32

پښتو نثر په تاریخ مرصع کي

پښتو مقالات

 د پښتو د نثر په تاريخ کي لسم قرن له دې جهته مهم گڼل کيږي، چي د پير روښان په لاس د فني نثر تيږه ايښوولي سوېده.

 ترهغه ځایه چی موږ ته ښکاره ده تر بایزید روښان دمخه دپښتو نثر ساده او روان او له فني تکلفاتو څخه تش وو، چی نمونه ئې دسلیمان ماکو په تذکره الاولیاء کښی سته  او دا هغه نثر دی چي د ۶۱۲هـ پهـ شاوخوا کښي کښل سویدي.

 دپښتو په ادبي ا تحول کښي سياسي وقايع ډېر قوي لري، پخواني فاتحان خوپه پښتونخوا کښي نه پاتېدل، دوي به له دې غرني مخکي څخه دهنده خواته تېرېدل او ډیر فرهنګي او اجتماعي اثرونه به ئي نه  پرېښوول 

چنگیز او تمیور خو د پښتونخوا له سیمو څخه په بیړه تیر سول. مگر ۹۰۰ ه را وروسته چی بابر له فرغانې څخه افغانستان ته راتیر سو، دی دلې ډیر پاته سو، او په کلو کلو دلته دبادشاه په ډول ؤ، او بیا چي دی.

هند ته ولاړ، هم د افغانستان سیمی دوه قرنه دده او دده د اولاد تر تسلط لندی پاته سوې او پر غربى خواوو هم دصفوي سلطنت له سياسي تسلطه ادبي اثرونه هم دلته راورسېدل.

شرقي خواته دبابر دكورنۍ او غربي لورته دصفويانو دزمانې ادبي اثرونه حتماً پښتونخوا هم لوېدل او ځكه چي په دغو زمانو كښي دهنده او ايران په دربارو ) و علمي حلقو كښي فني نثر  لیکل یو کمال ګڼل کېدي کله چي ړیر روښلن . دپښتو لیکلو لپاره په خیرالبیــان کـی قلم و چلاوه دلته ده دپښتو نثر لیکلو یوه نوې شیوه او لاره غوره کړه چی هغه دپښتو د قدیم لیک پر ډول نه وه بلکی ده د عربی او فارس د فینی نثر پهلید خپل خیرجالبیان په مسجع ډول ولیکه . 

کله چی خوشحال خان یو قرن بعد وغوښتل چی په پهتو نثر ولیکی، ده دروښان او آخوند درویزه او ددغه ادبی مکتب تقلیـد نــه وکی، بلکی دخپل ذوق او خدا داد استعداده  ئي کار واخیست ، او فني نثر ئي بیرته عادي نثر ته راوگر ځاوه او دا خوشحال خان یو مهم ادبی گټور اقدام ؤ.

 دخوشحال په کورنۍ کی دنثر لیکلو دعادی او ساده او رواج دوام ،وکی گوهر خان قلب السیر او افضل خان تاریخ مرصع په داسی نثر وکښل، چی دپښتو د اینده نثر لیکلو لپاره ډیر گټور ؤ.

 البته دوی هم ځنی نواقص او خامی درلودې، چی وروسته ورو ورو سمی سوې او موږ گورو چی دمحمد هوتک پټه خزانه در یوه غوره نمونه ده، او دا ښکاره کوی چی دخیر محمد البیان دوه قرنه ورو دپښتو اصلاح سوي ؤ . د محمد هوتک معاصر  پـه کـوزه پښتونخوا کی دافضل خان خټک تاریخ مرصع دی، او هم ددغه افضل خان په غوښتنه دده آکا گوهر خان قلب السیر کښلی دی، او پښتو.


کلیله و دمنه هم پخپله افضل خان ترجمه کُده دا در کتابونه چی په یوه کورنۍ کښی په یوه عصر کښی کښلی سویدی، او دخټکوثر نگارئ نماینده گي پسله پس  خوشحال خانه کوي.

 داسي ښكاري چي په پښتو نثر كي يو اصلاح حركت په كندهار كي تر پير روښان وروسته ژر شروع سوي ؤ، او كله چي دهوتكو دربار ته خبره راورسېده نو دژبي نثر داسي شكل پيدا كړي ئ چي دپير  روښان او درویزه له مسجع سازئ څخه سادگۍ ته را رسېدلی ، او لیکوالو به غوښته چی دوینا او لیک تر منځ توپیر لږ سي. 

