کیداریان یا کوچنی کوشانیان

د افغانستان پخوانی تاریخ لسم ، دوهم عصر

د لویو کوشانیانو عظمت دوه سوه کلنه دوره: اتم فصل د «گوشانیانو» تر عنوان لاندی چه مقصد ترې ستر کوشانیان دی؛ د هغو کسانو د دورې دپاره خاص کړی شو؛ چه چینی منابعو هغوی د «تایوچی» یا (لویو یوچیانو) په نامه یاد کړی دی. دغه نوم ښائی هغه وخت د قبیلو د خلکو د شمير له مخې منځ ته راغلی وی چه لا «یوچیان» پاچاهۍ ته نه وو رسیدلی. لیکن کله چه د آریا نا په شمال کښی یوچیانو د سلطنت تادو کېښود او د يوې قبیلې په نامه یا د خپلو پنځو ولايتونو څخه د يوه ولایت په نامه د «کوی شوانگ» یا «کوشان» په نامه مشهور شول؛ دغه وخت د لویو کوشانیانو نوم د دوی په سر نوشت کښی زیات اثر وکړ او داسی ستر کارونه ئې وکړل چه تاریخ هم ورته د پیښو د اهمیت له کبله د «لوی» عنوان ورکړ او مونږ هم د خپل هیواد په تاریخ کښی د دوی د عظمت او دبدبې زمانه چه د لرغونی افغانستان یا آریانا د سر لوړۍ او ځوانۍ عصر دی د «لویو کوشانيانو» د دورې په نامه د لوړ له او يو ځانله فصل مو ورته وټاکه. 

د لويو کوشانيانو د عظمت دوره لکه چه د مخه ویل شوی دی له لومړۍ عیسوی پیړۍ څخه د دریمی پیړۍ تر لومړۍ څلورمی برخی پوری له دووسوو کالو څخه زيات موده وچلیده په دغو دوه نیمو پیړیو کی د کوشانیانو اولی سلسلی (کجولا کدفيزس او ويما کدفيزس) لویه امپراطوری جوړه کړه، د لویو کوشانیانو د دوهمی کورنۍ لوی پاچا کنیشکا د خپل سیاست، پوهی او ستر قوت په برکت د خپلی امپراطورۍ لمنی د سیستان هامون نه د تارم او گنگا تر ناوی پورې ورسولې څو تنو نورو قوی پاچاهانو چه په تاریخ کښی د هغوی د ځينو نومونه لکه دوم کنيشکا او هوويشکا ثبت شوی دی. 

پرله پسی یو په بل پسی پاچائی کړې ده او د آسيا په دغه څنډه کښی ئی د چین او روم د لویو امپراطوریو تر منځ خپل اقتدار د مملکت پت (ابرو) د امپراطورۍ عظمت او د مملکت سلطه او اعتبار ساتلی دی. لکه چه د دغو مقتدرو امپراطوريو (چین او روم) سره ئی د خپلو روابطو په برقرارۍ او ټينگولو کښی ډیر کوشش او اصرار درلود ځکه چه د کوشانی امپراطورۍ په توه او د هغی په موقعیت سره سیاسی او تجارتی سیادت او د لارو مراقبت او په نتيجه کښې د تجارتی او ترانزیتی مالو وړل راوړل ټول د کوشان د امپراطورۍ د عمالو په لاس کښی وو.

په (آریانا) کښې د دغی امپراطورۍ عروج او ترقی د پخوانی افغانستان د جلال او عظمت يوه مهمه دوره څرگندوی. ځکه چه، مملکت ذ دوو پیړیو دائمی امنیت او آرامۍ په اثر په ټولو حیاتی څانگو، صنعت، تجارت، زراعت ، ادبیاتو او علومو د په خپریدو او د معارف په نشریدلو کښی ډیرې ترقۍ کړی دی او دومره ښه مبادی او عوامل سره يو ځای شوی وو چه یو (کوشانی مدنیت) ورځنی پیدا شو او د هغه په فائدونه گاوندی ملکونه په تیره بیا هند چین تر لیری ختيز پورې مستفيد شول. 

