32

ژبي او د تکامل قانون

پښتو مقالات

آیا د ژبو سوچه کول ممکن است دي؟

  د ژبو د مطالعې يو لوي ډول او علمي لار هم داده چي ژبه او د هغې لفظونه او كلمې په داسي نظر مطالعه چي دا ژبه هم يوه اجتماعي او طبيعي ده او د نورو ژونديو مخلوقاتو په څېر د اويس اويس مخصوص ام. د فطرت احکام هغسی پر جاری کیږی لکه پر نورو پیدا سوو شیانو باندی.

 موږ به یو سړی فرض کو چی په یوه سړه مځکه کښی اوسی، نو که دی له دغه ځایه تودې سیمی ته ولیږدی، دغه نوی د ژوند محیط او هوا او اقلیم خامخا پر ده اغولېزه کوی دده رنگ او څې اوه. نوی چاپېره سره سمیږی که سپین و، نوئی نسل ورو ورو توريږي، او كه تور و سپينيږي.

 لکه دده په مادي او جسم او بڼې باندی چی دغه اغېزه کی دغسی هم د هغه پر اخلاقو او عاداتو او روحی خصایصو باندی دغسی نوی اثرونه کیږی او هگو ته تبدیل به تحول و تحول و دگرگونی دغه او ژبیره د انسان می شود. اوښتنو کښي دي او دا بايد ،ومنو چي دغه د لوړتيا و خواته ، حرکت يون طبيعي دئ خو د انسان عقل او اراده هم پوره برخه لري چي دغه حرکت او طبيعي جريان پر سمه لاره واچوي، او د ژبي او اجتماع په گټه فايده ځني واخلي .


لکه نن چی علم او پوهنه د رودو او د غرو او درو د اوبو طبيعي جريانه پخپل کنترول کښي راولي، او د بشر د گټي لپاره ئې استعمالوي دغسي هم د ژبو د طبيعي ارتقايي جريان د کنترول لپاره لاري او چاريه چي دسي. ژبي خوندي کيږي او که د تنازع للحيات پر ميدان نوري غالبي ژبي وغواړي چي يوه بله ژبه محوه او نابوده کړي نو انساني سعي او تدبير کولاي سي چي په علمي توگه هغه ژبه له محوه کېدوه او زوال څخه وساتي :

د نوي علم دغه تدبير او چاره سنجی پر دقيق علمي تحليل بناء ده او تطبيق ئي هم د ژبنيو پوهنو د متخصصانو كار دي، هلته چي يو ماهر انجينر د يوئه رود مدهش جريان او سجلاب توانوي او تر كنترول لاندي ئه هم راولي، دلت. "پوهاند" پر علمي اساسونو برابر د ژبي د چمتو کولو او روزلو لپاره په هغه مهارت او پوهي کار کوی.

 ما دمخه وويل : چي ژبي هم لكه نور كائنات ارتقايي يون لري، مگر دغه يون خويو يو دوباره ارتقايي سير نه دئ، بلكي ډېر نور عوامل او عوامل ست چي پر دغه سير باندي هم اثر كوي، او ډېر اثرونه داسي هم دي چي. ژنی او پاتی داسی ورستوی چی سبا د نورو مروچو ژبو په مخ کښی سی درودلای او نه مقابله نه هم سي ورسره کولاي

 يوه ژبه که څه هم ډېر قوي د اووسعت او صلاحيت ولري مگر اينکه فرهنگي او کلتوري ابزار ابزار نه وي د يوې بلي فرهنگي ژبي سره مبارزه نه سي کولاي او هغه غالبه ژبه د فرهنگ او ثقافت. خپله مقابله ژبه له منځه باسي.

 د پښتو ژبي د تقویت لپاره تر اوسه ډېر څه ليکل سوي او ډيري لاري ښولي سوي دي خو اساسي خبر داده : څو پښتو د ثقافت او فرهنگ ژبه نه سي او فرهنگي عناصر ئي قوي نه سي او فكري ذخاير ونهري او دكلتوري او فعاليتهاي آراده نه سي او د اجتماع په فرهنگي مركزونو كښي داخله نه سي، تر هغو دا،ژبه ژبه كوداي نه سي. 

