د ژبو مشترک کلمات
د ژبو پژندلو فن اوس په دنیا کښی تقریباً مثبت رنگ موندلئ دئ او لکه نور علوم ثابت چی برای تجربوی اساسو او مشاهداتو متکي دي دا علم هم ورو ورو دساینس رنگ مومياو مثبت اساسونه ورته وضع کیږی.
يو له هغو مثبتو اساسو څخه چي اوس په دې علم كښي د رياضي د فورمول په ډول منل سوئ دا دې چي د ژبو الفاظ او كلمات كټ مټ د نورو ژونديو مخلوقاتو په ډول دژوندانه مخصوص نوامیس او قواعد لري او دفطرت احکام پر دوي عیناً . نورو کایناتو په ډول جاری دي.
مثلاً که یو سړی له سړې مځکی څخه هجرت وکړی او په توده مځکه کښی و اوسی دغه تور نوی محیط اوبه او او اقلیم ژر اغېزه پر کوی او د ده رنګ اوڅیره د نوي چاپېره سره سمیږي که سپین ؤ توريږي که څورب ؤ و چیږی د دي سړی په پښت او اولاده کښی دا اثر په خوار ښه توگه ښکاری او هر څونی چی دوی په دغه نوی محیط کښی پاتیږئ محیط په دوی کښی خپلی اغېزی ښکاره کوی او خپل احکام پر جاري کوي
الفاظ او هم کلمات دغسي دي د محيط سره تطابق مومي او هر نوي محيط ته چي ولاړ سي د هغه ځاي شکل پيدا کوي او ځانته مخصوصه بڼه او زوړ رنگ له لاسه باسي د انتقال او اقتباس قانون چی په نورو کایناتو کښي جاري او ساري دئ په کلماتو کښي هم کټ مټ ليدل کيږي بلکي براي کلماتو الفاظو باندي دا د فطرت حکم تر تطابق محيط دمخه منطبق با تطبيق کيږي لمړ یوه کلمه نوی محیط انتقال کوي وروسته نو مطابقت ورسره مومي نو دا له ابتداء څخه د انسان حیاتی کار دئ چی له خپلو گاونډیانو او چارچاپېر څخه اقتباس ،کوی وروسته ای پر خپل نیازه و نوی شکل ورکوی او په نوې بڼه اچوی.
د انسانانو او ملتونو ژوندون تل تطور مومی د دوو گاونډیو اولسو د ژوندانه ټول شیان سره ورته او سره نژدې وې.
د ژبو لغات هم تل سره گډیږی او په اجتماعي او تجارتي روابط و کښي چي د دوو ملتو د خلکو تگ راتگ سره جاري وي ځیني لغات او كلمات يو له بله سره اخلي كله كله دا لغات ډيري لیري مځکي ته هم سفر کوي او په یوه خوارليري ژبه کښي هم ځان ورګډوي .
هم ددغه اجتماعي او محيطي متفاوت د انتقال اثر دئ چي د اکثرو ژبو ځيني لغات سره مشترک وي او د يو ژبي کلمات په بله ژبه گديږي. مثلاً د اروپا اکثراً ژبو ډېر لغات له لاتيني څخه تللي دي او هغه او ژبي ئي تشکيل کړي دي نو د انگليسي او فرانسوي ډېر لغات سره مشترک دي او دغسي هم د شرق د آریائي ژبو ډېر لغات له یوي ريښې څخه دي اوسره مشترك دي مثلا د سنسکریت او د هندي نورو ژبو د پښتو او پارسی ډېر لغتونه سره دمشترک يا ډېر سره نژدې دي. د پښتو آس د پارسی اسپ د سنسکریت اشـو څـونی سره نژدې دي؟ د پښتو ډېوه او دسنسکریت ډېوه سره مشترک دي، او ځکه چي هيڅ ژبه له مشترکو لغاتو او کلمات و څخه نه ده خلاصه نو آیا د یوې ژبی تخلیص د نورو ژبو له اثره څخه ممکن دئ؟
زما په عقیده : یه ! او زه پر دې خبره هم لرم چی یو له هغو څخه دا دی اوس علم دا خبره ثابته کړې ده چی د دنیا ټولی ژبی کورنه کورنۍ دی او هره ژبه ضرور په یوه کورنه اړه لری. د هري کورنۍ ژبي بيا ځانته ريښه او بنسټ لري چي هگه بنسټ د يوې کورنۍ ژبو لپاره مشترک وي.
