32

د خوشحال خان خټک د جهاندارۍ نظریه یوه مقایسوی او تحلیلی کتنه

پښتو مقالات

-د اسلافو له آثارو سره ئې پرتله –

او د ۱۰۲۲ هـ د دوهمی خور په میاشت می ۱۶۱۳ م) د نورالدین جهانگیر پچه پاچه ای او د خټکو په اکوړه کښی د لنډی سيند پرښې غاړه ۳۵ میله د پېښور شرقي خواته د ملک شهبازخان په کور کړه. وزېږېد، چی پر هغه ئې خوشحال نوم کښېښودئ، وروسته لوی سړی سو، او په ۷۸ کال خپل عمر کښې د خيبر او اباسين تر منځ داسي جنگي او اولسي او ادبي او فکري قلم چاري. د جنگ د میدان پهلوان او د پښتنو د استقلال مبارز او دیوه گټه ور او سالم فکری حرکت مؤسس گڼلای سو، دی په ۱۱۰۰ هـ تـر جهان تېر سو، او د اکوړی جنوبي شرقي پلو ته په لوړه ايسوړي کښي ښخ دئ. خوشحال خان بهله کلیته چی بیتونه ئې شلو زرو ته رسيږی نور ډېر منظوم او منثور کتابونه هم لری او دده دغو ډیرو ښکلو آثارو ته چی گورو نو دی د پښتو ژبی تر ټولو لوی د سبک خاوند شاعر او لیکوال او هم د (پښتوپلار) بللای سو .

د خوشحال خان یو مهم پښتو منثور کتاب "دستار نامه" ده، چی د ۱۰۷۶ ه کال د لومړۍ خور په اوولسمه ئې د هند د رن تمبهور په بنديخانه كښي دھه وخت ليکل. اورنگزیب عالمگیر په حکم هلته جلا وطنه بندی ؤ.

 د دې کتاب په خاتمه کښي خوشحال خان ليکي : چي دا کتاب مي د دوستانو او يارانو او زامنو د گټي لپاره د هند په محبس کښي په داسي حال کښي وليکلي چي هيڅ کتاب راسره نه، او ځري ځکه چي له وطنه مي. حال کښی لیکلی دئ نو ئې د ختم تاریخ دا پښتو مسرۍ ده : " بس دی محنت د پښتانه او ددغو کلماتو ابجدی ارزښت (۱۰۷۶)ه کیږی. خوشحال خان د پښتونخوا خوشنوا بلبل د هند په بېلتون کښی یوه (فراقنامه) ویلې وه او په هغې کښی یو ذوالقافتین بیت داسی و :

 چي دستار تړي هزار دي

 د دستار سړي په شماره دي

 دستار نامه هم ددې بيت شرح ده چی یوه مقدمه او دوه بابه او یوه خاتمه لری، په مقدمه کښی د دستار اهمیت او قابلیت ښیی لومړی باب د دستار بند شل،هنر او دوهم باب نی خصلتونه بیانوی خاتمه ئی د ناپوهی او حماقت علامات شرح کوي.


د دستارنامې نثر او ظاهري ښېگړي : 

خوشحال خان د دستار نامې په لیکنه کښي یو مهم کار کړئ او هغه دائ : ده د پښتو د نثر لیکو کلک بنسټ په دې کتاب کښي په ساده او روان او دسهلو وړ نثر باندي ایښي دئ چي په نثر کښي دلزوم مالا یلزم په ناوړه پیښه گرفتارنه سي.

 دلته دا خبر د کړو وړه ده : د پښتو نثر لرغوني نمونه چي تر اوسه موږ پيدا کړې ده د قندهار د ارغسان د سليمان ماکو د تذکره الاوليا يو څو پاڼي دي، چي د تاليف کال ئې ۶۱۲ . او دغه لیکوال داسی روان او روښانه یې تکلفه نثر لیکی چی د عربو یا دری ژبی د فني او مسجع نثر اغيزې ډيري لري پکښي ښکاري او دا ځني څرگنديږي دقيه دقيه دري د پښهتو نثر د. او منهاج سراج جوزجانی او گردیزی د نثرونو په خبر ساده او روان نثر و اوبې ځایه تکلف او تصنع نه پکښی ښکارېده، مگر کله چی د سلجوقیانو دوره آخر رسېده او د هجرت شپږمه پڐهړه پیل کـه. نوع مسجع نثر په خراسان کښي پيدا سوي ؤ چي د انصاري هروي په مناجاتو او د ابوالمعالي نصر الله غزنوي وزير په كليله او دمنه او د قاضي حميدالدين بلخي په مقامات حميدي او بيا ئې په خورا كامل او. پر تکلفه ډول د وصاف الحضره په تاریخ د ۷۰۰ ه شاوخوا کښی وینو. د پښتو پر نثر هم دغه اغیزې سوي دي او كله چي بايزيد روښان د ۹۷۰ ه په شاوخوا كښي خپل خيرالبيان ليكه په دغه كښې ټولي مسجعي او مصنوعي جملې دوگروه نوري هميشه دوگروه استعمال كړكو بيسته او تر ده ورو پېروی کوله مگر دلته بویه دا ووایو چی د نثر لیکلو دغه مصنوعی شبوه په پښتو کښی کوم ادبي

