اوستائی مذهب او آئین
عمومی کتنې (ملاحظات): په دی کښی څه شک او شبه نشته چه (ویدی سرود) څرنگه چه د ټولو نه زیات او د مخه ئی مذهبی جنبه درلوده، (اوستا) هم د ټولو نه د مخه يوه معينه مفکوره، اصول او مقررات در لودل، او یو داسی کتاب دی چه د یو ټاکلی او مشخص مذهب او آئین نمایندگی کوی. دغه دیانت د ملتو په عرف په بیلوبیلو نومونو یاد شوی دی، ځینی د هغه د وضع کوونکی د نوم (زرتشتر) له مخی هغه (زواستری) بو لی، او ځینو نورو د (اهورامزدا) د نوم له کبله هغه (مزدئیزم) یاد کړی دی، ځينو دغه عقیده د ښه او بد عنصر د مقابلې په سبب (دوالیزم) بللې ده، ځينى کسان ورته آتش پرستی وائی، او ځینی نور خلک هم د کتاب د نوم له مخی دغه دیانت (اوستائی) بولی. دغه نومونه هر یو، يو مناسبت لری مگر زیاتره دغه مناسبت د دغه دیانت د تحول د تاریخ په ټاکلی وخت او زمان او د هغه په دورو پوری اړه لری او مربوط دی که چیرې له دغو نومونو څخه د یو سره موافق وی د بل سره سر نه خوری او که چېری سر هم و خوری د مفهوم په لحاظ د هغه ټول اطراف نه رانیسى له دی کبله څرنگه چه د دغه عصر نور مشخصات مو په (اوستائی) نامه یاد کړل د هغه وخت آئین او مذهب هم په همدغه نامه یادوو. د اوستائی فصل په شروع کښی مو دغه مسئله د بیلو بیلو اړخونو او لحاظونو څخه بیان کړه چه اوستا او د هغی زمانه او هغه ټول شیان چه هغی ته ئی نسبت کیږی د ویدی دورې د تحول لمن ده لکه چه وموویل (زرتشتر سپنتمان) د (ریشییانو) یا د ویدی دورې د وروستنيو پوهانو څخه یو تن دی څرنگه چه مو وویل اوستا د ویدی د وروستیو سرودو دوام دی او د هغو د تسلسل کړۍ (حلقه) موهم د (گاتونو) د اوستا د پخوانۍ برخی په وجود اثبات ته ورسوله. څرنگه چه د ویدی وروستیو سرودو ژبی او د گاتونو د اوستا د پخوانۍ برخی ژبی پخپل منځ کښی سره ډېر شباهت درلود، اوستائی آئین او د وید پخوانی آئین هم یو د بل نه جدائی نه درلوده او داسې مشخصات موجود دی چه دغه دواړه دیانتونه سره پیوسته کوی او تردې پوری ښکاره کوی چه د دغو دواړو دیانتو پیروانو په يوه معينه منطقه او په یوه ټاکلی ټوټه ځمکه کښی ژوندون کړی دی، لکه چه د ویدی فصل په اولو برخو کښی هغه وخت چه غوښتل مو د باختری کتلی د آريايانو شريک کور ثابت کړو د ځينو نورو عواملو په جمله کښی لکه د ژبی، ادبیاتو، عنعناتو او د نورو مشابهت يو مو هم د ویدی او اوستائی زمانی د عقیدی او آئین مشابهت مثال راووړ، نو اوستائی مذهب بیله هغو تحولاتو نه چه د یو زرق م کال په شاؤخوا کښی ئی د خپل ظهور له وخته څخه د اسلام د مقدس دين د خپرېدو نه وروسته تر درېو څلورو پیړیو پوری دننه پخپلو اصولو کښی کړی دی د ویدی دیانت او عصر پخوانی عوامل هم لری.
اوستائی مذهب په باختر کښی د خپل ظهور له ورځی څخه د زمانی په تېرېدلو په بیلو بیلو ځایو او عصر کښی چه خپور شوی دی د ډیرو تحولاتو، بحران او د ترقۍ دوری ئی تېرې کړی دی چه په دغه ځای کښی د هغو د ټولو د یا دولو موقع نه ده ځکه چه ځینی دوری ئی د دغه فصل له چوکاJ حتى آریانا له تاریخ نه د باندی دی، لدى کبله مو په عمومی ډول د هغه تحولاتو ته اشاره وکړه او وروسته تر هغه د هغه اصلی شکل او قیافه په هغه عصر کښی چه ورته رارسېدلی یو بیانوو.
باید دا هم وویل شی چه اوستائی دین د یو زر ق م کال په شاؤخوا کښی په باختر کښی د هغه د ظهور او پیدا کیدو له ورځی څخه تر نن ورځی پوری له منځه تللى ندى او اوس هم ځینی پیروان لری. دغه دين د يو زر ق م کال له شاؤخوا نه په فارس کښی د هخامنشيانو د پیدا کیدو تر وخته پوری تقریباً پنځه سوه کاله په اوستائی قلمرو یعنی د آريانا په خاوری پوری منحصر او مخصوص و، د اسپه د بلخی سلطنتی کورنۍ د فتوحاتو او تبليغاتو او د هغو تعلقاتو له کبله چه وروسته بیا اشوریانو او هخامنشیانو پیدا کړل د غرب خواته خپور شو مگر سامی عقیدو پکښی اغیزه وکړه او د هخامنشی زمانی اوستائی دیانت دستورو د عبادت او د نورو سامی مفکورونه يو گډ (مخلوط) شکل درلود پخپله د آریانا په قلمرو کښی په دغه وخت کښی هم د اسکندر د فتوحاتو تر زمانی پوری دغه دیانت خپل مختصات ساتلی وو. د اسکندر حملی او فتوحاتو د اوستا مذهبی آثارو او نسخو ته سخته صدمه او زیان ورساوه. تر دی چه د ځينو نظريو له مخی د اوستا هر څومره نسخی چه په آریانا او د فارس په نقاطو کښی موجودی وی هغه ټولې په اور وسوځیدلی او بر بادی شوې، او اسکندر کومه نسخه هم يونان ته ولېږله. طبعاً دغه پېښه هغه مهلک او سخت ضربت ؤ چه اوستائی مذهب او معتقداتو ته ورسېد. سره د دی بیخی ورکه نه شوه او د اوستا محتویات زیات و کم که په زړونو کښی وو او که په نیت و پرکو او پټو نسخو کښی پاتی شول، هغه یونانیان چه د اسکندر د فتوحاتو نه وروسته که په باختر کښی وو او که په فارس کښی په شام کښی وو او که د غربی آسیا په نورو ځايو کښی متمرکز شول او محلی حکومتونه ئی تشکیل کړل د خلکو په دین او مذهب پوری ئی څه کار او غرض نه درلود - له دې کبله خلک د لوى بحران د یوی دورې د تېرېدلو نه وروسته خپل پخوانی دین ته بېرته متوجه شول او ورو او وښتل، طبعاً يونانی معتقدات او ارباب انواع هم زيات ؤ کم مشهور شول.