نو په دې صورت هر ژبه خپل بنسټ رجوع کوی، او یو څو ژبی باید ورسره شریکي وي که دا خبره موږ د علم بر پاخه اساس ومنو نو د ژبی د خالص توب دعوې به پرېږدو .
مثلا : آریایي ژبي چي په هند او افغانستان او فارس او نورواروپایي ممالکو کښي ویلی کیږی ټولي آریایي اصلی ژبي څخه راوتلي دي نو ځکه اوس د دغوژبو اکثر لغات سره مشترک او نژدې دي په دغو ژبو کښي پښتو ژبه له سنسکریت او اوستا سره ډېره نژدې ده له پارسي سره هم خپلوي لري .
اوس چی موږ گورو د پښتو ډېر لغات یا کلمات په هندی ژبو او پارسی کښی کټ مټ مستعمل او ژوندی دی، مثلاً : هـټ او هټۍ چی د دوکان معنی لری، کلمې دی چی له سنسکریت او هندي ژبو سره مشترک دي دغسي (رود، دېوال بنه) او داسي ډېر لغات او كلمات له پارسي سره مشترك لرو.
دا مشترک لغات زموږ دي او کورټ ئې موږ له ژبي څخه نه باسو دغسي هم له عربي څخه ډېر مفغن كلمات لرو، چي اوس زموږ سوي دي او خاص د پښتو مال دي او نه ښایي چی پردي وګنل شي . کمیس، پاتا، میراث، ناره له دې ډلی څخه دی چی اوس پوره پښتو بل کیږی.
د لغاتو د انتقال په دوره کښی د یوې ژبی سره ډېر لیری کلمات هم گدیږی او داسی الفاظ ورته را درومی چی اصلا د هغې ژبی له کورنۍ څخه هم نه وی.
مثلا : سنسکریت چی یووه آریایی ژبه ده یعنی له آریایی کورنۍ څخه ده او عربی چی له سامی کورنۍ څخه ده پخوانو تجارتی روابطو کښي د لومړۍ ژبي ډېر لغات عربو ته تلي او په عربي ژبه ګد سویدي لکه د سنسکریت اپت چندن، مشکا ، کپور، تانبول چی عربی ته تللی، او د آفت، سندل، مسک، کافور، تنبــول رنـگونـه ئـې غوره کړیدي.
اوس چی موږ وگورو دغه لغت او کلمات په پښتو کښی هم سته اپت چندڼ، کاپور ټول مستعمل دي نو گویا دا الفاظ فقط سامی عربی عربي ژبي او د آریایي ژبو تر منځ مشترک ګنل کیږي او په ړارسي کښي هم بیرته په عربی شکل مستعمل دي خو فقط عربی دوني كار كړي دئ چي د خپل احتياجه سره ئې شكل او رنگ ور گرزولئ او معرب کړی ئی دئ.
داسي کلمات چي په ژبو کښي يو له بله سره اقتباس سوي دي خورا ډېر دي د مثال په ډول زه دلته فقط د یوې کلمې (پوز) سرگذشت لیکم :
په هره ژبه کښی اصوات او حروف ځانته یو طبیعت او خاصیت لری چی زه دغه طبیعت ته د حروفو ویژگیت وایم او مقصد مي دا دۍ ډېر ځله چی یو څو توری سره یو ځاى سی دغه او. په اکثره ژبو کښی مطردوی، نو دغه حروف چی په طبیعت کښې یوه معنا پرتـه وي د علم اللسان په اصطلاح ماده" يا "عنصر" بولي.