او هنري ارزښت او ښايست نه لري، نو ځکه خوشحال خان چي د ذوق خاوند یو افغان لیکوال ؤ، د روښاني نثر لیکلو ناوړه طریقه ئې نکړه غوره، بلکی د نثر مخه ئې بیرته هغه قدیم چوځی روته او. هنري آرزوت نه درلود، نو ئې خوشحال پېروي نه کوله او خپله انتقادي نظريه د روښان او درويزه پر ليکوالی باندی په سوات نامه کښی داسی ښکاره کوی : 

در ویزه چی بیان کړی خپل کتاب دئ

 نوم ای مخزن الاسلام کړی جناب دئ

 هر بيان ئې ناموزون مجهول بي رنگه

 خالي پاتو له دانش له فرهنگه

 یوه مسرع په شل بله په سل ده

 نا مربوط به ناموزونه په ویل ده

 ده د روښان خير البيان اي و ليدلئ 

هگه هم مجهول بیان و ناپسندلی

 ده چي خوشي ميدان بیا موند سخنگوی سو 

په ويل کي ئې چي زړه وو، هسي توي سو

 خوشحال خان دغه انتقادي او هنري نظره سره ميدان ته راغي او د روښان بېخونده او ناوړه نثر ئې پرېښو، خپل ادبی رسالت نی پښتو د نثر په نوی بنیان گذاری کی هم اداء کړ او په دستار نامه کښی یوه خواږه او روان نثر لیکلو ته هڅه وکړه چی د پښتو ژبی له اصلی بنسټ او ساختمانه سره سم وي.



د کتاب نوم او موضوع یا خوشحال خان د جهاندارۍ نظریه :

 خوشحال خان د افغاني دودونو سره سم دستار د انسان د لياقت او استعدادبول گڼي او بگړۍ د ادارې او اجتماعي ښېگړي د قوت لپاره يو تعبير بولي، ځكه كله چي د افغانانو زامن د رشد اوور ميړاني حدي ته ورسيړي، سريكو. او دا نو ددې خبر علامه وي چي اوس نو هغه زلمي په ټولو اجتماعي او ملي او د کورنه په مسئولونو کښي برخه لري.

 خوشحال خان د درستار نامې په مقدمه کښی وایی: چی ډېر هنرونه او خصلتونه یوه دستاربند ته ضروری دی او که څوک هغه صفات او ښېگړی نه لری، د دستاربندۍ لایق به نه وی. دی شلهرونه او شل خصلتونه په دستار نامه کښی راښی او وای که څوک دغه صفتونه ولری، نو د مېړه اطلاق پر کیږی او د بگړۍ خاوند کېدای سی او د حکم او لارښوونی حق به لری. خوشحال خان د هنر او خصلت فرق داسی کوی: هغه څه چی په زده کړه او تعلیم لاس ته راځی هنر او کسب او فن دئ او بیا دغه هنرونه د استحباب او وجوب مرتبه لری او دی د کتاب په لومړی باب کښی دغه شل هنرونه بیانوي:

۱د ځان پژندلو هنر 

۲. د علم او کارموندنه

۳ د خط هنر

۴ د شعر هنر .

۵ دغشی ویشتلوهنر

۶ د اوبازۍ هنر

۷ د اس سپارلی هنر

 .۸ د ښکار هنر

۹ د شجاعت هنر

 ۱۰ د سهاوت هنر 

.۱۱ د ازدواج او معاشرت هنر

 ۱۲ د اولاد روزنه

 ۱۳ خدمتگارانو او لښکرو د تادیب هنر .

۱۴ د معیشت سمولو هنر 

۱۵ د زراعت او دهقانی هنر 

۱۶ د تجارت هنر .

۱۷ د تحقیق نسب هنر

 ۱۸ د موسیقۍ هنر .

۱۹ د نرد او شطرنج هنر

۲۰ د مصوری او نقاشی هنر

 اما شل خصلتونه چی د دستار نامې په دوهم باب کښی ښوول سوئی دي ، هغه دادي :

 .1 مشورت 

۲ عزیمت

۳ خاموشي

۴ راستي

۵ شرم او حیا 

۶ نیک خوي 

۷ مروت

۸ عفو او کرم

 ۹ تمییز

 ۱۰ عدل او انصاف

 ۱۱ توکل 

۱۲د پرورښت او نمانځلو استعمال پر خپل ځای

 ۱۳ خوف او رجاء

 ۱۴ د مملکت انتظام

 ۱۵ همت

 ۱۶ حلم

 ۱۷ غیرت

 ۱۸ حزم او احیتاط

 ۱۹ طاعت او تقوی

 ۲۰. استغفار

 د شرق په ادب کښي ددي موضوع سوابق :

