32

نوی عصر او نوی زمانه

د پښتو د نوي ادب لارې

پدی عنصر پوره عصری احتیاجات اود نوی ژوندون تطورات او مفکوری او مدینی حیات او ادبی او فکری آزادی او نوری نوی خبری او نوی علوم او فنون اړه لری . دادب دغه اړخ ملت ستعد کوی چی د مدنیت صحیح او غیر مضر اساسو نه ومنی او پر دغه ډول نوی توکم هم تربیه کی دغه عنصر موږ ته داراښیی چی په نوی ژوندون کی به زموږ اوضاع څنگه وی او پر کومه لاره به روان یو او څه به کوو چی له سیالانو سره سم سو او خپل نوامیس خوندی کړو.

د فرانس په نوی ادب کی د بالزاک کتاب چی نوم یی(د انسانیت داستان ) دی او په اوسنی عربی کی د حداد کتابونه (نوی آدم نوی حوا) دادب ددغه عنصر ښی نخښی دی . اما یوه بله مهمه خبره هم شته . دغه نوی عنصر ښایی چی حتی المقدور او په خورا زیار پرزاړه عنصر تطبیق سی چی ملت یی ومنی اوددوی له سمو عنعناتو څخه مخالف نه وی . او دادب زوړ او نوی عنصر پداسی ډول حکیمانه تطبیق او یو ځای شی چی هر څوک یی به خوند ولولی اود ملت په اوږه سره و نه دروو . نو به زموږ دادب یو اړخ گوډی ، او هیڅکله به پوره ادب ونه بلل سی . متاسفانه زموږ ژبه پدغه عنصر کی خورا بی وزلی ده او گناه یی هم زموږ او هغو خلکو په غاړه ده ، چی نن قلم ددوی په لاس کی دی . موږ تراوسه پخپله ژبه کی پر نوی سبک هیڅ ندی لیکلی زموږ ځلمی که څه لیکی هغه خو په بله ژبه لیکی او خپله ژبه یی کورټ هیره ده .

نن پرون ډیری ادبی ډرامی او قصی لیکی یا ترجمه کیږی مگر افسوس چی پښتو له دغواد بی تحریکاتو څخه محرومه ده .

خو لږو ډیر د داستان لیکلو چم زموږ پیښوریو وروڼو زده کړی دی او دغه خوایو څو تکړه داستان کښونکی لری.

ادبی او علمی ټولنی ښایی چی هر راز تشویق او ترغیب وکړی .

چی زموږ ژبه د عصر د د ادبی آثار وخاونده سی . هر څومره چی موږ په نورو ژبو کی کمال ښکاره کو اوماغزه و خورو هغه خو د هغو ژبو پر سرمایه زیاتیږی ، پښتو خوارکی ته خدمت ندی.


ج ـ اقتصادی اود ژوند عنصر

که څه هم ادب د یوه روحانی خوند وسیله ده . او ډیره برخه یی د نفیس هنر خوا ته ځی . مگر بیا هم په حقیقت کی د ژوندانه سره ټینگه رابطه لږی ، او که ادب له ژونده بیل سی . نو په یوازی د رحانی خوند وسلیه وی او په اوسنی مادی ژوند کی به برخه ونه لری. اوسنی مدنیت او دانسانانو فکری یون ( ژوند او ماده ) داسی رابرسیره کړی دی ، چی ټول هنرونه او نفیس صنایع او ادب فقط دهمدی له پاره غواړی ، چی په ژوند کی ددوی په کار ورسی او په مادی او اقتصادی لارو چاروکی دوی ته گـټه ورسوی پخوا ادب به خپله یو ځغلند آس و ، چی خپل سپور به یی هغی خواته چی غوښت بیوی او انسان به دادب تر ملونو لاندی حرکت کاوه . مگر اوس ادب د یوه ملونی سوی آس په توگه پر هغی خوا ځی چی انسان یی د خپل ژوندانه او مادی ښیگړو له پاره وغواړی اوداکان او عمل پر ډگر ورسره ملگری وی. 

اوسنی انسانان وایی : چی د ادب روحانی خوند هم په دی کی دی چی دانسانه سره دکاراو ژوندپر ډگر کومکی او مل وی او د مادی ژوند له پاره گـټور سی د ادب دغه نوی توجیه خو داسی ده چی موږ هم سترگی نه سوځنی پټولای ولی چی موږ هم ژوند غواړه اود خپلو اقتصادی او مادی اړتیاوو په جال کی نغښتی یو .

