32

تر اسلام د مخه تاريخي افغانستان

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

تر هغه مهال چې د تاريخي افغانستان په باب غږېږو موږ هغه ټولې سيمې په نظر کښې نیسو چې له افغانستان سره يې په تاريخي پېښو او د سياسي ، مدني او فرهنګي حوادثو په جریان کښې ګډون درلود او دګډو تاريخي عواملو تر اغيز لاندې يې اوضاع يو بل ته سره ورته وه . په دې جغرافيايي سيمه کښې د ايران د فلات ختیزه برخه د سند له سينده بيا د خراسان تر پایه ( د امغان ) پورې ختيځ او لويديځ شامله ده او په شمال کښې هم د آمو شمالي برخې تر سمرقند او پاميره د غرو لمنې په کښې راځي او په جنوب کښې پر بحیرہ عرب تمامېږي دا . سیمې عموما كل تاريخ لري . آریایان : د " ۲۵۰۰ ق.م " په شاوخوا کښې د آريايي سپین پوټکیو لوی ټولی په آریانا ویجه نومي هېواد او د امو په شمالي غاړو کښې د کوچيتوب او مالدارۍ ژوند تېراوه او چې شمېر يې ډېر شو نو د امو جنوبي سيمو او د باختر ورشو ته راوختل او د هندوکوش په شمالي او جنوبي لمنو کښې میشت شول ـ دغو خلکو د نفوسو او قبيلو د زياتوالي له امله ختيزې خوا ته هجرت وکړ او د سند له سينده د هند شمالي ارتو سيمو ته تېر شول او پهکښې يې هغه ځمکه کښې يې يو مدنیت جوړ کړ چې د " ویدا " په پخوانیو څلورو کتابو انعكاس ليدل کېږي له همدې امله يې " ويدي مدنيت " بولو چې د ( ۱۴۰۰ ق.م ) په شاوخوا کښې موجود و او په همدغو کتابو کښې د افغاني لویو قبيلو یوه برخه نومونه لکه پکت ( پښتون ) الینا ( د لغمان او نورستان شمالي خلك ) ( ١ ) او نور راغلي دي او موږ له دغو کتابو څخه د لرغوني افغانستان د خلکو ژوند ، ژبه ، مدني او فرهنگي وضع معلومولای شو . څلور ويده دادي ريگ وید ، سام وید ، اتهرواويد ، يجوروید ، چې تر ټولو پخوانی وید " ریک وید " دی او په هغه کښې د افغاني قبيلو ، پاچاهانو ، نومیالیو خلکو ، غرونو او جغرافيايي ځايونو ډېر نومونه ، راغلي دي . 

ارینه ویجه : د ارينه ويجه چې په پښتو کښې تر اوسه " اويجه " د ټاټوبي او د استوګنې د سيمې په مانا کارول کېږي ، د تاريخ پوهانو په وینا د پامیر سیمې او يا د خوارزم شاوخوا او د خزر د " دريا چې " څنډو ته ویل کېده ، چې له هغې جغرافيايي سيمې سره نښتې ده چې موږ اوس څیړنه په کښې کوو څرنګه چې د آرین خلکو ( آرین د نجیب ، کښتګر او کرونکي په مانا ) د ژوندانه د دې دورې آثار لا تر اوسه نه دي تر لاسه شوي او تر تاريخ وړاندې زمانې برخه ده ، ځکه نو د دوی د ژبې ، د ژوندانه د ډول او د دين و هنر په اړه معلومات نه شته ، ډاکټر ګوستاولوبون هغه آريايي لرغونې ژبه چې په ارينه ويجه کښې ويل کېدله د " آريك " په نامه ياده کړې ده .

ويدي مدنيت : : آرین خلکو تاريخي دوره له ويدي سرودوسره پيل کېږي او له همدې تاريخي سرچينې څخه موږ د آرین د خلکو افکار ، عقاید د ژوندانه ډول او له افغانستان خاورې څخه د دوی مهاجرت څرګندوو . د ژبپوهنې له پرتلې څخه دا ښکاري چې د افغانستان د ژبو او د ويدي او سنسکریت ژبو تر منځ ډېر ژبنی یووالی شته ويدي سرودونه په مختلفو زمانو کښې ترتيب شوي دي او په شفاهي توګه له يوې خولې بلې ته او له يوه نسله بل ته را نقل شوي دي او لکه چې اوسني ويد پېژندونکي پوهان وايي : د لوړو يادو شویو کتابو پر سرودو سر بېره یوه برخه نور لرغوني سرودونه ورك شوي دي چې د ويد په خپل تعبیر " پخوانیو زیشیانو " یعنې پخوا نیو پوهانو به ویل او يادا چې ځينې لرغوني سرودونه چې نوې بڼه ورکړل شوې ده هم موجود وو چې غالباً افغانستان په ورشو او د آرین خلکو په هغه ژبه پورې اړه درلوده چې دوی يې لا د هند شمال د اوو سيندونو شاوخوا ته مهاجرت نه و کړی څرنګه چې ويدي کتابونه ، ويدي ژبه او مضامین اوستايي سرود و ته چې د سند په لوديزه ارته ورشو کښې پيدا شوي ، بيخې ورته دي او بشپړ نژدېوالی ورسره لري ، ځکه نو ويل کېدای شي چې د ويدی د لرغونيو ورکو شویو سرودو زانکو همدا د افغانستان او باختر ورشو ده چې اوسنیو موجود و د سرودونو یوه برخه به د هغو ورکو شویو سرودونو نوی ډول وي د لرغوني افغانستان له خاورې سره د ويدي مدنيت ډېره ټینګه اړيکه له دې څخه ښکاري چې د ويدي او سنسکريټ پخوانۍ ډېرې کلمې په پښتو او دري ژبو کښې ريښي لري او ښايي چې دا ژبني ميراثونه له لرغونيو اريايي نيکونو څخه دغو اريايي ژبو ته پاتې شوي وي .د بېلګې په ډول د " اريا " کلمه دوې علمي ماناوې لري : د دې کلمې مانا ځينو په " اصيل " او " نجيب " کړې او ځينو بيا په د د " زارع " او کرونده ګر " . څرنګه چې په پښتو کښې د " آره " کلمه د " اصل " په مانا راغلې ده او هم کله کله د " کرنې " او " بزګری " مانا لري نو ځکه ویل کېدای شي چې د نسبتي نون په زياتېدو " آرین " ( لکه پلن - پیاده ، تورن - شمشیری او نور ) د کروندګر په مانا وي او څرنګه چې کرنه د خلکو په منځ کښې يو شريف کار او کسب و ، نو ښايي چې تر هغه وروسته د " نجيب " او " شريف " مفهوم مجازاً ورکړل شوی وي . د ارين خلك چې هند ته ولاړل هغې ورشوته يې " اريه ورته " یا " آریه ورشه " وویل او دا کلمه تر اوسه په پښتو کښې د " ورشو " په ډول د ټاټوبي او د استوګنې د ځمکې او مرتع په مانا شته . په پښتو کښې تر اوسه " سند " ته سيند وايي او دا کلمه په ويدي ژبه کښې " سندهو " ده . د ریګوید په سرود و کښې د افغاني سيمې د ډېرو سيندونو يادونه شوې ده لکه سنده هو ( سند ) كوبها ( کابل ) ، گومانی ( کومل ) ، کرومو ( کورم ) ، سویتی ( سوات ) ورکه ( کونړ ) رودونه او کندهاره ( کابل مجرا ) او هره ويتي سره سوتي ( ارغنداو یا اراکوزی ، چې اوس يې د پخواني نامه ريښه په دهراوت کښې ساتل شوې ده او بهالانه ( د بولان دره ) . په اتهرواويد کښې د بلخ نوم د " بلهيکه ، په شکل یاد شوی دی ، چې وروسته د مهابهارته په کتاب او د سنسکريټ په ادبياتو کښې " بهلیکه " شو او ريښه يې له بهلي - بخدي څخه راوتلې همدارنګه په اتهرواويد کښې د ګنداریس ( د ګندهارا اوسېدونکی ) څنګه د منجوان غره ذکر شوی دی ، چې همدا اوسنی منجان غر دی چې تر دد .د نورستان او بدخشان تر مینځ پروت دی په ويدي سرودو کښې د لسو اريايي قبيلو جګړه ياده شوې ده ، چې د ویدا 

