32

په اموي او عباسي دوره کښې د افغانستان ټولنيز او مدني أحوال

د افغانستان لنډ تاریخ دویمه برخه

لکه په تېرو څپرکيو کښې چې مو وويل د راشده خلیفه ګانو او امويانو په وختو کښې څو څو واره د خراسان خلك له هرات، مرو او سيستان څخه تر زابل، کابل او تخارستان پورې د عربو د سياسي واك د خپریدو پر خلاف وښوريدل برهمني كابلشاهانو او رتبيلانو ان تر هجرت وروسته د (۱۸۰) کالو په شاوخوا کښې هم په کابل او زابل کښې مقاومت کاوه، او د بودايي او برهمني مدنيت اغیزه په کابل زابل تخارستان او بلخ کښې پاتې وه، د افغانستان په لوېدیزو سیمو لکه ،سیستان هرات، گوزگانان او مرو کښې هم د زردشتي ثقافت نخښې ليدل کېدې. خو د خلکو مقاومت که بودايي وو او که زردشتي ډېر كلك او سخت و او د دغه هېواد خلکو نه غوښتل چې د نورو د اطاعت رسۍ په غاړه کښې پرېږدي، د امویانو په وخت کښې د خراسان مشرانو دغه مقاومت يې د ته اسلامي بڼه ورکړه په دې مانا چې د امویانو د امپراتورۍ پر خلاف هاشم کورنۍ په طرفدارۍ وسلې ته لاس واچاوه، او خراسان د هاشم کورنۍ د پناه غوښتونکيو ټاټوبی شو خو ښايي دا ټکی هېر نه شي چې دغهمقاومت که څه هم د هاشمیانو د طرفدارۍ بڼه پیدا کړې وه، خو له اره د دغو خلکو د خپلواکۍ غوښتلو پر پټ حس ولاړو او دلیل يې دا دی چې همدغو خلکو د امویانو د امپراتورۍ بنسټ له بیخه ویوست د عباسيانو د امپراتورۍ بنسټ هم د خراسانیانو په لاس کيښول شو، ابو مسلم خراساني ابراهیم امام او سفاح يې د بغداد منبر او تخت ته ورسول، خو لکه ومو چې ليدل په خراسان کښې پرله پسې ښور ښتونه او اضطرابونه غلي نه شول، او خراسانيان لکه چې له امویانو سره جنګېدلي وو له عباس کورنۍ سره يې هم جګړه وکړه، د خپلواکۍ د ګټلو له پاره په دغه هېواد کښې ملي پهلوانان پیدا شوي وو او که له امویانو سره د خراسانيانو جګړې يوازې د هاشم کورنۍ په طرفدارۍ پورې تړلې وای نو په بغداد کښې د هاشم کورنۍ او عباسیانو تر ټینګښت وروسته باید په دغه هېواد کښې جګړه دریدلې وای. خو خراسانيانو او د افغانستان خلکو یو وخت له پخوانیو اديانو څخه د دفاع په نامه، بل وخت د شعوبیه په نامه کله د آل هاشم د دوستۍ په نامه او بيا د خوارجو او نورو په نامه يوازې يو مقصد پر مخ بيوه، چې هغه د پردۍ واکمنۍ له منځه وړل او د خپلواکۍ ګټل وو، چې وروسته يې د آل طاهر او آل سامان او نورو محلي واکمنانو په واسطه هغه ستر مقصد  لاس ته راوست . د افغانستان د خلکو له پاره دا دوه سوه کلنه جګړه ګټوره وه، په دې مانا چې د اسلام دين يې د هغه له نوي ترقي خوښوونکي روح سره ومانه، خو د پرله پسې جهاد په نتيجه کښې د محلي حکومتو خاوندان هم شول، خراساني ثقافت يې له اسلامي او عربي رواياتو سره ګډ کئ او په راتلونکي کښې د اسلام د خپرولو او دفاع له پاره غښتلي عناصر شول، حال دا چې پخواني دينونه يې زاړه شوي او له خرافاتو او اوهامو ډك وو چې پههغه عصر کښې د ګټې اخيستو وړ نه وو. په لومړيو دوو سوو هجري کلو کښې په افغانستان کښې د اسلام دیانت د زردشتي بودايي او برهمني اديانو ځای ونیو، عربي ژبه او ليکدود په ټول افغانستان کښې خپاره شول خو تر دوو نيمو سوو کالو پورې هم د افغانستان په ختيزو سيمو کښې سنسکريټ ژبه او ليکدود له عربي كوفي ليك سره يو ځای موجود وو لکه چې هغه ډېر پخوانی ډبرليك چې په توچې ختیز افغانستان کښې (۲۴۳ هـ - ۸۵۷م - جمادی الاولی) پر یوه ډبره لاس ته راغلې په عربي او سنسکريټ دواړو ژبو ده چې اوس د پيښور په موزیم کښې خوندي ده. په خراسان هرات او سیستان کښې هم پهلوي ژبې خپل