د پښتو نوی ادب حتما دغه ځوان عنصر هم خوندی کوی . که نه وی دیوه مړه ادب بړ ستن کی دمړو سره ځان نغښتل دعاقل سړی کار ندی .


۲ ـ دلیکوالی اصول او سبک:

ادب اساسا دوی مهمی برخی لری نثر او نظم .

نثر : ځکه چی زموږ عصری احتیاجات اود مدنیت او کاردنوی ژوندون چاری اولاری ټوله په نثر اړه لری او په علمی او فنی منثو رو کتابونو سره موږ علوم او فنون خپرولای او صنعت او حرفت ښوولای او روا جولای سو . نو زما په فکر تر نظم نثر ته ډیره توجه لازمه ده . ښایی چی د پښتو په نثر کی نو داسی سبک او ډول جوړ کو چی د افادی ا و استفادی سهولت یی مهم مقصد او عنصروی یعنی د نثاری و قافیه طرازی له گرانو او مغلقو ډولونو څخه پاک وی اد دپاړسی له وروستی مغلق هندی سبک څخه لیری وی . د نثر لیکلو په ډول او سبک کی دی خبروته کتنه ضروری ده .

الف ـ له ښه مرغه تر اوسه د پښتو تقریر او تحرید یعنی ویل اولیکل د پاړسی او عربی ژبو په راز سره لیری او بیل نه دی . هر څه چی په خوله ویل کیږی کټ مټ په قلم لیکل کیږی. د پښتو دغه خپل طبیعی او خدای ورکړی ښه سبک ښایی چی وساتل سی او زموږ ادبایی تقویت وکی . نه ښایی چی د سبک هند تخیل یاد میرزا مهدی او بیدل د نثر ډول موږ په خپله ژبه راگډ کو زموږ قلم وال پښتانه ښایی چی د ترجمی پر وحت هم دی دی خبری ته فکر وکی چی خپله ژبه د نورو ژبو تر اغیزی نه کی لاندی ، بلکی هر کله هغه مطالب پداسی ډول ادا کی چی د پښتو له محاوری او خصوصیاتو سره سم وی .

د پښتو دغه طبیعی خپل سبک چی ویل او لیکل یی سره بیل نه دی . د ښوولو او زده کولو په ټولو څانگو کی خورا غنیمت ښه دی . 

زموږ لیکونکی د ی سره له اوسه دی خواته ملتفت وی ، چی د ژبی د انشاء دغه بی آلایشه او سپیڅلی ډول د نورو ژبو د تکلف او تصنع په تقلید خیرن او کرغیړن نه کی . چی پدغه ډول لیکنو کی هم زموږ پیښوری وروڼه د مخه دی ، او حجری ژبه یی د لیکنی له پاره هم غوره کړی ده .

ب ـ د لغاتو او محاورا تو په غوره کولو کی ښایی چی د پښتنو د ټولو پرگنو د ذوق مراعات وسی . یعنی ښایی موږ په پښتو کی یو گډ سبک و مو مو چی دغه سبک ټوله پښتانه ذوقا ومنی . که څوک د یوی خوا لغات او محاوری واخلی او د نورو داپریږ دی . البته دغه سبک ټوله پښتانه نه سی منلای . مگر په لغاتو او محاورا توکی خو هغه افضل اود غوره کولو وړ دی ، چی د پښتو ژبی د خصوصیاتو سره نښت او نږدیوالی ولری . او دادب په قالب کی ژرتر ژره راتلای سی .

