32

پښتو د تاريخ او لغت په رڼا كي

پښتو مقالات

د پښتو ژبي پر تاريخ باندي ما دمخه دوه جلده كتابونه او هم ډيري مقالې خپرې کړي دي چي په هغو څېړنو کښي د ځينو پښتو قدیمو کتابونو په سند د پښتو ادب تاریخ لږ څه څرگند سوئ دئ. مگر ما دمخه خيني مقالې داسي هم ليکلي وې، چـي پـه هغـو کښي د پښتو ژبي پر وجود باندي د ځينو نورو ژبو د تاريخي کتابونو په رڼا کښي څېړنه سوې وه اوس ځيڐيړنه سوه وه اوس ه ځای راټول سی چی په یوه مجموعه کښی سره راغونډ وي نو دا دئ چي هغه تاريخي او لغوي مطالب دلتـه پـه مجموعي ډول ښاغلو لوستونکو ته وړاندي کوم. زمانې زموږ د پښتنو او پښتو تاریخ سره ډیری ناوړی کړی دی او زموږ د اسلافو آثـار ئـې داسی را څخه محوه کړی دی چی اوس ئې په خوری ډېرا زحمت او کږو پګرو لګو پګو لہ. ټونو کښي مومو. د پښتو ادب درې لرغوني کورنۍ اوس موږ په ملتان او غزني او غور کښي پژنو چي د غور د سوريانو د امير کروړ جهان پهلوان يوه حماسي ټوټه شعر تر ٨ولو قديم دئ او د هجرت د (۱۳۰) حدودو اړه لري. 

بل هغه پښتو یو بیت د چی د غزنی په لویکانو پوری اړه لری، د (۱۵۰ ه) کال په شاوخوا کښی او وروسته نو د ملتان د. لودیانو اشعار دي.

له دې ټولو آثارو څخه دا ښکاری چی د اسلام د راتـگ پـه وخت کښی یو زر او دېرلس سوه کاله پخوا پښتو ژبـه لـه ملتانـه تـر بادغیس او خراسانه پوری یوه پاهوندہ ژ اوبه و اوه پاوهونده لرل. په دېڅېړنو کښی زه پخپله دغه راپاته سوئی آثار نه څېړم، او که څوک وغواړی تفاصیل ئې زما په نشر کړو او شعر چاپ شوو کتابو کښی لوستلای سي، لکه دھتان پڼه خزانه او. . - لویکانو کتاب، او پښتو ادب تاریخ لومدی او دوهم ټوک. اما په دې لیک کښی غواړم چی ځنی خارجي او له دغو منابع و څخه بېل نور تاريخي سره راغونډ کړم او دا څرگنده کړم چي بېله دغو کتابو، آيا د پښتو د وجود پرقدم باندي نور دفتر او اسناد هم اینست که یا؟ او که ردیف نو هغه کوم او څنگه دي؟ او له کومی خوا موږ ته په لاس راځی؟ د پټی خزانې په استناد چی له ځینو قدیمو کتابو څخه ئې نقل کړئ دئ دا خبره ښکاری چی د غور د پاچهـانو د اسلافو سوریانو ژبه پښتو وه او د دوی یوه نیکه امیر کرړو په پښتو شعر ویلی ؤ. د دې مقصد د تائيد لپاره بېله پټي خزانې نور خارجي دلايل لـه فارسی معتبرو کتابو څخه داسی دي : د تاريخي مستندو رواياتو په رڼا کښي داسي ښکاري چي د اسلام په اوايلو کښي بيا تر غزنوي او غوري عصره پوري غوريانو غير له فارسي څخه يوه بله ژبه هم لرله چي دغو زماني د مؤرخانو په کلژي کیږي.



(۱) د ابوالفضل بيهقي روايت:

 د غزنوي دربار دغه لوي مورخ د امير مسعود د غور د فتوحاتو او سفرو په ترڅ کښي د تاريخ بيهقي په (117) مخ کښي داسي ليکي

"امیر مسعود حرکت کرد بران جانب جروس غور جای دومیش پت ... دانشمندی را برسولی آنجا فرستاد با دو مرد غوری .. تا ترجمانی کنند."



 د بیهقی له دې تصریحه ښکاری چی د سلطان مسعود د دانشمند استاخی د غوریانو په ژبه نه پوهېدئ او دوه تنه غوریان ای د ترجمانی لپاره ورسره بوتلل د سلطان مسعود د دربار استاخي خو حتماً په فارسي پوهودئ، نو معلومه ده چي د غوريانو ژبه فارسي نه وه چي هغه ترجمان ته از سوي و. د ترجمان اصل که عجمی وی که عربی خو په عربی قاموس او المنجد او نورو کتابو کښی هغه چاته وایی: چی له یوې ژبی څخه په بله ژبه تعبیر کوی یا د یوه سري مقصد بل ته څرگندوي (المهنجد 58 ـ 2) بیهقی په لور بیان کښی هرو مرو مقصد هغه څوک دئ چی د دانشمند استاځی وینا د غوریانو په ژبه دوی ته ژباړه کی ځکه که یوازی د سلطان د استاخی مقصد رسول وای نو هغه په ​​خپله در سر پوه اوخ دانشمند. گړی ته ئې څه نیاز و او که د غوریانو په ژبه پوهېدلای نو به ئی دوه غوریان له ځانه سره. ولي د ترجمان په توگه ملگري كول؟ د بيهقي له دې تصريحه موږ دا نتيجه ،اخلو چي د سلطان د استاخي ژبه بهله و او د غوريانو ژبه بهله و او ځکه چي د هغه وخت د غزني دربار رسمي او ادبي ژبه فارسي وه او ټول درباريان حتماً پُر ثابتیږي چي د غوريانو ژبـه كـټ مټ د غزني د دربار فارسي نه وه او ځني غوريان په فارسي نه پوهېدل.


(۲) د جوزجانی روایت:

 د غوریانو د عصر یو ډېر سترگه ور او پوه مؤرخ قاضی منهاج سراج جوزجانی دئ. دا سړی د غوریانو په دربار کښی لوی سوئ او په باميان او فيروز كوه او د غور په ټولو ښارو کښي گرزېدلي و دي عالم او فقيه او سياسي سري ،و اديب او شاعر و بصير مؤرخ او د فارسي او عربي پوخ ليکوال و د غوريانو له بابته د ده معلومات او. ثقه او درانه دي مگر دا مؤرخ په پښتو نه پوهد. خو په خپله د شمالي افغانستان سړي او دلې زېږېدلئ، او د غوريانو سره محشور او معروف ؤ

دی هم په طبقات ناصری کښی څو ځایه د غوریانو و بیلی او ځانگړی ژبی ته اشارې کوی. مثلا د لومړی ټوک په (۳۸۳) مخ کښي وايي.

 و به لفظ غوریان شیت را شیش خوانند

 بل ځای د سلطان علاء الدین غوری د تولک په فتح کښي وايي : 

و بزبان ایشان بالا دوانیدن و به نشیب دوانیدن اسپ را ..... گویند. (۱)

 ښه ؟ دا لفظ غوریان» و زبان ایشان کومه ژبه ده؟که فارسي وای نو دمؤرخ دغه تصریح ته څه ضرورت ؤ؟

 د تولکیانو د ژبی دوې کلمې به زه وروسته د پښتو سره تطبیق کړم خو اوس د بیهقی او منهاج سراج له دغو توضیحاتو څخه فقط دا نتیجه را باسم چی غوریانو یوه خاصه ژبه یالهجه لرله او په فارسی. ښه نه پوهدل اما دا خبر چی د غوریانو دغه ژبه نو کومه ده؟ شرح ئي لاندی وگورئ : د سلطان مسعود عصر خو پسله (۴۲۱ هـ) څخه شروع کیږی، چی د بیهقی په قول د سلطان استاځی د غوریانو لپاره ترجمان ته اړ وه، مگر په پته خزانه کښي دغو غوريانو لـه دربـاره. موږ ته پښتو شعرونه او قصاید لاس ته راغلی دی. که څه هم پر موجود او معلوم شی باندی ویل د کسبو تحصیل دئمگر غیر له پټی خزانې برای مقصد باندی دریم تاریخی او ژبنی دلیل هم دا دئ :

 (۳) قدیم نومونه :

 د غوریانو د اسلافو په نومو کښی، اکثر پښتو دی، او دا ښکاره کوی چی دوی پښتانه،وو مثلا قاضی منهاج سراج د دوی د لوی نیکه نوم شنسب لیکی او د دوی کورنی آل شنسب او. شنسبانيان بولي.