ځای په همدغه وخت کښې دري ژبې ته پریښوو اسلامي علومو تفسير، حديث، رجال او سیر هم په افغانستان کښې رواج وموند او په زرنج، بلخ، هرات مرو او نورو کښې لويې اسلامي مدرسې منځ ته راغلې، او هم لوى اسلامي پوهان او نامتو زاهدان لکه امام اعظم ابو حنيفه د ثابت زوى او د زوطي لمسی د کابل د شمال) ابن المبارك مروزي محمد د كرام سيستاني زوى د كرامي مذهب مؤسس ابراهيم بن طهمان باشاني (هراتي) محدث، ابو اسحق ابراهيم بن يعقوب جوزجاني محدث ابراهيم ادهم بلخي صوفي، ابو سليمان موسي جوزجاني حنفي فقيه، او ابراهيم بن رستم مروي د بوحنيفه له ملګریو څخه، ابو داؤد سجستاني د مشهور سنن خاوند، ابو حاتم سهل بن محمد سيستاني محدث ابو جعفر بلخي منجم، ابو قتيبه مروزي مؤرخ بشار بن برد تخارستاني عربي شاعر علي بن الجهم خراساني عربي شاعر او نور له دې هېواده پاڅېدل او د عباسي خلافت دربار ته عجمي مدنيت آداب او د اداري اصول هم د خراسان خلکو لکه برمکیانو او نورو يوړل، دعربي ژبې کلمات پر دري ژبه که او اوسنۍ پارسي ځنې جوړه شوه، چې پر دې ځمكه يي عربي او خراسانی که مدنیت منځته راوست، یو زیات شمېر بريالي عربان د دې ځمکې په لويو ښارو لکه هرات، زرنج، بلخ، مرو او نورو کښې مېشت شول، په دې توګه د افغانستان له آريايي نژاد سره د عربي (سامي) نسل ګډون او په دغه هېواد کښې د عربي آدابو، دود او دستور خپریدل پیل شول ددغه ځای پر اوسیدونکیو عربانو سربیره خورا ډېر عربي وسله وال عسکر هم په خراسان کښې په جګړه اخته وو، چې د ابن اثير په وينا د امویانو په وختو کښې د قتیبه په مشرۍ نهه زره د بصرې خلك، لس زره د بكر له تبره، لس زره د تميم له قبيلې څخه څلور زره له عبد قيسه لس زره له ازد څخه او اووه زره د کوفې له خلکو وو، چې ټول (۴۷) زره خالص عربي نژاده لښكر او اوه زره هم موالي د حيان بنطي تر مشرۍ لاندې وو، قتيبه له سيمه يزو خلکو څخه هم لښکر جوړاوه، لکه چې د خراسان له خلکو څخه يې هم له لسو څخه نيولې تر شلو زرو تنو پورې لښکر راغونډ کړی وو، چې له عربي لښكرو سره يې خدمت کاوه، او له دې څخه څرګندېږي چې په خراسان کښې د عربي دولت وسله وال عسکر تر سلو زرو زيات نه وو همدغه شمېر لښکر اسلامی فتوحات په ماوراءالنهر كښې د  چین تر حدود و پورې رسولي وو. په اموي او عباسي عصر کښې اسلامي فتوحات د سند او لوېديز هند ګڼ شمېر ښارو ته رسېدلي وو، ځکه نو د هند زیاتره پیداوار لکه دارو، عقاقير او بدلي شيان او هندي مصنوعات د ملتان د يبل منصوره ، ويهند ، ارور رهري) قندابيل (كنداوي) قزدار اوسنی خضدار)، د توران او د سند د ناوې د نورو ودانو ښارو له تجارتي مرکزو څخه له كشميره نيولې د سند د مهران د سيند تر مجری پورې د زابل سیستان او هرات له لارې ایرانعراق او عربي متمدنو ښارو ته لکه بغداد دمشق او نورو ته د تجارت له پاره وړل کېدل د اصطخري او ابن حوقل په وینا د قزدار مکران او توران اوسنی بلوچستان) د فانیذ سپينې (شکری تجارت په ټول خراسان او عراق کښې کېده او لکه البشاري مقدسي چې وايي په توران کښې د دانه دارې سپينې شکرې د اوچت ډول لويې کارخانې وې همدا راز د پنجاب تجارتي کاروانونه د اوسني پښتونستان له لارې کابل غزنه، خراسان بخارا او ماوراءالنهر ته هم تلل او له هغې خوا یې چيني مالونه هند ته وړل، د خراسان او مرو وریښمین ټوکران د سوداګرۍ غوره مالونه وو، چې کاروانونه به يې چين ته هم تلل او د صمد په وينا دغه تجارت په عباسي عصر کښې بشپړه پراختیا موندلې وه چې هندي لوښي د خراسان وسپنه، د هند او سند عود، قرنفل، نارگیل د