دپښتو ځيني نوي موندل سوي کلمات
په هغو کلماتو کښی چی اوس له پښتو سره نژدې دي، د پاړسو د (میهن) کلمه ده د وطن او د استوگنی د ځای په معنی په لغت فرس کښی راوړی خانمان وطن وزاد خویش و گروهي بود.
مثال فردوسي وايي :
که چون تو برين جاي مهمان رسد
بدین بینوا میهن و مـان رسد
عنصري وايي :
بگریند مر، دوده میهنم
كي بي سر ببينند خسته تنم
ددې کلمې ریښی د ځینو ښارونو په نومو کښی هم پاته دی، لکه میهنه د خراسان ښار) خرمیشن خورشید میهن د بخارا کلی خشمیشن د خیواښار کشمیهن د) مرو یوه کلا اود نور (۲) پورداوی اوسنی محقق.ددې پارسي اصلي اشکال په اوستا او پهلوی ژبو کښي په [لاندی ډول شرح کوی : د میهن کلمه په اوستا کښی منتهنه Maethana یا میتهنیا Maethanya وه چی د اوستا په ټولو ټوکو کښی نکه پشت، وندیداد، یسنا دا کلمه راغلې ده او معنا ئې هم وطن او. مسکن ده. (۳)
د پارسي کوم کلمات چي د اوستا څخه د پهلوي ژبي له لاري راغلي دي، د هغو کلماتو پر قواعدو بندي،برابر د اوستا منتهنه بايد. میهن سی په دې ډول :
۱ میهن په مجهوله یاء که څه هم اوس په پارسو کښی د مجهولی او معروفی یا فرق نسته مگر پخوا ؤ د اوستا مکسور همزه (e) چی پسله مفتوح میمه راغلی دی په مجهوله (ي) تبديليږي .
لکه:
د اوستا : دایوه daeva د دری دیو ( په پښتو : دېب )
د اوستا : داینا دئنا د دری دین ) دا کلمه سامی ریښه نه لری آریایی (ده)
د اوستا : منغه maegha د دری مبغ (ابر)
۲ د اوستا یوحرف ته (تهـ th)په دری کښی کله په (ه) اوړی لکه :
داوستا میتهره mithra د دری مهر (د پښتو مېر ، لمر)
داوستا چیتهره chithra د دری چهره( د پښتو څېره)
۳ د اوستا د مئتهنه اصلی ریښه مئت meat ده چی معنـا ئـې پـه پاړسوجای گزیدن او ماندن ده (۴) او د پښتو میشت (misht)یعنـی ساکن او ځایی هم له دغي ریښي څخه دي.
۴ په پهلوي کښي د اوستا منتهنه په مهن mehan واړول سو (۵) او په ځينو ځايو کښي (مان) Man او خانک سو (۶) چي د پارسي ژبي خانمان هم له دغی ریښې څخه دی او معنا ئې هغه وطن اود پښتو (مینه) ده.
۵ په سنسکریټ کښی هم مندیره ماندیرا د کور او خانه په معنی راغل ده او دا کلمه د اوستا د (منتهینا) پرځای په سنسکریټ ترجمه کښی استعمال سوې وه (۷) چی لومړی جز ئې هغه (مان) او دوهم جز نې دپښتو (دېره)ده.
نتيجه :
لکه چی چیترا لوړ مو ولیدل د اوستا مکسور همزه (ae) په مجهوله (ې) اوړی، لکه daeva چی دېو ) دپښتو دېب) سو، او بیا (تھ (th ) هم په پارسو کښی (هـه) او په پښتو مجهوله (ې) سو، لکه chithraچي (څېره) سوه نو د اوستا منتهنه mathma هم په پهتو کښی ( مېنه) په مجهوله (ی) تر اوسه پاته ده، چی د پهلوی مهن او د پاړسو (میهن) او (مان) له دغی ریښي څخه دي ،او (مېنه) تراوسه هم په پښتو کښي وطن ، اقامتگاه کور خانمان ته وايی مثلا : مېنه دي ورانه سه . احمد چیري مېنه کړې ده؟
دپښتو لنډۍ ده :
مېنی سپېرې کډی ئې بار سوې
جانان به چرته مېنه کا ، مینی به کړینه؟
په دې لنډۍ کښي مېنه (وطن اقامتگاه )او مينه (محبت) دواړه راغلي دي او فرق نې ښه معلوميږي.
