32

خوشحال خان د ادبي مكتب موسس

د خوشحال خان خټک مرغلری

د میرزا ديوان مي ومانډه په ګوډي مسخره می ارزانی خویشکي زمند کړتر خوشحال خان د مخه که که هم خو تنو عروضي اشعار ويلي دي ، مگر هغه خدمت چي خان پښتو ته کړي او په دغه اندازه ډېر اشعار چي ده ويلي او پرې بښي دي. له نورو څخه نه دي ليدل شوي ، د ده اشعار تقریباً خلوېښت زره بيته ته رسيږي هغه انقلاب چي ده د پښتو ژبي شعر ته ورکړی دی نو دی هر کله په حيث د مؤسس او پلار د پښتو شعر مثل كيږي تر ده وروسته چي ټول ادباء راغلي دي په فکر او ډول کي يې دى مقتداء دى د ده له نسله څخه نور مقتدر ادیبان هم پیدا سوي دي ، چي موږ بې پر خپل موقع ذكر وكړو. شعرا و شاعري خود انسان په خټه اخښلي سويده او ادب د انسانيت يو لوی او مهم جز دي لكه ارسطو د يونان فيلسوف چي ادب د فطرت محاكات او نقلي د انساني تأثراتو بولي، دغسي هم د پښتو ادب ټوله پر دغه علمي كليه باندي بنا سوي دي خاص بيا د خوشحال خان ادبیات او آثار ټوله حاكي له هغو ذهني تاثراتو څخه دي چي ماحول او محیط د ده په زړه کي كرله دي د فطرت ترجان او د طبیعت ویونکي ژبه ده ، هر څه چي ويني، هغه په ښه ډول په وینا تصویر کولای سي خوشحال خان په هر راز شعركي قوي لاس لري عشقي اجتماعي، فلسفي وطني اخلاقي او حماسي اشعار ډیر لري د انساني فضائلو او دپښتنوالي د ښېګرو په بيان کي خو شحال خان یو پوره مو راليست (اخلاقي) او رياليست (حقيقي) اديب دي به نقد او ادبي شجاعت کي هم ساري نلري اما په دنيا کي دخياليت او ایډیالیزم هم دومره جگ دی چي لږ څه نور څوک پسي رسېدلای سي! خوشحال خان موسس د هغه ادبي مکتب دی چی وروسته ټولو د پښتو ویونکو او ژبه ورو خلقو د ده تقلید کړی دی دی د خپل سبك استاد دی نو ځکه موږ ده ته د پښتو پلار ویلای سو.


ما خوشحال چی په ښتو شعر بیان کړ

د پښتو ژبه به اوس په آبوتاب سی



مواز نه او مقایسه :-

د پښتو شعر که څه هم په ډېرو شیانو او خواصو کي د پارسي او عربي اشعارو سره نژدېوالي او قرب لري، مگر بيا هم ځکه چي محيط او د قوم ذهني او روحي خواص پر ادب اثر لري نو د خان په کلام کي د پښتنوالي ډېر مزايا ليدل كبيري خان يو مبتکر پښتون دی د ده فکر په دنيا کي د ادب يوازي مقلد نه دى بلكي له خانه هم مضمون را ایستلای سي د دي خبري اثبات د ده د کلام مطالعه کوي مګر دلته موږ لنډه اشاره ورته کوو. د عشق دنیا او د ميني نړی يوه بېله دنیا ده، د عاشق قلبی واردات او د ده تأثرات پر بل چا نه قيا سېږي، مگر ملي خواص او اولسي مميزات هر کله په دغه دنيا کي هم او خارېږي او لکه چي ادب د روحي تجلياتو هنداره ده. دغسي ټوله ملي شبگری پکښي بريښي پښتانه خو په فطرت کي ملي غرور او د روح اور تیا لري پښتون هیڅکله او په هیڅ ډول داسي خضوع نه کوي، چي د ده ملي غرور ته دي صدمه و رسېږي. شبلي نعماني په شعرا لعجم كي ليكي چي نسبت و پارسی شعر ته په عربي شعر کي شاعر هرخای غزت د نفس او غرور ساتي، مین که څه هم وخپل محبوب ته اړ وي او وصال تي غواري مگر دي دگدا په خبر نه دی ، البته جانباز دی . مگر غلام نه دی و مصيبت ته د ميني تیار دی مگر دلیل ندی مثلاً يو عرب اديب خيلي ميني ته داسي خطاب كوي


