32

روښانیان ( ۹٦٠ - ۱۰۴۷ هـ )

د افغانستان لنډ تاریخ شپږمه برخه

مخکښې مو ولوستل چې د غور د سوريانو دوره چې په خټه افغان او د افغاني وياړونو ساتندويان وو په بې ساري برم و پرتم تېره شوه، هغه شاهنشاهي د خراسان د لوېديزو سيمو له پايه د ګنگا تر غاړو خپره وه. سر بېره پر دې چې د چنګیز وحشیانه یرغلو دا برم و پرتم و نراوه، خو افغانانو هغه هېر نه کړ او په هند کښې يې بيا د لوديانو سوريانو، خلجیانو او نورو د پاچاهۍ په جوړولو لاس پورې کړ. خو د چنګيز او تيمور د اولادې پرله پسې يرغلو پرې نه ښووه چې د افغانستان او خراسان خاوره بيا يو سياسي يووالى ومومي، بابر چې د همهغه توکم (نژاد) سړی و، هماغه يې وکړل چې نيکونو يې کړي وو. په دې څو پرله پسې پېړيو کښې افغانان تل د خپل تېر برم و پرتم د راګرځولو په تکل کښې وو او په دغو څلورو سوو کالو کښې د افغانانو په غرو کښې داسې مېړونه وزيږېدل چې د افغاني تاريخي برم د راګرځولو لهپاره يې د خونړيو پاچاهانو له ځواکونو سره ډغرې ووهلې او لکه په دغه تاریخچه کې مو چې څو ځله لوستې دي له تاريخي هڅو سره سره يې د خپلواکی بیرغ هم رپاند ساتلی دی. يو له هغو مېړونيو څخه چې غوښتل یې بیا افغانان خپل تاريخي برم ته ورسېږي بايزيد مشهور په پير روښان و، چې ښکیلاکګرو ورته (پیر تاريك وايه دا تاريخي زړور او د ښكيلاكي واکمنۍ دښمن شخصيت بايزيد د قاضي عبد الله زوى او د محمد لمسی چې ده ته يې سراج الدین او ميا مسکین روښان هم ویل د انصاري له کورنۍ، په ختمه اورمړ پښتون، پر (۹۳۲هـ) کال د پنجاب په جالندهر کښې د بيبن (صورت مهند بي بي) له نسه چې د محمد امین لور وه وزېږېد ، انصاري کهول لومړی په کندهار او بيا د وزیرستان په کاڼي ګرم کښې اوسېده، محمد امين د بيبي پلار د عبد الله د نیکه ورور و، دا یو علم پال کهول و. د روښان د کهاله نیکه محمد انصاري دوولس زامن لرل چې له هغې جملې څخه عبدالله فضیلت درلود، د قضا په چارو بوخت و او لکه چې آخوند درویزه وايي اورمړ او انصاري د وزيرستان له قبيلو څخه دي او ميا روښان له انصاري قبيلې څخه و. خو د پنجاب د جالندهر په ښار کښې د انصاري په نامه يو کهول و، چې ځانونه یې د ميا روښان اولاده بلله او له دوی سره د (تذکرة الانصار) په نامه یو کتاب و چې په هغه کښې يې د بايزيد نسب په اووه لسمه پوړۍ ايوب الانصاری د حضرت محمد (ص) یوه صحابي ته رسولى دى. وايي چې د بايزيد د زېږېدو ځای جلندهر دی او د ده حجره تر اوسه د شيخ احمد غوث ولي مزار ته نژدې شته. په دې توګه به يې د دغه تاریخي اړيکي له امله انصاري نومموندلی وي، خو دا چې د وزيرستان په اور مر قبيلو کښې په دغه نامه کومه قبیله نه شته ځکه نو ښايي وويل شي چې انصاریان له پلار و نيکه را په دې خوا له افغانانو سره اوسېدل ځکه نو دوی افغانان وو او ټولو خلکو د درناوي په سترګو ورته کتل. بایزید په کوچینوالي کښې له خپله پلاره او ملا پاینده او ملا سليمان كالنجري څخه زده کړه وکړه چې زلمی شو پلار يې وغوښتل چې دی په ملتان کښې د شیخ بهاء الدین زکریا په کورنۍ وګروهوي او د هغوی مريد يې کړي، خو ده چې وده او لارښوونه ارثي نه ګڼله نو د خپل تره زوي خواجه اسمعیل د خداداد زوی او د محمد لمسی ته يې د ارادت لاس وغځاوه، تل يې په زهد طاعت او تقوی ژوند کاوه او له خپل پلار سره چې ظاهراً قاضي او په دنيوي چارو ککړ و، نه اوسېده. دا مهال بایزید ځانګړی ،زیار زهد مراقبې او تفکر ته ملا وتړله او لکه چې په خپله وايي يوه شپه یې حضرت خضر پر خوب ولید، تر هغه وروسته د قرب او وصلت مرتبې ته ورسېد او تل يې خپل پلار و مهریزی ورور شيخ يعقوب د قاضي تا به او بدې اخيستلو څخه منع کول ځکه نو له هغه وخته د ده او د کورنۍ تر منځ اختلاف پیدا شوی و. بايزيد له زلمي تابه په ګرځېدو او د نفس په تزکیه لاس پورې کړی و، تر کندهار، هند ماوراء النهر او سمرقند پورې ولاړ د پوهانو او د نظر له خاوندانو سره یې وکتل او دوديز عربي او