اجتماعی او تهذیبی ژوندون
په شرق کښی د اسکندر فتوحاتو او له دغی جملی نه په آریانا کښی چه بیان ئی په لومړی جلد کښی تیر شو د منځئی او نژدې آسیا د ژوندون او اجتماع په پخوانی نظام کښی ئی حرکت او ټکان پیدا کړ او په دغه جنبش سره د (مدیترانی) سواحلو د (آسیا د زړه) سره تماس او تهذیبی تعلقات پیدا کړل په شرق کښی د اسکندر په فتوحاتو سره د دغو تعلقاتو دروازه پرانیستل شوه او د یونان او باختری او د لویو کوشانیانو د خپلواکو پادشاهانو د زمامدارۍ په دوره کښی ئی پراختيا وموندله. د یونان او باختری مستقلو پادشاهانو د دوو پیړیو سلطنت دوره چه د (۲۵۰ ق م) نه ئی د مسیحی زمانی تر شروع کېدو پوری دوام کړی دی له هغو دورو څخه يوه دوره ده چه د اجتماعی ژوندون او د تهذیبی ژوندون د مختلفو اړخونو کتنه، سره د ډیرو تیارو د ډیر دقت او توجه وړ ده ځکه چه په دغو دوو پیړیو کښی د آریانا (ویدی) او (اوستائی) پخوانی تهذیب مبادی د یونان او هندی نوو مفکورو سره گد او مخلوط شوی او د هغه له گډون څخه د دیانت، صنعت، معمارۍ، ادب، ژبی، رسم الخط او د مادی او معنوی ژوندون د نورو مظاهرو په باب کښی ځینی تحولات راغلی دی. که څه هم موضوع تر یوی اندازی په تیاره کښی ده او مدرکونه هم په زړپوری ډول په لاس کښی نشته خو بیاهم د دغو تحولاتو د اهمیت په لحاظ او د هغو تاثیراتو له کبله چه زمونږ د مملکت د تاریخ نه وروسته دورو په تهذیبی ژوند کښی ئی پیدا کړی دی باید تر ممکنی اندازی پوری په دغه فصل کښی چه د همدغی موضوع ځای دی څیړ نه او کتنه وشی.
د آریانا د اجتماعی ژوندانه تشکیلات او تهذیبی رنگ په شرق کښی د اسکندر د چپاوونو د شروع کیدو نه پخوا پخپلو عمومی خطوطو کښی تقریبا د اوستائی دوری په شکل وو، د اسکندر فتوحاتو او څوکلنو دوامدارو سختو مقابلو زمونږ د اجتماعی ژوندون په پخوانی نظام کښی تکان او جنبش پیدا کړ، د اسکندر مرگ او د مفتوحو ځمکو په سر د ده د جنرالانو جنگونو د هند نه د هندوکش جنوب شرقی ځمکو ته د موریايانو داخليدو له شرق او غرب نه نوی افکار پر له پسی راوړل، خو تر دغه وخته پوری لا وخت مساعد شوی نه ؤ چه د آریانا د پخوانی تهذیب د مبادیو او د نوو پیدا شوو مفکورو له تصادم څخه يوه نوې لاره او رسم پیداشو، تر دی چه په ٢۵٠ ق م کښی (دیودوت) د باختر خپلواکی اعلان کړه او (ایوتیدم) بریالی شو چه د شام په یونانی سلوسی دولت باندی دغه خپلواکی په رسمیت وپیژنی او د جنوبی هندوکش له شرقی علاقو څخه د موريايانو نفوذ لیری کړی او د امنیت یوه دائمی دوره پرانیځی د یونان او باختری دوه قرنه سلطنت د یوې سلسلی جنگونو نه وروسته چه د شرق او غرب افکارو ته ئی پخپل منځ کښی مستقیم تماس سره ورکړ: يوه داسی دوره ده چه طبعاً باید نوی شیان جامعی ته وړاندی کړی دهند له خوا په همدغه عصر کښی د بودائی دیانت خپریدل یو بل عامل ؤ چه د آریانا په خاوره کښی ئی د یونانی حیاتی او صنعتی مفکورو سره هندی روح مقابل کړ دغه شیان زمونږ مملکت ته د جنگونو د نتيجو په ډول داخل شوی او د پخوانی مدنی ژوندون د مبادیو سره د هغو په گډون او حل کيدلو سره نوى تهذيب منځ ته راغی چه د (یونان او باختری تهذيب په نامه) یادوی او د هغه بيل بيل مظاهر حتى الامکان په دغه ځای کښی مطالعه اوگورو:
دین ؤ آئین: په لومړی جلد کښی مو د تاریخ دغه سلسله په (ویدی) او (اوستائی) فصلونو کښی بیان کړه چه باختر د آریائی پخوانیو معتقداتو د پیدا کیدو ځانگو ده او سره د دې چه تر دغه وخته پوری په افغانستان کښی د آريائی عقيدو قبل التاريخى مراحل د لازمو حفرياتو د نشتوالی په علت روښان شوی ندی او په هغه تفصیل چه په لومړی جلد کښی مو ورکړ آریائی دین له باختر نه د مهاجرت د شروع کیدو نه پخوا داسی شکل ارصورت نیولی ؤ چه د (ویدی) او (اوستائی) پخوانی تاریخ د دور دورو تر منځ شباهتونه پاتی شول اوستائی دین ډیره موده دوام وکړ چه لومړئی د هندوکش په شمال کښی د (ویدی) معتقداتو ځای ونیو او بیائی په ټول مملکت کښی هخامنشیانو د آریانا په خاوره باندی پخپلو تیریو او تجاوزو سره هغه وما نه او د فارس په ځمکو کښی ئی رواج ورکړ د اسکندر د فتوحاتو په وخت کښی د آریانا دین اوستائی ؤ، اسکندر که چیری د هغه په محو کولو کښی کوشش کړی وی خو بیا هم هغه ئی له منځه وې نه وړی شو طبعاً ډيرضعيف خو شو او د ضعیفیدو علت ئی هم نه یواځی عسکری اقدامات او جنگونه وو بلکه د نوو افکارو پیدا کیدل او راتگ ؤ چه د غرب له خوا د يونيانانو په واسطه او بیا د شرق له خوانه د هند له پلوه د (اشوکا) د مبلغینو په ذریعه خپور شو، په دغه ترتيب په دغو دوو پیړیو کښی د آریانا د دین او عقیدی کتنه او مطالعه دری ډوله افکار او دری ټولگی ارباب الانوع لری؟ محلی، یونانی، بودائی. چه لاندی د هغه په کتنه او بيانولو پيل کوو او لومړی نوی پیدا شوی عوامل مطالعه کوو:
یونانی میتولوژی ارباب انواع:
ومو ویل چه د اسکندر فتوحاتو د غربی افکارو دپاره د شرق لاره پرانیستله، د اسکندر او د ده د عسکرو سره صنعت گر، مورخ، ادیب، روحانی؛ موسیقی غږوونکی او داسی نور کسان په ملگری وو او هر یو په په یوه زمینه کی نوی افکار درلودل، د دوی په ذریعه د نورو افکارو پیدا کیدل شروع شول او په هغو یونانیانو سره ئی دوام وموند او خپاره شول چه زمونږ په مملکت کښی پاتی شول.
هغه یونانیان چه اسکندر د آریانا په اسکندریو کښی میشت او متوطن کړی وو، او د یونانی او باختری پادشاهانو د خپلواک سلطنت د دورې له شروع کېدو نه له يونانيانو څخه د هغوی رابطه مخ د مخه پریکړی شوی وه د دی خاوړی د اوسيدونکو جز وگرځیدل او د دغه مستقل دولت په دوه سوه کاله دوام او د آریانا د خلکو سره د ازدواج، استوگنی او استقرار له کبله منحل شول، دوی که ښځی وی او که نارینه یونانی افکار او معتقدات ئی په ټولنه کښی تیت و پرک کړل او په دغه ډول یونانی میتولوژی قصی او د دوی د ارباب انواعو نومونه او داستانونه په عوامو کښی خپاره شول د یونان او باختری پادشاهانو پخپلو مسکوکاتو کښی د خپلی کورنۍ د ساتونکو ارباب انواعو نومونه او شکلونه داسی په خلکو کښی خپاره کړل چه هر څوک د هغو د نومونو او تصویر سره اشنا شول، یونانی صنعتکارانو او باختری شوو یونانیانو او پخپله د آریانا استاذانو د هیکل تراشی او نقاشی او د نفيسو صنائعو نورو بديعو مظاهرو د دغو نوو مفکورو په خپرولو کښی لویه برخه واخستله او د یونان او باختری ذوق لرونکو پادشاهانو او د دوی اسکائی جانشینانو او په تیره بیا کوشانی مقتدرو پادشاهانو پخپل وار په دغه لاره کښی ښه خدمتونه وکړل لکه چه په بگرام کښی پیدا شوی گچی مدالونه ښکاره کوی باختری ذوق لرونکو پادشاهانو د یونانی میتولوژی ډېری ښکولی صحنې د مدیترانی د شرقی سواحلو د هیکل تراشي له کارخانو نه د باختر او کاپیسا د شاهی ماڼی گانو د ښکليتوب دپاره راوړلی او دغو شاهکاریو چه د یونانی ډیر صاف صنعتی سبک نماینده دی پخپل نفاست سره د اسطورو موضوعات د خلکو په نظر کښی څرگندول او ځلول او د هغو داستانونه ئی د مملکت د ذوق لرونکو او خبر لرونکو خلکو په ذهن کښی داخلول.
نو په دغه ترتیب له هره حيثه زمینه برابره او مساعده شوی وه چه د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د سلطنت په دوره کښی یعنی د مسیح د زمانی نه پخوا په دوو پېړيو کښی نوی افکار په تیره بیا یونانی نکلونه، اساطير او قصې په عامو طبقو کښی او زياتره د ذوق او قریحی او د دربار د خاوندانو او اهل فن او هنر او صنعتکارانو په منځ کښی خپری شی.
