32

بامی بلخ بامی بامیان

پښتو مقالات

د وطن تاريخي ښار بلخ خو تر اسلام دمخه باختر بلل کېدي، چي ددې كل يوناني ترانه دي، اوډستېر قديم شكلونه ئې : (بخت، بخد باخدي دي چي دغه اشکال هم اوستائي گڼه لكيفي كلي دَهُرِي دَهُمْ اوستائي. : (ب)، ا، خ، د، ی) یا (باخ در ی) چی هغه باخدی او باختر دی. (۱)

 د ویدا دا تهروید برخه هم ددغه نوم شکل بالهيكـا راښئي، او وروسته د هندي آريانانو جنگي قصې لكه مهابهارت، هم ددغي كلمې شكل بلهيكا ضبط كوي، ډار مستتر فرانسوي محقق وايي : چي بلخ په پهلوي ادب کښي باخل Bakhiلیدل کیږۍ . او dhچي بخـدي کښي دي، په زند کښي په ql اوړي په سنسکريټ کښي باهلي Bahli يا بالهي balhi راځي. په اوستا کښی د بلخ صفت سریرا Srira (ښکلی) دی چی وروسته دا صفت په )بامی) تبدیل،سویدی، بامی هم ( ځلاند، ښکلی) معنی لري، چي پـه زنــد کښې ريښه بامیــا ‌Bamyaده (۲)


جیکسن معروف مستشرق لیکی چی د اوستا یوه پهلوی نسخه په سمرقند کښی موندلې سوې او د اتم مسیحی قرن ده هلته بخل. شکسته، با میک" ددغه کتاب د اتم شاتروئیا کښی راغلی دی. 

د لغوي څېړني او فیلالوژۍ پر اصولم سم په دې خبره کښي هیڅ شک نسته ،چي د ویدا پکهت او هم وروسته دیواناني هیروډوت پکت دغه اوسنی پښتون دي، چي دبخت  او بخد او باخدی او بالهیکـا او باختر سره اساسی نژدوالی لری، او دا ښکاره کیږی چی باختر، بخـد او باخدی ټوله د (پکهت) او وروستی پکت او بخت او پښت او پښتون سره داسی لغوی قرابت لری چی د یو کورنې کُلم. پره ده اوس ئې دلته ښه پلټنه نه کوم، ځکه چی زما د لیک مقصد بل دی، په اسلامی دوره کښی د بلخ د نامه سره بامی هم وینو، او لکه لوړ چی وویل سوه، دا نوم هم قدیم دی.

 د پاړسو ادب په خورا زړو پاڼو کښي دا نوم وينو چي د بلخ سره دمضاف الیه یا صفت په ډول راځي مثلا :

 فرخي سيستاني ( متوفي حدود ۴۲۹ ه ) وايي : (۴) 

مرحبا ای بلخ بامی همره باد بهار

 از در نوشاد، رفتی یا زباغ نوبهار

 حکیم اسدی طوسی په ۴۵۸ ه) هسی وایی : (۵) 

بفرخ ترین حال گیتی فروز

 سپه راند از آمل شه نیمروز

 سوي شيرخانه بشادي وكام

 که خواني ورا بلخ بامي بنام


فردوسی طوسی د ۴۰۰ ه) په حدود وایی :

 سوی بلخ با می فرستاد شان

 بسی پند و اندرزها دادشان (۶) 


 بل ځای وايي:

 درم بسته از بلخ بامی برنج

 سپرد و نهادیم یکسریگنج (۷) 


انوری وایی : 

توان از بلخ با می شد به بام مسجد اقصی


 علامه ابوریحان البیرونی چی د غزنوی پاچهانو د زمانې یو محقق مؤرخ او جغرافیاوال دی، د ۴۱۰) هـ) په حدودو د جهان د مشهورو ښارو په ترڅ کښی د بلخ ذکر کوی او وایی چی : بلخ واسمه فی . القديم بامی (۸).