دیني علوم يې زده کړل، په ادب، فسلفه او تصوف کښې يې مطالعات وکړل او د آفاق او نفس په سیر له بوخت شو د دغه سفر په ترڅ کښې يې د آسانو سوداګري کوله، چې سمرقنده به يې ښه اسان رانیول او هند ته به يې بوتلل، د ده دا سفرونه له پېنځلس کلنۍ څخه د (۹۴۷هـ) کال په شاوخوا کښې پيل او د ( ٩٦٠هـ) کالتر حدود و پورې جاري وو. دا وخت د بایزید علمي او فكري شخصيت ښه پوخ او د مورخانو په وینا فکور عالم، فصيح او فاضل سړی ځنې جوړ شو. آخوند درویزه د ده مخالف هم وايي چې هوښیار پوه او فیلسوف سړی و. د دبستان مذاهب مؤلف ليکې چې په کابل کښې يې د ميرزا محمد حکیم په دربار کښې ډېر پوهان او علماء په مناظره کښې پړه کړل او پر هغو يې بری وموند، ځکه نو میرزا دی په درنښت بيرته واستاوه او حتى وايي چې: په خپله میرزا ، د کابل قاضي خان، حکیم خان او میرزا اتالیق ټول پر ده معتقد شول. بایزید د خپلو سفر و او ګرځېدو پر مهال په ټوله پښتونخوا کښې د افغانانو د مظلومیت حال ته ځير شو دا چې د لوديانو او سوریانو تېر برم هم ور په یاد و نو دا فکر ورته پیدا شو چې دا بې وزلي او تيت پرك خلك پر خپل ملي مرکز راغونډ او په دوی کښې داسې حکومت منځته راولي چې د دوی خپل وي او د پښتنو د آزادۍ نغری بیا تود شي. څرګنده ده چې د بايزيد دا سياسي نظريه د هند د تيموريانو د هغو ظلمونو او ستمو مخالفت و چې دوی پر افغانانو کول او په ليدو يې هر حساس پښتون د مخنيوي له پاره پارېده. په دې اړه دوه تاريخي سندونه را سره شته لومړی داچې بایزید د مشهور بیرم خان د حمکرانۍ پر مهال د (٩٦٠هـ) کال پر شاوخوا کندهار ته راغلی و او تجارتي مالونه يې راوړی وو لکه په خپله چې ده ليکلي دي: د هغی سیمې حکمران پر کاروانيانو ستم وکړ، د داد خواهۍ پر وخت يې دی هم دربار ته بوت دی داسې ليکي: ... په هغه وخت کښې په کندهار کښې يو مير و، چې بيرمخان نومېد، پر هغه کاروان يې ظلم وکړ... نو د ځينو وارثان ټول شول د فريادکولو له پاره او زه يې هم له ځان سره رهي کړم. ما وویل حق تعالی به امیران او پاچاهان له عدله وپوښتي او د چا یو ذره عمل نه ضايع کوي، ورښيي يي چې: (فمن يعمل مثقال ذره خيراً يره) نر بيرمخان ومنل او ويې ویل چې د حال پوښتنه کوم خو پوښتنه یې و نه کړه د وعدې مخالفت وشو..." له دغه بيانه چې په خپله د بايزيد په قلم نقل شوی دی داسې څرګندېږي چې دا ستر افغانی شخصیت پر خپل قوم باندې د پردیو حاکمانو د مظالمو له ليدو څخه متاثر ظالمان یې د عدالت او نیاو خوا ته وبلل. دا شریف احساس چې د پرديو د زړه ځوروونکيو ستمو له ليدو څخه بې شکه هر غیرتمن سړی ته پیدا کېږي د روښاني نهضت اساسي سبب شو چې تذكرة الانصار يې داسې بیانوي حكام مغل ظلم و ستم خود را بر افغانان بغایت رسانیدند تا جاییکه روزی یکی از بن ستم کاران یکنفر زن افغان را ماخوذ داشت و موی سر او را با سنگ آسیا فرو بست چون پله سنگ بدوران آمدی آنزن نیز با آن گشتی و فریاد برآوردی...." بايزيد چې سپیڅلی پښتون و، د دغه ویرجن حالت په لیدو به سره پیچیل کېده او له ګوګله به یې دود خوت ځکه یې نو د هغه ظلم او ستم مخنیوی خپله ملي وجيبه وګنله او د روحي سير او مراقبت په عالم کښې يې د سرور کائنات حضور ته عرض وکړ او اجازه یې وغوښتله چې قوم ، مظلومانو د ځور او ستم د مخنيوي له پاره هڅه وکړي او ظلم پای ته ورسوي تر هغه وروسته چي يې داسې يوه روحاني اجازه واخيستله نو په مېړانه د پردیو ستمکارانو مخې ته ودرېد او د افغانانو په غرو کښې يې يو دا مې نهضت منځته را ووست چې په هغه کښې د جالندهر يو نوميالي بزر، شيخ غوث الكرام داسې وويل: په غرو کښې بیا یو اور بل شو خدای دې عاقبت به خیركړي". بايزيد د عدل او انصاف پر لار قدم کښېښوو او له هغې سيمې يې د ځور او ستم کرغېړنې نخښې ورکې کړې. کېدای شي دا بیان کټ مټ رېښتيا نه وي، خو دا حقيقت ترې لاس ته راځي چې د روښان نهضت علت العلل پر افغان اولس د پرديو د ستمکاری مخنیوی و، چې هغه