 دا نوم ځنی خلق شنسب د شین او سین په زور کوی مگه د هذا ادب لپاره کومای یا تاریخی تعلیم نسته او صحیح تلفظ ئي پښتو دئ : شین چی په آس تسیمه د قدیمو خلقو عام رسم و لهراسپید شیداسپ ، قزری گشتسپاماسپ د . باختري پهلوانانو نومونه ټول دغسي دي او شين اسپه هم د زمانې په مرور سپک سو، حرف علت ئي ولاړ او د شين په کسره د نون په فتحه شنسب پاته سو. له دې کور څخه د نورو امیرانو نومونه لکه : امیر پولاد امیر کروړ چی طبقات ناصری او پټی خزانې راوړی دي سوچه پښتو دي او د منهاج په قول د هارون الرشيد عباسي خليفه په عصر کښي د غور دوه تنه اميران. په خطی نسخو کښی سیش هم ده په پښتو کښی تر اوسه هم سیسی د یوه دښتی مرغه نوم دئ چی په کندهار کښی ښکار کیږی او د مرغانو په نوم تسمیه هم خورا ډېره ده لکه : کوتان ـ توتی – او نور. امان بنجی هم د بنځېدل له مادې څخه د مخلوق او موجود او نشونما کوونکی معنی لری په پښتو قدیم ادب کښی پنځ د جهان او وجود او پیدایښت په معنی راغلی و، شیخ متی وایی :

 چی سو ښکاره ښکلی دنیا سوه

 د پنځ پر لوري ئي رڼاه سوه (۲)


لکه د هیون تسنگ چینی زایر له خاطراتو څخه چی ښکاری (شین) یو راز آس و چی په افغانستان کښي پيدا کيږي، نو د غوري قديمو اميرانو نومونه لکه : شنسپ – پولاد - کروړ ـ سيس ـ پنځــی ټول پښتو ښکاري.

دسیس نوم په خراسان کښي نور سوابق هم لري:

 مثلاً استاد د سيس نوم په خراسان کښي نور سوابق هم لري سيس يو بادغيسي قايد ؤ چي په تاريخ کښي ډېر شهرت لري، او د سيس نوم په نورستاني او بدخشي لهجـو او رواياتو کښي هم چي په استاد سيس خراساني مشروب طبري او مسعودي او نور مؤرخان ئي ذکر کوي د ده لور ميرجيله بللـه کُده هارون خليفه ماينه کړه چي د مامون مور و او د د نامه مقامي شکل هم مور خلا) يعني ام. النور) ښكاري. د البيروني په آثار الباقيه کښي موږ د يوه بل سيس نوم هم وينو چي دې سړي لومړي پلا د نصرانيت تبلیغ په خراسان کښي وکړ او د ابن اصیبعه په قول محمد بن زکریا مشهور عالمی، د سیس مخ منی یا ثنوی په. الانبیاء په نامه کښلی و چی دغه سړی هم د مانی یا د زردشت په دین و. (۳) 

له دې ټولو روایاتو څخه ښکاری چی د سیس نوم په خراسان کښي عام ؤ، او ښايي چي د سامي شيث ســره مشتبه سوئي وي د غوري شاهانو کورني انتساب ضحاک تازي ته کوي او منهاج سراج د ملک الکلام مولانا فخر الدین مبارکشاه مروزی د نسـب نامې په هغه حواله دغه مطلب لیکي (طبقات ناصري ۳۷۶/۱) او دا هغه تاريخي نيم افسانوي شخصيت دئ چي د فردوسي په قول د کابل شاه مهراب هم د ده له نسله ؤ. 

یکی پادشاه بود مهراب نام

 زبردست و با گنج و گسترده کام


زضحاک تازی گــــــــــهر داشتی

 ز کابل همه بوم و برداشتی (۴) 


دغه ضحاک عرب نه و د ده نوم اصلاً عربی د، د طبری په مشخص دغه نوم اصل عجمی دئ او تازی یعنی تازنده د ده لقب و چی پښتون شكل ای تاخی دئ. 

دا کلمه وروسته د عربی تازی سره گډه سوه او خپل اصلی مصداق ئې بایلود که نه وی په فارس ادب کښی هم د دهقان یعنی بومی او حضری او ځایی سړی په مقابل کښی د ساراشین سی. تازنده په معنی و او اسپ تازی هم تازنده آس و نه عربی ځکه چی د عربستان وچ ریگستان خو اساساً د آس د پرورښت ځای نه ؤ، هغه د اوښ مځکه وه نه د آس ناصر خسرو بلخی وايي .

 سواران تازنده را نیک بنگر

 درین پهن میدان زتازی و دهقان

 فردوسی د تورانی ویسه سپاره تازی بولي :

 سواران تازی سوی نیمروز 

گسی کرد و خود رفت گیتی فروز (۵)


 په چی په دغو معنیوو کښی کورت تازی د عرب معنی نه لری بلکی مقصد تازنده او پښتو تاځی دئ. دغه ضحاک نامه تر اوسه هم د بامیان د ضحاک ښار مشهور دی او دا نوم په پهتو منابعو کښی سهاک دئ، چی تر اوسه هم موږ په پښتنو قبیله کښی سهاک لرو، او سهک هم نوم ږدو. د سیستان سهاکزی او د فارسی ادب سگی او د سهاکا تاریخی تازنده قوم چی سگستان او د عربو سجستان د دوی په نامه یادیږی او تر اوسه هم سهاک زیان په سیستان او هلمند کښی اوسی. دا ټولد دغو د غوریانو د لوی نیکه نوم سهاک و او دُ معرب شکل ضحاک،سو او ځکه چی دغو تازنده صحرایی آریایینو به تل پر حضری او ښاری خلکو حملې کولې، نو په آریایی روایاتو کښی د ضحاک افسانه پاته سوه، او د تازی کلمه اشتباهاً له عربی سره کړه سوه. حال دا چی نه ضحاک عربی و او نه د سهاکا قبایل سامی و بلکی دوی سوچه آریایی قبایل، وه مگر په دښتو کښی د کوچیانو په دود پاته و او هر کله به نی پر مدنی او ښاری آریائیانو باندی تا حملی او دوی تاختونه کوخی. سوه یعنی تاخت و تاز کوونکی چی د پښتو تیکل تاختن) هم له دغی ریښې څخه دئ. د غوريانو د رجالو په نومو کښي دغسي د پښتو لرغوني ريښي او اغيزې ښکاري چي ما ني تش يو څو نومونه شرح کړل که د ټولو نومو تحلیل او شنل و کرم دا جستجو اوږدیږی.


(۴) د ځایو نومونه:

 د غور د ډیرو پخوانو ځایو نومونه هم پښتو دي. د ژپی اثرونه لکه د سړیو په نومو کښی چی پاتیږی د خایو په نومو کښی هم ښکاری. یو قوم د خپل کلچر نخښی د انساني ژوند په ټولو اړخو کښي پرېږدي زمان مکان چاپبر گرده دغو نخښو د انعکاس موارد دي. د خایو نومونه د یوې ژبی د قدامت پاخه دلیلونه دی او که مور په کښی د پخوانو ځایو او د غرو او درو په نومو کښی د پښتو بولگې او نخښی وینو نو دا زموږ د ژبی دی تاریخ تاریخ تاریخ اسناد. که په دوو زرو کالو لرغونیو آثارو کښی دغه زموږ سپین غر په لر لهجوی بېلتون سپیتاگوناگری بلل سوی دی نو دا خو خاص د پښتو سپین کونی غر و نه د فارسی سفید کوه چی یو محدث او راغلی نوم دی. دلته زما مقصد په لرغونی غور کښی د پښتو د بولگو او پاتو نخښو پلټنه ده. که څوک د پښتو وجود ته په غوری دربار کښی د شک په سترگه ،گوری نو دوی باید د قدیمو غوریانو د رجالو او


خایو نومو ته خیر سی، - که هلته پښتو نه وای نو د دوی په نومو څنگه کښي . دې ژبي خپل اصيل او پاخه اثرونه پرېښي دي؟

 د مثال په توگه دلته د یو څو ځایو ذکر کوم : 

منهاج سراج په قول د فیروزکوه په ماڼیو کښی یووه ډېره لوړه او ښکلې ماڼۍ برکوشک نومیده دا نوم ځینو ناپوهو لیکوالو مسخ کړ او بزکوشک عالی است په معنی د ځایو په تومو کښي تر اوسه هم سته لکه بر ارغنداو بر گرش بر پښتون، بر دراني، او د. سیستان تاریخ کښي د بر زره یعنی زره عليا هم دغسي نور و. منهاج سراج د دې ماڼۍ لوړتيا داسي ستايي : " و آن قصر بر کوشک عمارتی است که در هیچ ملک و حضرت مثل آن بارتفاع و تدویر ارکان و منظرها و رواقات و شرفات هیچ مهندسی نشاند نداده است." (٦)

 د غور یوه بله مشهوره کلا بره غونده نومیده، چی دغه نوم هم د گردیزی په زین الاخبار کښی (برند) او په تاریخ بیهقی کښی (بزغند) ضبط سوئد او د راورټی د بر طبقات ناصری په قلمی نسخه کھی (برند) وايي چي دا نوم سوچه پښتو دئ. (۷) په قلمی کتابو کښی خو نومونه اکثر مسخ کیږی لکه چی دغه نوم حمیدالله مستوفی په تاریخ گزیده کښی (غند) لیکلی دی. د شور په لرغونیو کلاؤ کښي یوه سنگه یا معربه سنجه نومېده ، دا د منهاج سراج په قول مانه بله . معنائې په فارسی (کاخ تاج ده چی ښائی چی دغه کلا به د شاهانو د تاج اغوستلو لپاره وه .


