32

د پښتونستان مشهور شاعران او ليکوال

د پښتو ادب لنډ تاريخ

دمخه مو وويل چي په پښتونستان کي سياسي شعور د لومړي جنګ په زمانه کي د هندوستان د آزادۍ د تحريك سره پيدا سو او پښتنو د هندوستان د آزادۍ په تحريك كي د خلافت او کانګرس او مسلم ليك د ډلو سره همکاري درلوده. 

مګر کله چي هندوستان آزاد سو او د پاکستان په نامه يو بېل مملکت هم د پښتنو په ګاونډ کي جوړ کړ سو، نو دلته د پښتنو ليكوالو او پوهانو د خپل ژوند له پاره یوه جلا نظریه پېش کړه او هغه دا وه، چي باید پښتانه د پښتونستان په نامه یو مملکت ولري، دغه حرکت پر پښتو ادب یو نوی اثر وکړ او ليکوالو د پښتو ادب مخه و دې خوا ته وګرځوله، چي په پښتنو کي د يوه آزاد او مستقل ژوند احساس پيداکي، نو ځکه د پښتو ادب په دغه زمانه کي له درو خواوو څخه مطالعه کولای سو : 

اول - شعر : چي اکثرو شاعرانو داسي اشعار ويلي دي، چي د پښتنو مظلومیت او د دوی د استقلال د حقوالي څرګندونه وكړي او خلك و دغو حقایقو ته متوجه کړي. 

دوهم : اخباري نثر هم په مجلو او اخباروكي د دغه مقصد له پاره استعمال سو او ليکوالو سياسي او اجتماعي مضمونونه وليکل، چي له دې پلوه هم د پښتو د نثر ليکلو لمن پلنه سوه.

دریم: د پښتنو ځيني ليکوال داستان ليکلو ته هم متوجه سول، ځیني ډرامې په سیاسي او ملي رنګ وليکلي سوې او ليکوالو لنډ داستانونه هم وليکل چي په دغه فن کي د انګرېزي او اردو ادبه څخه د داستان لیکلو پر فني تكنيك برابره استفاده وسوه، او د لنډو داستانو ليکنه په پښتو ادب کي ښه رواج سوه، په دغه وخت کي موږ له دغو درو ډلو څخه مشهور ليکوال دغه کسان لرو : 

سيد راحت زاخيلي، شاعر او سياسي ليکوال.

دوست محمد كامل، مؤرخ او ادبي نقاد.

سید رسول رسا، پوخ شاعر.

حمزه شینواری، د پښتو غزل نامي شاعر.

سمندرخان سمندر، اجتماعي او مسلمان شاعر.

فضل حق شیدا، دردمند او نقاد شاعر.

اجمل خټك، هغه شاعر چي په شعر کي يې حرکت او نغمه او آرزو سره يو ځاى سوي دي.

حبیب الرحمن قلندر، شاعر او داستان لیکونکی.

مير مهدي، پوخ داستان لیکونکی او شاعر. 

ولي محمد طوفان، شاعر.

حسين بخش کوثر، غوریاخېل، د پښتو ژبو پوهاند. 

میان احمدشاه، سياسي ليكوال.

ماسټر عبدالكريم، د خدايي خدمتګارانو سياسي ليكوال.

عبدالخالق خليق، سياسي ليكوال.

روغ لیوني، سياسي ليكوال.

ډاکټر نورالحق، د پښتو د لغت محقق.

امیر نواز جلياه، د سياسي انګار اخبار مدير او شاعر.

غني خان غني، نقاد وطني شاعر.

علاوہ پر دغو مشهورو ليکوالو او شاعرانو ځيني پښتنې مېرمني هم په دغه ادبي حرکت کي برخه لري :

زيتون بانو، مبارك سلطان شمیم، بشرا بیګم، قانته بيګم او الف جانه خټکه.