وخت د ډهلي) د تيموري حكمدارانو د ظلم په اور سوزېدل، ظلم او ناروا تل په خپل مقابل کښې اتلان زېږوي او ننګيالي مېرونه پاروي. پورتنۍ ليکې د بایزید روښان د آزادی غوښتلو نظريه او د سياسي عقيدې فلسفه څرګندوي. خو هغه يو داسې مرکب کرکټر (سجیه) درلوده حي ظاهراً يې په نورو سياسې آزادی غوښتونکيو او جنګياليو کښې څرك لګېدای نه شي، ځکه دی په عين حال کښې چې يو ننګیالی جګړن و، د تصوف، صلاح، تقوا، د نفس د ریاضت او ارشاد څښتن هم و چې ده د شخصیت دا اړخ په لاندې ليکو کښې د هغه له تعلیل سره لوستل کېدای شی د چنګیز او تیمور تر هولناک چور او چپاو وروسته د منځنۍ آسیا په هېوادو کښې له مصره تر هنده د ګوښه ګیرۍ، له ژوندانه څخه دتیښتې او منفي خوا ته د رجوع یو راز احساس پیدا شو چې د هماغو تاريخي بدمرغيو وينو تويولو منطقي نتيجه وه. خلك چې له مادي آلامو څخه ستړي شوی  وو، نو د تصوف او روحانیت په لمنه يې منګولې ولګولې او د جګړې، چور او چپاو له ډګره يې د خانقاه ګوټ ته پناه یووړه، د تصوف مسلك بشپر دود شو، په ټوله منځنۍ آسيا کښې د اولياء الله او د تصوف د خاوندانه ګاونډ د ویرژړليو او ربړېدليو له پاره یوازینی ټاتوبی ګڼل کېده، آن تر(۹۰۰هـ) کال وروسته په اردیبل کښې د شیخ صفی الدین د خانقاه له ګوټ څخه يوه لويه شاهشناهي هم را ولاړه شوه چې وروسته يې پر ټول ايران او د افغاني خاورې پر يوې برخې واکمني درلوده او د دربار رسمي کسان د (صوفي) په لقب یاد شول په بخارا او هرات کښې د تيمور د اولادې حکومت هم پر روحي بنسټيو ولاړونو د دوي په دربار کښې د نقشبنديانو اغېزه دومره ډېره وه چې د تيمور غوندې مدهش خونخوار هم ورته پر ګوند و شوی او تندی یې پر درشل ورته ايښي و د هرات په دربار کښې مولانا جامي دومره اغېزه درلوده چې د هغه ستر وزیر امیر علي شير نوايي د ده په ستاينه کښې شعرونه ویل او له هند نه نامتو وزیر محمد کاونان د خپل نیاز عرض د ده حضور ته ليکه دا مهال د پښتونخوا سیمه چې دهند ایران او ماوراء النهر تر منځ پرته وه له دې روحي هڅې څخه خورا زياته متاثره شوې وه، تر دې چې يوه سړی د پیر بابا په نامه له اټکه تر کابله د خلکو د ځان او مال څښتن و او ټول یې تر روحي اغېزې لاندې وو. دا نافذ او جذاب شخصيت سيد علي نومېده چې د قنبر علي زوی د سید احمد نور لمسی د سید یوسف نور کړوسی او د محمد نور کوسی و، چې د محمد زوی د تيمور لنگ له خوریانو څخه و، د ده اولادې د تيموري پاچاهانو له دربارو سره اړه دلوده د سيد علي پلار له ترمذه كندوز ته راغی له هغه ځایه د بابر له زوی همایون سره هند ته لاړ، په خپله سید علي په مانک پور کښې د شيخ سالار رومي لاس ونيو او استفاضه يې ځنې وکړه، بيا له هغه ځایه د افغانانو غرو رغو ته راغى سيد علي تر (۹۰۰هـ) وروسته زېږېدلی او د (٩٦٢هـ) کال په شاخوا کښې د اټك او خيبر تر منځ سیمو ته راغی ده چې د تيمور له کهاله سره خپلوي او اړه درلوده او له بلېخوا هاغه مهال د همدغو سیمو خلکو د ډهلي تيموري امپراتورۍ ته تل سر درد پیدا کاوه، نو ځکه نوموړيو سيمو ته د سيد علي راتګ له سياسي مقاصد و څخه تش نه و او دغو سیمو ته له رارسېدو سره يې د يوسفزیو د دولت زي تبرديوه لوى ملك لور وكړه او د روحاني اغېزې د خپرولو په ترڅ کښې يې خپل سیاسي مقصدونه هم پر مخ بيول. غوښتل يې چې په دې سيمو کښې د دین او روحانيت له لارې د ډهلي د دبار مخالفان نوم بدي او ناکام کړي او د ډهلي د کبار اطاعت ته د خلکو پاملرنه وګرځوي. سيد علي دلته مخلص او خونگرمه مریدان پیدا کړل، په پښتونخوا کښې تر دېرشو کالو پورې بې تاج و تخته پاچا و، چې د ډهلي له درباره مادي او مانيزه مرسته ورسره کېده د ده سياسي او روحاني مرکز په بونير غرو (پاچاکلی) و، چې هملته پر (۹۹۱هـ) کال مړ شو. دغه سيد او د ده مريدانو په خپل ټول ځواک د بايزيد روښان تكفير او ناکامی ته ملا وتړله او په راز راز وسيلو يې لکه پروپاگند، وعظ او خطابه او د كتابو د ليکلو له لارې په پير روښان پورې د الحاد، بد بینی او بد اعتقادی تور و تاره اوس به تاسې ته روښانه شوې وي چې د بايزيد د پيدايښت په چاپېريال کښې تصوف او طریقت پیری او مریدۍ څومره غښتلې اغېزه او دود درلود؟ ځکه نو که بایزید له آره یو آزادی غوښتونکی جنګیالی میره هم و، خو د خپل چاپېریال د غوښتنې له مخې اړ و، چې خپله متاع د بازاريانو له غوښتنې سره سمه عرضه کړي او خپل ځان په هغه وسله سمبال کړی چې د ده د سياسي مخالفانو په لاس کښې وه او د ده پر ضد يې کاروله ځکه نو بایزید تصوف ریاضت او طریقت له خپل سياسي مسلك سره چې په دې سيمو کښې يې تاريخي وياړنې افغاني پاچاهۍ منځته راوړل او سياسي مرکز جوړول و ګډ او يو داسې عجيب مركب يې ځنې جوړ کړ چېهم يې روحي اړخ لاره او هم مادي. تر دغه ځايه مو د روښاني نهضت د پیدایښت او د دغو خلکو د تفکر بڼه او د دوی د تحريك د فلسفې په شاوخوا کښې لنډ څه وويل. اوس د دغه ستر مېړه په اړه پاتې ټکي ليکو: بایزید به زلیم تا به کښې شمسيه نومي لودي پېغله په جالندهر کښې په نکاح کړه، چې د دې افغاني مېرمنې له نسه يې نوميالي اولادونه وزيږېدل، لکه د دبستان مذاهب مؤلف چې ليکي: د ٩٦٩هـ کال تر شاوخوا پورې د بايزيد شهرت هرې خوا ته خپور او ډېر ځواك يې وموند افغانانو د ده بلنه ومنله او د ده مرستې ته يې ملا وتړله. بایزید لومړی د دبار او سياست د واکمنو په لارښوونه لاس پورې کړ او د (صراط التوحيد) د کوچنۍ رسالې له لاری یې خپل نصیحتونه دوی ته ورسول، ده مخلص مریدان هم پیدا کړل چې د مړينې تر وخته پورې يې د ده ملا وتړله، د هغو نومياليو له ډلې څخه دا درې اديبان او د پښتو ژبې شاعران ورونه هم وو: ارزاني په پښتو شعر کښې د دیوان (خاوند) ملا محمد عمر او ملا علي محمد مخلص په پښتو شعر دیوان څښتن. همدارنګه ملا پاینده ملا دولت ،اکوزی دولت لون او میرزا انصاری دواړه په پښتو کښې د ديوان خاوندان) هم د ده ملګري وو. بايزيد چې د پردیو پر خلاف د جهاد اعلان وکړ او په کابل او پېښور کښې يې د ډهلي حکمرانان ووېرول نو ځکه دولتيانو او د دوی طرفدارانو چې د سيد علي (پير (بابا) له تابعانو څخه وو، د ننګرهاری آخون درويزه په روحاني او علمي لارښوونه چې په فارسي کښې د تذكرة الابرار او په پښتو کښې د مخزن الاسلام مؤلف ؤ. د بايزيد مخې ته ودرېدل. د دهمرکز دا وخت د پېښور په شمال کښې د اشنغر د (کله دير) د ملا دولت مومند په کاله کښې و او د (۹۷۰هـ) په شاوخوا کښې د کابل صوبدار محسن خان د سيد علي او اخون درویزه په مرسته پرده باندې لښکر را یې ویوست، دی د هغه د لښکريانو لاس ته ورغی او کابل ته یې بوت هلته په سياه چال کښې بندي کړ چې دغو پېښو د (۹۸۰هـ) تر شاوخوا پورې دوام و موند. بایزید په کابل کښې لږ موده بندي و لکه د مخه چې مو ولوستل د ده استعداد او د استدلال نفوذ او قوت د کابل پر حکمران اغیزه وکړه نو دی يې په ډېر درناوي له بنده خوشې کړ، ننګرهار ته ورسېد ، هلته یې بیا د آزادۍ غوښتلو غږ پورته او خپل سیاسي مرکز يې د "تيرا" په غرو کښې و ټاکه او له همدغه ځایه بایزید روښان د افغاني حکومت" بيرغ ورپاوه. د (۹۸۰ هـ) کال په شاوخوا کښې اپريديو، اورکزیو او اتمانخېلو زړوورو قبيلو د ده اطاعت و مانه خو څنګه چې د هغه ځاى زياترو خلکو د دښمنانو ملا تړلې وه، نو روښان د هغو ملګرتيا و نه منله او ويې ويل: "دا چې ستاسې زړونه له مغول سره تړلي دي نو د پښتنو منځته راتلای نه شي" خو هغو خلکو خپل لاسونه وتړل او د پښېمانۍ او توبې په توګه د ده حضور ته ورغلل، بایزید د دوی لوی ګناهکاران ووژل او پاتې دیارلس سوه تنه يې له تېرا څخه وشړل، په دې توګه یې هغه سيمه د پرديو له اغېزې او اثارو څخه بیخې پاکه کړه، خو د پردیو لښکر د تیرا پر "چوری" نومي ځای یرغل وکړ، د بايزيد پيروانو چې وسله نه درلوده د هغو تېرونلانو په واسطه يې د يرغلګرو مخه ونیوله چې د تیرا په غرو کښې شنه کېږي، هغوی ته یې سخته ماته ورکړه او د جګړې د روښان