تصوف
د تصوف پر اصل او حقیقت چه علماؤ بحثونه کړی دی هغه اوز ده دی ، موز د مخه دخوشحال خان د کليات په مقدمه کن ، ددوی دا بحائو خلاصه ليكلى ده دلته ئي ليکنه تکرار ده . اودده د شعر او برخه هم تصوف گڼل کیری ! په مشرقی شاعری کنی ، مخصوصاً بيا د مغولو ترا رو دور وروسته د تصوف روح غالب شوی دی او څنى شعراء که څه هم مسلكاً او عملاً د تصوف خاوندان نه وه ، هم داحمد شاه بابا په کلام کنې د تصوف رنگ غالب دی وصل د تصوف په | اصطلاحاتو کن نسبتى نستی ، او له دغی د بنا څخه گه شوی دی ، مگر خنی کنی یاخه متصوفين هم پکښي وه! داحمد شاه بابا دژوندون سوانح چه موز گور و ، دده به عمل او کارونو کنی خود تصوف دانزوا ، او ترك دنيا ، منفی خوانه وينو ، نوله دغه جهته موز دی تر دغه چه يو متصوف سرى ئې وبولو، ښه او حقیقت دغه دی چه متشرع ئي و كنو ، ځکه چه دده د شریعت پرو ری قصې او حکایات تر اوسه په ملت كنې پاته دی ! مگر هيڅوك نسي و بلای ، چه دی نو لکه متصوفین ، یو منزوی ، او په کوټ کنې ناست او خلوت پسند سړی وو، بلکه دده عمر تر خلوت به جلوت کس ډېر تېرسوی ، او د تنازع للحيات پر میدان خود نمائی
يوفاح او بریالی عسکری قاید و و ! دلته زه ناچاریم، چه داحمد شاه بابا د تصوف د تحقیق
پاتی په خوا کښې خبره لبرڅه سره وشنم، که دعلماء او محقيقينو ويلتنوته رجوع وکړو نو به دا ښکاره شی ، چه داسلام په خير القرون او لمړی صدر کنې ، تصوف په دعه اوسنی نوم او مفهوم نه وه ، لمړى سړی چه د صوفی په نوم بلل شوی دی ۱۰ بوهاشم صوفی دی ، چه په ( ١٥٠ھ) کال وفات شوی دی حنى علماء ودې ته تللی دی ، چه دنبوت په عصر کنې دغه مسلك د " احسان » په نوم یاد شوی دی . لکه په صحيح بخاری باب الایمان کنی چه دایمان سره احسان راغلی دی د حدیث په اصطلاح احسان دغه تصوف دی په حقیقت کنی تصوف دوه ډوله لری، چه یو " منفی تصوف » دی یعنی دنیا پر بښوول ، او د علائقو شلول بل " مثبت تصوف » چه له سلوك او زیار او د نفس له تربيته ، او مینی او پوهنی او عبادت او دخلقو خدمت او جهاد څخه جوړ شوی دی. په لمړی ډول کن دهند د فلسفې انر ډېر دی ۱۰ ما پر دو هم ډول د شریعت او اسلام مقدس رنگ غالب دی چه هغه لمړی ډول ته علماؤ " فلسفی تصوف » او دوهم ډول نه " اسلامی شکاندن او شرعی تسوف » ویلی دی .ځکه چه په تصوف ډېر د فلسفي مسایل گډشوی دی، نو له دغه جهته دا هم ویل شوی دی چه دغه کلمه له یونانی کلمی ) سوف ) څخه معربه شوې ده ، یعنی حکمت، سوفیه یعنی حكماء مگر محققین وایی چه دغه د فلسفی غلبه پر لمړی ډول تصوف وه علامه حاجی خلیفه به دغه باب کن لیکلی دی: و اعلم ان الاشراقيين من الحكماء الا لهيين كالصو فين في المشرب والاصطلاح، خصوصاً المتأخرين منهم ... په دې ډول نوی مشرقین او پوهان هم لکه فان كريمر . دوزی ، دهند فلسفه ، او نکلسن دنو فلاطونیت فلسفه ، په تصوف گډه بولی نو که د حضرت شاہ ولی الله صاحب محدث (رح) پر قول سم موز داو منو چه په عهد نبوی (ص) کتب تصوف داحسان په نوم موجودوه، ځکه چه په هغه عهد کنې هيڅ د فلسفې او دهندی او