هم ډېر نومونه شته لكه الينا ( د الیشنګ او الينكار خلك ، او به لانه ( د بولان د درې خلك ) او شېوا ( د سند د غاړې خلك ) او پورو ( د ګندهارا د شاوخوا خلك ) او پکتهه ( پښتون ) . له دې جملې څخه د " ريک ويد " په دويم ټوك كښې د پكته د قبيلو او د هغوی د نومياليو کسانو او پاچاهانو څو واره یادونه شوې ده ، چې يو له هغو ځنې پکتهه نامتو پاچا ( توروینه ) ( توروهونی * شمشیر باز ) نومېده او د ارغنداو د هراوت ( هره ويتې ) په وادۍ کښې د پنی ، ډسه ، پراوټه او بریسه به یادښت راغلی دی ، چې اوس په افغاني قبيلو کښې بړیڅ او پنی د کندهار په جنوب او د سيوي په وادۍ کښې شته او همداراز پخوانیو نومو ته د ډاسو ( سليمانخېل ) او پروټ ( الکوزی ) د قبيلو بنسټ لا پاتې دی . هغه اريايي نژاده خلك چې له اريانه ويجه څخه د هندوکوش شمالي درلود . پر او جنوبي سیموته راغلل ، کوچیان وو او د چوپانۍ يې روند ( ۱۹۳۹ م ) سمرقند ته نژدې په " تل برزو " کښې پر خاورين لوښي يو تصوير موندلی شوی دی ، چې ه هغه د کیومرث ( کومرد - یا کوپت شاه ) د يو پخواني اريايي پاچا تصوير بولي ، چې نیم یې سړی او نیم یې تر غویی دی او گویشت د اوېستا په یوه برخه کښې هم شپون پاچا بللی دی له هغه څخه څرګندېږي چې دغو خلکو د کوچيتوب په وخت کښې هم پاچاهان لرن ، کولا ( کهوله ) او کورنۍ د دوی د ژوند اساس و ، چې له هغوی څخه بيا ډلې پيدا کېدلې او د " پتي " په نامه يې مشر لاره ، بيا چې څو کوله ( کهوله ) سره یوځای کېدل " گرامه " یا " ویسه " ځنې جوړېده شاهي ټاټوبي ته يې " پور " وايه او دا درې سره کلمې تر اوسه د سړيو او ځایو په نومونو کښې شته لکه : باگرام ، میرویس ، شہرپور لومړنیو آریایانو مخکښې تر هغې چې هند ته هجرت وکړي کاست ( ټولنيزه ډلبندي ) يې نه پېژندله ، خو هغه وخت چې په هند کښې د هغه هېواد له پخواینو تور پوټکیو سره مخ شول ، نو پر څلورو طبقو ، برهمن ( روحانی ) کشتریه ( جگړن ) ویسیه ( ښاریان او کسبه ) او سودرا ( ناملموس ) وويشل شول چې دې اجتماعي طبقه بندۍ د دوی په وروستنيو تاريخي او ټولنيزو اوضاعو کښې څرګنده اغېزه درلوده . په ويدي کتابونو او داريايي نژاد په نورو آثارو کښې داسې ليدل کېږي چې پاچاهي د مهاجرت له لومړنيو وختو څخه د دوی تر منځ موجوده وه او د ډول ډول ارباب انواعو پرستش یې کاوه او د " سبها " او " سمتي " په نومونو يې جرگې او د ( سامانه ) په نامه يې مېلې لرلې ، پېغلو له زلميانو او ښځو له نارینه و سره مينه کوله او د واده دودونه يې هم درلودل . د کورنيو افرادو د ډېرښت له پاره يې تل دعاوې کولې ، د ښځو په ډلو کښې شاعرانې هم وې ، چې ځينې سرودونه يې د ريک ويد په لومړي کتاب کښې ساتل شوي دي . دغو خلکو ورزشي لوبې ، د اس سپرليو اتن ، نڅا او موزيك هم درلود او پر کرنه او مالدارۍ بوخت وو او د وړيو او څارويو له پوټکيو يې كالي جوړول ، د پسونو او وزو رمې او دغو يو ګلې يې درلودې او د کورنيو شتمني يې د څارويو رمې او په تېره بيا د پيورو غواو درلودل وو . کله به چې د افغانستان غرو ته د " سوما " د بوټي د رانیولو ( اخيستلو ) له پاره راتلل خپل غوايي به يې د خریدارۍ د واحد په توګه راوستل چې هغه ته به يېدد پاسو ( PASU ) ویل چې د پيسې ( پولی واحد ) كلمه له هغه څخه راوتلې د له صنایعو څخه يې د لرګیو تراشنه ، فلز کاري ، د ټوکرانو او پوزیو ( بوريا ) اوبدل ، د خاورينو لوښيو جوړونه ، فلزي تزئینات او د اربو جوړول زده وو خوراك او څښاك د غلو دانې ، شيدې او نور لبنيات ، د ښکار غوښې او د سوما او سوريا شيره وه . د طبعي عناصرو عبادت يې کاوه لکه ارونا ( د اسمان رب النوع ) اندرا ( د جګړې رب النوع ) سوريا ( لمر ) اگنی ( اور ) سوما ( غرني واښه چې له هغو څخه یې مشروبات تيارول ) ماروت ( باد ) او نور اود هر يو په نامه يې قربانی درلودلې ، خپلو پوهانو ته يې " ريشي " ويل چې په پښتو کښې اوس ددې كلمې له ريښې څخه د رشه کلمه د خوی ، خلق او پوهې په مانا لرو . اوېستايي مدنيت : د افغانستان د اريايي خلکو دويم مدنيت په بخدي ( بلخ ) ، د هندوکوش په شمالي او جنوبي سيمو او د هلمند په وادۍ کښې و چې د ( ۱۲۰۰ ق.م ) په شاوخوا کښې پيل شوی او له هغې دورې نه يو کتاب د اوېستا په نامه پاتې دی چې پېنځه بابه لري څرنګه چې په دې اړه زموږ د معلوماتو سرچينه د اوېستا د کتاب پاتې برخه ده نو ځکه دغه مدنیت او فرهنګ ته " اوېستايي مدنيت " وايو څرنګه چې د دا فرهنگ په بخدي او افغانستان کښې زېږېدلی او را منځته شوی دی ځکه نو د دغه هېواد په تاريخ کښې ډېر زيات ارزښت لري . د اوېستا کتاب د افغانستان د لرغونيو خلکو مدني ، فكري ، او فرهنګې اوضاع په ښه ډول څرګندوي .  د اوېستا له كتابه څرګندېږي چې آريايي خلك د كوچيتوب ، مالدارۍ او کډه پر شا ژونده مدنیت ته رسېدلي او په کليو او ښارو کښې مېشت شوي دي او د اقتصادي او ټولنیز ژوند په مراحلو كښې يې يوه نوې دوره پيل کړې ده . په دې دوره کښې لومړی ځل په بلخ کښې پاچاهي را منځته شوه او د " يمه " ( جم ) په نامه یو پاچا د بلخ ښار ودان کړ او هم په دغو خلکو کښې یو ټاکلی ایین د مزد سینه = مزد یسنا ( د خدای ستاینه ) په نامه منځته راغی چې مدني او روحي قوانين او هدايتونه يې لرل ، موسس یې زره توشتره - زردشت و چې د کورنۍ په نامه " سپتمه " یا " سپیتمان " یادېده ( چې دا نوم په پښتو کښې دوی کلمې " سپين " او " تمه " یا " تمان " د نژاد په مانا دی ) . د زردشت د تبلیغ د رامنځته کېدو ځای بخدی ( بلخ ) او سیستان دی ( وگوری نهمه نومره عکس ) . د زردشت پلار پورو شاسپه ( د زاړه آس خاوند ) او مور يې " دوغدو " او د پلار له خوا نیکه یې پتیر کتراسپه نومېده د څلورو وروڼو نومونه يې داوو رتوشتر ، رنگوشتر ، نوتریکا ، نی وتیش . د ده لومړنۍ ښځه چې نوم يې څرګند نه دی ( د ایست واستره ) مور وه او درې لوڼی يې لرلې د زردشت دويمه ښځه د دوو زامنو " هوره ، چیتره اوراتت نره " مور وه ، دریمه ښځه یې چې په لمر ختيزه ورشو او د بخدي په سيمو کښې کړې وه د جاماسپ ( د کشتاسپ وزیر ) د ورور ( فره شه وشتره ) لور وه او " هووی " نومېدله ، د ده له زامنو څخه " ایسیت واتسره " د روحانيونو مشر و " او " اوروتت نره " د بزګرانو لارښود او " هوره چیتره " د جنګیالیو افسر بلل کېده د ده د پيروانو درې ګونې ډلې ، د زردشت د دغو دریو زامنو له خوا رامنځته شوې دي ، درې لوڼې يې هم درلودې چې فريني ، ثريتي ، پیورو او چيستي نومېدلې . د زردشت د ژوندانه زمانه په يقيني توګه معلومه نه ده ، خو د زردشتي کتابونو د روايتو له مخې د ( ٦٦٠ ق ، م ) په شاوخوا کښې زېږېدلی او پر شل کلنی یعنې پر ( ٦٤٠ ق.م ) کښې منزوي شوي ، پر ديرش کلني يعني پر ۶۳۰ق ، م يې د لارښوونې ادعا کړې ده ، پر ۴۲ کلنۍ یعنې پر ٦١٨ ق ، م کښې " کشتاسپ " پر ده وګروهېد او د ده په عقیده شو او پر ( ۵۸۳ ق م ) په اووه اويا کلنۍ د تورانی " ارجاسپ " د يرغل پر وخت د بلخ په دوهه ( آتشکده ) کښې د تورانی " براتر کرش " په لاس ووژل شو ، خو څېړونکي پوهان دا کلونه سم نه بولي ، او د ده زوکړه يې د ۵۸۸ ق ، م په شاوخوا کښې ګڼلې ده . زردشت له هغو لرغونيو کسانو څخه دی چې په لرغوني افغانستان کښې يې پر نوي اقتصادي بنسټ د یو اساسی او ژور رفرم بنسټ ایښی دی او د " ژ ، دو مزيل " په وینا : " ده خپل اقتصادي سيستم په داسې وخت کښې منځته راوړي دي ، چې د اريايانو یوه ډله دکوچیتوب له حاله راوتل او کلیوالي ژوند يې غوره کاوه . " په دې توګه چې د د څارويو د څړ نامعلوم ځايونه يې د هر ټبر او قوم له پاره د څړ په ټاکلو خايو اليش کړل او په همدغه دليل يې غويي او غوا ته چې د خوراك او کرهنې یوازنۍ وسیله وه په درنه سترګه کتل او حيواني سرې په کلیوالی تشکیلاتو او کرهڼه کښې خاص اهمیت موندلی و زردشت د يوه خدای ( اهوره مزده - یوبادار ) په يووالي او بې ساري عظمت قایل شو او له پخوانیو خدایانو څخه یې چې آریایانو ورته عقیده درلوده مخ وګرځاوه ، دی وايي چې : " تر یوه خدای وروسته د نړۍ له پيله څخه دوه روحه شته ، چې يو پر ښه لار او بل پر بده لار ځي او ټول ژوند يوه باطني جګړه ده چې د شر د د قوتو پر ضد ادامه لري او په دې دايمي جګړه کښې رڼا او تياره عقل او اهریمن یو له بل سره مقابل دي " . زردشت په خپل ايين کښې د څارويو قرباني او د سوما نشه راوستونکي شراب چې لرغونيو اريايانو درلودل ، له منځه وړي دي . دی وايي : " د ( سوما ) کثیف نشه کوونکي شراب څنګه له نېکۍ سره مرسته کولای شي ، د بزګر سړي غویی تر دې چې قرباني شي ، ښه او ګټوره دا ده ، چې د خپل خاوند په لاس کښې وي " د زردشت په ایین کښې د آخرت پر ورځ ، د اعمالو پر محاسبې ، د رښتيا پر بري ، د درواغو پر ماته او د جنت ، دوزخ ، چنوات ( صراط ) د پله او د ملائکو پر وجود عقیده شته او آذر ( اور ) یې هم مقدس ګڼلی دی ، چې د ټولو موجوداتو په کمون او د طبیعت په مواليد و کښې په ودیعت ایښود شوی او د ژویو ( جانورانو ) د ژوندانه جوهر او د باطني غريزې تودښت نغري دي ، نو ځکه د زردشت پیروانو د آذر د نمانځنې له پاره دوهې ( آتشکدې ) درلودې . د زردشت په ايين کښې د نیکۍ قوتونه دا میشه سپینه ( همیشه سپین او مقدس ) او ایزدان ( دستاینی وړ ) په نامه شته ، چې له هغې جملې څخه شپږ عامل قوتونه ( موکلې ملکې دي ، چې هر يو قوت د خپل صلاحیت په دایره کښې د نړۍ د چارو د ادارې لپاره له بل قوت سره همکاري کوي ، هر يو قوت د اهوره مزده ( هرمزد ) د يوه صفت مظهر او تلپاتې بلل شوی دی . ساتندویه پریښته ) . 