لکه لوړ چی مختصراً درښکاره کړه سوه، بامی تــل دبلـخ سـره یـو خای راغلی دی او موږ ته د استعمال له ډول او مورد څخه دا هم ښکاره کیږی یا چی بامی دُدې ښار اوڕا لقب. ړه لری چی قدماوو بامي بللي دي، حتي چي البيروني غوندي لوي محقق چي ده قول ټينگ سند گڼل کيږي، هم وايي چي پخوانو بلخ د بامي په نامه باله. دپاړسو ژبی د لغاتو پلټونکو او فرهنگ لیکونکو هم ددغی كلمی معنی لكه د استعمال له مورده چی ښكاره كیږی، ضبط كړېده، او زیاتی د تسمیې وجه او نور اطراف ئېسی نه دی مخكاره كړی فرهنگ لیكونى. : «چی بامی د بلخ لقب ؤ، او تلفظ ئې د راضی په ډول کیږی. (۹) د بامی کلمه


چی سړی واوری ژر ئې فکر د بامیان خواته هم ځی، چی بامیان هم یو تاریخ ښار دی، او ښای چی د بلخ بامی او بامیان ترمنځ یو تسمیوی اشتراک وی (۱۰) :

 بعضی مؤرخین داسی هم لیکی چی بلخ بامی د بلخ بامیان په نامه هم ذکر سویدی بامی او بامیان دواړه مشهور دي. (۱۱)

 ز کی ولیدی توغان چی د اسلامی اثارو او زړو کتابونو پېژندونی او داستانبول د پوهنتون دارالفنون) د تاریخ استاد او پوهنوال دی، هم وایی چی ښایی د بامیان نوم له بامی څخه اخیست سوى وى نو بامیان باید بلخ. معني وي او ښايي چي د بامیان ښار د بلخ دخلکو مستعمره وه. (۱۲)

 لکه چی ددغو محققو تاریخ پوهانو رای چی ده باید هم ضرور د بامیانو نوم له بامی سره اړه ولری ځکه چی دا دوه معروف او مشهور ښارونه مراکز هر وخت تر یوه ادارات لاندی،وه یو ثقافتری ئه درلود لی وه. هم نه ده چی موږ د علامه زکی ولیدی خبره ومنو او د گنج دانش پر روایت ویسا و کړو. ، اوس چی تاسی ته تر یووه اندازې د بلخ بامی د نامه تاریخ او شهرت ښکاره سو، نو به د بامی کلمې شرح د پښتو ژبی له خوا هم لندی ولیکم چی دغه کلمه اصلا، پښتوده او دا نوم هم پښتودی پښتودی پښت، پښتودی پښت. موږ د بامی نوم اوس د یوه قوم په ډول وینو، بامیزی د ابدالیو له زیرک څخه د پوپلز و په ښاخ کښی یوه پښه ده (۱۳)، او دد قبیله افراد تر اوسه هم په قندهار کښه است، اوسه هم په قندهار کښه است. مخصوصه محله د بامیزو کوڅه بلله کیږی دده قوم په نامه په دھول خو بامی یو علم یعنی د سړی نوم دی، او موږ ته دا راښکاره کوی چی دا کلمه د نامه (اسم) په ډول زموږ 


اسلافو او پخوانو کښی مستعمله و او دوی بامی پر سرو نوم ایښو. که څه هم د علمي قانون له رويه اسماء او اعلام کرد که علت نه دي، مگر بيا هم د يوه علم اطلاق پر سړيو بندي بېله کومي نژدې يا ليري وجه تسميې نه وي او کومه رابطه د اسم او مسمي تر منځ هم کله کله موجود است. که موږ دپښتنو اسماء الرجال او اعلامو ته ځیر سو دا به را ښکاره سي چي ددوي په پخواني ژوندانه کښي د قدرت او طبيعـت لـه مظاهرو سره رابطه تینگه وه يعني دوی د یوه نوم د ايښوولو پروخت د هغو شیانو نومونه اخيسته چي هغه شیان ددوي په حيات کښي داخل وه، او دا هم هغه د طبيعي محيط يو غير شعوري اغزه ده چي پر ټولو مخلوقاتو باندي جاري ده او په پاي کښي د اجتماعي پوهانو له خوا. دغه د قانون تطابق محیط " په نامه یادیږی. ښه ! اوس به نو وگورو چی بامی د څه شی نوم وو، او له کومی خوا راغی چی د پښتنو په نومو کښې ځای ونیو. او غرنی گلان خورا ډېر کیږی، مثلا : په پښتنو کښی جندی خان پوپل، گلاب، غاټول او = دغسي نور ډېر نومونه، چي هر يو ديوه گل نوم دي. بامی هم ددغه ډول نومونو څخه گڼل کیږی، او اوس ښکاره. اوڅرگنده او زباده سوې ده چی بامی هم دیوه گل نوم وو. 