(۵) د تولکیانو دوې کلمې :

 منهاج سراج د غور مؤرخ د سلطان علاء الدین حسین په حواله کښی لیکی : چی ده د تولک کلا پسله شپږو کلو زیاره ونیوله بيا نو وايي


شاعری بود در حصار ،تولک اورا عمر سراج ،گفتندی در وقتیکه جنگ بآخر میشد و قلعهٔ تولک را بصلح فتح میکرد، این بیت بگفت لایق بود آورده شه 

بر اسپ نشسته و ورلک بولک 

مقصود تو تولک است اینک تولک 

و بزبان ایشان بالا دواندین و به نشیب دوانیدن اسپ را ورلک بولک گویند (۸) 


دا چی منهاج سراج د تولکیانو ژبه و بزبان ایشان بهله گڼی دا راښکاره کوی چی د هغو ژبه فارسی نه وه ښه چی فارسی نه وه نو کومه ژبه وه؟ دلته خو د سرياني يا عربي يا سنسکريت يا مغولي سوال نسته خو دغه ژبه به يا د فارسي کومه لهجه وه يا به پښتو وه. ښه ! نو دغه ورلک بولک د کومی ژبی توری ښکاری؟ زما تخمین دا دئ چی : دا کلمات هم پښتو دی. ځکه چی : د دوهمی کلمی املاوی په خطی نسخو کښی فولک تولک بولک دی او دغه آخرنی شكل تي صحيح دى. په پښتو کښي ځيني صفات لرو، چي د کاف په الحاق جوړيږي لکه نازک چخنک لشمک او نور قبیح صفات. په لوړ بيت کښي هم د تولک شاعر د سلطان د شپږو کالو کړاو په ملنډيزو صفاتو لږ څه غندلي دي. لومړۍ کلمه له وړل څخه وړلک جوړه سوه یعنی وړونکی اما دوهمه کلمه له بیول څخه بیولک ده یعنی د آس بیوونکی چی په فارسی رسم الخط کښی ر په ر) اوری. چی (ړ او د بیول حرکی یا هم حذفیږی لکه د دغه مصدر په ځینو مشتقاتو لکه : بوت بوزی. نو ورلک او بیولک د آس سره د تگ کښی ودوکوونکی او ځغلوونکی معنی ورکوی او شاعر وایی :

 دا چی ته آس کښته پورته وړې او بیـایې

 که مقصد دي تولک دئ راسه دا ئې ته دا ئي تولک !


د غور په دربار کښي خو فارسي په ښکاره ډول موجوده وه حتي چي دغه سلطان علاء الدين ډېر فارسي اشعار منهاج سراج را نقل مي کند، مگر پښتو هم هلته و او خلک په پوهدل او د غوريانو. اسلافو په دري ژبه شعرونه هم ويل ښايي چي د سلطان محمود فارسي پروره وروسته د غوريانو پر دربار هم اثر كرئ وي او فارسي د دربار له خوا د دوي په كور ورنوتل وي يوه ژبه چي ادبي چندين اثر. وينا او نومو او د خايو او بلادو په اسماؤ کښي ټينگي ريښې ځغلولي وي نو هغي ژبي ته حتما په دغه محيط کښي د ژوندانه دورې هم تيري کړي وي او ځکه چي تراوسه لا هم د غور . ، نو تر دې بل ټینگ دلیل به څه وي چي پخوا هم د دوي ژبه پښتو و د غور په شرقي اړخ کښي خو تر اوسه پښتو ژبي پښتانه په کامليت پراته دي او په زابلستان کښي هم د لويکانو او رتبيھا اوو. هغو خلكو زعم باطلوي چي دوي په غور او غوري دربار كښي د پښتو وجود محال گڼي.


(۶) نور جغرافی نومونه :

 د خراسان په جغرافی او نورو نومو کښی د پښتو د کلمات و اغیزو څرک ایستل په ژبنیو پلټنو کښی یو گټور مقصد دی او موږ ته د پښتو قدامت او تاریخى اصالتاً مشهورترین کلمات و په ژبنیو پژو څ. څېړم چی له هغو څخه د پښتو اغېزې په قدیمو زمانو کښی ښکاره کیږی. اواره: په پښتو کښي اوار د فارسي هموار او عربي مسطح په مقابل کښي يو صفت دئ چي مؤنث ئې اواره په جغرافي از نظر هغـي مخکي ته وايي چي سمه وي او د عربي جغرافيا والو په اصطلاح هغې ته سهول وایی د پښتونستان د یوسفزو په سیمه کښی د عباسین را په دې خوا د پېښور تر شماله یوه سرسبزه مخکه پرته ده، چی اوس ای هم خلک سمه بولی. یعنی د شمالی غرنۍ مخکی په مقابل کښی دا باید همیشه او سمه سطح ده او کوم وخت چی یوسفزو د (۸۰۰ هـ) په حدودو کښی پر دې مخکی قابض او میشته سول. نـو دوی هم دا مخکه سمه وبلله او موږ د آخوند درویزه په تذکره او مخزن کښی د دغی مځکی لپاره دغه نوم وینو، چی وروسته د تواریخ افغان مؤلف حسین خان یا پیر مظلوم شاه د تواریخ رحمت خانی لیکوال او په خان خټک. همدغه اصطلاح دغی مخکی لپاره راوړی. مگر له تاریخي پلټنو څخه ښکاری چی دغه سمه پر دغو مخکود یوسفزو له راتگه سره استعمال سوه ده او تر دوی دمخه نورو قدیمو پښتنو دغه مخکه اواره بلله او بابر ئی پخپل ترک کښی په اصطلاح فارسی "همواری" بولی. احمد بن یحیی بلاذری در عربی معروف مؤرخ او راغلل یعنی د اسلام په لومړنۍ پېړۍ کښی دغه مځکه اواره" بله کېده. ی صفره د معاویه (رض) په وختو کښی په څلور څلوېښتم هجری کال د کابل پر پولو غزا وکړه او تر بنه او الاهوار پوری ورسېدئ چی د کابل او ملتان تر منځ وه (۹)

 دغه بنه او الاهوار ځینو خلکو په غلطۍ سره بنو او لاهور گڼلئ دئ اما دا خو ثابته خبره ده چی د مولودیو لښکر د حضرت معاویه په زمانه کښی تر عباسینها پلو هند ته نه و تبر سویه نود بلاذری الاهوار سی کورې لاهور نه. د پښتو اواره ده چی د عربی الف لام د تخصیص لپاره پر داخل سوئ او الاهوار ځنی جوړ سو، او بنه ډېرۍ هم تر اوسه په دغه نامه د یوسفزو په سیمه کښی د سلیم خان او ټوټالۍ پر سرح دسته چی د بلاذری الاهوار هم پښتو سماره نوم دیکه یعنی اواره مخکـه چـهف ورسته. سيمه. ښه چی د حضرت معاویه (رض) او د هجرت لومړۍ پېړۍ په ابتداء کښی پښتو نوم "اواره" موجود و نو دا خنی ثابتیږی چی د اسلام په ابتداء کښی هم پښتو ژبه دلته وه.


 سپین ځائ :

 علامه ابوریحان البیرونی د قانون مسعودی په نهم باب کښی د ښارو د طول او عرض په جدول کښی یو ځای اسپیدخاک ذکر کوی. دغه نوم تر البيروني پخوا په حدودالعالم کښي سفنجاي او په القدسي کښي اسپيدجه و چي په چيني منابعو کښي سپين جـاي ضبط سوئد او دې نامه ډېر قدیم شکل پښتو دی مارکوارټ په ایرانشهر کښی وای: چی دغه ځای اوسنی پښین دی چی په جنوبی پښتونستان کښی د کوږکه ها خواته پروت دیایت (۱۰) پښڕخ خوئه دایی ي پخوانۍ نوم ئې پښتو سپین خای و خو وروسته په فارسی اسپید خاک او سنفجای سو او دا هم د پښتو کلماتو وجود په اسلامی اولو وختو کښي ثابتوي. سوره: سیوری په پښتو سایې ته وایی او دا یوه و دانه سیمه ده، چی د کندار د کلات جنوبى خواته پرته او هوتک پکښی اوسی. د مرحوم حاجي ميرويس خان درنه کورنۍ له دغه خايه و او تر اوسه هم د کلات سيوري هر څوک پېژني له قديمه جغرافيا والو سيواي اوسنۍ سیوۍ د بولان ها خواته چی په والشستان کښی واقع و او دغه سوری سره گډ کړي دي. البيروني په قانون مسعودي كښي سيواي د اوسني بلوچستان په ښارو کښی په صحیحه توگه راوړی. (۱۱)