په دې وختو کی دارغنداو او هلمند او فراه او هریرود پراخو سیمو باندی دصفوی او هندی مغولو د سلطنتونو تر منځ د اودالیانو (درانو) حکمرانی ، وه دو خپله داخلي آزادي ساتله، او مثمر حرکت ددې لپاره موجود ؤ.چي گوندي پښتانه د پردو له  سیاسى او نظامى او فرهنگى اثرونو څخه آزاد پانه سي.

 دا حرکت په شمالی پښتنو کی هم لیدل کیدی او دپیر روښان تر کورنۍ وروسته اوس قیادت ایمل خان او خوشحال خان ته رسېدلی و. سياسي تحولات هر كله پر ادب او ژبو باندي درانه اثرونه لري، په كندهار كي خود ابداليانو او بيادهوتكو دآزادۍ غوښتني غورځنگونو دوام وكي، او په لره پښتونخوا كي هم د مومندو او خټکو او یوسفزی حرکتونه د ډهلي دمغولو پر خلاف جاري وه.

  دغو اوضاعو دپښتنو پر ادب اوفکر او د پښتو پر نثر باندی داسي اثرکاوه چي له تقلیده ئې خپل آزاد ډول ته راوگرځاوه، اودنورو ژبــو دتقلید له کړیو څخه ئې راویوست . مگردغه الر  په کندهار کي محمد هوتک پر نثر ډیر ښکاري او نسبتا په ختگو کي لږ دي  یعنى : د محمد هوتک نثر قوى او ساده یا خوږ دی، او د فارسى لـه تقلیـده 

څخه نسبتاً و تاریخ مرصع ته آزاد دی. اما د تاریخ مرصع نثر لږ لږ هندی رنگ لری، اودهندی مغولو دزمانې دفارسی اثر پکښی ښکاری. لکه اولسات - صوبدار _ امرگانان ...

 دتاریخ مرصع ژبه _ جمله سازي - او د کلام سياق هم تر پټي خزانې دفارسي ژبي اغيزي ډيري لري. خو بیاهم یــو قـوی او ساده نثر گانه سي.

 دتاريخ مرصع خطي نسخې په پيښور او لندن کي سته، او تراوسه ئې کومه خطي نسخه په افغانستان کي نه ده ليدل سوې، يوه نسخه ئې په پيښور کي لس کاله دمخه له ښحاغلي دوست محمد سره وه، دوي غوښتل چي دغه کتاب تصحیح او تحشیه کړي

. کړی. دادبیاتو او بشری علومو پوهنځی ته څو کاله دمخه یو څو مایکروفلمونه له لندنه رارسېدلی دی چی په هغو کی یو دتاریخ مرصع مایکروفلم دی.

 دا نسخه دلندن دپوهنتون په کتابخانه کی ده، او په خورا ښکلی نستعلیق د محمد حسن پیښوری په خط په ۱۲۸۹ هـ ليکل سوي ده چي ۱۲۰۴ مخه لری او یو ښه غونډ لوی کتاب دی.

له دي څخه ځيني اقتباسونه د راورټي په گلشن روه ۱۸۶۰ م او د پادري هيوز په كليد افغاني ۱۸۷۵م كي چاپ سوي وه، مگر دكتـاب اصلي او بشپړه نسخه نه و خو اوس زه له دغه مايكرو فلمه څخه په دې مقاله کي استفاده کوم.

  محمد حسن پیښوری ددې نسخې لیکونکی دنستعلیق ښه استاد دی خط ئي ښکلي او دهنده نسخه نستعليق ښه نمونه ده  مگر دیفقط خطاط دي او په دو نسخه کي ئي ډيري غلطۍ کړيدي يا به داوه چي دي په پښتو نه پوهیدئ یا به ئي اصلي منقول عنها نسخه غلطه وه .  نو ځکه، که څوک وغواړی چی د تاريخ مرصع يوه مکمله او بشپړه ثقه نسخه  و مومي، باید یوازی بر دغی نسخې باندی آکتفاء ونه کړی، او دیوی بلی نسخې سره ئې حتماً مخالف وکړی، چی نواقص او غلطي  ئې لیري سي

. دلته زه د تاریخ مرصع هغه فصل له دغه مایکروفلمه را اخلم چی افضل خان دمیرویس خان پر احوال لیکلی دی او داځکه مهم لری. چی :

۱ په تاریخ کی دیوه معاصر پښتون مؤرخ لیک دی دحاجی میرویس ځان په باب موه خو دپردو مؤرخانو لیکونه دمیرویس خان په احوال کي کتلي دي. اوس به وگورو چی یو پښتون معاصر مؤرخ څه وایی؟ او دا البته یو مهم سند دی. 