فلا تحسبي اني تخشعت بعد كم

ولا انني بالمشي في القيد اخرق

يعني دا گمان مكوه، چي زه په تاپسی خاشع سوم او نه په بند سره زه له يو نه پاتېږم بل خای عاشق و خيلي ميني ته داسي وایي چي ضمناً د خپل قوم میرا نه او تورياليتوب ورښکاره کوي

اذا اسود جنح الليل فلتات ولتكن

خطاك خفافاً فان حراسنا اسد 

يعني چي ماښام د شپي وزر تور سي نو راسه مگر پلونه ورو ورو پرده چی زموږ ساتونکی زمری دی. مگر به پارسی ادب کی عاشق د میني په دنيا کي خان دومره بايلي او بېخوده کيږي او د معشوق په مخ کي خان دومره کښته کوي چي خان سپي هم بولي

حافظ وائي:


سحر آمدم بكويت بشکار رفته بودی 

تو که سگ نبرده بودی به چی کار رفته بودی

حافظ وایی

شنیده ام که سگان راقلا ده می بندی 

چرا بگردن حافظ نمی تهی دستی


د پښتو شعر که څه هم له یوی خوا شديداً د پارسي تر اثر لاندي سوى دى او ادبا و هر کله د غسي خيالات او افكار ذكر كړي دي مګر بیا هم ځاي خاي د پښتنو الي د روح لوړ تيا يې په کلام کي ښکاره کېږي او پښتون عاشق هيڅکله خان نه سيكوي او خپل غرور او د نفس مناعت نه بايلي په هغو ځايو کي چي د نورو په تقلید څه ويل سوي وي، دا سي اشعار بيل دي د خوشحال خان په کلام کي د پښتنوالي لوړ او ژوندي روح ښه خليږي، مثلاً په دې بيت کي د خان لوړ تيا په څه ښه

ژبه محبوب ته سي



مرگ لره واړه د دهلي لشكر راغلي

ته لا د خوشحال په مرگ خان روغ نه کنی تنگ کړی 


سربازي او توريالي توب په عشق کي هم د ده سره ملګري دي او كورت د ذلت او تحقير كار نه مني :-


یا به سره د خپل ورمیر په وینو رنگ کرم 

یا به کسل کرم دغه ستا شونډي ملوكي

یا


مگر تا خخه امان د سلطنت دی 

چي په هود مي سپينه خوله غواړي خټکه

به درست جهان به نه وي يو دما غوندي رسوا بل 

ورخم توره وكښلي چي مين واروم پر تا بل


د پښتنو عشق هم ښکاره او سپیگلی دی پټ پټانه نه لري په تره توره مينه کوي د عشق په دنيا کي خو مين او معشوق ډیر د راز ساتنه او پټول خوښ لري او نه غواړي چي څوك په خبر سي.


زشوق میروم و سوی تو ننگرم در بزم

برای آنکه فتد غیر در گمان دگر


 اغيارو او رقیبانو د خپل محبوب حال هم په ښکاره نه پوښتي : 


بهر مجلس که جا سازم حدیث نیکوان پرسم

که حرف آن به نامهربان را درمیان پرسم


 مگر د پښتنوالي په دنيا کي دا پټ پټانی نسته د پښتون مينه او ميرخي رده بده ده، خوشحال هم وايي : 


زه خوشحال کمزوری نه یم چی به دار کرم

 په ښکاره ناري و هم چی خوله يې راکړه


د خوشحال د عشق میثاق داسی ټینگ دی :


که بی سر درومي له تنه نور په نه سي 

د خوشحال چي د خپل یار سره میثاق دی


خلاصه :-

د خوشحال خان په کلام کي هر ځای د پښتنوالی روح ښکاره دی هغه چي په تقلید د بل چا ويلي سوي دي، بېل دی


که مي حلق له تندي وج سي په همت کي

پروا دار کله به حوض د كوثر يم

نور د ده پښتني ادبي مزايا د پښتنوالي او حماست په بيان کي وگورئ : په دغه ډول د خوشحال خان کلام معنوي او مادي مزايا لري خاص بيا په علومو د فصاحت او بلاغت پوه دی. اسرار د بيان ور معلوم دي.