 ابوالحسن علی بیهقی (متوفا ۵۶۵) (هـ) پخپل کتاب جوامع احکام النجوم کښی چی در. کلمه د کاتبانو په غلطی "بستوای سوه ده مگر د بیهقی په بل کتاب شرح نهج البلاغه کښی دغه کلمه هم دغه سړی له نامه سمه لیکله ده، چی "الام الحسن کان مقیماً بسیواری و ناجی بالشتان من نواحی : بست". (۱۲) نو سیواری دغه اوسنی سوری دی او بالشتان هم تر اوسه د کندهار شمال ته د تیری او دیراوت سره په غریزه سیمه کښی چی قدیمو مورخانو او جغرافیاوالو هم پیژاند اوچ : په برسند کښی یو ځای تر اوسه هم اوچ نومیږی. دا ښار په اسلامي اولو وختو کښي مشهور و علي بن حامد د چچ نامې ليکوال په دغه ښار کښي اوسېد او منهاج سراج جوزجاني د طبقات ناصري مؤلف هم له غزني څخه دغه ښار پر ړ هند و ښار. دا ښار د مؤرخانو په قول د سند حضرت یعنی پایتخت و او ډېر اسلامی پوهان او ستانه پکښی وه چی تر اوسه ای بقایا تر نوری مخکی لوړ د عباسین پر هغه غاړه پر برسند کښی ښکاری. د دې نامه ریښه تر اوسه هم په پښتو کښی ژوندی ده اوچت" هر لوړ شی ته وایی چی اوچتول او مشتقات ئې هم په خبرو کښی وایو دا کلمه په واخی لهجه کښی هم اوچ او په منجی کښی "آج" کښی هم واچ به فلکی اصطلاحاتو کښی د "کلایمکس" لپاره و او د فارسی اوگ یا اوج هم د خوارزمي د.ني . مفاتیح الحلوم په استناد (۱۴) هم له دغی ریښی څخه دی. دا ښار خکه اوچ باله چی سطح او ودانۍ ئي لوړه او اوچته وه، او په پښتو کښي هم تر اوسه ژوندۍ او مستعمل کلمه ده چي اثر ئې په پخوانو جغرافي نومو او فلکي علمي اصطلاحاتو کښي هم فارسي دِي، کمکار او. دې ريښي څخه وي. 


( ۶) د ابوریحان په آثارو کښی :

 ابو ريحان البيروني چي د (۴۳۰) (هـ) په حدودو کښي د افغانستان او هند په گوټ گوت کښي گرزېدلي او هر ځاي ني علمي او ژبني تحقيقات کړي دي. پخپلو کتاب کښې ډېر داسی کلمات راوړی چی هغه سوچه پښتو دي. مثلاً د الصیدنه د خطی نسخې پر (۷۱) پاڼی لیکی : بری زیتون د پښتنو په غرو الجبال الافغانیه کښی کی دانې سؤ خوئې وی او دوی ئې ښونہ بولی پہ دالن شوہ پښتو ښوني) يا (خوني) دئ چي مفرد ئې ښونه) ده يعني ښه ونه او دا ئي ځکه ښه ونه بله چي د پخوانو په نظر کښي مقدسه ونه و حتي چي په قرآن کښي. هم په دې بوتهی لوړه سوده. البیرونی دغه نوم پخپله په جبال الافغانیه کښی اروبدلئ و او ځکه چی دی یو محقق ژب پوهاند دئ نو ئې د دې کلمې ملتانی نوم هم راوړی دی دوالملتانیون یسمونه کوه چی عین کاهریزه نوم په پنجاب. دی. د الصیدنی په (۲۰) مخ کښی هم دغه محقق بوټ پژاند (نبات شناس) لیکی : د رخد او زابلستان تر منځ په درمشان کښی یو راز بری پیاز پیدا کیږی چی ډېر کوچنی او سره یا سپین وی دا پیاز ترخه نه وی او په. سالن کښې اچوی او کوک ئې بولی. دغه کوک د پیاز په معنی تر اوسه هم د غرنیو پښتنو په محاوره کښی دئ خو په ښارو کښې پياز بولي او د پښتو په قديمو متلو کښي هم راغلي دي. البيروني چي د کوک د پيدا کېدو خاي درمشان ښوولئ دئ دغه ځاي تر اوسه هم پدغه نامه په جنوبي غور کښي ست او د منهاج سراج په طبقات ناصري کښې د غوري عصر خيني. در مشانی مشاهیر هم ذکر کیږی. بل یو مشهور نبات چی بیرونی ئې په الصیدنه (۸۱) پاڼی کښی راوړی د سیستان د محبوسو په ژبه بوی هر بذان دئ چی په هندی ني مهلت بولي او دغه نبات به زردشتيانو په خپلو اخترو او هديوه ھدابه. دا نوم په پښتو کښي تر اوسه هم سته او ملخوزي ئې بولي چي پاڼي ئې پخوي او دانې ئې د لنگو ښځو په غذا ا و دوا کښي پکاريږي. د البيروني له دغـه تصريحه ښكاري چي زابلي ژبه پښتو و او ملخوځي په هغه وخت كښي هم د نباتاتو پوهانو په پښتو پژندې په فارسي دېدانو اوبوټي ته شنبلي و حلي يابي فینوگریک بولی. (١٦) بله كلمه چي البيروني ئي د زابلستان له ژبي څخه راوړي شيخه ده چي د الصيدني پر (108) پاني بندي املا شيخ ليكلي سويه ده. دا بوټی په پسرلی شین کیږی او ځینی خلک ئې پخوی ابوبکر بن علی بن عثمان د الصیدنی فارسي مترجم وايي چي دا گياه په فارسي شراش او په فرغاني ژبه شيشغ او په عربي خنثي بولي. و برگ این نبات را در فصل بهارب بپزند و بخورند و بیخ آنرا در وقت غذا خوردن بجوشند تا تلخی او دفع شود و در عوض طعام بکار برند. له دې کلمې څخه هم موږ د البيروني په تصريح معلومولاي سواي چي د زابلستان د خلکو ژبه پښتو و او شيخه بهاری گیاه د دوی په ژبه البیرونی ضبط کړه.


احمدشاه بابا وايي :

 که کرم دئ د بهار زما په مکه به وار راسي

 لومړی پسرلی به زه هسی رنگ شین سم لکه ښیځي.

 دغسي هم البيروني د زعفران په شرح كښي وايي : چـي يـو راز زعفران په درمشان هغه د جنوبي غور. بولی د خطی نسخې دغه کلمات مصحف ښکاری اوله کلمه د درمشان په ژبه غوږی ده یعنی داسی زعفران چی درې پاڼی لری او عیناً دغه کلمه دسیستان په فارسی سه برگ وه چی دخہ نسخې کاتب شبورک کہ برنگه و او اصلاً. البيروني دا زياتوي چي په زابلي ژبه يو ډول سپين اما ضعيف زعفران گويژك هم بولي او دغه كلمه هم غوك ده چي يو برگه زعفران ؤ او د الصيدني په فارسي. سه برگ وه (۱۷). د البيروني په الصيدنه كښي (18) يوه بله كلمه هم چي شكل ئې په خطي نسخو كښي گوشنه دئ. او البيروني له عيسى بـن ماسه نصرانى طبيب څخه رانقلوي چى غوشنه په بلخي ژبه غونيك. او په سغدی ئې غونک بولی، دا یو نبات دئ چی کالی په مینځی او د مجوسو ښخی ئې د بوروځی پر ځای استعمالوی. د برهان قاطع لیکوال وایی چی غوشنه د اول توری په په او د دوهم په سکون او د دریم او څلورم په زور د یوه گیاه نوم دئ چی تازه. خوړل کيږي او په وچ ئې کالي مينځي او ښځي له هغه څخه حلوا پخوي او د چاغوالي لپاره ئې خوري (۱۹) د اسدي په لغت فرس دا کُلمه راغله ده، د يوسف عروضي دغه بیت په استناد


. آن روی اوبسان یک آغوش غوش خشک 

و آن موی اوبسان یک آغوش غوشنه

 دوزی (۲۰) د ابن البیطار په قول غوشنه یو ډول نامعلومه پوكۍ بولي د برهان قاطع ليكوال هم دغه سماروغ گڼي. دای کلمه د پښتو غوښنه ده یعنی داسی نبات چی خوړل لی غوښی زیاتوی او د برهان قاطع به قول سری چاغوی او که موږ دغه یو ډول پوځکی وگڼو نو پوځکی خو هم شکلا یو غوښنه گیاه. ده او دا نوم ئې له ظاهری شکل سره هم لگیږي.