لکه چه مسکوکات او نور صنعتی آثار شهادت ورکوی د یونان او باختری سلطنتی کورنۍ لومریو غړو اول او دوهم دیودوت پلار او زوی پخپلو مسکوکاتو باندی (زوس پرو ماکوس) (Zeuse promachos ( ضرب کړی دی، هلیوکلس د یونان او باختری وروستی پاچا چه د هندوکش په شمال کښی ئی پاچائی کړی ده هم دغه کار کړی دی اوس په داسی حال کښی چه په تخت باندی ناست دی د (ایوکراتید) یونان و باختری دریمی سلطنتی کورنې د مؤسس د ځينو مسکوکاتو په مخ باندی ليدل کېږی د (اپولون Apollon) د طوفان، طبابت، ادبیاتو او د صنعت د رب النوعی تصوير د (ايوکراتيد) او (اپولودوت) په زياترو مسکوکاتو باندی نقش دی د یونان او باختری دوهمی سلطنتی کورنۍ غړو (ايوتيدم) او زوی ئی (دمتریوس) پخپلو مسکوکاتو کښی د هرکول تصویر ته په نورو ارباب انواعو باندی ترجیح ورکړی ده، دغه رب النوع د دوی د کورنۍ ساتونکی او حمایت کوونکی وه او د یونانی میتولوژی د تولو ارباب الانواعو په نسبت ئی زیاتره په باختر کښی شخصیت او مقام حاصل کړی ؤ، د سپینو زرو د هغه جام په مخ باندی چه د بدخشان نه په لاس راغلی او په (بریتش موزیم) کښی محفوظ ساتل شوی دی د دغی رب النوع او د (دیونیزوس) د انگورو او شرابو د رب النوعی تصویر نقش دی. (دیونیزوس) د آریانا په خاورو کښی ډېر شهرت او عمومیت درلود. د اسکندر نه پخوا داستانو دغه د شرق فاتحه بللی ده او په تیره بیا د آریانا د غرو لمنو ته زیاتره د دی د خاطراتو نسبت کوی ځینی حتی په دغه فکر کښی دی چه (دیونیزوس) په اصل کښی (د یو نیسه) یعنی د (نیسی) د ښار یا د اوسنی بگرام رب النوعه وه په هر حال د یونانی میتولوژی ارباب انواعو اصليت يوه جلا موضوع ده چه دلته ورسره څه کار او غرض نه لرو، او یواځی د ق م په لومړيو دوو پېړيو کښی د آریانا په اجتماعی ژوندون کښی د هغوی مداخله او نوم ؤ نشان وينو او مطالعه کوو ئی.
(دیونیزوس) د هندوکش په شمال او جنوب کښی په (کاپیسا) او (نگاراهارا) (ننگرهار) او باختر، بدخشان او سغدیان کښی مشهور ؤ او خپل پیروان ئی درلودل (ترؤر) د ده ډیر شهرت ليدلی او وائی چه (احتمال لری چه کومه محلی رب النوع چه نوم یی نه پیژنو او د هغی د پرستش صورت د (دیونیزوس) سره یو ځای شوی او هغه به ئی دومره مشهوره کړی وی او د هغی صورت د بدخشان د سپینو زرو په قاب کښی نقش دی (اگاتوکلس) هغه خپله حامی ټاکلی ده او د هغه ځوان شکل چه يو داسې تاج ئی په سر ؤ چه د انگورو د تاکو د شنو ښاخونه جوړ شوی ؤ د خپلی سکی په مخ باندی او د پرانگ شکل ئی د خپلی سکی په شامخ باندی ضرب کړی ؤ، دوه سوه کاله وروسته (اپولونیوس دوتیان) Apolenius de tyano دپارو پامیزادی په علاقه کښی په یوه غره باندی د (دیونیزوس) معبد کتلی دی او لکه چه وائی د معبد نه گر چاپیره ونی ولاړی وی چه پخپله (دیونیزوس) کښینولی وی او د انگورو تاکونه او د عشق پیچانو ځیلۍ ورباندی ختلی وی او د ونو نه لاندی د سپینی ډبری څخه د رب النوع مجسمه د هندی ځوان په شکل جوړه شوی وه.
د هندوکش په جنوب کښ د (دیونیزوس) د معبد د ځای او د غره ټاکل کیدل دير تحقیقات غواړی، دلته د پاسنیو معلوماتو او د هغو شواهدو په استناد چه د بگرام له حفریاتو نه پیدا شوی دی او د ځینو هغو معلوماتو له مخی چه (کورتيوس) او (استرابو) او (جوستن) ئی د (نیسا Nysa=دا برخه ونه لوستل شول) د ښار د اټکلی او تقریبی موقعیت په باب کښی ورکوی بیله شک او تردید نه ویلی شو چه (ديونيزوس) د هندوکش په جنوب کښی له (کاپیسا) او (نگاهارا) یعنی کوهستان، کوهدامن، او پنجشیر نه نیولی تر نجرو، تگاو، لغمان، هډی او نورستان پوری ډیر شهرت درلود او په دغو علاقو کښی ئی پیروان لرل د (نیسا) ښار چه ځینی ئی (د یونی زوپولیس) یعنی د (دیونیزوس) ښار بولی، او ځینی ئی (بگرام) او بعضی ئی (هډه) بولی، او هر کله چه (بگرام) د کوهستان او کوهدامن د لوی (تاکستان) ترمنځ پروت دی او د (دیونیزوس) فلزی تصویر هم د هغه ځای له حفریاتو نه پیدا شوی ؤ نو دغه ډېره مساعده ده چه د (دیونیزوس) ښار یعنی د شرابو او انگورو د رب النوع ښار وی.
د (دیونیزوس) پرستش او عبادت د آریانا له لمر ختیزو برخو نه هند ته هم سرایت کړی او خپور شوی ؤ. (مکاستنس) د (موريا) په دربار کښی د سلوسیانو سفیر وائی چه په هند کښی د (دیونیزوس) ستاینی او پرستش په غرونو کښی او د (هرکول) عبادت په جلگو کښی رواج درلود.
(هرکول) د ژوېی تر یونانی میتولوژی مشهور پهلوان زوی د نورو ارباب انواعو نه زیاتره د هندوکش په دواړو خواؤ کښی مشهور شوی ؤ. او لکه چه د مخه مو اشاره وکړه (ايوتيدم) د یونان او باختری دوهمی سلطنتی کورنۍ مؤسس او د ده اولادی د هغه تصویر پخپلو مسکوکاتو کښی نقش کاوه همدغه رنگه (ئیکه Nike مدوز Meduse) او داسی نور هم زیات ؤ کم د یونان او باختری پادشاهانو او د دوی د امراوو په مسکوکاتو سره چه دننه په مملکت او په هندی نیولو ځمکو کښی ئی د سکی د ضربولو حق درلود مشهور شوی وو، یونانیان څرنگه چه پخپله دوی د آریانا په خلکو کښی پر له پسی حل کیدل د دوی میتولوژی افسانی هم کرار کرار زمونږ د مملکت د ویدی او اوستائی پخوانیو داستانو او قصو سره حل او خلطیدلی. ځینی دوی د باختر د محلی پخوانیو ارباب انواعو تر اثر لاندی راغلل، او ځینو ئی زمونږ د مملکت د ارباب انواعو سره برابر مقام پیدا کاوه، د پهلوانۍ صحنو پر له پسی تغیر کاوه او دغه موضوع په وروسته د باختر د محلی ارباب انواعو د تاثیراتو په نتيجه کښی وگورو، او په دغه ځای کښی د (زوس) او (پرومته) د قصو او نکلونو مثال راوړو چه د ده د بندی کیدو داستان ئی د (هندی قفقاز) یعنی د هندوکش یوی مغاری ته منسوباوه.
د بودائی افکارو او فلسفی خپریدل: په همدغه ډول په دغه وخت او زمان کښی د شرق له خوا هند څخه هم ځینی نوی مفکوری یا ښکاره ووایو بیخی نوی دین او مذهب د خپلو فلسفی مبادیو او د ژوندانه د طرز او اخلاقو سره آریانا ته راغی، دغه نوی مفکوره بودائی دین او د هغه فلسفه ده چه د دی سلسلی د لومړی جلد د پنځم فصل په دوهمه برخه کښی مو د (آشوکا) د موریا د پاچا له خوا د لیږل شوو مبلغینو په ذريعه د هغی د خپریدو د شروع کیدو تاریخ بیان کړ او په دغه فصل کښی وینو چه د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د سلطنت په دوره کښی تر کومی اندازی او تر کوم ځای پوری پرمخ تگ او پیشرفت وکړی شو او په دغه زمانه کښی د نوی دین په مقابل کښی زمونږ د مملکت د پادشاهانو سیاست څرنگه ؤ.
بودائی دین د دریمی ق م پیړۍ په منځنیو وختو کښی یعنی په هغه زمانه کښی چه د يونان او باختری خپلواک دولت نوی جوړ شوی ؤ د آریانا له شرقی سرحدونه تير شو او هر کله چه د هندوکش جنوبی علاقه د موریایانو تر اداری لاندی وه نو په دغه ځای کښې په اسانۍ سره، خپور شو نو له دی کبله هغه وخت چه لومړی او دوهم (دیودوت) او (ایوتیدم) د هندوکش په شمالی برخو کښی سلطنت کاوه، بودائی دین له شرقی سرحدونه د گندهارا، کابل او د کاپیسا خواته مخکښی راته او د موسیو (نوشه) د کتنو او مطالعو له مخی نیمه پیړۍ وروسته یعنی د دوهمی ق م پیړۍ په اولو وختو کښی چه د (ایوتیدم) د سلطنت آخر وخت ؤ باختر ته رسیدلی دی؛ دغه دین د شرق له خوا د هند له خاوری څخه د ځان سره یوه سلسله افکار، قصی او نکلونه، داستانونه او میتولوژی راوړل او د یونانی غربی افکارو په نسبت ئی د آریانا د اوسیدونکو په روحیاتو کښی ډیری از ژوری ریښی ښخی او وځغلولی، هر کله چه په پخوانی افغانستان کښی په تیره بیا د لویو کوشانیانو په دوره کښی د بودائی دین د ترقۍ زمانه وه له دی کبله د هغه د خپریدو او عروج او ترقۍ بیان او شرح هغه فصل ته پریږدو او دلته د هغه د راتگ د مقدماتو او د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د هر کلی او استقبال شاؤخوا کښى زيات متوجه کیږو، بودائی دین د آریانا په شرقی برخو کښی په کشمیر او (پاراشاپورا) (پیښور) او په پوشکالاوانی (چهار صده) او گندهارا کښی په چټکی سره خپور شو - نگاراهار (ننگرهار) لمپاگا (لغمان، تگاو او نجراو) او کابل او کاپیسا هم ژر هغه ومانه او د اشوکا د لویو استوپو له مخې چه په هډه او کاپیسا کښی ودانې شوی وې معلومیږی چه د موریا د همدغه پاچا په زمانه او د زمامدارۍ په دوره کښی چه د مبلغینو هیئتو نه ئی لیږلی وو دغو علاقو نوی دین قبول کړی ؤ، په بل عبارت پخوا له دی چه (ایوتیدم) د یونان او باختری دوهمی سلطنتی کورنۍ مؤسس د هندوکش په جنوب کښی راښکته شی او د کابل علاقه د موریا د وروستی امیر (سوفاگازنوس) د لاسه وکاږی چه ځینی خلک دغه امير د کابل له خلکو نه بولی بودائی دین د هندوکش جنوب شرقى لمنى نيولی وی، او د هندوکش د دواړو خواؤ ځمکو د یو کولو په لاره کښی د (ایوتیدم) اقداماتو د شمال خواته د نوی دین د خپریدو زمینه ښه برابره کړه او د همدغه جهة دی چه د (ایوتیدم) د سلطنت د دورې په آخره کښی بودائی دین باختر ته راورسید، او د هغه د خپرېدلو د لارو څخه يوه لياره بیله شک و شبهی نه له کاپیسا نه راوروسته د غوربند دره، بامیان، اغربات سوخنه چنار، دندان شکن، ايبک (هيبک) او خلم دى او په دغه خبره کښی هم څه شک نشته چه د هندوکش له نورو درونه هم مبلغینو او راهبينو د غرونو نه را دې خواته د باختر د اواړو برخو غارو ته ځانونه رسولی دی.