۱- وهومنه - بهمن ( ښه انگیرنه - نېکه مننه ) يا د ګلو او رمو او نورو ژویو ( ژوندیو موجوداتو ) ساتندویه پریښته

۲- اشه و هیشه اردی بهشت ( ښه نظم ) د اور پریښته شهریور ( تسلط د فلزاتو او ښکليو ډبرو 

۳- خشتره وبیریه ځمکې ساتندویه پریښته

۴- سپینته آرميتي سپيدار من ( د روح سپیڅلتوب او تواضع د موکله پریښته

۵- هیوروتات خر داد ( روغتيا ) د غښتلتوب ، کورو او اوبو ، ځایو پریښته

۶- اميريتات- امر داد ( ابدي ژوند او بقا ) د کرهڼو واښو او د څړ د مزده پستا د پیدایښت په سر کښې ددی شپږو ملایکو پر سر یوه ملکه د سپينته مینیو اسپین عقل ) په نامه ولاړه وه ، چې تر هغې وروسته يې پر ځای " اهوره مزده " او کله هم " سره اوشه " ( سروش د خبر هاتف ) دریدله . د خیر ، نیکۍ او رڼا د قوتو په مقابل کښې د شر ، بدۍ او تيارې قوتونه هم موجود وو ، چې د ټولو مفاسد و او شرارتو مشر " انګره مينيو " ( اهریمن ) و ، او په اوېستا کښې يې د شر او تيارې دا ټول قوتونه د " ديوه " په نامه ياد کړي او د خير د ملانکو په مقابل کښې يې د شر او بدۍ شپږ موکلان د کماریکان په نامه داسې تصور کړي دي .

۱- اكه منه : د هومنه په مقابل کښې د ناپاکۍ انګیرنې ( يا مننې ) په مانا د شرارت او نفاق او بدې ښکار ندوی .