سوات او باجوړ بیاتر ننگر هاره او پیښوره له جنوبی خوا بیا تر شلگره او مقره د سلیمان دغره لمنو بیاد کوږک او قندهار تر رغواو ډنډو نوله کاکړو او ښوراو که بیاتر سیستان او فراه او تایمنیو ، پوری د پښتو ژبی هغه ذخایر سته چی پلټنه یی دادباوو او ادبی ټولنو کاردی .څو چی د پښتو نخوا ټوله لغات او محاوری او د تکلم اصول د قومونو د ژبی د مخصوصو مزایا وسره راغونډ نه سی ، او له هره چا څخه د هغو ښیگړو اقتباس ونسی . البته د پښتو غوره مسلم سبک هم جوړول گران دی ، څوک چی په یوه کوټه کی ناست وی دیوه قوم ژبی مقدرات نه سی فیصله کولای او نه صلاحیت لری . دلته یوه خبره خورالاز مه ده . مطلب داندی چی پښتانه یو دبل مزایانه سره منی. یه ، یه ،یه زه وایم چی د پښتو سوچه او کره لغاتو او محاورو ښه ذخیره د ننگرهار په غرو یاد جنوبی خوا په رغو کی پرته ده . زه منم چی د پښتو د ادب ډیر روزونکی زموږ هغه ننگیالی پښتانه دی ، چی دوی د خیبر دغروشاوخوا یاد پیښور او ننگر هار اود کسی غره او پښین او ږوب په پاکو او آسمانی غرو نوکی اوسی .

که څوک درحمن بابا ، یا دخوشحال خان او پیر محمد کاکړ او نورو ښاغلو پښتنو ادیبانو زیار او د پښتو سره مینه هیروی ، هغه دی په غبرگوستر گو ړوند سی.

دوی زموږ د ملیت د بنیاد کاڼی ایښس دی . دوی هغه غیور او ننگیالی پښتانه دی ، چی خپله ژبه یی د پردوله اغیزی ساتلی ده . اوس که موږ ددی ننگیالیو وروڼو په ټټرو کی دی. لڼده یی دا چی د اختلاف هیڅ خبره نسته ، نه وه او نه یه وی . د قندهار دا مشهور خبره دلته صادقه ده . چی موږ دلی وودلی به یو اود لی او سو )اما په پلټنه تتبع او گرویږ نه کی مقصد دادی چی د ژبی مزایا و ورکی ښیگړی غونډی سی گوندی موږ تر ښه ډیر ښه ومومو اوله افضله افضل تر ته ولاړه سو او له کامله اکمل لاس ته راو ړو . خود ژبی حقیقی مزایا له هری خوا او هره گوټه راغونډ کړو او پدغه ډول هم زما په عقیده د پښتو یو متحد سبک میندل کیږی او بس .

ج ـ زموږ په ژبه کی اوس ډیر پردی لغات اوکلمات گډ دی چی دغه هم د ځینی طبیعی عواملو اثر دی او دنیا هیڅ ژبه له دغه اختلاطه نده تشه ځینی خلق دغه د پښتو لوی نقص بولی مگر افسوس چی دوی نورو ژبو ته نه گوری په دنیا کی به داسی ژبه نه وی چی د نورو ژبو کلمی یی نه گوری په دنیا کی به داسی ژبه نه وی چی د نورو ژبو کلمی یی نه وی اخیستی . داخو د انسانانو د اجتماعی ژوندون او بین المللی گډون پو طبیعی اثر دی اود طبیعت د سیر په څوک نه سی دیدلای د دنیا په مهذبو او لوړو ژبوکی نن فرانسوی خور اشهرت لری . الفرد فویه ( اتلس سوه دولسم نه تر اتلس سوه اته دیرشم ع ) نامتو عالم لیکی چی پدی ژبه کی دری زره او اته سوه لاتینی او شل جرمنی او پنځوس ایتالوی ، یوزرو پنځه انگریزی ، سل اسپانوی ، یو سلو لس سامی ، شپږ سوه پنځوس مجهول او نور ډیر پردی کلمات داخل دی . یعنی له اوه ویشت زرو کلمو څخه تقریبا شپږ زره کلمی ددی ژبی پردی دی .

په مشرقی ژبو کی خو عربی خورا ارته او مهذبه به ژبه ده که د خوارز می مفاتیح العلوم او د احمد جوالیقی ( پنځه سوه نهه دیرشم  هق) العرب اود شهاب الدین خفاجی شفاء العلیل اود حریری درت الغواص اود علامه سیو طی المزهر وکتل ښی نو به تاسی ته ښکاره شی چی پدغه ژبه کی څومره کلمات له نورو ژبو یعنی له پاړسی لاتینی ، عبرانی ، سریانی ، حبشی ، سنسکریت ، چینی ، قبطی او نورو څخه راغلی دی اود غی ژبی په ځان کی د خیل یامعرب کړ یدی. ډیر کلمات دپاړسی او عربی ترمنځ مشترک او ځینی بیا خاص له پاړسی ژبی څخه عربی ژبی اخیستی دی چی د عربی ژبی پوهانو هغه بیل بیل ضبط او لیکی دی . 