زمونږ په مملکت آریانا کښی دغه وضعیت دوام درلود او تر دغه وخت پوری په با ختر کښی د یونان او باختری مستقل او خپلواک دولت تشکیل شوی نه ؤ چه اشوکا د موریا امپراطور چه د هندوکش تر جنوب پوری ئی نفوذ پیدا کړی ؤ، بودائی مبلغین ئی د آسیا شرقی ځمکو ته وليږل او د دریمی ق م پیړۍ په نیمائی کښی بودائی دین د آریانا په شرق کښی معمول شو او کرار کرار ئی د مملکت مرکز او د هغه شمالی برخو ته په خپرېدو پیل وکړ او د دوهمی ق م پیړۍ په آوائلو کښی باختر ته هم ورسېد.
هر کله چه د آریانا باختری او یونانی دولت په دغه وخت کښی ډیر قوت موندلی ؤ او د هندی خاوری د فتوحاتو نقشه د هغه د پادشاهانو منظور نظر وه د بودائی دین خپریدل ئی د هند د خاوری د استعماری سیاست له مخی هم قبول کړل، په دغه ترتیب اوستائی مذهب او دين ورځ په ورځ او په تدریج سره ضعیف شو او د آریانا په نیمائی شرقی برخه کښی که د هندوکش په شمال کښی وو او که په جنوب کښی د بوديزم د پاره ئی ځای خالی کړ او زمینه ئی ورته برابره کړه او بیله دی چه بیخی له منځه ووځی د هغه د ثقل مرکز په غیر محسوس ډول د آریانا نیمی غربی برخی او له دغه ځای نه هم مخصوصاً د هیرمند او سیستان حوزی او د هامون شاؤخوا ته ورسید.
دغه هغه دوره ده چه د بلخ په نیمه شرقی برخه او قندهار کښی بودیزم عمومیت درلود خو اوستائی دیانت بیخی له منځه و نه ووت او د دغی برخی او خطی په غربی برخو کښی اوستائی پیروانو عمومیت درلود او بودیزم لا دغو ځایو تنه ؤرسیدلی.
باختری پارتیانو چه په هیرکانيا کښی ئی د یونان او باختری مستقل سلطنت د تشکیل سره سم د نوی سلطنت په جوړولو شروع وکړه او وروسته تر هغه د فارس د ځمکو خواته مخ په وړاندی لاړل او هغه ځمکی ئی د يونانيانو له سلطى نه خلاصی کړی هغه لوی کار چه ئی وکړ د اوستا د متن په تشکيلولو او د خاطرو په ټولولو کښی ئی ډیر کوشش وکړ او دغه رویه په ساسانی زمانه کښی تعقیب شوه او هر کله چه اوستائی دیانت د آریانا په غرب کښی او خاص بیا د هیرمند او سيستان په حوزه او د هامون په شاؤخوا ځمکو کښی یو آرام مرکز موندلی ؤ، د اوستا په ځینو نورو برخو کښی ډیری خاطرې په دغه ځای پوری مربوطی دی. بیرته آریانا ته راځو، د لویو کوشانيانو په زمانه کښی سره د دې چه بودائی دیانت مخصوصاً د مملکت په نیمه شرقی برخه کښی ډیری لوری درجې او عظمت ته رسیدلی ؤ تر دی چه د ځینو نظریو له مخی د مملکت رسمی دین او دیانت گرځېدلی ؤ، بیا هم د اوستائی دین او آئین خاطرات او مقررات له منځه تللی نه وو او تقریباً ټول اوستائی ارباب انواع د بیلو بیلو او مختلفو کوشانی سلطانانو په مسکوکاتو باندی نقش دی او له هغو څخه به وروسته او د تاريخ د دې سلسلې په دوهم جلد کوشانی فصل کښی په تفصیل سره بحث وکړو، په دی کښی شک او شبه نشته چه بوديزم د رقابت میدان مخصوصاً د مملکت په نیمه شرقی برخه کښی وېوور او نوری عقیدې چه پدی ځای کښی د هغو د بیان موقع نه ده هم پیدا شوی وي مگر د اوستا پیروان د هیرمند او سیستان په حوزه کښی پاتی شول او د اسلام د مقدس دين د پیدا کیدو او د زرنج ؤ بست د دیوالو پای ته د عربو د عسکرو د راتگ تر زمانې پوری دغه دین او دیانت پانی ؤ، او همدغه حال ئی د فارس په ځمکو کښی درلود، او د عربو د فاتحينو د قوأو په مقابل کښی پارسیانو د هند خاوری ته پناه ویوړه او تر اوسه پورې په دغه دین او دیانت ؤلار او پابند دی، نو په هغه ترتیب چه تېر شو د اوستا دين او آئين دغه دوري در لودلې چه هره یوه په ځینو مخصوصو مميزاتو مشتمله ده:
(۱) د زور استرې نه پخوانۍ دوره چه په هغی کښی د ویدی دیانت عوامل داخل دی.
(۲) د )گاټوڼو) زمانه یا اوستائی صافه او پخوانۍ دوره چه ټوله په باختر او د ویشتاسپه او پخپله د بلخی زرتشتر سپنتمان په زمانی پوری مخصوصه ده چه نژدی پنځه سوه کاله دوام ئی کړی دی.
(۳) د هخامنشی زمانه چه اوستائی آئین او دین فارس ته ورسېده او سامی معتقدات ورسره گډ شول.
(۴) د اسکندر د فتوحاتو د معاصر بحران دوره.
(۵) د پارتیانو دوره چه هغی ته ډ زور استری تیاره عصر ؤ زمان ویل کیږی او په آخر کښی ئی پارتی پادشاهانو د پخوانیو خاطراتو په ټولولو شروع و کړه.
(۶) ساسانی عصر چه اوستائی دین و آیین د دوی د سلطنت په قلم رو کښی بیخی نوی او بېرته ژوندی شو.
(۷) د مسلمانانو د فتوحاتو معاصره دوره.
دغه ډوری هره یوه ځانته مميزات لریء چه د هغو ټولو بيان د دغه فصل له موضوع نه او هم زمونږ د مملکت د تاریخ له چوکاټ نه خارج دی. له دې کبله په هغه شی باندی مو اکتفا وکړه چه د عمومياتو په برخه کښی وویل شو او د دغه دیانت اصل اساس د هغه په یو دوو لومړيو مرحلو کښی چه د دغه فصل او زمونږ د مملکت د تاریخ د مقصد جز دی بیانوو.
