د پښتو نوی ادب لارې
داخو یو دروند او اوږد بحث دی چی اوس د وطن د پوهانو اود پښتنو دی خواته فکرسویدی.او پر دغه موضوع کله کله څه مضامین هم لیکل سویدی ځکه چی دغه خبری اوږ ده لمن لری . نو زما په خیال خو هغه څیړنی کافی نه دی ځکه نو می قلم راواخیست چی دغه گرانه او مهممه موضوع نوره هم پسی وڅیړم اودپوهاونو د افکارو په ویسانور څه هم پرولیکم پدغه څیړ نه کی به دادب مهم پلوو نه روڼه کړه سی .
زه زیار کاږم چی د ژوند یو ژوند یو ژوندی ادب اود خپلی ژبی پنگه او زوړ اساس دواړه سره سم کړم . او مطلب می دادی چی خپلو پښتنو ته د پښتو ژبی د نوی ادب دپالنی او روزنی لاری او چاری څه ناڅه ویښم . گوندی ز ما دغه خبری او لیکونه پدغه لار کی لومړی پل وگنل سی . او نورد پښتو پوهان او هغه ادبا چی نن ورځ پښتو خوار کی ددوی لمنی ته لاس اچولی هم دی خواته وگوری.
او پرینږدی چی زموږ نوی ادب چی اوس د پسرلی د نوی غاټول په ډول زر غونیږی او زموږ لوړ غرونه د خندا او مسا را ډکوی د ځودروگل په شان شین سی او د باغوان له پالنی څخه یی لاس وخیږی نو زموږ ژبه نوی را ژوندی کیږی .
نن ورځ لیکوال اود قلم څښتنان د پښتو ادب د بڼ روزونکی او پالونکی دی که دوی اوس هم سترگور توب د ژبی روزنه ونه کړی . نو خدای نه کوی دا زموږ ژبه به د ژوند پر ځای مړه شی یا به د نورو ژبو تر اغیزی داسی لاندی سی چی بیا به یی نوی توکم او زموږ زامن په چاره پوری حیران وی پدغه مضمون کی زما مقصد دغه دی چی دخپلو قلم وا لو وروڼو سره د نوی ادب په لارو او چار وباندی و غږیږم . له ټولو څخه هیله لرم چی دوی هم خپل افکار پدی خصوص کی و نه سپموی . او په دغه لار کی مسته وکړی . زه مخصوصا د پښتنو ښاغلی اوسنی لیکونکی او یا چی د نن ورځی د بښتو د پښتو علمبرداران دوی دی او ټوله د پښتو هینان رابولم چی دیوی زما دغه کرښی په غورولو لی او هر څوک خپله رایه ښکاره کی که زه سهوه سوی وم راته ولیکی گوندی تر دغه منځ حقیقت ښه ښکاره شی او زموږ د نوی ادب لاره ښه سمه سی که خدای کول.
په مقصد پیل
د علمی ټولنو او اکاډ یمیو مهم وظایف خو دغه دی ، چی دوی خپل وطنی ادب و پالی اود هغه د ارتقاء او لوږتیا په لاره کی د نورو سره کومک او هم تشویق وکړی . که څه هم هره ژبه څه نه څه خپل یوزوړ ادب لری چی د هغی ژبی اساسی عنصر گانه سی . مگر بیا دا ښکاره ده چی نوی نسل نوی ادب هم غواړی او اوس زموږ ادب په روزل کیږی ویی پالو . ادیب ادب چوړو ی او ادب ملت ویښوی نود ملت دویښتوب او لوړتیا د پاره د د باوو روز نه لازمه ده که ادیب نه وی نو په ادب هم محوه سی . پدغه خبره کی هیڅ شک نشته جی موږ د خپلی ژبی پښتو یو زوړ او خوږ مدون اوارت ادب لرو . او زموږ پیاوړی ادباء لکه خوشاحالخان او رحمان او پیر محمد او نور... ددغه ادب استادان او مبلغین دی او دوی موږ ته یوه خورا قیمت لرونکی ذخیره راپریښی ده . مگر دلته یوه پله خبره هم شته چی که څه هم دغه روړ ادب ځینی اساسی د پښتنوا لی او ملیت عناصر لری او زموږ د ژبی زړه پنگه گڼله سی بیا هم له بلی خوا شدیدا د پردیو تر اغیزی لاندی دی .
نوکه څه هم موږ د خپلو زړ و ادیبانو له لوړه مقامه انکارنه لرو اودوی د ژبی لوی روزونکی او د ادب پیشوایان اود پښتو د ناموس ساتونکی بولو مگر سره ددغه هم پدی زما نه کی موږ مجبور یو چی یوداسی نوی ادب هم و لرو چی هغه یو عصری ملی او مترقی ادب وی متاسفانه له پخوا نیوزړو بیړ یو څخه د خپل جغرافی موقعیت په سبب پښتو خپل ملی اداب د پښتنوا لی سره سم نه دی روزلی ځکه چی له هری خواپر دوی باندی د پردو مدهش سیلابونه راتله او دوی به تل د خپل ملی ژوند په دفاع او جگړی بوخت وو او هیڅ فرصت یی دد غه ډول شیانو پالنی ته نه و میندلی. اوس چی موږ په دی شیانو لاس و هم ښایی چی د کار له ابتدا څخه ویښ یواو زموږ ښاغلی ادېاز یار وکاږی چی خپل ادب سټه ښه ټینگه کړی زه په لاندی د پښتو د نوی ادب لاری ، چاری د پوهانو د افکارو په استناد ولیکم ، اومثالونه به یی هم پر خپل موقع وښیم.