سپڼسیو کالي او پیلان د افغانستان له لارې د عربي هېواد لوېديزو سيمو ته وړل کېدل څنګه چې په خراسان کښې د اسلامی حکومت د ټینګښت له امله امنیت ټینګ و، نو ځکه د سامانیانو په ښارو کښې د چین تجارت هم زیات شو او هم له بلې خوا څرنګه چې د سلطان محمود فتوحاتو د هند ارت هېواد له عربي هېوادو سره ونښلاوه نو د منځنۍ آسيا د هېوادو او ټول خراسان تجارتي بني هم څرګند پرمختګوكئ. ابو زيد سيرافي وايي چې له هندستانه پرله پسې کاروانونه خراسان ته او له هغه ځايه هند ته ځي او راځي د دغو لويو کاروانو لار پر زابلستان ده چې له همدغه ځايه قردار کیزکان (قلات) او مکران ته تلل او د شال (کویت) او بولان د درې او سیبی (سیوی) له لارې يې له سند سره تجارت کاوه، د ابن اثير په وينا د هرات اوبدليو شيانو ډېر شهرت درلود، چې له همدې کبله یې په عربي ژبه د هراتي کاليو سوداګر ته "هراء" ويل او هغهوخت چې مقريزي د مصر د مشهورو منسوجاتو د ډولو نومونه اخلي يوه ټوټه د خراساني ټوټې په نامه هم د هغو ښکليو زربفتو او مخملو او نورو ټوټو په کتار کښې يا دوي له دې څخه څرګندېږي چې په مصر کښې عربي صنعتګرانو هم په همغه خراسانی نامه او جنسيت د خراساني ټوکرو تقلید کاوه. د جوزجاني په وينا بلهاري هم د هند له تجارتي مرکزو څخه و، چې هلته د هند او خراسان سوداگر استوګن وو او د مشکو سوداګري يې مشهوره وه، همدا راز جلوت بلوت لمغان دینور ويهند د هند او خراسان تجارتي مرکزونه وو، چې د لومړي ياد شوي ښار تجارتي مالونه ګني (نيشكر)، غوايي اوپسونه او د وروستي مشك، مرغلرې اوګران بيه كالي وو. خود حدود العالم د مؤلف جوزجاني په وينا خراسان يو ودان او له نعمتو ډك ملك و، چې د سرو سپينو زرو او غميو کانونه پکښې وو او د اسونو، کالیو پیروزو داروګانو وریښمنو او مالوچو د پيدا کېدو ځای او تجارتي لوی مرکز يې نشاپور و د خراسان د ښارو نامتو پیداوار دا وو: له هراته خمتا شیرخشت او دوښا له مالن څخه طايفي وڅكې (مویز)، له کروخه کشمش، له مرو څخه ښه مالوچ (پنبه قزین جامونه او سرکه، له ګوز گانان څخه ښه آسان کراستي د آس ،تانګونه، زيلو او پلاس، له تالقانه وڅکې او کراسته، له کندرم كراسته، له بلخه ترنج، نارنج، ګني (نيشکر) او نیلوفر له تخارستانه پسونه غله او راز راز میوې، له سمنګانه (اوسنی ایبکه وڅکې او مېوه له بنجهيره اوسني پنجشيره) سره او سپين زر، له غوره پرده زغره ډال او ښه وسله له سیستانه فرشونه، زیلو، خرما او انكوزه، له بسته (د) هند لوی تجارتي مرکز و چې ميوې، خمتا (کرباس)، سابون له در غشه (زمیندارو) زعفران له بدخشانه سپین او سره زر، بیجاده او لاجورد. الماني فون كريمر وايي چې د شبرقان (اوسني شبورغان) تورې د عباسيانو په هېواد کښې ډېرې مشهورې وې او د هندي تورو (مهند) تجارت هم له دې لارې کېده د تالقان كراستي او نور دا واريدو وړين شيانو او قالینو شهرت درلود او د هغه ځای تاوده اوبدلي شيان په تيره بيا چوخه او  پتیو ډیر کارېدل. هغه لوی ښارونه چې په خراسان سیستان او زابل کښې د تجارت مرکزونه وو ددغه هېواد د کرهنې تجارت او صنعت پر پرمختګ دلالت i كوي. تر کومه ځایه چې د تاريخ له پاڼو څرګندېږي د بغداد اموي او د آل عباس دولت له دې سيمو څخه دا لاندې عایدات د خراج، جزيي، زكاة، د غنايمو د خمس او د دولتي ځمکو د عايداتو او عشر په نامه درلودل.  