د لویو کوشانيانو د ضعيفيدو د دورې شروع کیدل: د دریمی مسیحی پیړۍ په اولو وختو کښی د لویو کوشانیانو د عظمت او لوړتيا دوه سوه کلنه دوره کرار کرار مخ په ټتيدو او انحطاط روانه شوه او معمولاً د همدغه انحطاط سیر ئی کتلی او د لویو کوشانیانو دوره د (واسو دوا) د سطلنت په واسطه پای ته رسیږی.

پوره معلومه نه ده چه د لویو کوشانيانو د سقوط علت څه شی ؤ. سره د دې دغه دری شیان پکښی لاس لری: یو د هند په خاوره کښی توجه او پیشرفت دوهم: په غرب کښی د ساسانی مقتدر سلطنت پیدا کیدل. دریم: د مرکزی آسیا د کوچیانو ( بادیه نشینو) قومو لکه ژوان ژوان او يفتليانو د مهاجرت او فشار خطرات. هر کله چه د مسئلو تفصيل موضوع څرگندوی نو د هغو په تفصیل او تشريح پيل کوو. 

د هند په خاوره کښی فتوحات: د هغو مقتدرو سلطنتو له خصوصیاتو څخه چه د آریانا په جگو او هسکو کوهستانو کښی جوړ شوی دی که د اسلام نه پخوا دی او که وروسته دادی چه د سلطنتی بنسټو (مبانيو) د ټینگیدو او مستحکمیدو او د قواؤ د جمع کولو نه وروسته د هند خواته متوجه شول او په ملک نيولو ئې لاس پوری کړ. هغو کسانو چه یواځی په فتح کولو او د آریانا په خاوری پوری د ځینو هندی ځمکو په تړلو باندی اکتفا کړې ده او خپل مملکت ته بیرته راغلی دی هم ئی له خپلو مفتوحه او نيولو ځمکو څخه گټه او استفاده کړی او هم پخپل مملکت کښی آرام او هوسا پاتی شوی دی، د دې په عکس هغو نورو کسانو چه هند ئی فتح کړ او په هغه ځای کښی پاتی شول نو کرار کرار او په تدریج سره د خپل حکومت د ثقل مرکز ئی د آریانا له لوړو ځايو څخه د هند آوارو جلگو ته یووړه او څه موده لانه و تیره شوی چه میخ په ضعيفيد و روان شول او له غرنیو ځایو (کوهستانونو) څخه نوی ملاتړ راښکته شو او دوی ئی لیری کړل لويو کوشانيانو تر هغه وخته پوری یو قوی او مقتدر سلطنت درلود چه په آریانا کښی ئی پاچائی کوله او یا د هند د ځینو برخو د نيولو نه وروسته ئې هم خپل مرکز له کاپیسا او پوراشاپورا (پیښور) څخه د اندرس هغی خوا شرقی برخو ته نقل کړی نه ؤ چه د رومن او چین امپراطورۍ د هغه دوستی ته اړتیا او احتیاج درلود په دغه وخت کښی لویو کوشانی پادشاهانو هم له خپل مملکت آریانا څخه او هم د هند و چین او د روم د امپراطورۍ ترمنځ د هغه جغرافيائې موقعيت له مساعدت څخه او هم په هند او چینی ترکستان کئی د خپلو نیولو منطقو او متصرفاتو څخه استفاده کولی شوه یعنی په داسی مرکز کښی ناست ؤ چه په شاوخوا منطقو او د سرحدونه په هغی خوا متصرفاتو باندی ئی حاکمیت درلود. وروسته تر دی چه د (ويماکدفيزس) سره د هند د فتوحاتو لیاره د کوشانی بادشاهانو دپاره پرانستل شو او د نفوذ لمن ئی د گنگا تر سواحلو پوری ورسيدله (لوی کنيشکا) او (هوویشکا) د کوشان دوه مقتدر پادشاهان بیله دې چه د ضعف سره مخامخ شی له خپلو متصرفاتو څخه مستفيد شول د (واسودوا) په زمانه کښی کوشانیان د هند خاوری ته ډیر متوجه شول او د دوی عرف او عادت او درمدنی او اداری مراسم هندی شول، او د آریانا اصلی خاوره خالی پاتی شوه، او دوو نورو علتونو چه ومو ویل د خپل تاثیر دپاره زمینه پیدا کړه.

