32

نه هیرېدونکی سړی راحت زاخیلي

پښتو مقالات

 د ۱۳۴۲ ش کال د جوزا په اوایلو کی کابل رادیو دا حسرتناک . خپور کړ چی د پېښور مشهور لیکوال او د پښتو ادب یوه تکړه استاد نه دې جهانه یون وکړ، او په ابدی بیلتون له موره جلا سو چی دادی اوس په ۱۴۰۲ هـ ق کال کی ئې د زوکړی سل کاله . پوره کیږی.

 سید راحت الله زاخیل دا پنځوس کاله دپښتو د نظم او نثر په ډگر کی پیش قدم شخصیت او منلی، او، خو کاله پخوا چی ما لومړی پلا د پښتو شعر تاریخچه نشر کړه هلته ما راحت د پښتو ادب له ارکانو څخه بلی و، چی د. نوی ادبی نهضت په طلیعه کی خپلی ژبی ته نه هېرېدونکی خدمتونه کړیدی. راحت دپښتو په صحافت او لیکوالۍ کی هم پیش قدم و څلویښت کاله دمخه تې له پېښوره یووه مجله نشر کړه چی نوم نې ؤ (ستړي مشي)

 وروسته په پښتو ادب کی دې شاعر او ادیب په لسو کتابونه چاپ او نشر کړه چی لغات افغانی ئې تر اوسه لاهم کټور او د لیدو وړ کتاب دی. راحت د خپل عمر اتیا کاله په تفکر او مطالعه او د ژبی او قام په خدمت کی تیر کړه، لس کاله مخکی چی ما لومړی پلا راحت ولید، د سترگو په لچ د پڐښور په شفاخانه کی پروت و زهنی پوښتنی ته ورغلم چ افقی. ما نه سي ليدلاي. خو ما يوسپين ږيري او فكور يښتون ليدئ چي بنيه ئې ډيره قوي نه وه خو روح نې قوي او گړندي و د ده خبري اثر نكي وي دردمن زړه او مشتعل احساس ني درلود. استاد ده زه نه لیدم سترگی ای طبیبانو ورتړلی وې مگر د زړه سترگی نې بینا ساعت ئې زما سره هغه څه وویل چی یو اشنا پښتون نې له خوش خپله پښتانه وروره سره وای په، زمانی د یوته پائی، زمانی د یوه پائی. بین ؤ او ویل ئی : گومان کیږی چی زموږ د نوی نسل ادیبان به خوشحالی او رحمان ډیوه روښانه کړی، د اجمل او قلندر او رسا او شیدا فکرونه به نوی ډېوې بلي کړي او نوي خلمي به ادبيات خانته په يوه ځلمي جوړه کاندي:

راحت په پښتو ادب کي تکړه نثر لیکونکی او ناول وال او مترجم او لغت نویس او صحافی و مگر زه دده د هنر مهم اړخ د ده غزل گڼم اوپه اوسنی عصر کی د پښتو غزل له استادانو څخه بولم د راحت په غزل کی تازه افکار بدیع ،مضامین روانه او پریوللی ژبه درد او سوی موجود دی. هر مضمون په ادبي قدرت په معمولو او مصطلحو عباراتو اداء كولاي سي دژبي بلاغت او ادبي سنن ساتي او كله كله دفارسي شعر ټوټي په داسي ډول په پښتو شعر را اوړيح چي سري نې ترجمه نه بلكه غمراق اصيل شعر و کڼي مثلا: دمرحوم علامه اقبال یوه مشهور غزل ده


 لاله این چمن الوده رنگ است هنوز

 سپر از دست مینداز که جنگ است هنوز 


راحت وایي :

 دل لاله مخ دی لړلی لا په رنگ 

توره مه ږده چی لاسته میدان د جنگ 

اقبال وایی: 

باش تا پرده گشایم زمقام ديگري 

چه دهم شرح نواها که بجنگ است هنوز

 راحت وایي:

 صبر وکه چی په بل تار گوته کیږدم

 درته واوروم دنوی رباب ترنگ 

په لومړی بیت کی راحت زاخیلی پښتنی روح ځای کړیدی او د سپر پرځای ئې توره راوړیده ځکه چی سپر فقط دفاعی کیف لری خو توره د پښتنی عنعنی سره برابره ده.