د جهشياري او ابن خلدون په وینا له خراسانه (۲۸,۰۰۰,۰۰۰) در همه (۲,۰۰۰) د زرو ټوټې، (۴,۰۰۰) غاتری، (۱,۰۰۰) مریان (۲۰,۰۰۰) کالي، (۳۰,۰۰۰) رطله هرېره. له سیستانه: ۴,۰۰۰,۰۰۰) در همه (۳۰۰) کالي، (۲۰) زره رطله فانیذ سپینه شکره). له توران او مکران څخه ۴۰۰,۰۰۰) در همه خود قدامه بن جعفر په وینا د روغې په وخت کښې د عباسي دولت عايدات په دې توګه وو: له خراسانه: ۳۷,۰۰۰,۰۰۰) در همه له سيستانه: ۱,۰۰۰,۰۰۰) در همه له توران او مکران (۱,۰۰۰,۰۰۰) در همه خو د سیستان د تاریخالماني فون كريمر وايي چې د شبرقان (اوسني شبورغان) تورې د عباسيانو په هېواد کښې ډېرې مشهورې وې او د هندي تورو (مهند) تجارت هم له دې لارې کېده د تالقان كراستي او نور دا واريدو وړين شيانو او قالینو شهرت درلود او د هغه ځای تاوده اوبدلي شيان په تيره بيا چوخه او  پتیو ډیر کارېدل. هغه لوی ښارونه چې په خراسان سیستان او زابل کښې د تجارت مرکزونه وو ددغه هېواد د کرهنې تجارت او صنعت پر پرمختګ دلالت i كوي. تر کومه ځایه چې د تاريخ له پاڼو څرګندېږي د بغداد اموي او د آل عباس دولت له دې سيمو څخه دا لاندې عایدات د خراج، جزيي، زكاة، د غنايمو د خمس او د دولتي ځمکو د عايداتو او عشر په نامه درلودل.۱ د جهشياري او ابن خلدون په وینا له خراسانه (۲۸,۰۰۰,۰۰۰) در همه (۲,۰۰۰) د زرو ټوټې، (۴,۰۰۰) غاتری، (۱,۰۰۰) مریان (۲۰,۰۰۰) کالي، (۳۰,۰۰۰) رطله هرېره. له سیستانه: ۴,۰۰۰,۰۰۰) در همه (۳۰۰) کالي، (۲۰) زره رطله فانیذ سپینه شکره). له توران او مکران څخه ۴۰۰,۰۰۰) در همه خود قدامه بن جعفر په وینا د روغې په وخت کښې د عباسي دولت عايدات په دې توګه وو: له خراسانه: ۳۷,۰۰۰,۰۰۰) در همه له سيستانه: ۱,۰۰۰,۰۰۰) در همه له توران او مکران (۱,۰۰۰,۰۰۰) در همه خو د سیستان د تاریخالماني فون كريمر وايي چې د شبرقان (اوسني شبورغان) تورې د عباسيانو په هېواد کښې ډېرې مشهورې وې او د هندي تورو (مهند) تجارت هم له دې لارې کېده د تالقان كراستي او نور دا واريدو وړين شيانو او قالینو شهرت درلود او د هغه ځای تاوده اوبدلي شيان په تيره بيا چوخه او ۹۷ پتیو ډیر کارېدل. هغه لوی ښارونه چې په خراسان سیستان او زابل کښې د تجارت مرکزونه وو ددغه هېواد د کرهنې تجارت او صنعت پر پرمختګ دلالت i كوي. تر کومه ځایه چې د تاريخ له پاڼو څرګندېږي د بغداد اموي او د آل عباس دولت له دې سيمو څخه دا لاندې عایدات د خراج، جزيي، زكاة، د غنايمو د خمس او د دولتي ځمکو د عايداتو او عشر په نامه درلودل. ۱ د جهشياري او ابن خلدون په وینا له خراسانه (۲۸,۰۰۰,۰۰۰) در همه (۲,۰۰۰) د زرو ټوټې، (۴,۰۰۰) غاتری، (۱,۰۰۰) مریان (۲۰,۰۰۰) کالي، (۳۰,۰۰۰) رطله هرېره. له سیستانه: ۴,۰۰۰,۰۰۰) در همه (۳۰۰) کالي، (۲۰) زره رطله فانیذ سپینه شکره). له توران او مکران څخه ۴۰۰,۰۰۰) در همه خود قدامه بن جعفر په وینا د روغې په وخت کښې د عباسي دولت عايدات په دې توګه وو: له خراسانه: ۳۷,۰۰۰,۰۰۰) در همه له سيستانه: ۱,۰۰۰,۰۰۰) در همه له توران او مکران (۱,۰۰۰,۰۰۰) در همه خو د سیستان د تاریخمؤلف تر اسلام وروسته د سیستان عمل د پخوانۍ روغې په اساس داسې ليكي د سیستان کورتانو بست ،رخد ،کابل ،زابل نوزاد زمینداور اسفزار خجستان زر زر در همه یو ملیون د خراسان عمل د اسلام د حد تر پایه د ۲۰۰ هـ په شاوخوا کښې: اته دیرش ملیونه در همه بيا همدا مؤلف د سيستان د خراج په شرح کښې وايي چې د سیستان ټوله مالیه (۳۹۷،۰۰۰ ، ۵ در همه دي چې له هغې جملې څخه ( ۸۵،۰۰۰) در همه خالص عایدات او جزیه او پاته ۳۱۲،۰۰۰، ۵) در همه د خراج ډولونه دي خوابن خرداذبه د (۲۳۲ هـ) په شاوخوا کښې له معتبرو رسمي اسنادو څخه مهم معلومات راټول کړي دي، چې د خلافت اداري او مالياتي نظام همهغه و چې په خراسان کښې