هر کله چه (ایوتیدم) د یونان او باختری دوهمی شاهی کورنۍ مؤسس د باختر لومړی مقتدر پاچا دی چه د آریانا خپلواکی ئی په درېم سلوسی (انتیو گوش) باندی ومنله او د لمر ختيز هندوکش له جنوب څخه ئی د موریایانو نفوذ لیری کړ او د آریانا ځمکی ئی سره یو او متحدې کړی او د هند د فتوحاتو او استعمار اساس ئی کيښودنو د اداری او سیاسی کتنو او د فتوحاتی نقشی له مخی چه د هند خواته ئی طرحه کړې وه پخپل او د خپل دولت په نزد ئی بودائی دین د خپریدلو مانع نه لیده بلکه بالعکس د دی دین په خپرېدلو او عمومی کیدلو باندی رضایت ئی د اندوس د شرق نه هغی خواته د خلکو د زړونو د جلبولو يوه وسيله بلله طبعاً، پخپله پاچا او د آریانا د دولت غرو (ارکانو) لا تر دغه وخته - پوری نوی دین منلی نه ؤ او دغه کار تر (هرمایوس) د کابل د یونان او باختری وروستی پاچا پوری هیڅ (بودو= دا برخه ونه لوستل شول) نه کړ بیله ځینو امیرانو نه ئی چه په پنجاب کښی ئی د نیولو ځمکو اداره کوله لکه (مناندر)، سره د دی د بودائی دین د خپرېدلو مانع نه وو بلکه د سیاست او د هغی فتوحاتی نقشی په لحاظ چه د هند خواته ئی طرح کړی وه ځینی وختونه به ئی جامې او په تیره بیا خولۍ په هندی شکل په سر کوله او جامې به ئی په دغه ډول اغوستلی لکه (دمتريوس) د باختر د پاچا (ایوتیدم) زوی چه په مسکوکاتو کښی ئی د فیل د سر په شکل خولۍ په سر کړې او د (هند د فاتح) په لقب ملقب او مشهور دی.
نو په دغه ترتیب د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د زمام داری او واکمنۍ دوه سوه کلنه دوره چه د (۲۵۰ ق م) له شاؤخوا نه د مسیح زمانې ته تر نژدې وختو پوری ئی دوام کړی دی په آریانا کښی په غیر رسمی ډول د بودائی دین د خپرېدلو دوره بلل کیدلی شی او بیله دی چه د مملکت پادشاهان رسما په دغه دین کښی داخل شی یا رسما د هغه د تعمیم دپاره خلک تشويق کړی، يوې ټولنې د هغه هرکلی وکړ او په هغی آزادۍ سره چه د یونان او باختری دولت په دغه مسئله کښی ور باندی قائل شوی ؤ بودائی دین په نیمه شرقی آریانا کښی د هندوکش په شمالی او جنوبی علاقو کښې ریښی وځغلولې.
باختری ارباب انواع او د پخوانی دیانت بقایا: دغه وو ځینی هغه نوی افکار چه له يو طرف نه د شرق له خوا د مدیترانی له سواحلو نه د اسکندر د فتوحاتو سره ئی زمونږ مملکت ته لاره وموندله او د آریانا د اسکندریو د اوسیدونکو یونانیانو او د آریانی او باختری یونانیانو سره خپور شو او د یونانی او باختری پادشاهانو په دوه سوه کلن خپلواک سلطنت کښی عام شو او له بلی خوا د هند له ښارونو څخه د موریا د موقتی سلطی او د اشوکا د مبلغینو د راليږلو سره راغی او خپور او نشر شو په دغه وخت کښی هغه ئی چه اوس ئی مطالعه کوو او مطالعه ئی هم په دغه ځای کښی د ډیر اهمیت وړ ده دغه دی چه آیا پخپله د آريانا د پخوانيو دیانتو له بقایاوو څخه باختری ارباب انواعو او د اوستائی دين څخه کوم شی پاتی ؤ او گمان کوم چه په دی کښی شک او شبهه نه وی چه اوستائی دین نه يواځې د يونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د سلطنت په زمانه کښې یعنی په (ده و او تر بوق= دا برخه ونه لوستل شول) پیریو کښی بلکه د اسلام د مقدس دين د پیدا کیدو او د سیستان په اطرافو کی د عربو مبلغینو د راتگ تر زمانی پوری او حتی د دې زمانی نه راوروسته هم زیات ؤ کم دوام درلود البته دغه يو عمومی نظریه ده او تر یوې اندازی پوری شرح او بیان غواری که څه هم دغه، مسئله د ځونو له خراو بل کیږی او بیانیږی چه د اسکندر فتوحات د اوستائی دین او د اوستا د کتاب د محو کيدلو سبب شول خو گمان نه کوو چه د اسکندر فتوحات په دغه مسئله کښی دومره دخل او لاس ولری البته جنگونه او بیا داسی لوی جنگونه چه د شپږو کلونه زياته موده ئی زمونږ مملکت ورباندی اخته کړ، او پوره دری کاله ئی د باختر برخی د جنگونو ډگر او مرکز گرځولی ؤ. د اوستا د کتاب په تيت ؤ پرک والى او د مؤبد او بودیانو په جدائی او تيتوالی کښی بی تاثیره نه وو خو د پخوانې دين او آئین د موجودیت ارکان ئی بیخی متزلزل نه کړی شول او د اسکندر چپاوونو او څوکالو سختو تدافعی جنگونو اوستائی دین او د موبدانو ټولنو او اجتماعاتو ته سخت ټکن ورکړ خو پيروانو ئی تر دغه وخته پوری زیات و کم په ټول مملکت کښی ژوندون کاوه او د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو چه د عتیدو د آزادی احترام ئی کاوه هغوی ته موقع ورکړ چه خپل دین او مذهب پاتی شی لکه چه د ځینو اوستائی ارباب انواعو نوم او تصوير لکه (اناهیتا) د یونان او باختری پادشاهانو له خوا لکه (دمتريوس) د دوی په سکو باندی ضرب شوی دی.
او کوشانی پادشاهانو چه د دغو باختری پادشاهانو په ځای ناست وو زیاتره اوستائی ارباب انواع د آتشکو سره پخپلو سکو باندی ضرب کړی دی، او دغه هغه مقصد دی چه د لویو کوشانيانو په فصل کښی به ئی بیا او په تفصیل سره و گرو، او دلته د هغه له يادولو نه مطلب دادی چه اوستائی دین او ارباب انواع ئی نه یواځی د لومریو دوو ق م پیړیو نه وروسته بلکه له هغو نه وروسته په دریو پیړیو کښی هم د آریانا د پادشاهانو په مسکوکاتو باندی استعمالیدل، له دې کبله په دی کښی شک او شبهه نشته چه اوستائی دین د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د سلطنت په زمانه کښی په آریانا کښی لا تر دغه وخته پوری بیخی له منځه نه ؤ وتلی خو په همدغه عصر کښی له ځينو ځايو نه وووت او په ځینو نورو ځایو کښی حرارت ئی نسبتاً سور شوی ؤ مثلا د مملکت په شرقی علاقو کښی تر کابل او کاپیسا پوری د دریمی ق م پیړۍ په اوله نیمائی کښی بودائی دین د هغه په ځای ودرید، دغه نوی دین د اوستائی دین دېر لوی حریف ؤ او په هغه ټکان پسی ئی چه د اسکندر فتوحاتو پيدا کړی ؤ یو سخت تزلزل پیدا کړ او د هندوکش د جنوب په شرقی علاقو کښی ئی د هغه ځای ونیو او په باختر کښی ئی د هغه موقعیت تر تهدید لاندی راووست او په آخر کښی ئی د دوهمی ق م پیړۍ په اولو وختو کښی په دغه ځای کښی هم خپل پیروان پیدا کړل. په دغه ډول ویلی شو چه له دغه وخت نه راوروسته اوستائی دیانت کرار کرار د آریانا د غرب او جنوب غرب خواته د هریرود او فراه رود او هیرمند د ناوې طرف ته ځای بدل کړ او د هیرمند د سیند او سیستان په سمسوره او ودانه حوزه کښی د اسلام د مقدس دين د مبانيو د پیدا کیدو تر زمانی پوری ئی دوام وکړ.
سربیره پدی ځینو باختری او آریائی پخوانیو ارباب انواعو چه د ځینو قدامت اوستائی دوری ته؛ او د ځینو ویدی زمانی ته او د ځینو نورو هم د قبل التاريخ د ژوندانه مرحلو ته رسیږی، د عصر او زمان د غوښتنو او ایجاباتو له مخی ئی په باختر کښی پیروان او معبدونه پیدا کړل او په تولو کښی مشهوره ئی (اناهیتا Anahita) ده.
(اناهیتا) یا (ناهید) د اوبو او حاصل خیزۍ ربة النوع د قبل التاريخ د دورې د (کلکولى تيک) له زمانی نه نیولی زمونږ د مملکت د تاریخ په ویدی او اوستائی زمانه کښی مشهوره وه لکه چه د هغی د تاریخ دغه برخی مو د دغی سلسلی د لومړی جلد د دریم فصل په (۳۰۸) مخ او په وروسته مخونو کښی بیان کړې. (اناهیتا) د (مور په صفت او په اصطلاحی معنی او مفهوم د موجوداتو او ډېرښت (فراوانی) او د ځمکی د ناميه قوی او د حاصل خیزۍ منشا په حيث د قبل التاريخ له دورو څخه د منځنۍ او نژدی آسیا په ملتو کښی مشهوره وه او په مختلفو نومونو یادیدله، په اوستا کښی (اپام نپات Apam-napat) یعنی د (اوبو زوی) او زیاتره په صحیح نوم (اناهیتا) سره یاده شوی ده او د اوستائی زمانی نه وروسته ډېری پیړۍ په باختر کښی په همدغه نوم مشهوره وه (په بابل) کښی ورته (ایشتار Ishtar) په عیلام کښی (نانیا Nania په کوچنۍ آسیا کښی ورته (ارتميد Artamide) او په هند کښی (دهیشائی Dhisani) په آشوری کښی ورته (می لی تا Militta په یونان کښی (ونوس ایورانیاWenusura-Unia) او فارسیانو ورته (تاناتا Tanata) ویله (اناهیتا) په باختر کی بل محلی نوم هم درلود چه هغه (دیتیا Daitia) ؤ، چه د (آمو) د سیند د پاسنۍ مجری نوم ؤ، او د اوستا د تعريف له مخی ځينی مدققين (اناهينا) د آمو د سيند نوم هم بولی.