یونانی افکار و اثر نه و و او نه اصحاب کرام رض » او خلفاء عظام به خلوت کنې کتبينسته ، بلکه ددوی اوی کار د اسلام تبلیغ او جهادوو، او له رهبانيته منع شوی و ه له دغى مقدمی څخه دغه نتیجه را وزی ، چه داسلام لمړنی تصوف داحسان په نوم فقط دخالق عبادت او د مخلوق خدمت او هدایت او جهادو و مگروروسته خنی منفی خیالات دهند له خوا او خنی افکار دیونان له فلسفې څخه په را گډ شوه چه د تصوفو رنگئی اور الیش کی ، دغه تصوف نو . فلسفی تصوف ، بلل کیبزی ، ددغی خبری تصدیق موز د حضرت خواجه عطار (رح) له ویناوو څخه کوو چه لیکی تا بعد ازان طریقت (تصوف) به فلسفه کشید ، چنانکه اوس به توله دغو تفصیلا ته څخه تاسی ته ښکاره شوې وی چه د تصوف منفی خواچه دهند او یونان د فلسفی افکار به گردی ، له اصلی اسلامی تصوف څخه بېله ده ، ځکه چه اسلامی تصوف ، عین د شریعت پابندی او د اخلاق نبوی ص او دستتو تعقیب دی چه هلته رهبانیت نه سته او زیا را و جهاد في سبيل الله، او د اسلام تبلیغ او د خلقو هدايت ئې اساس دی! نوپه دغه معنی موز دمتصوف او متشرع فرق نسو کولای
او دغه دوه صفته سره لازم او ملزوم دی ! په دې نژدې در و پېړيو کې درى سوه كاله )
حضرت شیخ احمد فاروق کابلی مجدد الف ثاني ( رح ) د تصوف لوى مصلح او مجدد دی، ځکه چه د حضرت شیخ عطار (رح) په قول ډیر نوی فلسفی او هندی افکار په تصوفو گی شوی وه، حضرت مجدد رح ) او دده ملگرو او شاگردانو د غه پردی افکار چه نوی نوی را غلى وه وايستل او هغه د صدر اول بر اساس ئي بنا كړه، ځکه نو دى مجدد بلل کېنزى ، او دده له مكتو با تو او نو رو کتا بو نو څخه د غه تحقیق ښه داحمد شاه با با تصوف هم د حضرت مجدد له كما لونه اقتباس شوی ، او دی یو متشرع سړی وو چه له علما و سره ئې تل مجلسونه او گډون در اود ، او کر دی کتا پخپله ئې هم له علومو څخه برخه در او ده ! احمد شاه بابا و حضرت شاه فقير الله صاحب جلال آبادي ثم الشكا پوری ته پوره ارادت در لود ، ميا نصاحب د خپل وخت یو مشهور متشرع عالم ، او د دین مشرو و چه به شکاپور کن میشته و و ، د احمد شاه با با . او شاه صاحب رابطه او مکاتبات او مفاوضات تل جاری وه. له مكتو با توڅخه ئې دغه ټينگه رابطه ښکاره کېنری چه په لاهور کې چاپ شوی دی ! میان فقیر الله صاحب پخپل وخت کښې لوی مرشد او مرجع د مسلمانانو وو . په هندوستان او افغانستان کني ئې د فضل او علم او تقوا زغ تللي وو هر خاى أي اراد تمندان در لوده احمد شاه با با هم ددغه عالم به ؟ فيض اخيستونكو مخلصينو كني وو ، لکه چه میا تصاحب د احمد شاه بابا تر وفات وروسته په يوه مکتوب کې و سلیمان شاه دده جانشین ته داسی لیکی : (نظر برا بطه انسانيه ، على الخصوص حسب رابطه قویه که فيما بين جناب شاه غفران پناه و این درویش صورت یاب گردیده بود ،)