 د افغانستان خلکو له پخوانۍ زمانې څخه د جهاندارۍ او قیادت او د ملک د ادارې لپاره او اصول او خاص عنعنات لرله، او دغه روایات په دوی کښی د بلخ او کابل او سیستان او نورو ځایو له شاهی خاندانونو څ وخه پاته. موږ له هغو څخه کم تفصیل نه سو ورکولای، مگر کله کله د مؤرخانو په نوشتو کښي ځيني دلچسپي نكتي ليدلي كيږي. مثلاً : هیون تسنگ چینی زایر چی په نهم هجری کال دلته راغلی او تر ۲۴ ه پوری ئې ددې ځای دربارونه او حکمرانان او د ادارې طرز لیدلی ؤ، دی وایی چی دلته اداراي منظم تشکیلات او مالی او لښکری ادارې او حاکمان او قاضیان او دولت کارداران سته، دغسی هم طبری د اسلامی دورې ستر مؤرخ لیکی : په ۱۲۰ ه کال د هرات دهقان (حکمران) د امویانو د حاکم اسد بن عبدالله دبلخ دَربار ته راغی او. جشن په ورځ ئې د بلخ په دربار کښی وینا وکړه، ده په دغه وینا کښی وویله چی : د بری او حکومت لپاره درې خویونه ډېر لازم دي :

۱ درناوی 

٢ هوښياري .

۳ بردباري (طبري ۵ - ۴۶۵ )

دغسي هم البلاذري پخواني عربي مؤرخ په فتوح البلدان كښي (ص) (493) ليكي چي د زابلستان يوه رتبېل به په خپل عهد و وفا درناوي او كلكه اداره او د زحمتونو ،گالل د جهاندارۍ په چارو كښر. گڼل او د اموي دورې پر اموي حکمرانانو به ئې انتقاد کاوه، چي دو ولي د لومړنيو عموميو په ډول دغسي خويونه نه لري؟ او دا خبر د رتبپلانو د جهانداری نظریه په ښه ډول ښکاره کولای سی.

 په خراسان کښي د زردشتي دين پيروان هم اوسېدل، دوي د داسي لرغوني ثقافت او لوړو اداري او سياسي افكارو خاوندان وو، چي عربي حکمرانو به هم له دوي څوسخه پندونه زده کولستان، مثلاً په ۶۴ هـ په مجه يوکل پوکي. ، چي نوم ئې رستم بن مهر هرمزد ؤ، د تاريخ سيستان مولف وايي چي : د سيستان حکمران به هم له ده څخه په اداري سياست او د جهاندارۍ په اصولو کښي پندونه اروېدل اوتل به ئې پوښتني ځني کولې. نو دغه تاريخي روايتونه دا خبر ثابتوي چي دده مخكي خلكو په اداره اوسیاست او اجتماعی اخلاقو او جهاندارۍ کښی ځینی پاخه اصول او فکرونه درلودل.

 اما د عربو فاتحان چی د هجرت په لومړۍ پېړۍ کښی د عراق له لاری خراسان ته راغل دوی د ژوندانه ساده وی مبادی لرله خو په لاره کښی ئې د ساسانی کورنی دولت هم سازمان اوری تشکیلات چی، پُر از تشکیلات چی. په اداره او د جهاندارۍ په جوړښت او دولتي لارو چارو کښې له هغو څخه ډېر شيان زده کړي، او، او کله چي په ۱۳۲ هـ کال =م ۷۴۹ د بغداد د عباسیانو دولت د ابومسلم خراساني په سعیه تاسیس سو نو د خراسان دېر فکري . او مدني عناصر د آل عباس دولتي سازمان ته ورنوتل، چي وروسته له دغه سياسي او فكري نفوذه څخه د خلافت هم عربي دنيا ته شروع سوي ؤ، او د آريايي او رومي او مصري او يوناني افكارو او مدني رواياتو يوه عظيمه ذخيره شده هم دترجمه يا اودو له خوا د عباسي خلافت، فكري مركزونو ته رانقل سوي وه چي دلته په خورا لندي ډول يا: اول : لومړی مولف چی په دغو وختو کښی د سیاست او جهاندارۍ په باب کښی خبري وکړې يو پوه نو مسلمانه زردشتي ؤ چي روز به بن داذوبه نومېدئ، په ابن مقفع مشهور و او په ۱۴۵ نامه له پهلوی څخه په عربی ترجمه کړې او د ادب الکبیر او ادب الصغیر کتابونه ئې په عربی وکښل چی دغه کتابونه د جهاندارۍ اصول او د اجتماعي اخلاقو لاري چاري بيانوي، او مخصوصاً بيا دده يوه "رساله الصحابه" د خلیفه منصور عباسي لپاره لیکلي سوې ده، چي دخلفاؤ او اولیانو او وزیر انو لپاره ده 


مملکت د نظام او عدالت او لښکرو د تیارولو او د اعلان جنگ او د روغی د شرطونو او د لښکرو د جلب او قیادت او او د ثقافت او اخلاقو دروزنی په باب کښی ښه هدایات لری، دی د خراج او مالیاتو اوقیضا. قاضیانو د خودسرۍ د بندولو لپاره د قضا دیوه خاص قانون پیشنهاد کوي

د ابن مقفع په دغو بندونو او هدايتونو کښي د آريايي ثقافت او ارستوکراسي قديمه روحيه ښکاري او داسي ځني څرگنديږي چي دلته دوه سامي او آريايي ثقافتونه سره گډيري مگه دده په کټلق. چی وایی د لرغونی آریایی فکر او ثقافت ښکارندوي دي چي هم له دې علته د الحاد او زندیقیت په تهمت وواژه سو، ده د عجمی فرهنگ ډېر عناصر د عربو په فکر او ادب او سیاست او اداره او معیشت ورننه ایستل.

