د آریانا یفتلی دولت او ساسانیان

د افغانستان پخوانی تاریخ يوولسم ، دوهم عصر

لکه چه د کيداریانو په فصل کښې بيان شول د لویو کوشانيانو د کورنۍ او سلسلی د سقوط په زمانه کښې د واسودوا د سلطنت د ختمیدو په وخت د ۲۲۰ مسیحې په شاوخوا کښې په اردشیر بابکان سره د ساسانیانو سلطنت په ٢٢۴ مسیحې کښې شروع شو ساسانيانو له خپل اقتدار او د لویو کوشانيانو د دولت له سقوط څخه استفاده وکړه، او د اول شاپور له زمانی څخه ئی په لمر اویدیز خراسان باندی چپاوونه وکړل، وروسته تردی چه ځینی فتوحات ئی وکړل د خراسان په نیولو برخو کښي ئی د (کوشان شاه) په عنوان امیران مقررول چه د کوشانی دولت په نسبت پخپله د هغوی سیاست معرفی کوی د دوهم شاهپور پا زمانه کښی (۳۷۹ـ۳۰۹) د آریانا په خاورو کښی د هغوی تیری او تجاوزونه زیات شول، او يوه زمانه د شاپور نفوذ د کابل تر شاوخوا پوری حس کیده، مگر د لویو کوشانيانو اولادی که په کابل کښی وو او که په باختر کښی د هغوی سره مدام متقابله او مقاومت درلود؛ د دغو کوشانيانو باختری څانګی چه په تاریخ کښی زیاتره د کیداریان په نامه مشهوری دی د ساسانیانو ډیر فشار په اثر چه د بلخ شاوخوا ته رسیدلی و، داسی فیصله وکړه چه د کابل د کوشانیانو سره یو ځای شی او په گډ د لمر لویدیز متجاوز سره مقابله وکړی. 

د کابل کیداریانو او ساسانیانو پخپل منځ کښی سره ډیر جنگونه وکړل چه نتیجی ئی یو طرفه معلومی ندی او هر کله چه په آخره کښی خپل مرکز په پیښور کښی ټاکی نو احتمال لری چه د بلخ - کابل د خط په غرب ګښی  تقریباً د مملکت په نیمه غربی برخه کښی د ساسانيانو نفوذ خپور شوی وی یفتلیان د داسی وضعیت سره مخامخ شول. 

افتالیتو او بهرام گور: یفتلی دولت د ۴٢۵ په شاؤخوا کښی د آریانا په شمال شرقی منطقه کښی منځ ته راغی او د لنډو ترتيباتو د نيولونه وروسته ئې دومره قوت پیدا کړ چه د ساسانی دولت سره مقابل واقع شی، تر دغو وختو پوری د یفتلیانو او ساسانيانو تر منځ جنگونو په هر ډول او په هره منطقه کښی چه وو که د آمو سيند په جنوب کښی وو او که په شمال کښی محلی شکل درلود او جدی مرحله ئی د بهرام گور د سلطنت په زمانه کښی شروع شوه. 

بهرام گور چه د سلطنت له ابتدا څخه (۴۲۱ م) د یفتلی تهدید خطر حس کاوه او له بای خوائی د ارمنستان په مسئله باندی د بیزانس له دولت سره مخالفت درلود او د شرقی روم له دولت سر ئی لنډه جگړه شروع کړه او د هغه تړون په کولو سره ئی چه په ارمنستان باندی د ساسانیانو قبضه ئی پیژندله د غرب له خوا خپل زړه جمع کړ چه په ټوله قوه لمر ختیزی خواته متوجه شی (افتالتو) یفتلی پاچا چه له بده مرغه هیڅ یو مأخذ د ده شخصی نوم ندی اخیستی لر طبری هغه یواځی د (خاقان) په لقب یاد کړی دی د دوه نیمو لکو عسکرو په مشرۍ له باختر نه د غرب خواته روان شو او په هغه لومړی جنبش ئی چه یفتالیانو د ساسانیانو په ضد د یو دولت په حيث وکړ د مارجیان تر حوزی پوری د ساسانیانو د جدی مقاومت سره مخامخ نه شول بهرام گور څرنگه چه له بحرانی حالاتو نه خبر شو خپل ورور «نرسه Nerse» د نائب السلطنه په حيث پخپل ځاى مقرر کړ، او پخپله د لښکرو سره د مقابلی دپاره وووت، او د مرو په شاوخوا جلگو کښی د واړه لښکری سره مخامخ شوې په دغه جنگ کښی چه د یفتلی دولت او ساسانیانو یوه لومړۍ زوروره او سخته جگړه بلای شو بهرام گور غالب او بریالی شو او یفتلی عسکر په شا لاړل او یفتلی پاچا هم د بهرام گور له خوا ووژل شو، او د هغه تاج بهرام په آذربایجان کښی د شیزد ښار «آذرگشتسب» آتشکدې ته ورکړ طبری د دي پيښې بیان داسې لیکی: د «ترکو خاقان» یعنی «یفتلی خاقان» د دوو نیمو لکو عسکرو سره د بهرام گور په ضد پورته شو بهرام په دغه وخت کښی په عیش ؤ عشرت او تفریح بوخت و د ملت افرادو هغه منع کړ،  د دې په ځای چه متنبه او بیدار شی په دغه کار کښی زیات مشغول شو مگر په عین زمان کښی ئی د لښکرو په برابرولو پيل وکړ او خپل ورور (نرسی) ئی نائب السلطنه مقرر کړ او پخپله د عبادت د مراسمو د اجرا کولو دپاره د (آذربايجان) آتشکدې ته روان شو د ذرس ملت دغه حال د بهرام گور د ضعف دلیل وباله او په دی راضی شول چه د (یفتلی خاقان) اطاعت او متابعت قبول کړی او هغه ته خراج ورکړی دغه خاقان هم د ملت له رأیې نه خبر شو او د فارس د مملکت او لښکرو په ضد د يرغل او حملی کولو د امر د صادرولو نه وگرځید بهرام چه په فارس باندی د (یفتلیانو) د حملې د نه کولو نه خبر شو له فرصت نه ئی استفاده وکړه او د هیاطله وو په لښکرو باندی ئی سخت یرغل او هجوم وکړ خاقان هغوی ونیول او وی وژل د دوی د لښکرونه يوه برخه ووژل شوه او ځینی پټ او وتښتيدل او یو شمیر کسان د بهرام تر سلطی لاندی ورغلل په دغه جگړه کښی ډیر عسکری لوازم او زیات غنیمتونه او ولجې د بهرام په لاس ورغلې او په دغه جمله کښی د دغه خاقان يو تاج ؤ چه په قیمتی جواهراتو جړ او او ښکلی شوی ؤ او بهرام هغه د آذربایجان آتشکدی ته ورکړ. 

