پهلوایان

د افغانستان پخوانی تاریخ اووم ، دريمه برخه

د دغه فصل په لومړۍ برخه کښی مو «پارتيان» او «پارتیا» د دوی اصلیت، د پارتی سلطنت، مؤسس، او د دوی پادشاهان تر هغه وخته پوری چه د تاريخ او جغرافيا له نقطى نظره څخه د آریانا د جغرافیائی او تاریخی چوکاټ جز وو بیان کړل په دوهمه برخه کښی مو یوه بله لویه پیښه چه د افغانستان د هغه وخت په تاریخ کښی ئی خورا زیات اهمیت درلود او د آریانا د تاریخ په صحنه کښی د اسکائی قومو د څرگندیدو څخه عبارت دی سره له هغه روله چه د سیاسی او سلطنتی نظام د تشکیلاتو او عرق له نقطى نظره څخه د غربی پارتیانو او د يونان او باختری دولت په مقابل کښی ئی د هندوکش په شمالی برخو او کاپیسا او د اندوس نه په هغې خوا متصرفاتو کښی لوبولی و لکه چه په دوهمه برخه کښی وویل شول اوس غواړو چه څو کلمی د پهلوایانو په شاوخوا کښی ووايو.

پهلوایان په حقیقت کښی بیله پارتيانو نه بل څوک نه دى دا هغه پارتیان دی چه د آریانا په غربی څنډه کښی د هیرمند په حوزه او ټول سیستان کښی خپاره شوی وو او هغه وخت چه اسکائیان سکستانا (سجستان یا سیستان) ته راغلل د هغو سره بیخی گډ شول او همدغه گډ عنصر ته ځینی سیت او پارت او ځینی پهلوا وائی لکه چه د دی فصل په لومړۍ برخه کښی وليدل شول هر کله چه ارمنیانو په عمومی ډول پارتیانو ته پهل ویل نو له دی سببه هم د (پهلوا) د کلمی استعمال د دوی په باب کښی بی مناسبه نه دی مگر مدققينو دا کلمه د سیستان او د هیرمند او اراکوزی د حوزی پارتیانو په باب کښی د هغه وخته څخه استعماله کړی ده چه د پارت د دولت مرکز د دجلی غاړی ته منتقل شوی و او د افغانستان د جنوب غربی برخو پارتیانو د تازه راغلو اسکائیانو په گډون د يوه مستقل سلطنت په جوړولو لاس پوری کړ د اسکائیانوسره دغه گډون او یو ځای کیده لکه چه د دی فصل په دوهمه برخه کښی هم وویل شول د مملکت دارۍ او سلطنت په چارو او عرق او ژبه کښی دومره زیات و چه تر ننه پوری په صحیح او قناعت بښونکی صورت د پهلوایانو سره د سیستان او اراکوزی د خپلواکو اسکائیانو او پارتیانو موضوع حل شوی نه ده ځینو له دوی څخه يوه اسکائی سلطنتی کورنۍ او د پارتی یا پهلوا یوه سلطنتی کورنۍ مینځ ته را ایستلی ده چه د هند په خاوره کښی د فتوحاتو او نفوذ له کبله مدققينو دوی د هندو سیت او هندو پارت په نامه هم بللی دی او ځينو بیا هندو پارتیان یا پهلوایان پر دوو برخو ویشلی دی چه یوه برخه ئی د (ونونس) جانشینان او اولاده وه او بله برخه ئی د «گندو فارس) جانشینان او اولاده وه ځينو د دوی د اولادی داد وی سلسلی د هندو پارت یا پهلوایانو د پادشاهانو په و ډله کښی شمیرلی دی او ځینو نورو د هندو سیت یا د اسکائیانو او هندو پارت یا پهلوایانو ټول پادشاهان سره گډ کړی او یوه سلطنتی کورنۍ ئی ورځنې تشکیله کړی ده لکه چه موسیوسیاون.

لوی وائی که چیری دد وی د پادشاهانو نومو ته ځير شو نو د (ونونس، ازس، ازیلیزس، گندو فارس، پاکورس) او داسی نورو په عمومی ډول د هغو د تشکل او جوړښت صورت او ډول پارتی دی او نومونه ئی داسی جوړ شوی دی چه د خپل هم نژاد پاچا سره د هغوی د مقام ارتباط یا د خپلوۍ درجه ورخئی معلومیږی لکه اسپالا هورس Sbalahores چه ځان په یونانی او پراکریت کښې د (ادلفوتو بازیاوس او (مهاراجابراتا) په عنوان بللی دی او معنی ئی د «لوی پاچا ورور» کیږی، سپالاگادامس Spalgadaires) ځان د (سپالاهورس) زوی گڼلی دی، او (ابداگازس  Abdagases) په یونانی او پراکریت کښی ځان د (اندی فروادلفی دؤس) او (گندافارا براتا پوترا سا) په لقب یعنی د (گندو فارنس وراره) یاد کړی دی. په هر حال هغه شی چه په ښکاره ډول ئی ویلای شو دادی چه د اسکائیانو او پهلوايانو د سلطنتی او سیاسی تشکیلاتو مبدأ او د جنبش او غلیان کانون همدغه سکستانا یعنی سیستان ا و اراکوزی (د ارغنداب حوزه) وه او له دغه ځای څخه د هغوی د نفوذ لمن لومړی د اندوس کښتنۍ حوزی ته او بیا د اندوس په اوږدو کښی شرقی گندهارا او غربی پنجاب ته خپره شوه او د کاپیسا د یونان او باختری کوچنی سلطنت د گوتی د غمی په شان د غرو په منځ کښی محدود شوی دی سره له دی چه د اسکائیانو یا د (هندو سيتيانو) او پهلوایانو یا د (هندو پارتیانو) موضوع دومره سره گډه ده چه عموماً د مدققينو تمايل دې خواته دی چه موئس د اسکائی کورنۍ مؤسس او «ونونس» د پهلواد کورنۍ سر حلقه دوه جلا جلا کسان دى ځينى موئس او ونونس د اسکائیانو او پهلوایانو دوه مشران او (راجان=دا برخه ونه لوستل شول) گڼی چه تقریباً په یو وخت (د ۱۲۰ ق م کال په شاوخوا کښی) یو په پنجاب کښی او بل په سنگستان او اراکوزی (سیستان او قندهار) کښی پاچا شوی دی مگر د مدققینو زیات تمایل دې خواته دی چه د اسکائیانو او پهلوایانو د سلطنتی تشکيلاتو لومرنی مرکز د آریانا په جنوب غربی خاورو کښی ؤ او لکه چه د یو تاریخی طبیعی سیر په شان ځینی دولتونه د آریانا په خاوره کښی تشکیل او د هند په خاوره کښی د فتوحاتو سره د افغانی دولتو د کشوړ دارۍ مرکز هغی خواته انتقال وکړ، اسکائیانو هم په (کی پن) د ارغنداب په حوزه او د غربی جدوذیا په یوه برخه کښی د سلطنت په تشکیل پیل وکړ او په فتوحاتو سره آخر د دوی د مملکت دارۍ د ثقل مرکز پنجاب ته نقل شوی دی او پهلوا په هغوی پسی په سیستان او اراکوزی کښی د حکومت بنسټ کښیښود لکه چه وائی پس له دی چه په موئس او ازس او ازیلیزس سلطنت ته ورسیدل سره له دی چه په پنجاب کښی ئی سلطنت کاوه او (ونونس) د پارتيانو يو رئیس په سیستان او اراکوزی کښی د یوه مستقل سلطنت په تشکيلولو لاس پوری کړ چه ځینی هغه د هند و پارت دولت بولی او ځينى ئی پهلوايا دوی او مونږ ئې د خپل مملکت په تاریخ کښی د پهلوا د مستقل دولت په نامه بولو، د مخه و هم وویل چه ځینو همدغه پهلوایان پر دوو برخو ویشلی دی. یعنی د ونونس او د ده د څو کسو جانشینانو نه وروسته گندو فارنس ئې دوی جلا سلطنتی کورنۍ موسس او سر حلقه گڼلی دی، بلکه همدغه گندو فارنس اوجانشینان ئې لکه ابدا گارنس، اورتا گنس، پاکورس او داسی نور تر موئس او از  او ازپایزس نه وروسته یعنی اسکائی کورنۍ ئې بولی مگر هر کله چه د گندو فارنس لومړۍ سکه په ١٨٣۴ کال کی لومړی وار د افغانستان په خاوره کښی پیدا شوه د ده او د ده د جانشینانو سکى عموماً د ارغنداب له حوزې څخه پيدا کیږی، نو هيڅ شک نشته چه د گند و فارنس او د ده د جانشینانو د مملکت دارۍ کانون ارکوزی ؤ او وروسته د اسکائیانو په شان له دغه ځای څخه ئې د سند په حوزه کی فتوحات وکړل او د اوسنی کابل او غزنی له لاری ئې د کاپیسا خواته پرمخ تگونه او پیشرفت کړی دی او د کاپیسا د یونان او باختری دولت د وروستنی پاچا یعنی هرمایوس سلطنت ته یی هم خاتمه ورکړې ده.

