32

د افغاني فرهنګ تاريخي بنسټونه تر اسلام دمخه او وروسته

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

فرهنگ دا سرليك د تاريخ له مخې خوندور تحلیل او په زړه پورې شرح لري . په دې ماناچې موږ ټول هغه فكري او مدني خو ځښتونه چې د تاريخ په لمنه کښې د افغانستان په خاوره کښې راغلي دي ، " افغاني فرهنگ " بولو ، دا د افغانستان د تاريخ له لرغونيو وختو یعنې د ۱۴۰۰ ق ، م په شاوخوا کښې له " ويدي " دورې څخه پیل شوی او بیا تر هغه وروسته د " اوېستا " په دوره کښې يعنې د ۱۲۰۰ ق ، م په شاوخوا کښې ادامه لري ، په دې دوره کښې آريايي خلك په بلخ کښې د بدوي او کوچیتوب له ژونده ښاري ژوند او مدنيت ته رسېږي . زره تشتره ( زردښت ) په همدغه هېواد کښې د مزديسناد دين او د ژوند د دريو بنسټو : " ښه انګېرل ، ښه کول ، ښه ويل " په تبلیغ خوله پرانېزي او د پيشداديانو او کيان شاهي کورنۍ د انساني مدنیت په زانګو " ښکلي بخدي " كښې د خپل سلطنت او شاهی برم ( فر ) بنسټ ږدي . تر دې وروسته زموږ د هېواد په لويديزو سيمو کښې د آريايي خلکو هخامنشیانو ، اشکانیانو او ساسانیانو مدنیتونه منځته راځي او خپل ځانګړي او فرهنګي بنسټونه په دې سيمو کښې خپروي څو چې د هخامنشيدورې په پای کښې يوناني اسكندر له ۳۳۱ څخه تر ۳۲۳ ق ، م پورې د ایران له لارې پر افغانستان یرغل کوي او دا فتح د يوناني ژبې ، ادارې ، سیاست ، هنر ، ليکدود او نورو فرهنګي مظاهرو اغېزه افغانستان ته راولي ، پر ۲۵۰ ق ، م کال په باختر کښې د يوناني باختري سلطنت بنسټ ږدي چې د ميلادي عصر تر سرد - يې دوام وکئ او د افغانستان د يوناني او باختر ځانګړي فرهنګ او مدنیت په جوړښت کښې يې چې لرغونې ويدي او اوېستايي ريښې يې درلودې څرګنده اغېزه وکړه . د دويمه ميلادي پیړۍ په لومړيو کښې - دافغانستان کوشاني لوى پاچا کنشکا د لويو کوشانيانو د سلسلې بنسټ کښېښوو او د بودايي دين په منلو ، خپرولو او تبليغو لویې د افغانستان مدنیت او فرهنگ ته یوه ځانګړې بڼه او مرتبه ورکړه . د کنیشکا پایتخت په دوبي کښې د کابل په شمال کښې کاپيسا ، او په ژمي کښې پېښور و ، ده د مهايانه بودايي لوی مذهب په ټول افغانستان ، د آموپه شمالی سیمو او هند کښې رواج کئ او لویه کوشاني شهنشاهي يې جوړه کړه . د کوشانيانو په دوره کښې چې تر څلورمې ميلادي پېړۍ پورې يې دوام درلود د افغانستان د داخلي مدنيت او فرهنګ ځانګړې بڼه له يوې خوا د زردښتی له پخوانيو هېوادنیو عناصرو څخه ، او له بلې خوا د هند له بودايي آثارو او یونانی مواریثو څخه جوړه شوې وه . له هغو اسنادو څخه چې په دغو وروستيو وختو كښې د بغلان د د سره کوتل د کوشاني معبد له كيندلو څخه لاس ته راغلي داسې څرګنديږي کوشانیانو ددغه هېواد د خاصو افکارو او فرهنګ په پیدایښت کښې چې وروسته ورته د " كريكوبو ديك " په نامه یوه خاضه افغاني دوره ويلکېدای شي څرګندې کار نامې سرته رسولې دي . د فرانسوي لرغون پېژاند او څېړونکي " موسيوفوشه " كوشاني صنعت د کوشاني دورې له ابتکاراتو څخه بللی او وايي : د دې دورې د سټوپو ډول د آشوکا د زمانې له ودانيو څخه په ډېرې آسانۍ بېلېدای شي . که وغواړو چې دا نوى سبك د اروپا له مذهبي ودانيو سره بیان کړو ښايي ووايو چې د آشوکا سبك ( په فرانسه کښې له ۱۰ پېړۍ څخه تر ۱۲ پورې ) د سټوپو رومي - سبك او د کنېشکا سبك د كوتيك سبك دي چې په فرانسه کښې له ۱۲ پېړۍ څخه تر ۱۵ ميلادي پېړۍ پورې موجودون د د آشوکا ستوپې د هېڅکله د ایران فلات ته نه دي راغلي ، خو د کنېشکا او د هغه د ځای دستو پاچهانو سټوبې په ډېرې آسانۍ سره هند ته لار موندلې ده . آن د کوشان امپراتور د نوي پايتخت پورو شاپوره ( اوسني چيني پېښور ) جنوب ختیځ خواته خورا لوی بودتون ( معبد ) ودان کړی دی دغه بودتون څو واره اور اخیستی و او اوس یوه کند واله ده ، خو موږ مسافرانو د يادښتونو د لوستلو په نتيجه کښې وکړای شول چې اصلي خطونه يې وپېژنو ، چې د دې کنډوالې پ يه آثارو کښې د معجزې په توګه د بودايي له سپېڅليو شيانو څخه یو شی چې د کنېشکا تصویر او لاسليك ورباندې شته راپاتې او موندل شوی دی . آلماني ډاکتر هرمان کویتز چې د هند په اړه د څېړنو استاد دی د کوشاني دورې د هنر په باب وايي : يوناني هنر د هندي هنرو د ډول په بدلون پیل وکړ او د ګندهارا بڼه يې ومونده ، خو ډېر څېړونکي په دې عقيده دي چې نوموړي سبك بايد د يوناني او بودايي طرز پراخوالي ته لږ منسوب وبلل شي ، بلکه دا د آریانا " ختيځ افغانستان " د هغه طرز پراختيا ده چې د جنوب ختيځ د سکايانو او کوشان د قبيلو تر واکمنۍ لاندې خپور شوی دی ، په دېډول په کشمير کې د ګويتا تر دورې ( ۳ - ۴ ميلادي پېړۍ ) پورې لکه چې د هروان د بودايي بودتونو ( معبدو ) له كند والو څخه څرګندېږي يو بيخي سوچه هنر پرځای پاتې شو او د دغو خلکو يرغل د يونان او بلخ او د يونان او هند دولتونه له منځه یوړل او هند ته یې تازه عناصر راوستل چې نور یې نو په لویدیځ ایران او د هخامنشي په نفوذ اړه نه درلوده او د ایران د فلات په شمال پورې تړلي وو . ( میراث ایران ۱۵۳ ) د کوشاني دورې کلتور ، تمدن او هنر د خپل بشپړتابه او انحطاط مرتبې تېرې کړې او د اسلامي دورې تر پيل او د عربو د لښکرو تر نفوذ پورې راورسېدل چې بیا یې په اسلامي لومړۍ پېړۍ او د ٦٥٠ م په شاوخوا ، کښې خپل ځای یو بل که مدنیت او فرهنګ ته پرېښوو ، چې هغه ته د افغانستان د لومړۍ اسلامي دورې فرهنگ وایو . اسلامي او عربي : عناصر چې په تر اسلام دمخه پخواني مدنيت او فرهنگ کښې ورګډ شول ، هغو ته يې بيخي يوه