مهرپور او دوهم یزدگرد: که څه هم یفتلی دولت د بهرام گور د حملې په واسطه سخته ماتی وکړه او یفتلی لښکری د مرغاب له مجری څخه باختر او تخارستان ته په شا لاړې، او ساسانیان بیا تر باختره پوری مخکښی راغلل مگر دغه ماتې د یفتلی دولت د نظامی قواؤ د ډیر قوی کیدو باعث شوه او په ارمنستان کښی دی بیزانس د دولت او ساسانیانو تر منځ بیا جنگونو چه د مسیحیونو د وژل کیدو په اثر پیښ شوی وو د أریانا د یفتلی دولت واکمنو ته ښه موقع ورکړه چه د مافاته تلافی وکړی او بیا د ساسانيانو د مقابلې او شاته وهلو دپاره تیار او حاضرشی، د بهرام گور زوی (دوهم یزدگرد) چه په ۴٣٨ کښی په تخت باندی کیناست د خپل پلار په شان د لمر لویدیزی خوانه د رومنیانو او د لمر ختیزی خوانه د آریانا د یفتلی دولت د حملو د خطر سره مخامخ شو. له بده مرغه د منابعو د چوپوالی او د څه نه ویلو په واسطه بیا په واضح او قطعی دول ویلی نه شو چه هغه یفتلی پاچا چه د جگړې دپاره تياره شوی ؤ څه نومیده، آیا د وژل شوی پاچا زوی ؤ او که بل څوک يواځی د بدخشی ناظم د تذکری يو قلمى مأحذ چه لا تر اوسه پوری چاپ شوی نه دی او په جناب شاه عبدالله خان بدخشی پوری اړه لری دغه پاچا د (مهرپور) په نامه یادوی چه د (مهراکولا) نه په غیر بل پاچا دی. د بیښو د گذار شاتو نه واضحه معلومیږی چه د آریانا یفتلی دولت د (مهرپو ر) په زمانه کښی دیر قوی شوی ؤ. که څه هم د یفتالیانو او ساسانیانو د دوهم جنگ د پیښیدو د صورت او ځای په باب کښی د لومړی جنگ په شان جزئیات په لاس ندی راغلی مگر سره له دې ټول منابع په دې متفق دی چه دوهم يزدگرد ماتی وکړه او په شالاړ. (کلمان هارت) او (ارتور گریستن سن) د (کوشانيانو) او (کیداریانو) سره د دوهم یزدگرد له جنگ څخه بحت کوی چه په دغه زمانه کښی له دغو دواړو څخه مقصد (یفتلیان) دی. لومړی سړی وائی: (په هغه زمانه کی چه ساسانیان په ارمنستان کښی د زوراستریزم د دین دغلبی دپاره د نقشې په جوړولو بوخت وو په هغه ځای کښی انقلاب پیدا شو، په دغه وخت کښی یزدگرد د کوشانيانو له خوانوې ماتې خوړلې وه.) 

(گریستن سن) د دغی زمانی د پیښو په باب کښی داسې لیکی چه: (د مسیحی روحانیونو جوان یزدگرد ته ورسید د ارمنی ستری کورنۍ مشران ئی وغوښتل او بندیان ئی کړل، دوی پخوا له دې نه په خپل خدای قسم کړی ؤ چه پخپل دین ټینگ پاتی شی، او هر هغه څه چه د پاچا له خوا ورباندی مقرر او تحمیل شی هغه وزغمی او په غاړه ئی واخلی په دغه وخت کښی  یزدگرد د کوشانیانو یعنی د هغو بربری قومو په ضد جگړه بوخت ، چه؛ د کوشانيانو په پخوانی هیواد کښی ئی ځای نیولی ؤ، یزدگرد د ارمنی رئیسانو او مشرانو افتخاری عنوانو نه او جایدادو نه هغوی ته بیرته ورکول او څو تنه ئی ورځنی دیرغملو په ډول وساتل او اوه سوه تنه مغانیان نی د مغان د رئیس تر نظارت لاندی ارمنستان ته ولیږل چه خلک د زوراستری په دین راواړوی. سره د دی یزدگرد د چول د علاقی د هنیانو پاچا ته چه د گرگان په شمال کښی ؤ، ماتی ورکړه او د هغوی د ځمکی ئی ونیولی او په هغه ځای کښی ئی د (یزدگرد شهرستان) ودان او جوړ کړ او د سرحد په شاوخوا کښې چه د بربریانو له خوا ورباندی چپاوونه ګیدل څو کلونه کښیناست، وروسته بیا هغه وخت چه د «منی» یاد «خیونی» کیداری نامو قبائلو چپاوونه او حملی په لمرختیزه خوا کښی د طالقانو په علاقه کښی پید ا شوی هغه ئی وسلی اخستلو ته مجبورکړ «رونه گروسه» په دغه باب کښی داسی وائی چه «د فارس پاچا دو هم یزدگرد ۴۵٦ -۴٣٨ وغوښتل چه د یفتليانو د حملو او چپاوونو مخه ونیسی او خاتمه ورکړی مگر د هغوی له خوا مغلوب شو» همدانی عبدالله رازی پخپل کتاب کښی چه د ایران تاریخ نومیږمی وائی چه «د دغی الی گولی د ختمیدو نه وروسته یزدگرد د هياطله وو په دفع کولو لاس پوری کړ او په اول کښی ئی پرمختگ وکړ مگر کوم وخت چه له جیحون نه پور یووت او تیر شو هيا طله وو يو قوی زړه درلود په مقابله ئې شروع وکړه او هغه ته ئې سخته ماتې ورکړه او مجبور شو چه د خپل هیواد سرحدته بيرته راو گرځې، د دې پیښې نه وروسته څه ډيره موده تیره نه شوه چه یزدگرد مړ شو، لنډه دا چه د دغو ټولو مأخذو له مخی داسی نتیجه په لاس راتلی شی چه یفتلی دولت د «مهرپور» د سلطنت په زمانه کښې په ساسانيانو باندې له حملی نه وزگار او فارغ شوی ندی او تل په ئې د يزدگرد د زړه د پریشانۍ او تشویش اسباب برابرول، او د یوی زمانی جنگونو او الوگولونه وروسته آخر ئی د طالقانو په شاؤخوا ځایو کښی چه د مرغاب د حوزى له طالقانو څخه مقصد دی دوهم یزدگرد ته ماتی ورکړه او د باختر هغه برخی ځمکی ئی چه بهرام گور نیولی وی بیرته په لاس راوړی، او دغه کامیابی د مهرپور د سلطنت په زمانه کښی د اریانا د یفتلی دولت په نصیب شوه. 