د ملګریو په ګټه پای وموند. درويزه وايي چې بايزيد له تيرا څخه د پردي پرستو، ريښې بیخيوايستلې، دوه سوه او شل تنه یې تر تېره تیغ تېر کړل، پاتې کسان د ملي کسات (انتقام) له ډاره ننګرهار ته وتښتېدل تر هغې وروسته بايزيد د ملي قواو په ترتیب او تجهیز لاس پورې کړ او د افغانانو د تېر عظمت درس يې د غرو د ننګياليو اوسېدونکيو غوږو ته ورساوه. د غرو زرګونه پلي او سپاره ننګیالي یې خدمت ته راغلل او د ډيلي حکومت د را پرځولو له پاره یې د ملي جهاد غږ پورته کړ، دوی د بايزيد په مشرۍ له تېرا څخه د ننګرهار خواته راوخوځېدل او په "بړو" نومي ځای کښې کښته شول، د کابل صوبدار محسن خان چې په دغه غورځنګ خبر و، له خورا لوی لښکر سره يې په جلال اباد کښې انتظار یوست، د دوی مخې ته راوووت او د شينوارو په تورراغه نومي ځای کښې دواړه قوتونه سره مخامخ شول، سخته جګړه ونښته او د غرو ننګیالي پښتانه چې په تشو لاسو د غرو په لرګيو او نيانو يې جنګ کاوه د ډهلي د پاچهۍ د وسله والو قواو په مقابل کښې چې د اور او اوسپنې وسلې يې درلودلې په ډېره مېړانه و درېدل، بایزید هم د خپلو پيروانو په منځ کښې په ډېره مېړانه جنګېده، چې د همدې خونړۍ جګړې په ډګر کښې ووژل شو، ځکه نو د تور راغه جګړه د يرغلګرو لښکرو په ګټه پای ته ورسېده. = پے ب په ثقه وينا دى د (۹۸۸هـ) کال په شاوخوا کښې پر ۵۶ کلنۍ شهید شوی هدیره یې معلومه نه ده خو زیات اټکل دادی چې په وزیرستان کښې ق به وي. د بایزید پر خپل ژوندانه د پردیو په مقابل کښې د ملي غورځنګ بنسټ کښېښوو او هم يې خلکو ته د افغاني حکومت جوړولو فكر پیدا کړ، دی پر سیاسي او جګړه ییزو اثارو سربیره ادبي او علمي اثار هم لري، ده په څلورو پښتو عربي فارسي او هندي ژبو خبرې او ليکنې کړایشوې، خو په پښتو ژبه کښې د فني نثر ليکنې يعنې د مسجع نثر د ادبي مكتب بنسټ اېښوونکی ګڼل کېږي، چې خپل مشهور کتاب "خيرالبيان" يې په همدغه نیم منظوم نثر چې فارسي عربي او هندي ژباړې هم لري لیکلی دی. د ده نور کتابونه يو "صراط التوحيد" نومېږي چې پر (۹۷۸هـ) کال يې په هغه کښې د خپل ژوندانه پېښې د کامل پير د لټولو موضوع او نصيحتونه ليکلي دي، بل کتاب يې حالنامه د خپل ژوندانه بیان دی. دبستان مولف له هغه څخه روايت کوي او څلورم کتاب يې د مقصود المومنین په نامه په عربي ژبه ليکلی چې د اخلاقو، تصوف او طریقت بحثونه لري. د دغو څلورو کتابو پر لیکلو سربېره يې د پښتو ژبې له پاره يو ليکدود هم جوړ کړی، چې د دې ژبې مخصوص آوازونه يې په خاصو اشکالو چې د کښې ښوولی وو. بايزيد په ناکامۍ له دنیا تېر شو، خو د آزادۍ غوښتلو هغه تخم چې ده په پښتونخوا کښې وکاره تر هغه وروسته شین شو، چې ثمره یې په پښتونخوا کښې د ازادۍ غوښتلو پرله پسې غورځنګونه وو لکه په کندهار کښې د ميرويس غورځنګ او په خيبر کښې د خوشال او ايمل هڅې او بالاخره د احمد شاهي لويي شهنشاهی جوړېدل دروېزه د پير روښان مخالف قطب دده او د ده د اولادې دا سياسي مفکوره داسې بیانوي چې دوی وویل: لښکرې راغونډ وو هندوستان ،نیسو عامه ناره يې وکړه چې افغان سپاره دې پر موږ راټول شي، د اکبر پاچا خزانې زموږ دي." له بايزيد څخه دوې سلسلې ماثر پاتې دي: ادبي ماثر چې یوې ډلې پښتو ليکونکيو لکه : درویزه ،بابو جان، قاسم او نورو د ده په نيم منظوم مسجع سبك د نثر كتابونه وليكل. دويم د ده حربي او سياسي ماثر دي چې د ده اولادې د پښتونخواپه غرو کښې تر یوې پېړۍ پورې د خپلواکۍ غوښتلو جګړه پر مخ بوتله بايزيد حنفي مذهبه مسلمان او فقیه متصوف دی چې په تصوف کښې د اهل شهود مذهب ملاتړی دی خو کله کله د سکر په حالت کښې د وجودیه په مشرب هم ګروهېږي، په تصوف او طریقت کښې يې خپلو مريدانو ته اته پوړه ټاکلي دي ،شریعت طریقت ،حقیقت ،معرفت ،قربت، وصلت، وحدت، او سکونت چې دا هره یوه مرتبه خاص دودونه او آداب لري. خو د ده سياسي پروګرام پر څو بنستیو ولاړ و لومړی د افغانانو آزادي تر دغه پلان لاندې: 

