32

سپین غر Spinghar

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

دا غر د هیواد په شرقي ولايت ننگرهار کي ډير مشهور غر دي، ځکه چه هر وخت ئې سر په واوره پټ وي، نو سپین غر بلل شويدي او دا نوم له قديمه تر اوسه هم سته.

په اوستا کي دا غر د سپیتاگونا کري Spita-gaona-gairi ذکر شويدي او لکه پوهان وايي دغه اوسني سپین غر دي، له دې نامه څخه هم پښتو کلمات په اوستا کي موندل کیږي او دا نوم په ښکاره درې ټوټې لري: 

۱- سپتا: چه دمخه ئې شرح وليکله شوه، او دغه پښتو سپين دي.

۲- گونا: دا کلمه په پښتو کي د مخ رنگ او بڼي ته وايي، مثلاً احمد زړه گونه راغي يعني د مخ رنگ ئې ژړ و، يو شاعر وایي: ژړه گونه گرزم په دربار کي د خوبانو. نو ئې پخوانی مفهوم ښايي چه مطلق رنگ او ډول و. 

٣- دگيري د کلمې شرح د کتاب په لومړی ټوک کي ولیکله شوه ، چه دا قديمه آريائي کلمه او د پښتو اوسني غر ده، نو په مجموعي صورت د دې غره د نامه معنا داسي کيږي: سپين رنگی غر، چه اوس ئې د گونه کلمه حذف شوې او سپين غر ئې پاته دي.