32

سیند Sind

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

دا کلمه هم ډیره تاريخي ده، او بيخي زړه، په ریگویدا کي، سپته سندهو Sapta Sindhu مكرراً راځي، يعني اوه روده چه دغه نوم په اوستا کي کټ مټ دغسي هپته هندو Hapta Hindu ذکر کیږي په دې علاقه کي چه اوه روده بهیده، یوه حصه  ئې اوسني پنجاب دي، چه پنځه روده پکي بهيږي.

دغسي هم سندهو په ويدي سندرو کي صرف د رود په معنا هم دي، ځکه چه هر وخت د اوستا په ژبه کي د ويدي ژبي (س) په (هـ) تبديل کيږي، نو د هند نوم هم له سيندهو څخه جوړ شوی دي.

 پخوانو آریائیانو د انډوس رود هم سندهو باله، او مطلق هر رود ئې هم په دغه نامه باله. او داسي معلوميږي چه دوي په لوی درياب ( بحر) خبر نه وه دا کلمه ئې پر هر رود اطلاق کوله.

په اتهروا ويدا کي هم دا کلمه په دغو دواړو معناو راغلې ده، کله مطلق رود ته وائي، او کله انډوس Indus ته سندهو ويل شوی دي. د اوستا لومړي فرگرد، د هغه عصر د شپاړسو مشهورو مځکو او هوادو نومونه بیانوي. پنځلسمه مشهوره مځکه ئې هپته هندو Hapta Hindu ده، چه دغه نوم په زړه پاړسو کي هندوا Hindava راغلي، او هغه سندهو په هندو ابدال شوی دي، د اوستا په لومړۍ فرگرد په ۱۹ فقره کي وايي: "له ښو مځکو څخه بنځلسمه چه خالق پیدا کړې ده، هپته هندو (اوه روده) دي..."

دا نوم په ويدي اصطلاح (سندهو) په پښتو کي تر اوسه هم مستعمل او ژوندي دي (سيند) يا یې مخفف (سین) دواړه اوس په هغو دواړو معناو چه په ويدا کي وې مستعمل دي مثلاً په عمومي معنا د کابل سيند، د کنړ سيند ويل کيږي، او په مخصوصه معنا (سيند) يا (اباسین) انډوس ته ویل کیږي، خوشحال خان وايي: 

که مو يو ځل رسد وسي تر سنده

 بيا دي نه وينم په تورو ستروگو هنده

دلته مقصد فقط انډوس دي يا لكه دا لنډۍ:

اباسين بيا په څپو راغي

په سر ئې راوړه سپيني خولې ژړ پیزوانونه 

يا په عمومي معنا، لکه د خوشحال خان دا بیت: 

که ئې درست په سيند کي ډوب کړې هم به سيځې

چه سيځل ئې په نصيب شوله روزگاره

په دې ډول سیند او سین د پښتو مستعمل او ژوندي لغت دي، چه په ويدي ژبه کي هم ؤ او ښائي چه له اصلي آريائي ژبي څخه دواړو ژبو ته راغلي وي.