۲دافضل خان دفتر یو مکمل ناچاپ سوې نوې نمونه ده، چی لومړی پلا د وږمې په مجله کي چاپیږي، او تاریخ مرصع دثر خصوصیات ښه څرگندوي.

۳ هغه څوک چی دپښتو نثر تحقیق کوي، بېله هغی ټوټې چی په گلشن روه کی آته نوی کاله پخوا چاپ سویده، یو بله بشپه نمونه به هم ولري چي د انتقادي څيړنولپاره ئې په درد وخوري. زه دغه فصل دخپلو توضیحاتو سره دوږمې گرانو لوستونکو ته وړاندی کوم – ۸۳۴ مخ :


ذکر د میرویس غلجی

 په اصل اوتک (۱) دی. په اطراف او جوانب د قندهار، اولسونه دپښتنو لکه اودل (۲) او غلجی (۳) او ترین (۴) میشته دي. دایران دبادشاه دلوریه یوه واجبي (۵) په دې اولوساتو مقرر شته . دقندهار صوبه دارئي (۶) له دوي نه آخلي . قدیم الایام اربابي په اولس کي د اودلو ده خد کي سلطان (۷) په کاله کی. هر گاه چی ارباب داودلو مستقل ؤ، او اولس داودلو زورور و دی نور اولسات دپښتنو به عمل د مغل ته بواقعی ورکاوه.

 هغه چاري چي حق تعالي ورانۍ ته پيښوي، حكاموتــه رهنموني دغير قانون، او غير دستور وښيي. دخدكي سلطان سره د قندهار صوبه دار مخالف سو، اوسبب ئې دمخالفت دا ؤ چي خداي تعالي ده نه هسي تعصبدين ورکړي و، او زورور هم و، چي ايراني څـه بـه. مخالف وویل، دصوبه دار په دربار کی به ئې مړ کړ. 

دا واقعه دایران و بادشاه ته ولاړه حکم د ایران دبادشاه په صوبه دار راغئ، چی خدکی سلطان مړ کاني (۲) په فریب ئې وباله، چی مهم دبلوڅ پیښ دی، مصلحت کړي بویه

.

 صوبه دار ورغي، بالښت ئې دده په خوله کښېښ، خفه کړه، مړئي کړ. بیا  دده له اولاده تربور ئي و .هغه ئې سلطان کړ.

 دده مشر زوی و قلندر سلطان (۹) نومېده هندوستان ته لاړ، ډېر مدت ئې په نوکری دشهزاده داراشکوه تیره کړ. هغه صوبه دار د قندهار ومړ(۱۰) بل ئې په ځای صوبه (دار) سو قلندر سلطان خبر سوچی ) (۱۱) داد خداکی صوبه دار مرسو او دده د لاسه وبست نه کیږی، را روان سو، وطن ته راغی ملازمت نی د. دار وکړ (۱۲). دا واقعه ئې و بادشاه ته د ایران و تښه چی سلطان راغی، دده په باب څه حکم دی؟ بادشاه په حضور وباله ډېره مهربانی ئې پر وکړه، فرمان ئې دسلطانۍ او خلعتونه ای ورکړ، رخصت ای کړ وطن ته راغی، ډیر مدت نـی سلطانی دلته وکړه، ښه بندوبست ئ. دې صوبدار هم بیا په یو باعث دده سره کاوش واخیست یو تربور ئی وه دده غرض گوی. هغه ئې وپوښتېده، چی دده څه فکر بویه؟ هغه ورته ووې : چـی تـه ئـې راوبوله ورته وایه چی د ما یو واده په دا پښتنو کی بویه. دده پیغله لورده، هغه ورځنی وغواړه. که دا ئې قبول کړه بهتر، او کنه غذر به دي ورتـه جوړ سي. : 

قلندر سلطان ئی وباله، دا حقیقت ئې ورته ووې. ده قبول نکړه، نور ئې په قید کړی و (یووه شپه ئې له قیده وباله، ورته ئې ووې چی دا امر چی ما ویلی دی قبلوی که نه؟ ده ورته و چی کار شوونی (۱۳) نه دی. شراب چښلی ناست و توره ورخه پرته وه، پخپله ئې په توره وواهه، مړ ئې کړ.