په دوهم فصل کښی د (عقیدو) تر عنوان لاندی په (١۴١ مخ) کښی مو وویل چه د ویدی زمانی آریایانو په معينه او ټاکلی معنی کوم دین د مربوطه مقرراتو او رسوماتو سره نه درلود، د نورانی او ظلمانی عناصرو څخه امید او وېرې دوی د عناصرو په احترام او له هغو څخه په وېره مجبور کړی وو، او د مخلوقاتو او کائناتو د خالق په وجود تیریوې اندازی پوری پوه شوی وو، او د خپلو تیکونو احترام او ستاینه ئی هم کوله.
په اوستائی دیانت دغه شیان هم هر یو پخپل ځای کښی خپاره شوی او انبساطئی موندلی ؤ او په ډېر قوت سره ئی یو ټاکلی او معین شکل پیدا کړ. په دوهم فصل کښی مو بیان وکړ چه په ویدی زمانه کښی د طبیعی عناصرو احترام او ستاینه کېدله. دغی مسئلی د اوستا په زمانه کښی د تیارو او بدو عناصرو سره د روښانو او ښو عناصرو د مقابلی ټاکلی شکل پیدا کړ، او دغی مفکورې د اوستائی دین ؤ آیین بنسټ کېښود او په عمومی ډول د ښو او بدو، د ګټورو او ضررناکو، د روښانو او تیارو قوې د دغه وخت په مخیله او خیال کښی شخصیت پیدا کړ او د نومونو خاونده شوه لکه چه د تیکی قوې ته ئی (سپنته مینو) او د بدۍ قوې ته ئی (انگرو مینو) ویل او په دغو نومونو ئی بلل او هغه ئی په (مقدسه پوهه) او په (خبيثه پوهه) هم ترجمه کړی دی. که څه هم د اوستائی دین او آئین اساس د همدغو دوو (روښان اوتياره، تیک او بد مفید او مضر) قواؤ د مقابلی له مخی کېښودل شوی ؤ. سره د دې د «اهورامزدا» (هرمزد) د ټولو په سرا و مشرتوب حکومت او حکم فرمائی کوله. په دغه ترتیب باید وویل شی چه:
هره مقابله او جگړه چه وه د (سپنته مینو) او (انگرومینو) ترمنځ کیدله او د (اهورا مزدا) په مقابل کښی د خبيث فاعل کومی قوی خارجی وجود نه درلود.
نو اوستائی (دوا ليزم) په گاټوڼو کښی مخصوص او معين مفهوم درلود په دغه ترتیب چه (اهورامزدا -هرمزد) په یواځینی ځان د کائناتو نظام اداره کاوه - او د تیکۍ او بډۍ ترمنځ – د خير او شر په منځ کښی، د وجدان د نور او د نفسانی شهوت د تیارو ترمنځ د قواؤ مقابله وه چه هغه هم د خوش بینی په روح چه په دغه دین کښی موجود ؤ د اخلاقی قوانینو په مراعات په تیاره باندی د روښنایی په فتح او غلبه تمامېده.
اوستا په حقیقت کښی ژوندون او د هغه ټولو مربوطاتو ته دوه جنبی ورکړی وی چه یوه ئی نور او روښنائی اوبله ئی ظلمت او تیاره وه. جنگ ؤ جگړه، انسانی وجدانی او عقلی لارښودنی او هدایات او نفسانی خواهشات د همدغو دوو مفکورو مظهر دی چه اوستا هغو ته د بشری فردی وجود نه د باندی عمومیت ورکړی او په هر باب کښی ئی د مقابلی، جگړی، عزم او ارادی توصیه کړی ډه او په آخر کښی هم د نفسانی خواهشاتو په تیارو باندی د وجدان د روښنائيو په غلبه موندلو باندی ئی ډاډ او اطمینان ورکړی دی. د مخه مو وویل چه (سپینته مینو) او (انگرو مینو) یعنی د ښو او بدو عنصرونه اساساً په جگړه او مجادله کښی وو. نو روښنائیو او مادی او معنوی تیکیو یوی خواته او تيارو او خبائثو بلی خواته صف تړلی ؤ، او همدغه رویه باعث شوه چه په اوستائی دین و دیانت کښی د نورانی او ظلمانی عناصرو مجموعه پیدا شی او د شخصیت اونوم و نښان خاوندان شی. نورانی عناصرو په هغه رول سره چه لوباوه ئی په اوستائی دیانت کښ لوړ مقام پیدا کړ.
او ځينو د هغو مجموعه اوستائی ارباب انواع بللی دی، مگر باید دغه وویل شی چه د یونانی ارباب انواعو په شان د مادیاتو نمایندگان نه وو او د مجسمو سره ئی د هغو نمایش نه ورکاوه بلکه عموماً معنوی شخصیتونه ئی درلودل، او عموماً هغو ته به ئی (یزانا) ویل او (امشه سپنته Amesha-spenta) یعنی ( جاودانی پاک ارواح ) د هغو په قطار کښ راتلل او شمیر ئی په دغه ترتیب شپږو ته رسېده:
(۱) وهيومانو Vhoumano(ښه فکر)
(۲) اشاوهیشته Asha-Vahishta(ډیر بهترین تقدس)
(۳) خشه تره وریا Khshathra-Varya (عالی او لوړ سلطنت)
(۴) سپنتا آرمتی Spenta Armati )د اعتدال حس)
(۵) هروتات Hervatat (تیک مرغى او روغتيا)
(۶) امرتات Amertat (جاودانی)
امشه سپنته هر یو جلا جلا ځانته وظیفه درلوده مثلاً (وهيو مانو) د رمو ساتونکی ؤ (اشاو هیشته) د اور رب النوع شميرل کيدله - او تقريباً د (اهورا مزدا) قاصد ؤ. سپنتا ارمتی د ځمکو ساتونکی او (هروتات) او (امرتات) د سعادت او خوشبختۍ او د عمر د اوږدوالی بښونکی بلل شوی وو، او په اوبو او گياگانو باندې ئي سلطنت درلود. سربیره په دې گټورې او مفیدی قواوې او نور عناصر هم وو چه د (انگرو مینو خبیثو ارواحو) یا دیوانو او شيطانانو په مقابل کښی ئی د (سپنته مینو) یا د (تیکی پوهی - اوعقل) ټولگی تشکیلاوه.