(اناهیتا) د اوستائی دوری نه راوروسته په باختر کښی د آمو د سيند د سو احلو په شاؤخوا کښی یو لوی معبد درلود او په هغه کښی د (اناهیتا) مجسمه د مجللی پیغلی نجلې په شکل موجوده وه چه قسما قسم گاڼی او جواهرات ورباندی پراته وو، او داسی معلومیږی چه اوستا د هغی تعریف د همدغی مجسمی له مخی کړی وی (د اوستا تعريف دې د لومړې جلد په (۳۱۲ مخ کښی وکتل شی) لکه چه (ترؤر Trever) روسی معاصر مدقق په دغه باب کښی وائی. (له ډیرو پخوانیو زمانو څخه په بکترا کښی د اناهینا مجسمه او معبد چه اوستائی تعریف کړی دی موجود وو دغه مدقق په دغه باره کښی نور تحقیقات کړی دی او د ده له لیکنو نه معلومېږی چه په سغدیان په تیره بیا د (افراسیاب) د ښار په خرابو کښی د دغى ربة النوعې ډېرې کوچنی مجسمى له ژيرې خق څخه پیدا شوی او د داسی ښځی په شکل ئی څرگنده کړې ده چه پلان ئی (یو ډول کوڅو چه لستونی نلری) اغوستی او گل یا میوه ئی په لاس کښی نیولی او داسی ښکاره کیږی چه ټولی دغی مجسمی له مخی چه د باختر په معبد کښی وه نقل او جوړی شوی وی.
(اناهیتا) په داسی شهرت او قدامت سره چه په باختر کښی ئی درلود د ټرلو آریائی اباب انواعو په نسبت زیاتره د باختر د يو نيانو په ذهنیت کښی تاثیر وکړ او د زمانی ایجاباتو دغه ربة النوع د ځینو باختری پخوانیو ارباب انواعو سره لکه (ميترا Mitra) د لمر د ب النوع او (ارتميد Artemide) د کوچنۍ آسیا د حاصل خیزۍ رب النوع او د داسی نورو سره ئی یو ځای کړه د دغی (اناهیتا) هیکل د یونان او باختری پاچا (ایوتیدم) د زوی او د هند د فاتح «دمتریوس» په ځینو سکو باندی داسی لیدل کیږی چه لینده او دری غاښیزه نیزه ئی په لاس کښی نیولی ده او د لویو کوشانیانو په ځينو مسکوکاتو کښی هم ضرب شوی دی.
بيله «اناهیتا» نه د لمر رب النوع يعنى ویدى (ميتهرا) او د اوستائی زمانی «میترا» چه د باختری پخوانیو ارباب انواعو څخه شميرل کيدله په دغه زمانه کښی د مملکت د پخوانی دین له خاطراتو څخه ئی هم نمایندگی کوله د «میترا » او د دی د تاریخ لومړی مراحل هم په اول جلد کښی بیان شوی دی. دلته د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د سلطنت په دوری پوری مربوط همدومره قدر لیکو چه د «اناهیتا» په شان د هغی خاطره په باختر او د آریانا په نورو ځايو کښی دومره قوی وه چه د ټولنی او جامعی او د هغی د صنعتکارانو په افکارو باندی ډیر تاثیر وکړی د باختر یونانیانو دغه رب النوع د (هرکول) سره برابره بلله او د یونان او باختری دوهمی سلطنتی کورنۍ یعنی ایوتیدم او اولادی ئی دمتریوس او دوهم ایوتیدم او هلیو کلس چه پخپله د (هرکول) د کورنۍ حامی ئی باله له «میترا» نه هم مرسته غوښتله او پخپلو سکو باندی ئی داسی نقش کړی او دو دلی ده چه په کیڼ لاس کښی ئی د زمری پوستکی او امسا او په ښی لاس کښی ئی تاج او په سر باندی ئی د لمر د وړانگو په شکل یو ځلیدونکی او مجلل تاج ایښی دی، یعنی د یونانی (هرکول) د پهلوانی صفات او د باختری (میترا) د لمر د نورنښی او علامی ئی سره یو ځای کړی او له هغه څخه ئی د (میترا-هرکول) په شکل یو زړور او شجاع ځوان د یو داسی تاج سره میدان ته راوایست چه د لمر له وړانگو له مرکب ؤ (ميترا) د لمر رب النوع د سپینو زرو لرونکو آسونو او د عرادی سره ئی له هغو موضوعاتو څخه ده چه آریائی نقاشانو او رسامان حتی تر وروستيو کوشانی دورو پوری ئی هغه هیره نه کړه او په بودائی معبدو کښی یی هم هغه داخله کړی ده او د(ایوتیدم) په مسکوکاتو کښی داسی نمایش هم د دغی موضوع سره بی ار تباطه ندی.
په (تتراد راخم) (څلور درهمی) مسکوکاتو کښی (انتیال کیداس) چه د کاپیسا په حوزی پوری مخصوص دی د زوس په مخکښی چه په چوکۍ باندی ناست دی دپیل د بدن نیمه مخکښی تنه د کاپیسا ده مخصوص شعار په حیث چه د پیل د سر نه عبارت دې نقش شوی دی او دغه هم د هغو تاثیراتو جز دی چه آریانی داستانو، عقیدو، او افکارو په یونانی میتولوژی موضوعاتو باندی کړی دی، د باختری ارباب انواعو او د ویدی او اوستائی پخوانیو عقیدو د بنسټ «شالودی» تاثیر یواځی د یونانی میتولوژی په زمینی پوری منحصر ندی بلکه په بودائی داستانو او فلسفه کښی هم داخل شوی دی او لکه چه د لویو کوشانيانو په فصل کښی به وگورو په هغه ځای کښی ئی هم اساسی تغیرونه کړی او د «مهايانا» نوى طريقه يا د «نجات لویه لاره» ئی د هغی د تفکر او خیال د مدرسی او اصولو سره منځ ته راوايستله لنډه دا چه د نتیجی په ډول ویلی شو چه د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د سلطنت په دوره کښی یعنی په دوو لومریو «ق م» پړ یو کښی د اوستائی پخوانی دیانت بقایا له منځه نه وو تللی او د ځینو باختری ارباب انواعو لکه د اناهیتا او ميترا عبادت او پرستش کیده په تیره بیا اناهیتا ډیر پیروان درلودل بودائی فلسفه او یونانی اساطیری داستانو ته د محلی عقیدو او افکارو سره گډ شول او دغو ټولو عواملو د خلکو په عقیدو کښی یو ټکان پیدا کړ آزاده عقیده او د هر ډول دین او مسلک د روزلو دپاره زمینه برابره او مساعده شوی وه، دغه رویه او فضا د مملکت د دی زمانی د ژوندانه د نورو اړخونو سره بی تاثیره پاتی نه شوه او لنډه دا چه د خپلو او پردیو د انکاروله گډیدلو او خلطيدو څخه ژوندون او اجتماعياتو او تهذیب یو محلی شکل پیدا کړ چه هغه په ( یونان او باختری) صفت یادیږی.
د یونان او باختری صنعت: د آریانا فضا او محيط په دوو لومړیو (ق م) پيړيو کښی چه تر یوی اندازی پوری مو د هغه اقتضاآت او ایجابات بیان کړل، د صنعت په باب کښی
په عام مفهوم سره ډیر تاثیر وکړ او د دې سبب وگرځید چه مخصوصمه صنعتی مدرسه (د یونان او باختری) مدرسې په نامه منځ ته راشی، په دغه عصر کښی د داسی مدرسی اثبات او کتنه زمونږ د مملکت د ذوقی او تهذیبی مسئلو مور ده، او وروسته بیا د بودائی فلسفی او اساطیرو د الهاماتو سره د هغی له تصادم څخه يو بل صنعتی ښوونځی د (گریک او بودیک) یا د (یونان او بودائی) د مدرسې په نامه پیدا کیږی چه مطالعه او کتنه ئی يو جلا بحث دى او يو فصل مو ورته وقف او ټاکلی دی څرنگه چه د (دین او دیانت) په بحث کښی مو محلی او خارجی بیل بیل او متفرق عوامل او بيا مو د هغو گډون او اختلاط سره وکوت عین همدغه حالت د صنعت په باب کښی هم ضروری دی ځکه چه د دغو دوو پیړیو هغه ټول شيان چه مونږ کتلی او مطالعه کړی دی ترکیبی او د محلی او یونانی او بودائی عواملو څخه منځ ته راغلی دی البته د عواملو تاثیر د هری مسئلی په نسبت متفاوت دی خو بیا هم د (یونان او باختری) مدرسی په تشکیل کښی دواړه عوامل لاس لری او مرکب روح ئی د بودائی فلسفی د الهاماتو په تماس سره د (گریک او بودیک) یا د (یونان او بودائی) صنعت منځ ته راوړه.
هر کله چه حفریات لا تر دغه وخته پوری د آریانا په تیره بیا د باختر د برخو په قبل التاريخ طبقو کښی عملی شوی نه وو نو سمدستی د یونانیانو د راتگ نه پخوا د باختر د صنعتی سویې او شخصیت کتنه او مطالعه مشکله ده او يو مثبت عامل په لاس کښی نشته چه د هغه له مخی بحث او خبری اترې وشی خو لکه چه په تیر بحث کښی مو وویل ځینی مدقتين دغه عقیده لری هغه تعریف چه اوستا د «اناهیتا» په باب کښی کړی دی د دغی ربة النوعى د مجسمى له مخی دی چه په باختر کښی د هغی په معبد کښی موجوده وه البته هغه د خټو کوچنۍ مجسمی چه یو شمیر ئی د خلم (شهربانو) له شاؤخوا څخه او یو زيات شمير ئی له سغدیان څخه پیدا شوی دی او همدغه ربة النوع «د اموسيند» یا د اصطلاح سره سم د ډېرښت (فراوانی) ربة النوع څرگندوی یو بل شی دی چه په ډیرو پخوانیو دورو پوری اړه لری.