 تر ابن مقفع وروسته ابو عثمان عمروبن بحر چی په جاحظ نومړی و (۱۶۳ - (۲۵۵) (هـ په کتاب البیان والبیین او کتاب الحیوان کښی او ابن تتیبه عبدالله بن مسلم مروی خراسانی (۲۱۳) - ۲۷۶ ه) په عیون الاخبار. احمد دینوری متوفی (۲۸۲ (هـ) په اخبار الطول کښی د یوه گډ او ممزوج ثقافت ممثلان دی چی عربی او اسلامی فرهنگ له عجمی او یونانی او هندی اوغېزو سره گډ سویدی، او د دوی په آثــارو اوت او جهاندار او. مواد سته او په اسلامي دنيا كښي يو ممزوج او مركب فرهنگ رواج كړ چي وروسته د قاضي القضاه علي بن محمد الماوردي ( 364 - 455 هـ) په ادب الدنيا و الدین او نصیحه الملوک او د سیاست حکومتی په تسهیل ال، او قانون الموزلک اوس. او احکام السلطانيه او دده په نورو کتابو کښي د جهاندارۍ لپاره ډيري فرهنگي چاري او لارښووني سته ، او د عبدالرحمن اربلی سیر الملوک او د حسین بن عبدالله ترتیب الدول هم دغه چاری په ډول ډول څیړی او دا ښکاره کوی چی دلته نو اسلامی مدنیت او فکر پوخ سوئ ؤ او عربی فکر د نورو لرغونیو ملتو د فرهنگي موادو په گدون سره ډېر تکړه او غښتلی سوی ؤ.

 دوهم : د خراسان او شاوخوا خلکو خو لرغوني ثقافي عنعنات در لودل اود ۲۰۵ م کال په شاوخوا کښي دوي بريالي سوه چي د ځان لپاره د حکومت يوخپلواک سازمان بيا . – له ملتانه لودیان – له جوزجانه آل فریغون - له غرستانه شاران - له سیستانه اوه او هم له هری گوښې څخه نور محلی حکمرانان راووتل، او لـه عربـو څـخـه نـی اختیارات خپلو سیستانه اوصافاریان او هم له هری گوښ. ۍ ډولونه د بغداد د عباسيانو له ممزوجو او گډو نظامو څخه بشپړ کړل چي هغه هم د يوناني کتابو د ترجمې له خوا لاس ته ورغلي و او اوس نو موږ وينو چي ددغي زمانې تو اجتماعي پوهانو په لیکنو کښي درې غټ تو کي ښکاریږي:

. ا د لرغوني خراساني فكر پاتيشونكي

۲ د اسلامي فقه او اخلاقو اغېزې

۳ هغه مواد چي د يوناني پوهانو په خاصه توگه بيا د ارسطو د اخلاقي فلسفې له نمونه كتابو څخه د بغداد ديان عباسو په ثقافت او مدنيت كښيوتيترين كتاب. د ستر پوهاند ابو نصر محمد فارابی (۲۶۰ - ۳۳۹ هـ) کتابونه السیاسه المدینه، آراء اهل المدینه الفاضله، آداب الملوکیه دی چی ده دیني او سماوی مبادی په معیشی چارو کښی د ارسطو له مدني فلسفي سره نژدې کړل او دمدینه فاضله د مشر خصلتونه  ئې وټاکل، دی وایی : " په هغه ډول چی بالطبع عضو رئيس په بدن کښي تر ټولو غړو کاملتر،فرد وي دغسي هم مدينه فاضله مشر، د هغه ښار د اوسېدونکو کاملتر فرد وي ، او د فضل ښار د ریاست صنعت هم د ولس شرطه لري

ا د اعضاوو سلامتی 

۲. د فهم جودت

۳ دحافظي قوت

۴ فطانت

 ۵ د ژبی طلاقت

 ۶ د زده کړی مینه .

۶ د زده کړي مینه

۷ په خورنگ او جښنگ او منکوح کښی به سراښ نه وي.