آخشنور: د ۴٢۵ د ۴٢۵ مسیحی سنی نه وروسته یعنی د آریانا د یفتلی دولت له تشکیل نه وروسته د ۴۵٧ تر شاؤخوا پوری چه د دوهم یزدگرد د مرگ کال دی ومولیدل چه د آریانا یفتلی دولت او پادشاهان ئی (افتاليتو) او (مهرپور) د بهرام گور او دوهم یزدگرد سره په جنگونو بوخت وو او د هغی فتحی په نتيجه کښې چه په دوهم جنگ کښی د یفتلی دولت په نصيب شوه قواوې ئې تقويه شوې، پوره معلومه نه د چه دغه وضعیت د ( مهرپور) تر سلطنت لاندی ترکوم وخت پوری دوام وکړ هغه شی چه منلی شوی دی دادی چه د ۴٦٠ مسیحی کال له شاؤخوا څخه راوروسته یو مقتدر پاچا د آریانا په تخت کیناست چه هغه (آخشنور) ؤ.

د اخشنور د کلمی لفظی معنی  (له گوهرونه ډک) ده، او فارسی او عربی کتاب په یوه نقطه کښې د کلمې آخره ( ر) په ( ز) بدله کړې او د کلمې د سر الف ئی د یو وروستی حرف نه د مخه وړی دی او د هغی نه ئی  (خشنواز) جوړ کړی دی چه په ځينو مأخذو کښې د اخشنور د نوم په ځای یا د هغه مرادف استعمال شوی دی.

اخشنور یو پوه، بصیر، لیری نظر کوونکی او فعال سړی ؤ او د یفتلی پخوانیو پادشاهانو په نسبت ئی په یو پراخ نظر سره د آریانا او د گاونډیو هیوادو داخلی حالات تر نظر لاندى ساتل او د ده د زمانی د پیښو د عموميانو له مخی معلومیږی چه د ده اداری، نظامی او سیاسی اقدامات د یوی سنجول شوې نقشی په اساس شوی دی چه تفصیل او بیان په ئی کرار کرار وگورو اخشنور د آریانا د خاوری دیو کولو نقشه د خپل جلوس له ابتدا نه په نظر کښی درلوده مگر هر کله چه په دغه مطالب پوره پوه شوی ؤ چه ترڅو ساسانیان د وسلی په زور کامله مضمحل او پوره ماتی ور نه کړی له خپلو متجاوزو حملو نه به لاس وانه خلی. وروسته تر دې چه داخلی چاروته ئی یو څه لږه توجه وکړه د هغوی د ماتولو او مضمحل کولو دپاره ئی تیاری وکړ د پاچاهانو سره ئی په جگرو او د تړونو په کولو لاس پوری کړ چه بیان به ئی وروسته راشی.

د آریانا یفتلی دولت لکه چه د مملکت د تاریخ په زياترو پخوانيو او نورو دورو کښی لیدل کیږی د اخشنور په زمانه کښی ئی د آب و هوا په لحاظ دوه مرکزونه درلودل چه یو د ژمی ؤ او بل د دوبی او اوړی چه او لومری  ئی د باختر د بلخ په ښار کښی او دوهم ئی د بدخشان په یو ښار کښی چه نوم ئی واضح او معلوم ندی، اخشنور او د یفتلی دولت واکمنو عموما دوبی د مملکت په سړو او یخو ځايو کښی او ژمی به ئی په تودو او گرمو نقاطو کښی تیراوه، او هر کله چه د مملکت پاچا او د قوم مشرانو او نجباوو به په سلطنتی لورو ماښیو او مجللو ودانیو کښی استوگنه کوله نو د یوځای نه بل ځای ته د هغوی لیږدیدل څه مشکلات نه درلودل. 

اخشنور او ساسانی فیروز: دوهم یزدگرد لکه چه ولیدل شول د عمر تر آخره پوری د یفتليانو له تهدیداتو او حملو څخه کرار او آرام کښینناست تر څو چه په ۴۵٧ م کال کښی مړ شو، د ده زامن دریم هرمزد او فیروز هر یو د خپل پلار د سلطنت مدعی او طلب گار شو. که څه هم دریم هرمزد مشر ورور د فیروز د لیری والی څخه چه وائی په (ری) کښی ؤ استفاده وکړه او پاچائی اعلان ئی وکړ مگر وړور ئی راضی او قانع نه شو او دوه کاله وروسته په ۴۵٩ کال کښی د مغان او مشرانو په مرسته پاچایی ته ورسید هغه وخت چه ساسانی شهزادگانو د خپل پلار په تخت و تاج باندی جگړه درلوده په آریانا کښی يو پوه او مقتدر یفتلی پاچا سلطنت کاوه او نوی د ځينو داخلی اصلاحاتو د سرته رسولو څخه خلاص شوی ؤ  په دغه وخت کښی د یفتلی دولت نفوذ تیر شوی او له غربی طالبانو څخه بادغیس او هرات ته هم رسیدلی ؤ. 

د اخشنور او فیروز لومړی جنگ: د اخشنور او فیروز اول جنگ چه د یفتلی دولت او ساسانیانو دریم جنگ دی له دوو پخوانیو جنگونو څخه په مراتبو ډير سخت ؤ، او د یفتلی دولت نفوذ په دغه وخت کښی د هریرود تر حوزی پوری خپورشوی ؤ. 