(۷) په لغت فرس کښي:

دا پښتو نومونه ما د البیروني له الصیدنه څخه راوخیستل اوس به یو څو نومه هم له بله کتابه راوړم

د فارسی لغت قدیمترین کتاب چی اوس پاته دی علی بن احمد طوسی د (۳۵۰) هـ) په حدود کښی لیکلی دی. دی د یوه گیاه ذکر کوی چی نوم ئې غراوشه و او جی لاگان یا چمیاران هغه سره وتړی اوبه په پاشی. دُ لغت لپاره اسدی د لبیبی دغه (۷) په لغت فرس کښي : دا پښتو نومونه ما د البیرونی له الصیدنه څخه راواخیستل اوس به یو څو نومه هم له بله کتابه راوړم بيت شاهد راوړي :

 چو غرواشه ریشی بسرخی و چندان

  ده ماله ازده یکش بست شاید (۲۱) 

دا کلمه چی د یوه گیاه نوم دئا اصلاً غر واښه یعنی د غره گیاه چی وه او دواړه اجزاء ئې پښتو دي. بله پښتو ژوندۍ کلمه خاشه ده چی اسدی نی هم د ریزه کاه وجو په معنی راوړی او د فردوسی دغه بیت پر شاهد کوې:

 بهر خاشه یی خویشتن پرورد

 بجز ویراچه اندر خورد (۲۲) 


اسدی د لغت فرس په (۱۱۵)م مخ کښی وایی : "فیال آغاز بــود بلغت "بلخ چی دغه کلمه تر اوسه هم د کندهار په پښتو کښی د پیل.


په شکل په دغه معنی موجوده ده په کار پیل کول یعنی د کار آغاز دغسی هم له دې ریښې څخه بله ژوندۍ کلمه پیلامه هم لرو او ښکاره ده چی دغه کلمه د بلخ په ژبه کښی "پیال" وه او پښتو ژوند. ابوشکور بلخی دغه بیت د فیال سند راوړي :

 مر این داستان کش بگفت از فیال

 ابر سیصد و سی وسه بود سال 

مرحوم دهخدا د ایران متاخر محقق وای: چی په دغه بیت کښی فیال د آغاز معنی نه لری د ابتکاراً مفهوم  ځني ښکاري مگر د پښتو دپیل په استناد ویلای سو چي د اسدي اصلي متن صحیح دئ.

 نور لغتونه :

په ژبنیو څېړنو کښی د ژبو د مقایسوی پلټنی ابحاث خورامهم دی. او دغو پلټنو په مرسته موز کولای سو چی ډېر ادبی او تاریخى حقایق څرگند کړو او د یوه محیط د ژبو اولهجو او یو له بله تاریخى روابط او خپلوی ځانته معلومى کاندو، داگ از اجتماعى انسانى پلوه هم گکارور اوځاځى مفید است. او ٤ولنو پخوانی مشترک روابط او خپلوی موږ ته راښئی او دا ثابتوی چی د او مجاورو ژبو ویونکی لکه اوس چی سره گاونډیان او خپلوان او په یوه سیمه کښی دوه اوسېدونکی وروڼه ادبیات دغاوطو پخوا هم دوستی دارد. او تهذیب پخوانی آری لری. دا ادبي او اجتماعي مفيد بحث موږ ته راښيي چي پخوا زموږ اسلاف د خراسان په مشتر که سیمه کښی مشترکو عنعناتو خاوندان وه او دوی د ثفافت له ویوې گډی سرچینې څخه اوبه چښلی دی چی د هغه اغیزې اوس زموږ په ژبه ا وادب او ژوندانه په مختلفو مظاهرو کښي ښکاره دي. او زموږ پښتو ژبي د فارسي ادب ځيني تاريخي کلمات تر اوسه لا هم په خپله غېږ کښي ژوندي ساتلي دي. پښتو ژبه د آسيا په منځ کښي د ژبو او پخوانو کلماتو د يوه محفوظ او گرانبها موزيم په توگه موجوده ده او په دې لرغونتون (دار الآثار) کښي تر اوسه لا هم د ويدا اوستا اوستا اوستا او سنسکريت سرکلي اوستا او آثار او سنسکريت دي، او د پښتونخوا دنگو غرو او رغو پخپله فياضه غېږ کښي دغه لرغوني د گرانبها غمیو په توگه راساتلی دي. اوس به موږ د فارسي ادب په ښکلي او زرغون باغ کښي لږ څه سير وکړو او دا به وگورو چي د لرغوني فارسي ځ رنگيني گلونه څنگه د پښتو په بڍ کښي هغسي سمسوره او غوړ. اوره هم په لیک کښی له هغه گلونو څخه تشه ده او هغه لرغونی کلمات اوس په فارس کښي نه دي ژوندي او نه ويل کيږي. 


پښتو گواښ او فارسي گوشيدن :

 په اوسنۍ فارسی کښی کوشیدن د زیار په معنی فقط یو بل مصدر د گوشیدن په شکل په لرغونی فارسی کښی ؤ چی مړ او ورک دئ. له دې گوشيدن څخه پخوا په فارسي کښي ځيني مشتق کلمات هم مستعمل ،وه مثلاً : گوشوان گوشنده، بگوش، گوش روز. فردوسی د خراسان لوی شاعرم ۴۰۰هـ په حدودو کښی دغه مصدر او مشتقات پېژندل په شهنامه کښې د کابلی مهراب له خولې د ده ماينة سيندخت ته داسي وايي:

 بگوی آنچه دانی و جانرا بگوش 

و گر چادر خون بتن بربپوش

 دغه گوشیدن په لرغونی فارسی کښی د ساتنی او حفظ او صیانت په معنی و، او د فردوسی په لوړ بیت کښی هـم (جـانرا). بگوش یعنی ځان وساته معنی ،لری خواجه حافظ شیرازی هم دغه کلمه داسي راوړې:

 ای ملک العرش مرا دش بده

 وز خطر چشم بدش دار گوش

 یعنی د بدو سترگو له خطره ئې وساته.


 د فارسي ادب په پخوانو متونو کښي هم دغي کلمې ل مشتقاتو څخه اغيزې ښکاري مثلا : د خواجه عبدالله انصاري هراتي په طبقات الصوفيه کښي گوشيدن وقتي کټ مټ د عربي صون "اگر وقت ده و او" باشد. عظیم است یعنی که څوک خدای ونه ساتی بل ځای وای : خویشتن میگوش از فتنه یعنی ځان له فتنې څخه ساته . د پیر هرات د یوه شاگرد رشیدالدین میبدی په تفسیر کشف الاسرار کښی چی په 529 هـ) لیکلی شوئ دئ گوشوان په دغه معنی مثل د حافظو علی الصوه په تفسیر کښی وایی. " : استاد کنید و گوشوان "باشید دی گوشنده او گوشه هم راوړی او داسی ښکاری چی دغه ریښه په اوستا او پهلوی کښی هم وه او گوش د یووه فرشتې نوم ؤ چی څاروی به ئې ساتل او هری میاشتی په. روز بلله چی البیرونی په عربی ډول جوش زور راوړې ده او سعدی ئې غش او په خوارزمی نی غوشت ،بلله مسعود سعد سلمان د غزنی پیاوړی شاعر وایی :

 گوش روز ای نگار مشکین خال 

گوش بربط بگیر و نیک بمال 

په نامه تکنسک کښي چي له پهلوي څخه پاته غوره اثر دئ ابن اسفندیار وايي : "صلاح" روزگار آن بهتر ا ز آن گوش دارد که غم زمان خويش" چي دلته هم گوش دارد د ساتني او حفظ معني لري او د سلمان ساوچي دغه بيت هم. د دې مطلب لپاره یو ټینگ او څرگند دلیل دئ


ای صبا گرخاک او بدست آید ترا

 دره ای زان گوش داری از برای چشم من


 دا ټوله  ادبي اسناد چي د فارسي ادب له ښکلي بڼه راتول کړل سول دا ثابتوي چي گوشيدن یو پخوانی او اصيل مصدر په دری ادب کښي و چي اوس ئې استعمال بالکل هېر سوئ دئ او حتي خيني. ای له گوشیدن سره او گدون هم کوی، اوس به راسو چی په پهتو کښی د دې کلمې ریښه څنگه ژوندۍ ده، او څنگه ئې دغه د اسلافو ودیعه راساتلې ده؟ په پښتو اوس موږ گواښ گواښل گواښندوی، گواښوونکی گواښلی داسی ژوندی کلمات لرو چی د معنی تنی ئې هغه حفاظت او صیانت او ساتنه ده مثلاً : اڅک خان له لمره و گواښه اوه تره اوغی گوا په اوسنی ادبی او عصری ادبی ضروریاتو کښی دغه گواښ موږ هلته استعمالوو چی د دوو دولت په سیاسي کشالو کښي يود ريم منخگړی او گواښ وکړی. ته: د فارسي ادب په تاريخ كښي عباس بن طرخان د دريمي هجري پېړۍ د بلخي برمكيانو د دربار يو شاعر تبر سوئ دئ چي په عربي او فارسي ئې شعر ،وايه د ده له فارسي اشعارو څخه ابن خرداد به په خپل ديړالك . وايي چي عباس د طرخان زوي د سمرقند د ښار پر ورانتوب بندي داسي ويلي وه :