۲- ایندره : د اردی بهشت په مقابل کښې د بدعت دوره او د خلکو گمراه کوونکی روح

د کړ بړ دیو 

۳. سيوروه : د شهریور په مقابل کښې د بې نظمۍ ښکارندوی او هيي تیا : 

۴-  د سپيند ارمذ په مقابل کښې د تور او  تا او تك نافرمانۍ ښکارندوی

۵- تیوروی : د خرداد په مقابل کښې د ورانۍ فساد ، لوږې او تندې

۶- زیی ریش : دامر داد په مقابل کښې چې د تيو دوى شريك دي . کله هم ایشمه د ( خشم ) دیو د سروش په مقابل کښې د هغو ديبانو اووم عدد بشپړوي ، چې د ناشکرۍ او عصیان ښکارندوی دی زردشت خپل ايين پر دريو اخلاقي او حياتي بنستيو بنا کړی دی او هغه دادي : هو مته ( ښه منل ) هو خته ( ښه ويل ) هو ورشته ( ښه کول ) او په دې ډول د زردشت پیروانو ښه منل ، ښه ويل او ښه کول د خپل عمل اساس ګرځاوه ، او خپله انګير نه ، خپله ژبه او خپل عمل يې په يو شان له ماناوي او مادي ککړتيا څخه خوندي ساتل ، د بدني او روحي پاکوالي ، د رښتيا ، سموالي ، مېړانې ، سخاوت او ټولو ښو اخلاقو مراعات . يې کاوه ، درواغ او تور منع و او د مزدیسنا هر پیر و په دي مامور ګڼل کېده ، چې اور و اوبه او خمکه د ناپاکیو له ککړتيا څخه و ساتي ، ځکه نو دوی ځمکه د مړو د جسدو له ککړتيا څخه ساتله او خپل مړي يې نه ښخول بلکې په ازاده هوا کښې يې په لوړو ځايو باندې اېښودل چې د هوا مرغان يې و خوري او له منځه ولاړ د زردشت ایین چې د پيدا کېدو او روزني ځاى يې د دنيا ډېر لرغونی پایتخت بخدي = بلخ و ، د اوېستا د کتاب په وسیله تبلیغ شو ، چېتفسير یې په پهلوی ( زند ) ژبه راغلی دی او هغه ژبه چې اوېستا پرې ليکل شوې ، له ويدي ژبې سره ډېر نژدیوالی لري ، د اوېستا کتاب د اسکندر تر زیرغل دمخه ( ۸۱۵ ) فصله او ( ۲۱ ) نسکه پاکتابه لرل خو سکندر د غوايي ( ۱۲۰۰ ) پوستونه چې پر هغو اوېستا کتاب لیکلی و ، وسېزل او تر سکندر وروسته چې يې بيا هغه کتاب راټول کړ ( ۳۴۸ ) فصله لاس ته ورغلل ، چې پر همهغو ( ۲۱ ) نسكو وويشل شو او دویسټ نومې انګريزي عالم په حساب دې ټولو ( ۲۱ ) نسکو ( ۳ ٬ ۴۵۷ ٬ ۰۰۰ ) کلمې درلودلې ، چې اوس له هغو څخه یوازې ( ۸۳,۰۰۰ کلمې ) شته ، له هغې شرح څخه چې انګريزي ختيځپوه براون کړي داسې څرګندېږي چې د اوېستا باختري اصل له منځه تللی او هغه څه چې اوس پاته دي ، يوازې څلورمه برخه يې ده په دي تفصيل :

۱ - یسنا ( پرسته او جشن ) : چې دیني سرودونه دي او ( ۷۲ ) فصله دد اري بابه لري .

۲ - ویسپرید ( سروران ) : د دعا او اوراد و مجموعه ده ، چې له ( ۲۳ ) څخه تر ( ۲۷ ) پورې فصلونه لري . 

۳- وندیداد ( د شیطانانو دفع کوونکی ) : د اوداسه ، استغفار ، توبې کښې او نور ديني احكام لري او ( ۲۲ ) فرگرد ( بابونه ) دي . 