په هر حال لکه چه لیدل کیږی هغه تيارې چه زمونږ د مملکت د هغی زمانی تاریخ ئی پټ کړی دی لږی نه دی سره له دی هیله لرو په هغه ویش سره چه په دی فصل کښی شوی دی مهم مطالب او اساسی خطوط د لوستونکو په ذهن کښی مغشوش پاتی نه شی د اراکوزی او سیستان د پهلوا د کورنۍ مستقل پادشاهان د اسکائی پادشاهانو په شان د مسو او سپینو زرو سکی لری او د سرو زرو سکی نه لری، یونانی ژبه او رسم الخط چه د یونان او باختری پادشاهانو سره په ټول مملکت او د هند په متصرفه خاورو کښی خپور شوی ؤ د هغوی په مسکوکاتو- دارالتحرير او دربار کښی باب او مروج ؤ او د خپلو سکو تر شا ئی محلی رسم الخط یعنی خروشتی رسم الخط او د پراکریت ژبه استعمالوله، د مخه مو وویل چه اسکائیانو او بیا پهلوایانو هر یو د هند په خاورو کښی ځینی فتوحات وکړل او ځينی حکمرانان ئی وټاکل چه هغوی څخه به د دی برخی په آخر کښی وغږیږو سمدستی د مخه تر دی چه د پهلوا د پادشاهانو د نومو په يادولو پيل وکړو د شام دوو کسو یونانیانو په چشم دید لنډ بیان شروع کوو چه دغه دوه تنه (اپولو نيوس Apollenius ) او دامې Damis نومېدل او د مسیحی (۴٠) کال په شاوخوا کښی زمونږ مملکت ته راغلی او له دی ځای څخه هند ته تللی وو او دا پیښه په هغه وخت کښی شوی وه چه په هند کښی (فرااو تس) یعنی (فرهاد) نامی د پارتی پهلوا پاچا یا امیر سلطنت درلود. موسیو سیلون لوی لیکی چه اپولونیوس د مسیحی ۴٠ کال په شاوخوا کښی د برهمنیانو د مملکت د سیاحت په عزم راووت او (وردانس Vardanes) د بابل پاچا د ده د سپرلۍ او حمل و نقل دپاره ځینی آسونه ورکړل. اپولونیوس لیکی چه (د بابله څخه تر دریو ورځو لاری پوری او به نه شته بیانو او په او چینی او داسی ځایونه چه چینی پکښی دی زیاتیږی او تر دی وروسته د قفقاز د غروله منځه (یعنی هندی قفقاز څخه چه د هندوکش څخه عبارت دی) تیر شو، دا مملکت د ژوندانه ټول لوازم او زمونږ سره دوستانه روابط لری) سیلون لوی په داسی حال کښی چه د اپولونیوس د لیکنی د متن دا برخه ورکوی پخپله وائی چه: په بله ژبه د پارت (غربی پارتیان) له خاوری څخه د هند و پارت (پهلوایانو) خاورو ته ننوتل چه د هند او ایران ترمنځ غرنۍ منطقی ئی نیولی وې د هندی قفقاز یعنی پارو پامز یا د هندوکشه څخه تیر شول او د کوفن له سيند (د کابل سیند) څخه د تیریدلو نه وروسته د اندوس سیند ته ورسیدل یونانی سیاحان هغه وخت چه تاکشاسیلا (تاکزیلا) ته ورسیدل یو امير د فرااوتس (فرهاد) په نامه هلته حکومت کاوه او (۲۱) کلن زلمی ؤ او د شام د یونانیانو سره ئی په یونانی ژبه خبری کولی د فلسنمی او سپورتی لوبو سره ئی مینه در لوده. دا سری د سیستان او اراکوزی د پهلوا د مستقلو پادشاهانو د پارتی امیر نوانمو نه وه.