داکلمات کله عربو په خپله ژبه کی معرب کړی او کله یی کټ مټ بیله کو مو اړولو اخیستی دی لکه خرم او کرکم . دغربی  او شرقی مشهور و او مهذبو ژبو مثالونه می ددی جهته زاوړه چی هغه خلق چی داوا یی چی په پښتو کی دپردیو ژبو لغاتو گډون کړی پدی و پوهیږی چی دغه کار علما نقص نه بلل کیږی . او په پښتو پوری یی یوازی ونه نښلوی زه د اعقیده لرم او اثبات ته هم حاضر یم . هغه کلمی او لغات چی زموږ په ښارو او مدنی کلوکی دپردیو ژبو څخه د اجتماعی گډون او عواملو په سبب پښتو ته راغلی دی په مقابل کی یی د پښتو سوچه او کره او یوازی پښتو کلمی هم په غرو او رغونو کی شته نو ځکه په دغه بحث کی زه خبره پر څو برخو ویشم.

۱ـ د پردیو کلماتو په مقابل کی اوس موږ ډیر غیر مستعمل پښتو لغات لرو چی له ښارو څخه یی هجرت کړی دی . دا کلمات موږ ته ښکاره هم دی . ښایی چی زموږ ادبایی بی له اضطرابه واخلی او استعمال یی کی مثلا د سیب پرځای مڼه د لباس په ځای کالی دسایی پر ځای سیوری او نور.

پدی ډول به زموږ ډیر مهجور او متروک لغت بیرته مستعمل او ژوندی شی ځینی داسی پردی کلمات او لغات نه وینو او ښاروا لو ته یی پښتو کره لغت معلوم ندی . د الغات باید ژر تر ژره فهرست او ضبط سی ، وروسته نو بیاد پښتو نخوا په گوټ گوټ کی پلټنه وسی زما ټینگه عقیده ده چی و مړی خوبه یی د بښتو کره نوم ومینده سی که نه وی نو مفغن کلمات یی ضرور لاس ته راځی . دسوات او باجوړ له غرو څخه بیاد سپین غره ترلمنواو د سلیمان دغره په لمنو اود کاکړ و په خواوو کی ډیر کره لغات سته باید دد غولغاتو د پلټنو دپاره د ذوق وخاندانو یوه سیاره او گرځنده ډله واستو له سی یا له دغو ټولو ځایو څخه څو تنه راو غوښتل سی چی لغات او کلمات ځنی ضبط سی . 

پدی ډول د پردیو کلماتو په مقابل کی به موږ ضرور پښتو کلمات موممو او دغه به ورو ورو رواج کو . که مو فرضا کومه کلمه نه کړه پیدانو به یی میندلو پوری عجالتا هغه عربی او یا پاړسی کلمی وایو چی کره پښتو میندله کیږی .

۲ـ هغه کلمی او نومونه ، چی نوی زمانی زیږ ولی دی تر اوسه یی په عربی او پاړسی کی هم خپل نومونه نسته اود نوی مدنیت له خواهره ورځ زموږ کره راځی . د نو د پښتو د خوا خوږو پوهانو کار دی چی د ژبی دخاوندانو او اهلو او محتاطو خلکو یوه ټولنه به ورته جوړیږی چی پدی باب لومړی وارتر یوه صحیح پروگرام لاندی فکرو کی او په نورو ژبو کی د لغاتو د وضع اصول او علمی قوانین و گوری. د پښتو دلغاتو دریښو او جوړ یدو تحقیقات وکړی د بښتو د پښتو د خصوصی او اصلی مزایا وو سره سم ددی ژبی زاړه دفقه اللغه او فقه الصوت اصول د نورو ژبو له نوو او زړه دوضع وضع ورته و کی او ورو ورو دی وضع کی کلمات خپاره او مستعمل کړی . د پښتو پوهانو فکری اتحاد پدغه ځای کی خورا ضرور دی او سړی حق نه لری چی د ټول قوم د ژبی له پاره نوی شیان وضح گړی او اوس که مثلا یو سړی یا یو فکر پدغه کی اقدام وکی هیڅوک یی نه سی منلای او نتیجه یی په ژبی کی گډوډی او ادبی ورانی دی.

