32

په پښتو کښي (انگ)

پښتو څوارلس سوه کاله پخوا

په پښتو کښي د (انگ) دغه زړه ریښه تر اوسه هم لیدله کيږي: انگار او انگاره ډېر سره او کوټه اور ته وايي، چي د کلیمې لومړی جز (انگ) دی، انگل هم په پښتو شور او حدت او تيزي ته وايي، چي د اور صفات دي، د دې کلیمې اول جز هم (انگ) دی، او لام له ظرفی اداتو څخه و، لکه بورجل، كتل، زاول، کاول، انگازه هم د تیزۍ او حدت په مناسبت په اول سر کښي (انگ) لري، انگولا هم د تېز او سوځونگي ږغ دی، ښايي  چي د انگریزی Anger (خښم) او Angry (خښمناک) هم د حدت او تېزوالی په مناسبت دغه ريښه ولري، او Angel (فرشته) د رڼا او روښنايي په مناسبت هم له دغي ريښې څخه وي. د ملا فیض الله کاکړ په شعر کښي دا کلمه عیناً داسي راغلې ده.

زړگی بند کړمه په منځ د پانړو پړانگ

سوځي زړه لکه پیلوځی په بلانگ

دا بلانگ مرکبه کلمه ده، بل (مشتعل، بلېدونکي) انگ (اور یعنی) بل اور. 

دلته دا خبره هم باید هېره نه کړو: چي د بغولنگ (سغدي بغدنگ، او د زړې پاړسو بغدانگه) د بغ او (انگ) تر مینځ یو (د) هم شته، چي دا دال په پښتو کښي هم کله په لام اوړي لکه: دیوار= دیوال،غربیل = غلبیل او نور، نو دغه نوم په اصل کښي (بغو دانگ) و، او دا (د) د پښتو اضافي دال دی، چي اوس يې موږ تر مضاف اليه دمخه وایو: (د بغو انگ) يعني د (خدای اور) نو د پښتو د ابدال پر اصولو سم، دغه (بغودانگ = بغدنگ) بغولنگ شو، اما ورسته د دغي کليمې (انگ) په (آن) واوښت، او دغه (آن) هم د ځايو په نومو کښي تر اوسه مستعمل دی، مگر دا تحول وروستنی دی، مثلاً گلران (هرات) شملان (هلمند) بغلان (هغه زوړ بغودنگ) او داسي ډېر د ځایو نومونه چي آخر ته يې (آن) راځي.

د دې خبري يو بل تاريخي ټينگ دلیل هم سته، چي په چینی کتابو کښي د بدخشان نوم تر میلاد دوه قرنه دمخه (تسه  نگ - لنگ) راغلی، او بیا د (۶۳۰ع) کال په شاوخوا کښي هیوان تسنگ پخپله سفرنامه کښي پو - تو - جنگ - نه) او بيا په يوان شي کښي (به - ده - هه - شنگ) ذکر سوی دی.

 چي د (انگ) ټوټه وروسته په (آن) بدله شوي او بدخشان سوی دی. بل مثال يې دا دی، چي د گوزگانان په غرو کښي يو ځای سنگ چارک سته چي دغه سنگ هم پخوانو جغرافیاوانو (سان) راوړی دی. له دې څېړني څخه تاسوته ښکاره سوه، چي د بغودنگ یا بغلان درې کلیمې (بغو - د - انگ) په پښتو کښي زړې ريښې لري، او اوس هم دا درې سره کلیمې مستعملي او ژوندۍ دي، نو دا نوم په خپل پخواني شکل بالکل پښتو دی.

اوس چي تاسوته د بغودنگ، بغولنگ، بغلان زړې ريښې په پښتو کښي ښکاره سوې، نو په زه دا هم ووايم چي د بغلان د آتشکدې د ليک، نوري ويلي شوي کليمې هم پښتو دي.