الف: د پرديو د ظلم پر پروړاندې د کرکې را ويښول. 

ب :له حكومتيانو لرې والی چې په انګريزي یې نن کواپریشن) بولي.

 ج :د آزادۍ لپاره جګړه او سرښندنه دويم له اداري او مالي جنګي تشكيلاتو سره افغاني حکومت جوړول. درېیم په هند کښې دافغاني شهنشاهی او د غوريانو، خلجیانو او لوديانو د وياړونو راژوندي کول. دا وو د روښاني غورځنګ د بنسټ ايښوونکي د څرنګوالي لنډيخ اوس به وګورو چې تر ده ورسته څه پېښ شول؟ او دا ملي غورځنګ کوم ځای ته ورسید؟ د خپلواکۍ او آزادۍ غوښتنې هغه اور چې بايزيد د پښتونخوا د غرو د خلکو په سینو کښې بل کړی و، د ده په وژلو مړ نه شو، تره ده وروسته یې زوی جلال الدین پر څلوارلس کلنۍ د پلار د روحاني او سياسي ریاست په ګدۍ کښیناست د ډهلي د دربار مورخان ابو الفضل، خافی خاناو بدوانی د ده نوم (جلاله) ليکې او وايي چې د هند پاچا اکبر دی په دغه نامه باله د دبستان ليکونکي وايي چې جلال الدین په خپلواکی حکومت کاوه، عادل او ضابط سړی و. پر (۹۸۹ھ) کال چې اکبر له کابله هند ته راغی جلال الدین په افغاني قبيلو کښې په مشرتابه او ریاست پیژندل شوی و، اکبر هغه خپل حضور ته ور وغوښت، خو جلال الدين چې د د رباریانو په دروه او چل خبر و، نو د خپل پلار مرکز ته چې د تیرا په غرو کښې و ولاړ او پښتانه قبایل چې د پېښور د تيولدار سید حامد بخاري له خوره ډېر په تنګ شوي وو، پر جلال الدین را غونډ شول او نوموړی ستمگر حکمران يې وواژه، دا وخت د پښتنو ملي قوت د جلال الدین تر بیرغ لاندی شلو زرو پلیو او پېنځوزرو سپرو ته رسیده جلال الدین اکبر چې د هند لوی امپراتور ؤ، د روحاني جلال الدين ورکاوي ته يې کلکه ملا وتړله پر (۹۹۴هـ) کال يې کنورمان سنګ او خواجه شمس الدين خافي له يوه ويروونكي پوځي ځواك سره د جلال الدين د مخنيوي له پاره وګمارل څنګه چې د پېښور شاوخوا د يوسفزيو، غوريه خېلو او مومند و قبیلې ټولې ورسره وې نو د خيبر په غرو کښې خورا سختې جګړې وشوې، د اکبر لښکرو د جلال الدین په وړاندې څه ونه شو کړی، نو ځكه اكبر يو بل لوي لښکر له زين خان کوکه سره د خپل مخکيني لښکر د ملاتړ له پاره را و استاوه او جګړه لا توده شوه. دا جګړه تر دا بل کاله جاري وه خو چې د اکبر دويم لښکر هم د افغانانو پر وړاندې څه ونه شو کړی نو اکبر هغه وترټل او پر (۹۹۵هـ) کال يې بل نوی لښکر راوستاوه چې د بنګښ له لارې يې د جلال الدین پرځواکونو یرغل وکړ، امان سنگهه د بګرام له خوا راووت، خو جلال الدين له خپلو زرو سپرو او پېنځلسو زرو پلیو سره پر هغه برید وکړ په دې جګره کښې د ده یو نیم زر تنه ووژل شول او اكبري تيري کوونکيو ته هم درانه تلفات ورسيدل. تر دې جګړې وروسته جلال الدين وكړى شول چې خپل نفوذ له تیرا څخه د پېښور شمال خوا ته په اشنغر کښې خپور او زړور یوسفزیان هم د ځان ملګري کړي، هغه وو چې پر (٩٩٦هـ) کال يې د همدغو قبيلو په ملاتړ د سوات او باجوړ په سيمو کښې د آزادی غوښتنې غږ پورته کړ، د اکبر له لښكرو سره ونښت او بېرته تیرا ته راغی د اکبر دربار چې د دغه سرسخته رقیب د مقاومت له لاسه په تنګ شوی و یو دروند لښکر يې د صادق خان په مشرتابه د تیرا خوا ته وګماره چې د جلال الدين د لښکر پر زړه حمله وكړي، صادق د اپریدیو او اورکزیو پر قبیلو بریالی شو، او د جلال الدین د لښكريو مشر ملا ابراهیم یې ونیو خو په خپله جلال الدين د (وزيرستان) د كاني ګورم له لارې پر شاشو او د اکبر لښکرې تر ډېري مودې د يوسفزيو له هغو قبیلو سره په جګړه اخته وې چې له جلالي آزادي پالو سره يې لار او اړه درلوده (٩٩٦هـ). داوار جلال الدین څلور کاله د جګړې له ډګره مخ واړاوه، وايي چې توران ته لاړ، خو پر (۱۰۰۰هـ کال يې بیا افغاني ځواکونه را غونډ کړل، د اکبر له درباره هم از مايلي شوي کسان لکه جعفر بیگ اصف خان او قاسم خان کابلي د ده د له منځه وړلو له پاره غوره شول او تر سختو جګړو وروسته د جلال الدين د کهاله څو تنه چې د ده ورور وحدت علي واحد علي) هم پکښې و د اصف خان لاس ته ورغلل. د ډيلي دربار چې د جګړې په ډګر کښې د لښکر په زور جلال الدينمات نه کړی شو نو دروه او رشوت ورکولو ته یې لاس واچاوه او په خپله په افغانانو کښې يې بېلتون راوست، د دروه او رشوة له لاری یې د قبيلو ځينې مشران د ده پرضد و پارول چې له هغې جملې څخه ملك حمزه اكوزه په (سرکاوی) کښې لاس ور واچاوه خو جلال الدین هغه مات کړ بيا يې د مينې) په شاو خوا کښې هم حمزه پرشاو شاره خو تر هغه وروسته اكبر د حمزه د ملاتړ له پاره خورا زيات لښکر را واستاوه او ټول اکبري ځواکونه پر جلال الدین راتوی شول، په دې جګړه کښې د لازاکو په توره بيله) کښې د جلال الدین دوه نوميالي وروڼه شیخ عمر او خير الدين ووژل او بل ورور نور الدين يې مومندانو وواژه، خو په خپله جلال الدين چې ډېر تلفات وررسېدلي وو د تیرا غرو ته لاړ. جلال الدين د غرني اتل په توګه په تیرا