یونانی روایات
یونانیانو په شرق کښی د اسکندر فتوحاتو، د زمانی نه ډیری پیړۍ پخوا د شرقی مملکتو او د هغو د اوسيدونکو او د دوی د عرف او عاداتو په باب کښی یو سلسله شیان لیکلی دی چه زیاته جنبه ئی داستانی او نکلونه دی لکه چه د هرودت لیکنی له دغو شیانو نه خالی ندی هرودت د مؤرخینو پلار شمیرل کیږی دغه رنگه د زرتشتر په باب کښی د پنځمی پیړۍ له شاؤخوا څخه ئی را وروسته یوه سلسله شیان لیکلی دی چه بیله افسانی او نکل نه بل حکم ور باندی کیدای نشی.
لومړی یونانی مورخ چه د ۴۵٠ - ۵٠٠ ق م په شاؤخوا کښی ئی ژوندون، کاوه او زردشت کئ یاد کړی دی (گزان توس xantus) دی، افلاطون یونانی فيلسوف ( ٣۴٧ - ۴٢٩ ق م) زردشت د ماژ د مذهب بانی اود (اورو مازس Oromazes) زوی بولی، (دینون Deinon) د ده له قوم نه نتیجه اخستی او دی یو ستوری پالونکی (ستاره پرست) سری بولی (هرمی پیوس) چه د (سمیرنا Smyna) له خلکو څخه ؤ زردشت باختری او د (ازوناکس AzonaKes) یا (اگونا کس Agonakes) شاگرد گڼی، دیودوروس Diodorus خبر ورکوی چه زوراستر په آریائیانو کښی وویل چه هغه نوی قوانین راته پاك روح تلقين کړی دی چه په خلکو کښی می خپاره کړی دی. تروکوس پومپسیوس Troguspompeuisدی د نینوس د اشوری پاچا معاصر بللی او لیکی چه زوراستر د باختریانو پاچا په پوره صحت د نيائی عاليه قواوې او د ستورو حرکات کشف کړل او د ماژ آئین او مسلك ئى اساس كيښود او د (نينوس) له خوا ووژل شو. پلینی Pliny وائی چه زوراستر د ماژ د آئین او مسلك مؤسس ؤ او په کومه ورځ چه وزیږېد خندل ئی.
دیوکریسوستم Diochrysostom لیکی چه زوراستر د هغی مینی او عشق له کبله چه د حکمت او عدالت سره ئی درلود په یو غره کښی یواځی ځانته د اور په منځ کښی ژوندون کاوه، هر کله چه د مملکت د هغه وخت پاچا د مخورو او مشرانو سره د ده لېدلو ته لاړ، دی د اور نه را وووت او دوى ئى خپل مسلك او آئین ته راوبلل. كفاليون وائی چه زوراستر ماژ باختری پاچا د سميراسيس سره وجنكېده او دغه نه ور باندی غالبه شوه او هغه ئی مغلوب کړ، دغه رنگه اربونیوس Arbonuis د ختری زوراستر سره د نينوس له جگړې څخه بی خبره نه ؤ په دغه شان ایوزبروس Eusebruis د نیوس ره د زوراستر ماژ د باختر پاچا له جگړې نه حکایت کوی Teon تئون د اسکندریې د ښار اوسېدونکی د سمیرایس او د بلخی زوراستر جنگ یادوی. (امی نوس مارسلينوس) زوراستر یو باختری سری بللی او وائی چه ( هستاسپ Hystaspes) د داریوش پلار د ماژیانو عقيده خپره کړه ،
سویداس Suidas د دوو تنو په وجود قائل دی چه د دواړو نومونه زوراستر ؤ، يو د فارس او مدی زور استرد ماژیانو سردار او مشر بولی، او بل ئی د هیئت اوستورو یو تن اشوری عالم ښودلی دی چه د نینوس په زمانه کښی ئی ژوندون کاوه (کتزیاس ktesias ) وائی چه زوراستر د اشور د پاچا نینوس معاصر او ښځه ئی سميرايس وه. دی د باختر د پاچا یعنی زردشت په ضد د اشوری پاچا نینوس د لښکر ایستلو نکل او قصه بیانوی (اگاتاس Agathas (۵۲۶-۵۸۳=دا برخه ونه لوستل شوه) لیکی چه زردشت د هستاسپس معاصرؤ، اودغه هستاسپس معلوم ندی چه د داریوش پلار دی او که د بل چا.صفحه
که چه د مخه وویل شول دغه روایات سره د دی چه ټول له يونانی منابعونه پیدا شوی دی مگر د نظریو اختلاف او تناقض پكښی تر دی اندازی پوری دی چه پخپله د نکلونو او افسانو په قطار کښی حسابیږی او ښکاره کوی چه د شرق په باب کښی د اسکندر د فتوحاتو نه پخوا د یونان د پخوانيو مورځينو معلوماتو څومره داستانی جنبه درلوده.