كيردو - می:

دا کلمه هم دوې ټوتې ده: کیر دو - م له (کیردو) څخه په مږ صوتي تغیر اوسنۍ پښتو (کړی دی) جوړیږي، دا نکته مه هیروئ: چی پښتانه د صوتی حروفو په تلفظ کښی ډېر سره مختلف دي، خو زما په خیال هغه تلفظ چي د غرو پښتانه يعني اپریدي او وزیر او مسید او وردگ یې کوي. پخواني تلفظ ته نږدې دي، ښارو ته نږدې ژبي ډېري مهذبي او تراشلي سوي دي، د بیستون د كتيبې د صوتي حروفو تلفظ هم د دغو قبيلو تلفظ ته نږدي و، او د بغلان د لیک د ږغيزو توریو ږغونه همدغسي دي.

( کړی دی) د غرو پښتانه تر اوسه هم په مختلفو لهجو ادا کوي: کاکړان وایي: (کړې ده) ځیني پښتانه يې (کیړده - كيړايي دو - کیړیه ده) او ځيني يې کټ مټ هغه (کيړدو) وايي.

 وروستنی (مي) منفصل فاعلي ضمير دی، چي هم په پښتو کښی ژوندی او مستعمل دی، او تر مفعول وروسته راځي، نو (کیړ دومنی) کټ مټ پښتو فعل دی، او ټوله جمله داسي کيږي : کيړدومي بغولنگ = کړی دی می بغلان.

دا خبره هم واورئ : دکړل = کول فعل په پښتو کښي ډيري معناوي لري، چي يوه زړه معنا يې هم، (جوړول، ابادول، تعمیر) ده، کاکړان وایي: سنک هلته بورجل و کاوه، یعني سنک هلته برج جوړ کړ، کندهاریان وايي: ميرو په ښار کښي کور کړی دی، يعني په ښار کښي کور آباد کړی دی.

د (کړل) په ریښه کښي د اوستا (کر) او د پهلوي او فارسي (کردن) ورسره نږدې دی، او د ابادولو او تعمیر معنا له پخوا پکښي پرته ده، د خرده اوستا په اتش بهرام نیایش (۲۰ فقره) کښي د آتشکدو؛ په نومو کښي (مينيو كردو) هم راغلي ده،  مینیو یا مینو (د پښتو د منل له ريښې څخه) د فارسي (خرد) معنا لري،  او کرد و هم کټ مټ دغه (کیردو) ده، چي د اباد کړي او جوړ کړي معنا ورکوي، او دغه آتشکده، مينيو آباده کړې وه.

 په زړه پاړسو او پهلوي هم (کرته، کرد) د ښارو په نومو کښي د اباد کړي په معنا، مثلاً پارسه کرته (بازار کاد، او يوناني پرس پولیس په فارس کښي) او نور ښارونه لکه بلاش کرد، خسرو کرد، یزدکرد، بغکرد هغه اباد کړی دی. 

د اسلامي عصر په لومړنيو پيړيو کښي چي اوسنۍ فارسي له پهلوي څخه زیږېده هم (کردن) د جوړولو او ساختن په معنا كله كله استعمالیده، مثلاً خواجه عبد الله انصاري هروي ليكي: يوه ترسا امیر، چي د شام په رمله کښي و، له صوفيانو څخه يې پوښتنه وکړه، چي: شما را جای هست کی انجا فراهم ایند؟ گفت نه - گفت: من شمارا جای کنم، تابا یکدیگر آنجا فراهم ایید ان خانقاه رمله بکرد.

دلته هم د کنم او بکرد دواړه د ابادولو په معنا دي.

نو د بغلان د کتیبې کيردومي بغولنگ، هم د پښتو(کړی دی می بغلان) دی، يعني اباد کړی مي دی بغلان او جوړکړی مي دی بغلان.  

 په دې جمله کښي (مي) منفصل فاعلي ضمير، موږ ته د ژبي پخوانی گرامري شکل هم راښیي، چي تر اوسه هم ځيني پښتانه قبایل دغه (مي) کټ مټ دغسي استعمالوي، يعني د فعل په مينځ کښي نه راولي، بلکې په آخر کښي وايي.

ځکه چي تر اوسه ټوله دا پیدا سوي كتيبې نه دی لوستي سوي، ښايي چي د ټولو تر تحلیل او لوستني وروسته، ځینی نور حقایق هم څرگند سي، خو د دغو اوسنيو الفاظو څخه په لوړو دلایلو، موږ د پښتو بولگه ایستلای سو، او وایو، ښايي چي د پښتونخوا د دغو شاهي کورنیو ژبه به پښتو وه.