ونونس  Vonones(د۱۲۰ ق م کال په شاوخوا کښی) معمولاً د اراکوزی او سیستان یا پهلوا د پارتيانو د مستقلی کورنۍ موسس هغه څوک کښی چه ونونس یا (ونون) نومیده، نوموړی د عرق له رویه یا خالص پارتی او یا د (ساک او پارت) له گډ عنصر څخه ؤ او د غرب د یو پارتی پاچا له خوا ئی د سیستان په علاقه کښی حکمرانی، کوله هر کله چه پارتی (اورودس Orodes) د پارت د دولت پای تخت د دجلی غاړی (استیز یفون) ته منتقل کړ د پارتيانو نفوذ د هغو خاورو څخه چه په آریانا پوری ئی اړه درلوده لږ شو او په دی سبب څو موده وروسته ونونس او محلی پارتی نور رئیسان د یو مستقل سلطنت د تشکیل په فکر کښی شول او دا کار د (ونونس) په اقداماتو عملی شو (رپسن) په کمبریج هستری آف اندیا کښی لیکی په هماغه زمانه کښی چه د اسکائیانو دریو لومړیو پادشاهانو خپله امپراطوری په هند کښی تینگوله ونونس د لوی شهنشاه په نامه په سیستان او قندهار کښی سلطنت کاوه، او هر کله چه لومړی مهرداد په خپلو فتوحاتو سره دا علاقۍ د خپل قلمرو جز گرزولی وی رپسن دا عقیده لری چه ونونس تر دوهم مهرداد نه وروسته په (۸۸-۱۲۳ق م) کښی پاچاشوی ؤ په دی مسئله کښی ځینی حقائق پټ دی، دمتری داتس یا د دوهم مهرداد په وخت کښی د یوی خوا اسکائیان د هری رود له حوزی څخه د جنوب خواته ساکستانا (سيستان) ته راغلل او د بلی خوا څو موده وروسته پارتيانو خپل مرکز د دجلې غاړی ته يووړ، سیستان ته د اسکائيانو راتگ او د محلی پارتیانو سره د هغوی گډون او خلطيدل د دجلی غاړی ته د غربی پارتی دولت د انتقال په سلسله کښی بی تاثیره نه وو په هر حال تر متری داتس (دوهم مهرداد) نه وروسته د پارتی دوه دری نور پادشاهان دومره شهرت نه لری او ویلای شو چه د دوهم متری داتس نه وروسته د چارو جریان د یو نوی دولت په تشکیل په ساکستانا او اراکوزی کښی مساعد کړی ؤ څو موده وروسته د ۱۲۰ ق م کال په شاؤخوا کښی دغه کار د ونونس په لاس سرته ورسید په سکو کښی د (ونونس) نوم د یوه شمیر نورو شهزادگانو او امیرانو سره يو ځای دی یعنی د ده د سکو تر شا د ځینو نورو امیرانو نومونه ليکل شوی دی لکه (اسپالاهورا Spalahora) او اسپالا گاداما (Spalagadama) او داسی نور د ونونس د مسکوکاتو په ضرب کښی دوه خروشتی او یونانی رسم الخط ونه استعمال شوی دی، د ده د نوم تلفظ په خروشتی رسم الخط کښی (ونونوس) دی د سکو د کیڼی خوا په خروشتی رسم الخط کښی د ده د ځينو وروبو او خپلوانو نومونه لکه اسپالاهورا (اسپالاهورس) او اسپالا گاداما Spalagadames هم اخیستل شوی دی. 

هغه تحقیقات او څیرنی چه په دغو سکو کښی شوی دی حکم کوی چه دغه دوه وروستنی یاد شوی سړی د ده تابعین وو او دا مسئله د سکی په مخ د یونانی ليک له مخی معلومیږی ځکه چه (ونونس) د (بازیلوس باز یلون ملا اوس ونونوس) په عنوان یعنی د (لوی شهنشاه) په نامه یاد شوی دی، حال دا چه اسپالاهورا یواځی د پاچا ورور او (اسپالاگاداما) د وروستنی سری زوی یاد شوی دی، په یوه مسی څلور کونجه یونانی مربع شکله سکه کښی د (اسپالاهوراسا) نوم د (اسیالی ريوس) په دول راغلی دی.

پرته له دی ځینی نوری سکی هم شته چه په هغو کښی (اسپالی ریزا)Spalirisa نامی د (پاچا د ورور) په حيث سکه وهلی او په يونانی رسم الخط کښی ئی خپله سکه «بازیلوس اولفوس اسپالی ری زوس) یعنی (د اسپالی ری زوس ورور) پاچا بلل شوی دی - او کت مټ دغه مضمون په خروشتی رسم الخط کښی (مهار اجابراتا ذهرامیاساسپالی ری راسا) راغلی دی چه ترجمه ئی (د اسپالی ری زوس پاچا د ورور سکه) کیږی. سربیره په دې ځینی نور مسکوکات هم شته چه د هغو له مخی) (اسپالی ری زا Spalirisa) بیله دی چه د چا سره د خپلوۍ د ارتباط وټاکی پاچا ؤ.

د (اسپالی ری زا) سکی په تیره بیا لومؤۍ یاده شوی ډله د کتلو او ليدلو وړده ځکه هغه پاچا چه په هغو کښی ځان د هغه وروولۍ ته منسوبوی بیله «ونونس» نه چه د هغه په باب کښی څیړنه کوو بل څوک نه دى او معلومیږی چه (اسپالی ری زا) د (اسیا لاهورا) څخه جلا د (ونونس) بل ورور دی او د دغو  دوو ورونو تر وفات وروسته ژوندی ؤ او تر ونونس نه وروسته پاچاشوی دی.

لکه چه مو پورته وویل «ونونس» د پارتی پادشاهانو پر خلاف چه د دی فصل په لومړۍ برخه کښی بیان شو د افغانستان پراکریتی او یونانی ژبو او په خروشتی او یونانی رسم الخط ئی سکه وهلی ده، او د ده اولادې او خپلوانو دا رویه تعقیب کړی ده او دا هغه بارزه رویه ده چه د اراکوزی او سیستان د پهلوایانو مستقله کورنۍ د غربی پارتیانو له کورنۍ څخه جلا کوی.

لکه چه وکتل شول (ونونس) خپل ځان «شاهنشاه » وباله او خپلو ورونو او وريرونو ته ئی نوی مقامونه د مملکت دارۍ په چارو کښی ورکول، لوئی مشکی ئی د تیول (تیول هغو ځمکو ته و ائی چه مالیات او عائدات ئی بل چا ته ورکړی شوی وی) په تیول دوی ته تسلیمولی او د سکی د وهلو حق ئی دوی ته ورکاوه؛ لکه چه وموليدل د سلطان نوو ورونو په ښکاره ډول د پاچا سره د خپلی ورورۍ د نسبت د ښکاره کولو له کبله سکی ضرب کړی دی:

د ده مسکوکات د «دمتريوس» او «هليوکلس» د يونان او باختری پادشاهانو د مسکوکاتو نمونې ته ډیر ورته دی، ځکه چه په هغو کښی د «هراکلس » یا «زوس» تصویر په ولاړه ضرب شوی دی او دننه د آريانا په خاوره کښی او په ډيرو احتمالاتو په اراکوزی کښی د هغو په ضرب کښی شک نشته «رپسن» وائی چه په تقریبی ډول ده «ونونس» د سلطنت د تاریخ د دوری د معلوماتو د پاره خورا موثق او ټینگ سند د ده د ورور  ا«سپالی ریزس  Spailises نامی سکه ده د ده د مخه تر دی چه د خپل ورور جانشین شی ځینی سکی ئی ضرب کړی دی او د هغو نه دوه ډوله په لاس راغلی دی او دواړه ئی د آریانا په هغه منطقه کښی ضرب کړی دی چه په دغه ځای کښی په ولاړه د هرکول نمایش باب او مروج ؤ باید دی ته ملتفت شو چه د (اسپالی ریزوس) د مسکوکاتو یوه بله نمونه ډيره د کتلو وړ ده او هغه يوه نمونه ده چه په سپینو زرو او مسو کښی ضرب شوی ده په یونانی رسم الخط کښی «بازیلوس ملاؤس اسپالی ریزوس» لیک لری چه معی ئی «اسپالی ری زوس» ستر پاچا کیږی او د سکی په چپه خوا په خروشتی رسم الخط د «ایاسا Ayasa» نوم یاد شوی دی، ځینی د «وایت هد، په شان د «آیا Aya» کلمه د سلطنت د نيابت عنوان يا بل عنوان بولی چه «اسپالی ریزوس» غوره او ټاکلی ؤ او ځینی نورو لکه مورگان «ایا Aia» ئی «ازس Azes» بللی او نمره ئی ورکړی ده او لومړی ازس ئی د «اسپالی ری زا» زوی بللی دی، «ونست سمیت» هم دغه رویه نیولی ده او لومړی «ازس » د سیستان او اراکوزی د پهلوا د دولت له خوا د غربی پنجاب او تاکزیلا نایب الحکومه گڼی ځینی دغه «ازس د هغه اسکائی «ازس» سره یو گڼی چه بیان ئی د دی فصل په دوهمه برخه کښی وشو او ځینی نور ئی دوه جلا جلا کسان بولی او سره له دی چه اسکائی او د پهلوا پادشاهان عموماً نسبتی او تقریبی تاریخونه لری خو بیا هم د دغو تاريخو له رویه هم تر یوی اندازی پوری معلومیږی چه دغه ازسیان دوه جلا جلا کسان وو.

په دغه ځای کښی د دی مطلب د ویلو څخه مقصد دادی چه که «اسپالی ری زس» او «آیا» چه په ازس سره ئی تعبیر شوی دی او د يوې سکې پر مخ او شا باندې ئی نوم ليکل شوی دی دوه کسه وی نو په دی صورت کښې دواړه د «ونونس» «لوی شهنشاه» د امیرانو او حکمرانانو څخه وو ځکه چه دوی دواړه په کوچنی عنوان «لوی امیر» سره یاد شوی دی د «اسپالې رې زس» سره د «ازس» ارتباط د سکې په خروشتی لیک کښې ښکاره شوی نه دی او داسې معلومیږی چه «ازس» د «اسپالی ری زس» زوی وی ځکه څرنگه چه د دی کورنۍ په دود او عرف کښې باب وو که چیرې ورور یا ئی وراره وای نو ذکر ئی کیده نو ویلای شو چه «ازس» د «اسپالی ری زس» زوی او د «ونونس» وراره ؤ او دا غير له هغه ازس څخه دی چه د ۵٨ ق م کلونو په شاوخوا کښی په غربی پنجاب کښی پاچا شوی دی. نو (ونونس) د اراکوزی او سیستان د پهلوایانو د خپلواکی کورنۍ موسس تقریبا له هغه څخه يوه پیرۍ پخوا ژوندی ؤ، مگر هر کله چه د پهلوا او اسکائی سلالی د پادشاهانو تاریخ ټول تقریبی دی نو د (ونونس) او (ازس) د سلطنت او جلوس د کلونو اوسنو په وړاندی او وروسته کولو سره کولای شو چه دوی سره نزدې او يو د بل معاصر وگڼو لکه چه ځینو دغه کار کړی دی او په دغه صورت موضوع ئی داسی تحلیله کړی ده چه په اراکوزی او سیستان کښی د پهلوا د مستقل دولت تر تشکیل وروسته چه د (ونونس) په لاس جور شو، ازس د غربی پنجاب په علاقه کی د ده د نایب الحکومه گانو يا نایب السلطنه گانو له ډلی څخه ؤ چه وروسته بیا امیر شوی دی، تر څو چه دا رویه د نوو کشفياتو په رڼا کښی یو طرفه فیصله شی نو داسی لاره غوره کوو چه په عمومی ډول غوره شوی ده یعنی لکه چه د دی فصل په دوهمه برخه کښی مو وویل ازس به د اسکائیانو په سلسله کښی پریږدو او دلته به له (ونونس) چه د اراکوزی او سیستان د پهلوايانو د مستقلی سلالې موسس دی او دغه رنگه د ده له جانشینانو څخه بحث وکړو.

د (ونونس) د مسکوکاتو د خواصو څخه یو خاصیت د مملکت دارۍ د اشتراک او گډون روح دی چه لوی شهنشاه د خپلو امیرانو او لویو امیرانو او نایب الحکومه گانو سره درلود لکه چه دا روح او رابطه کله کله د ده د مسکوکاتو ترشا په پراکریتی مضامینو کښی ليدله کيږی او لکه چه پورته مو وويل (ونونس) په گډه د خپل ورور (اسپالاهورس) او «اسپالیریزس» او د خپل وراره (اسپالاگاداس) سره یو ځای سکه وهلی ده او سلطنت ئی کړی دی.

په دې رویی سره د ده مسکوکات څو مختلف ډولونه لری چه په هره دله کښی د ده خپل نوم د سکی پرمخ او د ورور یا ئی د خپلو انو نوم د سکی تر شا لیکل شوی دی د ده د مسکوکاتو ځینی قسمونه دادی: لومری د سپینو زرو سکه چه ترشا ئی د ده د ورور نوم (سپالاهورا) لیکل شوی دی، په دی سکه کښی ونونس پاچا پر سر تاج لری او بر آس سپور دی او لاس ئی یا تش او یا ئی نیزه په کښی نیولی ده او د یونانی لیک مضمون ئې «بازيلوس بازيلون ملاؤس» یعنی (لوی شهنشاه) دی او د ده د نامه په پای کښی (ونونس) لیکل شوی دی، د سکی تر شا (ژوپی تر) په ولاړه لیدل کیزی او د پراکریت مضمون ئی په خروشتی رسم الخط

داسی دی:

«مهاراجا د ربراتا درامی آساسپالان هوراسا» چه معنی ئی (اسپالاهورس د پاچا ورور) کیږی د دی ډول سکی لویه نمونه هم ليدله شوې ده د دی دول سکی د سپینو زرو یوه بله گرده نمونه هم شته چه د پراکریت او یونانی لیکنو مضامین ئی په پورتنی ډول دی مگر په تصویرو کښی توپیر سره لری. په دې ډول چه (هراکلس) د سکی ښۍ خواته او (پلاس) د سکې کیڼی خواته لیدل کیږی، پورته مو وویل چه (ونونس) د خپل وراره سره هم ځینی سکی وهلی او ضرب کړی ئی دی چه یوه د هغو څخه د سپینو زرو گرده سکه ده د سکی پرمخ پاچا پر آس سپور دی او په چپه خوا کښی ئی (زوس) لیدل کیږی. 