ادب دوی خوا وی او دوه اړخه لری :
لومړی ـ د ادب موضوع او محتوا.
دویم ـ د ادب ظاهری شکل اوډول یعنی سبک او جوړښت .
لومړی ـ موضوع :
د هر ملت دادب موضوع ځانله بیل عناصر لری . چی له هغه چاپیر اوما حول او محیط څخه زیږی او دهغه ملت له روحه سره سموالی لری هغه اساسی لوازم او عناصر دغه دی.
الف ـ د جغرافی طبیعت لوازم : ښایی چی ز موږ ادب د پښتونخوا طبیعی او جغرافی طبیعت محصول وی او د پښتنو د مځکو ښایست او ښکلی توب ښکاره کی او زموږ د لویو جگو غرو ښکلی مناظر او زړه وړنکی اشکال پردو ویونکو ته وویلی یعنی د پښتو ادب باید د پښتنو د مینی د ښیگړ و ډک وی .
د اروپا په ادیانو کی هم طبیعی ادب په مخصوص ډول دغه کیف لری ، او لومړی او لوی محرک یی د فرانس نامتو فیلسوف منتسکیو ( شپاړس سوه نهه اتیایم عیسوی ) دی چی خپل کتاب روح القوانین کی یی د جغرافیایی طبیعت پر اهمیت یو مخصوص بحث لیکلی او دارو پا د ادب مخ یی دغی خواته وگرځاوه.
دلته به زه یو ښکاره مثال ز موږ اوسنی ادب کی دروښیم . یو شاعر چی دښار اوسیدونکی و دښار د جغرافی طبیعت تراغیزی لاندی دی هغه وخت چی دو اوری اوریدنه په ژمی وینی نو دښاری تخیل په دنیا کی د یونانی طبیب ددکان هغه لوی آونگ چی هر کله ناسفته مراورید پکی زودیی ور په یادیږی ، او پدی ډول دغه حالت تصویر کوی.
برف است که از هو سرا زیر بود
یاهاون چرخ کرده حل مروارید
بالعکس یو پښتون چی د غرود تخیل په هسکله دنیا کی تل شعر وایی د خپل چاپیر (محیط) او جغرافی طبیعت سره سم پدی ډول هغه منظره راښیی .
پرلویو غرو واوری اورینه
که لمر وړا نگی پر سپینو پر ښو ځلوینه
پدی لڼدی کی پښتون شاعر یو خورا ښکلی او طبیعی تخیل لری . د پښتونخوا پر لوړو او جگو غر و باندی دواوری داو ریدو منظر دی
په حیرت کی اچوی چی آیا دغه دلمر سپینی پلو شی او روڼی وړا نگی د غرو پر پرښو باندی لویږی او ځلیږی اوکه سپینی واوری پر غرو پرتی دی .
وگوری دغه تخیل یوازی په جغرافی طبیعت اړه لری او زموږ په ادب کی طبیعی او خوږ هم گاڼه سی اود پښتنو روح ورسره آشنا دی .
نو شعر او وینا چی هر څومره پر جغرافی طبیعت سمه او موافقه وه هغو مره د اصالت له پلوه قدر او قیمت مومی اود هغه ملت پر روح ژوره اغیز کوی او ویونکی ته یی ښه شاعر ویل کیږی.
بد اجتماعی عنصر:
د ادب اجتماعی عنصر هم ښایی چی کټ مټ ملی او خپل وی زموږ د نوی ادب اساس بویه چی پر هغه ډول ټینگ سی چی اجتماعی عناصر یی د پښتنو د ملی روح اود پښتنوالی سره سم وی ، د ادب اجتماعی عنصر دوه اړخه لری.
تیره زمانه او د ماضی عنصر:
پدغه ډول کی د پښتون ملی فولکلور او کلچر (تهذیب ) روحیات عادات دودونه ، اخلاق، عنعنات ، رسوم او آداب ټول راځی او دغه عنصر موږ د خپل روڼ تاریخ سره نښلوی ، او موږ د هغو ننگیالیو نیکونو او پلرونو په ژوندون خبروی ، چی دوی دیوه مخصوص تفکر او تمدن خلاق او مبتکروو . په اروپاکی د فرانس مشهود لیکوال فلوبیر په خپلو کتابونو : (سلامبو) او ( دروقصو) کی او توفیق الحکیم مصری په خپل کتاب (محمد ص ) کی د ادب دغه عنصر ښه روزلی اود تیرو پلرو ژوندون یی په نوی ادب کی ښکاره کړی دی .
زموږ په ملی ادب کی هم له پخوا څخه ځنی خوږی او قیمت ده قصی او روایات پاته دی چی موږ د خپلو نیکونو او زړو پښتنو په افتخاراتو خبروی . ددغو ملی آثارو ژوندون او له ضیاعه ساتنه پر موږ لازمه ده او ښایی چی زموږ په ملی کی دغه ملی آثار ښه ځای ونیسی او زموږ ادب دغه زوړ او پوځ عنصر وباله سی ولی چی ډیری زموږ زړی ملی پنگی په دغو کی پرتی دی او دعوا می روایاتو او ملیت روح پکی پټ دی . زموږ په نوی ادب کی یی پالنه وسی.
دغسی هم زموږ نور ملی ښه عنعنات اودودو نه اود پتنوالی زاړه مزایا او ښیگړی ټوله په نوی ادب کی روز نه غواړی اود نوی ادب سټه پر دغو ښیگړو باندی تینگیږی . که ادبادی خوا ته توجه ونه کړی نو به زموږ د ژبی نوی ادب ناقص او له زړو افتخارا تو څخه تش وی ، او پښتانه به پښتانه به هیڅ مینه او دلچسپی نه ور سره لری.