32

ساز و آواز، اتڼ

په شلمه پیړی کی دافغانستان هنر

د موسیقی او ترنم په هنرکی هم افغانستان، د فرهنګونود سره ګډېدلوسيمه وه او په شلمه سدۍ کې موږ کې موږ دلته د ساز و آواز او ټنګ ټكور، درې مهم عناصر تاکلای سوای:

لومړی : د خراسانی ساز و آواز راپاته سوي عناصر.

دوهم: د هندي موسيقي سره مشترك عناصر.

دریم :خپل مقامي د پښتو او دري او نورو لهجو عوامي بدلې او سازونه.

۱. د خراسان د موسيقي قديم مقامات چې د غزنویانو او غوريانو او تیموریانو د عصر خلکو روزلي وو او د بيهقي په قول به ((مطرب اوقوال)) هغه په ساز و آواز کې سره را اوډل، تر اوسه لاهم لږ و ډېر په خلکو کي پاته دي. دغه مقامونه (راګونه) دوولس وو:

رهاوي، حسيني،راست، حجاز، بزرګ، كوچك، عراق، اصفهان، نوا، عشاق، زنګوله، بوسليك.

دغه هر مقام دوې شعبې (= راګني) درلودې، چې يوه به ځيره (پست) او بله ډډه (بلند) وه او ګرده شعبې چې د دغو دوولسو مقاماتو څخه جوړېدې (۲۴) دي او هره شعبه بيا نغمې لري او که د يوې شعبې ځیر او د بلی شعبې ډډ سره ګډ سي، له هغه څخه ((آوازه)) جوړېږي. او دغه (۱۲) مقامونه او (۲۴) شعبي او (۶) آوازی خورا ډېرې څانګې هم لري، چې د موسیقۍ په کتابو کې شرح سوي دي.

۲. د اسلامي دورې دخراسان او بیا د افغانستان سيمي شرقاً له هنده سره نښتي وي او له دې پلوه يې ډیرې مدني او کلتوري اغېزې منلې دي.

د هند آریایی خلکو خو د خپل زاړه آريايي تمدن په پوهنه کې د يوناني موسيقي کلمې پر ځای د سنګیت Sangita کلمه درلوده، د راګ RAGA او تال TALA او نریتیه Nritya یعنی مقام او اصول او رقص مجموعه وه او مهادیو (لوی معبود) يې د هغه واضع ګاڼه. ځکه چې د ده نوم سمیشور Somesvara (= شیوا) هم و، نو ګرده راګونه او راګني Ragini چې د ده په هنري مکتب کې پاللي سوي و هغه يې سمیشورمت S. Mataبلل او تر ده وروسته نور درې مکتبه هم را پیدا سوه، چې ګرده سنګيت څلور مكتبه لري. 

په هندي ژبو کې آهنګ او نغمې ته سُر SUR وايي، چې ګرده اووه سُره دي:

(۱) کهرج (سر)       SUR, KHADJA           لکه د طاوس ږغ. لکه دپپیها رغ (يوهندي مړغه)

(۲) ركهب                 RIKHBHA                لکه د پپیها ږغ (یو هندي مړغه)

(۳) ګندهار              GANDHARA             لکه  د پسه ږغ 

(۴) مدهم                 MADHYAMA           لکه د کلنگ غږ (یو مړغه)

(۵) پنچم             PANCHAMA                  لکه د کُوبل ږغ (یو هندی مړغه)

(۶) دهیوت  DHAIVATA                  لکه د آس ششنی.

(۷) نکهادNISHADA                                لکه د فیل ږغ

له دغو او ونومو څخه يې لومړی توری را اخیستی دی:

((سو - ري - ګه - مه - په - ده - ني)) = سرګم. او دغه نوسپتك Saptaka يعني اووه اصله بولي، چې په ترتیب له اوله نری آواز (ځیر) شروع کېږي او بيا په تدریج تر اوومه پورې جګېږي، چې درې ځير منځنی - ډډ ږغونه يې ګرام Grama (اصل) دی.