يې تر اسلام د مخه رواج درلود. د طلا پيسې دينار وې، چې ۲۵، ۴ طلایی درلوده او د سپينو زرو پيسې در هم وې چې ۹۷، ۲ سپین زریې درلودل په جنسي مالياتو کښې كيلي رواج و، چې کرد لومړي توري په پېښ يې ورته ويل او له ٦ خروارو سره برابر و. ابن خردا به د خلافت د ختيزو ځمکو حاصلات داسې ليکي: سیستان : ٦،٧٧٦،۰۰۰) در همه. رخج، زابلستان او زميند اور تر تخارستان پورې: (۱۴۷،۰۰۰) در همه. سرخس (۴۰۰، ۳۰۷) در همه مروشاهجان (۱۴۷،۰۰۰، ۱) در همه مرورود : (۴۰۰ ، ۴۲۰) در همه بادغیس: ۴۴۰،۰۰۰) در همه هرات او اسفزار او كنج رستاق ۱۵۹،۰۰۰، ۱) در همهپوشنگ (۳۵۰، ۵۵۹) در همه. تالقان د مروالرود او بلخ ترمنځ (۳۰۰، ۲۱) در همه غرجستان د هرات او مرو رود او غزنه ترمنځ (۱۰۰،۰۰۰) در همه او دوه زره پسونه د تخارستان سیمې د بلخ او جیحون ترمنځ : زم (٦٠٠، ١٠٦) در همه. فاریاب : (۵۵،۰۰۰) در همه  قبروغن (قته غن؟ ۴،۰۰۰ در همه گوزگانان (۱۵۴،۰۰۰) در همه بونده (۲۰۰۰) در همه برمخان او بنجار (۵۰۰ ، ۲۰۶) در همه ختلان او بلخ او غرونه يې: (۳۰۰، ۱۹۳) در همه. مند جان (۲۰۰۰) در همه ... خلم (۳۰۰ ، ۱۲ ) در همه . روب او سمنگان (۱۲،۶۰۰) در همه . بامیان (۵،۰۰۰) در همه کابل: (۲،۰۰۰،۵۰۰) در همه نغد او دوه زره وينځې د شپږ سوو زرو در همو په بیه ریوشاران (۰۰۰ ،۱۰) در همه مکران (۰۰۰ ،۱،۰۰۰) در همه. شغنان (۴۰،۰۰۰) در همه وخان ( ۲۰،۰۰۰) در همه کست (خوست) (۱۰،۰۰۰) در همه آخرون (۳۲،۰۰۰) در همهپه دغو عايداتو کښې هغه پيسې چې له جزیې څخه لاس ته ورتلې له هندوانو او نورو آسمانی دین پلویو نامسلمانو څخه اخیستل کېدې، د امام ابو یوسف په وینا په خراسان کښې د هر یوه سړي پر سر درې ديناره ټاكل شوي وو، چې بې وزلي او غریبان په کښې شامل نه وو، دا پيسې د اموي عبد الملك په وختو کښې ټاکل شوې وې. خو د خراج په ډول کښې د مقريزي په وينا په اموی عصر کښې د تاکستانی یو جریب پر سر لس در همه له نخلستان څخه اته در همه او د ګنيو له کښت څخه شپږ درهمه، له مېوه لرونکې ځمکې څخه پېنځه در همه ، د غنمو د کښت له ځمکو څخه څلور در همه او د اوربشو له ځمکې څخه دوه در همه اخیستل کېدل. اوس موږ له پورتنیو تاریخي کتنو څخه دې پایلې ته رسېږو چې د خراسان له ځمکو څخه له نیشاپوره نيولې د سند ترسینده او له جيحو نه تربحيره عرب پورې د عربي دولت ټول مالي عوايد د قدامه او د سیستان د تاريخ د ناڅرګند ليکوال په وینا د ۴۴ ملیونو درهمو په شاوخوا کښې، د ابن خرداد به په ویناد ۴۵ ملیونو در همو په شاوخواکښې وو او که د مقريزي د وینا په اساس د هرو لسو در همو وزن له ٦ څخه تر ۷ مثقالو پورې سپین زروګڼو او هر مثقال پېنځه افغانۍ بيه ولري نو ټول به د ۲۲۵ ملیونو افغانیو په شاوخواکښې و ګڼل شي. د عربی دولتو د مالي درآمد په اړه راز راز معلومات شته ، خو له لګښتونو يې خبر نه يو يوازي د سيستان د تاریخ ناڅرګند لیکوال په سیستان کښې د دولت د مصارفو يو دقيق فهرست لیکلی دی چې له هغه څخه په هغه وخت کښې د حکومت لګښتونو ډولونه او اندازه څرګند بدای شي او موږ هغه راوړو، چې د عربی حکومت د ولایاتو په يوه ولايت کښې د دولتي عوايد و او مصارفو څه نا څه یوه کوچنۍ موازنه د اوسني عصر دپه دغو عايداتو کښې هغه پيسې چې له جزیې څخه لاس ته ورتلې له هندوانو او نورو آسمانی دین پلویو نامسلمانو څخه اخیستل کېدې، د امام ابو یوسف په وینا په خراسان کښې د هر یوه سړي پر سر درې ديناره ټاكل شوي وو، چې بې وزلي او غریبان په کښې شامل نه وو، دا پيسې د اموي عبد الملك په وختو کښې ټاکل شوې