۴ - پشت ( نمونځ اوستاينه ) : د خدای او ملایکو ستاينه ده او ( ۲۱ ) بابه لري

۵ - خورده اوېستا ( کوچنی اوېستا ) : چې د ( ۳۵۰ م ) په شاوخوا آذرید مهر اسپند تالیف کړې ده او دعاوې ، نمنځونه او مناجاتونه په دي د اوېستايي مدنيت په دوره کښې چې له ( ۱۲۰۰ ق ، م ) څخه پیل شوې ده ، لومړی وار په بخدي کښې شاهي نظام منځته راغی او اوېستا واييچې : " يمه " دا هوره مزده په امر یوه " وارد " ودانه کړه ، چې اوږده او سور يې د یوه اسپریس ( اس خغلولو د ميدان ) په اندازه و او په هغه کښې يې راز راز ځناوران لکه پسونه ، غوايان ، سپي مرغان او نورو ساتل او هم يې د پل هاتره ( میل ) په اوږدوالي د اوبو ځای وکینی او په هغه واړه کښې په مخصوص ترتیب بازارونه ، کوڅې او کورونه جوړ کړل ، خو په هغه ښار کښې يې ناروغانو ، درواغ جنو ، بد خویو ، پیسانو او ليونيانو ته ځاي ورنه کړ " په دې ترتيب د بخدي په " واره " کښې د آریایې مدنیت لومړی ښار ودان او لومړی مرکز تاسیس شو او همدا د " واره " اوېستايې کلمه ده ، چې په سنسکریت کښې " وهاره " شوی ده ، او په دري کښې " بهار " ځنې جوړ شوی دی ، چې پر هغه ځای تر اسلامي لومړۍ پیړۍ پورې " د بلخ نوبهار " ودان و د اوېستايي مدنيت په زمانه کښې چې آريايي خلکو د هندوکوش په شمالي لمنو کښې کلیوالي ژوند ته لاس ورته کړ ، کلي او ښارونه يې ودان کړل او د کوچيتوب له دورې څخه په کورو کښې د اوسېدو حال ته راواوښتل دا هغه ګام و ، چې د مدني مراحلو د لوړتيا او اقتصادي تحول په لار کښې واخيستل شو ، همدامهال و ، چې شاهي نظام هم منځته راغی او د بخدي د اوېستا په پشتو کښې د " پره ذاته " په نامه ياد شوي دي يعنې پیشدادیانو په خپل سلطنتي نظام کښې نظم ، داد او نیاو ( عدل ) منځته راوستل ، د اوېستا په تعبير د بخدي دغو پاچهانو د رب النوعي مقام هم درلود او څنګه چې په ويدي سرود و کښې هم د دغو پاچهانو یادونه شوې ده ، ځکه نو د دې شاهي کورنيو زمانه تر تاریخ دمخه عصرته چې آرین خلکو د هند وكوش له شمالي - سیمو هجرت نه وکړ - رسيدای شي خو په اوېستا کښې یو لوی پهلوان ( د کیومرث له اولاد څخه ) چې هوشینګه نومید ، په " پره ذاته - پیشداد " ملقب و ، يعني لومړی قانون گذار او دا د دري ادبياتو هم هغه هوشنگ دی ، چې د البرز په غره کښې يې د ناهید ( آناهیتا ) د رب النوع له پاره قربانۍ کولې او له ديبانو سره جنګېده ، د د ينکرد په دریم کتاب کښې داسې راغلي دي چې : " د کرهنې او د هکانیه = دهقانی دود او د مالکیت اصل همدغو پیشداد يانو منځته راوړي دي او بیا وروسته هوشنگ د یهوپتیه ( دالبيروني په وينا د هوفذيه ) یعنې د حکومت او پاچهۍ او د خلکو د ساتنې اصل ایجاد کړی دی " له دغه روایت څخه پوهېدای شو ، چې د اوېستايي دورې مدنيت د ويدي د اوايلو او کوچیتوب سره توپیر درلود - په دې مانا چې دا وخت د ښکلي بخدي خلکو په کرهڼه او آبادی ، د کليو او ښارو په ودانۍ لاس پورې کړی و ، د کوچیتوب او بدویت د ژوند له اقتصادي مرحلې څخه ، د هكانيه او د مخکې مالکیت ته او حتى تر هغه يوې لوړې مرتبې " د هيوپتيه " ( د حکومت او سلطنت ایجاد ) ته رسېدلي و او هوشنگ پر یوې خورا ارتې ورشو او ځمکې حکم کاوه او د ديبانو او کوډګرو او بد ذاتو سره چې د مدنیت ورانوونکي او د کليوالو کروندګرو دښمنان وو جنګېده . تر هوشنگ وروسته بل پيشدادي پاچا " تهمورث " دی چې په اوېستا کښې د " تخمه او روپه " په نامه یاد شوی او په ازینه ونت ( وسله وال ) ملقب و ، دی یې د اوو هیوادو پاچا د " ویونګهان " زوي د " اینگهت " لمسی او د هوشنگ کړوسی ګڼلي دی ، چې دیرش کاله د خپل وزیر " شیدسپ " په كومك په نياو ( عدل ) او انصاف حکومت وکړ ده ته " دیوبند " هم وايي ، دا ځکه چې دیبان او هريمن يې بند کړي وو او هم يې ځينې داسې مدني کارونه وکړل ، چې په نوې اقتصادي مرحله کښې ورته اړتياوه ، لکه د وړيو وريشل ،د کالیو سکښت او ګنډل ، د څارويو اهلي کول او له اس ، غاتري ، اوښ غوايي او خره څخه ګټه اخیستل ، ليك او لوست منځته راوړل د کریستن سین په وینا : " تر تهمورث وروسته یې ورور جمشید- پاچاشو او لومړي ځل يې د نوروز جشن جوړ کړ ، ادوي د اوېستا په تعبیر " د ښو کلوخاوند " و ، چې د القب په اوېستا کښې هوثوه ( په پهلوی ، کښې هورمنگ ) راغلی دي . ده دري خويندې د " يمك " او " ارينوك " او " سنګهوك " په نومو درلودلي ( په شهنامه کښې : ارنواز - او شهرناز ) . د اوېستا يې مدنيت دوري او د آريايې نژادو شاهي کورنيو او نومیالیو کسانو او پهلوانانو په اړه تر اسلام دمخه او وروسته د پخوانيو کتابونو روايتو د زمانو په تېرېدو يوه داستاني بڼه پيدا کړې ده او په دغو کتابو کښې دا اساطیر په مختلفو ډولو راوړل شوي دي ، خو موږ دلته زيار صفت باسو ، چې ترخپله وسه د نوموړيو داستانو تاريخي اړخونه ولټوو . په ویدا کښې د پيشدادي ستر پاچانوم ( يمه ) Yama په اوېستا کښې " ييمه " Yima پهلوی کښې " يم " Yam او په دري کښې " جم " " دي ، يې په اوېستا کښې خشيته Xshaeta په پهلوي کښې شيت Shet او په دری کښې " شید " راغلی او " جمشید " يې بولي ، یعنی خلیدونکی جم . د جم پلار په اوېستا کښې ويوهونت Vivahvant دی ، چې وروسته بیا ویونگهونت = ویونګهان په ویونجهان معرب شو ، زوی یې یمه = جم دا هوره مزده له خوا د خلکو ساتندوی او پاچاو ټاکل شو چې د خلکو د ودانۍ او هوسايۍ له پاره زيار وباسي ، ده ته يوه لکړه ، یو غمی ، یوه توره ، یوکتوری ( جام ) او د يوې زرین تبش ( غاښور ) ورکړ شو ، چې د ده د شاهۍ لومړی نښان وی او له تيش څخه د ځمکې په کرلو او کرهڼه کښې کارواخلي ، د خلکو او څارويو د نسپه ډېر ولو كښې زيار وباسي ، د بخدي " واره " ودانه کړي او هغه ځای چې په اوېستا کښې د لوړ و بیرغو لرونکی ( ښکلي بخدي ) بلل شوی د خپل ځان او نورو ښاري خلکو ټاټوبي وټاكي . د بخدي پاچا " يمه " لومړی پاچا دی چې د مدنیت او ښاريتوب بنسټ یې ایښي او ټولنیز ژوند يې ترتیب کړی دی کرنه ، څاروي روزنه ، کار ، د اوسپنې ويلول ، د کالیو اوبدل ، د وسلو او جواهر کارونه ، د لښکري طبقې ټاكل ، خټګري او د فلزاتو او درملو کارول يې دود کړل او په خپل لومړي شاهي پايتخت ښکلي بخدي کښې يې مدنيت ، جوړ او خپور کړ . د فرانسوي څېړونکي بنونسيت په وینا : دی هغه آریایی شخصیت دی چې د اسلام تر منلو دمخه د نورستان د خلکو په منځ کښې د " ايميرا " Imra په نامه تر ټولو ارباب انواعو لوړ او ستر رب النوع ګڼل کېده او د هغې سيمې په مرکزي معبد کښې چې : ځای کول د ده مجسمې درولې وې هلته د قربانيو دودونه پر په ۹ یسنا کښې له دريمې ترپېنځمې فقرې پورې وايي ! " د جم د پاچاهۍ پر مهال تودوالی ، سوړوالی ، زوړوالی ، مړینه او رخه ( رشك ) په دنيا کښې نه وو " او د ۱۹ پشت په ۳۱ - ۳۸ فقرو کښې داسې راغلي دي چې : " د جم په پاچاهۍ کښې د نړۍ ژوندون په خوښۍ او خوشالۍ تېرېده د رنځ او ناورين نخښې نه وې " په اوېستا او د عرب او عجم په نورو تاريخي كتابو کښې ، د جم او پيشدادي پاچاهانو کيسه د ډېر لرغونتابه له امله افسانوي بڼه غوره کړې ده او څرنګه چې يې د جم پاچاهي د هر راز هوسایۍ او آرامی ، نیاو " داد " او ښېګڼې سر چینه بللې ده ځکه يې نو هغه څوك : خیر ، خوښۍ او ښېګڼې ددې سر چينې دورانولو وسیله شوی اژی دهاکه ( اژدها - ښامار ) بللی دی . او دا سړی " بیوراسپ " د " ارونداسپ " زوی ( کیو چې دلمرث دکر شاه = غرشاه ) له اولادې څخه و و ، چې مور یې او ذاك ( ودك ) د جم خور وه او بیو راسپ دلسوز رواسونو د خاوند په مانا دی او څنګه يې چې ګړندی اسان درلودل ، نو ځکه یې ورته " تازی " ویلي دي ، چې په همدې سبب ځينو مؤرخينو دي تازي او له عربي نژاده ګڼلی دی وايي چې دی د ( بورې ) پر ځمکه راپورته شوی دی او په دغه نامه تر اوسه يو ځای د افغانستان جنوب ختيځ ته په ږوب کښې شته څرنګه چې عربو دا نوم معرب کړی او ضحاك يې ورته ویلی دی ، ځکه يې نو نوموړی عربي نژاد بللی دی او هم څرنګه چې سامي نژادو له آريايانو سره سيالي درلوده ، ځکه نو هر عنصر چې د نوي تشکيل شوي مدنیت او د بخدي پاچاهۍ ته خطر پېښاوه هغه له پردي نژاده باله او لکه آرايي نژاده تورانیان ، ضحاك بيوراسپ . يې عربي نژاده ګڼلی دی ۔ د طبري او البيروني په څېر ځينې دقیق مؤرخان وايي : عربانو ضحاك عربي نژاده او عجميانو عجمي انګیرلی دی . څرنګه چې د افغاني تاريخي ښار و ، ځايونو او سړيو په نومونو كښې ( لکه د غوري شاهانو د کورنۍ ستر نيکه ضحاك او په بامیان کښې د ضحاك ښار ) دد غه نامه ریښه شته او مورخان هم د ده نسبت لړۍ اريايي نژاده کیومرث ته رسوي اودی د جم خوریې بولي ، نو دا خبره چې عربي نژاده و ، له منلو څخه ليرې ښکاري . په هر حال د اوېستا د اشارو له مخې بیور اسپ اژی دهاکه د ښکلي بخدي پر مدنيت يرغل وکړ او څرنګه چې ايزدي فر ( د سلطنت پر تم يا خلا ) د بریالیتوب د مارغه په څېر له جم څخه جلا شوی و ، اژي دهاکه پرده بری وموند او د ده هېواد يې ونیو او دی يې په اړه دوې ټوټې کړ . دې تازي ( تازنده ) ضحاك د رام ميشت د۱۹ فقرې له مخې د کویرینتا په نامه یوه ټینګه ماڼۍ او شاهي تخت او زر بنه چترۍ درلوده او د اسلامي دورې په دري ادبياتو کښې د ده ته " ضحاك ماران مار دوش اژدها ) ویلی شوي دي د اوېستا له مخې تر جم وروسته ايزدي فر ( د سلطنت خلا ) پر " تراتينه " ( په پهلوي کښې فریتون فريدون ) د پورتورا " پورګاو " پر زوی چې د جم له اولادې څخه وځلیده پلاريې د اثويه ( اثفیان ابتین ) په نامه هم یاد شوی دی ، د دې کورنۍ خلك كروندګر وو چې د زياترو له نومونو سره د ګاو کلمه په اوېستا کښې ګټو ) راغلې ده . فریدون د اوبو د رب النوع اناهيتا له پاره سل آسان ، زر غويي او لس زره پسونه قرباني کړل ، څو چې پر شریراژي دها که بريالي شو او هغه يې وواژه او د جمشید دوې خويندې " اري نوك " او شنګهوك چې ضحاك بنديانې کړې وې لاس ته راوستلې د اژی دهاکه په مقابل کښې د خلکو د خوځښت داستان چې د فردوسي په شاهنامه کښې د هغو خدای نامو له روايتو څخه را اخیسته شوی چې تر اسلامي دورې د مخه وې ، داسې دي چې : یوه پښ ( آهنگر ) چې كاوك " كاود " نومیده ، د خپلې اهنګرۍ څرمن د نېزې پر څوکه د بیرغ په څير وتړله او خلك يې په ځان راټول کړل او د اژي دهاکه په مقابل کښې وپارېدل او د هغه د تېريو پر ضد پورته شول او دا هم هغه د کاویان بیرغ دی چې تر ډیر وخت وروسته پورې د اريايي خلکو د بري سمبول و . فریدون په دې هڅه او خوز ښت کښې د پارېدلو خلکو مشر و او ده پر ضحاك باندې د خپل بری په یاد د نو روز د جشن په څېر " د مهرگان د جشن " بنسټ کښېښود ديبان يې پر سرو ټکول او جهان يې ونيو د آريايي اولسو په داستانو کښې يو بل ته ورته روايات شته چې وایي: 