اخلاقی سویه: د یو ملت اخلاقی رویه د هغه د اجتماعی قوت او رشد او د مادی او معنوی ژوندون د میزان ممیزه نښه او علامه ده. د اوستائی دین ؤ آئین اساس لکه چه ولیدل شول د تیک او بد د قوې په مقابله باندی کېښودل شوی ؤ، او په دغه وضعیت د ټولو انتخاب او مسئوليت د خلکو په واک او اختیار کښی ؤ. د اوستائی اصولو له مخې بشر د (هرمزد) مخلوق ؤ او د زیږیدنی له ورځې څخه د نور او روښنائی د مملکت د قلمرو جز شمېرل کېده مگر هر کله چه آزاد پیدا شوی ؤ نو انتخاب پخپله د ده حق ؤ او په داسې حال کښی چه سعادت او نجات ئی په همدغه انتخاب پوری اړه درلوده په ظلمت باندی د نور په وروستۍ فتح او کامیابۍ کښی هم مؤثر او سهیم ؤ. ځکه چه د بشر هر تیک عمل د نور او روښنائی عمومی قوه زیاتو له او تقویت ئى ورکاوه. او هر بد کار د ظلمت او تيارې قوه لاپسې قوی کوله، نو بنا پدې بشر باید د ښه والى او روښنائی طرف انتخاب کړی وای چه نور فاتح شوی وای او د ده نجات په تیارې باندی د روښنائی په فتح او کامیابۍ سره حاصلیده.
سر بېره په دې هغه بل شی چه د اوستائی پیروانو په اخلاقیاتو کښی ئی ډیره اغېزه درلوده هغه د هغو اعمالو او کړو (کردار) په نظارت باندی عقیده وه چه د (امشه سپنته) له خوا کېده، او هر ښه او بد کار تشخیص او لیکل کېده. په دغه ترتیب اوستائی دین ؤ آیین خپل پیروان په روښانه او ښه او تیکه لاره برابر کړی وو، او هر سړی او شخص ته ئی د روښانی او تيارې لارې په ټاکلو کښی آزادی ورکړی وه او د ښو او بدو عملونو له نگرانی څخه ئی خیر کړی ؤ، او د فردی سعادت او نجات لاره ئی د اخلاقی ښيگڼو او محاسنو په غلبې پوری مربوطه کړې وه، او په دغه ترتیب هر فرد مکلف ؤ چه د ښو کارونو او اخلاقی اصولو په مراعات د يو مجهز عسکر په شان په نفسانی خواهشاتو، تيارو، او فسادونو باندی بریالی شی.
هومته، هوخته، هورشته: عموماً اوستائی اخلاقی قوانین د دريو مطلبو په اجرا او اساس کېښودل شوی وو چه د یو ټاکلی او مشخص فارمول پحيث گرځېدلی او هغه له هومته، هوخته، هورشته) نه یعنی: د (ښه نصیحت) (ښو خبرو) او (د ښو کارونو) نه عبارت دی. په دغه اساس اوستائی پیروان مکلف وو چه خپل فکر، ژبه، او عمل له چټلۍ، کثافت او مفاسدونه پاک کړی اونه یواځی د ژبی او عمل د لارې نه ناوړو کارونو ته اقدام و نه کړی بلکه پخپل فکر او خیال کښ هم هغه تير نه کړی. اوستائی پیروانو د آخرت په ورځ او پوښتنې او د اعمالو په جزا باندی عقیده در لوده. اوستا خپلو پیروانو ته په عمومی ډول د ظاهری او باطنی یعنی د بدنی او روحی پاکۍ او نظافت، راستۍ، صداقت کارۍ، مروت، سخاوت، او د خیر خواهۍ توصیه کړی او دروغ ویل شی ډېره بده او سخته گناه بللې اوستا ډېر سخت سفارش کړی دی چه ځمکه، اور، او اوبه پاک وساتل شی
او خاص بيا د مړو د جسدونو له لوث او چټلۍ څخه وساتل شی. له همدې کبله اور د پاکۍ نښه وگرځېدله او په دغه لاره کښی افراط دې درجې ته ورسېد چه دغه دین او دیانت په آتش پرستی مشهور شو او که داسې نه وی نو لکه چه وینی د موضوع په اوائلو کښی د اور عبادت (آتش پرستی) بیخی وجود نه درلود. دغه رنگه د ځمکی د پاکۍ مراعات په تېره بیا د مړو د جسدو له لوث څخه ساتنه د دی سبب شوه چه مړی په ځمکه کښی ښخ نه کړی، بلکه د غړو په څوکو او لوړو ځايو او غونډۍ باندی دی کیښودل شی چه د هوا مرغان ئی وخوری او خلاص او نشت شی.
د ویدی او اوستائی ارباب انواعو د ځينو نومونو ترمنځ مقائسه:
څرنگه چه پخپله (زرتشتر) د (ویدی) ریشییانو په قطار کښی ودرېد او (گاتونه) د اوستا ډیره پخوانۍ برخه د ژبی او مفکوری له حيثه د وروستيو ويدی کتابو او د اوستا د نورو برخو ترمنځ د ارتباط واسطه ده د ویدی او اوستائی ارباب انواعو په نومونو کښی هم ډیر شباهت موجود دى، حتى ځينى دغه نومونه سره یو شی دی چه تلفظ ئی جزئی فرق کړی دی، په ځینو نورو کښی د هغو مفهوم او وښتی دی، په هر حال په آریانا کښی د ویدی او اوستائی زمانی د عقيدو د تحول په تاریخ کښی د هغو مقائسه ډېر اهمیت لری او هر یو پخيل ځای ښکاره کوی چه دغه دوه مدنیتونه د خپلو ټولو مربوطاتو سره د آریانا په مملکت کښی پیدا شوی دی او یو مملکت او يوه خاوره ده، چه مدنی، فکری، اخلاقی، مذهبی، تهذیبی، اجتماعی او ادبی نبوغ ئی د زمانی د غوښتنی او مقتضا سره سم تحول کړی او په نورو رنگونو میدان ته راوتلی دی.
مدققين په دغه نظریه اقرار کوی چه (وارونا) د ويدی زمانی لویه رب النوعه چه ځینو د هغی نه د آسمانو په رب النوعه تعبیر کړی دی، په اوستائی عصر کښی د (اهورا مزدا) په نامه بلل شوی دی او وائی چه (اهورا مزدا) هغه نوی صفت دی چه اوستا ورته ورکړی دی او معنی ئی (ډیر پوه – ډیرهوښیار) دی، او دغه یو معنوی مفهوم دی چه د (ویدی) دین او آئین پیروانو ورته ورکړی دی. ځینی نور کسان د (وارونا) او (اهورا) د کلمو په منځ کښی ډیر فرق او جداوالی نه گوری، حتی په دغه مطلب پوری مربوطه يوه بله کلمه هم په (وید) کښی لرو چه هغه (آشورا) ده، او په هغو ټولو نورانی ارباب انواعو باندی تطبیق کیږی چه په ویدی زمانه کښی ورځنی د اهورا کلمه پیدا شوی دی.