وې. خو د خراج په ډول کښې د مقريزي په وينا په اموی عصر کښې د تاکستانی یو جریب پر سر لس در همه له نخلستان څخه اته در همه او د ګنيو له کښت څخه شپږ درهمه، له مېوه لرونکې ځمکې څخه پېنځه در همه ، د غنمو د کښت له ځمکو څخه څلور در همه او د اوربشو له ځمکې څخه دوه در همه اخیستل کېدل. اوس موږ له پورتنیو تاریخي کتنو څخه دې پایلې ته رسېږو چې د خراسان له ځمکو څخه له نیشاپوره نيولې د سند ترسینده او له جيحو نه تربحيره عرب پورې د عربي دولت ټول مالي عوايد د قدامه او د سیستان د تاريخ د ناڅرګند ليکوال په وینا د ۴۴ ملیونو درهمو په شاوخوا کښې، د ابن خرداد به په ویناد ۴۵ ملیونو در همو په شاوخواکښې وو او که د مقريزي د وینا په اساس د هرو لسو در همو وزن له ٦ څخه تر ۷ مثقالو پورې سپین زروګڼو او هر مثقال پېنځه افغانۍ بيه ولري نو ټول به د ۲۲۵ ملیونو افغانیو په شاوخواکښې و ګڼل شي. د عربی دولتو د مالي درآمد په اړه راز راز معلومات شته ، خو له لګښتونو يې خبر نه يو يوازي د سيستان د تاریخ ناڅرګند لیکوال په سیستان کښې د دولت د مصارفو يو دقيق فهرست لیکلی دی چې له هغه څخه په هغه وخت کښې د حکومت لګښتونو ډولونه او اندازه څرګند بدای شي او موږ هغه راوړو، چې د عربی حکومت د ولایاتو په يوه ولايت کښې د دولتي عوايد و او مصارفو څه نا څه یوه کوچنۍ موازنه د اوسني عصر دمروجو بود جو پراساس لاس ته راشي نوموړي مؤلف د سیستان د خراج عمل د : ( ۵،۳۹۷،۰۰۰) در همو په شاوخواکښې ليکي او لګښتونه يې داسې بیانوي: خاص د سلطان لپاره ۲،۰۰۰،۰۰۰) در همه د تيموق ؟ جوړول (۲،۰۰۰،۰۰۰) در همه (ښايې چې د هیلمند د  رود بند وي. د کوره جوړول (۴,۰۰۰) در همه موخه یې سېلاب وړې ځمکې دي. د باړې جوړول (۱۲،۰۰۰) در همه د ښار د کلا جوړول مقصد دی. د نورو کلاو جوړول (۵۰،۰۰۰) در همه د بندیانو له پاره (۳۰،۰۰۰) در همه په جامع جومات کښې د روژې لګښتونه (۳۰،۰۰۰) در همه هر قاري او د مسجد خادم ته د روژې پر میاشت ۲۰ در همه د موذنانو له پاره (۰۰۰، ۲۰) در همه په هر کال کښې د سلو مریانو از ادول (۵۰۰) در همه. دروغتون له پاره (۱۰،۰۰۰) در همه د بندونو تړل: (۲۵،۰۰۰) در همه د شرط (پولیس) له پاره (۰۰۰، ۲۵) در همه د خراج د بندار د مالیې (رییس او دهغه د منشيانو له پاره: ۵۰،۰۰۰) در همه د صاحب مظالم (عدليه) له پاره: (۲۰،۰۰۰) در همه د ريګو او شګود تړلو له پاره (۰۰۰، ۳۰) در همه پرت د رود و د خاورین بند له پاره ۰۰۰، ۵۰) در همه د هیلمند د پلو ، لارو او کښتو د ويالو له پاره ۰۰۰، ۳۰) در همه پر پورتنیو ټاکل شویو لګښتونو سربېره د سیستان د تاريخ ليکوال دا اشاره هم کوي چې نور پاتې عايدات يې د ابناء سبيل او ضعيفانو او غريبانو د کالیو او نفقې او نورو هغو مصارفو له پاره سپمول او ساتل چې د والي په اختیار کښې وو سربېره پر هغو سكو چې په اموي او عباسي دولتو کښې د خلفا و په نامه په ټولو اسلامي ولاياتو کښې وهل کیدې په خراسان کښې د سند ترسینده د پخوانیو نامسلمانو دولتو ځينې سكې هم دود وي او کله هم د کندها را پنجاب او باختر د ساساني پاچهانو يا بودايي شاهانو پرپخوانیو سکو د خلیفه نوم او كلمه طيبه هم وهل کیدل. د خلافت والیان چی خراسان ته راتلل دوی حق درلود چې په خپل  نامه سکه ووهي. لكه حميد د قحطبه زوي د ۱۵۱هـ پر شاوخوا) او عبد الملك د يزيد زوی د ۱۵۹هـ پر شاوخوا جعفر د محمد زوی (د ۱۷۱ هـ په شاوخوا کښې على د عيسى زوى. (د) ۱۸۰ هـ پر شاوخوا ) او هرثمه داعين زوی د ۱۹۱هـ پر شاوخوا او غسان د عباد زوی د ۲۰۲ هـ پر شاوخوا د بغداد د