کښې په مهمو لښکري سمبالتيا و لاس پورې کړ زيات قبايل يې له ځان سره یو کړل او تر (۱۰۰۱هـ) کال پورې يې د افغانانو تازه دمه لښکر پر خپل ملي مرکز را غوند کي شهنشاه اکبر هم دا پلا خپل ډېر مهم او لومړی درجه سړي د ده د مخنيوي له پاره وګمارل چې مشري یې زین خان کوکه او شيخ فيضي كوله وروسته تر هغه راجه بیربل سعید خان او نور يې له لسو زرو سپرو سره ملاتړ ته راغلل، خو جلال الدین په کلکه هغه لښکر مات او پر شا يې وشاړه د ډهلي دربار د مورخانو په وینا له اکبري څلوېښت یا پنځوس زریز سپاره لښکر څخه د زورورو افغانانو له لاسه يو هم ژوندی پاتې نه شو او ان د اکبر د شهنشاهۍ د ټولو چارو چلوونکی او د اکبری دربار مهم غړى راجه بیربل هم په دې لاره کښې سر بايلوو زین خان کوكه له نورو اميرانو سره د اټك خوا ته وتښتيد او نور نو له هغې جګړې څخه يو تن هم نجات و نه موند. د اکبر دربار ته چې ددې تباهی خبر ورغی نور راجه تو درمل يېد قاسم خان کابلي په مرسته د لار څارنې له پاره واستاوه او دغو داوړو په ډېر چل و ول زین خان کابل ته ورسولای شو. تر هغه وروسته د ډهلي قواو تر څو کالو پورې د قاسم خان کابلي په مرسته د کابل او پیښور لاره ساتله پر (۱۰۰۴هـ کال بیا جلال الدین پر اکبری لښکر يرغل وکړ ، اکبر پاچا قلیچ خان د ده د مخنیوی له پاره راولېږه، دا سړی هم تر څو جګړو وروسته د کابل خوا ته پر شا شو، جلال الدین د پښتونخوا پر ټولو غرو له خيبره تر تیرا پورې او د کابل پر جنوبي سیمو تر غزني پورې بریالی شو، پر (۱۰۰۷) (هـ) کال يې د غزني ښار هم د تورې په زور د پردیو له منګولو څخه ونیو او تر دوو کالو يې پر هغو سيمو حکومت کاوه، پر (۱۰۰۹ هـ) کال د اکبر لښکر د غزني په ښار کښې اووه ورځې له ده سره جګړه وکړه او هم يې د هغه ډېر خلك د ده پر وړاندې وپارول، د جګړې په يوه ډګر کښې شادمان نومي دی ټپي کړ، تر هغه وروسته جلال الدین رباط غره ته ولاړ، شریف خان اتکه چې د ډهلي د دربار حکمران و، مراد بيگ نومي په ده پسې وګماره نوموړي هغه نوميالی اتل ټپي چې څو يې د آزادۍ له پاره د پرديو پر وړاندې جګړه کړې وه شهید کړ، د ده له شوره ډك سر يې اكبري دربار ته واستاوه حال دا چې د ده ورور کمال الدين لا د مخه په اکبري زندان کښې مړ شوی و. کاله هغسې چې د ډهلي دربار ګڼلې وه د جلال الدین په وژلو هم د افغانانو د آزادۍ غوښتنې تلوسه مړه نه شوه تر ده وروسته يې وراره احداد د عمر شيخ زوی او د بایزید لمسی چې د ده زوم و د خپلواکۍ غوښتنې بیرغ پر خپلو اوږو پورته کړ، د خپلو غير تمنو اسلافو په شان يې هنګامه  توده وساتله د دبستان ليکونکي په وينا احداد يو عادل، ضابط او د خپل نیکه پر ایین ثابت ولاړ سړی و افغاني قبايل ورباندې راغونډ شول او د(۱۰۲۰ هـ) کال پر صفره يې جهانګيري حکمران چې معز الملك بخشي نومېد مات کړ، د کابل پر ښار يې برید وکړ په دې جګړه کښې د احداد یو ملګری "بارکی" نومي مړ شو، د ډهلي لښکر د ناد علي ميداني او قلیچ خان په ملاتړ له ده سره جګړه کوله چې احداد په دې جګړه کښې پر شا شو. څلور کاله وروسته احداد د کابل جنوبي خواته په څرخ کښې بیا نوی لشكر راټول کړ او جهانګیر پر (۱۰۲۴) (هـ) کال یو دروند او لوی لښکر د ده د مخنيوي له پاره وګماره په خپله جهانګیر په دې اړه داسې وايي: احداد افغان که از دیر باز در کوهستان کابل در مقام سرکشی وفتنه انگیزیست و بسیاری از افغانان آن سرحد بروجمع شده اند و از زمان والد برزگوارم (اکبر) تا حال که سال دهم جلوس من است افواج همیشه بر سر او تعیین بوده اند رفته رفته شکستها خورد و پریشانیها كشيد" تزوك جهانگیری) د څرخ ډاګونه د دواړو خواوو په وینو سره شول، تر سختې جګړې وروسته د جهانګير لښكرو بری وموند د احداد ملګري د درو زريو تنو په شاوخوا کښې ووژل شول خو په خپله احداد د کندهار خواته ولاړ او د لښکر مرکز يې د دښمن د لښکريانو لاس ته ورغی. پر (۱۰۲۸ هـ کال احداد د جهانګيري لښکر په مقابل کښې بيا لښکر راغونډ کړ، د ډهلي د نامتو درباري مهابت خان زوی امان الله خان ورسره وجنګېد ، په دې جګړه کښې هم د احداد لښکر ته سخت تاوان ورسېد او غرو ته وخوت د ډهلي له لښکر سره د احداد وروستنۍ جگړه پر (۱۰۳۵ هـ) کال په تیرا کښې وشوه، د جهانګير لښکر د افغانانو له ملي قواو سره ونښت، په کابل کښې د جهانګیر حکمران د خواجه ابوالحسن زوی ظفر خان خورالوی لښکر را ویوست او په تیرا کښې يې پر نواغر (لواغر) چې د احداد د ملي رياست مرکز و يرغل وکړ؛ احداد يې هلته کلا بند کړ، يو شپه چې تيري کوونکي پر کلا وروختل احداد د ژوند تر پايه په مېړانه ورسره وجنګېد او په مېړانه یې خپل سر د ملي خپلواکۍ ساتنې په لار کښې کښېښوو، شهید شو - د ډهلي لښکرو د ده سر پرې کړ او د احمد بیگ د زوی افتخار خان په لاس يې د جهانگیر دربار ته سوغات واستاوه، هغه ورځ چې د شهنشاه دربار ته د دغه افغان ملي 