نظم :

د پښتو نظم هم په نوی ادب کی دوه کی دوه پلوه لری . لومړی پلویی د شعر او مظوما تو موضوع او محتواده چی ادیب به ټول هغه لوازم او عناصر چی د مخه مو د موضوع په بحث کی ولیکل گوری او مراعات به یی کوی یعنی د پښتو نوی شعر به د پښتو له سپیڅلو او تودو احساساتو ډک وی اود دوی ژوندون او پاک عواطف به ترسیم کوی اوټوله هغه طبیعی او اجتماعی او اقتصادی حیاتی عناصر به په نوو اشعارو  کی پرانت وی .

نوی شعر به د پښتو او پښتنوالی د لوړی او آسمانی د نیا څخه ږغیږی او هغه محیط به دنیا ته ور څرگندوی چی هلته افغانان په مناعت او لوړ توب د افغانیت له تودو احساساتو او شریفو عواطفو سره ژوندون کوی یعنی د تخیل خوایی ښایی چی بشپړه انسانی او پښتنی وی او د پښتو اشعار د دوی ښه خواص او ښیگړی ښکاره کوی.

پپښتون شاعر هیڅکله ځان ه بایلی د مزاج استقلال او خودی ملی غرور د مینی په سو ځوونکی د نیاکی هم له لاسه نه باسی یعنی د ځان کښته والی او سپیتانه کورټ نه منی د پښتو د ادب پلار خوشحالخان وایی :

مرگ لره واړه ددهلی لښکری راغلی 

ته لا د خوشحال په مرگ روغ نه گڼی ننگ کړی 

وگوری پښتون شاعر په عین هغه حال کی چی دد لدار دلاسه مرگ غواړی بیا هم خپل غرور او دروح مناعت نه کموی او ذلت پر ځان نه منی محبوبا ته یو وا ر خپل پښتنی اهمیت او دروندوالی ښیی وروسته په خورا شاعرانه نه انداز د قتل تمنالری .

دغه ما فقط یو لنډ مثال ووایه چی د پښتون دملی روح ممیزه ده اود نوی ادب په مظاهرو کی یی احیادنو و ادیبانو پر غاړه ده د پښتو زوړ ادب که څه هم دپردو تر اغیزی ډیری لاندی دی. مگر ډیر ځله دغسی دملی روح تجلیات او رڼاوی هم په کی بریښی.

وگوری د پښتون شاعر د ملی روح صلابت او کلکوالی د خوشحال خان له دغه تخلیه څنگه بریښی .

د عالم ډیری خبری لور پرلور توری لښکری 

زړه می نه خو ځی له ځایه غرخو هسی وی که نه وی ددی مضمون درو ندوالی او ثبات وگوری ء د شاعر چی خپل ملی روح قوی او غښتلی وی او خپله قومی پنگه یی کلکه او تکړه وی نو کله د دنیا د حوادثو او ویرو نوا و آلامو څخه ناری وهی . یه پدی ، کورټ ځان نه بایلی دده زړه لکه غر له متانته له ځایه نه خو ځی . 

دادی زموږ د ملی روح تجلیات ز موږ په زاړه  ادب کی چی اوس یی باید ز موږ نوی ادب ټوله بیرته واخیستل شی او زموږ سپیڅلی روڼ ادب له هغو تیارو څخه وژغورل سی دا خو زموږ د نوی ادب ، د موضوع پلو وچی لږ څه مو وڅیړی ء اوس به نودو هم پلوو پلټو پلټو چی هغه نو (اوزان ،قوافی ، عروض ، بحور) دی .

زمونږ زوړ نظم او شعر خو لږ څه د پاړسی او عربی عرضو او اوزانو په قالب کی لویدلی دی  مگر تږدی د مخه یی خپل خصوصی اوزان او عروض در لوده چی هغه تر اوسه خو شبختانه زموږ په غرو او رغو کی سته او اکثر د پښتو . اشعار خپل خصوصی اوزان لری مگر له هغه وخته چی د عربی ژبی عروض او اوزان زموږ ژبی ته راغلی دی ځکه چی د ملت له روح سره ړه پیړا کړی او ملی رنګ یی منلی دی . له دی جهته نو اوس د تابیعت حقوق بشپړ لری او ملی ډول ته نږدی هم گڼل کیږی اونه سو کولای چی دغه د سوو کالو د ادباوو زیار بی څه او بی گټی وبولو اوددوی قدرونه کو .