دير احتمال لری چه دغه جنگ په هغو سرحدی دښتو کښی شوی وی چه د افغانستان او فارس تر منځ واقع دى د ځينو ماخذو له مخی دغه ډول هم معلومیږی چه یفتليانو له ځینو جنگی تگیو یعنی خدعونه هم کار اخستی وی لکه چه د کوم یفتلی وزیر یا د یو جاسوس قصه کوی ساسانی عسکرئۍ په لویو دښتو کښی سرگردان او ورک کړل په هر حال هغه څه چه د شرق او غرب د، ورځنیو او واقعه ليکونکو په نزد مسلم دی دادی چه د هغه لوی جنگ په نتیجه کښی چه د اخشنور او فیروز تر منځ وشو ساسانی لښکرو سخته ماتی وکړه او د دوی پاچا او د پاچا زوی (قباد) ئی د ځینو ساسانی مشرانو سره چه په دغه جمله کښی ځینی ښځی او د فیروز لورهم وه بنديان ونیول یفتلی پاچا (اخشنور) ساسانی پاچا (فیروز) او د جنگ نور بندیان د ځان سره را مخکښی کړل او په فاتحانه ډول او بریالی د خپل مملکت مرکز ته بیرته راغی. 

د فیروز عهد او تړون: اخشنور د خپل مغلوب دښمن سره ډیر مردانه او ښه وضعیت وکړ او د فارس پاچا او د شاهی کوړنۍ  ځینی غړی او ساسانی مشران ئی په ډیر عزت او احترام سره ساتل، د دې دپاره چه دغه فتحه شخصی فتح نه بلکه د ساسانی فارس په مملکت باندی د آریانا د مملکت فتح او غلبه وګڼله شی د فیروز دپاره ئی د مذاکراتو او خبرو اترو لاره پرانستلی پریښودله، فیروز د آریانا د یفتلی دولت سره له مخالفت نه هغو اوبښنه وغوښته او عهد او قسم ئی وکړ چه که چیری وبښل شی او صحیح او سلامت خپل مملکت او تاج و تخت ته ورسیږی د دواړو مملکتو له سرحدی تاکلی خط او کرښی څخه په تیری او تجاوزو نه کړي او د جنګ د تاوان او باج په عنوان په يوه اندازه پیسی د آریانا دولت ته ورکړی او د پیسو رسیدلو تر وخته پوری په خپل زوی (قباد) د یرغمل په ډول په یفتلی دربار کښی پریږ دی. په دغه ترتیب تړون وشو، او فیروز د آریانا د دولت په اجازه خپل وطن ته لاړ او قباد دوه کاله د اخشنور په دربار کښی د یرغمل په ډول پاتی شو تر څو چه پیسی راو رسیدلی بیا آزاد شو. طبری هم دغه ډول تفصیل او بیان کوی چه د هغی مفاهمی او تړون له کبله چه د دواړو خواو تر منځ وشو د اخشنور په امر د سرحدی خط په یو ټاکلی ځای کښی په شپږو میاشتو کښی د تیږو يو منار ودرول شو او فیروز د دغه منار نه لاندی د اخشنور او یفتلی مشرانو او ساسانی بندیانو په مخکښی عهد او تړون وکړ. 

وروسته تر دی چه د فیروز لښکرو په هغه دښته کښی چه احتمالا به د لوط دښته وی لاره ورکه کړه او د عسکرو افسرانوهغه ته مشوره ورکړه چه باید اخشنور ته يو سړی واستول شی او عذر ورځنی و غواړی، طبری داسی لیکی چه (فیروز وویل چه ښه خبره ده، نو استاذی ئی ور ولیږه او پخپله گناه قائل شو، عذر او بښنه ئی وغوښتله، خو شنواز یا اخشنور فیروز ملامت کړ او داسی ئی وویل چه ماله تاسره دومره نیکی وکړه او هر کله چه ماته راغلی تا ته می رتیه او ماموریت او عسکر درکړل او پخپله مرسته می ته دې درجی ته ورسولې چه پخپل ورور دی غالب او بریالی شوى او ملک او جایداد دی ورځنی واخست خو زما حق دی ونه پیژانده او زما احسان دې په سترگو کښی ونه درید، او په ما باندی دې عسکری یرغل او چپاؤ وکړ، او څو تنه له مانه وتښتیدل او ته غره شوی او زما حرمت او عزت ته دى سپک وکتل تر دی چه خدای راته په لاس راکړی او هغه شخصی چه ته ئی دغې دښتی ته راوستلی، زه هم هغه سړی پیژنم چه څوک ؤ مګر هغه ملائکه وه چه خدای پاک هغه له آسمان څخه راولیږله چه تا پخپله گناه ونیسی، زما د نعمت په ند قدرۍ او زما د حرمت او عزت په نه پیژندلو سره نن ورځ چه پخپله گناه قائل شوی نو ته می وبښلی او اجازه می درکړه چه خپل وطن، او اولادته بیرته لاړ شی پدی شرط چه له ماسره عهد او تړونو کړی او قسم وخوری چه بیا په هیڅکله زما سره جنگ او جگړه ونکړی او لښکر راباندی ونه لیږی او زما هیڅ یو دښمن سره ملگرتيا او مرسته ونه کړی نه په پیسو او نه په وسله – او زما د پادشاهۍ او ستا د پادشاهۍ تر منځ مو مناره جوړه کړه چه زمونږ او ستا تر منځ حد وټاکل شی او ته می هغی مناری ته بوتلی او قسم دی وکړ چه هيڅکله په نه ته او نه په دې عسکر پدی خوا راځې او که چیری د بی وفائی عذر وکړی او خدای تعالی دی تاخر کړی او د خدای تعالی او د هغه د رسول په لعنت اخته شې. او د هغه استاذې ئی په ښه شان سره بیرته واستاوه او هغه ته ئې ډوډۍ او طعام وغوښت او ور وائې ستاوه او له هغو شيانو څخه چه پدغه ځای کښې پیدا کیدل لکه ستور، آس، او لوښی ئی سوغات ورولیږل او وی ویل چه په همدغه ځای کښی اوسه چه يې چه زه څوک وکاږم چه هغه مناره ورباندی تمامه کړم او تا هغه ځای ته بوځم او قسم درکړم او عهد او تړون در سره وکړم د فیروز استاذې چه ور ورسید او سوغاتونه ئی ورکړل ډير ورباند خوشاله شو لکه چه د ده ځان او عسکری وربښلی وی نو د قسم اجابت او قدردانی نی وکړه، او خشنواز امر وکړ چه له هغه غره نه تیږی راوړی او د څاز چاه) په سر يوه مناره جوړه کړی چه د تل دپاره وی او شپږ میاشتی ئی په دغه دښته کښی تیری کړی او هغه مناره ئې تمامه کړه او فیروز د هغو لږو عسکرو سره چه ورسره وو شپږ میاشتی په هغه ځای کښی پاتی شو، هر کله چه مناره تمامه شوه خشنواز حاکم او دبیران او د عسکرو افسران او د رعیت مشران هغه ځای ته واستول او د هیاطاله وو او تخارستان پوهانی ټول ولیږل چه د دغی مناری سره ئی د خلکو په مخ کښی فیروز ته قسم ورکړ لکه چه اول مو وویل، نو عهدنامه ئی ولیکله او هغه ټول خلک ئی چه په هغه ځای کښی حاضر وو شاهدان کړل او خپل عهدونه ئی په هغه عهد نامه ئی شامل کړل نو خشنواز فیروز ته ډیر څه ورکړل او خوشاله ئی واستاوه مگر سختی ورسره ونه کړ او نه ئی ورسره وکتل او فيروز بیرته رخصت شو او لار) 