په دې ډول د احمد شاه بابا عالمانه روابط د دغه مشهور او جید عالم سره ټینگ و ه . دغه زموز د وطن نا متو مرشد او عالم په و سیلې په طريقت کښې و حضرت مجدد ( رح ) ته رسينزي چه د ده تصوف هم له دغه منبعه ما خود دی ، نوځکه د تحقیق او تجديد جنبه لری او احمد شاه با با هم شده یو محقق او متشرع ا را دتمند گڼل کیزی ، چه اسلامی مثبت تصوف ئې له دغه لویه عالمه کسب کړی، او د اسلامی شریعت یو زیار کښونکی او مجاهد پیرو و ! مثلاً شاه صاحب په يوه عربی مکتوب کس ، چه احمد شاه با با ته ئی را استولی دی ، د جهاد تشویق کوی او د اسلام د حقیقی اوامر و ښوونه او فتوا ورکوی (۱) اوس به نو تاسی ته ښکاره شوې وی ، چه زموز د احمد شاه بابا عرفانی افکار پر کوم محور گرزی ؟ او له کومه ځايه ئې استفاده کړې ده ؟ او د تحقیق په کومه درجه کنې وو ؟ اوس چه موز د احمد شاه بابا پر عارفانه افکار و لنز څه رو نیا واچوله او ددغه حقیقت موڅه نه څه څرگندگی . ددې دپاره چه زموز ښاغلی ویونکی د بيان له اوز دوالی څخه زهیر نسی ، نو به اند لند دده لحنى عرفاني افكار لاندى و ليكو، هغه څوك چه شایق وی پخپله به دغسی ډېر خوازه بحثونه د ده په کلام کنی و مو می ، ځکه نو موز له تفصيل څخه صرف نظر کو و :
د امانت دروند بار
داهغه دروند و ری دی چه . په " اناعر ضنا الامانة على السمواة والارض و الجبال فابين ان يحملنها واشفقن منها فحملها الانسان كښې ئې قرآن عظیم ذکر کړی دی د انسانيت عام مسئولیت او دخلافت الهی دمقام اهمیت خو را دروند او ډېر دی ، حافظ وایی :
اسمان با رامانت نتوانست کشید
قرعه قال بنام من دیوانه زدند
احمد شاه با باد انسان دغه دروند د مسئولیت با ر په داسی ډول ښیی :
څه ضعیف تن ئي " احمده »
حیران ستاو درانه با رته
بل های ددغه درا نه و ری په اخیستو لوپوری سخت حیران دی څه دروند بار د امانت دی زه به څه پرې احمد شاه » کرم دایه زره کنی ولری ، چه د اسلام خنو مفسر ينود امانت تفسیر به سلطنت هم کړی دی، نو که په دوهم بيت کنې احمد شاه بابا ، ددغه لوی اجتماعی مسئولیت ذکر کړی وی ، لیری نه ده)
دانسان اصل
انسان فقط له مادي او د مادې له مظاهر و څخه مرکب نه دی . یور جانی مقام هم لری چه احمد شاه بابا ئی دا سی کیل
دا زما صورت خته
به څلور عنصر پته
که څلور عنصره واخلي
پخپل څېرده دا کټ مټه
كله كله متصوفين ؛ دغه روحانی مقام ، وطن بو لی ، او په يا د ئي ژاری ، احمد شاه بابا ددغه معنوی مقام یاد داسی کوی :
اروا طوطی دی وطن به مومی
بیا د مات د نفس قفس کا
نه پوهیزم زره ځماد کوم وطن و و
دیار مینی بیگانه له خپله کور کرم
چه دروح به رونها ورك سوم
احمد اوس كه يك تنها شوي
ستا وطن د یار کنار رو
احسن تقويم
داهغه مسئله ده چه په ان الله خلق آدم على صورته ) كښ څرگنده شوې ده ، احمد شاه بابا وایی :
پخپل خم دی احمد» رنگ کر
ځکه شو هسی مشهوره
یا څه عجب دی د خپل حسن په خم رنگ کړ
به عالم دی ښکاره کړی داخمیان ستا
كاته او نظر
صو فيه دنیا او ماده دقدرت مظاهر گنی ، نو هر کله له ظاهر مظهر . د مظهر قدرت وینی داتدقيق او نظر دعر فان اساس دی
چشمی داری و عالم در نظر است
دیگر چه معلم و کتابت باید
خوشحال خان خټك ويلي دي :
که دی سترگی دعرفان شته مبارك شه
د گلزار په ننداره چه استقلال کړې
احمد شاه با با هم دغه تدقیق او نظر لری لکه چه وایی .