 سمرقند کند مند 

بذینت کی افگند

 از چاج ته بهی 

همیشه ته خهی 


 یعنی اورانه سمرقنده چا داسی کړې؟ تر چاج (تاشکند) ته تل ښه ئې ! دا قطعه د فارسی ادب یوه پخوانۍ اصیله ټوټه ده خو په دغه کښی د پښتو اوسنی خطابی مفرد ضمیر دوه واره په دوهم بیت کښی راغلئ دئ یعنی (ته) او د دوهم بیت آخر مسری بالکل اوسنت۔ پېڐتو ده: دغه ضمير چي په پښتو کښي اوس په دغه شکل او معناست او مستعمل ژوندي ضمير دي د فارسي په هروي لهجه کښي هم و خواجه عبدالله انصاري په طبقات الصوفيه ک وايي : الله تعالی (ج) (ته) به خویشتن از خویشتن بمبراد (ته) به خویشتن از خویشتن بمپوشاد او له دې څخه هم ښکاری چـی پـه قدیمة دري کښي موجود او مستعمل و مگر اوس ئي پر ځای (تویاترا وای اما پڐتو دا قتل). وه خه: ته خه عينا بله كلمه (خه) ده چي اوس ئي موږ ښه يا كټ مټ خه وايو. دا کلمه هم په پخوانۍ فارسی کښی وه، او په لوړه قدیمه قطعه کښی پښتو تعبیر او اداء ده، دغه خو ابولحسن شهید یې بلخي د رودکي په مدح کښي داسي استعمال کړېده :

 شاعران راخه و احسنت مدیح

 رودکی راخه و احسنت هجیست

 پښتانه اوس هم وايي : «پلانی خه سړی دئ.

 او د تحسین په مقام کښي داسي وايي : 

"خه _ خه ! دا عجبه لوړه ونه ده"

 صدرخان خټک د دلي او شهو په قصه کښي وايي :

 خه چی ته پخپل مراد سوي تازه خاندي 

که زه استا له غمه مرم بلا را باندي...........


دغه (خه) ډېر پخوا په اوستا او پهلوي کښي (هو) ؤ چي وروسته هي په خي واوښته او موږ گورو چي دغه ډېر قديم (هو) هم اوس په پهتو کښي په ايجابي ډول وجود دارد. ښه ده مثلا:

 هو ـ زه به کتاب اولم د مېړه هو، وی او نه نه !


 سخت _ زخت : 

په دري ادب کښي د تاکید او ډېروالی د قید په ډول خورا ډېره مستعمله و اوس ئې د فارسی په ویناو کښی د استوار او محکم په. مفهوم استعمالوي مگر هغه خاص دستوري حال ئې بايللي دئ. ريښه ئې په سنسکريت کښي سکته د توانا په معنا او په دري قديم ادب کښي داسي استعمالېده بيهقي وايي : "شير سخت بزرگ نيک قوی بود" و "سوی با کالیجار نامه ئی بود درین باب نیکو بغایت" و "طاهر است آنجاست و مرد". سخت کافی و بکار آمده." د تاريخ طبري او تفسير طبري په فارسي ترجمه كښي چي د سامانيانو د عصر قديم كتابونه دي هم سخت په دغه قيه و وصفي مفهوم و مثلاً : په تفسير طبري كښي وايي : "موسي گفت سخت نيک آيد (23) ابوالعباس رينجني د (۳۳۰هـ) د شاوخوا شاعر ویلی ؤ :

 سخت خوب آید این سه بیت مرا

 که شنیدم زشاعر استــــــــــــاد

 دا لغت په فارسی ادب کښی د خپل نقیض او در مقابل سره هم د. تاکید په هول راغلی دئ.

 لکه : من عهد تو سخت سست میدانستم 

په پښتو کښی تر اوسه هم دغه کلمه په دغه تاکیدی او د ډېرښت په معنی و او په دوو شکلو،ژونده ده، کندهاریان وایی : پلانی سخت غښتلي دی

نن سخته ښه هوا ده عیسی اخندزاده ویلي ؤ

 دلربا په خنده راغله سخته ښه سوه 

موزیگۍ په ژړا راغله سخته ښه سوه

 کټ مټ د کلمه د پښتو په شرقی برخه کښی هم د زخت او زخته په شکل ژوندی، ده مثالً : ایلم زخت لوړ غر دئ" یا : "د کنر" زخته ښه ځمکه ده." یو شاعر ویلی ؤ :

 غاښ دي خراج اخلي له گوهرو نه له عاجه

 زخته دلربا اي ده دل برو د سر تاجه !


 کټ:

 هر پښتون اوس کټ پېژني او د پښتنو په ديرو کښي خو ضرور کټونه وي چي دوي پر کښېني خو په اوسنۍ فارسي کښي تخت يا چارپاي يا صندلي بولي داکلمه هم په پخوانۍ شاهي دوي فارسي کښي دو په اوسنۍ يادوي :

 روز ارمزد است شاها شادزی

 برکت شاهی نشین و باده خور

 سیستانی فرخی د سلطان محمود په ستاینه کښی وایی:

 خلافت جدا کرد جیپالیان را

 زکتهای زرین و شاهانه زیور

 له دغو دواړو ادبي سندو څخه ښکاري چي پخواني شاهي تخت هم کت باله لکه چي اسدي طوسي هم له افسره او شاهي. تاجه سره یو ځای راوړی دي :

 که بر خون برانم کت و افسرت 

برم زی سراندیب بی تن سرت

 اوس باید فکر وکړو چی دغه د معتبر او د شاهی دربار کټ ولي په تخت بدل سو؟ د د دلیل دا د چی دا کټ خاصه مقامی او خراسانی کلمه و وروسته چی د غرب لخوا په فارسي ژبه د تخت


کلمه را گډه سوه نو کټ خوارکی له شاهی درباره د پښتنو باندو او دېرو ته پاته سو او ځای نی تخت ،ونیوی چی تر اوسه هم په ادب کښی مستعمل پاته سو، مگر د کټ د کلمې اصالت او قدامت خوله. تبرو اسنادو څخه ثابت دئ.


 ښايي :

 په پهلوي او فارسي كښي يو مصدر شايستن يا پيتن د انتخاب په معنی ؤ، په اوستا کښی ریښه خشای، وه مگر په فارسی کښې معنی وروسته سزاواری او مناسب والی سوه چی شایان او شایسته او شاید له دغي ريښې څخه دئ سعدي وايي :

 خردمندی کافی باید تاتد بیر را بشاید (۲۵)

 فرخي وايي :

 تو بدین از همه شایسته تری

 همچنین باش و همه ساله تو شای

 بل ځای سلطان محمود داسی ستایی :

 ای آنکه ملک هرگز بر تو بدل نجوید

 ای آنکه خسروی را از خسروان تو شایی

 د منفی نونه سر بل خای دا کلمه داسی راوړې :

 همه دشمنی از تود بدم و لیکن

 نگویم کهت و دوستی را نشانی

 د میبذی به کشف الاسرار کښی راغلی دي : حرمت رفيق گیرید تا پیشگاه را بشائید (۵۴/۱)

 دغه کلمه تر اوسه هم په پښتو کښی د مفرد غایب لپاره د ښایی په ډول تاکید او احتمال لپاره استمعاليږي، مثلاً : د تاکید لپاره محقق کندهاري علامه حبيب الله وايي :

 كل ثنا چي ني څوک وايي 

په خالق د جهان ښايي


 د احتمال لپاره داسي ويل كيږي : "ښايي چي احمد راغلی وې"

 د میرزا حنان کندهاری دغه غزل د ښایی مختلف د استعمال موارد راښی.

 که کوی راسره ډېره جفا ښایی

 رسا حسن لــــه جـــر رســــا ښایی

 له حیا په آئینه کی کتــای نـــه ســـی

 که کوی بیگانگی له آشنا بنا يي

 که له لاسه می نن بوی درومی عطرو 

چی خلاص کړی مي دئ بند دقبا ښايې

په تغییر ئي سپین مخونه کړه دترکو

که ئي وبولم خط توره بلا ښايي

چي په آه مي دزړه داوړه مژگان کج سوه

کې غمزه غواړي له زړونو خونبها ښايي

چي له خیاله و آفتاب ته سم نه گوري

پر مهتاب که طعنه کړي دلربا ښايي


هېښ او هاژ : 

په پخوانی فارسی کښی هـاژ موجود و چی اوس متروک او مړ دی د فارسی ژبی ډېر پخوانی شاعر بوشکور بلخی چی د څلورم هجری قرن په ابتداء کښی ژوندی و دای کلمه ئې داسی راوړې ده :

 دیو بگرفته مر تا بفســـــــوس 

تو خوری بر زیان مال افسوس 

همه دعوی کنی و خایی ژاژ 

در همه کارها حقیری و هاژ


اسدی طوسي د لغت فرس لیکوال او د برهان قاطع خاوند دواړه د دغه هاژ معنی متحیر او فرومانده او خاموش او درمانده لیکی چی له دغی ریښی څخه هاژ و هاژه هاژیدن هم ښایی چی پخوا مستعمل و (۲۶). د دې هاژ معنی فرهنگ والو د بوشکور د لوړ بیته معلومه کړیده او دا ښکاری چی ډېر پخوانی لغت دی خو رېښه نی تر اوسه هم په پښتو کښی خوندی ده پښتانه تر اوسه هم دای کلمه. هېښ وایی او هېښېدل هم د هغه هاژیدن اصل دی. کنداریان وایی : پلانی هېښ پېښ ولاړ دئ، یا ئې سترگی هيښي پاته دي شخ متي كلات بابا ويلي وه :