د اخشنور او فیروز دوهم جنگ: هر کله چه فیروز آزاد شو او خپل تخت ته بیرته لار فقط تر دوو کلونو پوری چه د جنگ تاوان ئی ورولیږه او خپل زوی قباد ئی د یفتلی دولت له يرغملۍ نه آزاد او خلاص کړ پخپل قول، عهد او تړون باندی وفادار پاتی شو خو هغه وخت چه زوی ئې فارس ته بیرته ورسید هغه عهد ، ترون او قسم ئی مات کړ او له هغو سرحداتو څخه چه په تړون کښی ټاکل شوی وو د تیری او تجاوز او د جنگ دپاره ئی لښکر تیار او حاضر کړ گریستن سن په دغه باب کښی لیکی چه: (څو ورځی وروسته فیروز د(سپهبد بهرام) په مخالفت بیا د یفتلی پاچا په ضد جگړه شروع کړه په خپل دغه اقدام کښی د ډیرو ناوړو اوضاعو او بدبختیو سره مخامخ شو په ۴٨۴ کښی هغه ایرانی عسکر چه صحرا ئی ځمکوته ورغلی وو د دښمن د لاسه کامله پوپنا او محو شول پخپله فیروز هم ووژل شو او د ده مړی او لاښ ئی ونه موند ځینی عربی او فارسی مورخین وائی چه فیروز او ځینی ملگری ئې په هغه خندک کښې ولویدل چه د یفتلیانو پاچا کیندلی و دغه قضیه صحیحه وی او که نه ډیره پخوانی ده ځکه چه (لزار دو فارپ (Lazaaredophar) معاصر مولف په دغه باب کښی اشاره کړی ده د فیروز یوه لور د یفتلی پاچا په لاس ورغله چه هغه ئی پخپل حرم کښی وساتله په دغه وخت کښی یفتلیان ایرانی امپراطورۍ ته داخل شول او څو ولايتونه ئی د مرا اروداوهرات د ښارونو سره بیرته ونیول او په ایرانیانو باندی ئی کالنی باج کیښود.) 

شرقی او غربی مختلف ماخذونه په داسی عباراتو سره چه په جزئیاتو کښی کم و زیات توپیر او فرق لری د ساسانی فیروز قول او عهد ماتول او د اخشنور او فیروز دوهم جنگ او ساسانیانو بیخی ماتی او د دوی د پاچا وژل کیدل بیانوی چه د هری پیښی په بیا جلا جلا بیانولو سره موضوع تکراریږی. 

د ساسانی فارس محکومیت: د ساسانی قواو د سختی ماتی او د فیروز د وژل کیدو نه وروسته طبعا فارس په ډیره پریشانۍ اخته شو د ساسانی عسکرو ښه او لوی تولگی مغلوب او تيت و پرک شول، عسکری افسران څه د دوهم فیزوز سره ووژل شول او څه بنديان شول د ساسانی دولت بنست ونړید، پاچا ئی چه ووژل شو ساسانیان بی سره او بی مشره شول او مرکزی دولت له منځه ووت په دغه وخت کښی ساسانی مشران او د اعتبار او رسوخ خاوندان دوه تنه وو چه یو ئی (زرمهر) او بل ئی (شاپور) نومید لومړی سړې چه په اصل کښی شیرازی او جنرال و دیر اعتبار درلود. 

هغه وخت چه ساسانی عسکر د یفتليانو په جنگ کښی مات او مغلوب او فیروز ووژل شو دغه دوه تنه د ارمنستان په جنگونو بوخت وو په دغه ترتیب د ساسانیانو مرکز (مداین) خالی عمومی حالات پیر خراب اوتیت و پرک، عام افکار پریشان او د زردشتی مغان او ټولنی روحیات دومره ځپلی شوی او صدمه وررسیدلی وه چه د کوم دولت په تشکیل ئی اطمینان او اعتبار نه درلود (گریستن سن) د ساسانیانو پریشان او فلاکت ناک حالات داسی بیان او تمثیلوی. حالات ډیر مشکل شوی و و، ایران د یفتلی پادشاهانو له خوا محکوم شوی او په یو محقر دولت تبدیل شوی و لکه فارسی جنرال چه د (نخوارغ ) یعنی د حکمران حیثیت او عنوان ئی درلود په داسی حال کښی چه د ارمنیانو سره په خبرو اترو او مذاکره بوخت و (واهان Vahan) ته داسی ویلی وو.

هغه یعنی فيروز ستر او خپلواک سلطنت د یفتلیانو په لاس ورکړ او د فارس مملکت به ونه کړی شی چه د داسی سختی غلامۍ کړی له غاړی نه لیری کړی نظامی افسران لږ او پاچا ډیری او پوره پیسی نه درلودی چه خپلو عسکرو ته تنخا او معاش ورکړی، په داسی فرصت کښی چه فارس اول محکوم او بی دفاع ؤ اخشنور د یفتلی فاتح پاچا د مروت او ځوان مردی په هغه روح چه د بهرام گور د اولادی او د هغه په ځای ناستو کسانو سره شی په مکرر او عملی او نظری ډول سره ښکاره کړی و بیا هماغه رویه د ساسانیانو سره وکړه اخشنور کولی شول چه په داسی مساعد فرصت کښی اول فارس زیرو زبر کړی او ټوله خاوره ئی ونیسی مگر داسی کار یی ونه کړ یواځی د آریانا هغه ځمکی ئی بیرته واخستلی چه ساسانيانو له څو مودی نه ورباندی تعرضونه کړی وو او د هغه کالنی خراج اخستلو ته ئی انتظار درلود چه فیروز په ځان ایښی او منلی و. 