عباسيانو د وخت هغه واليان وو چې په نېشاپور کښې يې په خپلو نومو سکې وهلې دي، چې نمونې يې شته، او هم ابو مسلم خراساني د (۱۳۳هـ په شاوخوا کښې د ابو مسلم عبدالرحمن بن مسلم په نامه په مروکښې سکه وهلې ده چې تر اوسه شته . د اسلامي لښكرو له فتوحاتو سره سم طبعاً د عربي دولت سکې په ټولو مفتوحه هېوادو کښې رواج شوې او لکه مقرېزي چې ليکي: په اسلامي عصر کښې حضرت عمر فاروق د لومړي ځل له پاره د (ساساني) كسروي در همو په وزن او شکل سکې خپرې کړي او پرهغو باندې يې لااله الا الله وحده و محمدرسول الله وليكل، د دغو در همو وزن هر لس در همه شپږمثقاله سپین زر وو، حضرت عثمان پر هغو باندې الله اكبر وليکه د امير معاویه په وخت کښې زياد د ابوسفیان زوی په بصره او کوفه کښې داسې . در همونه رواج کړل چې هرو لسو در همو یې اووه مثقاله سپین زر وزن درلود ، او پر هغه سکه چې په دمشق کښې د امیر معاويه له خوا وهل شوې، د داسې انسان بڼه ليدل کېږي چې توره يې پر غاړه ده په اموي عصر کښې مصعب د زبیر زوی هم په عراق کښې د اموي در همو پر بنسټ سکه ووهله او عبد الملك اموي هم په عراق کښې د حجاج په ذریعه مصورو در همونو دود لاره شپږ دانگ (دوانیق) وو او پر هغو باندې یې قل هو الله احد " هم ليكلي وو.. تر (۲۰۰ هـ) وروسته په خراسان کښې د دغه ځای د داخلي پاچهانو سلسله منځته راغله او د خراسان پاچاهانو لکه طاهریانو سامانیانو صفاريانو او غزنويانو چې د عباسي خليفه ګانو هم مهالي وو، يوه په نشاپور، طوس، هرات، زرنج بست غزنه بخارا سمرقند، مرو، بلخ، ری او د خپلو هېوادو په نورو ښارو کښې دار الضرب درلود او د سپينو او سروزرو سکې يې په کوفي ليکدود دود کړي وې چې د پاچا او خلیفه دواړه نومونه ورباندې ليکل کيدل د سلطان محمود ځينې سكې د سنسکریت په ليکدود هم وهل شوې دي او ښايي چې داسکې د هند په هغو ښارو کښې  وهلې شوې وې چې سلطان محمود فتح کړي وو. د اصطخری او ابن حوقل په وینا د افغانستان په ختيزو سيمو کښې تر سنده پورې يوه سکه د قنهري قنهريات (کندهاري) په نامه وه چې د کابل او راولپندی ترمنځ ګندها را ته منسوبه وه او اسماعیلیه او لودیه حکمرانانو په ملتان کښې وهلې وه دا سکه له عراقي پېنځو در همو سره برابره وه او همداشان د خالصو سرو زرو سكه له هندي دريو در همو سره اندول وه.. لکه مقدسي چې اشاره کوي، په منصوره، ملتان، کندها را. او تورانکښې د "من" تول د مکې له منه سره يو و او بلې پیمانې ته يې "کیجی" ويل، چې په کيج او توران کښې يې تول له څلويښتو منو سره برابرو. خو د اموي هېواد سياسي ويش داسې و چې د خراسان او ماوراء النهر ټولو مفتوه ځمكو تر کابل پنجاب او سنده په عراق عجم پورې اړه درلوده د عراق د والي له خوادوه تنه عاملان را استول کېده چې ديوه مرکز د خراسان له پاره مرو او دبل مرکز د کابل پنجاب او سند لپاره و، خو دغه ویش په عباسي دوره کښې چې په افغانستان کښې اسلامي فتوحات پراخ شول، تغییر وموند او پر څو نورو مهمو او اساسي ولايتو وويشل شو لومړى دخراسان ولایت چې له مرو او هرات څخه تربلخ او تخارستان پورې پروت و. د خراسان نقشه دې وکتل شي - (۳۹). دوهم د سجستان ولایت چې تر کابله پورې رسيده. در بیم توران ولایت چې تر مکران او سند پورې رسېده او په دغو ولايتو كښې مالي نظام او د ماليو د اخیستلو دفترونه د هغه له وخت ځانګړیو اداري اصطلاحاتو سره موجود و خوارزمي په دې اړه يوه ګټوره شرح ليکلې ده، او د ځمکو خراج يې هم پردرې ډوله: لومړی محاسبه نغدي يا جنسي) دویم مقاسمه پر پیداوار مالیه در بیم مقاطعه