صنعت او ابتکار :

د خوشحال خان په کلام کی علاوه پر نورو ښېگڼو او معنوي خواوو ظاهري بدايع او صنایع هم سته، د شعر ټوله اقسام لكه غزل قصيده مثنوي رباعي قطعه، تخميس تسديس ترجيع او نور لكه حماسه رثاء لري معشر او مربع اشعار د ده ابتکار دی چي په پښتو کي بي ويلي دي. شعري صنعتونه او بدايع يي په کلام کي خورا ډير دي د (۱۰) مخ لومړی بدله او د (١٤) مخ (ستركي ستا) بدله د ذو القافيتين مع الحاجب فن دی په دغه ډول ذوقافيتين اشعار ډېر لري، په دې بيت کې صنعت د طباق راوستلی دی :



ښه چی سپین د زهد ليري له ما كرځي

 چي د تورو ته نژدي سي سپين هم تور کا


ته شادي کړه زه به غم کړم

 تا خندا زده زما ژرا زده


يو وصال د ښو يارانو بل هجران دی 

چی خوشحال یې په خندا په ژړا کړی


په دغه آخرني بيت كي صنعت د لف و نشر مرتب هم سته په تجنيس کي هم خان به لاس لري : 

دوي دي توري ستركي لكه دوي توري بلا 

دوي دي توري ورخي لكه دوې توري تر ملا


هغه کار لکه دوه تورو سترګو وکا

 هسي کار نه سي په تورو په لښکر


چا به راکړه په پالنگ دا هسې کښلي 

که می نه وي په اول به قسمت کښلي

د خان په کلام کی صنعت د دولسانین هم ډیر راغلی دی پښتو او پارسي او هندي گډوډ سره وایي، لکه په ۷۱۰ ۱۰۲۰۲۰۷،۳۷۳٠٣٨٦ مخو کي چي ليکلي دي په (۳۳۷) مخ راته نيسي الخ) او په (٢٣٤) مخ ښایسته الخ) صنعت د رد العجز على الصدر دی د (٨٥٤) مخ په آخرني رباعي كي صنعت د درو ټکو کلمو دی او په دې رباعي كي صنعت د لزوم د متصل الحروف أو تجنيس مراعات سوی دی : 

شی چین چین حني پښتني جني

 به شین شین في شين جني

نن نغتي نشي تشي يستني

تشي پښتني فتني شي حني



دغسي هم د کتاب د پای په مخو کي صنعتونه د رقطا او غير منقوط او نور راغلي دي، خوشحال خان په ادا د تریو تریو خيالو او تازه افکار و غښتلی دی ډیر خله داسي مضامين وايي چي بالكل نوي وي ابتکار د ده د کلام کېنه ده. مثلاً په دې يوه بيت كي ده يو جهان ابتکار او ډېر مضمون ځای کړی دی. د عشق په دنيا کي ماني او د محبوب خوابدی دومره يو مبتذل او مستعمل مضمون دی چي هر شاعر څه پکي ويلي دي محبوب چی خوابدی سی البته پر مین باندی ستم کوی مگر د مین زړه چی هغه پرهارونه غواړي، هغه لا نه مومي، ځکه چي د میني پرهار تر هر که خور او خوښ دی : 

خویش را بر نوک مژگان ستم کیشان زدم 

آن قدر زخمی که دل میخواست در خنجر نبود 

د عشق دنيا عجيب نړی ده ترخه یکی خواره کیږي او زهر یکی گئی ښکاره کیږي ښکنځل خو ترخي دي، مگر د عشق په دنيا کي بيل خوند لري :-


دشنام دهی و بر لب تو 

روح القدس آفرين نويد 


خلاصه چي په عشق کي د ماني د دنيا واردات خورا ډول ډول او راز راز دي خوشحال خان په دغه بيت کي اعجاز كوي :