د ساسانی سلطنت پیدا کیدل: وروسته تر دی چه د دوهمی مسیحی پیړۍ په آخرو وختو کښی د بلخی ارساسیانو د کورنۍ قواوې د فارس په برخو کښی مخ پا ضعيفيدو شوې په دغه ځای کښی ملوک الطوائفی پیدا شوه او تقریباً په هر ښار کښی يو پاچا پیدا شو چه په ټولو کښی مشهور ئی د (بزرنجی Bazrangi) کورنۍ څخه (گوتشير Goler ) ؤ چه د (پرسید) د پادشاهانو د پخوانی پای تخت (استخر) په ښار کښی ئی سلطنت کو.

سامان نومی سړی چه د یوی مخورې او معتبری کورنۍ څخه ؤ او د بزرنجی د کورنۍ څخه ئی د یوی ښځی سره ازدواج کړی ؤ په استخر کښی د (اناهیدا) یا (اناهیتا) د معبد مجاور ؤ د ده زوی (پابغ pabahgh) چه د خپل پلار نه وروسته د دغه معبد په ساتنه مامور شو د خپلوۍ له روابطو نه چه د بزرنجی د کورنۍ سره ئی درلودل استنفاده وکړه او د خپل مشر زوی (اردشیر) دپاره ئی د (درب گرد) په ښار کښی د (ارگبد Argubad) لوړه عسکری وظيفه ونيوله او هر کله چه قواوی د دوی په لاس راغلی (پابغ) د(گوت شیر) په مقابل کښی پورته شو او غوښتل ئی چه خپل کشر زوی شاه پور د (پرسید) د ولایت پاچا کړی، مگر (ادوان) یا پنځم اربتان د ارساسی کورنۍ وروستی پاچا هغوی باغیان وبلل، تر دی چه پابغ مړ شو او ځای ئی شاه پور ونیو، او د دوو ورونو ترمنځ د رقابتونو نه وروسته شاه پور هم په ناڅاپی مرگ مړ شو او اردشیر خپل وضعیت ټینگ کړ، ادوان یا ارتبان د اردشیر په ضد د ولایاتو څو تنه پادشاهان تحريک کړل، په آخره کښې پخپله ده د هغه سره صلح وکړه مگر نتیجې ته و نه رسیدله او د ٢٢۴ مسیحی کال د اوریل په ۲۸ نیټه ئی د (ستیز فون) ښار ونيو، او ساسانی کورنۍ ئې منځ ته راوسته او تر ٢۴١ مسیحی پوری ئی سلطنت وکړ، د مخه مو وویل چه د (واسودوا) د سلطنت په وخت کښی کوشانیانو زیاتره د هند خاوری ته توجه وکړه او آریانائی د هغوی له مستقیم نفوذ نه ايستلی وه (واسودوا) د ۲۲۰ مسیحی کال په شاؤخوا کښی وفات شو، او اردشیر په ٢٢۴ کښی په فارس کښی د ساسانی سلطنت په جوړولو پيل وکړ، له دغو دوو تاريخونه پوره معلومیږی چه د لویو کوشانیانو انحطاط او د ساسانی سلطنت جوړیدل سره نزدی او معاصر هم وو، او طبعاً د ساسانيانو مقتدر کيدل د کوشانی دولت په انحطاط کښی بی تاثیره نه وو، او له همدې جهته ځینی کوچنی کوشانیان او د آریانا د خاوری ځینی برخی د غربی سرحداتو په غاړو کښی او حتی دننه د مملکت ځینی برخی کابل ته تر نژدی شاؤخوا وو پوری د هغوی تر نفوذ او ځینی وختونه د هغوی تر تیول لاندی راغلی دی.

د مرکزی آسیا مغلی قومونه: د افغانستان تاریخ د هغی یوی سلسلی قومونو د مهاجرت  له مخی چه د قبل التاريخ له دورو څخه د چنگیز د چپاوونو تر وخته پورې زمونږ مملکت ته راغلی دی، د مرکزی آسیا سره یو ډول علاقه لری چه حد په حد زمونږ توجه جلبوی، او د افغانستان د تاریخ لیکونکی مجبور دی چه وخت په وخت د مقصد د واضح کولو دپاره هغی خواته متوجه شی. 