همدغه رنگه که چیری د (اناهیتا) د اکسوس سیند د (آمو دریاب) د ربة النوع په گاڼو او ستورو، تاج، او غاړه گۍ باندی استناد وشی نو ویلی شو چه په باختر کښی له يونانيانو په پخوا لايق صنعتکاران او د هنر خاوندان موجود وو.
البته په شرق کښی د اسکندر فتوحاتو په تیره بیا د یونان او باختری پادشاهانو د خپلواک سلطنت دوری د صنعتی ذوق په روزنه او د ظريفو صنائنو په خپرولو کښی نوی عصر پیدا کړ. په دی کښی شک او شبهه نشته چه پخوانيو يونانيانو د ظريفو صنائعو په بیلو بیلو څانگو کښی په تیره بیا په هیکل تر اشلو کښی په ټولو ملتو باندی فوقیت درلود.
د دوی د بدنی روزنی اصولو د بدن تناسب او خائسته والی حقیقی مفهوم اعلی حد ته رسولی ؤ، خاص بیا دغه فن پخپله د اسکندر په عصر کښی د ماهر استاد په ذریعه لکه (لی سپ) چه د اسکندر د دربار هیکل تراش ؤ او د اسکندر د مجسمی د جوړولو اجازه بېله ده نه بل چاته نه وه، د ترقۍ آخری درجې ته رسیدلی ؤ.
د (لی سپ) د هیکل تراشۍ مدرسی په آریانا کښی ډیر تاثیر وکړ او لکه چه د هډی بهتری مجسمی ښکاره کوی د افغانستان هیکل تراشو استاذانو دونی او قامت تناسب او لوړ والى د (لی سپ) په موضوعه اصولو جوړول سربیره پدی د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو په مسکوکاتو باندى ئى ځينی يونانې میتولوژی ارباب انواع لکه (هرکول) د (لی سپ) د مجسمی له مخی نقل کړی دی.
معلومه نه ده چه پخپله (لی سپ) یا د ده له همکارانو څخه کوم نفر د اسکندر له عسکرو سره یا وروسته تر هغه زمونږ مملکت ته راغلی او یا ئی آثار دلته راوړل شوی دی.
(ترور) په دغه باب کښی داسی نظریه ښکاره کوی:
(غرابت نه لری چه د اسکندر سره د (لی سپ) د لاس اصل آثار یا ئی نقل مرکزی اسیا ته راوړل شوی وی او باختری صنعتکارانو د ده د مدرسی اصولو او دستور ته ترجيح ورکی او ساتلی ئی وی.
د ترجیح علت هم په دی نه معلومیږی چه د (لی سپ) مدرسی کامه (رآلیست) مميزات درلودل چه د هخامنشی د صنعت د مصنوعی او غیر طبیعی خواصو سره چه تر دغه وخته پوری ئی په باختر کښی رواج پیدا کړی ؤ مغابرت درلود، ذلی سپ په همدغی (رالیستی) مدرسه کښی باختری استاذانو په سکوکاتو باندی د حقیقی تصویرونو نقش یاد کوی او په دوه دربو قلمو طبیعی او عینی خطوطو سره د یوی څیری نمایش ورکولی شو: په مسکوکاتو بانای یونان او باختری پادشاهانو تصویرونه د لویو استاذانو د لاس اثر دی دغه تصویرونه هغو صنعتکارانو جوړ کړی دی چه پخپل کار کښی ئی فوق العاده مهارت درلود. او تصویر نه یی په داسی کوچنیتوب سره داسی طبیعی جوړ کړی دی چه نه یواځی د څیری ممیزه او شخصی خطوط ورخنی معلومیږی بلکه د هر شخص د روحی خواصو د جزئیاتو نمایندگی هم کوی.
د امکان څخه لیری نه ده چه په هغو استاذانو کښی چه د مسکوکاتو تصويرونه او مدالونه ئی رسم کړی دی یونانیان هم وو خو که چیری دغی مسئلی ته د قت وشی چه:
د (يونان او باختری مسکوکات د فوق العاده دقیقی تبلو په شان د څیری خطونه ښکار کوی او مهارت پکښی په کار شوی دی چه حتی د روحی فکر او خيال؛ رأفت، عزم او ارادی د ممیزاتو نمایندگی هم کوی حال دا چه د هغوی معاصر یونانی مسکوکات له دغه کیفیت نه خالی دی، هغه وخت بیله دی نه بله نتیجه نه کیږی چه ووایم دغه سکی د هغه یونانی یا باختری یا محلی استاذ د کار ثمره ده چه په ډیر ښه شان سره ئی د (لی سپ) د موضوعه اصولو نه استفاده کړی ده په هغه ځای کښی چه یونانی ارباب انواع ئی دیلان او بر توگ سره ښودلی دی، په دی کښی څه شک او شبهه نه پاتی کیږی چه هیکل تراش یا رسام او نقاش اسناذ باختری ؤ ځکه چه یونانی الاصل استاذ هيڅکله داسی. فکر کولی نشی.
په دغه تفصيل سره لیدل کیږی چه د (یونان او باختری) صنعتی مدرسه په کومه اند ازه په دوو لومړیو ق،م پیړیو کښی په باختر کښی د معین او ممتاز شخصیت خاونده شوی وه باختری هیکل تراشوار نقاشو او رسامو استاذانو له ډیر بهتر یونانی استاذ او مدرسی څخه الهام اخستی دی او لکه چه مسکوکات شهادت ورکوی د (صورت گرۍ) او حکاکۍ فن ئی د ترقۍ لوړ معراج ته رسولی ؤ لکه چه د دوی په شان پخپله د یونان یونانی استاذان د دغه کار له عهدی نه وتلی ندی د دغی مدرسې په تشکیل کښی آریانی استاذانو په تیره بیا په اول وخت کښی باختریانو لویه برخه درلوده او لکه چه د (ترؤر) له کتنو او څيړنو او قضاوت څخه معلومیږی د دغی مدرسې اختصاص او امتیاز د باختری محلی پوهانو او هنرمندانو په قریحې پورې ډير ربط او اړه درلوده.
(د یونان او باختری) صنعتی مدرسه زمونږ د مملکت او د گاونډيو مملکتو حتى د ټولې آسیا په تاريخ کښی لوړ مقام او ډېر اهمیت لری او د داسی الهام کانون شمیرل کیږی چه د هندوکش په دواړو خواوو کښی د صنعتی ښوونځیو د پیدا کیدو باعث گرځیدلی دی، او د آسیائی مستظرفه صنائعو په دنیا باندی تر لیری ځایو او په اوږدو زمانو باندی تاثیر کړی دی لکه چه روسی مدقق چه د مخه مو د هغه نوم ياد کړ په دغه باب کښی داسې نظریه ښکاره کوی چه: ( د باختر د صنعت اهمیت نوی مونږ ته ښکاره او څرگند شوی دی (می یر Meyer) د بودائی صنعت او د مرکزی او شرقی آسیا د صنائعوو په خپريدلو کښی د هغه اهمیت او ارزښت ښکاره کړی دی، هرزفلد (Herpeld دا برخه ونه لوستل شول) وائی چه ساسانی صنعت د یونان او باختری صنعت د څانگی جز ندی. که چیری هغه ټول آثار او شواهد چه په لاس راغلی دی څنگ په څنگ سره کیږدو او جزئیات ئی وگورو نو راته به معلومه شی چه سره د ظاهری عمومی اختلافاتو په شکل، تخنيک، تزئيناتو، موضوع او سبک کښی سره یو دی. ظاهری اختلاف یا د خواصو اختلاف د (یونان او باختری) سلطنت د قلمرو په خپريدلو او انبساط پوری اړه لری چه د ځینو اختلافاتو علت په ځینو مواردو کی عرقی او تهذیبی هم توضیحوی د دریمی ق م پیړۍ په اوله نیمائی کښی هغه وخت چه د صنعت کلاسیکی شکل په مرکزی آسیا کښی لا تر دغه وخته پوری د محلی صنعت په اشکالو کښی پخپل تحصیل موفق شوی نه ؤ د اشیاوو له مخې او د ابداتو په سبک کښی د کلاسيک شکل ډیر مشخص دی. په دوهمه ق م پیړۍ کښی چه د باختر او یونانی، هندی او چینی محلی تهذیب ډیر خپور شوی ؤ صنعت دوه جانبه خواص پیدا کړل د تهذيب د مختلفو مظاهراتو یووالی - نه د اشیاوو په ظاهر کښی بلکه همیشه او په ټولو مواردو کښی په زیاته اندازه دننه په اشیاوو کښی ئی هم تاثیر کړی دی.
په ژيره خټه او کوشانی مسکوکاتو باندی د تصویرو له مخی هم همدغی نظریی ته رسیږو او وینو چه صنعت نسبتاً خپل کلاسیکی خواص د لاسه ورکړی دی خو بیخی له منځه ندی تللی د کوشان صنعت يوه مدرسه ده چه کلاسیکی عوامل ئی د (یونان او باختری) تهذيب په واسطه نیولی دی.
دغه مسئله هم په اسانۍ سره فرض کولی شو چه په هغو منطقو کښی چه د یونان او باختری سلطنت جزوی لکه مارجيانا او درانجیانا (مروه او سیستان) او ورپسی بیا د پارتیانو تر موقتی نفوذ لاندی راغلی تهذيب او صنعت په یوه ټاکلی دوره کښی د پارت د قلمرو د نورو برخو په نسبت توپیر او فرق درلود ، د ( یونان او باختری ) صنعت د نورو گډو صنائعو په شان چه د مختلف صنعت او تهذيب اشکال پکښی سره یو ځای او ترکیبیږی خاص اهمیت لری. په اسیا کښی د شرقی او غربی تهذيبو د ټکر خوړلو او تصادم په اثر د (يونان او باختری نوې صنعتی مدرسه منځ ته راغله او د هغی په خپریدلو سره د اسیائی صنعت په باب کښی یو انقلاب پیدا شوی دی د سر دریا له هغی خوا اطرافونه د کوشانيانو په راتگ او په نوو اشکالو او تصویرو سره او په باختر کښی د هغوی په اوسیدلو او د (یونان اوباخترې) صنعت سره د هغوی د تماس له کبله د کوشان مدرسه منځ ته راغله تر یوی ا ندازی پوری ساسانی صنعت د کوشانی مدرسی له ريښو څخه اوبه څکلی او څه ډیره موده نه وه تیره شوی چه د قفقازی ملتو له صنائعو او د شامی یونانی صنائعو څخه هم مستفید شو. ساسانی صنعت پخپل وار تر زیاتی اندازی پوری د صنائعو اشکال نه یواځی په فارس کښی ټینگ کړل بلکه د بیزا س، روم، روسی او د چين په صنعتی مدرسو کښی ئی هم تاثیر وکړ او د مرکزی آسیا د ملتو د صنائعو د معکوسو څپو او امواجو سره مخامخ شول.