[اوبه - آبان :
په اوستا کښی آپ په سنسکریټ کښی په آپا په زړه پارسی (فرس) کښی آپی api په پهلوی کښی آپ، په پښتو کښی اوبه په اوسنۍ پارسی کښی نـه مشترک آب او پارسی په ځینو اوله اوجو. د اوستا آفنت afant د پهلوی آپومندapomand د پارسی آوند (ظرف) د سنسکریټ اپونت apavant یعنی اوبلن له دغی ريښي څخه دي.
په اوستا کښی د کال اتمه میاشت یعنی عقرب (آیان)) نومده چی د پخوانو آریانیانو په اصطلاح د هغی پرښتې نوم ؤ چی د اوبو موکله وه، دا نوم تر څلوېښت واره زیات په اوستا در برابر اوستا. جمع ده په (ان) سره چی پر دغه قاعده برابر پخوا ډېر کلمات په (ان) جمع کېده لکه : روزان، شبان، آتشان، سوگندان اندوهان او نور... په پهلوی کښی آپان ډېر ذکر کیږی لکه : چشمک آپان داوبو ( چینه خان آپان (داوبو کان ) (۹)
په دې ډول د اوستا او پهلوی او سنسکریټ او فرس قدیم ډېر كلمات د اوبو له مادې څخه جوړ سویدی، او دغ ماده د ډیرو ځایو پهسته نوموكه. ؤ، یا (اوبه تو) چی اصلا اوبه تون ؤ یعنی د اوبو ځای او په دغه نامه تراوسه یو ځای د کندهار شمال ته تیری اوروزگان تر منځسته، او بل ځای د کوږک د غره په لمن کښی له چمنه (۳۰) میله. لیری په دغه نامه پاته دی.
بهمن - وهومنه :
په اوستا کښي دکال يولسمه مياشت (دلو) ده چي د پخوانو آريايي خلکو په عقيده يوه پرښته و چي دگټورو چارپايانو ساتنه ددې کار ؤ،
: او دا نوم دوې جز لری : وهو vahu او منه manah اول جز وهو په فرس قديم كښي هم وهوvah ؤ په سنسكريټ كښي وسو واسو vasu په پهلوي کښي وه vahپه پارسي کښي به bah دي. دوهم جز ئې په اوستا کښی منه په سنسکریټ کښی منس manas او په پهلوی کښی منشن menishnاو په پارسی کښی (منش) دی چی دغه کلمی د یویدن اندیشید څخه راوتلی اوقد او هغه منman ده من په فرس قدیم او اوستا کښي د اندیشیدن او شناختن او بیا د آوردن معانی لری، چی په انگلیسی کښی به معنی او په المانی کښی meinen دی. په پارسي کښي عينا د پښتو قديمه معني لري لري لري فردوسي وايي :
سرش سبز بادا تنش ارجمند
منش برگذشته ز چرخ بلند
چي اصلا( من اش) دي، بل شاعر قريع الدهر وايي :
یار روح حيواني ومثل مردمک
گه ميان درآید گاه اندرچشم من
د يولسيم مياشتي نوم و هومنه په پارسي کښي بهمن او پهلوي کښي وهومنvohuman سو، يعني به منش. (۱۰)
اوس به ددې کلمې دواړی البته په پښتو کښی مطالعه کو اوله برخه وهو یعنی ښه ، (اوس) په وا (وا کښی پاته ده چی د کوچنو په ژبه کښی د (ښه) معنی لری مثلا واکو : . خوښ ، یـا (وه) جی د تعجب او تحسین پر ځای استعمالیږی او بل هم (هو) ده چی په پښتو کښی د تصدیق اوتحسین پر ځای راځی او هغه (ښه) معنی لری. ، منښت، من له دغي ريښې څخه تر اوسه پاته دي چي دمخه ئې بيان تېر سو
میر__ پسه:
په پارسي کښي پسه ته گوسفند وايي چي دا کلمه په اوستا کښي گئوسپنته gaospenta وه، په پهلوي کښي گوسپند سوه، او دا نوم پر ټولو اهلي او مفيدو جانورانو اطلاق انساني د پسه ماده خاص نوم نه و لومړ. جز ئې سپنته دی، چی د پښتو (سپین) له دغی ریښې څخه دی. له دې جهته د پارسی گوسپند د پسه حقیقی نوم نه دی، بلکی په اوستا کښی مئشه maesha هم وه، چی د پښتو مېږ او د پارسی (میش) له دغی ریښې څخه اصلی اما د پښتو (پسه هم خورا) په اوستا کښي پسو پسو وه، او پر هر کوچني اهلي حيوان دا کلمه اطلاق کُده دا کلمه fshu فشو هم وه چي په لاتيني کښي pecus وه، (۱۱) او د پښتو (پيشو، پيشي = گربه) له دغي ريښهڅخه دي،
سپی :
ځکه چی سپی دکور او رمو د ساتنی لپاره یو مفید حيوان وو، نــو په قديمو اريائيانو کښي دا حيوان ماءنوس گڼل کېدی، او ددوی په ژوندانه کښي ورسه محشور ؤ، په اوستا کښي سپین span په سنسکړیټ کښي سون svanؤ . ، یاقوت حموی لیکی: چی د اصفهان نوم له اسباه څخه جوړ سویدی چی معنا ئی سپاه یا سپی دی، دغسی هم په اوستا کښی سون سون په ارمنی کښی شون shun د سپی معنی لری، په اوستا کښی سپکه اسپاکا سگ مانند په فرص قدیم ککا یاسپی. saka او په مادي ژبه کښي سپکو spako او په روسي کښي سباک sbaka د سپی نومونه دي. (۱۲) او د پښتو ژبـی سـپـی (مذکر) او سپی (مونث ) او نور صفات لکه : سپیتانه او سپیتوب هم له دغی قدیمی ريښې څخه دي.