یه یه ! موږ زړو ادیبانو ز یارکښلی و او ډیره خوږه ادبی پنگه یی موږ ته پریښی ده او دوی په خپل ملی ادب کی یو خورا قیمتی باب مم زیات کړی دی بر ملی او زانو یی سر بیره د عربی بحرونو او عرضو ته نږدی ذخیره زموږ په ژبه کی رازیا هر کله مشکور او نه هیریدونکی دی.

 مگر موږ اوس غواړو چی زموږ شعر دی یوازی په هغو بحورو او اوزانو کی محدود نه وی ښایی چی خپل شعر ته د نوی زمانی  سره سم برته لمن ورکو . د قدما وو دزیار زړه او خوږ پنگه زیاته کی او په هغه زاړه گوټ کی یی محدوده او محصوره نه پریږ دی ځکه چی موږ خپل او مخصوصی عروض او اوزان هم لرو . په پښتو کی ډیری لنډی سندری، نیمکی ، ټیکی ، چار بیتی ، بدلی او ناری سبته چی هر قسم یی بیل وزن او عروض او بحور او قوافی لری دغه ملی ادبی ما ثرټو له زموږ نوی ادب د شعر اساس کیدلای سی .که ادبا دغه اوزان قید او ضبط کی البته یو داسی علم العرو تض چی د خلیل بن احمد ترعروض به ډیر رت او وسیع وی و مو مو اوداکار خورا سهل هم دی . هر پښتون ته د ملی بدلو ترانو او سندر و اوزان معلوم دی فقط ټولولو و تدوین غواړی که موږ کلیو ته ولاړ سو یادغرو د خلقو زړه وړونکی ږغو نه اوناری واروو داسی ډیر آثار به و مومو.

هو ! زموږ مطلب داهم ندی چی خپل پخوانی او زاړه آثار به پریږ دو . بلکی مقصد دادی چی د خپل ادب لمن پکی محدوده نکړو . 

هغه زړه مدونه سرمایه خومو په لاس کی ده . اوس به خلکو د بدلو او زانو په تدوین او رواج هم بوخت سو اودادب لمن به خورا پراخه او ارته کو.

دا خبره د کړه وړو ده چی ددی سندرو او بدلو او لنډ یو لکه اوزان چی یی زموږ علمی العروض ته خدمت کوی هغسی هم ددغو سندرو ږغو نه او اصوات او تغنی زموږ د موسیقی نمونه کیدای ، سی نو که یی ترتیب لږ څه پر علمی ډول سم سی او تدوین او ضبط سی نو موږ به دهندۍ مخرن اوروح وړو نکی موسیقی څخه خلاص کی اود خپل روح سره سم به یوه ژوندی او غو ځانده موسیقی  ومومو . دا څیړ نه دنوی ادب پر تشکیلا تو لږ څه اوږ ده سو خو تر اوسه لا هم ځینی دویلو وړ خبری پاته دی ، مگر دنه اوږدیدو په لحاظ دغه څیړنه اوس لنډوو او غوا ړو چی د نوی ادب او صاق او لوازم هم وښیو چی څوک دیوه ژوندی او مترقی ادب د جوړولو دپاره په پښتو کی خدمت کولای سی او زموږ د ژبی نوی ادیب څوک دی څه صفتو نه لری .


د پښتو نوی ادیب به څوک وی ؟

۱ـ هغه څوک چی پر لازمه معارفو احتوا او د دنیا په ادبیاتو کی عصری معلومات لری د بښتو دزاړه مدون او غیر مدون ادب سره آشناوی اود مشرق ادبی علوم هم لږ ورته معلوم وی.

۲ـ  هغه څوک چی دادب د موضوع عناصر او لوازم لکه چی د مخه مو یی یادونه وکړه ورښکاره وی یعنی د خپل ملت په جغرافی طبیعت او اجتماعی او اقتصادی عنصر پوهیږی او په ادب کی یی د مراعات اقتار هم ولری.

 ۳ـ د نوو مفکورو د تطبیق او تحلیل او تدقیق قوه ولری چی جدید مطالب د ملت د روح اوعنعناتو او اجتماعی عناصرو سره سمولای سی او ځان نه پکی بایلی یعنی د ادب ترقی او تجدید د ملی روحیاتو سره تطبیق کولای سی او د نوی مترقی فکر دراو ړلو قوت ولری.