هر کله چه د ( یونان او بودائی) صنعت مدرسه په پخپل مخصوص فصل کښی وگورو، په ١٩٣۶ کال کښی د قندوز له مهمو کشفياتو او د موسیو هاکن له خوا (د باختر او بودائی صنعت) د کوچنۍ رسالې د خپرېدلو نه وروسته دلته همدو ومره قدر وایو چه دغه مدرسه هم د هغه په خلاف چه پخوا به ئی گمان کاوہ د (یونان او باختری) گندهارا کښی د پنا غوښتونکو استاذانو په واسطه منځ ته نه ده راغلې بلکه د «یونان او باختری» خپلواکو پادشاهانو په زمانه کښی په باختر د هندوکش په شمالی برخو کښی پیدا شوی ده او د یونانی کلاسیکی صنعت ممیزات پکښی ښکاره دی.
تجارت اولیاری: د آریانا جغرافیائی حالت د مرکزی آسيا په خو له کښی یو داسی شی دی چه پخپله د هغه اهمیت د نژدی شرق او منځئی شرق تر منځ ترسیموی.
د لومړی جلد په اول فصل کښی د (کلکولى تيک) د زمانی د مدنیت د شواهدو په تائید او د ( سرجان مارشال) او ( سراورل استن) او د ځينو نورو مدقنينو د ليکنو په استناد مو بیان وکړ چه د قبل التاريخ په د ورو کښی هم د اندوس د حوزې (د آریانا د شرقی غاړو) او د بين النهرين د حوزې او د سپین بحر د سواحلو تر منځ ارتباط موجود ؤ، او د هیرمند او سیستان حوزې په د غه لاره کښی ښه رول لوبولی دی په هماغه فصل کښی په ډېرد قيق صورت (د آریانا په مراوداتو کښی لاجورد او د هغه رول) تر عنوان لاندى مو وليکل چه شپږ زره کاله پخوا د آریانا د غرونو او د آسیا د غربی خاورو ترمنځ تجارتی تگ او راتگ او تهذیبی تعلقات د سپین بحر تر سواحلو او د نيل تر حوزی پوری موجود وو آریانا په هغه مساعد موقعیت چه درلوده ئی په هغو لويو سيندونو چه له غرونو څخه ئی گرد چاپېره بهېدل او جاری دی او هر یو طبیعی لاره شمیر له کیږی، د مراوداتى، تجارتی او تهذيبی روابطو او تعلقاتو په خپرولو کښی مهم رول لوبولی دی او دغو څلورو لارو ډير مدنيتونه سره یو ځای کړی او په تماس کښی ئی اچولی دی د (پارا داتا) او (کاوی) او د (اسپې) لويو کورنيو د آریانا د مقتدرو او فعالو پادشاهانو سره چه په لمړی جلد کښی د هغو د کارنامو بیان شوی دی د لارو په ايستلو او گرو چاپیره په څلورو خواؤ کښی د آریانی تهذيب په خپرولو کښی ډیرکوششونه کړی دی له دغو لیری زمانو نه تیریږو په هغه دوره کښی چه په کتنه او مطالعه ئی بوخت یو یعنی په دوو لومړيو ق م پیړیو کښی چه د یونان او باختری خپلواکو پادشاهانو د سلطنت زمانی دی زمونږ مملکت هم د تجارت او مراوداتو په باب کښی ټاکلی مقام لری، د یونان او باختری پادشاهانو فتوحاتو د آریانا د تاریخی چوکاټ نه د باندی د ختن، کاشغر، د تارم د حوزې، التائی او د گنگا د حوزی لاره پرانیتلی وه او د یونان او باختری پادشاهانو په دوره کښی پخپله مسکوکات او بيا د سپينو زرو مسکوکات په داسې ښکليتوب او خائسته والی سره د اقتصاد د ترقۍ علامه او د تجارت د خپریدو یوه نښه ده، همدغه دول طلا یعنی سره زر چه د تجارت د بازار په رونق کښی ډیر تاثیر لری د يونان او باختری سلطنت له دورې نه پخوا هم ډير وو. دغه سره زر بیله دی چه د آمو د پاسنیو سواحلو له شگو پریمنځلو (ریگ شوئی) او بدخشان، زرافشان او سغدیان څخه په لاس راتلل د التائی له غرونو څخه هم ایستل کیدل د موسیو (ترؤر) په عقيده د پنجئیر سپین زر په دغه زمانه کښی په کار اچول شوی وو. دغه مدقق د تارم د حوزی خوا ته د ايوتيدم د چپاوونو او لښکر ایستلو د علتو په جمله کښی (د همدغه فصل په ۱۲ او ۱۳ پاڼو) کښی (یو علت هم له التائی څخه د سرو زرو، نه رسیدل بولی چه د کوچیانو (باديه نشينانو) جنبش او غليان د هغه مانع گرځيدلې ؤ په هر حال د سرو زرو او سپینو زرو د قیمتی فلزاتو او د ښکولولو خائسته مسکوکاتو شته والی او په تیره بیا په دغه دوره کښی د هغو ډیر والی او رنگارنگ والی د هغو عواملو له جملې څخه دی چه د تجارتی بازار تود والی او گرموالی ښکاره کوی د یونان او باختری پادشاهانو د سکو ضربولو ته ډیر اهمیت ورکاوه او هغه ئی د دولت د مانی قدرت او اعتبار مهم عامل باله، د هندوکش د جنوبی برخو دپاره ئی د مسکوکاتو په یو طرف باندی خروشتی رسم الخط او د پراکریت ژبه استعمالوله، د هندی نیولو ځايو دپاره مسی سکی ډیړې ضربیدلی.
د تجارتی مراوداتو او روابطو په لحاظ که د وچی د لارو څخه د سیندو د جریان د لاری په تیره بیا د اکسوس (آمو دریا) او اندوس (سند) د دوو لويو سيندونو څخه استفاده کیدله، بکترا یعنی بلخ په هغه وخت کښی د مملکت پایتخت د هغه مساعد موقعیت سره چه درلوده ئی د لارو د څانگی څانګې او بيليدو او يو ځای کیدو مرکز ؤ او له دغه ځای څخه د شرق خواته د چين په لوری د غرب په طرف د سلوسې دولت د قلمرو خواته او د جنوب او جنوب شرق طرف ته د هند د نيولو ځمکو او د هغو نه هغې خواته لاری تللی له بلخ نه د چين خواته دوې لاری تللی وی یوه د بدخشان او واخان د دروې د لاری د یارکند خواته او بله د فرغانی د لاری کاشغر خواته دغه دوه لاری د اکسوس د سیند په شمال او جنوب کښی ایستل شوی وی د باختر او چین ترمنځ د تهذیبی روابطو د پیدا کیدو اوائل ډیر پخوانی او پخپلو د چین داستانونه هغه څلورو زرو قبل الميلاد کلونو ته رسوی که چیری تاریخی حقائقو ته نظر وشی او هغه وکتل شی په همدغه دوره کښی چه دلته مونږ د هغی په کتنه او څيړنه بوخت یو د دواړو خواؤ وضعیت غوښتل چه روابط او تعلقات شروع شی په آریانا کښی د یونان او باختری دولت او د هغه وخت په چین کښی د (هان ها) کورنۍ پاچائی کوله، د باختر او چین ترمنځ د تهذیبی ارتباط شروع د دوهمی ق م پیړۍ اولو وختونه منسوبیدلی شی د باختر او چین ترمنځ تجارتی روابط هم ډیره پخوانۍ سابقه لری، د دواړو خواؤ ترمنځ زیاتره مراودات د(تارم) د حوزی اوسیدونکو عملی کول، له باختر نه زیاتره ښیښه ئی لوښی او کریمه تیږی او جواهرات او په مقابل کښی له چین څخه وريښم، وريښمين ټوکران، لاک، پوستکی، او سپنه سره او سپین زر او نيکل راوړل کيدل، د باختر خلک د چينيانو په نظر کښی زیاتره تجارت پیشه او سوداگر معرفی شوی وو او په تیره بیا د(چیان -تسین (۱۲۸م) د مسافرت نه وروسته دغه نظریه قوی شوه ځکه چه ده به ویل باختریان تجارت ډیر دوست لری.
غربی لاره د هریرود له حوزې نه د پارتیا د لاری د «کبتانا» (همدان) خوا ته تلله او له هغه ځای نه د انتیوکیا (Antiochia) سره یو ځای کیدله، هغه لاره چه د هندوکش د جنوب خواته هندی نیول شوی علاقی ته تلله د هندوکش له مشهورو غاښو (کوتلونو) څخه د کاپيسا حوزې ته رسیدله او په دغه ځای کښی ئی عموماً دوې څانگی درلودلې چه یوه ئی د نجراو، تگاو او د لغمان د لاری د کنړ، اسمار درې، چترال او د سوات خواته «پوراشاپورا» پيښور ته اوله دغه ځای نه (تاکزیلا) ته رسیدله، او بله د ډیری جنوبی لارې څخه د اوسنی کابل او خورد کابل او د هډې له شاؤخوا څخه برابره د(اندوس) سواحلو ته رسیدله.
دغه رنگه د لویو سيندونو څخه په تیره بیا له اندوس (سند) او اکسوس (آمو دریا) څخه هم په تجارتی مراوداتو کښی استفاده کیدله د اندوس سيند له ډیرو پخوا زمانو څخه د پيړيو د چلولو وړ ؤ او خاطرات ئی په تاریخ کښی ثبت دی، اسکندر د بیرته تگ په وخت کښی له دغه سیند نه تر بحر پوری په پیړۍ کښی ښکته شو (تارن) دغه عقيده لری چه د یونان او باختری پادشاهانو د آمو دریا او سند په دوو سیندونو کښی دریائی قواوی درلودلې او وائی چه د (د متريوس) په سکه باندی دری غاښیزه نیزه او د (انتی ماکوس) په سکه باندی د (پوزیودن) د سیند د ژنی تصویر په دی باندی دلیل دی چه دغو پادشاهانو د اندوس او اکسوس په درو سیندونو کښی دربائی قواوې درلودلې د(استرابون) د لیکنو له مخی داسی معلومیږی چه د هند تجارتی مالونه د آمو دریا په اوبو کښی د (ایرکانو Incairo) کوچنی سیند د (خزربحیری) ته او له دغه ځای نه د (کورا) Kura او د گاونډيو ځمکو د لاری (اوکسين Euksin) یعنی توری بحیری ته وړل کېدل او راوړل کېدل لکه چه (ترؤر) وائی دغه تجارتی مالونه له «کوفن» یعنی د کابل له حوزې نه په اوو ورځو کښی باختر او د آمو دریا سواحلو ته وړل کیدل نو په دغه ترتیب د هغو مدرکو له مخی چه په لاس کښی دی واضح معلومیږی چه د هند مال التجاره له هغو لارو څخه چه بیان شوې د (کوفن) یعنی د کوپیسا حوزی ته د هندوکش د درو خولی او مدخل ته راوړل کیدل، او له دغه ځای نه په هره وسیله سره چه وو په ډيره چټکۍ په اوو ورځو کښی باختر ته راوړل کیدل او په پیړیو کښی په په آمو دریا کښی د خزر بحیری ته نقل کیدل په دغه وخت کښې د آمو سيند د اورال په بحيره کښی توئیده خو طبیعی کانال دغه بحيره له جنوب غربی څنډی نه د خزر په بحیری پوری نښلولی وه، وروسته بیا دغه تجارتی مالونه د خزر له سواحلو نه د کاروان او قافی سره به تورې بحیری ته وړل کیدل او کوچنۍ آسیا او حتى د مدیترانی د بحر شرقی او شمالی سواحلو ته خپریدل.
