سریزه
د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره
یادونه: د متن په حاشيو کې (مر) د تاريخ مرصع چاپ شوې نسخې ته اشاره ده، چې د ښاغلي دوست محمد کامل په اهتمام په ١٩٧۴م کال په پيښور کې، یونیو رستمی بک ايجنسي چاپ کړې ده.
(ار) د ارمغان خوشحال په نامه د ده د اشعارو هغه مجموعه ده، چې د پيښور دغې ایجنسۍ په ١٩۶۴م کال د ښاغلي سيد رسول رسا په اهتمام چاپ کړې ده:
دغه دواړه کتابونه د سواتنامې د متن په تصحيح او تحشيه کې زما تر نظر لاندې وو (حبيبي) ۶-۲۴-۵٨