۸ رشتیا به ئې خوښ وي

۹. د نفس لوړي 

۱۰. د عدل مینه

 ۱۱. په دنیوی اعراضو او پیسو پوری زړه نه تړل

 ۱۲. د اراده قوت ( ص ۸۶ آراء اهل المدینه ) 

په دغو خبرو کښی د خراسان بل څېړونکی محمد بن یوسف هروی نشاپوری مشهور او په ابن ابی ذر عامری دئ (متوفي ۳۸۱هـ) چي یو کتاب ئي د الاسعاده والاسعاده په نامه لیکلی او په هغه کښی روز پراخلاقو او دی پراخلاقی سیاست است. د تدبير منزل او د جهانداري پر لارو چارو پداسي ډول څېړنه وکړه، چي د انسان د خوشبختۍ او د نورو د خوشبخته کولو لپاره کار ځني واخلي.ده دغه تدبیرونه اواسلوبونه د افلاطون او ارسطو دیوناني کتابو له ترجمې او د نورو یونانی حکیمانو له ویناوو څخه راواخیستل اود ایران، هند عرب، او د اسلام د مشرانو اقوال نی پر زیات کړل.

 چی دده دغه کتاب د خراسان د خلکو د خلرم قرن د فکر او فرهنگ ښه ښکارندوی دي. دی یونانی فلسفه له اسلامی شریعته سره تطبیق کوی او ځکه چی دی د ابوزید بلخی شاگرد و، نو موږ دا وایو چی عامری هروی هم د بلخ د پوهنی له روڼه مشاله څخه نور اخیستی ؤ.

 عامری په دغه خپل کتاب کښی چی د هغه وخت د اجتماعي افکارو او د سیاست مدن او اخلاقو یو کوچنی دائرة المعارف دئ داسی وایی: چی د نورو خوشبخته کول او استاد په هغه سیاست پوری اړه لری چی مساس سعادت پل ته ورسوی اواست. کښی بېله دې بل مقصد ونه لری چی اهل مدینه یعنی د ملک اوسېدونکی هیوانی ښېگړو یعنی روغتیا، ښکلا، مالی سهولت ته ورسوی اوهم انسانى او الهى ښېگړی له عفت حکمت، عدل ددوی نصیب. (ص ۱۷۴) 

امری سیاست پر درې جز ويشي :

 لومړی : هغه صفتونه چی د خلکو د ښېگړو لپاره باید دسایس پـه نفس کښی وي.

 دوهم : هغه صفتونه چی مساس یعنی خلک ئې باید ولري.

 دریم : هغه شیان چی مشر او سایس د خلکو د کارو د سمونی لپاره هغوته اړ دی وروسته نو سیاست پر درو څانگو ویشی، چی هره څانگه اوه بعضی لری او ټوله (۲۱) صفتونه کیږی او هغه دادي:

هغه صفتونه چی ، ئې باید ولري :

 ۱ د نفس قوام 

۲ د سیاست د سننو رعایت

۳ حزم

 ۴ دحزم ډولونه او قوانین

 ۵ رفق او احسان

 ۶ عنف

۷ دښمنانو د ضرردفع

  د مساس صفات : 

ا مسنون تولید

 ۲ روزنه

۳ ماینه کول او واده کول

 ۴. د ښځو تهذیب

 ۵ د صنعت کارانو تهذیب 

۶په مالونو کښي اجتماعي اقتصاد

۷ د ملک د ساتونکو تاديب

 اما د سایس اداری الزامات دادي :

 ۱ د کاردارانو غوره کول

۲ د غوره سوو کاردارانو صفات

۳ ماینه کول او واده کول

۴ دښځو تهذیب

۵ دصنعت کارانو تهذیب

۶ په مالونه کښي اجتماعي اقتصادي

۷ د ملک دساتونکو تادیب.

اما دسایس اداری ضروریات دادي:

    1. دکاردارنوغوره کول

    2. د غوره سوو کاردارانو صفات

    3.   د کاردارانو قوانین او آداب

    4.  ۴ مشاور او وزیر ته ضرورت

    5. 



۵ د مشاور او وزیر صفتونه

 ۶ د غوره کولو اصول .

۷ د مشوری قوانین او دستورتونه (ص) (۲۷۴)

 چی دې ډول د السعاده والاسعاد کتاب جهانداری او اجتماعی ژوندانه ټول اصول په یوه فاضله مدینه کښی د فاضل او حکیم سیاست مدارک تر قیادت لاندی شرح کوی او دا کتاب په خپل ډول کښی ډېر گته چغه اوخت جامع. د پوهانو اجتماعي مفکور او د خلکو تداعي او سياست په کارو کښي ښکاره کوي او د یوې مسعودي او آرامي ټولني د جوړښت لپاره دخراسان د خلکو د افکارو ښکارندوي دي او د بيان تحليل ډول تسليم او هم منطقي است. د عادي ليکوالو سره نه وي