مثلاً : د (س، ت) په طبيعت کښي د توقف او درې او بودن معاني پراته دي نو دغه عنصر په اکثرو آريايي ژبو کښي د دغه مفهوم لپاره مشترک دي د پښتو هستیدل ،سته د پارسی هست، ایستادن، د انگلیسی stayاوstandاو Stable او نور ډېر لغات دغه عنصر لري نو گویا (س، ت) د توقف او بودن د مفاهیمو لپاره په آریایی ژبو کښي عنصري توري دي. دغسي هم (پ ، ز ) د لوړي او جگي لپاره عنصر گڼل کیږی په پښتو پوزه یا پزه ځکي بیني ته وایی چی په مخ کښي لوړه ده. پوزه د ماقبل په فتحه لوړي ته وايي چي غوندۍ ئې هم بولي په پارسي هم (پوز) د انسان او حيوان د مخ راوتلي ته واي او دا كلمه د حيوانات و سره ډيره استعماليږي كه د انسان سره استعمال سي نو ئې مقصد توهين وي.
پوز سگ، پوز شغال، ځکه ویل کیږي چي دغو حيواناتو (پوز) راوتلي وي پوزه هم په پارسي هر هغه شي ته وايي چي لکه (پوز) دغسي راوتلي وي په پهلوي ژبه کښي هم (پوزه) په دغه معني مستعمل ؤ (فرهنګ نظام)
له دې څېړني څخه تاسي ته ښكاريږي چي (پوز، پوزه، پـزه) لـه آریایی ريښې څخه دي او عنصري توري نې (پ ز) دي.دا آریایي کلمه ډېره پخوا په عربي ژبه ګډه سوې او د انتقال تر قانون لاندي تللې ده پېړۍ سوې ېړۍ پر تیري اوسه هم په عربی کښی موجوده ده
یاقوت حموی پخپل معجم الادباء کښی دې کلمې وجـود پــه عربی کښی هسی لیکی : (شبهت مولای الشیخ و هو یتحدث) و یقول ببوزه کذا و بیده کذا بقرد رایته الیوم ......
نو دا آريايي (پوز) خورا پخوا په عربي كښي مستعمل ؤ او عربـو لغويونو هم د فم الكلب" په معني راوړئ دئ (شفاء الغليل)
اوس هم په دغه معني په فلسطين كښي دغه كلمه مستعمله ده مثلا تو كه وغواړې چي سړی د توهین په دول له خبر خاموش کړې نو ورته وائی (سدبوزک) یعنی پوزه وتړه.
دا یوه کلمه ما د مثال په ډول دلته وښووله په عربی پارسی هندی ژبو کښي داسي کلمات ډېر دي چي د تاريخي روابطو په اثر یو له بله سره اخیستي دي اوس ئې هره ژبه خپل مال گڼي.
ښه اوس به نو وگورو چی د مشترکو لغاتو او کلمات و په های خاص کښی موږ څه کولای سو؟
که له ځانه سره د ژبی د مور تخلیص او بوبه کولو فیصله وکړو نو باید چی د پښتو (پزه) و پرې کړو ځکه چی دا کلمه خو هم پارسی او هم په عربی کښی ست خال دا چی په په رو هم موه بلته نو. او نه نوی نوم ورته وضع کولای سو نو ناچاره یو چی د پښتو پزه) یا (پوزه ومنو او دا لغت له لاسه ونه باسو، په دې ډول ډېر مشترک لغات او په سوو سوو كلمات لرو چی باید پخپله ژبه کڐیئه اصلي مال ئې گڼو، او په دې ئې ونـه کـږو چی دا لغت خو په نورو ژبو کښی هم مستعمل دئ.
د ژبي د سپېڅلتوب او خالص کولو شوقيان په هر اولس کښي هر وخت ډېر وي مگر دا شوق او هوس کوم پوخ اساس نه لري، زما په عقیده د فطرت له سیره مخالف یو بځایه هوس دئ.
ژبه خو په حقيقت کښي فقط د افهام او تفهيم آله ده، نو چي يــو ملت په ځينو الفاظو يو له بله ښه سره پوهيږي او هيڅ مشکلات نه وي ورته څه ضرور دئ چي دوي به نوي لغات او کلمات له ځانه تراشي یا به ځیني و حشي او نامانوس الفاظ د مدنی او منلو الفاظو پر ځای دروی؟