هندي سنګیت د بهر ته BHARATA په قول - چې په لومړۍ میلادی سدۍ کې اوسېدئ او د ده مکتب بهرته مت بولي - شپږ راگه RAGA (مقام) دی، چې هر راګ پنځه راګنی RAGINI (یعنی مایني) او اته  پُتره PUTRA  یعنی زامن او هر زوی یوه بهارجا BHARYA (ماینه) لری. او ګرده (۹۰) کیږی شپږ راګه  دادی:

 ۱  بهیرون     Bhairon       ۱ راګ   +  ۵ راګنی   +    ۸ پتر     +  ۱ بهارجا   =    ۱۵

۲ مالکؤس        Malakausa    //              // // // //

۳ هندول        Hindol    // // // // //

۴ سري راګ     Sri Raga        // // // // //

۵ میګه راګ      Megh Rag // // // // //

۶ دیپک راګ   Dipaka Raga // // // // //

                                                                                                ټوله = ۹۰

په لوړ ډول د مملکت په غربی برخو کې خراسانۍ سندرې او په شرقی پلو کې د پښتو سندرې له هندي را ګونوسره ګډې ويلې کېدې. څو چې په شلمه پيړۍ کې په هند کې د اروپايي مدنيت او صنعت له خپرېدلو سره دګرامافون او فلم صنعتونه رواج سوه او د هندي موسيقي سازونه (ټنګ ټکور) او ږغونه (راګونه) يې له لمړ خاته څخه په ګرده افغانستان کې خپاره کړل او په افغاني دربارونو کې هم دهندي موسيقي راګونو په فارسي يا پښتو ژبو رواج وموند. مثلاً په ۱۸۸۱ م کال چې امیر عبدالرحمن د کابل د علم ګنج په باغ کې دخپلو زامنو د سنتۍ ښادي جوړه کړې وه. مولوی احمد جان ((تاجر)) قندهاری د دي جشن په توصيفي قصيده کې دواړه ډلې سازندګان یادوي:

یکطرف لولیان هند نژاد

جان فزا از ترانهء شیرین...

یکطرف نغمه های ایرانی

داده دل را تسلی و تسکین...

د کابل د خرابات او د قندهار په توپخانه او مسليانو کې ځينې خاصې کورنۍ وې، چې د هندي موسيقي ويونکي او خپروونکي وو. لکه په کابل کې داستاد قاسم کورنۍ د هندي ساز استادان او استاد کام الدین او قربانعلي د خراساني موسيقي استادان. او په قندهار کې د حکیم کاکو کورنۍ او په پېښور کې دعبدالقدیر خان ربابی کورنۍ چې استاد پذیرخان د ده زوی مشهور سرینده نواز و، استاد بهرام خان په طبله و هلوکې استاد، اکرم خان او سبز علي خان مشهور سندر غاړي وو، د هرات حیدر و شش تار په تکړه ګوتو واهه.


پښتو سندرې:

اساساً خو په پښتو ژبه کې درې هنري مظاهر: شعر او موسيقي او رقص (اتڼ) ډېر سره تړلي راغلي دي. د پښتو د عوامي منظوماتو جوړښت (سیستم) خو له قديمه سيلابو ټونيك ؤ یعنی شاعرانو به د خپل نظم د ټوټو سیلاب او هجا Syllable + آهنګ یعنی تون Tone په لحاظ یو عروضی سیستم درلود، چې دمنظوماتو موزونیت Rhythm او تقارن Symmetry به يې د محتوا او ترنم په ساتڼه کې خوندي کول. یعنی شاعر آزادو، چې د خپل نظم ټوټې د هجاوو د شمېر په لحاظ داسی سره و اوډي، چې وزن او هم آهنګ Tonic ولری او په اتڼ (رقص) کې لا هم د انساني بدن له ښکليو حرکاتو سره برابرې وي. 