 دریم : بل مهم کتاب چی د دری ژبی د نثر شهکار او د موضوع لـپلوه هم خوږ او وړ بلل کیږی د امیر عنصر المعالی کیکاوس بر اسکندر بن قابوس بن وشمگیر بن زیار قابوسنامه ده چی دی د آل زیا بو شهزاده، او، او په. ۴۱۲) هـ) زېږېدلئ دئ دا کتاب نی خپل زوی گیلانشاه ته لیکلی دئ چی ددې امیر زاده مور د سلطان محمود غزنوی لور وه، او قابوسنامه په یوه داسی چاپېر کښی ویلیکله سوه چی پر خراسان کښدا آکادمی دَم پاچه. زور ته داسي خبري كوي چي مراد اي پاچا كودل نه بلكي د جامعي يا سالم او گټه ور عضو كودل دي. او دا کتاب 44 بابه یوه خطبه او یا خاتمه لری او امیر کیکاوس چی یو سپاهی او دانشمند او باذوق نیکخویه مسلمان و په رښتیا خبرو او په ښکاره بیان خپل زوی تونصیحتونه کوی او په ۴۷۵ هـ کال نی دا کتاب لیکلی دی. 

څلرم : لږ څه وروسته د امام ابو حامد محمد غزالی طوسی (۴۵۰ - ۵۰۵هـ )دوره را رسيږي چي دي عالم او فيلسوف او صوفي سړي و او پخپلو کتابو کښې سياسي خاصه فلسفه روزلي ده، او داسي يو مفکوره و او داسي يو مفکوره و او داسي يو مفکوره و او داسي يو مفکوره و او داسي يو دؤليا چو دؤفوري کو. خراساني مدرسي فكرونه ئې د اسلامي احکامو سره تطبيق کړيدي، عزالي سياست د خلکو د صلاح او تاليف لومړي ابزار گني چي هم پر ظاهر هم پر باطن اثر کوي او د دين او سعادت د خلکو نصيب کوي، دى و چي دى آخر سعادت پر دين. ولاړ دی او دین هم په دنیا پوری اړه لری، او د دنیا دکارو نظم هم په سلطان او دده په سیاست پوری تړلی دی، نو د یوه سیاست مدار امام وجود هم شرعی نیاز دی الاقتصاد فی الاعتقاد (105 عزالی عدل او انصاف د سیاست سره). لازم بولي، اوبو كتاب ني د عدل د اصولو په بيان كښي د نصيحه الملوك په نامه په دري ليكلي دي چي علي بن مبارک (متوفي 595 هـ) د التبر المسبوك في نصيحه الملوك په نامه عربي كړي دي غزالي په دي کتاب کښي د عدالت د قيام لس اصله داسي ښيي : 

.۱ د ولایت په مهم پوهېدل 

۲ له صالح عالم څخه استعانت 

۳ د خان او ټولو کاردارانو د ظلم دفع کول 

۴ تکبر نه کول

 ۵ ټول هگه شیان چی پر ځان نه خوښوی پر نورو هم پهرزو ونه لري

 ۶ د محتاجاتو اړتیاوی پر ځای کول .

۷ په شهواتو کښی قناعت لرل

۸ رفق او نرمي 

۹. په دې کښی به زیار کاږئ چی . خلک د شریعت سره برابر له ده څخه خوښ وي

 ۱۰ قانون باید حاکم وی او د شریعته مخالف د چا خوښی ونه غوښتله سي.

 غزالي د يوه مشر د امامت لپاره شپږ صفته لازم بولي چي په کسب نه پیدا کیږی :

 ۱ بلوغ 

۲ عقل

۳ حریت .

 ۴ نروالی

 ۵. قريشي نسب

 ۶ دسترگو او غوغو سلامتی.

 او دغه څلور اکتسابی صفتونه هم ورته ضروری دي :

 ۱ شجاعت او عدت

 ۲ کفایت 

۳علم

۴ پرهزگاري

 غزالي لږ تر لږه دغه لس صفت د مطاعة امام لپاره پخپل کتاب المتظهرى کښي (ص ۶۷ )لازم گڼي او د باطنيانو رد کوي، چي دوي امامت منصوص بولي. داسي ښکاري چي امام په سياست کښي خپل.


خاص مذهب لری او هر ځای واي :    ومذهبنا فی الامامة"

 د امام په وخت کښی د بغداد عباسی خلافت ډېر بې سپکه او خوار خواکی سوی و او سلجوقیانو د خلافت بر اکثر و شرقی مخکو باندی هم قبضه کړېر بې سپکه چي يو عجمي قوم تسلط پيدا کړيدئ، نو ده دلته په امامت کښي نظر خاص او مذهب درلود او د امام مطاع لپاره ئې ډېر لږ شرايط ښوول چي دغه اسلامي دنيـا لـه يوه شرعي امامه څخه خالي و وي

 نو په دغه ډول غزالی یو مفکر دئ، چی بیان ئې په منطقی خبر ښکاری او یو متد هم لری، دی سیاست د هغه وخت دوو عوامل دیگر اثر لاندی تجزیه کوی یعنی د خپلی زماني اسلامي دولت دين روحي تجربي او. عناصرو او د ملوکیت طوایف تر اغیزو لاندی ږدی، بیا نو د هغه کیفیت په منطقی او مستدل ډول ټاکی.