د توران سره د آریانا مقابلی یا آریائی او تورانی مجادلی زمونږ د مملکت د تاریخ زړې او پخوانۍ الی گولی (کشمکشونه) دی چه بیان ئی په لومړنيو او پخوانيو فصلونو په تیره بیا د اوستائی مدنیت په فصل کښی راغلی دی، له دې جهته څرنگه چه د یونانو باختری مستقل بادشاهان د اسکائيانو او د تخاری څانگو د راتگ له کبله او او دغه وروسته ذکر شوې څانگه د سیتی د بلی څانگی (یوچیانو) ظرور په واسطه بی ځایه شوه، لوی کوشانیان هم په هغه زمانه کښی چه خپل د ثقل مرکز ئی د هند د خاورو خواته وایست د کوچی قومونو په تیره بیا د ژوان ژوانیانو له خوا تهدېدېدل، او د هغوی د عظمت د سقوط په علتو کښی یو علت لکه چه د مخه وویل شول همدغه د ژان ژوایانو تهدید ؤ چه په دریمه مسیحی پیړۍ کښی د آمو سيند له هغی خوانه خس کیده او د ۳۵۰ مسیحی کال په شاؤخوا کښی ئی لوی کوشانیان له باختر نه بې ځايه کړل.

 د لویو کوشانیانو د سقوط څرنگوالی: په هغو علتو سره چه بیان وکړل د لويو کوشانیانو دولت د دریمی مسیحی پیړۍ په اولو وختو کښی مخ په سقوط شو او (واسودوا) هغه څوک دى چه معمولاً هغه د دی سلسلی وروستی پاچا گڼی. 

کوم شی چه پدی ځای کښی مهم او بیان غواړی د کوشان د لویی کورنۍ د سقوط څرنگوالی او د هغه وضعیت تفصیل دی چه د امپراطورۍ په قلمرو کښی پیدا کیږی که څه هم څرنگه چه وویل شول د لویو کوشانيانو د دورې سقوط ډير او لوی علتونه لری مگر دغه سقوط د یوی سلطنتی کورنۍ د منقرض کیدو او یا د یوی کورنۍ د وروستی پاچا د وژل کیدلو او د داسی نورو ناڅاپی عوارضو او پیښو په شان يو ځل منځ ته ندی راغلی په بل عبارت دغه سقوط يو معنوی سقوط دی چه زیاتره د کوشانیانو په عظمت او جلال پوری اړه لری او که داسی نه وی نو د اولادی، نسل، عرق او وینی د دوام له نقطی نظره څخه څو نوری پیړۍ هم دوام کوی چه تاریخ تر یوی اندازی پوری هغوی (د وړو کوشانیان اوکیداریانو) په نامه یادوی او وروسته تر دی چه یفتلیان او د (توکیو) عناصر یعنی غربی ترکان د هندوکش په شمال کی خپاره شول، او کوشانی وینه په زیاته اندازه په هغوی کښی داخله شوه او په همدغه جهت کوشانو یفتلی عنصر د اسلام مقدس دین د پیدا کیدو او د عربو د فتوحاتو تر زمانی پوری سلطنتونه کړیدی او تر څو پیړیو پورې د دغه مملکت پادشاهان خپل اسلاف لوی کنيشکا نه منسوبوی په هر حال هر کله چه دغه فصل موضوع یواځی د کوچنیو کوشانيانو یا کیداریانو په شاوخوا کښی بحث دی، نور مطالب راتلونکو فصلو ته پریږدو، کوشانيانو څرنگه چه په ابتدا وختو کښی د يو ډول ملوک الطوائفۍ سلطنت درلود او پنځو تنو شهزاده گانو په پنځو بيلو بيلو سيمو کښی سلطنت کاوه او له دغو پنځو تنو څخه یو تن څلور نور شهزادگان د ځان تابع کړل او یو سلطنت کی جوړ کړ او د جلال او عظمت د دوری له ختمیدو نه وروسته هم د هغوی امپراطورۍ د ملوک الطوائفۍ شکل پیدا کړ د آریانا په خاوره کښی د هغوی د امپراطورۍ اصلی برخی د (واسودوا) د وفات نه وروسته دوه مهم کانونه او مرکزونه درلودل یو په باختر او بل د کابل په دره کښی چه په هغو کښی په هغه تفصیل چه راځی کیداری کورنۍ سلطنت کاوه.