فریدون د ايرينه . توئیرینه او سينريم مينه هېوادونه پر خپلو درو زامنو ارج ( ایرج » او توچ ( تور ) او سرم ( سلم ) ووېشل ، خو سلم او تور د ایرج سره رخه ( رشك ) درلوده او دی یې په ناځوانه ډول وواژه تر هغې چې د منوش چیتره ( منوچهر ) په نامه د ایرج زوی پیدا نشو او د ايرج كسات يې وکيښ د دې استان په څېر د درو زامنو کيسې نورې هم شته لکه د زردشت د درو زامنو او د تارژي تائوس سکايي د درو زامنو او د درو پښتني ورونو ( غرغښت . بیټنی - سربن ) کيسې چې د کلژ دوفرانس د استاد ژرژردومزیل په وینا پخوانۍ اريايي ټولنه له دريو ډلو روحانیونوو ، جګړنو او ثروت موندونکو څخه جوړېده او د پخواني هند اساسي کاسټونه هم بر همنان - جګړن نجيبان او څاروي پالونکی کروندګر و ، د زردشت له دریو زامنو څخه هم مشر زوی روحاني ، دويم زوی جگړن " او دریم چوپان و او د اګرده کیسې پر پخواني اريايي قومونو کښې سره ورته دی په هر حال منوچهر د ایرج کسات واخیست ، سرم او تور يې ووژل او د آريايي نژاد و صحرا نشینو توراني پر غلګرو خلکو مخه يې ونيوله ، د ده په وخت کښې لوی پهلوانان لکه قارن کاوه زوی او نریمان اوزال ورستم را متخته شول چې د آرينه ځمکه يې د دښمنانو له شره ساتله تر ده وروسته د اوېستا په وینا نو تره ( نوذر ) د ده زوی پاچا شو چې توراني افراسیاب تر دریو جګړو وروسته هغه ونیو او ويې و واژه خو له هغه څخه د نئوتریان = نوذریان په نامه لوی کهول پاتې شو ، چې د داستانونه يې په اوېستا کښې راغلي دي . د نوذر تر وژنې وروسته " اوزوه " د توماسپه زوی ( زو = زاب = د

تو هماسپ زوی = تهماسپ د فريدون له اولادې څخه تر پېنځو کالو پورې حکومت وکئ چې هوښیار او عادل سړی و، د دې نامه ريښه په "زابل" او زوب کښې شته ده د پهلوانانو په مرسته له تورانیانو سره جنګونه وکړل څو په پای کښې يې د آمو سيند تر خپل منځ ويش (برید) وټاکئ. يې د زاب تر مړينې وروسته د هغه زوی کرشاپه Kereshaspa (یعنې د ډنګر اس څښتن پر تخت کښیناست چې لسم پيشدادي پاچا و، نهه کاله حکومت وکئ د ده تر مړينې وروسته افراسیاب د توراني شنګ په فرمان د هغه پر هېواد یرغل وکئ او د کرشاسپه د داستان له ختمه سره د پیشدادیانو داستانی تاریخ هم پای ته ورسېد خو دلته باید دا وويل شي چې دا کرشاسپه د زاب زوی له او پستایی نامتو ،پهلوان کرشاسپه نریمنان څخه جلا وي، ځکه چې کرشاسپه نریمان د ثريثه ) ثريت = اثرط ) زوی د سيستاني سام له کهول څخه و چې د فریدون د پاچاهۍ په پای او د منوچهر د کار په پيل کښې زړور او بوډا و هم اصلاً يو له پهلوانانو څخه دی، نه له پيشدادي شاهانو څخه


 د کاوي = كيان کهول :"كوي" يا کاوي په ويدي ژبه او اوېستا کښې د پوه، پاچا، امیر) په مانا دی، چې د اوېستا له مخې کوي د پهلوي (كي) د بلخ او د اوسني افغانستان شاوخوا د پخوانیو پاچاهانو له لقب سره یو ځای و، خو د دې هېواد لويديزې خواته نه استعمالېده. د کوي = كي كلمه د بلخ د هغو پاچهانو د نومو په سر کښې ګورو چې د پیشدادیانو تر کهال وروسته پاچهی ته رسېدلي دي او د دې ځمکې شاهي پرتم شاهي فر د کوئنم خورنو Kavaenem-xvreno په نامه په دوی اړه