 پنځم . د امام غزالی په دغه عصر کښی خواجه نظام الملک حسن بن علی طوسی د سلجوقیانو لوی وزیر په ۴۸۵ه کال خپله سیاست نامه یا سیرالملوک هم تیار کړ چی بیا نو د ۵۰۰ هـ په حدودو کښی محمد مغربی دغه کتاب په نړه. د کتاب انشاء ډېره خوږه او روانه او دری ده ، ۵۱ فصل لری او اکثره ئې د جهاندارۍ لپاره و پادشاه ته ښوونی او پندونه دی بیان چی ډېر مطلب په حکایاتو سره مدلل کوی او ډېری گټوی تاریخیک. مگر د خواجه دغه کتاب یو خاص متد و مفکوره نه لری اود فارابی عامری هروی یا غزالی غوندی د یوه خاص روش او متد خاوند نه دئ، دی د خپل سلف قابوسنامې سره هم برابری نه لری ځکه چی د خواجه مقصد د پادشاه لارښوونه او د ده د. مقام ټينگول دي، حال دا چي قابوسنامه غواړی چی د جامعې یو سالم او گټه ور فرد څنگه جوړېدای سی. سیاست نامه د ابن مقفع له رساله الصحابه سره شباهت نه لری خو لږ فرق ني دا دئ چي په سياست نامه كښي د وروستنيو زمانو مثال او حكايتونه او د زماني د نوو تجربو نموني هم راغلي دي. هدف او غایه ئې هگه د ابن مقفع په خبر، دیوه مطلق ارستوکراسی سازمان اوه، خو غزالی هم دغه کار د یوه منطقی روش په سیوری کښی کوی، چی د روحانیت او دین او فلسفې په امتزاج ئې خپل هدف نرم او ملایم کړ دی. .

 د دستارنامې د جهاندارۍ د نظریې پرتله د شرقي پوهانو له افکارو سره : 

اوس نو موږ خو چی د دستار نامې مطالب له دغو کتابو سره چی لوړ مو یاد کړل پرتله کو : خو شحال خان په داسی عصر کښی ژوند کاوه، چی د پخوانو خلکو فکری مواریث حتماً دده پر فکر او تصویر باندی اثر کوونکی و، او. چی په ځینو خبرو کښی به دده او نورو تر منځ فکری توارد هم پېښ سوئ وی. دی پخپله وایي :

 د دستار نامه مي د هند په زندان كښي په داسي وخت ليكلې ده چي هيڅ كتاب او ماخذ مينه درلود خو سره ددې هم خوشحال خان ذهني محفوظات له عربي او دري ادبـه څخه دوني ؤ چي ډېر خلي عربي يا دري. قرآنی آیتونه او احادیث د سند په توگه راوړی او په ټول کتاب کښی ۱۷۰ فارسی بیتونه او ۲۵ مصرعه او ۵۷ مقولی او ایتونه او حدیثونه است.


د دستار نامې ځنی فصلونه له قابوسنامې او سیاست نامې سره موافق دي، لكه : شعر، ښكار، د اولاد روزنه، علم، تجارت، زراعت كتابت، موسيقي، نرد او شطرنج فصل چي په قابوسنامه كښي هم سته مگر مشاوري، عدل او انصاف. ، ترتیب خدم و حشم خوف ورجا بحثونه له سیاست نامی سره برابر دي، خو د دستار نام د تحقیق انساب او خصیلو فصلونه د ابن مقفع او ماوردی او جاحظ او غزالی له کتابو سره شباهت لری او ځنی فصلونه این هم خوشحال خان ابتکار دی. ، لکه : اوبازی خاندانی روابط، ازدواج، د آسونو اسپارلي.

 نو د خوشحال خان د جهاندارۍ ،نظریه د آیدیل دستبند او مشر لپاره یوه ممزوجه مرکبه مفکوره ده چی د پښتنوالی، اسلام، انساني اخلاقو پر اساس د یوه متد په ډول د ملوکی طوایف د کوم معتدل نظام لپاره جوړه سوې ده اونه د خان، پوه، د جهانداری هنرونه او نیک انسانی خصلتونه نظر عدل رفتاری تقوا، ځوانمردی رښتیا او نور ښه صفتونه ئې اساسي بنيادونه گڼل کيږي، او اصلي غايه او موخه ني داده چي د ملوک طوايف او ئ. ښو اخلاقو خاوند دستار بند پیدا کی، چی اجتماعي شرايطو او اقتصادي چاپېر ئې انتظار کاوه، او پخپله خوشحال خان هم یو دغسی دستاربند مشر په افغانی نظام کښي غوښت 6 مگر ده تل د پردو د قوي او زلند ملوکيت سره چي انسان به ئې د مري په توگه استثمار ،کاوه سخته مبارزه کوله او عمرونه هم په دغه فکري او عملي جگړه کښي نښتي ؤ ، افغانان ئې دغي مبارزې ټه رابلل او ډهلي ستمگره امپراطوري ئي داسي غندله :


دا چی خانان دی یا امراگان دي

 په هند کی گرزی په هر مکان دي 

غوښي هډونه د مظلومانو خوري

 زما تر فهم واړه د دان دي

 د عربي ليکوالو او پوهانو لکه ابن مقفع او جاحظ موخه دا وه : چي يو ارستوکراسي او د ملوکي طوايف معقول نظام د فلسفي او لرغوني رواياتو او اسلامي احکامو سره برابر قايم کي.