په پښتو منظوماتو کې د ظاهري جوړښت له پلوه تر اوسه له څلورو هجاوو څخه بیا تر شل سيلابي ټوټو (مسریو) پورې اوولس (۱۷) بحرونه ضبط سوي دي، چې له دغو څخه تقریباً سل وزنه د آهنګ او ترنم به لحاظ را ایستل کیږی  او ښايي چې په سوو نور وزنونه په پښتو سيلابو تونيك سيستم كې وي، چې تر اوسه په بشپړه توګه لانه وي سره راټول سوي.

په پښتو عامی سندرو کې چې تراوسه بېخي لږ تر ليك و چاپ لاندې راغلې دي: بدله، کسرواله سپره بدله، لوبه (بګټۍ)، چاربیته، نیمکۍ (سروکی) رباعي،ناره، لنډۍ( تپه) ترانه، غاړه، ږغ ګرده شمېرلې هجاوې او آهنګونه لري، چې د موسيقۍ له ټاکلو ږغونو او کله د اتڼ له خاصو حرکتونو سره سم وي.

د اتڼ اقسام ګرده د موسيقي له لارو سره اړخ لګوي، او موزونې د ((اتڼ)) ناري لري. نو یوه ټوټه چې هم وزن لري او هم آهنګ، ((څاښني)) یا ((لاره)) یا ((ږغ)) یا ((شان)) بولي.

 کله کله ((سپرې بدلې)) هم په خاصو خپلو آهنګونو په دسته جمعي ډول ویلې کېږي او د هرې بدلې مسرۍ ټوټه یو سړی په خواږه ږغ وايي، چې يوه مسرۍ خلاسه سي، نو يې کسر ګرده په ګډه تکرار وي. 

د ښځو ايشله یوه ښځه کله د آهنګي نارو سره کوي او کله د نرو د اتڼ نارې یو سړی په لوړ خواږه ږغ وایی. د نقلو او قصو، عشقي يا حماسي ناري هم وزن او آهنګ لري، چي قصه کوونکي يې د قصې د نثري برخې په منځ کې پر خپلو ځايو باندې په موزونو آهنګي غاړو لولي.

اتڼونه:

اتڼ هغه فردي يا دسته جمعي د بدن مړتب او ښکلي حركات دي، چې په عربي رقص او په انگریزی ډانس Dance ورته وايي. ځينې پښتانه د نرو اتڼ (ګډا) او د ښځو دا (نڅا) بولي، چې په کندهار کې د ښځو اتڼ ته ((ايشله Ishala)) وايي. د پښتونخوا په ځېنې سيمو او د ږوب په ناوه کې کله کله د نرو او ښځو اتڼ په ګډه کېږي، چې په کاکړو کې يې ((کمړه امۍ)) یا ګډه امۍ یا برګه امۍ او نور پښتانه يې ((برګ اتڼ) بولي.

 د اتڼ راز راز حرکتونه، سوکه سوکه – یا ژر - ژر اوښتونه، د لاسو، سر، اوږو، ملا او پښو ښورونې ټول د اتڼ ډولونه سره بېلوي، لکه:

شالکی: د پښین اوږوب په ناوه کې ورو ورو دوه قدمه پر مخ او دوه پر شا، چې کله غلئ اتڼ هم بلل کېږي.

د یوې اوږي اتڼ = یو اړخه اتڼ: په شالکی شروع کسږی بیا وروورو چټك سي.

د غبرګو اوږو اتڼ = دوه اړخه اتڼ د یوې اوږې اتڼ په پای کې، دغه ډېرې تودې او خورا چټکې ښورېدنې دي او ډم هم خپل ډول په خورا درزا ژر ژر ورسره ډمبوي.

شاپاتري: د ږوب د خلکو اتڼ دئ، چې بې ډوله او سورنا، تشې غاړې پکې ويلې کېږي.

شین اتڼ: د کاکړو په سیمو کې بې ډوله او سورنا خورا چټك اتڼ، چي ورو ورو له شالكي څخه شروع سي، بيا د خورا مستۍ عروج او د غبرګو اوږو اتڼ ته ورسېږي.