هغه بل نوم چه زمونږ د مملکت د ویدی او اوستائی زمانی په عقیدو کښی د مقائسې وړ دی هغه (میتهرا) او (میترا) دی چه د لمر رب النوع ده او په ویدا و اوستا کښی د هغه مفهوم او معنى تغير ندی کړی، او په تلفظ کښی ئی هغه جزئی اختلاف چه راغلی دی هغه د (هـ) غورځول او حذفول دی، او دغه لفظی اختلاف د زمانی د تېرېدلو نه پیدا شوی دی لکه چه همدغه کلمه که چیری تعقیب کړو نو گورو چه زمونږ د مملکت د تاریخ په کوشانی زمانه کښی بیا هم زیات ؤ کم تغیر کړی اود (میرو) شکل ئی پیدا کړی دی د لکه چه د کنيشکا او هوویشکا په مسکوکاتو باندی د علت د حروفو په لږه نرمۍ او سختۍ او د آواز لرونکو حروفو په تشدید سره په دغو صورتونو ليکل شوې ده Mopo Miiopo Mippo Meipo Miypo او په دری ادبیاتو کښی د (مهر) په شکل پاتې شوې او اوس هم د لمر په معنی ده.
دغه رنگه د «امشه سپنته» (نورانی ارواح) چه په اوستا کښی یاد شوی او د مخه تر دی مو د هغه بیان وکړ په وید کښی پخپل مقابل کښی (اديتيا Adityas) لری چه د نوو اخلاقی وظائفو اوعنوان خاوند شوی دی. (ديوا) محض يوه هغه کلمه ده چه په (ودا) کښی په ارباب انواعو او مخصوصاً په مفیدو او نورانی ارباب انواعو مشتمله وه په اوستا کښی د (د و) په صورت پاتی ده او مفهوم او معنی ئی او وښتی ده او په شيطانانو او خبیثو ارواحو ئی اطلاق کیږی او په ویدی سرود کښی د هغی د نوی مفهوم په مقابل کښی د (راکشا) Rakshas کلمه موجوده ده چه په شیاطینو او مضرو عناصرو مشتمله وه. همدغه راز (سوما) او (هوما)، (اگنی) او (اتار) یعنی مشروب او اور او د آریانا د دغو دوو دیانتو نور شیان سره مقایسه کېدلی شی.
طبیعی عناصر: اوستائی دین ؤ آئین سره د دی چه ټاکلی شکل او خواص ئی پیدا کړی دې د طبیعی عناصرو له ستاینې او پرستش څخه چه په ویدی زمانه کښی موجود ؤ يو قلم جلا شول او په هغه ترتیب چه وویل شو تر نوی نظام لاندی راغلل. سره د دې ډ طبیعی عناصرو احترام د مفيدو عواملو او د فرعی ارباب انواعو په حيث پکښى لېدل کیږی او تردې چه ځينو دغو عناصرو لکه اور او اوبه د (اشا وهیشته Asha Vahishta ( او )هرواتات Harvatat ) په نومونو د شپږو (امشه سپنته) په قطار کښی شخصیتونه درلودل. هر کله چه دغو عناصر و پخپله په اوستا کښی مهم شخصیت درلود، او ځينو دغو عناصرو له اوستائی زمانی بلکه د ویدی عصر نه هم پخوا د هندوکش په دواړو خواو ځمکو کښی رول لوبولی دی، او ځینی نور هم د شرقی اسیا پیه ځمکو او د مدیترانې د بحر په حوزی پوری په متصلو ځمکو او حتی په اروپا کښی د یوې سلسلی نورو دینونو د پيدا کېدو باعث شوی دی: بی ځایه نه ده چه په دغه ځای کښی هغه یاد او بیان شی.
اور: که څه هم اور په اوستا کښی د (اتار) په نامه یاد شوی دی مگر لکه چه د مخه مو وویل او بیان موو کړ د (امشه سپنته)، (اشاو هیشته ) ترمنځ ورځنی نمایندگی کوله مگر واضحه نه معلومیږی چه له دې نمایندگی څخه مقصد هغه شخصیت دی چه د اور دپاره ورباندی قائل شوی وو یا د هغه مادی مفهوم دی، په هر حال لکه چه د اوستائی عقیدو په بحث مو بیان وکړ د زرتشتر سپنتمان د پیروانو اساسی وظیفه د خبیثو ارواحو سره مقابله او د نفسانی خواهشاتو او تيارو او مضرو عناصرو سره جگړه وه.
اور پخپله ظاهری روښنائی او تودوخۍ (حرارت) او هغه فائده چه بشری ژوندون ته ئی رسولې ده د خپل کشف او پیدا کېدو له ورځی څخه د دنیا په ټولو قومونو د یو گټور او مفید عنصر په حيث بلل شوی او تلقی شوی دی. او د ده کشف او استعمال له هغو عواملو څخه يو عامل ؤ چه د دنیا په هره گوښه او څنډه کښی ئی د تمدن نوې مرحلې ته بشریت رسولی دی.
د آریانا اوسېدونکو په اوستائی زمانه کښی په هغه سابقه چه پخواله دې نه ئی په ویدی زمانه کښی د طبیعی نورانی عناصرو په تشخیص کښی درلودله د دنیا د نورو ملتو په نسبت ئی اور ته ډېر لوړ او مهم مقام ورکړی ؤ او هغه ئی د (اگنی) په نامه پېژانده او د نورو ارباب انواعو نه ئی د ده دپاره ډېر سرودونه (اشعار) جوړ کړی وو ( ١۴٩ مخ) اوستا اور په ټولو عناصرو کښې يو ډېر پاک او مقدس عنصر باله او هغه ئی د (اهورمزدا) د نور انعکاس گڼلی ؤ سربېره په دې اور د اخلاقو د صفائی نښه او د خبيثو ارواحو او دیوانو په مقابل کښی د دفاع ډېره لويه حربه او آله شمیرله، لکه چه عقیده ئی درلوده چه د شپې هغه وخت چه د شپې تیاره به پیدا کیدله او خبیث ارواح (دیوان او شيطانان) په فتنه اچولو او فساد باندی شروع کوله نو یواځی د اور رڼا او روښنائی د هغوی د ویرې او تيښتې عامل کېدلی شو. او له دی کبله ئی اور د (اهورامزدا) زوی، نور او نښه گڼله، او په دغه لحاظ به ئی د هغه احترام کاوه ــ په آریانا کښی په ویدی زمانه د کورنۍ په کانون کښی د اور بلولو او روښانه کولو رواج درلود ــ او هر کله چه اور په اوستائی زمانه کښی لور مقام پیدا کړ نو طبعاً نه یواځی د کورنۍ؛ په کانون کښی اور بلولو او روښانه کولو او د همیشه دپاره د هغه ساتلو عموميت وموند بلکه په آتشکدو کښی ئی هم رواج پیدا کړ. باید دا هم وویل شی چه د کورنۍ په کانون کښی د اور ساتل د هندو اروپائی د زیا ترو قومونو پخوانی عادت دی، دغه کار په ویدی او اوستائی زمانه په آریانا کښی منحصر نه و بلکه جرمنيانو او رومنيانو هم نسبتا په نوو زمانو کښی د کورنۍ د کانون د اور احترام کاوه، په هر حال په اوستائی زمانه کښی د آریانا اوسېدونکو داسې عقیده درلوده چه د مضرو عناصرو د محو کولو او اضمحلال بهتره آله او حربه اور دی، او له دې کبله د کورنۍ په کانون کښی د اور روښانه کول او د شپې او ورځی د هغه ساتل کی خپله یوه مذهبی وظیفه شميرله او عقيده ئی درلوده چه اور په رڼا کښی (سپنته مینو) یا مقدس عقل او پوهه د دوی او د دوی د کورنۍ ساتونکی ده او مضر عناصر کوم کار کولی نشی. همدغي رویې او عقیدې له مخی د کورنۍ د کانون څخه د باندی آتشکدې هم جوړې شوې، او په مذهبی مشرانو او پادشاهانو پوری مخصوصی آتشکدې هم پیدا شوې نو اور او آتشکدو په اوستا ئی دین ؤ دیانت کښی تر دې اندازی پوری لور مقام پیدا کړ چه دغه دین او ديانت په آتش پرستۍ سره هم یاد او وبلل شو.