د یونانی لیکنی مضمون ئی دادی (بازیلوس بازیلون ملااوس ونونس) یعنی (لوی شهنشاه ونونس) په پراکریت او خروشتی رسم الخط کښی داسی لیکنی لری: (سپالاهوپیوتراسا، درامیا ساسپالا گاداماسا) یعنی د سپالاهورا زوی؛ سپالاگا دامس مسی مربعه سکه د(هراکلس) او «پلاس» د تصویرو او د پورتنۍ مضمون سره اوس هم شته.

نو په هغه ترتیب چه وویل شو (ونونس) پس له دی چه د استقلال اعلان ئی وکړ او د پهلوا سلطنت ئی د اراکوزی او سيستان په حوزه کښی جوړ کړ د خپلی مملکت دارۍ د چارو د ټینگولو او تحکیم دپاره د خپلو ورونو او ورېرونو له توی څخه کار واخست. په داسی حال کښی چه وی ئې د خپل مملکت (قلمرو) په مختلفو ولایتو کښی لکه غربی پنجاب او داسی نورو ځایو کښی په بيلو بيلو عنوانونو د امير او نائب السلطنه په حيث مقرر کړی دی. د دوی د مقام او نوم د لوړولو او د دوی د نفوذ د پراخوالی او د سلطنتی کورنی د ارکانو د مقام د لوړتیا دپاره ئی د دوی سره یو ځای او په گډه سکه ووهله لکه چه مسکوکات په دغه زمینه کښی په ښه ډول دا مسئله څرگندوی او رڼا ورباندی اچوی. 

اسپالا هورا یا اسپالی ریس: لکه چه ولیدل شوه د (ونونس) د ورونو څخه یو ورور دی چه د ۱۱۰ ق م کال په شاؤخوا کښی د ده نائب السلطنه ؤ او په گډه سره ئی سکه وهلی ده اسپالی ریس جلا ځانته هم سکه درلوده چه د ده شاهی مقام ئی ښکار کاوه د ده پر یو دول مسی مربعه سکه باندی په څیړنه وکړو: د سکی پر راسته او ښی خوا باندی پاچا پر آس سپور او په سر باندی تاج لری د پاچا د آس د تصویر په شاؤخوا باندی د مرغلرو له دانو څخه یوه مربعه ترسیم شوې وه او یونانی مضمون ئی د دی مربعی په څلورو خواو کښی په لاندی ډول دی: (اسپاليو ديوس، ویکایوس ادلفوس بازیلوس) یعنی (د اسپالی ریس پاچا ورور).

د سکی تر شا (هرکولس) پر یوی لوئی ډبری باندی ناست دی او په پراکریت خروشتی رسم الخط کی داسی لیک لری (سپالاهورا پوتراسادهامیا سا سپالا گادا ماسا) یعنی د «سپالاهورا زوی «سپالا گادامس» لکه چه لیدل کیږی په دی سکه کښی «اسپالی ریس» د پهلوا د کورنۍ د موسس (ونونس) ورور د خپل زوی (اسپالا گادامس) سره په گډ او یو ځای سکه وهلی ده څرنگه چه د سلطنتی کورنۍ موسس خپل ورور په خپلو مسکوکاتو کښی معرفی او مقام او نفوذ ئی ساتی «اسپالی ریس» هم پخپل وار د خپل زوی شخصیت معرفی او حقوق ئی تر ځان وروسته د مملکت دارۍ په مسئله کښی ساتی او تامینوی ئی او دا هغه رویه ده چه په دی کورنۍ پوری مخصوصه ده.

اسپالی ریزایا (اسپالی ریزس): دغه دواړه د ونونس بل ورور د ۱۰۰-او ۹۰ ق م کلونو په شاؤخوا کښی سلطنت کړی دی. دا سړی د خپل ورور د ژوند په اولو وختو کښی کوچنی ؤ او له دغه ورور نه وروسته په اراکوزی کښی پاچا شو دادی د ده په یوی مسی مربعی سکی باندی څیړنه کوو:

د سکی په راسته او ښی خوا کښی د فتحی رب النوع چه وزرونه-لری او کیڼ نیم مخ ئی ښکاره کیږی او په لاس کښی ئی یو گل دی د یونانی لیک مضمون ئی دادی (بازیلوس بازیلون ملاؤس اسپالی ریزوس) یعنی لوی شهنشاه اسپالی ریزس) د سکی په چپه او کینه خوا کښی چه نیم مخ ئی ښکاره کیږی پر تخت باندی ناست دی او د صورت په شاؤخوا کښی ئی د نقاب وړانگی معلومیږی د پراکریت مضمون ئی په خروشتی رسم الخط داسی دی «مهاراجاسا مهاتاساکا، اسپالی ری زس سا یعنی لوی شهنشاه اسپالی ریزس گندو فارنس: [ ١٩ - ۴٨ م] د پهلوا د کورنۍ په پادشاهانو کښی هغه سړی چه نوم ئی په داستانو او کتیبو او داسی نورو شیانو کښی ډیر مشهور دی «گندو فارنس» دی لکه چه [ رپسن ] وائی د هغی کتیبی له رویه چه د پېښور په منطقه کښی د [تخت باهۍ] څخه پیدا شوی ده په صحت سره د ده د سلطنت نیټه او تاریخ معلومیږی، ځکه چه دغه کتیبه د ده د سلطنت په ۲۱ کال د ۱۰۳ کال د ویساکا [Vaisa kha ] د میاشتی په پنځمه ورځ ليکلی شوی ده نو شک نشته چه دا کال د (ویگراما) له زمانې څخه عبارت دی چه په (۵۸) ق م کال کی شروع کیږی نو گندو فارنس په (۱۹) مسیحی کال پاچا شوی او په (۴۵) مسیحی کال لا پاچا ؤ، د (گندو فارنس) نوم د (ویندافارنا Vidapharn ) ترکیبی کلمی څخه مشتق شوی او معنی ئی د (انتخار=دا برخه ونه لوستل شول گټندوی) دی چه د فر کلمه د بزم او ويار او افتخار، په معنی ده د ده په نامه کښی په ښکاره ډول ليدله کیږی دا کلمه د مسکوکاتو په یونانی رسم الخط کښی په مختلفو دولو لکه اندوفرس Undophercs فارو Pharou اندو فرن lnduphrn گوندا Gonda اندو فرو Undopherrou او په پراکریت او خروشتی رسم الخط کښی د «گندو فارا» گودافارنا او گودوفارنا په دول یاده شوی ده سربیره د (شاه شاهان) یا (شهنشاه) په عنوان ځان ئی د منجی په عنوان په یونانی کښی د (سوتروس) او په پراکریت کی د (تر اناراسا) په عنوان بللی دی همدغسی ځینی صفتونه ئی لکه (نه مغلوب کیدونکی) او (دین دار) هم ځان ته غوره کړی دی فرانسوی مستشرق موسیو (سیلون لوی) وائی چه دغه پاچا حتی د (اوتو کراتو) عنوان چه لومړی وار (سناتر واکس) (۶٩ – ٧۶ ق م) په پارتی مسکوکاتو کښی داخل کړی ؤ د «دیکتاتور» په معادل استعمال کړی دی. د دى ټولو لويو او مختلفو عنوانو او لقبو له رویه څرگندیږی چه «گندو فارس» یو لوی او مقتدر پاچا یا شهنشاه ؤ او د ټولو مدققينو د نظرياتو سره سم د خپل سلطنت په آخر کښی ئی له سیستان څخه تر پنجاب او سنده پوری او د آریانا په ټولو جنوبی برخو کښی سلطنت درلود ځینی دا عقیده لری چه «گندو فارس» د نوی کورنۍ د سلسلی مشر دی دا مسئله که رښتیا وی او که نه وی گند و فارس د پهلوا د خورا لويو، مقتدر ؤ او نومياليو پادشاهانو څخه دی د ده مرکز د ډیرو احتمالاتو له رویه د ارغنداب په حوزه کښې ؤ او هم ښائی چه د (قندهار) نوم د ده د نامه (گندو فار) څخه منځ ته راغلی وی په دی دول ډیر احتمال لری چه (گندو فارس) د ارغنداب په حوزه کښی یو ښار جوړ کړی او هغه ئی په خپل نامه (گندو فار) سره بللی وی چه ورو ورو او د زمانې په تېرېدو (قندهار) شوی دی، هغو کسانو چه (قندهار) په کلمه کښی د «گندهار» او «گندهارا» کلمه وينې گویا اشتباه ئی کړی ده او داسی کسان دی چه زمونږ د مملکت د جغرافیائی وضعیته څخه نه دی خبر او بی خبره نظر ېی څرگندوی؛ ځکه گندهارا د کابل د دری څخه عبارت دی چه تر پیښوره پوری علاقی ئی رانیولی او د کابل دره غیر د ارغنداب له حوزی څخه ده. هغه وخت چه گندو فارس د ارغنداب له حوزی څخه پر ټول سيستان، جد روز یا او د سند پر حوزی باندی حکمرانی درلوده، د یونان او باختری دولت چه پخوا تر دی د هندوکش په جنوب د کابل او کاپیسا په علاقه کښی محدود شوی و: د [هرما یوس ] سره د ژوندانه وروستۍ ورځی تیرولی د هندوکش د سلسلی په شمال کښی (کجولا کدفيزس) یا لومړی کدفیزس په باختر کښی کوشانيانو د دولت بنسټ کښيښود او د جنوب خواته ئی سوقيات درلودل د شرق له خوا نه هم اسکائيان هغه اسکائيان چه د دی فصل په دوهمه برخه کښی مو د دوی د سلطنت په وضعیت او تشکیل باندی څيړنه وکړه، د کابل د یونان او باختری دولت ئی تهدید اوه او ډیر احتمالات پر دی باندی دلالت کوی چه (گندو فارس) د پهلوا مقتدر پاچا د (هرمایوس) کوچنی او ضعیف دولت له منځه لیری کړ او د کابل دره ئی هم څو کاله د خپل سلطنت د قلمرو جز وگرځو، له د هغو پیښو څخه چه د «گندو فارس»  یا «گندو فار» نوم یی زیات مشهور کړی دی د مسیحی حواریونو نه د یو حواری (سنت توماس) نامی قصه ده، دا قصه داسی بیانوی چه حواریونو غوښته د نړۍ په مختلفو برخو کښی د مسیحیت دین ؤ آئین تبلیغ کړی هند د (توماس) په برخه شوی ؤ، مگر (توماس) د خپل قسمت او نصیب څخه خوښ نه ؤ، په دی ترڅ کښی د یو تاجر سره مخامخ شو چه هابان HabbaN یا ابانس AbbaNes نومیده او گندو فارس د هند پاچا نوموړی د معمار د پلټنی دپاره لیږلی ؤ چه د ده په واسطه یوه ماڼۍ جوړه کړی، په دی ترڅ کښی حضرت مسیح راښکاره او توماس ئی د مربی په حيث او د معمار په صفت د گندو فارس په نماينده باندی خرڅ کړ هغه وخت چه (هابان) د نوموړی مر یی څخه پوښتنه کوله چه ستا دلاسه څه کارونه کیږی (توماس) وويل چه د لرگو څخه قلبه او بیړۍ او داسی نور شیان جوړوم او د ډبرو څخه لوحى (تختی) او معبدونه توږم هابان ډير خوښ شو او په بيړۍ کښې د (اندر پولیس) (اندرینو پل) تر بندر پوری راغلل او له دغه ځای څخه ئی د گندو فارس پاچا د پایتخت لاره ونیوله پاچا پس له دی چه د توماس د مهارت او کارو څخه خبر شو نو د ده سره هغه ځای ته لاړ چه پر هغه باندی د مانۍ ودانۍ ټاکلی شوی وه توماس په ځمکه باندی د ودانۍ د پلان نقشه او خطونه وایستل گندو فارس نقشه ومنله او څه سره زر او سپین زر ئی معمار ته ورکړل توماس هغه په خوارانو باندی وويشل څو موده وروسته تاجر (هابان) د پاچا نماینده د ودانۍ د چارو د کتلو دپاره راغی مگر د مانۍ او ودانۍ کومه نښه او اثر ئی ونه لید معمار (توماس) د پاچا نماینده ته وویل چه پاچا په مانۍ هغه وخت ووینی چه مړ شی او بلی نرۍ ته ولاړ شی گندو فارس له دی خبری څخه په قهر شو تاجر او معمار ئی دواړه بندیان کړل چه ژوندی ئی په اور کښې واچوی، په دی ترڅ کښی یوی خارقی د ده سترگی د حقایقو خوا ته خلاصې کړی او د خپلی رویی څخه پښیمانه شو او په مسیحی دین او آئین کښی داخل شو دا قصه په یونانی، سریانی، لاتینی، لمنی مختلفو منابعو کښی شته، موسیو (سیاون لوی) پس له دی چه دا قصه په پورتنی شرحی سره لیکی وائی چه د هند د جنوب د مسيحيونو ټولنه د خپل تشکیل مبدأ (سنت توماس) ته رسوی او د ده د وژلو ځای د مدراس په شاؤخوا کښی ټاکی دا قصه په مختلفو صورتو نقل کوی چه دلته ئی د جزئیاتو سره څه کار او غرض نه لرو مگر اټکلولای شیء چه کننگهم لومړی سکه پیژندونکی په څه حیرانۍ اضطراب سره د [ گندو فوروس ] نوم او د سنت توماس قصه په ١٨۵۴ کال د هند او پارت د پادشاهانو په مسکوکاتو باندی چه د پنجاب او د کابل نه دری څخه کشف شوی ووموندلی دی.