همدغه راز د اندوس «سند» له سیند څخه هم تجارتی استفادی کیدلی هر کله چه د دغه سيند له حوزی نه د باندی تر (پتالی پوترا) یعنی (پتنی) د موریا د دولت تر مرکز پوری د یونان او باختری دولت نفوذ خپور شوی و ( ۳۲ - ۳۳ یا د مخه یا وروسته صفحې دی وکتل شې) د اندوس تجارتی مراوداتو ډیر اهمیت درلود. د ټولو نه مهمه لا دا ده چه په گجرات او د (کامبی) د خلیج په شرقی سواحلو کښی د (بری گازا Brygaza) بروچ Broch بندر د (اپولو دوت) د یونان او باختری مشهور پاچا (دمتريوس) د ورور او جنرال په لاس فتح شو، او دغه بندر دوچی او دریاب د تجارتی روابطو او مراوداتو په لحاظ ډیر اهمیت درلود بحری او دریائی لاره له دغه ځای نه د غرب خواته خلاصه وه، او دوچی لارې د (ايوجن) او (ويديسيا) او (کوزامبې) د لارې (پتالی پوترا) او د گنگا سواحلو ته تللی د یونان او باختری پادشاهانو عمرانی یادگارونه د اندوس په حوزه کښی ډیر دی د (دمتريوس) په نامه او د ده د مور (ته اوفيلا) په نامه ښارونه په دغه ځای کښی ودان شوی وو، وروسته ذکر شویی ښار د اندوس د دلتا په غربی منطقو کښی بولی.
لنډه دا چه د یونان او باختری دولت او د (ایگزارت) له حوزی نه د (کامبی) تر خلیج پوری او د لوط له صحرانه د گنگا تر حوزې پوری د دغه دولت د قلمرو خپریدلو چه وچې او سمندری لوئی لاری ئی په لاس کښی درلودلی په دوو لومړیو (ق م) پیړو کښی د آریانا د تجارتی مراوداتو په پراختيا کښی ډیره اغيزه او تاثیر وکړ، او په هغه اساس چه بنسټ ئی په دغه دوره کښی قائم شو، د آریانا کوشانی امپراطورۍ د گاونډیانو حتی د چین، شرقی روم (بیزانس) دلیری مملکتو سره د مملکت تجارت ته نوره پراختیا هم ورکړه، او په دغه باب کښی په پخپل ټاکلی فصل کښی بحث وکړو.
ژبه او رسم الخط: په لومړی جلد کښی د (۱۶۰ پاڼی په شاؤخوا کښی) له ویدی ژبی څخه او د (۳۳۱) مخ په شاؤخوا پاڼو کښی د (زند) له ژبې څخه مو بحث وکړه چه د هند و اروپائی د کورنی باختری ژبو یوه څانگه ده او په ټاکلو دورو کښی د آریانا په خاوره کښی ورباندی خبری کیدلی. د د غر دوو پخوانیو ژبو څانگی د مملکت په غرنیو ځایو کښی معمولی او مروجې وې او د احتماله لیری نه ده چه د هغی دوری تر زمانی پوری چه مونږ ئی په ځیړنه او کتنه اخته یو، نوی څانگی هم ورځنې پیدا شوې وې. کوم شی چه په دغه باب کښی د يونانی او باختری خپلواکو پادشاهانو د سلطنت په دوری پوری ډیره اړه لری د یونانی ژبی او رسم الخط خپریدل او د محلی لهجو سره د هغی گدون او خلطيدل دی.
هغه وخت چه (استرابون) وائی (د باختر خلکو په بيلو بيلو لهجو خبری کولی چه د تولو نوعیت یو ؤ) د باختری ژبو بیلو بيلو څانگو ته اشاره کوی چه تر نن ورځی پوری هم اقسام او انواع ئی د مملکت په بیلو بیلو ځایو کښی ليدل کيږی لکه چه د مسکوکاتو یعنی د هغی زمانې د رسمی سندو له مخې معلومیږی د یونان او باختری پادشاهانو د یونانی (ژبی) او د محلی (ژبی) د دواړو احترام کاوه او زیاتره احتمالات پدې باندی دلالت کوی چه درباری ژبه څه نا څه په اول کښی یونانی وه خو وروسته بیا د یونان او باختری دوهمی سلطنتی کورنۍ د مؤسس (ایوتیدم) نه وروسته چه د ده په زمانه کښی د آریانا د خاوری سره یو او متحدی شوی دی، محلی ژبی هم په دربار کښی ویل کېدلی که چیری په باختر کښی تر یوی اندازی پوری په یونانی ژبه باندی خلک ښه پوهیدل، خو د هندوکش په جنوب کښی یو نوی شی ؤ او خلک ورباندی نه پوهیدل - په دغه مناسبت محلی ژبی یا څه ناڅه يوه ژبه ئی په دربار او رسمياتو کښی داخله شوې وه د آریانا د خاوری د یو والی مسئلی طبعاً داسی تقاضا کړل او دغه مسئله د مسکوکاتو له مخې واضحه معلومیږی ځکه مجرد چه د یونان او باختری دولت د هندوکش په جنوب کښی نفوذ پیدا کړ د پراکریت ژبه او حتی خروشتی رسم الخط د مسکوکاتو په کیڼ مخ باندی پیدا شو او «دمتریوس» هغه لومړی شخص دی چه خپل مسکوکات ئی په دوو یونانی او پراکریتی ژبو او په دوو یونانی او خروشتی رسم الخطو نو خائسته کړی وو، سربیره پدی د آریانا د اوسیدونکو سره د یونانیانو د گډون او اختلاط له کبله یونانی ژبه او آریائی لهجی سره گډې او مخلوطی شوې او طبعاً له دواړو نه يوه گډه لهجه منځ ته راغلی ده تر دی چه کم کم څرنگه چه یونانی نژادی عنصر په محلی وینه کښی گډ او منحل شو او له منځه لاړ یونانی ژبه هم بیخی په باختری لهجو کښی حل شوه.
لکه چه مسکوکات شهادت ورکوی د یونان او باختری پادشاهانو د سلطنت په دوره کښی په آریانا کښی دوه رسم الخط ونه معمول او مروج وو چه یو یونانی رسم الخط، او بل خروشتی رسم الخط د یونان او باخترى لومړۍ خپلواکی کورنۍ په مسکوکاتو کښی لوړی دیودوت او ده د زوی د سلطنت په دوره کښی چه دی هم په همدغه نوم یادیږی د باختر په مسکوکاتو کښی یواځی یونانی رسم الخط استعمال شوی دی، په هغو اقداماتو سره چه د یونان او باختری دوهمی کورنۍ د موسس له خوا د آریانا د خاوری د یووالی په لاره کښی شروع شول (خروشتی) رسم الخط لومړی ځل د (دمتريوس) د څلور کونجو (مربعو) مسکوکاتو په کیڼ مخ باندی ضرب شو د (ترؤر) د تحقیقاتو له مخی (خروشتی) نوم د (کروتهه Karottha) آرامی کلمی څخه مشتق شوی دی چه د (حرف) په معنی دی د دغه رسم الخط د الفبا مبدأ هم (آرامی) ده او له دې څخه په د کوشان په فصل کښی مفصل بحث وکړو، چه د هغه د ترقۍ زمانه ده دغه رسم الخط له ښی خوانه کینی خواته لیکل کیده او د الفبا حروف بی د يو د بل ترکيب نه په مستقل ډول او جلا جلا لیکل کیدل لکه چه د یونان او باختری پادشاهانو مسکوکات شهادت ورکوی په دغه عصر کښی د هغه مرکز د هندوکش جنوبی لمنی وی د دمتریوس نه وروسته یعنی (د۲۰۰ ق م) نه راوروسته د یونان او باختری پادشاهانو د سلطنت ټولی دوری د یونانی رسم الخط سره برابره دوام کړی دی که څه هم لویو کوشانيانو هم یونانی رسم الخط پخپلو مسکوکاتو کښی استعمال کړی دی خو دغه استعمال ټوله د نقل او تقلید جنبه لری او د دوی دوره د خروشتی رسم الخط د ترقی زمانه بللل کیدلی شی د یونان او باختری پادشاهانو د سلطنت په دوو پیړيو کښی هغه مطالب چه د مسکوکاتو په مخ باندی په یونانی ژبه او رسم الخط ليکل کيدل د هغو عين ترجمه د مسکوکاتو په کیڼ مخ باندی په پراکریتی ژبه او خروشتی رسم الخط ضربیدل، له دغی رویې نه معلومیږی چه د دفتر خاوندانو او د دربار منشیانو او منوری طبقی په دواړو ژبو او په دواړو رسم الخطو ښه پوهیدل او داسی مترجمین او لیکوال موجود وو چه په دواړو ژبو او رسم الخطونو کښی ئی بلدیت درلود او لوستل لیکل او ترجمه به ئی کوله - دغی رویی دوام درلود او کرار کرار یونانی رسم الخط خپل ممیزات په کوشانی عصر کښی دلاسه ورکړل او د خلکو له پوهې څخه ووت او خروشتی رسم الخط د هغه ځای ونیو.
اردو او جنگی ادوات او آلات: د وید او اوستا د ادب په شهادت د تاریخ د پیدا کیدو له ابتدا نه راوروسته د آریانا غرنی ځایونه تل د نامتو پهلوانانو د روزنی ځانگو وه او له هماغی پخوانۍ زمانی څخه چه د اجتماعی ژوند بنسټ نوی کیښودل کیده په فرد او جامعه کښی دغه روح تزریق شو او د تاریخی دورو په تیریدلو سره ئی پر له پسی وده او نشوو نما وکړه او قوت ئی وموند، پهلوانی، جگره ماری، شهامت، سوارکاری آریانی فطری سجیه او د آریانا، خراسان او افغانستان د اوسیدونکو ممیزه نښه او علامه ده چه له ویدی سرود نه نیولی تر مهاباراته او د شاهنامو او د آویستا تر پشتونو پوری ټول د هغوی د رزمی داستانو په نقلولو رنگین دی او د دنیا او په حماسی عنعنه ئی تشکیله کړی ده.
