼاکو لړمون هسي
سپلني ځان سره لمبه کړ چي ترق وچاود په لوګي کي
زیست جدا له پاره څرنګ څه په کار دئ ژوندون هسي
نه یوازي لاله ګل دئ، ډوب د سرو وينو په جام کي
ستا د غم وژلي واړه ځي ښخيږي ګلګون هسي
په لېندو د کږو ورځو، د بڼو تېز ويشتيو
هغه يار مي زړه غلبېل کړ، چي يې ونيو زنګون هسي
ستا د سرو شونډو په نوم اخيسته عقل له ما لاړ شو
دا مستي نه د شراب شته او نه کيف د معجون هسي
که پاچا د وخت اقليم وي د اسمان دوره یې خوار کا
لكه ما غوندي به نه وي سر د غم په زنګون هسي
نه يې حسن ستا په شان و نه يې عشق زيات و له ما نه
د لیلی کیسه که شته ده په عالم د مجنون هسي
خط پر مخ د نګار راغی ښایست خپل بار وليښ لاړ شو
اوس يې څه په ملا لولم د دې خط دئ مضمون هسي
په لمبه د آه و نه شو شين په هغه شان مدام دئ
ستا د غم بوټي په زړه کي چي ځما شو زرغون هسي
ومړستا په بېلتانه کي د دیدن په ارمان ګوره
"محمدي" غوندي لا بويه چي پيدا شو پښتون هسي