د سنټ توماس په قصه کښی نه یوازی د گندو فارس نوم د (گندو فوروس) په دول بلکه د دغه پاچا د ورور او وراړه نوم هم قيد دې مثلاً د گندو فارس ورور چه (کودا) نومیده د «گاد» په نامه یاد شوی دی، د پاچا وراره «لبدا گازس» چه نوم ئی په مسکوکاتو کښی هم شته د پاچا د خوریيی په دول او د (لبدانس Labdanes) په نامه ياد شوی دی، نو په دی ډول د مسکوکاتو د گندو فارس او د (سنت توماس) د قصو د گندو فوروس) د نومو ترمنځ مشابهت کوم اتفاقی شی نه دی او قضیه د نومو د جزئياتو سره تاریخی جنبه لری دا هم باید وویل شی چه «گندو فوروس» د سنت توماس په قصو کښی د «مزدی Mazdai»  پاچا په صفت هم یاد شوی دی. 

«گندو فارس» د پهلوا د کورنۍ د معروفو پاچایانو څخه او د آریانا د خورا نومياليو حکمفرمایانو څخه دی او د خپلی کورنۍ د ټولو غړو څخه زيات شهرت لری، د مخه مو وویل چه په مسکوکاتو کښی ئی خپل ځان د «دواوراتا Deravrata» په صفت یعنی «د یندار» یاد کړی دی. 

د دی صفته څخه البته دا نتیجه نه اخیستله کیږی چه «گندو فارس» هرو مرو د مسیح د دین پیرو شوی و مگر د دې مشهور پاچا د دیندارۍ جنبه په ښه والی سره څرگندوی او تر هغه ځایه پوری چه قراین حکم کوی، ډير توی احتمال کیږی چه پاچا او د ده کورنۍ په مسیحی آئین خوښ کړی وی مگر د «مزدی» له لقبه څخه چه په دی قصو کښی ئی هغه ته ورکړی دی معلومیږی چه گندو فارس څه نا څه د مخه تر دی چه د (سنت توماس) سره ملاقات وکړی د اوستائی آئین پیرو ؤ.

مدققینو «گندو فارس» د پنجاب او سند په علا قو کښی د اسکائی «دوهم ازس» جانشین هم بللی دی. دا نظریه له حقيقته څخه خالی نه ده ځکه د گندو فارس د سلطنت قلمرو لکه چه ومو ليدل تل د ارغنداب، د هیرمند او سیستان په حوزه کښی محدود نه و بلکه د کابل سیند او پنجاب پر علاقو باندی هم مشتمل ؤ په دی کښی شک نشته چه «گندو فارس» د سیستان او اراکوزی د پهلوا پاچا په هغو اسکائیانو پسی چه د ارغنداب له حوزې څخه د سند حوزې نه منتقل شوی وو تللی او د سند او پنجاب حوزه ئی د خپل سلطنت د قلمرو جز گرځولې وه، دا چه په دې وروستنيو ياد وشوو علاقو کښی تر اسکائی دوهم ازس نه وروسته پاچا شوی دی، تر احتمال او امکان څخه د باندي او وتلې خبره نه ده او له دی څخه معلومیږی چه د پهلوا یا گندو فارس دولت خپل لوړ مقام او برم ته رسیدلی ؤ او دغه پاچا دومره نفوذ او اقتدار درلود چه تر دوهم ازس نه وروسته حتی په سند او پنجاب کښی هم د اسکائیانو ځای ونیسی. 

گندو فارس د ضرب مخصوصه علامه او نخښه په خپله مسکوکاتو کښی لری چه تر ده د مخه ئی سابقه نه درلوده او تر ده وروسته هغو کسانو هغه استعمال کړی ده چه د ده سره ئی د خپلوۍ ارتباط او پیوند درلود، د ده د مسکوکاتو ځينی انواع دادی.

(۱) مسی گرده سکه: چه لږ څه سپین زر هم لری او په راسته او ښی مخکښی ئی پاچا پر آس سپور دی او د سکی پر بل مخ زوسس مسخ پر ښی خوا ولار او اوږده امسائی په کین لاس کښی نيولې ده.

د سکی په مخ یونانی مضمون داسی دی: (بازیلوس بازیلون ملاؤس گندو فروس) یعنی لوی شهنشاه گندو فارس په پراکریت او خروشتی رسم الخط کښی داسی لیکل شوی دی (مهاراجا راجاتی راجاترا تارا دوا ورادا گودو ناراسا) یعنی منجی دینداره شهنشاه گندو فارس. 

(۲) مسی گرده سکه چه لږ څه سپین زر لری، د سکی په یو مخ شهنشاه پر آس سپور دی او د سکی بلی خواته روس په هغی شرحی سره چه په لومړۍ نمره سکه کښې ویل شوې ده ولاړ دى، د دی او د لومړی سکی فرق دومره دی چه د دی سکی تر شا په خروشتی رسم الخط د (سا سا سا) کلمه ليکله شوی ده د دی کلمی په شاوخوا کښی مدققینو مختلف نظریات څرگند کړی دی چه ځینو کوم صفت بالقب او ځینو خاص اسم گڼلی دی، دا نظریه چه سا سا سا یو خاص نوم دی زیاته تائیده شوی ده او د سیتی قومو ترمنځ زیاته لیدله شوی ده باید دا وویل شی چه (د گندو فارس) د يوې بل ډول مسی گردی سکی پرمخ هم یو بل نوم په خروشتی رسم الخط یاد شوی دی چه د (اسپه وارما Aspavarma) څخه عبارت دی او دلته واضح د (استرانگاسا) یا (استرانگوس) یعنی د سپه سالار په صفت یاد شوی دی او (وایت هد) د (پنجاب لاهور) د موزی د مسکوکاتو په کتلاک کښى، دی د (گندو فارس) حکمران بللی دی. همدغسی د مستر (رپسن) دا ده چه د پهلوا پادشاهانو، د خپلو نظامی حکمرانانو یا د سپه سالارانو نومونه کله نا کله پخپلو سکو کښی ضربول نو (ساساس) او (اسپاوارما) د گندو فارس د نظامی حکمرانانو یا سپه سالارانو څخه وو، د رپسن نظریه تر زیاتی اندازی پوری معقوله او ځینی نور ئی هم منی او ورسره یو دی، د آریانا د پهلوا او د اسکائی پاچایانو د مسکوکاتو په شهادت دغه دواړه ډلی په دی رویه متصفی وی چه د خپلو حکمرانانو او نایب السلطه گانو د اعتبار د زیاتوالی دپاره به ئی د دوی نومونه په خپلو مسکوکاتو کښی ضربول او د خپلوۍ د پیوند په څرگندولو به ئی د سلطنتی کورنۍ د غړو اهمیت وگرونه څرگند او لوراوه.