اوبه: اوبو هم په اوستا کښی شخصیت پیدا کړی ؤ او ځانته رب النوعه ئی درلوده چه هغی ته ئى (اپام نپات Apam-npat ) ویل، دلته سمدستی وایو چه دغه رب النوع زمونږ د مملکت په اوستائی دوره کښی پیدا شوې نه ده بلکه زمونږ د تاریخ په ویدی زمانه کښی هم په همدغه نوم ياده شوې ده، او بیله شک او شبهې نه زمونږ د مملکت د قبل التاريخ دورو د عقيدو خاطرې هم پکښی پرتې دی او تر دې وروسته به ورځنی بحث وکړو.
د(اپانپات) اوستائی نوم په تحت اللفظی صورت (د اوبو زوی) معنی ورکوی، د ده ویدی نوم هم عيناً همدغه تی دی، په اصل کښی د دې کمی اطلاق که په اوستا کښی ؤ او که په وید کښی په هغی بریښنا باندی کېده چه په ورېځو پرته ده، او هر کله چه د باران اوبه هم له ورېځو نه راتوئېږی او د هغه مسکن او مقرئی په ورېځو کښی وباله. اوبه په هغه نامیه قوه چه په ځان کښی ئی درلودله د اوستائی او ویدی زمانو نه ډېر پخوا زمونږ د مملکت په قبل التاريخ دورو کښی هم ستائل کېدلې او احترام ئی کېده، پخپله له اوستا نه واضحه معلومیږی چه پخوا له دې چه زرتشتر پیدا شی د هندوکش د دواړو خواؤ اوسېدونکو آریایانو د اوبو عبادت او ستاینه کوله او مرسته به ئی ورځنی غوښتله.
په اوستا کښی د اوبو رب النوع په بل نوم یعنی په (اردوی سورا اناهیتا Ardvi-Sura Anahita) سره هم یاده شوی ده او حتی ویل کېدلی شی چه د هغی اصلی نوم همدغه دی او د ربة النوعى په صفت بلل شوې ده، دغه ربة النوع د زور استر د زمانې نه پخوا زمونږ په مملکت کښی مشهوره وه. گایگر دغه عقیده لری چه (اردوی سورا Ardvi Sura) په اصل کښی د اکسوس د لوی سیند (امو دریا) نوم ؤ، او د خپلې نظریې د اثبات د پاره ئی د اوستا د متن څخه يوه ټوټه راوړې ده چه ترجمه ئی داسې ده مونږ «اردوی سورا اناهیتا» ستایو چه د دنیا د ټولو سيندونونه پلن او لوی دی او په ډېره تیزۍ سره د (هو کريا) له غره څخه راښکته کیږی او د (ورو کاشا) په کوچنی سیند ور گدیږی. هغه وخت چه (اردوی سورا اناهیتا) په دغه کوچنی سیند ور گدیږی د هغه ټول سواحل او منځونه څپې وهی. دغه سیند زر بازوگان او زر ښاخونه لری او هر یو بازو او ښاخ ئی دومره اوږد دی چه د یو ښه سوار کارڅلوېښت ورځی مزل دی. گایگر د اوستا د متن دغه ټوټه د ابان یشت له ٣ او ۴ فقرې یا د پنځم یشت نه نقل کړې ده او د هغی په اطرافو کښی ئی تبصره کړې او وائی چه: (هغه شی چه د مخه یاد او بیان شو د هغه لوی او د اوبو ډک سيند تصویر دی چه ډیر مرستونکی او معاونان لری، او که چیری د اوستائی ملت اصلی مسکن او استوگن ځای نه لکه چه پخپله د اوستا د جغرافیائی معلوماتو څخه څرگندېږی نظر وکړو بيله شک او شبهې نه دی ته ملتفت کیبږو چه (اردوی سورا) د اکسوس سیند(آمودریا) دی، او هغه کسان چه د اوستائی ملت استوگن ځای (مسکن) لمر پرېواته خوا ته بولی د (اردوی سورا) د سیند د ټاکلو د پاره هېڅ شی پخپل مقابل کښی نه لری باید دې ته ملتفت يو چه (اردوی سورا اناهیتا ) یواځی د اکوس د سیند د اوبو د جریان نوم نه ؤ بلکه د دغه لوی سیند د ژنی یا (بزانا) نه ئی هم نمایندگی کوله او حتی ویلی شو چه د (اردوی سورا اناهیتا) نه د اوستا اصلی او اساسی مقصد د اکوس د سیند ژنی یا ربة النوع وه.
اوستا خپل آبان یشت یا پنځم یشت ټول د دغى ربة النوعى د ستاینی د پاره وقف کړی دی. دار مستترد (اردوی سورا اناهیتا) کلمه په (مطهرة عالی قوه) ترجمی کړی او وائی چه له هغه نه مقصد د (هو کیزیا) په هغه غر باندې طبیعی سرچینه ده چه د لوړوالی نه ئی سر به ستورو لگېږی او له هغه نه د اوستا په اصطلاح د ځمکی تول سیندونه راوځی او راښکته کېږی په ډیر نوی مأخذ کښی (اردوی سور Ardvisurد سیند نوم گرځېدلی دی او (اناهیت Anahit) د دغه سيند په ژنى یا ربة النوع مشتمل دى.