 د راحت په غزل کی خوند رنگ روانی او رندی ټوله لیدل کیږی.د یوې غزلی خو بیته نی واورئ :

 چي صورت دي سي دبل استا منشاء داده 

پر پردم مینه دغیرت تقاضا داده

 ځان مي خاوري ايري کړو دچاپه درکي

 بيا لا هم دئ بد گمان تماشا داده

 دوست دښمن زما په غم ژاړی اوته خو

 سترگی نه را اړوی، نو ژړا داده

 چی سره وینه دگلاب په مخ کی خوند کړي

 خون روا دی دخسته و دعوا داده

چی د مخ په شمع ئی توری زلفی تاو خوري

 خلقه گوری ! تیاره داده روڼا داده

 شيخ په گوټ کي وايي د نفس سره غزا کړم 

چي شي تورو ته ور واندي غزا داده

 ستا تهمت باندي راحت ژني ډير شور دي

 سر په بام کره راښکاره تماشا داده.

 د راحت د ميني په ژبه د خپل قوم سره راز نياز لري او دغه دغيرت استفاده گڼي په رمز او ايما د ميني داستان لولي ! او رندانه مزاج ئې هلته ښه ښکاری چی زاویه نشین شیخ د نفس له غزا څخه د تورو میدان ته راباسی د لوړی غزلی مقطع د فارسي دیوه مشهور بیت مضمون دئ، چی په پښتو ژبه ئې ډیر قوت اداء کړي دئ.

 بجرم عشق تو ام میکشند و غوغایست 

تو نیز بر سرباماه که خوش تماشائیست 


د راحت اكثري غزلي له دغو اشاراتو او رندانه جذباتو ډكي دي چی په یووه بله غزل کښي وايي :

 څه په هغه چیغو چی در ونه رسي تاته

 څه په هغه اه کړم چی دي رانه ولي ماته

 استا دمخ قبلي ته چي يو ځل مي دي مخ کړي

 خدايگوغورځولي مي دي دين او دنيا شاته

 عمر خودی تېر کړ په ما خدای خبر چی څه ته 

هره ورځي وايي چي به خوله در کرم سبا ته

 خوشی دا متل سی چی دزړه وی زړه ته لاره

 ما په اسویلو چیری ته را نه وستې ته خواته

زه ئې هسی هم د مخ بریښنا ته کتی نه سم

 دا په ژوبل زړه گزار لابل گوری حیاته

 ما چی دهجران غشی دملا په تیر خوړلی دی

 خداي دي د چا نه کړي په بيلتون هسي ملا ماته

 چاي داشناد مخ ډيوه کړه زړه کي بله

 هيڅ حاجت ئي نسته دي د لمر سپوږمۍ روڼا ته 

دغزلي په پاي کي بیا راحت خپله رندانه چهره ښکاره کوي:

تاسي ته قران لولي راحت سره شراب څښي

 یه ساده مخلوقه ! راشي وگورئ ملا ته

راحت به دې رندانه منطق کي د شرقی شاعرۍ داستادنو تر اثر لاندي دي د حافظ او خیام او جامي او نورو رند مشربو شاعرانوبه ډول کله  كله پر رياکارانو باندي ورغورځي او لكه حافظ چي ويلي وو:

 باده نوشي كه درو روي و ريايي نبود

 بهتر از زهد فروشی كه درو روی و ریاست

  راحت هم وایي:

عبث ځان ته يې مغروره ئې شیخانو!

خبرئې چي عبادت مو ریا لوټ کړ

 د د وينا په پاي کښي زه د راحت روح ته درودونه استوم او دده د یوې مستي غزلي څو بیتونه راوړم:

ته دده اوده قسمت مي ويښولو لره راسه

 ژړېدونكي دي قسمت ته خندولو لره راسه 

ای ساقی سوگند و نن زما په وچوشونډو

 چی دا جام د بېخودۍ دی بیا څښلو لره راسه

هر آواز دهر یو تار می درباب تاپسی گرزي

 دخوږو خوږو سندرو اورولو لره راسه

 داسينه مي دي تل ډکه استا له ميني محبت وي 

راسه راسه داسي راسه چي نه تللو لره راسه 

دا ارواښاد راحت په ياد ما دا څو کرښي وليکلي چي د ده د هنر يو وړه پلوشه ده خو راحت د پښتو ادبي په دنيا کي نه. ، او د ده دا دعا د تکرار وړ ده (۱) :

 استا گلونه ديني دي خداي وسپړي 

که راحت ئې باغوان نه وي نه دي وي