اخشنور او د آریانا د ځمکو يووالی: د ساسانیانو د قطعی ماتی او د فیروز د وژل کیدو نه وروسته د هغه جنگونو موضوع له منځه ووتله چه د یفتلی دولت د تشکیل له ابتدا څخه ئی د دغی کورنۍ د پادشاهانو توجه لمر لویدیزی خوانه گرځولی وه اخشنور چه د خپل جلوس له اول نه مملکت د خاوری د یو کولو په فکر کښی و، او په همدغه اساسی د ټولونه لومړی ساسانیان د آریانا د قلمرو له حدودو څخه د باندی وایستل او د هندوکش د جنوب ولاياتو ته متوجه شو د کيداريانو د ضعف په اثر ساسانی نفوذ يو څه موده د کابل تر شاو خوا پوری حس کیده مگر په هغه ډول چه جزئیات ئی سمدستی معلوم ندى او عموماً د یفتلی پادشاهانو فتوحات پکښی ډیر دخل لری د هغوی نفوذ په هغه ترتیب چه د هندوکش له شمالی برخو نه لیری شو له جنوبی نقاطو څخه ورک شو او کيداريانو د ۴٧۵ کال تر شاوخوا کلونو پوری له پیښور نه گندهارا او کابل ته خپل نفوذ خپراوه اخشنور د آریانا د خاوری د یو کولو په نامه د هندوکش په جنوب کښی خپل سلطنتی نفود خپور کړ او کیداری وروستی محلی امرا چه احتمالا به د (پیرو) او (ورهران) اولاده وی د اریانا د شرقی غرو په لوړو ځايو کښی پټ شول او د هندوکش په جنوب کښی د یفتلی دولت نفوذ کرار کرار د کاپیسا، کابل، زابل او پختیا په علاقو کښی خپور شو تر دی چه د ۴٧۵ کال په شاوخوا کښی په گندهارا کښی پیدا شو او د هندوکش په جنوب غرب کښی د هیرمند او سیستان په حوزه کښی کرار کرار د ساسانیانو له نفوذ نه خلاص شول او د یفتلی مرکزی دولت له خوا په کاپیسا، بامیانو، زابل، او د اراکوزی په حوزه او نورو ځايو کښی حکمرانان او نائبالحکومه گان مقرر شول او یفتلی قبائل په زیاته اندازه د هندوکش د جنوب په ناوو کښی میشت او ځای په ځای پر یوتل.

د هندوکش په جنوب کښی د زابلی قبیلی پیدا کیدل او اوسیدل:

د په زړه پوری مسئلو څخه یوه مسئله چه د هندوکش په جنوب کښی د اخشنور د سلطنت په زمانه کښی د یفتلی دولت د نفوذ په خپریدلو او ټینگیدلو پوری اړه او ارتباط لری د زاولی قبیلی موضوع ده چه د اوسنی غزنی په شاؤخوا کښی اوسیدل او د هغوی د استوگنی ځای او وطن د دوی په نامه (زاول) یا (زابل) او (زابلستان) سره داسی شهرت وموند چه په زرکاله موده کښی د افغانستان ادبیاتو هغه هیر نه کړ بلکه دغه ځای ئی د نامتو پهلوانانو د روزنی ځای شمیرلی دی ـ زابلیان د یفتلی قبائلو یوه ډیره مهمه قبیله وه چه د هندوکش په جنوب کښی ئی د غزنی په شاؤخوا کښی یوه پراخه سیمه نیولی وه او په دى کښى څه شک او شپه نشته چه د دوی مشرانو حتی د اخشنور د زمامدارۍ په زمانه کښی ملکی او نظامی لوړ لوړ منصبونه نیولی وو، هغه پادشاهان چه د اخشنور له مرگ نه وروسته د هندوکش په جنوبی علاقو کښې یعنی په دقیق او جامع مفهوم په دغه وخت کښی په زابلستان کښی پاچائی ته رسیدلی وو لکه (تو رامانا) او (مهراکولا) او داسی نور دغه ټول له همدغی زابلی جگړه ماری قبیلی څخه وو لکه چه (تورامانا) د (کیورا Kura) په لیکنه کښی خپل ځان واضحه (جیووله) بللی دی او د هغه کلمه لکه چه وینو ئی د زابل او (زابلی) اسم او صفت له اشکالو څخه یو شکل دی ځکه چه مستر مارتن په دغه باب کښی لیکلی: (د سپینو هنیانو مهمه څانگه تر کوم ځای پوری چه واقعات ئی د هند سره ارتباط پیدا کوی زابلی) قبیله ده چه له نوم څخه ئی د کابل په جنوب کښی د زابلستان ولایت منځ ته راغلی دی. 

دغه قبیلوی نوم په مسکوکاتو باندی د کوشان د زمانی په یونانی رسم الخط (زوبل) په برهمی رسم الخط کښى (جبوله Jabula) (جيووله Jauvla) او ( جپووله  Jabuvlah) د (تورامانا) په ليکنه کښې په (کيوره) نومی ځای کښی ( جیوواه Jauvla) یاد شوی دی، او د زابلی پخوانیو مسکوکاتو له کتنی څخه داسی معلومیږی چه دوی د څلورمی مسیحی پیړۍ په آخرو وختو کښې د هند په سرحدو کښی اوسیدلی دی.

نو د دغو مراتبو په یادولو سره په قطعی صورت ثابته ده چه یفتلی مهمه قبیله زاولیان یا زابلیان په زابلستان کښبی تیت ؤ پرک او ځای په ځای پریوتل او د هند فتوحات چه د آریانا د يفتليانو د تاریخ یو بل مهم بحث دی د دوی د مشرانو له خوا شروع او عملی کیږی او پخپل ځای کښی په ورځنی بحث وکړو. 

