32

اشرف خان هجری

پښتو مقالات

د پښتو مقتدر قصیده سرا

 اشرف خان هجری کله کله خان روحی هم بولی، د خټکو د کھول یو پوخ او پیاوړئ قصیده سرا دئ. دده په قصیده کښی د وطن د بلتانه درد او سوی پټ پروت دی. بېلتون دده کلام ته اثر خاص او رقت او د آتشینو احساساتو تودوالی او وطنی اشعارو خاص رنگ او آهنگ ور بخښلئ دئ دکن په منفا کښی د (روه) دغه شیرین نوا بلبل هسی درافشانی کا :

 ما هجری ته ئې هجران دکن لمبه کړ

 ځکه تل د یار له غمه در افشان یم


  هجري د هنر دوست او فنان ذوق خاوند ؤ په يوه اوږده قصيده د هنر لوړ مقام او د پښتو شاعرانو هنري منزلت ټاکي او په انتقادي نظر د دوي هنر کوي. دا قصیده داسی شروع کیږی چی په ادبی اصطلاح ئی مقتضیه یا محدوده بولله گڼلای سوای ځکه چی کوم نسیب یا تشبیب نه لری :


 د مردانو بدایی علم و هنر دی

 آرایش د گلرخانو په زیوردئ

 د هنر پیشه زیور د زیرکانو

 هر چه فخر په دولت کاندي بقردئ


 د هجری په نظر کښي آرٍ او صنعت په دې نړۍ کښي يوه لايزاله پديده ده او په داسي حال کښي چي نور اعتبارات نيستي کېدونکي دي فقط همدغه صنعت د نړۍ ښکلا جاوی سا. : پریږدی، دی وایی

 په اقبال د دهر ځای د غرور نسته

 د بقا زوال ئې ژر لکه دیگر دئ

 په هغه یـار فرزانه کله نازیږی

 چی ئې نن په غیږ کی یو سباه دیگر دئ

مهین یار تر علم نسته په دنیا کي

په دوه داره مدعا لره  رهبر دئ 

که عالم په علم جوړ ملک ئې بوله

 بلکه لا تر پرښتونه ن کوتر دئ 


دلته هجري د شاعرۍ فن ته ور گرزي او داسي ئي ستايي :

 هر صفت چي خالق ايښي په بنده کي

 تر همه و گويايي والا گــــــهر دئ 

هيڅ تميز به ئې ونه سي له حيوانه

 خود په ژبه آل ممتاز د بوالبشردئ

 گويايي کسب کن. انسان ده

 ولي هر چي سخنور هگه بهتر دئ



 که سبب ئي ګویایي د زبان نه ده

 سکه په څه بلبل په طيرو کي سروردئ


 دلته هجري د خپل قوم د هنري فعاليت لږوالي ته ملتفت کيږي او په دغه تريخ حقيقت په داسي ډول اعتراف کوي، چي داده نقاد نظر ځيني ښکاري. 

پښتون ذات چی رب پیدا کړ له ازله

 دود د علم او هنر پکی کمتر دئ

 که همه قوم پره کــــــری سر له سره

 دا حکمت په څو مكانه باید دئ


 هجري د خپل پلار خوشحال خان خټک په استادۍ او فني مهارت وياړي او ځان ئې په مستقيم ډول خلف او شاگرد گڼي او وايي :

 اولاً به د استاد له حاله وايــم

 چي ئي شعر جهانگير لکه قمر دي 

په پښتوژبه چي شعر چا بيان کړ

د همه و و نظم استوري دي، دى نمر دئ

 څه خوبي د هغه نمر وايي مهجوره 

چي ئې نوم دهر نيولى سرپه سر دي

ټول ئۍ وسپاره په ما سرير د نظم

 هغه نمر چي نن د خاورو په بستر دي 

نن حريف در جواب نه وينم په دور

 نه مي يوله مړو په شعر برابر دي

 زه محتاج د شاهد نه يم په دا قول 

په راستي مي دا غـرا شعر محضر دئ

که څوک خیال د جدل کا زما له نظمه

 دغه گوی دغه میدان دغه احقر دئ

 زیبا شعر هسی زړه د هجری یووړ

 لکه زړه د سفله وړئ سیم و زر دئ

 د هجری په کلام کښی د پخوانو قصیده گویانو اغزه او معناً ښي ښكاري.