لرلې ده. په دري ژبه کښې يې "کی" په "کیان" جمع کړی دی او دا کهول يې په شاهنامه او نورو کتابونو کښې "کيان - کيانيان او كياني" ياد کړی دی. د اوېستا له مخې د دې کورنۍ لومړی پاچا کواته Kavata نومېده، او ده ته يې کوی، کواته کی قباد وايه چې د سيستاني پهلوان رستم د پلار په غوښتنه د البرز په غره کښې د بلخ سهیل ته) پر تخت کښیناست او دې د خلکو د هوسایی ارامی او نیکمرغۍ سبب شو، عادل پاچا و پینځلس کاله يې پاچاهي وکړه فردوسي دی د فریدون له توکم څخه ګڼلی دی تر کیقباد وروسته په اوستا کښې د کی اپیوه - کی - ارشن - کی بیرشن کی پشین نومونه هم راغلي دي چې د ده اولاد دی، خو د هغه په باره کښې راغلې افسانې کمزورې دي او پخوانيو کتابو کې هم زيات شهرت نه لري. تر کیقباد وروسته یې زوی کوی اوسن Kavi - Usan " (كيكاوس) د بخدي پر تخت کښيناست، چې د اوسن مانا هيله يا خوښي ده. ده له غير وادريايي پرديو عناصرو سره چې د حماسي رواياتو له مخې د اوسني ايران په شمال کښې د مازندران په ځنګلو کښې اوسېدل جنګونه وکړل او پر هغوی يې بری تر لاسه کړ. په اوېستا کښې هغه خلکو ته (دیبان) ويل شوي دي. اوېستا وايي چې غښتلی او زورور کوي اوسن (کیکاوس) د ارزيفيه Erezifya د غره پر سر اناهیتا د اوبو رب النوع لپاره سل اسان او زر غوايي او لس زره پسونه ددې لپاره خيرات کړل چې د پاچاهانو ستر پاچا شي. څرنګه چې نوموړي غر د پوهانو د څېړنې له مخې د خراسان شمال ختيځ خواته په بلخ کښې و او کیکاوس پر هغه اووه هسکې ماڼۍ جوړې  کړې وې، ځکه نو د ده داستان هم سر تر پایه د افغانستان په تاریخ او خاورې پورې اړه لري. دی له لویو پاچاهانو څخه شو چې د هغه مهال د کشف شوې نړۍ) پر اوو هیوادو يې حکومت کاوه او د اوشنر oshnar په نامه يې يو پوه وزير درلودئ چې په اوېستا کښې يې د پورو جيره Pura-Jira په صفت یاد کړی دی یعنې ډېر پوه او هوښیار په پښتو کښې پوره = خير = کامل دقيق). په اوستا کښې کیکاوس ته ځينې غلطۍ او خطاوي هم منسوبې دي، لکه د همدې پوه وزیر وژل او د ځمکې د ساتندوی غوايي له منځه وړل او اسمان ته د ختلو هڅه له همدې امله کياني پرتم كياني فر) له ده څخه وګرځیدی او تورانی افراسیاب ورباندې غالب شو او دده هیواد یې ویجاړ كړ، څو چې روت ستخمك Rot - Staxmak "رستم" سيستاني پهلوان لښکر جوړ کړ او افر اسياب يې وشاړه. د بلخ له كياني پاچاهانو څخه یو بل کوی سیاورشن "Syavarshan" (سیاه نر) و، چې تر کیکاوس وروسته پاچا شو او د بلخ واکمن پاچا و، چې د آمو تر ها خوا (توران) کښې له آريايي يرغلګرو قبيلو سره په يوه جګړه کښې وژل شوی دی او دی د کیکاوس زوی ګڼل شوی، چې په پهلوي او دري ادبیاتو کښې د سیاوخش - سیاوش په نامه شهرت لري. سیاوش ایرینه ویجه ته نژدې یوه لویه کلا د کنگ دژ (KANGHA د = اوېستا ) په نامه و دانه کړه چې د جمکر دواره په څير دويم آريايي مرکز و او ده په توران کښې د توراني پاچا افراسیاب لور چې فرنګیس نومیدله ماندينه کړه او له هغې څخه هئو سره وه Hausravah = كيخسرو" وزيږېد . چې تر پلار وروسته یې د پاچاهۍ تخت ونیو او د پلار د خون اخيستو په غرض له تورانیانو سره د خپل ننګیالي سپه سالار هئومه Haoma په ملګرتيا يې   افراسیاب او د هغه ورور کیریسه وزده چې په شاهنامه کښې: کرسیوز راغلی په ځنځیرو کښې و پيچل او ويې وژل. اوېستا وايي کله چې کياني پرتم كياني فر) په خسرو پورې اړه پیدا کړه نو دهغه په مرسته یې لوی کارونه وکړل، زور او قوت، مينه او ښکلا برم او پرتم دده په برخه و و او د کياني شاهنشاهی هیوادونه یې بيرته سره ونښلول، چې له همدې امله په اوستا کښې د خشتري هن كريمو Xshathrai - Hankeremo يعني د هېوادونو نښلونکی او یو ځای کوونکی، د شاهنشاهی د را منځته کوونکي په صفت یاد شوي دي. تر کیخسرو وروسته په بخدي کښې يوه ډله پاچاهان را منځته شوي دي، چې د نومونو په پای کښې يې د اسپه " كلمه راځي او دا بيخي باختري نسبت دی، ځکه چې د بلخ ورشو د آس پخوانی روزنځای و او ددې مځکې آريايي نژاد و سپرو په جنګونو يرغلونو او د دښمنانو په مخنيوي کښې تل له دې اهلي څاروي ځنې کار اخيست ددې سيمې د خلکو تر منځ له پخوا زمانو بیا تر اوسه د اسانو د ګلو روزنه او د سپرلۍ ورزش دود لري تر دې چې ځينو پوهو مؤرخانو لکه دینکر په خپل پخواني تاريخ کښې د بلخ د پاچاهانو یو کهول د اسپه پاچاهانو په نامه یاد کړی دی، خو په حقیقت کښې دا پاچاهان د هم هغو کيانيانو پایڅوړ دی. له همدې ډلې پاچاهانو نه هغه څوك چې تر کیخسرو وروسته د بلخ د پاچاهۍ پر تخت کښیناستلی په اوستا کښې ائوروت اسپه Aurvat Aspa کی لهراسب) یاد شوی دی چې د ګړندي اس په مانا دی او نسب يې كيقباد اومنو چهرته رسيږي د فردوسي په وينا د مهر د مياشتې د مهر پر ورځ د ميزان په ١٦ مه یې د پاچاهۍ خول پر سر کښيښوو او په بلخ کښې يې د "آذر برزین په نامه یوه دوهه (آتشکده) جوړه کړه، د ساساني وختو  په نورو روایتو کښې وايي چې ده د خپل یو سپه سالار بوخت نرسیه (معرب يي بخت النصر) په ملتیا پر اورشلیم یرغل وکړ او هغه يې وران کئ، او جهودان يې تيت کړل، د ژوند په پای کښې يې پاچاهي خپل زوی ویشتاسپه Vishtaspa = کشتاسپ د توريدلي آس په مانا ته پریښووه او پخپله د بلخ په نوبهار ننووت ویښتان یې پریښوول د خدای په ستاينه بوخت شو او د زردشت دين يې ومانه چې په پای کښې د توراني ارجاسپ په يوه حمله کښې ووژل شو. ویشتاسپه کشتاسپ لوړ همته پاچا د ګړندیو آسانو خاوند د زردشت موید او پیرو او مزدا پرست او كياني فر لرونکی، رښتیا کوونکی او پاك تومنه سړى و، پر خپلو توراني دښمنانو یې بری وموند او هم يې وزير جاماسپه داوستا له مخې شریف برای هیواد وال او پوه بریالی او د زردشت د لور ميړه و، چې د زردشتي آئين تر منلو وروسته يې د هغه په خپرولو زيار ایستلی و او دده زوی سپینتوداته Spento - Data اسفندیار چې تخمه Taxma " = تهم = زړور" يې صفت و او د ویشتاسپه ورور چې زئيري وئيري Vairi - Zairi "زریر" نومېده هم هغه کسان دي چې د زردشتي قانون په خپرولو کښې يې زیار ایستلی دی د اوستا په هغه نسخه کښې چې په اتمه ميلادي پېړۍ کښې په پهلوی ژبه کښل شوې او په سمر قند کښې ترلاسه شوې ده، داسې وايي چې: زردشت د گشتاسپ په امر د خپل کتاب دوولس زره نسخې د سروزرو په څپر کو ولیکلې او د ورهران" په اتشکده کښې يې کښېښودلی، چې دا معبد، اسفندیار د بلخ باميك په نوازك كښې ودان کړی و، همدارنګه په آذر فربغ (د موبدانو اتشکده او آذر برزین مهر (د کرونده ګرو اتشکده) هم گشتاسپه ته منسوبی دی، چې دا دوهمه اتشکده يې د ده په وخت کښې  له خوارزم څخه د کابلستان دروشن Roshn غره ته راوړه او د عربو تر فتوحاتو (۱۷۱ هـ) پورې لا هم پاتې وه. د زرير زوی بستوئیری Bastawairi د بست ښار ودان کئ او هلته یې ډېر ژر خيراتونه وکړل او هم يې د سلطنت مخالفان چې هلته وو له منځه يوړل. تر اسفندیار وروسته له دې کورنۍ څخه د ځينو نورو پاچاهانو نومونه اخستى شوي دي لكه و هو من سپینداتان (بهمن اسفندیاری) او لور يې "همای" او "د اراب" د هما زوی دا پاچاهان له سيستان او هلمند په وادۍ کښې داستانونه لري، ځينو مورخانو دا پاچاهان له هخامنشي پاچاهانو سره ګډ کړي دي. 

