پښتو قصیده هم پخوانۍ ده
تر ډېره وخته د پوهانو دا خيال و، چي په پښتو ادب کي د قصيدې آغاز له خوشحال خان خټکه دئ، مګر کوم وخت چي د محمد هوتك پټه خزانه زما لاس ته راغله نو ښکاره سوه، چي تر خوشحال خان دمخه هم د پښتو قصيدې خپل ځلانده مراتب تېرکړي دي.
د قصيدې د نشو نما او پیدایښت زانګو خو ما وويل چي دغه زموږ وطن و، پهلوي او دري او فارسي قصيدې ټوله په دغه ادبخېزه مځکه کي روزلي سوي وې، نو پښتو قصیده هم په دغه مځکه کي پالل سوې او دا ښکلې او ګلالۍ غوټۍ په همدغه بن کي غوړېدلې ده.
د پښتو تر ټولو قديمه قصیده، د محمد هوتك په همت موږ ته را رسېدلې ده د سلطان محمود په عصر اړه لري، او د دې قصيدې له براعت او بلاغته داسي ښکاري، چي په پښتو ادب کي تر دې دمخه قصيدې ډېر پخواني مراحل تېر کړي وه، چي د (۴٠٠ هـ) په شاوخواکي و دې پخوالي او براعت او فني اعتلا ته ورسېده.
چي
محمد هوتك دا قصيده د شیخ کټه له (لرغوني پښتانه) کتابه څخه رانقلوي چي دغه شیخ هم له تاريخ سوري څخه را اخيستې وه. دا قصيده په پښتو بولـله ياده سوې ده او داسي ښکاري، چي په پخوانۍ پښتو کې قصيده (بولـله) بلله.
د غور سوري پاچهان خو تر اسلام دمخه لا هم په غور کي د برم خاوندان وو، کوم وخت چي د سبکتګین کهول پر غزني مسلط سو نو د سلطان محمود او د دې غوري کورنۍ اختلاف پیدا سو او په دغه وخت کي د غور ټولواك امير محمد سوري و، چي د مؤرخينو په قول په (۴٠١ هـ يا ۴٠۵ هـ) كال سلطان محمود دی په آهنګران کي ونیوی او هغه له ډېره غيرته زهر وخواړه او ځان یې مړکی (طبقات ناصری ج ۱، ۱۷۲ بیهقی، ج ۱، ۱۱۷ و الكامل ۹ – ۹۹).
د دې غوري امير په دربارکي يو پښتون شاعر اوسېدى، چي نوم يې شيخ اسعد بن محمد سوري و او محمد هوتك د پخوانو کتابو لرغوني پښتانه او تاريخ سوري په حواله د ده مرګ د زمین داور په بغني کي په (۴٢۵هـ) كال ښودلى دئ.
شيخ اسعد د امير محمد سوري په ويرنه يعني رثاكي يوه اوږده بولـله يعني قصيده وويله، چي (۴۴) بيته ده او تر اوسه چي موږ په پښتو ادب کي معلومات لرو نو دغه قصيده تر ټولو زړه او پخوانۍ بولله ګڼله کېږي او د ژبي ډېره لرغونې پنګه او ادبي تومنه راښيي.