 دا واقعه د ایران بادشاه ته لاړه صوبه دار ئې په حضور طلب کړ، چی حضور ته ورغی بادشاه ورته ووې چی سلطان قلندر دی په څه مړ کړ ؟ خواب ئې له هیبته پاتو سو آدم خواره سپی د بادشاه په سر کار کي و، هغو سپیوئې مات کړ. د قلندر سلطان بل ورور ؤ، هغه بادشاه حضورته وباله، د قلندر سلطان مراتب ئې هغه ته ورکړه، کورته ئې را رخصت کړ، سلطاني ئې ورکړه، دده کشر ورور و ، حیات سلطان نومېده، د ورور سره چي به ښکـار تـه روان ســو ، ورور بـه نــه پریښ چی دتا وقت دعلم دکتاب دی ښکار مه کوه ! په ما پسی مه راځه

 یووه ورځ ئې حکم مات کړ، په وور پسی په ښکار روان سو، چی و نه لیده ورته وقهرېده په ستنه ئې را وجاریوست (۱۴) حیات سلطان دخو اوباشو سره مصلحت وکړ چی ما دی خپل عیشته. هغه اوباش او سلطان حیات ورپسی سواره سول. ده شاهین په کلنگ (۱۵) پسی اچولی و، کلنگ (ئې) نیولی و. 

دشاهین دسیره ونی (۱۶) دپاره کوز سوي ،و ، سپاه ورخه په استنه ولاړه و. حیات سلطان ورغئ ده ورته ووې : چی څه لره راغلې؟ آس ئې پر وزغلاوه، سور ئې کړ(۱۷)، هغو نورو اوباشو واهه مړ ئې کړ.

 دا واقعه بادشاه ته لاړه بادشاه حیات سلطان په حضور وباله عرض وسو چی حیات سلطان چی قاتل د ورور دی راغئ حکم ئې د قید وسو، قید ئې کړ. شپږ کاله په قید کی پروت و. هسی سبب خدای پېښ کړ، چی قافله د ایران له ډیره مال متاع سره هندوستان ته روانه سوه کاکړ لوی اولس دی چی په حـد ددوی قافله ورغله، تاخت وتاراج ئې کړه (۱۸).

 واقعه بادشاه ته ورغله بادشاه امر وکړ چی څوک سته هم ددوی علاج و کا؟ عرض وسو چی علاج ددوی قدیم الایام په سلطان د اودل دئ، سلطان مړ دی او ور ئې په قید دئ. حکم نې وکړ چی ئې حاضر ئی کی حیات سلطان ته بادشاه ووې چی ددې واقعې تدارک تلافی څرنگ کړې بویه ؟حیات سلطان عرض وکړ چی په اقبال دبادشاه اسان کار دی.

 تاسي سلطاني ئې ور كړه، په مهم ئې ددوي رخصت كړه. هغه قاتلان چی دده سره دده ورور ئې مړ کړی وه، هگه ئې مړه کړه، چی په دې مصلحت دما سره ولی اتفاق کاوه؟ لښکر ئې پسی وکړ، مهم ئې د کاکړو (ختم کړ) ډیر کاکړ ئې مړه تاخت او تاراج کړه مال او متاع نی د سوداگرو ډیر وصول کړه. 

سلطانی ئې خپله کوله پسله هگه ئې د قندهار دصوبه دار سره کاوش (۱۹) وسو درې امرگان (۲۰) صوبدار دحیات سلطان په مهم حکم کړه، جنگ ئې سره وکړ، مغل ئې مات کړ. درې واړه امرگانان نې مړه کړه نورخانه کوچ روان سو درې زره کوره ورسره ملتان ته لاړسو (۲۱). له ملت اورنگ زیب بادشاه ته لاړ سو عرض ئې وکړ، چی که قندهار په کار و په اقبال بادشاه اخیستل ئې اسانه دي.