نوې تازه بڼه ورکړه چې وروسته بیا دوی د همدغه خراسان او افغانستان له خاورې د شمال او ختيز خواته تر چین او هند پورې خپاره شول . په همدې سبب د افغانستان خاوره د جغرافيايي اقليم او وضع له مخې باید په پخوانیو پېړيو او وختو كښې د ګډو شویو فرهنګو د پیدایښت ځای وبلل شي او له همدې اړخه پروفيسور تاينبي د تاريخ انگریز فیلسوف په خپل نوي کتاب کښې چې " د اکسوس او جمنا تر منځ " نومېږي دې نتیجې ته رسېدلی د افغانستان خاوره Round - About یعنې د فرهنګو د انشعاب ټکی او د خلا مرکز او څلور لارې و ، چې د څو زرو کالو په تېرېدو يې چې څه په خپله درلوده او څه چې له باندې ورته رارسېدلي و ، خپل شاوخوا هند ، ایران ، ماوراءالنهر او مرکزي آسيا ته خپاره کړي دي .د لومړۍ اسلامي پیړۍ پر لومړۍ څلورمه ( د ۲۴ هـ ) په شاوخوا کښې د عربي برياليو لښكرو فتوحات د خراسان او مرو تر منځ او له سيستانه د ارغند او تر ناوې پورې رارسيدلي وو او همدا وخت دی چې افغانستان په تېره بيا په جنوبي جبهه کښې د اسلامي برياليو عسکرو د عربي نوي دين ، افکارو ، ثقافت او ژبې د تېرېدو لار وګرځېده او دا ټول فرهنګي مهم توكي په افغانستان کښې دوې پېړۍ له پخوانۍ تهذيبي او ثقافتي بڼې سره ګډ شول او بیا په ګډه د " سند " د مهران تر څنډو پورې پر مخ ولاړل ، دا مطلب له هغې ليکنې څخه زباتېږي چې په عربي او سنسکریټ ژبو پر یوه ډبره ليکل شوي او دا ډېره د شمالي وزيرستان په توچي کښې لاس ته راغلې چې د ليکنې نېټه يې ( ( ۲۴۳ هـ ۸۵۷ م ) د جمادی الاولی میاشت ده . د توچي ناوه له غزني او ګردیز څخه د هند خواته د فاتحانو او د تجارتي کاروانو د تېرېدو لار وه او ښکاره ده چې اسلامي ژبه او ثقافت د ( ۲۰۰ هـ ۸۱۵ م ) په شاوخوا کښې هغه ځای ته رسېدلی و د اسلامي فرهنګ ځانګړي عربي - عناصر درلودل چې د خلفاء راشدینو او امویانو په وختو کښې پر همهغو خالصو عربي بنسټونو باندې ولاړو او مهم اجزاء یې داسې سوچه عربي دودونه او د قرآن او د اسلام د حضرت پیغمبر ښوونې وې چې توحيد ښه اخلاق د افرادو او ټولنې ټولنيز فرایض یې څرگندول . درېیم هغه نوي عناصر مسلمانانو د مصر ، روم ، پارس او خراسان څخه د لښکر کښيو ، سوداګريو ، ادبي او فرهنګي اړيکو په ترڅ کښې اخيستي وو او په تېره بیا تر ۱۳۲ هـ کال وروسته چې د امويانو د واك کمبله ټوله شوه ، خراسانيانو په بغداد کښې د عباس کورنۍ خلافت جور کی چې له دغه انقلابي حرکت سره اسلامي فرهنګ ځانته نوې بڼه ومونده او دعباسيانو د دورې په مدنیت او فرهنګ کښې ډېر خراساني عناصر ننوتل ډېر خواك د خراسان ټولو فرهنگي ، فكري او عقلي بنسټونو ته په ژر عربي ثقافت کښې ځای ورکئ . دا وخت په افغانستان کښې یو ځانګړی اسلامي افغاني فرهنګ رامنځته شو ، یعنې تر اسلام