32

محمد د (پټي خزانې) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

لکه چي دمخه تاسي ولوستل پټه خزانه د پښتنو د ادب او رجالو او هم د ښارو مهم تاریخ دی چي د شاه حسین هوتک په عصر کي د شوال په (۲۴) هجري کال (۱۱۴۲ هـ) يې ليکل پای ته رسېدلي دي.

محمد هوتک د پښتو مدقق مؤرخ او د پښتو ژبي نوموړی لیکوال او شاعر دی چي خپل کتاب یې د هغه معارف پالونکي پاچا په نامه کښلی دی.

خوشبختانه محمد هوتک د کتاب په پای کي د خپلي کورنۍ احوال هم ليکي، په دې ځای کي زما لپاره ډېر غنیمت دی او لنډوم يې : 

"محمد د داؤد خان زوی د قادر خان لمسی په قوم هوتک چي اصلاً په مرغه کي اوسېدل او قادر خان له هغه ځایه سیوري ته راغلی وو له دغه ځايه يې يون وکړ او د کندهار کوکران ته راغی، په سن د (۷۶) کالو کي په (۱۰۵۸ هـ) وفات او هلته ښخ سو اما داؤد خان د مؤلف پلار په (۱۰۲۹ هـ) کال په کوکران کي وزېږېد او په صباوت کي يې علوم ولوستل شاعر او عالم سړی سو. داؤد خان په ږوب او د کسي په غره او پېښور کي سياحتونه وکړل او د حاجي ميرويس خان مرحوم سره د آزادۍ غوښتلو په جگړه کي ملگری وو، په (۱۱۲۶ هـ) داؤد خان د حاجي ميرويس خان له خوا په فراه او سیستان او گلستان کي د پښتنو د سپه سالار په ډول مقرر وو او هلته يې د متجاوز پردو لښکرو سره جگړې کولي. داؤد خان په (۱۱۳۶ هـ) وفات او په کوکران کي ښخ سو. د ده د ادب او علم د نمونې په ډول دغه دوی رباعی وگورئ چي د تجنيس په صنعت کي څوني قيمت لري:

چي د چا په زړه کي اور د ميني بل سي

په اور بل يې لمبې گډي حال يې بل سي

اور د مــــيني كله مري د زړه له مـيني

د اور بل مـــینه که تل د زړه په تل سي

که يې ويني ويني تل څاڅي له زړو څخه

څوک چي ويني تا له ځوانو یا زړو څخه

د زړو له زړه كه ويني ويني څــــــاڅي

په کړو د غم لوېدلي ستا له کـــړو څخه

اما په خپله محمد د پټي خزانې ليکوال په (۱۳) د رجب (۱۰۸۴ هـ) په کوکران کي وزېږېدی، او تر اتلسم کاله یې مروجه علوم لکه : فقه، تفسیر، اصول او د فصاحت علوم لکه : قافیه، عروض، بیان، معاني او نور ولوستل ځکه چي د پلار او نيکه ښه مناسبات يې د هوتکو د شاهي کورنۍ سره وو نو د شاه حسین په امر کندهار ته راغی، او هر کله به د دغه زلمي پاچا په دربار کي ؤ او د حضور ادبي ليکوال ؤ هغه ادبي او علمي مجلسونه چي د دغه پوهنوال پاچا په دربار کي به هر کله کېده يو ركن يې محمد ؤ، دی په پټه خزانه کي د دغو ادبي مجلسو او ټولنو حال ښه ليكي. محمد بې له پټي خزانې يو بل کتاب (خلاصه الفصاحه) هم په پښتو کښلی چي د فصاحت علوم يې پکښي راوړي دي، بل علمي پښتو اثر یې (خلاصه الطب) دی چي په (۱۱۳۹هـ ) کال یي د هغه زلمي پاچا حضور ته وړاندي کی او سل طلاوي يې جايزه وموندله محمد د شعر دېوان هم لري دغه څو بیتونه د ده دي :

ساقي پاڅه د سرو ملو ډک یو جام را

ستــــــــــــا له غمه ناآرام یمه آرام را

نه نشاط سته نه مستي سته نه رندي سته

چي سم رند هـــــــــغه اوبه على الدوام را

په اوبو می سوړ زړگی لږ څه را تود که

"محمد " ته د اور ډک یو هسي جام را

پټه خزانه څو واره په کابل کي چاپ سوې ده :

۱.  ۱۳۲۳ش ـ پښتو ټولنه

۲. ۱۳۳۹ ش ـ  تالیف او ترجمه

۳. ۱۳۵۴ ش ـ  اطلاعات او کلتور

۴. ۱۳۵۷ ش ـ د ادب پوهنځی