قباد د اخشنور په حمایه کښی: لکه چه وویل شول د ساسانیانو د سختی ماتی او د فیروز د وژل کیدو نه وروسته په فارس کښی ډیره پریشانی او گډوډی پیدا شوی و. په داسی دوره کښې چه د ساسانیانو دپاره د بدبختی او فلاکت دوره وه د آریانا د یفتلی دولت د اخشنور د تدبیر، سیاست او فتوحاتو په سیوری کښی خپل د ترقۍ او پرمخ تک مراحل طی کول: د هغو ولایاتو ادارې چه د ساسانیانو له سلطى څخه خلاص شوی و و د دولت توجه ځانته راگرځوله (زرمهر) او (شاهپور) ساسانی جنرالان چه د فيروز له وژل کیدو نه خبر شول د ارمنستان سره له جگړی نه ئی لاس واخست او جگړه ئس بس کړه او د نوی پاچا د ټاکلو دپاره «اسیزفون» ( مدائن ) ته راغلل فيروز څو زامن درلودل چه له هغوی نه دریو تنو (بلاش) ( قباد) او (زاره) په تیره بیا دغو دوو وروستیو کسانو د سلطنت د تخت ادعا کوله دغو دوو تنو جنرالانو د توصیی او طرفدارۍ له کبله (بلاش) د قباد مشر ورور په پاچائی انتخاب شو، قباد چه په دغه وخت کښی په (ری) یا د (گلگرد Guilguird) په محبس کښی ؤ ځان حقدار گاڼه. او د ورور پاچائی ئی ونه منله، او هر کله چه د ځوانۍ په زمانه کښی د خپل پلار (فیروز) د لومړۍ ماتی کولو نه وروسته چه د اخشنور په مقابل کښی ئی وکړه د آریانا په یفتلی دربار کښی ئی د یرغمل په ډول دوه کاله تیر کړل او د یفتلی دولت له قوت، مروت او ښو نيتونو نه خبر ؤ د خپلی ښځی په مرسته له دغه زندان څخه وتښتید او د اخشنور دربار ته ئی پناه وروړه او ځان ئی د ده تر حمایي او سیوری لاندې راووست او د خپل حق د اخستلو دپاره ئی له ده نه مرسته وغوښتله اخشنور په خوښۍ سره د هغه استقبال وکر او خپله لور ئی چه د قباد خورزه (خواهر زاده) کیدله هغه ته ورکړه او ډیر عزت ئی ورکړ او څو موده ئی د لمر لويديز تالقان حکمران مقرر کړ، هر کله چه د مالی فقر له کبله د یوی خوا یفتلی دولت ته د باج خراج ورکولو موضوع د ساسانیانو دپاره مشکله شوی وه او خلک هم د بلاش نه خوښ او خوشاله نه وو او د یفتلی دولت طرفداری او رضایت د قباد په خوا ؤ، نو د څلورو کلونو نه وروسته بلاش له سلطنت او د پاچائی نه خلع او وایستل شو او قباد د اخشنور په مرسته او طرفدارۍ د فارس په تخت باندی کیناست قباد چه فارس نه بیرته لار (زرمهر) ئی چه دیر اقتدار ئی موندلی و د هغه د رقیب جنرال (شاهپور) په واسطه وواژه او د هغو نجباوو او روحانيونو د نفوذ د کمولو دپاره ئی چه د بلاش سره ئی مرسته کړی وه د (مزدک) نظريات تقويه کړل او د نجباوو امتیاز ئی له منځه وايست او په ښځو. ځمکو او شتمنۍ او دارائی کښی ئی عمومی مساوات او گډون اعلام کړ. په نتيجه کښې زردشتی روحانیون او مغان له هغه نه وگرڅیدل او هغه ئی معزول کړ او په زندان کښې ئی واچاوه او د ده ورور (زمیاسپ) ئی د هغه په ځای په تخت باندې کښیناوه. 

ځينو نورو منابعو د آیارنا یفتلی دولت ته د قباد د پناه وړلو او له هغه نه د مرستی غوښتلو موضوع څه قدرې ځنډولی او پیښی داسی بیانوی چه: (د فارس د حالاتو د تیت ؤ پرک او پریشان کیدلو نه وروسته لومړی (بلاش) د (زرمهر) په مرسته پاچائی ته زسیږی او څلور کاله وروسته هغه د پاچائی نه خلع او (قباد) پاچا کیږی، او دی هم د مزدکی دین او آئین او رفورم د مننلو په اثر معزولیږی او (زمیاسپ) ئی په ځای کښینی په دغه وخت کښې قباد مصلحت په دی کښی وکوت چه په آریانا کښې اخشنور ته پناه وروړی او د خپل تخت و تاج د بیرته اخستو دپاره له یفتلی دولت نه مرسته وغواړی.

اخشنور په خوښۍ او خوشحالی سره د هغه هر کلی او حمایه کوی او د یفتلی دولت د نظامی، مرستی له کبله قباد ژر تر ژره پخپل مقصد بریالی او کامیابیږی، او بیله دی چه د ده او د (زمیاسپ) تر منځ کوم جنګ او جګړه پیښه شی ورور ئی تسلیم او تابع کیږی او قباد بیا په ۴٩٨ - ۴٩٩ کال کښې د فارس په تخت باندی کښینی.)