په ماني يي مرده شويو كره عيد وي 

په خندا یی جوهري کره ژړا وي


لومړی خو په دغه بيت کي صنعت د طباق او تضاد سته د ماني اختر خندا ژرا تلازم ډیر خور دی مطلب خو دا دی چي د عشق وژلی او د محبوب د مكاني مقتولان خورا ډېر وي ولي چي مقتولان ډېر سي البته مرده شوی خوښيږي او په خندا خو مرغلري له خولې څخه را تووي نو چي مرغلري ډبري سي، البته وړيا كيږي، او د جوهري او مرغلري والا بازار كوته كيږي د كلام يوه لو برخه ساقطه ده مگر مطلب ښه روښانه او اوڅار دی. دا قدرت د بیان او په عین وخت کي فوق العاده بلاغت د خان د كلام له خصوصياتو څخه دی. په دي رباعي کي چی ابتکار سوی دی هم خورا خوردی :


چي آئيني ته ښکاره ديدار كړي

آئینه درسته سره گلزار كړي

چي شونډي کېږدي د جام پر مورگو

او به به جام كي رب انار كړي


د شاعر او ادیب نظر تر نورو رسا دی هغه چي شاعر بي ويني هر څوک نه ویني په پسرلي چي سره او زرغونه گلان له مخکي څخه راووزي وگړي خو دا ګلان د نندارې او خوند په سترګه ويني نشاط او خوښي خني مومي، مگر شاعر عبرت خني اخلي او ګوري چي دا خاوره چي نن كلان خني غويږي پرون د كوم انسان د بدن خاوره وه ! دا فکر په شاعر کي خورا زور دی هر چا څه پر ویلي دي ابو العلاء معري (٤٤٩) هـ ) د عربي مشهور فيلسوف ژبه ور وايي :


حفف الوطاء ما اظن اديم ال

ارض الامن هذه الاجساد

و قبیح بناوان قدم العهد

و هو ان الآباء والاجداد 

يعني : قدمونه پر مځکه ورو ورو ورده، ولي چي دغه مخکه زموږ د نيکونو بدنونه او اجساد دي، د ادباوو تر منځ توارد او د فکر توافق دى عمر خيام بلخي هم دغه مضمون ښه ویلی :


هر سبزه که بر کنار جوئی رسته است. 

گوئی زلب فرشته روئی رسته است.

 تا بر لب بزه یا به خواری تنهی 

كان سبزه زخاك لاله روئی رسته است.


سعدي هم وایي چي يوه ورخ ميترشح پر مخکه ووهله دا رغ خني راغی : 

که زنهار اگر مردی آهست تر 

که چشم و بناگوش و روی است و سر


د هندوستان مشهور ادیب غالب دهلوی هم دا مضمون داسي وايي : 

سب کهان کچه لاله و گل نمایان هو كنين

 خاک مین کیا صورتين هونگی که پنهان هوگئین


يعني په خاورو کي ښكلي بدنونه پټ سوي دي له هغو څخه لږ اوس د غاټوی په شکل راوتلي دي. د خوشحال خان زوى عبد القادر حبك هم دا مضمون په پښتو داسي ويلي دي :- 

قدم به ورو ورو په احتیاط برده 

چي توري خاوري ښكلي مخونه دي


مگر خوشحال خان په فکر کي مبتكر دی دا زور فکر ده په نوي ډول اما خورا خور ادا کړی دی، چي زما په عقیده تر ټولو ادباوو اوړي که د تقدیر په سترګه ورته وگورو البته راښکاره به سی خان وايي :


چی هونبره ښه مخونه په دا خاورو کي په ګور دي

 چی دیواره وردرومم گور و ما وته ارم دی


وگوری مضمون هغه مبتذل او زور مضمون دی مگر د پښتانه فکري ابتكار خود نورو تقليد نه مني خان هغه مضمون په داسي ډول ادا کی، چي ساري نه لري. نو خوشحال خان لکه د توري او ميدان قهرمان چی دی دغسي د فکر او ادب قهرمان هم دی که د خبرو له اوږدوالي څخه نه بېرېدای پر دغه موضوع به مو آورده خبرنه کړې وای مگر اوس په دغه قدر اکتفاء کوو.