مجاهد سر ورسید نو جهانگیر خدای ته پر سجده شو، شکر يې ویوست او د خوښۍ د ساز او سرود د ږغولو امر يې وکړ - خو:     


سر کشته بر نیزه میز د نفس

 که معراج مردان همینست و بس


 احداد د روښان په کورنۍ کښې تر جلال الدين وروسته خورا زړور او لوی سړی و، صمصام الدوله د ده په اړه ليکي: شجاعت و بهادری او ناسخ داستان رستم و افراسیاب است، و در عهد جهانگیر آویزشهای سخت باعسا کر پادشاهی نمود" (مآثر الامرا). د دبستان لیکونکی د ده اخلاقي ښېګنې داسې ښيي: احداد مردی بود عادل و ضابط... و حق مردم رسانیدی و خمس اموال که از جهاد بهم رسیدی در بیت المال داشتی و آنرا نیز بغا زیان رسانیدی... دبستان". تر احداد وروسته یی زوی عبدالقادر چې د جلال الدین د لور علايي له نسه و د پلار پر مسند کښېناست او دوه کاله يې په تيرا کښې حکومت وکړ، څو چې شاهجهان پر (۱۰۳۷ هـ) کال ظفر خان د کابل په صوبداری و ټاکه او د عبدالقادر په مقابل کښې يې راواستاوه خوعبدالقادر پر ظفر خان بری و موندد هغه ډیر ملګري يې ونيول او سزا يې ورکړه، او یوازې د ظفر خان مېرمن له دې معركې څخه په ډېر مشكل ووتله. دا خونړۍ جګړه د تیرا په خرمانه درې کښې وشوه. تر هغه وروسته عبد القادر له خپلو تره زامنو کریمداد او محمد زمان سره تل د تیرا د ملي لښکر مشرتوب کاوه پر ۱۰۳۹ هـ) کال يې له پېښور څخه اووه ميله ليرې په يولم ګذر کښې د افغان کمال الدین په هغه غورځنګ کښې ګډون وکړ چې د پېښور په شاوخوا کښې د ډهلي د لښکر پر وړاندې منځته راغلی و خو پر (۱۰۴۴) (هـ) کال عبد القادر د کابل د صوبدار سعید خان لاس ته ورغی او هند ته يې وتښتاوه. همدارنګه د جلال الدین زوی الله داد چې په دغو ملي هڅو کښې د عبدالقادر ملګری و او د افغانانو د ملي ټوليو مشرتوب یې کاوه د ډهلي د لښکريانو په لاس هند ته واستول شو همدا راز د جلال الدين بل زوى كريمداد د (۱۰۴۷ هـ) کال په روژه کښې د شاهجهان په امر په پېښور کښې ووژل شو. په دې توګه د بایزید روښان کهاله وروستۍ رڼا تر يوې پېړۍ مجاهدي وروسته مړه شوه خو له ظلم او ستم سره ددغه کهاله مبارزې او د دوى آزادي غوښتنه مېړانه او خپلواکي غوښتنه به زموږ په ملي تاريخ کښې د تلپاتې يادګار په توګه لیکل شوي وي.

 نوميالي روښانيان

 ۱ - بایزید پیر روښان د عبد الله اور مر انصاري زوى د ۹۴۹) هـ - ۹۸۸ هـ) پر شاوخوا 

 ۲- جلال الدین د بایزید روښان زوی (۹۸۸ - ۱۰۰۹ هـ )

۳- احداد د عمر شیخ زی و اود بایزید لمسی (۱۰۰۹ - ۱۰۳۵ هـ)

  ۴  عبد القادر د احداد زوی (۱۰۳۵ - ۱۰۴۴ هـ) وگوری ۷۴ نومره نسب پاڼه 

اخخليك :د اخوند درویزه تذكرة الابرا روالا شرار - د پښتو د شاعر دولت قلمي ديوان - د بدایونی منتخب التواريخ - د اخون درویزه مخزن اسلام ماثر الامرا - منتخب اللباب - پادشاه نامه - تزك جهانگیری - عمل صالح - اقبال نامه - دبستان مذاهب - اکبر نامه - طبقات اكبري - ددولا فوز تاریخ هند - فرشته - سروی لسانی هند لسم ټوك - حيات افغانی - مجله معارف ۱۹ توك - صراط التوحيد - تاریخ مرصع - مجله آثار عتیقه هند د بمبی چاپ دپښتو ادبياتو تاریخ دويم ټوك - افغانستان در عصر تیموریان هند - د خير البيان پښتو خطي نسخه.