 دلته لوي غرونه زرغونيږي

 سترگي ليدو ته ئې هيښيږي 


توم _ تومنه :

 د آريايي اقوامو په قديمو فلسفي رواياتو کښي چي محمد بن زکريا رازي پخپله ما بعد از الطبيعه فلسفه کښي ځاي کړي دي، پخوا پنځو اساسي او قديمو شيانو اصالت درلود چي ارمزد اوگا (زمان) او. جای (مکان) او توم (جوهرو سرشت او خلا و له دغو کلمو څخه توم یعنی جوهر او خمیره اوس موږ په پښتو کښی د تومنی په شکل لرو مثه دې کلمې ريښـې پـه تـاريخي نومو کښي همـيـه تـاريخي نومو کښى زردشت یې اسپین یې تمان یا بسیتما باله یعنی داسی سړی چی جوهر او تومنه ئې سپینه سپېڅلې وه. . تر اوسه هم پښتانه وای: د پلانی تومنه ښه یا ده او کاکړان. هم (خانتما) نوم لری یعنی خانزاده او خان ​​اصله. دا نوم وروسته یو صفت هم سو چي پر مفتخر او مغرور اطلاقیږي او دا يو قسم معنوي توسعه ده چی د (خانتما لغت میندلې ده نو د قدیم توم لغت اوس په پښتو کښی د تما او تومنی په څېر موجود دئ.


گرم - گروم :

 گروم موږ اوس غم اندوه ته وایو ځنی پښتانه ئې گرم هم کوی او په همدغه تلفظ په فارسی قدیم ادب کښی موجوده کلمه وه. مثلا : رودکی د (300هـ) په حدودو کښي داسي وايي : 

هر که سر از پند شهریار پیچد

 پای طرب را به دام گرم در افگند

 فردوسی هم دا کلمه ډېره راوړې، لکه :

 ز چنگال یوازن همه دشت غرم.

 دریده برو دل پر از داغ و گرم

 شمس المعالی قابوس دیملی چی د سامانیانو او غزنویانو معاصر و داسي ويلي وه : 

شش چیز دیگر نگر وطنشان دل من

 عشق و غم و درد و گرم و تیمارو حزن 

دا کلمه په پښتو ادب کښي هم مستعمله وه. ملا میران پوپلزي ويلي دي :

 آزاد مـــــــرغـه یم نښتی په لومه

 زړگی می چاودی له ډېره گرومه

 داسی کلمې چی د فارسی په قدیم ادب کښی د پښتو نښانې او اغیزې راښکاره کوی د تاریخ او ادب په زړو کتابو کښی خورا ډیری دی چی وروسته به زه یو څو نوری هم د نمونی په ډول سرول راټولي كم .


 غرچه _ غرڅه :

 غرڅه او غرڅنی اوس په پښتو د غره مره ته وایی خو دا کلمه په فارسی قدیم ادب کښی د کوهی او روستایی اومجازاً د ساده لپاره استعمالېده او ریښه ئې هغه د پښتو غر دئ، بدیعى ویلی وه


 بفریبد دلت بهر سختی 

روستای و غرچه را مانی 

ابو طیب مصعبی چی د سامانیانو لوی وزیر او لیکوال او د عربی او فارسی پوخ شاعر او د (٣٢٦ هـ) په حدودو کښي وزير ؤ يوه ډېره فصیحه او خوږه قطعه لری چی مشخص ئې دا ده : 

جهانا همانا فسوسی و بازی

 که بر کس نپایی و باکس نسازی

 په دې ق قطعه کښي وايي :

 صدواند ساله یکی مرد غرچه

 چرا شصت و سه زیست آن مرد تازی

 په دغه بيت کښي هم د غره سړي او ساده کوهي خيني مقصد دي چي د غرچه په دود ساده وي. احمدشاه بابا وايي:

 زه غرڅه يم استا مژگان مي وېروي

 ېي درکه د ناوک گزار کــــــــــــوي


 غرنگ _ غرانگه : 

غرنگ د اسدی طوسی په قول د ژړا رخ دی چی منجیک ترمذی د غریو سره یو ځای داسی راوړی دي :

 کار من در هجر تو دایم نفیرست و فغان

 شغل من در عشق تو غریوست و غرنگ 

خسرواني د ساماني عصر يو شاعر د (۳۵۰) هـ) په حدودو کښي وايې :

رخت دید نتوانم از آب چشم 

سخن گفت نتوانم از بس غرنگ 

هغه منجیک شاعر په بل بیت کښي داسي راوړي دي : 

بخروش اندرش گرفته غریو

 بگلو اندرش بمانده غرنگ


دا قدیمه کلمه هم اوس له فارسی څخه ورکه ښکاری خو په پښتو کښی غړانگه کټ مټ په دغه معنی ژونده ده. د اوښ ږغ غړانگه بولي او اوښ غړانگي وهي او مجازا د سړو سره هم هغه وخت استعماليږي چي په لور رغ او بد آواز فرياد او کوکاري وهي. یوه پښتون شاعر ویلی وه :

 نیمه خوا کړلی خزان تنکۍ څانگی 

په کوربل وهی عاشق بدی غړانگی

 داسي ښكاري چي غړانگي داتلاك لوړ،فرياد او كوكارو نوم و، او دا چي د اوښ ږغ غړانگي بلل سوي دي دې لغت يومجازي اطلاق به وي.


 سوک _ څوکه

په پښتو کښی سوکه یا څوکه اوس موږ داسی استعمالوو : د چاکو څوکه، د غره څوکه د جامې څوکه د بام څوکه د آسمان پر څوکه میاشت ښکاری. شاکري بخاري (27) په يو بيت کښي داسي راوړې ده

 اندام دشمنان تو از تیر ناوکی

 مانند سوک خوشه چو باد آژده 

دا کلمه متاخرو فرهنگ والو د فارسی له سوک یعنی ماتم او غمه سره گکه کړې ده (28) مگر په اصل کښی سوک په گاف او سوک په کاف و چی دغه دوهم شکل ئې د پښتو له ځوکی سره پوره معنوی. او ظاهري شباهت لري. په لغت فرس کښی هم دې کلمې معنی په تخمین او اټکل خار خوشه گندم و جو لیکلې سوېده مگر په اصـل بیــت کښی د اوربشو د وږی څوکه مراد ده او اصلاً وږی خار او او اغزی نری. لږ څه زيږوي. خوشحال خان ویلی وه : 

چی و باز ئې ورکولې تېرې نوکي

 تر ټټر به ئې ایستې د زرکی څوکي


دلته هم د باز د تېرو نوکانو څوکي مقصد دي. 


کواره _ کباره : :

 ناصر خسرو قبادیاني بلخي ويلي وه:

 ترا این تن یکی خانه سفنج است 

مزور بل مغربل چون کباره

 دغه کباره په فارسی اوس سبد بولی، د بامیانو د غلغلی شاره چی کومی فارسی لیکنی پیدا سویدی او د کابل په موزیم کښی وی په هغه کښی دا کلمه کواره راغلی ده چی د ځینو. ارغنداویانو خطونه وه . په کندهار کښی تر اوسه هم کواره ست چی د انارو او اغزو له لښتو څخه ئې ارغنداویان جوړوی او د کندهار ټوله مېوه په دغو کوارو کښی وڍله کيږی، کواره خوری پژو سوری سوری. مغربل صفات ورسره راغلي دي. داسي ښكاري چي كواره د ارغنداو د وادي مقامي كلمه و چي په قديمه فارسي كښي مستعمل او اوس په پښتو كښي ژوندۍ پاته ده.


 شیون _ شوان : 

د فارسي اوسنۍ كلمه شبان په قديمه دري آثارو كښي شوان هم راغلې ده چي خواجه عبدالله انصاري (رح) نې په طبقات الصوفيه كښي په دغه ډول استعمالوي. د د کلمې پخوانی شکل په فرس قدیم کښی شوپاون او په پهلوی کښی شوبان ،و په فارسی کښی خو دغه کلمه واوښته مگر په پښتو کښی تر اوسه هم هغه قدیم ډول ، خوندی کړه اوش پشوه سره شپونه. داسي ښکاری چی پښتو ئې هغه قدیم او اصیل ډول ساتلئ دئ.


