32

متلونه

پښتو او پښتنواله

زما دا عقيده ده، چي د متل کلمه سوچه پښتو ده، اما ځیني خلک وايي، چي دا له عربي مثل څخه مفغنه سوې ده،که دا دوهم قول ومنل سي، نو په مفغناتو کي د عربي "ث" په "ت" اليشه سوې ده، مثلا ميراث چي مفغن يې میرات دی، د مثل کلمه به هم متل سوې وي، د عربي لغاتو پوهان وايي چي مثل يعني مثل(مانند) او نظیر وروسته دا کلمه په ټولو حکمتو کي مستعمله سوه، ځيني وايي دا کلمه له عبري مثل څخه جوړه سوې او پر ټولو حکمتو او لنډو قصو او اساطیرو اطلاقیږي په پښتو خو متل هغو لنډو ويناوو ته وايي چي د ښو معناوو او حكمتو څخه ډکي وي، په متلو کي ډېر ځله د ملتو د روحياتو خورا ښې  ښې نکتې پرتې وي، بلکي ځیني پوهان وايي چي تر شعر لا متلونه د ملتو پر عقلیت ښه دلالت کوي،ولي چي اشعار د داسي خلقو له کومو راوځي، چي فکر او ذهن او عقليت يې تر عوامو لوړ وي، اما متلونه د عوامو له عقليته حکایت کوي او د متلو الفاظ لکه اشعار مصنوعي او معقول نه وي او د عوامو په ژبه وي.

نو متلونه د عوامو وگړو ږغ وگڼل سي او دلالت يې پر روحياتو تر شعر، ټينگ او د ویسا وړ وي، متلونه د ملتو د اجتماعي ژوندون او د دوی د عقلي هويت ښکاره کوونکي دي، په مختلفو اوضاعو کي د تجربې او ازميښتو نتيجې دي، چي په لنډو کلماتو کي ځاى سوي وي. پښتنو متل کړی دی چي "پردۍ ښې نيمه خوا دي" يا "پردی کټ تر نيمو شپو دی" له دغو څخه موږ د پښتنو بېل او ځانته درانه او مستقل افکار او روحیات استنباط کولای سو او لکه د مخه چي مو هم وویل، دوی هر کله ځان لوړ او پردي يې کښته بلل د پردو دودونه يې نيمه خوا گڼل او پر خپل مليت او پښتنواله يې داسي ویسا درلوده، چي د هر ظفر او بري دپاره يې خپل ځان کافي گاڼه.

پښتانه متل کوي: "جنگ په وسله کيږي او ننگ په غله" له دې متله موږ لاندي خبري استخراجوو:

د پښتنو اجتماعي ژوندون پر جنگ او ننگ ولاړ و، د دوی عسکري احساسات په خصمانه حرکاتو کي او د ننگ جذبات په خپلوۍ او روغه کي د ژوندون مدار وه "وسله" په دوی کي مهمه او هم د اړتیا شی وه.

دي اجتماعي اړتوب دوی زراعت او کرني ته پاڅول، نو يې په اخلاقو کي زراعتي روح او د کرني قدر كول داخل سوه، دا روح که څه هم د زړو آریانانو دی اوستا د دوی زراعتي حالت ښه څرگندوي، مگر په پښتنواله کي خو دغه زوړ روح تطور وکړ او د پښتنو روحیاتو سره سم د ننگ دپاره یوه وسیله سوه، له دغه موږ ته اوڅاريږي، چي د پښتنو عقلیت بې نتیجې حرکت نه مانه، او د علت او معلول، او سبب او مسبب په سلسله کي بې برخي نه وه.

د اجتماعي ژوندون اساس ننگ و، نو د ننگ دپاره غله او کښت ضرور و، دې کیفیت د پښتونخوا وگړي اکثر کرونکي او زراعت پېشه کړه. "پر پچه وخوت کشمير يې وليد" دا متل موږ ته ښيي، چي پښتنو په عين ملي غرور او د ځان په ويسا كي ځان نه ورکاوه، يعني په لږ څه له هوله نه وتل او نه يې ځايه تکبر درلود، د دوی عقلیت ظرفیت او د نفوسو لوړتوب له دې متله ښکاره دی.

"د ډېرو لرگی د یوه غوزي" د پښتنو د اجتماعي تعاون روح څرگندوي، چي د مخه يې موږ په "بسپنه" کي بيان وكئ.

کله_کله په پښتو متلو کي د فلسفې گراني  گراني خبري هم راغلي او دا راښيي، چي د پښتنو عقليت سوچه بدوي او غرنی نه و، د دوی په عقليت کي ژورتوب و، مگر طبيعي رنگ يې درلود. د صنعي او موضوعي علومو نه و وهلى. 

هغه فلسفي قوانين او څلی چي منشا يې فطرت دی، يعني هغه الهی سنن چي پر موجوداتو په مطرد او عمومي ډول جاري دي او قرآن عظيم يي په (لن تجد لسنه الله تبدیلا)سره راښیي، د پښتنو په روڼ او رسا دماغ کي دغه مسلم اصول منلي سوي وه، او لکه یو فلسوف او پوه سړی چي د علم او فلسفې له پلوه تعبیر په کوي، پښتنو پخپلو سپېڅلو متلو کي هغه فلسفیانه افکار او خیالات ښه ځاى او فلسفې له پلوه تعبير په کوي، پښتنو پخپلو سپېڅلو متلو کي هغه فلسفیانه افکار او خیالات ښه ځای کړي دي، مثلاً دا فکر چي جهان زموږ د اعمالو د نتيجو د انعکاس ځای دی او هر سړي ته خپل عمل او د خپلو چارو جزا او مکافات رسیږي، په فلسفه کي ډېر زوړ دی، مولانا جلال الدین بلخي وايي:

این جهان کوه است وفعل ما صدا

این صدا ها باز گردد سوی ما

پښتانه دا قانون په اجتماعياتو کي تطبيق کوي، او د بدي جزا تر هغه سخته ورکوي مثلاً خوشحال خان وايي:

که په توره یې جواب ورکړې مردي ده

كه وجود دې څوك آزار كاندي په چوب

دا متقابل نتایج او متقابل حرکات د پښتنو د ننگي او اجتماعي ژوندون جوهر دی، د ښو ښه نه هيريږي؛ د بدو بدتره جزا ورکوي هغه چي له نورو غواړي، له ځانه یې هم غواړي، حمید د ناموس او ننگ په ساتنه کي لومړی د بل دا ستايي، چي خپل دا هم وساتلای سي:

چي د بل ننگ و ناموس ساتلای نه سي

و به نه ساتي څوک خپل ننگ و ناموس

د پښتنو دا روح يا د اجتماعي فلسفې مسئله په دغه يوه متل کي ښه څرگنده سوې ده، چي:

"مه کوه په ما، و به سي په تا". په دې ډول پښتو متلونه د پښتنو د روحياتو او عقليت هنداري دي که موږ وغواړو چي پر نورو متلو بحث وکړو، نو به مضمون ډېر اوږد سي، اوس مو فقط څو متله د مثال په ډول راوړه.