نو که موږ وغواړو چی پښتو د ثقافت پر ډگر له نورو ژبو سره ودروو، باید په دغه ژبه کښی د فرهنگي تبیین او توضیح قوت پیدا کو، د علم او ثقافت د قبلولو لپاره په دغه ژ پوبه کښ فکر او استعداد پیدا کو. گرانبها ذخایر دې ژبی ته رانقل کو، او هموطنانو ته داسی یوه ژبه و اواندی کو چی هغه د فرهنگ او ثقافت ترجمانه و د تهذیب او ښکلا خاونده و د مترقی او عالی ادبی قبلونکې وي دا انسان د اوسینو اړتیاوو او حیاتي او اقتصادي احتیاجاتو سره سمه وي 

 د ژبو لويه ذخيره اساسي د توضيح او تشريح ابزار هم دغه الفاظ يا کلمات دي چي د ژبي خاوندان ئې د خپلو هدفونو د څرگندولو لپاره استعمالوي.

 الفاظ او کلمات  هم تر طبیعى قانون لاندي دي:

 خيني ژبي چي له تاريخي حيثه له يوې کورنۍ څخه دي دغسي ژبي يعنى مشترک کلمات سره و کليه ځيني تاريخي حوادث ژبو ته نوي مواد او کلمات سره لري او کله ځیني تاریخي حوادث ژبو ته نوي مواد او کلمات نښاسي او له يوه محیطه مهاجرت په کوي

هر څوني چي دا انسانانو اقتصادی روابط سره ډیریږي یا د سیاسي او ثقافتي تسلط دایره پراخیږي دغسي هم د ملتونه د ژبو سره کډېدل او د دوی د ژبو اثر یوه بل باندي ډیریږي او هر لغت چي په دغه اقتصادی او فرهنګي جریان کښي خپل نوي محیط ته ځي د هغه ځای شکل پیدا کوي او ځانته مخصوصه بڼه مومي او زوړ رنګ له لاسه باسي یا ئۍ لږ څه بدلوي د انتقال او اقتباس قانون چي په نورو کایناتو کښي جاري او ساري دئ په 

کلماتو کښي هم کټ مټ لیدل کیږی لومړی یوه کلمه نوی محیط ته انتقال کوی وروسته نو مطابقت ورسره مومی او دا هغه د «محیط سره د سمېدلو قانون دئ چی بېله ژبو د انسانانو پر اکثرو حیاتی شیانو باندی تطبیق کیږی.

 د پښتو او دری او هندی ژبو ډېر لغات سره مشترک یا سره نژدې دي دا ځکه چي يو خو په ريښه کښي سره شريکي دي او بل دا چي ددغو خلکو په منځ کښ کلمات تلويزيون اقتصادي او تجارتي او فرهنگي او مي باشد. له غربه شرق ته نقل سوي، يا له شرقه غربي خواته تللي دي.

 د پښتو آس، د دری،اسپ د سنسکریت اشو څونی سره نژدې دي د پښتو ډېوه، او د سنسکریت ډېوه سره مشترک دي د پښتو لس او د هندي دس او د دري (ده) د تبدل تر خاص قانون لندي دي (1) او ځکه چی هیڅ ژبه له مشترکو لغاتو او کلماتو څخه نه ده خالي، نو آیا د يوې ژبي تخليص د نورو ژبو له اثزه څخه ممکن است دي؟

 زما په عقیده ، یه !

 اما دلته باید دا خبره هم وکم د ژبی سوچه کول څو بالکل ممکن نه دئ مگر د ژبي بنیاد قوي ګول او روزل او پالل ښه کار دئ

په ژبه کښي چي کوم کلمات اوس مستعمل دي هغه په دې گناه ایستل چي له بلي ژبي څخه راغلي دي معقول کار نه ښکاري مگر دغه کلمات په ثقافي تعامل کښي اچول او له هغو څخه کار اخیستل ډېر ښه کار دئ

ددنیا ژبی خو کورنۍ کورنۍ دي او هر ژبه په یوه کورني پوري اړه لري دهري کورني ژبي بیا ځانته ریښه او بنټ لري چي هغه بنسټ دیوي کورنۍ ژبو لپاره مشترک وي او ډیري ژبي په ځینو خصوصیاتو کښی سره نښتی وی نو که موږ دغه نښتون او اشتراک بر اساس علمی باندی ،ومنو نو د ژبی د خالص توب دعوې به پرېږدو

  مثلا : آريايي ژبي چي په هند،افغانستان، پارس، سند، خراسان کښي ويلي کېدې ټولي له يوې آريايي ريښې څخه را ټوکېدلي دي نو ځکه اوس ددغو ژبو اکثريت لغات سره مشترک اوست. سکریت اوستا او پهلوی او دری سره ډېره خپلوی لری بلکی ددغو ژبو ډېر زاړه او لرغونی كلمات اوس لا هم پښتو ساتلی دي. 