برګ اتڼ = ګډه امۍ = کمړه امۍ : د ښځو او نرو ګډ اتڼ دئ، چې لکه شین اتڼ سوکه شروع سي، بيا نود مستۍ او غورځنګ لوړې څوکې ته ورسېږي. 

طالبي اتڼ: بې ډوله او سورنا تش په غرږي او غومبر سره د طالبانو په بنډار کې اچول کېږي، چې يو بيرغ يې هم په منځ کې وي. درې قدمه پر شا او مخ ځي، ورو - ورو تودېږي.

درې پلی: د کندهار او پښین ترمنځ رواج لري درې درې پله له ډاله او نارو سره کېږي.

له پښینه تر هرنايي د پښتونخوا په جنوبي سیمو کې څو ډوله، اتڼونه سته چې لبه LBA یا لوبه یې بولی لکه:

خوره لبه: د هرنایي د ترینانو دوه قدمه ورو بې ډوله او سورنا اتڼ.

هوم لبه : دوه قدمه سوکه اتڼ د بدلو سره.

اړو يا لبه: د هرنايي د ترینانو اتڼ د نارو سره.

خورکۍ لبه : د هرنا يي د ښځو لږ چټك اتڼ د بدلو سره.

 دومړي لبه : د کاکړو د سنزر خیلو اتڼ، د ډول او سریندې يا چغکې سره.

ایشله : په کندهار کې د ښځو خاص اتڼ دئ، چې يوه يوه ښځه له جمعيته راوزي او په منځ کې رقص کوي، کله کله لنډۍ او کله د اتڼ غاړې او کله فكاهي خبرې ورسره وايي او که دغه اتڼ په ګډه ښځې وکي نو يې په جنوبي پښتونخوا کې شله Shila بولي.

 گلوبیا: د جنوبی پښتونخوا د ښځو اتڼ د دريې او كسرونو او ټوکو سره.

دمنګي اتڼ : کله چې کلیوالې نجلۍ منګی ګودر ته وړي، نوپه ګډه ورو ورو اتڼ کوي او منګي ته راز راز حرکتونه ورکوي، عاشقانه لنډۍ وايي او مستې نارې كوي.

د اتڼ د سرود آلات ډول، سورنا، سرینده، دریه، شپېلۍ، چغکه دي او کله کله د لاسو پړك يا د ټوپک ډز يا چك چكې هم ښه برخه پکې لري. ډول وهونکی ډم یا ډولچي د سورنا وهونکی سورنا چي بولي، چې ډم د ډول په ږغ ګرده اتڼ اداره کوي. هغه څوک چې اتڼ کوي، اتڼ چي، اتڼ باس،ناڅګر، رخڅي بلل کېږي، چي د ځوانانو څڼې غوړې او خپرې وي. کمیس او پرتوګ اغوندي، ملا په رنګه دسمال تړي، په لاسو کې يې رنګه دسملونه وي، ښځې چې ايشله كوي، سپك پړونئ او فاخر کالي اغوندي او کله پايزيب هم په پښو کوي او هر اتڼ يو(میر) هم لري چې اتڼ چيانو ته بولۍ ورکوي. 

د اتڼ سندري عموماً عشقي، حماسي، فکاهي او کله تاریخي یا طنزي وي چې د پښتو د شفاهي ادب یوه ارزښتمنه پانګه ده.

...

په دې اوسني وختو کې د سندر غاړو دوې ډلې په افغانستان کې سته او کله چې راډیو په ۱۳۱۹ ش ۱۹۴۰ م او بیا افغان نندارې په ۱۳۵۲ ش ۱۹۷۳م او بیا تلویزیون په ۱۳۵۷ ش ۱۹۷۸ م شروع سول، نو دغو دوو ډلو ښه وده کړې ده، چې لږو ډېر يې موسيقي ته له هندي ډوله څخه مقامي رنګ ورکړئ دئ:

لومړی : پیشه کار سندر غاړي چې هندي راګونه يا مقامي سندرې په دري ژبه يا پښتو لولي او مشهور يې استاد قاسم (۱۸۸۴، ۱۹۵۶م) استاد غلام حسین د عطا حسین زوی( ۱۸۸۶، ۱۹۶۸م) نبي كل (مړ کابل ۱۳۵۰ ش ۱۹۷۱م) غلام دستګیر شیدا (مړ کابل ۱۳۴۹ ش ۱۹۷۰) د قندهار کریم کاکو (د ۱۹۳۵ م حدود) د مړدان صحبت خان (مړ ۱۹۴۲ م) استاد نتهو (ژوندی) استاد سبر آهنګ محمد حسین (ژوندی). استاد دری لوګری، استاد محمد عمړ (مړ ۱۳۵۹ ش) او استاد محمد اکرم (ربابیان)، غلام حسن تیراوال سرینده                وهونکی، فقیر حسن وایلن وهونکی، د قندهار سلیم، د خوست میر سلام، جلیل ځلاند، حفیظ الله خیال، رحیم غمزده، اول میر،هم آهنګ، قمړ گله، رحیم بخش، سارا ځلاند، خان قره باغی.

کله کله افغاني هنرمندان په فني ډګر کې د ونې پر مخ تللي دي، چې د هند په موسيقي کې هم په استادۍ منل سوي دي، مثلاً غلام بندګي خان بنګښ چې رباب يې د سرود په ډول راواړاوه (د ۱۸۵۰م حدود) او د ده زوی غلام علي خان او لمسي حافظ علي خان هم مشهور سرود نوازان وو.

دغسی هم د کشمیر یو خواننده چې ستارجو نومېدئ، د ۱۸۸۰م په حدودو کې کابل ته راغی د ده زوی استاد قاسم جو د کابل په خرابات کې په ۱۳۰۲ ق ۱۸۸۴ م وزیږېدئ او د موسیقي په هنر کې د ونې استاد سو، چې هندي موسیقي یې د افغاني مقامي لارو سره ګډ کئ او یو خاص طرز یی را وایستئ چې په کابل کې په ((طرز قاسم )) مشهوردی. ده موسيقي له ادب سره نښلولئ دئ او له فارسي اشعارو څخه به يې پر موقع داسې بيتونه د موسیقي په پردو کې ويل، چې حسب الحال به وو. استاد قاسم ډېر شاګردان په دې طرز کې وروزل او د کابل دپنځو شاهانو د دربار خواننده و (وفات، کابل ۲۲ سنبله ۱۳۳۵ ش ۱۹۵۶ م) د ده زوی استاد یعقوب قاسمي د خپل پلار د طرز مړوج و او اوس استاد محمد حسین سر آهنګ د استاد غلام حسین زوی په هندي موسيقي کې استاد ګڼل کېږي.

 دوهم : شوقي سندر غاړي چې مشهور يې میرزا نظر( د ۱۹۲۹ م حدود) استاد عبدالغفور برېښنا (مړ، کابل ۱۹۷۳م) ډاکټر صادق فطرت (ناشناس)، كريم هراتي، احمد ظاهر لغماني، ساربان، نی نواز زکریا، شاه ولي، احمد ولي،ارمان، ظاهر هویدا، مهوش،،هنګامه، سیما ترانه، احمد مړید او نور.


دموسیقی آلات:

د افغانستان د شلمی سدۍ په ساز و آواز کې دغه آلات مستعمل دي، چې اکثر له پخوا څخه را پاته دي: 

۱. ضربی: لکه ډول، ډولکی، ډومبکی (زیر بغلي) دریه (داریال یا چنبه) ډمامه، دوپړۍ (طبله) تُمبل، نغاره، منګی او ټيم وهل.

۲. نفسي(ساهي): لکه نل (نی)، شپېلۍ (نای)، توله، تولکه، سورنا، ښکر، کرنا،دروئ،بین،باجه، تورۍ     ( لکه شپېلۍ)، تروم، بوغی (بوق) تیمچه،  مشکی،  باجه،ارمونیه، مورلی.

۳. اوتار (اهتزازي): لكه رباب،تنبور،غركه (غچك)، سارنګۍ، چنګ، دلربا، دنبوره (دوتار) سنتور، ستار، سرینده.