۴ـ دافادی او استفادی قوه یعنی د قلم زور او ادبی تلقین چی آخذه او دافعه قوه هم ورته یلای سو نوی ادیب باید په خپله د ښیگړو د جلب او پوهنی او، اخیستلو قوه ولری چی بیانو هغه مزایا ملت ته دادب له خوا تلقین او تبلیغ کی .


۵ـ دکار ذوق اود پښتو او پتنوالی سره دزړه او شخصی ولری مطلب دادی چی په ادب کی سوداگری گډه نه کړی په خپل ذوق او عقیده او شوق کارو کړی او دغه خدمت یوازی د نوکری په ډول نه وی بلکی د زرړه مینه هم ورسره ولری هر ادبی خدمت چی کوی او یا هره پدیده چی منځته راولی او نوی ادبی ایجاد کوی نو دی له سره خپله جامعه اوخپل خوار او بی سیکه او بی ډوډی اوبی کالیو خلق په ذهن کی مجسموی او خپل ټول ادبی زیار او مښو د له دی چار چوبه ونه باسی . ځکه چی د نن ورځی غښتنی له ادبه هم په دی ډول دی او که چیری ادیب له دی شروطو مخالفت و کی نو به هغه د نن ورځی ادیب نه وی اوهسی باڼنی به توروی ادبی ایجادات به یی د خلقو او جامعی او ژبی په دردو نه خوری . که چیری زموږ نننی ادیب دغه خبری په پام کی ونیسی او خپل هاند او هڅه ادب او ژبی ته د خدمت په لاره کیک داسی پر مخبوزی چی هر شعر او هر منثوره ټوټه اوهراد بی تحقیق یی ددی محرومو خلقو له حاله حکایت وی او زموږ ددی طبقاتی جامعی انځوروی نو په یی آثار زموږ د ژبی په ډیرو آثار وکی شماری او هم به زموږ ژبه په هیو منستی ادبیاتو بډایه سی .


روحی اومعدی ادب :

پدی عنوان د مصر یو مشهور ادیب په الثقافهّ کی یو خورا ژور او محققانه مضمون کښلی و ځکه چی دلته زموږ له موضوع سره نښت لری نو یی مطلب لنډلیکو . دا پوه ادب پر ډوله ویشی:


روحی ادب:

چی د ذوق او احساس او د انسانی ښو جذباتو څخه زیږی او محرک یی فقط د انسان زړه اودده ښه عواطف وی د کومی شخصی ناولی گټی سره ربط ونه لری.


معدی ادب:

چی ددنیا وی متاع او پیسود پاره وی او محرک یی مادی منافع او بد شهر تونه وی او فقط د گیډی د خدمت له پاره ادیب قلم چلوی او یا مضمون لیکی . یعنی سوداگری کوی او پیسی تری نه باسی . لکه پخوانی د رباری تالی څټ شاعران چی دواک والانو په ستاینه کی به یی د یو څو پیسو ټکو له پاره اوږ دی اوږ دی قصیدی ویلی . لومړی ادب ژبه ژوندی کوی او د اجتماع د سمون له پاره لویه وسیله ده اما دو هم ادب خوراتور اولغوړن دی اود ژبی په ژوندون کی هیڅ قایده نه لری او نه یو ملت ویښولای سی.

نونن ورځ هم په پښتو کی داسی ادبا خواړو چی دذوق ، بشر دوستی او پښتنی احساس په تحریک پښتو ته خدمت وکی . او مادی منافع تر بشری او روحی متاع جارکی او ددغه کار سره مینه ولری یعنی دی باید بشر دوسته روحی ادیب وی نه یوازی معدوی ادیب تردی ځایه مو د پښتو پر نوی ادب او پښتو پر ملی ضروریاتو او عناصرو باندی څه څیرنه وکړه که څه هم موضوع هری خواته څانگی لری مگر چی اوږد نه سی دلته یی پای ته رسوو.

په بای کی دونی وایو چی نوی ادیب باید فقط په ژوندانه پوری اړه ولری اود خلقو خدمتگاری نوای نوی ادیله : 

ږغ کړه ماته چی ژوندون می په نصیب سی 

راته مه وایه د مرگ زړی سندری