سره بیره په پورتنیو اشکالو باندی گندو فارس نوری سکی هم لری چه زیاتره مختلفو ارباب انواعو په نمايش سره لکه (پالاس Pallas ) (د جگړی ربة النوع) نيکه Nike د فتحى ربة النوع شيه او يوه د بلی څخه توپیر لری. د گندو فارس تقریباً ټولى سکى مسی او یا د مسو او سپينو زرو څخه گډی او مخلوطې دی.

ابداگازس یا ابدا گاسا: تر گندو فارس وروسته د ده د خپلوانو څخه یو تن پاچا شو چه د (ابداگازوس) د مسکوکاتو په یونانی رسم الخط کښی او د (اوادا گاراسا) په خروشتی رسم الخط کښی او د ( سنت توماس) په قصو کښی د (لبدانس) په نامه یاد شوی او د پهلوا د شهنشاه گندو فارس وراره ؤ. سکی ئی مسی او د سپینو زرو سره گډی او گردی وی. پاچا پر آس سپور ښودل شوی دی او د سکی پر بل مخ باندی پخپله (زوس) او (نیکه) ضرب شوی دی، په یونانی رسم الخط کښی (بازیلئون تس بازیلون ابدا گازوس) یعنی د (ابدا گازوس پاچا) په صفت بلل شویدی، د ده د سکی د پراکریت مضمون په خروشتی رسم الخط خورا ښه او په زړه پوری دی ځکه د گندو فارس د وراره په صفت یاد شوی دی. د ده د یوی سکی د پراکریت عین مضمون دادى (د گندو فارا، براتا پوترا، سامها راجا، راسا، تراتراسا، او ادا گاشاسا) یعنی (د گندو فارس وراره منجی پاچا ابدا گازس) د گندو فارس د سکو د ضرب مخصوصه نخښه د ده په سکو کښی تکراره شوی ده. 

اورتاکنس: د دغو ذکر شوو پادشاهانو سره د ده د خپلوۍ پيوند پوره نه معلومیږی مگر زیات احتمال دادی چه ښه ئی د (گندو فارس) و روروی يوه ډوله گردی مسی سکی لری چه په هغو کښې ئی خپل ځان په نیم تنه ای او په داسی ډول چه تاج پر سر لری ښودلی دی، د لوی شاهنشاه د سکی په یونانی ليک کښی (اورتا گنس) بلل شوی دی، د ده د سکو په پراکریت او خروشتی رسم الخط کښی په په ډول کښی (گندو فارس) او «گودا» او په بل کښی یوازی د [گودرانا] نوم اخست شوی دی ځینی د [گودا] کلمه هماغه [ گاد] ولی چه په سریانی او لاتینی منابعو کښی ذکر شوی دی چه گندو فارس د ورور څخه عبارت دی او ځينو نورو د گندو فارس د قبیلی نوم گڼلی دی. 

د [گاداسا] کلمه په ځینو هغو خروشتی کتیبو کښی هم لیدله شوی ده چه د چار صدی په شاؤخوا کښی پیدا شوې دی.  

په هر صورت اورتاگنس د پهلوان د کورنۍ د پادشاهانو څخه يو پاچا ؤ چه د مسیح د لومړۍ پیړۍ په دوهمه نیمایی کښی یی سلطنت کړی او معمولا د ده سلطنت تر (ابداگزس) نه وروسته گڼی. 

پاکورس یا پاکورا: دغه پاچا د مسیح د ۷۵ - ۷۰ کال په شاوخوا کښی د (اورتاگنس) نه وروسته پاچا شوی دی د ده مسکوکات تر تولو ځایو زیات په قندهار کښی پیدا کیږی پاچا د سکی پرمخ په نیم تنه ای ډول مخ پر کیڼی خوا په داسی حال کښی لیدل کیږې چه یو ډول داسی جامی ئی اغوستی دی چه غاړه ئی خلاصه وه او په سر باندی تاج لرې د سکی پر بل مخ باندې «نيکه» د فتحی ربة النوع په داسی حال کی لیدل کیږې چه تاج وروړاندې کوی پاکورس هم گردې مسی سکی ضرب کړې دی او خروشتی او یونانی دواړه رسم الخطونه ئی استعمال کړی دی، په یونانی رسم الخط کښی (بازیلوس بازیلئون مگاس پاکورس) او په پراکریت کښی په خروشتی رسم الخط (مهاراجا ساراجاتی راجاسامها تاسا پاکوراسا) ليکل شوی دی چه د دواړو مضمونه معنی [لوی شهنشاه] پاکورس کیږې. 

انگلیسی سرجان مارشال په یو خاورین منگی کښی د تاگزیلا د شاؤخوا په [ شیرتوپ [نومی ځاې کښی [۲۱] سکی موندلی دی چه ډیری ئې د سپینو زرو دی او په هغو کښی د [گندو فارس] پاکورس [ويما کدفيزس] د لومړې کوشانی پاچا ځینی سکی هم موجودې دې په يو ځای کښې د دغو مسکوکاتو وجود د گندو فارس او پاکورس د سلطنت د وخت او زمانی د نزدې والی مراتب ښکاره کوی او حتی د پهلوا له کورنۍ څخه کوشانیانو ته د سلطنت تقلیدل هم تائید وی «رپسن» د دغو مسکوکاتو له کشفه څخه نتیجه اخیستی او وائی [هر کله چه گندو فارس تر مسیح وروسته په ۴۵ کال کښی لا سلطنت درلود او [ویما کد فیزس] په ۷۸ مسیحی کښی سلطنت کاوه نو دغه [۳۳] کاله د گندو فارس د سلطنت وروستنۍ برخه او د پاکورس د سلطنت دوره او د ویما کدفیزس د سلطنت یوه لومړۍ برخه نیسی.