 بادشاه پانصدی منصب ورکړ، چی ته ملتان ته ورځه دا مهم کرونی (۲۲) دی اورنگ زیب په نورو مهمونو پاتو سو دی تر اوسه په ملتان کی ناست دی خپل منصب خوري.

 د قندهار صوبدار، میرویس چی په اصل غلجی په غلجی کی اوتک دی، په سرداری هسک کړ(23) د ایران بادشاه ته ئې سپارش دده وکیښ، ورئې ستاوه بادشاه فرمان د سردارۍ ورکړ، را رخصت. څو موده ئې سرداری وکړه بیا د قندهار صوبدار ځنی آزرده سو، شکوه ئې بادشاه ته و کښه بادشاه په حضور وباله خوموده بادشاه څخه ؤ (۲۴)تقاضا ئي درخصت درله (۲۵) اما رخصت ئي نه ورکاوه . دبیت الله رخصت ئې ځنی وغوښت، رخصت ئې کړ. بیت الله تـه لاړ، دهغه نه چی را جارووت (۲۶) په ساهان راغی، اما بادشاه نی ونه لیده، هم به خبره روان سو، غلجیو ته راغی سرداری ئې خپله کړه اما له مغل (۲۷) نه په وسواس. 

په قندهار کی شاه نواز خان گرجی (۲۸) صوبدار ؤ، دوه فریـق متعینه په قندهار کی ؤ : یو گرجی بل قزلباش نقل کا : چی شاه نواز او هغه فریق د گرجیانو چی ورسره وو، ډیر ظلم په او قدی به ئ. پښتنو کړه. شاه نواز خان ته مهم دبلوچ ورپیښ ســو فوج ئې خپل په مهم دبلوچ واستاوه خودئې له قندهاره مدت لـه میرویس د غلجیو وغوښت. میرویس دغلجیو سره مرکه وکړه، بلکه د قندهار هم په مرکه ورسره چی وقت دپریښوو نه دی لښکر دغلحی د میرویس سره قندهار ته راغی نور میرویس شاهنواز خان ته ځواب واستاره، چی اوس ته هم راووزه. 

لښکر د شاهنواز خان اکثر په مهم دبلوچ لاړ وه، دلږه جمعیت سره ورته راوه ووت. شهنوازخان ئې مړ کړ ، هله ئې په قندهار وکړه (۲۹) څه لږ ډیر غلجی په هونبره هله کی پریووت (۳۰) نور ئې قندهار واخیست. درې زره گرجی نی په قندهار کی مگه کړه او هر چی ترک او قزلباش په قندهار کی وو، هغو ته ئې امان ورکړ. هغه لښکـر چی شهنواز خان په مهم دبلوچ استولی و چی له دې واقعې خبر سو را وجارووت اما زور ئې پر نه لیده، دمشهد او هرات ولورته لاړ . هر چی په قندهار کی مال او خزانه چی وه ، واړه دمیرویس په لاس راغله دشهنواز خان دکړومی (۳۱) سره ئې سړی کړه رخصت ئې کړه. هرچی د قندهار قزلباش وو، امان ئې ورکړ، هگه ئې دده دکوړمو سره رخصت کړه اورنگزیب په هندوستان کی چی دا واقعه کیده وفات و بهادرشاه په تخت ناست ؤ، وراره ئې دسوغات.

سره بهادر شاه ته راستوه، په سرهند ئې ملازمت وکړ، د اسم دپاره ای سه هزاري منصب دده وراره ته ورکړ، او پنجهزاری میرویس ته ئی حکم وکړ چی قندهار دی حواله هم په ده وي، دماسکه او خطبه دي يکښي ولولي(۳۲) دوه درې ځله دایران عظیم فوځونه چی دیرش دیرش څلویښت څلویښت زره سواره ،وو ، دلویو امرگانانو سره لکه خسرو خان ​​وغیره پر باندی راغله شکست ئې ورکړ. ډېر عالم ئې قتل کړ، ډیر غنائم ئې په لاس راغله تر دا تاریخ شلی سنه زر سل څلور دي ) (۳۳) په قندهار ناست خپل حکومت او سرداری کا، توفیق ئي رفیق سه ! ښه پښتون دی (۳۴) ( ص ۸۴۰) (۳۵)