زیرگی - جرگی - ژوژک :
په پښتو خارپشت زیرگی ، یا جرگی بولی اودا نوم له زیر = زنگ څخه جوړ سویدی. د اوستا په وندیداد (۲ برخه )کښی دا نوم دوژ که دو جکا ،راغلی او په پهلوی ژوژک جوجک او په پارسی کښی ژوژه سو (۱۳) چی ماده نی هغه پښتو ته نژدې ده او دا نوم په پهلوی کېږه.
آس _ اوسۍ :
دا کلمه په اوستا او فرس قدیم کښی اسپه aspa وه چی اصلي ماده تې اسپا aspa یا اسپی aspi وه په سنسکریټ کښي اسوه asva ويـل کېده په لاتيني کښي equus ،وه ددې کلمېکى اصلى ماده په اريايي ده چی د تند تگ معنی لری، په اوستا کښی اسواسپه asuaspa او د سنسکریت اسواسوه asuasva د تند او چالاک آس لرونکی معنی درلوده، د ماد د یوه پاچا نوم ایسپباره ispabara وو، یعنی اس وړونکی (۱۴) اسپروی یاوار چی پهلو پهلو. asabar یا اسپارک aspabarak یا اسوار اسوار ( جمع : اسواران) له دغی ريښې څخه دي او عربو دا كلمه په اساوره سره جمع كړه (۱۵) د پښتو اس (نر) اسپه ( ماده دواړه دغتله ريښالتې لري، او خپله تره. دی دا خبر تاسی ته ښکاره سوه چی اساسا په اوستا او سنسکریټ کښی د (اس) ماده د تندۍ او چالاکۍ په معنی وه ، (س) او (ه) هر وخت سره اوړی لکه : ( هوما - سوما ) د پهلوی ژبی اهوک ahuk او د پارسی اهو هم له دغی ريښې څخه دي. ځکه چي دا حیوان ډېر چابک او تېز رو دی اودا نومونه د آسو asu لـه ريښي څخه راوتلي دي، چي په اوستا او سنسکريټ کښي د تند او چست او تېزرو معانی لري(۱۶)
. اوس تاسي ددې قديمي ريښې مظاهر په پښتو کښي وگورئه :
آس (اسپ نر) اسپه ( ماديان ) اوسي (آهو) اوسپل ( نفس تيز ودراز ) چي دا ټوله كلمات هغه قديمه ماده (آس هوس) لري، او خــاواص. هغه قدیم ډول پاته ده، او آس یا اس یا اسپه هم پر خپل اصالت باقی دی.
اسیست _ اشپیشته :
اسپست (اسفست) هغه واښه دي، چي اوس ئې په پارسي رشـقـه يــا يونجه بولي او دا واښه پخوا معروف ؤ، د اريايي مځكو مخصوص گياه گڼل كې كې كې پاي پهلوي چبه هم اسپرت پهلوي چكه پھھنده پايش. ذکری کیږی ددې کلمې قدیم شکل اسپسته aspesta ؤ چی په سریانی کښی pespesta سو او د ابن درید عربی ليکوال په قول ( څلورمه هجرۍ پېړۍ) دا لغت معربه او فصفصه سوه، چي جمع نې فصافص ده ۱۷ د پارسي ژبو په مازندراني لهجو کښي تراوسه هم اسپست د شپیشتی په معنی باقی ده چی مخفف ډول نی اسپس یا بعدت دی بسحاق اطعمه وایی :
نخوردی یک شکم اسپست هرگز
چرا گاهت بود صحرای پرخار (۱۸)
دا کلمه تر اوسه هم د کندهار په پښتو شپشته (سپسته) پاته ده چی کټ مټ هغه قدیم رنگ لری فقط ځینی خلک ئې (س) په (ش) اړوي.