زه چه تل نظر داهسی لور پر لور کرم
په هر لوری دخپل زړه صیقل بیانور کړم
مثبت تصوف
لکه دمخه چه مووویل ، احمد شاه بابا د تصوف مثبته خوا در لوده ، یعنی دده تصوف " فلسفی تصوف » نه وه چه ددنيا ترك او رهبانيت يكن اختبلی دی ، بلکه دده تصوف شرعی او اسلامی وه ، چه د جهاد روح، او د تقوا او خدمت خلق خوائي غالبه و . ، لکه چه پخپله دفنا او بقایه خواو کنی داعتدال لار نیسی او بقا دفنا كمال بولی: دفنا كمال بقاده داد سر کا سه پرې مکړه رمانی تبار مکن.
ایمان او یقین
به ما وراء الطبيعه ابحاثو كن عقليون او فلاسفه تل پر عقل تکیه کوی ، مگر عقل هم حقائق کماهی نسی پیژندلای فلاسفه که څه هم په دغه لارکن ډېر زیار کازی ، مگر دغه زیار ترخایه نرسیزی او به پای کنې وایی : معلومم شد که هیچ معلوم نشد » ( فخر رازی ) سقراط
دیونان مشهور فیلسوف په دغه فخر کاوه ، « چه بخیله ناپوهی پوهېدلی و و سپنسر دانگلستان نامتو عالم به ویل y چه به هیڅ نه پوهېرو » احمد شاه بابا یوه ورځ چه شگفتہ دپسرلی گلونه غور بدلی او جهان ئي ښكلى كړى وو په دقیق نظر د غه ننداره کتله مگر عقل ئې هیڅ په فلسفه ددغه ښکلی جهان پوه نشو. له ځانه سره لي وويل : احمد » شپه وورځ ثنا کړه عقل څه رسی به کار ؟ د پسرلی په پای کنی گلان رژ بزی ، پر گلستان سیبت د فلاکت اوادبار خاوری اوری احمد شاه با با دغه دحیرت مقام داسی نبیئی :
به قدرت دی گل کر جور
بيا په لړ عمر کې زور
کا نشک چه چمن په ښایسته و
اوس ئې با دوړی لکه پرور
تر دغه وروسته په حیرت کښې ډو بیری نو وایی :
احمد شاه ، فکرونه پرېز د ه
بخره مو مه له حيرته
په دې ډول احمد شاه با با یوازی عقل دعرفان او پیژند گلوی به لا ركني كافي نه بولی ، ځکه چه دعقل دسیرهای حیرت دی ، نودی پخپل کلام کن هر کله دا یمان او يقين تلقين کوي ، او دغه لارتر مجرد عقلیت غوره کوی لکه چه وایی :
د یقین په خپل یارمومي
نفس نومید کړې لکه شڼده
معرفت څراغ بل کړی
یقین وباسه له ځنده
احمد شاهه که یار غواری
لیری کړه د ګمان پلنده
بل ځای وایی :
د یقین په لاره دور می
په گمان ولی دریزی
د ګمان صورت که وا خلي
نه دریاب په موج بهیږی
شک فانی یقین باقی کره
په باقی به هوسیږی
دغه خپل یار به وینی
د یقین پر لوړ که خېژی
يا:
د احمد دیار ترمنځ دګمان غرونه
که یار غواری د یقین پر لاری پښې ږده
یه دغه خوا کښې داوسنۍ زماني مشهو رفيلسوف علامه اقبال هم ز موز دا احمد شاه با با تینک ملگری دی لکه چه وایی
حیات جاودان اندر یقین است
ره تخمین و طن گیری بمیری
بل ځای وایی :
خر دبیگا نه ذوق یقین است
قمار علمحکمت بد نشین است
دو صد بو حامد و رازی نیرزد
به نادانیکه چشمش راه بین است
مقام شوق بی صدق و یقین نیست
یقین بی صحبت روحالامین نیست
گر از صدق و یقین داری نصیبی
قدم بیباک نه کس در کمین نیست
د جهان تطورات
احمد شاه بابا د دنیا نقشه په فلسفی نظر داسی کازی :
کله سرناوی بیاد مامی وی
کله ژرا وی ، څه غر غړوی !
دا جهان طور طور ښکاریزی
څوك په سر توروی دچابگړې وی