 شیخ اسعد سوری د پښتو بولونکی یعنی قصیده سرا د امیر محمد سوری پر مرگ له فلکه سره گیلې ماڼې کولې او څنگه ئې د هغه ویرنه یعنی (رثا) په مهارت او فني لياقت سره ويلي وه.

 اوس د هجری په یوه شکوه کښی هم د هغه زاړه فکر او بلاغت پڅرکی ښه ځلیږی او د منظر نگار او استعارې کمال ځنی ښکاری :

 هسی چاری په انسان ولی سما کا

 چی یی کار همه په څټ د مدعا کا

 کیفیت ئی مشابه له بازیگرو 

نوی نوی مخ له غیبه هویدا کا

 ماه و مهر جوړه مهری د حقه بازو

 په ماښام یوه په خوله نی پیدا کا

 توره شپه گویا پرده د نیرنګیو

 و هر چت روزانه بازي نما كا

 سره مهره په لپو ونيسي تياره سي

 بيا عطسه دشپي مصدره د سبا كا

 زمكه سره لكه شهپر سي دمورانو

 چي پیدا له قمه زاغ د زروها كا

د مراد باده څرگنده کــا ســری تـه

 بیا ئې زر ورځنی پټه په جفا کا

 نه به یار و یار ته و بخښی قسم دئ

 نه به څوک ځنی آدم حاصله تمنا کا

 بیا به کله درخو وکا سینگارونه 

نه به بیا آدم شمله په څېره کښېږدی

 چی درخوئی سینه یخ په تماشا

 د گردون هسی روش دئ له ازله

 دوه مین په زجر تل سره سوا کا

 هر زمانی چی خنجر و کاږی د قهــر

 له گدایه برابر لوی امراکا  

 د فضل په فضلیت ئۍ رقت نسته

نه ئۍ توره لږ ادب د اولياء كا

 دا ويل به ارمان كښيږدي په وگړي 

كه قرائت ئې په منبر باندي ملا كا

 چي آخر وفـا لـه مـرده مونده نه سي

 مرد هغه چي په حيات همه تر شا كا

( هجري) در ديده هميشه د حقيقت كړه

کیفیت ئۍ کاڼي زړه هم په ژړرکا 

وگورئ چی د شاعر په فکری چاپېر کښی تل د زمانې سیاسى او اجتماعى اوضاع اغيره من وي. د اسعد سوری او د خوشحال خان د زوی رثایی قصیدې هم ویرنی او شکوې دی خو هغه وخت د پښتنو سياسي عظمت د فكري استقلال او پر ځان ويسا او د روحي ټينگار او صلابت مويدو په وير او ماتم كښي هم شاعر له دنيا فراز نه كاوه او د پاس او قنوتيت څپو لاهو كاوه لكه چي د اسعد په قصيده كښي نه ليدل كيجر. خو د هندی مغولو د پردې سلطې او اقتدار د لوړتیا وخت و دلته د پښتنو ملی مرکزیت د دوو غښتلو شاهنشاهیو تر منځ تری تم و او خوشحال خان غوندی پیاوړی مشر او د آزادۍ د جنگ نومیالی مبارز او و ژبیلان شاعر تر خوور. نو ځکه د هجری په قصیده کښی یو دیاس او نومیدی رنگ ښکاری، په کوم ځای کښی چی د اسعد سوری او خوشحال له خپلی ویرنی او شکوې څخه هم د ژوند او قومی افتخار لپاره نتیجه راباسی. هجري د ملي مړيني په گروم او وير كښي دنيا او مافيها تـه شـا كوي او وايي : 

مرد هغه چی په حیات همه تر شا کا


 دا دئ بل واکۍ او بدبختی لوی نښان چی زموږ په قومی شاعرئ کښی د کورگانیانو له مظالمو او جفاوو څخه پیدا سوئ ؤ او د پښتنو درې سوه کاله کودغه. دِدَغی اجنبي تاړاکه سر مبارزه کوله . مګر سره ددې چي ددغي  دورې په ادبی اثارو کښی ډیری د گرومه ډکی انگازې دیته خو پښتون مهجور شاعر بیا هم خپل وطن او دملی ژوندون او افتخار مرکز نه دئ هېر کړئ ، لکه چي هجري وایي 

که نصیب بنده کړی په دکن دئ

 دامنګیریې همېشه عشق د وطن دئ

د زړه باز ئې تل د( روه) په زمکه گزری