د لومړی جلد په دوهم فصل کښی (د جگړه مارۍ او وسلی) ترعنوان لاندی او په دریم فصل کښی (د جنگ او جنگی ادواتو) تر عنوان لاندی په ویدی او اوستائی زمانه کښی د آریانا د اوسیدونکو د جگړه مارۍ ژوندون او رزمی ممیزات بیان شوی دی، له وروستۍ ذکر شوی دوری څخه تر هغی زمانی پوزی چه به دغه ځای کښی د هغی په څیرنه او کتنه اخته یو دغه روح تل ژوندی ؤ او د هغه شاهد هم پخپله هغه تاریخی پیښی دی چه په دغه وخت کښی پیښی شوی دی او په تفصیل سره په لومړی جلد کی بیان شوی دی. دلته د هغه شی په تعقیب چه په دغه باب کښی د لومړی جلد په فصلونو کښی لیکل شوی دی غواړو چه حتی الامکان د یونان او باختری دولت د نظامی وضعیت او عسکری صنفونو په باب کښی څو کرښی ولیکو د متهاجمینو لکه د شاهی سلوسیانو او هندی موریایانو په شاته وهلو کښی د یونان او باختری دولت د جنگی اقداماتو له مخی او بیا د هغو استعماری جنگونو له مخی چه د اندوس (د سند د سیند) نه په هغه خوا شرقی خاورو او د تارم په حوزه کښی شوی دی معلومیږی چه د آریانا او د یونان او باختری مقتدرو پادشاهانو په دغه عصر کښی لویه او مرتبه نظامی قوه درلوده او دغه قوه دومره مقتدره وه چه سلوسیان ئی د آریانا د خپلواکۍ پیژندلو ته اړ کړل او د گنگا او د تارم تر حوزی پوری ئی د خپلو فتوحاتو لمن پراخه کړه په دی کښی هیڅ شک او شبهه نشته چه په دغه وخت کښی زمونږ د اردو د تشکیلاتو مهمه برخه سواره نظامو تشکیل کړی وه، آس هماغه آس چه زمونږ د تاریخ په پخوانیو دورو کښی ئی په تیره بیا په اوستائی دوره کښی (سواری او سوارکاری) په جامعه کښی پیدا کړی وه تر دغه وخته پوری په خپل پخوانی اهمیت پاتی و او د سپرو چټک ټولگی د حملی او چپاوونو ډیر مهم او زورور عامل شمیرل کیده. د هندوکش د شمالی برخو اوسیدونکو او د باختر او تخارستان خلکو چه تر نن ورځی پوری په سوارکارۍ کښی فوق العاده مهارت لرى حتى زمونږ د سواره نظامو خورا بهتر ټولگی ئی تشکیل کړ او د دی دوری لویی او مهمی فتحې زیاتره د هغوی د چټک حرکت نتیجه وه دغه سوارکاران په غشوا او لیندو، ژوبین او نیزو، په تورو او پیش قبضو سره مجهز وو او موقع به ئی لیدله او د خپلې مهمی وسلې نه به ئی کار اخسته (ترؤر) روسی معاصر مؤرخ (می لندا پانا (Milinida Pana د کتاب له مخی چه د (مناندر) او پیانی ژنرال د هند د نیولو ځمکو د یونان او باختری امیر په زمانه کښی لیکل شوی دی د یونان او باختری دولت د عسکری وضعیت په باب کښی معلومات په لاس راوړی او د دغې زمانی د سوارکارانو له خولی نه لیکی چه (که چېری دښمن لیری وی هغه په غشوولو، او که چیری نژدی شی هغه بیا په ژوبین سرولو، که چیری ښه نژدی شی هغه بیا په نیزو سره وهو، او که چیری نور هم پسې نژدی راشی هغه بیا په تورو وهو، او که چیری راورسیږی او مستقیم تماس پیدا کړی نو هغه به بیا په خنجر سره وهو.)
د یونان او باختری دولت نظام جنگی گاډۍ هم درلودې په آریانا کښی د آریایانو د پیدا کیدو او ظهور له زمانی نه راوروسته جنگی گاډۍ تل استعمالیدلی. په ویدی زمانه کښی د آریا قبائلی پادشاهانو د هندوکش په دواړو خواو کښی له آس نه زیاتره د جنگی گاډیو په کش کولو او راښکودلو کښی کار اخستل کیده، او دغه رویه او کار په اوستائی زمانه کښی هم معمول ؤ او (رتشتر) ته به ئی (په عراده سپریدونکی پهلوان) وایه په همدغه رویه د یونان او باختری پادشاهانو د سلطنت په دوره کښی د آریانا په عسکرو کښی د جنگی گاډیو استعمال پاتی ؤ، د عسکر او گاډۍ چلوونکی د ناستی ځای څلور کونجه او د لرگی یا د اوسپنی نه جوړيده او په دوو لویو عرادو مجهز ؤ د یونان او باختری دولت د عسکرو په جمله کښی جنگی پیلان هم شامل وو، په تیره بیا په هند کښی د دمتریوس د فتوحاتو نه وروسته چه د دغه کار دپاره زمینه ډیره برابره او مساعده شوی وه پخپله دمتریوس د باختر پاچا د هند د فاتح په حيث نقش او د پیل سرئی پخپله خولۍ نصب کړی ؤ د (انتیال کیداس) د یو ډول سکی په مخ باندی چه په کاپیسا کښی ضرب شوې وه د(پيل سر) د(زوس) په مقابل کښی د کاپیسا د ممیزه نښی او علامی په حيث نقش شوی دی له دغو شيانو نه معلومیږی چه د یونان او باختری پادشاهانو په زمانه کښی پیل په تیره بیا د هندوکش په جنوبی علاقو کښی اهمیت درلود او له جنگی پیلانو څخه ئی حتی په عسکری سوقیاتو کښی هم کار اخست، موسیو (ترؤر) پخپل د (یونان او باختری صنعت) په کتاب کښی د دوو فلزی دائرو تصویر لیکلی او ورکړی دی چه د (ارمیتاژ) په موزه کښی ساتل شوی او محفوظ دی، او په هر یو کښی ئی جنگی پیل د پیل وان او د هغو نظامی کسانو سره لیدل کیږی چه د پاسه ورباندی ناست دی، د پیل په اوږو باندی هودج زمونږ د اوسنیو کلاگانو په شکل د بروجونو او کنگرو سره کیښودل شوی او په کنگرو باندی د دوو تنو عسکرو سرونه د خپلو نیزو د سرونو سره معلومیږی په دواړو تصویرونو کښی دغه عسکر هر یو، یو فولادی خول د یونان او باختری پادشاهانو د خول په شکل په سرازی، پیل وان د کلا په شان هودج نه د باندی د خپل چنگک سره د پیل د دواړو غوږو په منځ کښی ناست دی د دغه هودج (کیجاوی) خائست او ښکوليتوب د کتلو وړ دی ځکه چه تر نن ورځی پوری د هغی نقشونه زموږ د کلاگانو په برجونو او دیوالونو کښی ساتل شوی دی، د یونان او باختری دولت د عسکرو په جمله کښې پلی ټولگی هم موجود وو چه د ملت له افرادو څخه به راتولیدل او وسله به ئی غنی، لنده، نیزه او سپرؤ، او غالب گمان دادی چه په غشو، لیندو او په هغو نمونو کوچنیو پیش قبضو مجهز وو چه تر اوسه پوری په نورستان کښی موجودې دی هغه صنعتی آثار، مجسمی او رنگه تابلوگانی چه د حفریاتو په نتیجه کښی د افغانستان د بيلو بيلو ځايو څخه لکه هډه، بگرام، او فندقستان (د غوربند دره) پیدا شوی دی که څه هم په دوه دریو وروستیو پیړیو پوری اړه لری خو سره د دی د پیاده نظام، اوسپرو د لباس او د تعرضی او تدافعی وسلو د ځینو اقسامو په باب کښی چه په دومره موده کښی ئی چندانی فرق ندی کړی معلومات ورکوی، د هډې د ځينو مجسمو له مخی معلومیږی چه سپرو او پلیو به زره اغوستله او دغه زره زياتره د درې کونجو (مثلث نما) فلزی (تر=دا برخه ونه لوستل شول) څخه جوړه شوی وه او د پیاده وو او سپرو د زرو د فلزی ټوټو وضعیت فرق درلود د پلیو د زړی د دری کونجو (ټوټو=دا برخه ونه لوستل شول) سرونه په ښکته او د سپرو په پورته وو چه هغه نیزه چه له پورته خوانه یا د ښکته خوا نه په مقابل طرف باندی وهل کيدله غوڅه و نه کړی او کارگر واقع نه شی. گرد میر او دوه سری خنجرونه هم مروج وو او اوږدی سمی تورې هم استعماليدلی.
موسيقى او نندارې (نمايشات): په يو مملکت کښی لکه افغانستان او په يوه دوره کښی لکه د یونان او باختری پادشاهانو د سلطنت دوره چه د صنائعو، آرت او د نفیسو صنائعو د بیلو بیلو څانگو دپاره ډیری ښی زمینی نشو ؤ نما کړی وه طبعاً موسیقی هم یو ځای ته رسیدلی وه.
د چینیانو )دنه او نرا و=دا برخه و نه لوستل شول) افسانو له مخی څلور زره کاله پخوا د ټولی یعنی (هشتیان=دا برخه ونه لوستل شول) د دووی (لی) د پيدا کولو دپاره (لنگ لن) نومی سړی باختر ته رالیږلی ؤ له هډی څخه پیدا شوی هیکلونه او د بامیانو رنگه تبلوگانی په دغه باب کښی هم رڼا اچوی، شپیلۍ، رباب، بربط، سه تار او تنبور داسی آلات وو چه زیاتره کانون ئی آریانا وه، او د دوهمی مسیحی پیړۍ نه وروسته د سنکیانک او د تارم د حوزی د لاری د چین خاورو ته خپاره شوی دی (ترؤر) روسی مدقق دغه عقيده لری چه د یونان او باختری پادشاهانو او په هند کښی د دوی د امراوو په دربار کښی د تیاتر ننداری او نمايشات ورکول کيدل ځکه چه (پلوتارک) دومره هم ویلی دی چه د اسکندر سره یونانی ممثلین هم ملگری وو، په دغو لحاظو دغه مدقق فرض کوی چه هغه تیاتر او ننداری چه د یونان د اصولو سره ئی ډیر مشابهت درلود په باختر کښی پیدا شوی وی.