دمخه دورو ، د فرهنگ پر پخوانیو بنسټونو اوس یوه نوې مبدا زياته شوه او هغه د قرآن او اسلام اغېزه وه چې د افغانستان له هېواده د مدنيتونو د يوې لارې په توګه د هند ، ماوراءالنهر او چین خواته هم تېره شوه . خلافت اوس خراساني اسلامي فرهنګ يوه بيله بڼه موندلې وه په دې مانا چیخراسانيانو له خپلو فرهنګي پخوانيو دودونو سره سره د اسلامي مدنيت بنسټونه هم منلي وو ، دغو خراسانيانو د خراسان او د عباسي سياسي ، ټولنيز ، اداري او علمي مرکزو په تیره بیا بغداد ته مخه وکړه او په ټولو فرهنګي برخو کښې يې ښه څرګند فعالیت وکئ ، د بلخ د برمکيانو نامتو کهول چې د خراساني او افغاني فرهنگ په زانګو کښې روزل شوی و ، په عباسي هېواد کښې يې د ادارې علم او فرهنګ واګي په لاس کښې ونيول . ددغو خلکو په زیار اسلامي نقلي او عقلي علومو وده وکړه . د خراسان مشهور ښارونه له نیشاپور او مرو څخه نیولې تر هرات زرنج ، بلخ ، بست ، بغشور او نورو پورې د اسلامي علومو افکارو او فرهنګ د روزنې ځايونه وګرځېده ، ډېر خراساني موالي عربي کورنيوته ننوتل او خپل افکار او ثقافتي روايتونه يې د عربو دنيا ته ولېږدول او د خراساني او . عجمي فرهنگ اغېزه د بغداد د عباسيانو په دربار او د عباسي ارت هېواد په نورو ښارو کښې د تردې درجې وه چې ځينو خلفاو خراساني ښځې په نکاح کړې او د بغداد د څو تنو غښتليو خلفاوو ، ميندې له همدې خلکو څخه وې .اسلامي خراسانی فرهنگ چې په همدغه افغاني ښارو او خراسان کښې روزلی شوی و دومره وده وموندله او دومره لوړ شو چې حتى عربي ژبیو شاعرانو هم خراساني مضامين او افکار او کلمات خپل ژبې ته ورننه ايستل . څنګه چې خراسان د منځنۍ آسیا پر څلور لارې پورت و ، نو له لودیځه ، ختيځ ته او له ختیځه لوېديځ ته د افکارو د انتقال ځای وګرځېد . مثلاً ابن ندیم د سمنيه ( بودائيانو ) او د هغو لارښود بوذاسف د حالاتو د بیانولو پر مهال له يوه كتابه نقل کوي چې هغه يوه خراساني سړي لیکلی و او له دې څخه هم څرګندېږي چې خراسانيان د افغانستان او د هغه د گاونډيو خاورو خلك عربو ته د هندي افکارو د وړولو وسیله وه . ځکه نو ښايي په لنډه توګه وويل شي چې زموږ په دغه هېواد کښې تل افغاني فرهنگ موجود و ، که څه هم د زمانې له تېرېدو سره يې بنې او صبغې بدلون کړی دی خو ددې گذرگاه افکارو اندېښنو او مدنيت تل خپل افغاني هويت او تشخص ساتلی دی ( ٣٦ مه نومره : وګورئ د دغه مخ اړونده نقشې ) . اخځلیکونه : افغانستان بعد از اسلام لمړى ټوك ، آريانا انتيكوا ، تاریخ افغانستان لومړی او دويم ټوك ، تاریخ افغانستان ( د سرپرسی سایکس ) ، پتانان ( د اولف كيرو ) ، خروشتي ډبرليکونه ( د ستين كونو ) ، مادر زبان دري . د اخځونو د بشپړې پېژندنې لپاره د کتاب په پای کښې اخځ لر وگور.