د پښتو اوسنۍ اویجه هغه د پخوانو آریایانو ویجـه وه، د پښتو اوسنۍ ورشو د پخوانو تاریخى ژبو (ورشه ده. د پخوانۍ دری ایر = هیر د پښتو و یا ایر دی د پښتو و یا ایر دی د پښتو و یا ایر دی د پښتو و د پښتو هټ اوسہ او ھہ ڪه بو هټ اوست. هم رود، دوال، بنه، پیغـاره او داسی په سوو کلمات نی له دری سره مشترک دي، بنه او پېغور اوس دری زبانان نه وای، مگر پښتانه ئې وایی. 

مشترک لغات زموږ دي او کورټ ئي موږ له ژبي څخه نه باسو دغسي هم له عربی څخه ډېر مفغن کلمات لرو چي اوس زموږ سوي دي او خاص پښتو مال دئ او نه ښايي چي پردي وګڼل سي کمیس پاتا میراث ناره تبوس ماشوم له دي دلي څخه دي چي اوس پوره پښتو بلل کیږي .

دلغاتو د انتقال په دوره کښي له يوي ژبي سره ډبر لیري کلمات هم ګډیږي او داسي الفاظ هم ورته را درومي چي اصلا د هغي ژبي له کورنۍ څخه هم نه وي مثلا : سنسکریت چي یوه آریایي ژبه د او عربي چي له سامي کورنۍ څخه ده په پخوانیو تجارتي رابطو کښي دلومءۍ ژبي ډيړ لغات عربو ته تللی او به عربي ژبه ګډ سوي دي لکه : اپت چندن ،مشکا، کاپور، تابنول، چی په عربی کښي،آفت،صندل،مسک،کافور،تنبول خيني جور سوي دي.

 اوس چي موږ گورو دغه لغات په پښتو کښي هم ست اپت چند مشک کاپور ټول مستعمل دي نو دا الفاظ د سامي عربي ژبي او د آريايي ژبو تر منځ مشترک گڼل كيږي، او په كي عربي، خوبي مستعمل دي نو دا الفاظ د سامي عربي. ژبي دوني کار کړئ دئ، چي د خپل احتياجه سره ئې سم شکل اورنگ ور گرزولئ دئ، معرب کړئ ئي دئ يعني له نوي محيط سره ئې تابق ورکړئ. داسي کلمات چي په ژبو کښي يو له بله سره اقتباس سوي دي خورا ډېر دي او هر ځاى ئې پخپل نوي محيط کښي د تابعيت پوره حق هم موندلي دي. د مثال په توگه به ​​زه دلته فقط د یوې کلمې (پوز) سرگذشت ولیکم : 

په هره ژبه کښی اصوات او حروف خانته یو طبیعت او خاصیت لری چی زه دغه طبیعت ته د توراتو لغوی خاصیت وای او هدف می دادی : ډېر خله چی . (اصوات سره یوکای سي ددغه يو ځای کېدلو په اثر دوي يو لغوي مفهوم مومي او مثلا دغه مفهوم په اکثرو ژبو کښي مطرد وي نو دغه حروف چي په طبيعت کښې يوه معنا پرته وي د يوه مفهوم لپاره عناصر توري بللا) - (ت) په طبیعت کښی د توقف او بودن معانی پراته دی. لغات دغه عنصر لري، نو گويا (س ـ ت د توقف او بودن لپاره په آريايي ژبو کښي عنصري توري دي دغسي هم پ - ز) د لوړي او جگي لپاره د عنصر توري گڼل کيږي په پښتو پوزه - پزه ځکه بيني ته وايي، چي. په مخ کښي لوړه ده پوزه د (ز) په فتحه لوړي ته وايي چي غوندۍ هم بولي. په پارسی هم (پوز) د انسان او حیوان د مخ راوتلی مجموعه ته وایی، لکه،پوزسک پوزشغال چی ددغو هیواناتو (پوز) راوتلی دی پوزه هم په پارسی دغه معنی لری او په پهلوی کښی هم (پوزک) په دغه مفهوم مستعمل و په نورو آريايي ژبو کښي هم ؤلکه:

 كردي   : پوز      puz  

سنګلچي  : پوزک        _fuzik  

منجي   پوسکه foska   

استي   فنجه finja    

ارمنی   پنس pinc   

دري    پوزـ پزه 

پښتو  پوزـ بذه ـ  پوزه

   له دغی مطالعې څخه ښکاری چی پوز - پوزه - پزه او نور له څخه آريايي ريښي . دي، او عنصري توري هم (پ - ز) دي.

 دا آرایایی کلمه ډېره پخوا په عربی ژبه گده سوې و او د انتقال تر قانون لندى تلې ده پېړۍ پېړۍ تيري سوې او تر اوسه هم په عربی کښی سته.

 یاقوت حموی په خپل معجم الادباء كسی لیكی : " شبهت مولای الاشیخ و هو یتحدث و یقول ببوزه – کذا و بیده کذا بقردرائیه الیو .... یعنی هغه شېخ  چی په پوز ئې یو څه ویل او لاس  بل څه  داسي ښکارېدئ بیزو  .  

نو دا آريايي (پوز) په عربي كښي مستعمل و، او عربو لغت ليكونكو هم دا فم الكلب په معنا راوړئ دئ. (۳) اوس هم په فلسطين كښي دا كلمه رواج ده مثلاً كه وغواړي چي سړي د توهين په ډول له خبرو څخه خاموش کړي او ورته وايي :رس بوزک يعني خپله پوزه وتړه.


دا ما یو مثلا د عربی او پښتو او پارسی د اشتراک لپاره راوړئ حال دا چی عربی ژبه د سامی کورنۍ څخه ده، او پښتو او پارسی له آریایی کهوله دی، مگر سره له دې ډېر مشترک کلمات سره لری، نو که عرب اوس. او پارسی پوز - بهط تخمین ) له همانا څخه ) تاریخ له) ماه روز څخه جرم (گرم) صرد (سرد) او جمع ئی (جروم صرود له خپلی ژبی څخه نه سی طرد ،کولای، (4) موږ هم باید د دری - سنسکریت - اوستا - عربی - ترکی هغه لغات چی زموږ په ژبه کښې اوس مثلاً ځای نیولی او د نوی محیط سره ئې تطابق هم کړئ دئ له ژبی څخه ونه لغات باسو او پخپله ثقافی او فرهنگ است. که : اولس - جرگه _ ترنک _ خان چی زموږ د ژبی پخوانی اجزاء دي.له عربي . او په زرو نور کلمات دغسی هم د دری ژبی سره په زرو مشترک لغات لرو نو که موږ دغسی كلمات اوس له ژبی څخه وباسو یقینا به ژبه خورا محدوده او تنگه راته پاته سی.

 کله چی په ابتدا ملتو کښی د ژوند حرکت پیدا کیږی، نو په نوو ځوانانو کښی د ژبی د سوچه کولو او تخلیص كاذب شوق هم د هوس په توگه پیدا سی چی کوم پوخ اساس نه لری، مگر كله چی پوهان ستر هموی ورغړ. د تعقل او تدبر مرحلي ته ورسيږي، بيرته له هغه هوسه اوړي فقط دغه مرحلي ترکيه او ايران دواړو طي کړي دي او اوس معلومه سوه چي هغه فكرونه د تفطرت له سير مخالف تشي هوسونه وه ژبه خوه په حقيقت كښ. نو چی یوه ډله خلک په ځینو الفاظو ښه سره پوهیږی او هیڅ مشکلات نه وی ورته څه ضرور دئ چی دوی به نوی لغات او کلمات له ځان تراشی، او ځنی وحشی.


او نامانوس الفاظ به د مدنی او منلو الفاظو پر ځای دروی؟ ښه به دا وي چي ژبه د ثقافت په ذخيرو ډکه کړي او ټول هغه الفاظ او کلمات په کار کښي واچوي چي ژبي پخوا له نورو څخه را جذب کړي دي.