په دغه ترتیب د (اردوی سورا) کلمه له (اناهیتا) ته جلا شوې ده او (اناهیتا) د اوبو او د امو د سیند د ربة النوعى او د ځمکی او ډېرښت (فراوانۍ) او د ځمکی د حاصلناکۍ او حتی د ښځی د تانیث د قوې او د نورو د ربة النوعى په حيث په آزیانا کښی د باختر په برخو کښی او له سرحداتو نه د باندی دوام وکړ. د اوستا د پنځم يشت له مخې معلومیږی چه اناهیتا د زرتشتر په زمانه کښی د اوبو او د امو د سيند د ربة النوعى په حيث په ټاکلی او معين شکل، وضعیت او اندام چه لاندی ئی بیان کوو په خاطرو کښی ترسیم شوې و مر اوستا له دغه ژنی یا ربة النوعى څخه داسی بحث کوی لکه څو ک چه د یو ژوندی شخص د قيافې او صورت او یا د مجسمه ئی هيکل تعريف وکړی، سربیره په دې همدغه پنځم یشت چه د ( اناهیتا) د ستاينې او نمانځنې د پاره وقف شوی دی تاریخی برخه هم لری او هغه دا ده چه نه یواځی له (ياما) نه راوروسته د آریانا ټولو پادشاهانو او پهلوانانو له هغی نه مرسته غوښتی ده او د هغی په نامه ئی قربانۍ گانی ور کړی دی بلکه (اهورامزدا) او زرتشتر ټولو له هغی نه کومک غوښتی دی، او له دغی مسئلی او له دغه یشت او د اوستا له نورو برخونه واضحه معلومیږی چه اناهیتا یوه باختری پخوانۍ ربة النوعه چه د اوستا او وید له زمانی نه پخوا د هغی مجسمې زمونږ د مملکت په قبل التاريخ دورو کښی هم د اندوس (سند) او د اکسوس (امودریا) له حوزې نه نه کشف شوی دی او د آسیا په غربی ځمکو کښی له سوز او عیلام او بين النهرين، کوچنۍ اسيا، فلسطين، قبرس، بلقان او له مصر څخه هم په لاس راغلی دی او معلومیږی چه په کلکولی تیک دوره کښی د سند له سواحلونه د نیل تر ناوی او د مدیترانط له شرق نه ئی هغه پیژندلی. د هغی مجسمی عموما د ښځی په شکل او نیم تنه دی او مدققینو معمولا په دغو وختو کښی هغه (لویه مور – نیا مادر کبير) یا د مور ربة النوع بللط ده او هر کله چه دا ئی د ځمکی او د هغی د نامیه قوی ربة النوع بلله نود نيمى تنې نمایش به ئی ور کاوه ځکه چه گمان به ئی کاوه چه د هغې نیم بدن تر ځمکی لاندى دى ربة النوع، د دې مجسمی د آريانا په خاورو کښی د سند له ناوی (موهنجو ديرو) او گدورزیا (بلوچستان) او باختر (د شهر بانوله خرابو څخه د ټاشقرغان د شمال په ۱۸ کیلومتری کښی) له پخو خټو څخه په لاس راغلی دی.
اوستا په ابان یشت کښی له ۱۱۹ فقرې نه نیولی تر ۱۳۲ فقرې پوری په مفصل ډول د اناهیتا د قيافې، شکل او گاڼو ( زیوراتو) بیان او تعریف کوی او دغه دی هغه مونږ دلته لنډ او خلاصه کوو: (اناهیتا د يوې ښکولې پیغلی او ځوانې نجلۍ په شکل طلائی کميس اغوستی لوړ مونه او جگ قد او ښکولی او خائسته اندامونه لری، د پاکی او نجات آثار پکښی ښکاره دی. ملا ئی تړلې ده او زرین غاړې چپن ئی اغوستې ده، د هغه وخت د رواج سره سم لويې مربعی طلائی گوشوارې ئی په غوږ کښی اچولی دی او په ښکولی غاړه کښی ئی خائسته گلوبند لیدل کیږی. ملا ئی تړلې ده چه سينې او نيو نه ئی ښکولی او ښائسته او پخپل اصلی شکل ښکاره شی، په سر باندی ئی گرد او مدور طلائی تاج دی چه سل ستارې لری او هره ستاره ئی اته اړخونه لری او پخپل منځ کښی د ښکلو ځنځيرونو په ذریعه سره نښتی او متصلی دی او جامی او لباس ئی د آبی سمور له بهترینو پوستکو څخه دی چه سړی ورته کتلی نشی او سترگی خړې پړې کوی او داسی گمان کیږی چه د سرو زرو په تخته باندی سپین زر کار شوی وی.
* * *
د مور ربة النوع چه د قبل التاريخ د کلکولی تیک په دوره کښی زمونږ په مملکت کښی مشهوره مجسمی ئی پیدا شوی دی په اوستائی زمانه کښی د ( اناهیتا) په نامه او د ښکولی ځوانی نجلۍ په شکل معرفی شوه او په خصوصی ډول د امو د سيند ربة النوع و گڼل شوه، ځکه چه د دغه سیند اوبه د خپلو معاونانو سره د باختر او سغدیان یعنی د اوستانی لومړی کانون د برخو او نقاطو د آبادۍ او سمسورۍ باعث شميرل کېدلی، د اوستائی زمانی نه وروسته د امو د سیند د جریان په اوږدو او د باختر په نورو ځایو کښی د (اناهیتا) په نامه معبدونه درلودل.
(راولنسن) پخپل (بکتریا) نومی کتاب کښی وائی چه د (اناهید) یا (اناهیتس) د مجللو معبدو څخه یو معبد چه پارسیان ورته ( تا ناتا Tanata ) او اوستا ورته (انائيا) وائی د ( بکترا) په ښار کښی موجود ؤ د اناهيتا ډېر مشهور معبد د هخامنشی له سلطی نه پخوا زمونږ په مملکت باختر کښی موجود ؤ، او د راولنسن د اشارې له مخې احتمال لری چه د دغې واقعی د یپېښېدو نه څو پېړۍ پخوا دغه مشهور معبد په باختر کښی جوړ شوی وی او د هخامنشی سیروس د لومړیو جنگونو او د خپل بېرته راتگ نه وروسته د دغی ربة النوعى (اناهیتا) ستاینه او پرستش مديا او فارس ته نقل کړ او په دغه ځای کښی مروج شو، او له دې نه وروسته فارسیانو هم (اناهیتا) و پیژندله او معبدونه ئی مثلاً په اکبتانا (همدان) کښی د هغې د پاره جوړ کړل او د «ارتا گزارسس» منمون Artaxerxes)Mnemon) ---(٣۶٢-۴٠۴ ق م) په زمانه کښی چه د اناهیت له ټينگو پيروانانو څخه ؤ د فارس په خاورو کښی د هغی پرستش ډېر زیات معمول او رواج شو. همدغه اوستائی باختری (اناهیتا) د اوبو او د امو د سيند ربة النوع یا لکه چه ځینی وائی د امو د سر چینی ربة النوع د هماغى خائسته ځوانی نجلۍ په ښکولی شکل چه د اوستا په ابان یشت کښى ئى تعريف شوی دی، په عربی او فارسی ادبیاتو کښی ئی د (ناهید) شکل پیدا کړ او د (وينوس) د ستوری وم هم شو او د ښځې د خائست فارقه علامه و گرځيدله لکه چه د ناهید اطلاق مخصوصاً د هغو ښځو په باب کښی کېده چه ښکولی او برجسته سينې او تیو نه ئی در لودل.