سینه _ شئین :
عقاب یا شاهین ( جمع معرب : شواهین) په پخوانو آریائیانو کښی یو معروف مرغه ؤ، په اوستا کښی دوه وار سینه seana راغلی دی (۱۹) د اروپا اوستاشناسانو په eagle ترجمه کړی او په سنسکریټ کښی چی هم سینهsyenaدی.
په اوستا کښی کوه بابا - او پائیری سینه upairi-saena ذکر سویدی، یعنی د شاهین تر الوتو لوړ په بندهش کښی وایی : اپارسن تر البرز ورتېر لوړ غر دی چی سر ئې په سکستان او پاى ئې په کہ وای : هری رود له اپارسن څخه راوزی هلمند چی په سکستان کښی روان دی هم له اپارسن څخه راوزی، مرو رود هم له اپارسن څخه راځی د بلخ رود هم له اپارسن څخه په بامیکان (بامیان) کښۍ راوزي ...(۲۱)
مارکوارت وایی چی اوستا اوپائیری سینه او د پهلوی اپارسن د هندوکش غربی برخه یعنی دکوه بابا سلسله ده (۲۲) چی د فردوسی دغه تعبیر کټ مټ د هغه قدیم تعبیر ترجمه ده :
یک کوه بینی سراندر سحاب
که بروی نپرید پران عقاب
دا قدیمه کلمه (سینه) په پارسی کښی شاهین سوه، او په پښتو کښی شنین (shaen) ده د شین نوم تراوسه هم پښتانه پرزامنو ږدی او لکه چی دا رسم پخوا هم و، یووری مستشرق جستی تقریباً (۲۲) نومون پخوانو پهلوانانو په ارمنی او تورکی او عربی کښی یادوی (۲۳) په شهنامه کښی د کابل د پاچا مهراب د لور نوم سیندخت و، چی لومړی جز ئې هغه سین – شیئن او دوهم جز ئې دخـت دی. يعني دشئين لور فردوسي وايي :
بپرسید سیندخت مهراب را
زخونشاب بکشود عناب را
د اوستا په فروردین یشت کښی هم د خلکو او کورنیو نومونه ( سنین - شیئین ) دی ( ( ۲۴ ) نو د اوستا سئینه او د سنسکریټ سینه وروسته سئین سو ، چی د پښتو شی ) عیناً هغه قدیم رنگ لری او د پارسو شاهین هم له دې کورنۍ څخه دی، او لکه گیگر مستشرق چــی لیکلی دی په واخی ژبه کښی چی د پښتو یووه څانگه ده (۲۵) دا کلمه شایین shain پاته ده.
باز _ باشه - وزر - لوزی :
ددې کلمات و قدیمه ریښه وزه vaza ده دوز vaz له مصدره چی په اوستا کښی د الوتلو او پریدن په معنی ،وه باز ( عربی جمع : بیزان ابواز) په پښتو اوی کښی د یوه مرغ نوم دی سرو چی د علم په ډول هم کیږی، بازو، بازک، باز کوی ددې کلمې مصغر اشکال او د خلکو نومونه دي باښه په پښتو او پهلوي واشه، واشک ( معرب : واشق) هم له دغي ريښې څخه جوړه سوې کلمه ده (۲۶) د پڕتو الوزر مصدر چی فعل حال ئې الوزی دی هم دا ریښه لری، بزبز، او بزدل چی د حشراتو پرواز دی، او د پارسی وزیدن ( باد الوتل) ټوله دغه کلمات هغه د اوستا قدیمه ریښه ( وز _ بز _ باز _ واز) لري
چرگ :
په اوستا کښی د چرگ نوم گهر کتات kahrka-tat دی، چی د اسم په ډول د چرگ له آوازه دا نوم جوړ سویدی، لکه دپښتو کړ کړ - کړهار - کټهار چی اسمایی اصوات کار نوک سوک د اوستا په پهلو. ، او په پارسو کښی هم دغه لغت چرگه ده چی پر اگیو ناسته وی ( لغت فرس اسدی ) دغه کلمه په پښتو کښی چرگ (مذکر) او چرگه ( موتث) او چرگان او چرگی ( جمع) تر اوسه پاته دي(۲۷)