اوستايي پهلوانان :د اوستايي فرهنګ په دوره کښې سر بېره پر دغو شاهي کورنيو چې مخکښې يادې شوې د ځینو لویو پهلوانانو کورنۍ هم په دې تاريخي زمانه کښې راغلی دي چې ددوی په نامه اريايي حماسي روايتونو کښې ځانګړي کتابونه وو، دا کورنۍ زیاتره په اوسني افغانستان او د خراسان په سيمې پورې اړه لري. خو د زمانو او نسلونو په تېرېدو د دوى تاريخې پېښو داستاني بڼه موندلې او په دې پهلوانانو پورې يې ځانګړي کارونه تړلي دي. چې ددې افسانوي روايتونو له منځه يوه برخه تاريخي واقعیتونه لکه د پاچاهانو د کورنيو تاريخي پېښې لاس ته راتلاى شي. ډېر نامتو او لوی پهلوانان در سیستان له خاورې څخه پورته شوي دي، چې د اوستا له روايتونو او د نورو پهلوي کتابونو له مخې د دوی نژادد بخدي هم هغه يمه جم - جمشید پاچاته رسېده او ده د زابلستان د پاچا کورنگ لور ماندينه کړه چې له همدې نژاد نه سام نریمان پیدا شو، چې زوی يې د ويښتو د سپينوالي په سبب د زال" زر په نامه یاد شو او د پلار له پلوه د سیستان پاچاهي ورکړای شوه دی د کابل د مهراب شاه پر لور "رودابه" چې د ضحاك له نسله وه مین شو او هغه يې خپله ښځه کړه. چې له هغې ځنې رستم وزېږید، چې د خپل وخت ترټولو پهلوانانو غښتلی، زورور و؛ كك، كوهزاد (غرزى غلجي) يې چې له زال څخه یې خراج اخیست وواژه خو په پای کښې د بهمن په وختو کښې د خپل ورور شغاد په دوره او چل شاه ۳۰ ته ولوېد او د خپل آس رخش سره په هم هغه څاه کښې مړ شو. زال سر بېره پر رستم او شغاد یو بل زوی د " زواره" په نامه هم درلود چې لوی پهلوان و، د هغه دوه زامن فرهاد او تخار (تخوار) مشهور دی. له رستم څخه فرامرز ته سهراب جهانگیر او کشسپ بانو او زر بانو پیدا شول او له سهراب څخه چې د پلار له لاسه وژل شوی و د "برزو" په نامه یوزوی پاتې شو، تر برزو ورسته شهریار وزېږید، چې ددې پهلوانانو په نامه بیل بیل کتابونه شته لکه فرامرز نامه برزونامه شهریارنامه بانو گشسپ نامه، جهانګیرنامه او سام نامه همدا راز د فردوسي په شاهنامه کښې هم د دوی داستانونه راغلي دي. د رستم زال او تخوار داستان په افغانستان کښې تر اسلام وړاندې له پخوا زمانونه شهرت لاره او تر اوسه یو څو ځايونه د تخت رستم په نامه په سمنګان کښې د رستم غوندۍ د زال کلا ( تخارستان) د كك كهزاد كلا د رستم آخور په فراه کښې شته چې ځينې دانومونه له اسلامي فتوحاتو وروسته د عربو په تاریخونو کښې هم راغلي دي او حتی د نورو ملتونو په تاریخونو کښې لکه د موسی خورنی ارمنی په تاريخ کښې له ۵ - ۸ مې پېړۍ پورې هم درستم نوم راوړل شوی دی. د دې دورې بله کورنۍ چې په زړورتيا او پهلوانۍ کښې يې شهرت درلود "کاوه" کورنۍ ده چې دمخه يې يادونه راغلې ده او د ضحاك د ظلمونو او ستمونو په مقابل کښې يې د خلکو يو ډلیز غورځنګ رامنځته کړی و، له هغه نه یو زوی د قارن کاوګان په نامه پاتې شو چې د فرېدون او ایرج او منو چهر په وختونو کښې يې له افر اسیاب سره د کیقباد په جنګونو کښې ډېره مېړانه او زړورتيا ښودلې وه. دا کورنۍ د اشکانیانو او ساسانيانو تر دورې پورې د کارن په نامه پاتې و او حتی تر دريمې هجرې پېړۍ پورې يې خپل برم او قوت ساتلی و. د پهلوانانو بله کورنۍ د نو ذریانو کورنۍ ده چې نوذریان د منو چهر د زوی "نوتر" له اولادې څخه وو دې کورنۍ ته په اوستا کښې نئو تئير یانه Naotairyana ویل شوې ده او توسه (طوس) د نوتر زوی چې نوم یې خراسان د طوس د ښار په نامه کښې پاتې دی د کیانی وخت له لويو پهلوانانو څخه و چې د وایسه که Vasesaka پرزامنو یې بری وموند ، د نوتر بل زوی "ویسه چې په اوستا کښې دویسته یورو Vistauru (او په پهلوی کښې ويستخم = په درې کښې ګستهم یاد شوی دی چې مزدیسنا د آئین ډېر دښمنان يې وژلي دي او زر اسپ هم د طوس د زوی له دې کور څخه ګڼل شوی دی. همدا ډول د کاوس زوی فریبرز ( په پهلوی کښې برزی فره) او د لهراسپ زوی زریر او د زریر زوی بستور ) په اوستا کښې بسته وئيره) او د گشتاسپ زوی اسفندیار او د وزیر جاماسپ زوی گرامی ( په پهلوی كښې: كراميك كرت) ددې پېر هغه شهزاد ګان او نجیب زاد ګان دی چې په داستانو کښې د پهلوانانو په څېر ياد شوي دي او د روايتي کيسو له اړخهددوى تاريخي وجود پېژندل کېدای شي، هر یو د بخدي او خراسان په لرغونيو ۳۱ تاريخي داستانو کښې نوم او نښان لري.