په هر حال د پیښو ړومبی والی او وروستی والی هر څنگه چه وی د گذار شاتو اساس هماغه دی چه ساسانی دولت د فیروز د وژل کیدونه وروسته د آریانا د یفتلی دولت د وسلو او نظریاتو محکوم او تابع ؤ او د ساسانی شهزاده گانو تر منځ جنگ ؤ جگړه په پای کښی د اخشنور په غوښتنه او حمايه او طرفدارۍ د قباد په گټه خلاصه شوه. خو هر کله چه یفتلی دولت ته د خراج او باج ورکولو موضوع ځنډیدلی او ټال پاتې وه قباد د شرقی روم له امپراطور (اناستار Anastare) څخه پور وغوښت، هغه په دغه امید چه د خراج په نه ورکولو سره په بیا ساسانیان او یفتلی دولت وجنگیږی او زه به له دغه فرصت نه استفاده وکړم، نو قباد ته ئی د پور له ورکولو څخه منع راوړه، او قباد په (۵۰۲) کښی هغه ته د جنگ اعلان ورکړ، او ارمنستان او بين النهرين ته دخل شو او (تود و رو پولیس) یعنی اوسنی ارض روم او د (آمده) کلا یعنی دیار بکرئی کلا بند کړل (۵۰۳) هر کله چه د بیزانس سره د فارس د جنگ په سبب د خراج ورکول نور هم پسې تال او وځنډیدل نو اخشنور په ساسانیانو باندی بله حمله وروړه. رومنیان تقويه شول او (آمده) او (نصیبی) ئی کلا بند کړل. قباد د درولو وقواؤ په منځ کښی ایسار شو بیا ئی د آریانا یفتلی دولت ته د اطاعت غاړه کيښودله او د عمر تر آخره پوری ئی د آریانا یفتلی دولت ته باج ورکاوه. (پروگپ) وائی چه د فارس په لمر ختیزو برخو باندی د یفتليانو تسلط دوه کاله پاتی شو وروسته بیا قباد په زیاته اندازه مقتدر شو او ځان ئی د هغوی له نفوذ خلاص کړ. مگر (گریستن سن) د خپل کتاب چه (د ساسانیانو په عصر کښی ایران) نومیږی د ۲۹۲ مخ په پاورقۍ کښی وائی چه: (پروگپ) د بلاش د څلور کاله سلطنت نه خبر نه دی په حقیقت کښی ساسانی ایران د اول خرود جلوس تر زمانی پوری یفتليانو ته باج ورکاوه، څکه چه د بلاش، قباد او د لومړی خسرو د سپینو زرو سکی په لاس راغلی دی چه لیکنی او نوشتی ئی په (کوشانو یفتلې) الفبا سره ضرب شوی دی. او (مارکوارت) په ایران شهر کښی په (۶۲ـ۲۱) مخ کښی داسی نظریه ورکوی چه دغه مسکوکات خاص يفلتی پادشاهانو ته د باج د ورکولو دپاره ضرب شوی وو.) 

اخشنور او د آریانا یفتلی امپراطوری: د هغو جزئیاتو له مخی چه بیان ئی تر دغه ځای پوری وشو په ښه شان سره قضاوت او حکم کولی شو چه یفتلی پاچا (اخشنور) تر کومی اندازی پوری یو ستر او پوه او بصير او تر کومی اندازی پوری یو مدیر، مقتدر، او په ځان باندی پاچا ؤ، دی بیشکه د آریانا یو ستر یفتلی پاچا ؤ.  او د ده د اساسی او سنجول شوو نقشو له کبله یفتلی کوچنی دولت چه ساسانیانو به په اول کښی څه اهمیت نه ورکاوه او سترگه به ئی ورځنی نه سوځیدله کرار کرار یو ستر او قوی دولت شو او د ده د نظامی او سیاسی فتوحاتو په اثر ساسانی فارس قدم په قدم شاته ووهل شو، او محکوم، مطيع، تابع او باج ور کوونکی شو، او په آخره کښی ئی د يو تحت الحمایه کوچنی دولت شکل پیدا کړ.

اخشنور له ۴٦٠ نه د پنځمی مسیحی پیړی تر لومړیو کلونو پوری تقریباً نیمه پیړۍ  پاچائی وکړه او په دغه اوږده دوره کښی ئی فیروز ـ بلاش ـ قباد ـ زمیاصب، ساسانی پادشاهان او شهزاده گان د خپلو تجاوز کارانه نظریاتو په کيفر او فلاکتو باندی تنبیه کړل اخشنور په هغه زمانه کښی چه د فاتح امپراطور په حیث ئی کامل اقتدار په لاس کښی ؤ، او ساسانی فارس بیخی پاچا، عسکر، خزانی او شتمنی نه درلوده عملا ثابته کړه چه د ساسانی پادشاهانو سره ئی شخصی عناد نه درلود او د هغوی په شان د نورو په هیواد و باندی ئی تعرض او تجاوز نه کاوه. اخشنور د خپلی توری، سیاسی منطق او د معقول تدبیر په سیوری کښی لمر لويديز متجاوزین د آریانا له خاوری نه د باندی وایستل او د خپل هیواد حدود ئی د تیږو د منارو په درولو سره د تړونو او معاهدو په اساس وټاکل او له هغو نه ئی تپری او تجاوز ونه کړ، او د تړونو او معاهدو د بی احترامۍ او نارو اجسارتو د زیان په نامه ئی چه د یوی سلسلی جنگونو باعث وگرڅیدل د ساسانیانو دولت د کالنی خراج په ورکولو محکوم کړ. 

اخشنور د آریانا له خاوری نه د ساسانیانو د ایستلو نه وروسته د ساسانی کوچنیو شهزادگان سره مهربانی او لطف کاوه او په سیاسی خپلو یو سره ئی غوښتل چه هغوی په ځان پوری پیوسته وساتی او د ده سیاست داسی تقاضا نه کوله چه ساسانیان دی بیخی له منځه ووځی ار محو دې شی؛ لکه چه عملا مو وکتله چه فیروز ته ئی اجازه ورکړه چه خپل تخت ته بیرته لاړ شی او قباد ئی پخپله مرسته او حمایه د فارس په شاهی تخت باندی کښیناوه. اخشنور د ساسانیانو په ضد د جنگ د جریان په وختو کښی د آریانا د خاوری د يو کولو په لار کښی ډیر زحمتونه وايستل او ددوو جنګونو تر منځ فاصله کښی ئی د آریانا د ولایاتو داخلی اصلاحاتو ته توجه او پاملرنه وکړه ، د مملکت په ځینو ځایو کښی ئی عسکری چوڼۍ او قشلی جوړی کړی وی چه د هغی جملی نه د بادغیس او بامیانو دوه نظامی مرکزونه مشهور دی اخشنور د خپل سلطنت په اوږده دوره کښی د آریانا یفتلی دولت په یفتلی امپراطورۍ تبدیل کړ. دغه یفتلی امپراطوری د (سونگ ین) په شهادت په (۴٠) ايالتونو مشتمله وه چه د (ونسنت سمیت) په نظربه د لویدیری خوانه د فارس له سرحدونه ختيزې خواته د چین او ختن تر سرحدو پوری ئی پراختیا در لوده.

اخشنور د آریانا یفتلی شهنشاه د پنځمی مسیحی پیرۍ په لومريو کلونو کښی مړ شو او مقتدره امپراطوری یی خپلی اولادی ته پریښودله.