 مگر د خراسان پوهانو لکه فارابی او هروی یوه مسعوده جامعه او مدینه فاضله جوړوله چی د ارسطو له فلسفی ښوونو، او لرغونیو روایاتو او اسلامی شریعت سره برابره او دیوه فاضل او حکیم مشر ترقیادت لندی وی. اما نظام الملک یو ارستوکراسی د ملوکیت نظام په دې ډول تقویه ،کاوه چی د اسلافو له روایاتو او تجربو څخه گټه واخلی او هم له اسلامی روحی سره موافق وی. مگر غزالی یو خاص ترتیب او متد لاره، چی دغه د نظام المک مقصد ئې د روحی او دینی او فلسفی منطق په وسیله پر پښو اودراوه خو هغه لار چی خوشحال خان په دستار نامه کښی ټاکلې ده، د افغانانو د هغه اوخت له . تفکره سره بالکل نژدې وه او د عمل او افادیت خوا ئې قوي وه او ځکه چی دی په دغه کار کی د تجربې او عمل خاوند ؤ، نو ​​ئې ځکه د یوه افغان مشر لپاره لار ښه ټاکلای سوای.


د خوشحال خان د جهانداری نظریه او میکاولی:

 تر خوشحال خان سل کاله دمخه د اروپا د فکر او تمدن په یوه مرکز یعنی ایتالیا کښي يو سياستمدار ، مؤرخ او فيلسوف او سياسي ليکوال د ميکاولي Machiavelli - ھ = ۱۴۶۹ - ۱۵۲۷ ع) په نامه پيداي سو چي دتاليا د رسانس دور. نثر ليکونکي په سر کښي درېږي، او مطلقي جهاندارۍ يوه نظريه ئې وړاندي کړه چي د( نوي استبداد )په نامه مشهوره ده.

 میکاولی یو کتاب د شهزاده یعنی زمامدار په نامه لیکلی او دغه نظریه ئې پکښی روزلې ده. دغه کتاب او مؤلف ئې له دوه پلوه د خوشحال خان سره شباهت لري :

 اول دا چی خوشحال خان دستار نامه د هند په منفا کښی ولیکله، او میکاولي هم خپل کتاب په تبعید ځای کښی کښلی ؤ.

 د میکاولی او خوشحال خان د فکری مکتب مشترک یک دادی : چی میکاولی خو یوازی زمامدار د کشور او اخلاقو او دین او اقتصاد او ټولو شیانو معمار گڼی، او غواړی چی په مطلق ډول اقتدار وسائل سی، او په دغه لار کښی هیڅ. ديني شرط نه مني. حقوق او قانون هم د زمامدار له اداري څخه راوتلي شيان گڼي او د هغې ارادې اطاعت هم واجب بولي او وايي چي اخلاق هم د زمامدارۍ له وضع كړي قانونه څخه راوزي.

 خوشحال خان هم خپل دستاربند جهاندار او مشر په دغه ډول لکه د میکاولی زمامدار، د اقتدار یو مظهر گنی مگر فرق ئې دادی، چی دی ځ ديني او اخلاقي ارزښتونه هم دخپلي جهاندارۍ په نظريه.


کښي د خيل بولي، يعني ميکاولي د اقتدار په ساتنه او د سياسي موفقيت په لاره کښي هيڅ قيد او شرط نه مني اوهدف اي پخپله اقتدار دي خو خوشحال خان هم خپل دستاربند شخصیت ددغه اقتدار یو ښکارندوی اوساتونکی اوساتونکی قیده بولی د. گڼي بلکه مشروطه ئې شمېري.

 نو د میکاولی اقتدار مطلق او نامقید دی، اما خوشحال خان اقتدار مشروطه دی خوشحال خان هم دغسی فکر کوی لکه میکاولی. مگر دی یو افغان او مسلمان او د پښتنوالی او مسلمانۍ او اجتماعي تقوا په قیودو مقید زمامدار غواړي چي په خپل اجتماعي لياقت د پښتنو دستاربند سي، او د ظلم او اجنبي استعمار ريښې ور وکاږي، او دا هغو ديوانه. په زړه کښی درلودې او د اورنگ له استعماره سره ئې ډغري وهلې (۱) :

 که په دا دور مي گورې هغه زه يم 

چي مي داغ په خاطر ايښي د اورنگ دئ 

ځيني زه لويي دعوې لرم په زړه کښي

 ولي څه کړم چي پښتون واړه بې ننگ دي

 لا تراوسه ئۍ ماغزه په قرارنه دئ

چا چي ما سره وهلې سر په سنگ دئ

 (۱) ننگیالی پښتون ۱۳۴۵ لمریز کال چاپ کابل ص ۱