هغه مالیه چې د حکومت او جاگیر دار ترمنځ ټاکله حکومت ته ورکاوه، او په ټولو ولاياتو کښې د خراج (مالياتو) او بريد (پوسته) او جيوش (لښكرو نفقاتو دیوانونه رسایل (مكاتبات)، صدقات مصادرات ،اوقاف رواتب (تنخواه شرطه (پولیس) قضا (عدليه) او نور موجود و، د ابن خلدون په وينا ليكونكي (كاتب) مهمه عهده درلوده چې د عربي حكمدارانو ځانګړی باوری سړی او صاحب السرو، څو تنه يې په يوهوخت کښې دغه کارته ګمارل رسمي فرمانونه او اسناد ټول د کاتبانوله خوا لیکل کېدل او استول کېدل او هغه کار چې نن یې وزير او سكرتر کوي هغه وخت کاتبانو ته سپارل کېده، ترکاتب وروسته حاجب د وزير د دربار وظيفه درلوده چې زياتي چاري د حاجب په واسطه اجراکېدې او عساکر چې د دیوانا لجند يا ديوان الجيش له خوا اداره کېدل عموماً د الفرسان (سپاره) او الرجاله (پلی) پر ټولګیو وېشل شوي او وسله يې تورې، زغره، خول، نیزه، غشی، لیندی، منجنیق د بابه او ضبور يو ډول ټانك) وو د عسكرو كالي تخت، لند پرتوګ او خپلی لکه د غرو د پښتنو کالي وو، د لښکر کتارونه په اموي او عباسي دوره کښې د افغانستان ټولنيز او مدني احوال  پر پېنځه ډوله وو: لومړی قلب منځ ) چې په هغه کښې لوی مشر او قاید و. دویم میمنه (ښی خوا). دربیم میسره کینه خوا). څلورم ډبرليك يا مقدمه د مخه خوا) له برياليو سره. پینځم ساقه ترلښکر وروسته او د لښكرو مشران هم غالباً عربان وو. خود قضا نظام په اموی عصر کښې داسې و چې: د صحابه وو او تابعينو عالمان او صالحان د خليفه له حضوره او یاد ولایت د حکمرانانو له خوا په مهمو ښارو او مرکزوکښې د قاضيانو په توګه ټاکل کېدل او دغو قاضيانو د قران سنت، اجماع او قياس يعني له څلور ګونو ادله وو سره سم د خلکو تر منځ شخړې حلولې، په خپل اجتهاد کښې آزاد ، خو د شريعت د احکامو په پلي کولو کښې د اميرانو د سیاست له اغېزې څخه خپلواك وو او د خلیفه عمر بن عبدالعزيز په وينا يې دا پېنځه صفات پوهه، بې تمه والی زغم (حلم)، په ائمه پسې اقتدا او د پوهې او رایی له خاوند سره ګډون درلود ، پر مدونو مجلو يې د قضا فيصلې ليکلې،ځینو قاضیانو د حکومت تنخانه اخیستله هغه چاچې اخیستله د کال تر زرو دینارو او د مياشتې تر لسو دینارو پورې رسېده، همدا راز د امر معروف او نهی منکر، د تول او وزن د بازار د معاملو د څارنې او د ديني احکامو د تبلیغ له پاره محتسبان مقرر وو او په تيره بيا عربي پوهان او دامت صالحان د اسلام ددین د تبلیغ له پاره د خراسان مفتوحه هېوادو او په هغو پوري تړليو سيموته راتلل، لکه چې د (۴۷هـ) په شاوخوا کښي ربيع الحارثي عربي حکمران په سیستان او زابلستان کښې د حسن بصري د خپل وخت د لوی عالم په مرسته اسلامی قوانین پلي کړي وو. اخځونه حدود العالم، د السيايي تاريخ الاسلام - عربي -  ټوكه، البشاري اصطخری د البلاذری، فتوح كتاب الوزرا والكتاب، د ابن خلدون مقدمه د سیرافی سفرنامه د اموی عصرد تجارت تاریخ ابن حوقل حضارة الاسلام كتاب الخراج ابن قدامه كتاب الهند و اسند د امیر علی مختصر تاریخ عرب فتوحات عرب در آسیای میانه الکامل ابن اثیر، تاریخ ادبیات فارسی د صفا، د ابن ندیم الفهرست د پېښور د موزيم ډبرلیکونه، تاریخ سیستان تاریخ تمدن ایران ساساني د نفيسي د امام ابویوسف کتاب الخراج، د خلفاؤ په عصر کښې د مشرق تهذيب (اردو)، معجم الانساب زمباور طبقات ناصری مفاتيح العلوم، تاريخ التمدن الاسلامي د جرجي زیدان تهذیب و تمدن اسلامی درې ټوکه ،اردو نقود الاسلامیه د مقریزی شرق د رتحت اداره خلافت تاریخ عرب د هتي د گوستاو لوبون تاريخ تمدن عرب.