مثلا : شیخ السعد بن محمد سوری ( متوفی ۴۲۵ ه) . ( متوفی (۴۲۵ ه) چی د پښتنو یو خورا پخوانی شاعر دی په یوه قصیده کښی وایی : (۱۴)

 نه غټول بیا زرغونیږی په لاښونو

 نه بامی بیا مسېده کاه په کهسار


غټول یا غاتول یا خټول خو موږ پژنو چی لاله دی، مگر بامیزه تراوسه نه پیژنم چی د کوم گل نوم دی، ښایی چی غول د لاله عمومي نوم وي، او بامى ئې بيا مخصوص خاندان او فرعى قسم وي. موږ ته دا هم ښکاره ده چی په بلخ کښی د اسلام دمخه یو معبد و چی نو وهار، نوبهار ئی باله دا معبد خورا مشهور و لومړى ئې په زردشتی مذهب او بیا وروسته ئې په بوداییده دینه اهل لوئه درلو. او جگي جنډۍ پر دې معبد ولاړي وې، له ليرو ځايو څخه ئې خلک ليدلو ته ورتله د مؤرخينو په قول ئې بیرغونه په ترمز کښی لیده کېدل دولس فرسخه لیري(۱۵)که موږ په تاریخي سترگه وگورو ددې بیر غو آثار په خوراپخوانی زمانه کښی وینو، ځکه چی په اوستا کښی هم باخدی د جگو او لوړو بیرغو هیواد بلل سویی. دی. د گلانو استعمال او وجود د بلخ په نوبهار کښی هم له قدیمه څخه وو، ځکه چی هغه معبد به هر کله په گلو ښکلی وو، حتی دا رسم اسلامی مؤرخینو هم لیدلی و یاقوت حموی چی خپل کتاب عمرو تر. بن الارزق الكرماني په روايت ليكي: چي نوبهار په بلخ كښي يو مشهور او لوي معبد ؤ چي هر كله به په حرير او نورو ښكليو ټوكرانو پوښلي ؤ، او د هغه ځاي د خلكو دا دود و چي به يوه. نوپه گلانو به ئې پوښلــه او د پسرلی پر وخت به ئې لومړنی گلان هم پردې نوبهار اچول، او د نوبهار پر شاوخوا لکه ښار ډیری ودانۍ وې، چی زائرین به هلته. اوسیدل. (۱۶) 

د یاقوت له دې روایته ښه څرگندیږی چی په پخوانی بلخ کښی نوبهار ؤ، او په نوبهار کښی دخلکو دا دود و چی په پسرلي به ئې دا


خونه په گلانو پوښله، ځکه چی بامی په پښتو د گل نوم دی، او بلخ هم بلخ بامیان یا بلخ بامی بل کېدی او ددغو گلانو استعمال د بلخیانو مذهبي دود او رسم ؤ، نو ​​هیڅ لیری نه ده چی به بلخ همد. ونومېدی او تراوسه هم د گل سرخ د پسرلی مېله په مزار شریف کښی جاری ده چی اوس د حضرت علی (رض) په مبارک مزار کښي کيږي.

 د ادب او بلاغت په علومو کښی دا خبره هم زیاده سوده چی یو لغت د زمانه د تُرُدلو او د محیط له گرزودلو سره سم د معنی او استعمال له پلوه تطور مومی، مثلاً : له حقيقت مجاز ته گرزي، او ډيري. نوي نوي تقريبي معناوي پيدا كوي. 

د زړو آثارو په استناد د بامی معنی هم دوه احتماله مومی: لومړی دا چی دا د زاړه سریرا (ښکلی) پر ځای په حقیقی مفهوم درېدلې وی، نو ئی معنا هم (ښکلی) دی.

 دوهم دا چی معنی ني اصلاً يو كُل وي، ځکه چي د گل اوښکليتوب تر منځ يوه حقيقي او ازلي او خلقتي او طبيعي علاقـه ست، نو به وروسته د مجاز په ډول د ښکلي او ځلاند په معني. مشهور سوی وی

 په دواړو صورتو د بامی کلمې اصل او ریښه په پښتو ژبه کښی سته او لکه لوړ چی ذکر سوه، د پښتو بامی او د بلخ بامی او بامیان تر منځ یوه ټینگه علاقه مندی ست چی مائي بيان د تاريخ اسنادو په ویسا لنډ  ولیکی (۱۷)