 هوپره _ اوپره :

 د خواجه عبدالله انصاری به طبقات الصوفیه کښی هوپره کلمه د یوې عربی جملې او دعا په ترجمه کښی راغله ده، چی اصل ئې


خیرک الله یا جبرک الله، و دا ادعائیه خینو فرهنگ والو په غلطی کښی حيرک الله ويلي او د خواجه عبدالله انصاري د فارسي جملي خدا ترا هوبره کناد ترجمه ئې حيران ليکلې ده، ايوانوني ځانه د هوبره هو معني فلش. او اکثرا فرهنگ لیکونکو د دې کلمې په معنی کښی غلطی کړېده خو اصل کلمه هوبره او د پښتو موجود (اوپره) ده. هو په قدیمه آریائی ژبو کښی د پښتو د هواو ښه په معنی و پـره هم جنبی او مسلک او رفتار ته وای نو هوپره یعنی د نیکی پرې ،خاوند نیک راه ، او روش نیک دا کلمه تر اوسه هم په گاھار کښی سته پخوانو پڵت. او د نورو ځایو راغلی خلک احتراما اوپره یعنی د ښه روش او ښی جنبی خاوندان گڼل او دوی به نی هوپره یا اوپره بل د زمانې په تېرېدو د دغی کلمې لومړنی نظری مفهوم لږ سو، او اوس پره پاته سوه. له دې ټولو مثال و څخه ښکاری چی د قدیمو ژبو د تحقیق در مورد پژندنی او څېړنی لپاره د پښتو مطالعه ډېره ضرور ده او د پښتو په مرسته موږ د فارسی او پهلوی ادبی مشکلات حل سواي.


 هنرمن بې اسره _ بړېڅ _ غلجی :

 بزرگ بن شهریار د دریم هجری قرن په پای کښی د بحر له خوا هند ته راغلی و دی وایی چی : د بحیره عرب د ساحلی ښار چیمور ( هنرمن ) په ډول مقرر کړ(۲۹). دا کلمه له هنر او پښتو "من" څخه جوړه سوې ده، چی وروسته عربو له دغی کلمې څخه د خپلی ژبی پر اصولو سم یو مصـدر هـم جوړ کړ او "هرمنه ئې د هنرمن د فعل او کار نوم وبله. ځکه چی" مسلمانان د جنوبى پښتونخوا له خواهند ته تلى و نو دوى دغه پښتو نوم د خپل مشر لپاره هم له دې ځمکی څخه له ځانه سـره وړئ ؤی په عجائب لهند کښی پاته دی هم په دغه ښار کښي المسعودي عربي سیاح او مؤرخ په( ۳۰۴) هـ کال یوه بله کلمه اروېدلې وه. دی د خپل مروج ذهب (۳۰) کښي وايي : هغه عـرب چي په هندوستان کښي زېږېدلي دي په چيمور کښي "بيا سره" بولي. د مسعودی دغه کلمه هم کټ مټ د پښتو "بې اسره" ښکاری، چی عربو معربه او یو ځای ولیکله او معنی آیا مسافر او غریب الوطن او بیچاره ده. د عربو یو بل مدقق مؤرخ ابن واضح الیعقوبی دئ، چی خپل تاریخ ئی (۲۹۲ھ) کال په حدودو کښی لیکلی دی. دی لـه عجمی ژبو څخه یوه معربه کلمه الشهریج راوړی چی معنی ای هم د ښار د مشر یا ښاروال و. (31) دغه کلمه هم د پښتو پر" قاعدو" "برابره ښهریځ" ښکاری یعنی هغه څوک چی د ښار مشر او اداره کوونکی وی چی په عربی او د پښتو ښهريخ يوه تاريخي کلمه ده. په پښتنو قوم و کښی موږ برېځان ښه پژنو او د پتی خان برخ او رابیا عشقی داستان او د دوی نارې په ټولو پښتنو کښی مشهوری دی دغه برېسیا خو اوس په ښوراوک کښ. مگر پخوا د دوی استوگنه له بسته تر جنوبی پارس پوری و او تر اوتر او هم په جنوبي بازر د دوي په نامه دئ. محمد بن احمد بشاری مقدسی (۳۲) د قفص او بلوص او بارز غرونه او د دوی جنگونه په تفصیل یادوی (۳۳) او ابن مسکویه د( ٣٦٠ هـ) کال په جنگو کښي دغو قبيله و اميران ابو سعيد بلوصي او علي بن محمد اليارزي په کرمان او سيستان کښي يادوي. دغه عربي سوي نومونه خو کوچي او بلوڅ او برېځ دئ، چي ابن مسکويه ئې هم په تجارب الامام کښي (۳۴) رحاله جروميه بولي. یعنی د گرم سُر کوچیان او دغه قبایل تر اوسه هم یو ځای سره اوسی. د البارزا ملا د مظهر بن طاهر المقدسی په کتاب البدو التاريخ کښي (92/4) البارج ده چي د 355) (هـ) په حدودو کښي د دوي سيمي له کرمانه تر زرنج او بست او غوره پوري يادوي. نو لکه عربو چی پښتو ښهریخ اخیستی او له هغه څخه ني الشهريج جوړ کړ دغه زموږ پښتو بربخ ئي هم البارج يا البارز وليكلي د پښتنو يوتي لوي او غښتلي دغمه دغلي غلج ديگه. رو کښي هر چا هر راز لیکلئه دئ او ځینو خلکو لا له مغولی او ترکی خلج یا خلخ سره هم خلط کړیدی العتبی په تاريخ يميني کښي د سبکتگين په لښکرو د افغانيه او خلج ذکر یو ځای کوی او منهاج سراج چی په هند خلج کښی دھی د. تر بنگاله پوري يادوي، دوي له ترکانو څخه بلوي، حتي د هند مؤرخ ضياء برني په تاريخ فيروز شاهي کښي تصريح کوي چي پخوا د ډيلي شاهي د ترکانو و مگر کله چي سلطان جلال الدین خلجی د ھیلی پر. نو ځکه چی خلجی تورکان نه وه دی لیکی و ملک خلجیان شهریان کښی. را بغایت دشوار نمود. (۳۵) په خپله پښتانه دغه کلمه غلجی تلفظ کوی، او دغه د هند خلجيان هم غلي و شاد خان وايي : بیا سلطان جلال الدین پر سریر کښېناست چی په اصل کښی غلجی دولت و بیا له پسه تعلق شاه چی امراء و پرورش ئې د غلجیو په دولت ؤ د خلجو اصلى نوم پښتو غلجى = غرزى دئ. خو فقط غین په خې اوښتئ دئ او دغه تبدیل په قدیمو نومو کښي نـور هـم ښکاری مثلاً د غور ساخر د منهاج سراج په قول سور غر و، او د قدیمو جغرافیه والو خرخیز اوس قرغیز دی. پر دې خبر بندي چي د خلجي كلمه اصلاً غلجي وه، يو ټينگ تاريخ سند دا وي : چي کوم وخت سلطان جلال الدین خوارزم شاه په غزنی او پروان کښي د چنگیز خان سره جنگيگري، په دغو وختو مله سري خاني. او منهاج سراج وایی و سلطان جلال الدین منکبرتی و ملک خان هرات بغزنین رسیدند و لشکر بسیار و امراء غور و تاجیک و خلج و غر بخدمت آنها جمع شدند (36) دلته خو منهاج سراج تورکان او خلج سره بجه کړی دی او جونی هم په خپل. جهان کشا دوهم ټوک کښی د پروان د جنگ تفصیل لیکی او آشکار کوی چی دغه جنگ د خلجیانو په مړانه و گاټه سو او د چنگیز لښکری ماتی سو. مگر دغو غلجو اصلي مقامي نوم غجلي و او تلفظ ئې هم دغسي و د افغانستان غربي خواته له هراته بيا په ټول اوسني ايران کښي هر قاف په غين اړوي، قران غيران، او قرآن غرآن بولي او په هغو وهختو کښي. ایرانیان په فارسی ژبه د غلجی کلمه غلجی تلفظ کوله د محمد بن علي حموي تاريخ المنصوري په عربي ژبه د يوې قديمي خطي نسخې څخه د مسکو د شرقي پوهنو د اکاديمي پـه همـت عيناً عکسي چاپ سوئد. په دې کتاب کښي هم د خوارزمشاه ملاتړ مکرراً قلي ياديږي نه خلجي (۳۷) او دا کلمه دغه عربي مؤرخ له فارسيانو څخه اروېدلې وه چي غلجي به ئېقلجي تلفظ کول. 

ښه ! که دغه کلمه په هغه وخت کښی خلجی کېدای نو فارسیانو ته خو لزوم نه ؤ چی خې په قاف بد کله کړی. د تاريخ منصوري له ضبطه بر الا ښکاره ده چي فارسيانو دغه کلمه قلجي تصريح کوله او له پښتنو څخه ني غلجي اروودلي،وه نه خلجي او بيا چي عربو له فارسيانو څځه قلقي واروېده، کټ مټ ئي همدغسي ضبط کړه او دا غلجیان هغه پښتانه ؤ چی تر اسلام دمخه نی په زابلستان کښي شاهي لرله او تر کشميره او هندوستانه اي فتوحات کړي وه او بيا په اسلامي دوره کښي په هند کښي تر بنگاله شاهان و او اسلام ئې د نپال تر غرو پوري رسولي ؤ.