میتهرا: د طبیعی عناصرو په جمله کښی چه په اوستائی زمانه او دیانت کښی ئی لوی مقام درلود یو هم (میتهرا) یعنی مهریا لمر ؤ. (میتهرا) يو ناڅاپه په اوستائی عصر به آریا تا کښی مشهوره نه شوه بلکه پخوا له دې زمونږ د تاریخ په ویدی زمانه کښی په همدغه نوم (ميترا) یو سرود لری او له هغو ارباب انواعو څخه يوه رب النوعه ده چه د (اناهیتا) په شان د کنکولی تیک له زمانی څخه را وروسته په آریانا او غربی اسیا کښی مشهوره وه . د دې نوم زمونږ د مملکت د تاریخ په دوره کښی فقط د(ت) او (ته) د لهجې په اختلاف یاد شوی دی، او دغه زمونږ د مملکت د دغو دوو زمانو د ژبی له عمومی خصو صیاتو څخه دی. نو د دغو دوو نومو په منځ کښی څه اختلاف نشته او دواړه د لمر د يوې رب النوعي نه عبارت دی په اصل کښی د «میترا » کلمه مخصوصاً د هغی د ویدی تلفظ په شکل په [ دوست] سره ترجمه کوی، او په او ستائی ژبه ئی ورځنی په [قرار داد، تړون، معاهده او موافقه] تعبیر کړی دی مگر لومړۍ معنی ئی صحیحه بولی، او له همدغه نوم څخه دی چه نسبتاً په نوو زمانو کښی د (مهر) کلمه په دری ژبه کښی د لمر د پاره راغلې ده.
په ویدی سرودونو کښی «میترا» د «وارونا» او «اندرا» سره زیاتره متصله او پیوسته ياده شوې ده، په اوستا کښی د (یازتا) په جمله کښی راغلی ده او داسې ويل شوی دی چه (اهورا مزدا) د «هرابرزاتی» (پامیر) په غره باندی چه لمر د هغه د پاسه راخېژی د (میتهرا) د پاره د استوگنی ځای جوړ کړی ؤ، هر کله چه روښنائی د (رښتياوو- راستی) فارقه نښه او علامه ده نو (میتهرا) د راستی، عدالت او د لمر د روښنائی ژنی رب النوع گڼل شوې وه. هغه مهم شی چه د صنعت د تاریخ په لحاظ زمونږ د مملکت د پاره مهم دی د اوستا یوه بله لنده او مختصره ټوټه ده، او په هغی کښی ویل شوی دی چه (میتهرا) په یوه داسې گادۍ کښی گرځېده چه څلورو سپینو اسونو را ښکله [ميتهرا] یا د لمر رب النوع د دغی گډۍ او څلورو سپينو اسونو سره د باميانو د ۳۵ متری هيکل د طاق په حيث کښی کېښودل شوې او تر اوسه پوری شته.
څرنگه چه د [اناهیتا] عبادت او پرستش له آریانا نه د مديا، فارس ځمکوو د غربی آسیا نورو ځایو او د مديترانې د بحر سواحلو او نورو نقاطو ته خپور شو د [ميتهرا] نمانځنې او پرستش هم قدم په قدم دغه لاره ونيوله او تعقیب ئی کړه. په دى کښى څه شک او شبهه نشته چه [میتهرا] د [ اناهیتا] په شان په بیلو بیلو نومو او مفهوم مثلاً د اندوس په حوزه کښی د شيوا په نوم او د [ترغوائی] سره کلکولى تيک په زمانه کښی مشهوره وه او په نورو نومونو د اسيا د غرب په ځينو ځايو کښی ئی هم هغه پیژندله، او د هیتیت [بوغاس کوی] په ليکنو او کتيبو کښی په ۱۵ ق م پیړۍ د دې نوم د (اندرا) او [وارونا] د ویدی ارباب انواعو سره یوځای یاد شوی دی سره د دې دومره ویلی شوچه ویدی او اوستائی زمانې د دې نوم، مقام او نمانځنه له پخوا نه زیاته په آریانا کښی تثبيت کړې ده، د اول داریوش [۴٨۵ - ۵۲۱ ق، م] او د اول [خشایارشاه] [ ۴۷۲ - ۴٨۵ ق، م ] په کتيبو کښی د دې نوم ياد شوى ند ی مگر دوم ارتا گزرس (دوهم اردشیر) لومړی ځل د اهورا مزدا نه وروسته اناهیتا او میتهرا یاد کړی دی، او له دې نه معلومیږی چه دغه ویدى او اوستائی رب النوعه نسبتاً په نوو دورو د فارس په ځمکو کښی مشهوره شوی ده. (ميتهرا) او ( اناهیتا) د اسيا د غرب په ځمکو کښی ارمنی، لیدی، کوچنی آسیا د (سوز) او د (پرسه پوليس) په لیکنو او کتيبو کښی همیشه سره پیوسته او متصل او حتى د يوى (جوړی) (جفت) په حيث یاد شوی دی، او په همدغه صفت ئی درومن په امپراطورۍ کښی ډیر شهرت درلود، او دغه یواځی دوه اوستائی رب النوع او ربة النوعه دی چه درومن په امپراطورۍ کښی ئی معبدونه درلودل، او د انگلستان په ځمکو حتى دهسپانیی په خاورو کښی د دغی امپراطورۍ په خيریدو سره ئی هم پیروان پیدا کړی وو.
سربیره په اناهیتا او ميتهرا ځينى نور طبیعی عناصر لکه مياشت یا سپوږمۍ او ځینی ستوری د تیشتریا Tishtrya ، اوستاویزا Satavaisa اوداسی نور یاد شوی دی. او همدغه رنگه په اوستا کښی یوی سلسلې معنوی ارباب انواعو هم نوم او شخصیت پیدا کړی ؤ لکه عدالت (راشنو Rashnu) فتح (ورتراگنا Verthragnha) ترحم (اشی Ashi) او داسې نور.