د هند په خاوره کښی د کوشان امپراطورۍ نیولی برخه هم طبعاً د(واسودوا) د وفات نه وروسته د هرج و مرج سره مخامخ شوه، تر یو وخته پوری کوشانی نائب الحکومه گانو په بيلو بيلو عنوانو خپل حکومت ته دوام ورکړ وروسته تر هغه د هندوبا (بهارا شیوا Bharasiva) کورنۍ موفقه شو چه د کوچنیو او جلا حکومتو په ځای د گنگا په غاړه نسبتا لوی او مقتدر سلطنتونه جوړکړی د (اندرا Andhra) او د (سوراشترا Surashtra سلطنتونه هم د هغو حکومتو له جملی څخه دی چه د (کتیاوار Kathiawar) د شبه جزیری او د دکن د نورو جلگو څخه د کوشانی نائب الحکومه گانو د نفوذ د لیری کیدونه وروسته میدان ته راوتلی دی او د گوپتا د سلطنت تر پیدا کیدو پوری ئی دوام کړی دی او هر کله چه جزئیات ئی د هند په خاوری پوری مربوط دی نو صرف نظر ورځنی  وشو. 

کیداریان: د مخه وویل شول چه په (واسودوا) سره د لویو کوشانیانو دوره پای ته رسیدلی او د هغه نه وروسته یو بل سړی چه کیدارا نومید له هماغی کوشانی اولادی څخه په باختر کښی سلطنت ته ورسید که څه هم معمولا د واسودوا وفات او مرگ د دوو لويو او وړو کوشانيانو د دورو ترمنځ یو حد دی خو سره د دی ځینی پوهان کيدارا هم د لويو کوشانيانو د پادشاهانو له جملې څخه بولی، په بله ژبه کیدارا د لویو کوشانیانو وروستی پاچا او د کوچنیو کوشانیانو د کورنۍ لومړى مؤسس دی، او هر کله چه د «کیدارا» په نامه څه نا څه دوه تنه او د دې له اولادى څخه څو تنه سلطنت ته رسیدلی دی نو د هغوی سلطنتی کورنۍ ته (کیداریان) وائی او د هغوی د مربوطو واقعاتو او حال بیان چه ډیر تیاره او د مسکوکاتو په کتنی او د ځینو خارجی لیکوالو په بیان پوری منحصر دی د دغه فصل د مطالعاتو موضوع ده. 

کوچنی کوشانیان او چینی منابع: چینی منابع په څو ځايو کښی په تیره بیا د يوچيانو یعنی د کوشانیانو په برخه کښی لوی دی او که واړه یعنی د لویو او وړو کوشانيانو په باب کښی ځینی معلومات ورکوی، که څه هم دغه معلومات مفصل او مسلسل ندى او عموماً سنه او تاریخ نه لری، او د دغو ځایو او محلانو جغرافیائی نومونه او د چینی ژبی د لیکنی او تحریر صورت ئی تیاره او مبهم کړی دی. خو سره د دی له فائدی نه خالی ندی او د مسئلو په اساسی خطوطو ښه رڼا اچوی. هغه مهمه چینی منبع چه د لويو او کوچنيو کوشانيانو څخه بحث کوی د (وی wei) د شاهی کورنۍ سالنامی د ی چه هغو ته (وی شو Wei - shu ) وایی او د (۵۵۶ - ٣٨۶ ب م) ترمنځ کلونو پیښی پکښی بیان شوی دی چه څو تنو په اروپائی ژبو ترجمه کړی دی چه یوه ئی فرانسوی SpeCht ترجمه ده د دغو کالیزو (سالنامو) او د پخوانيو سالنامو یوه برخه د (۱۳ ب م پیړۍ) د (ماتوان لن Ma-touanlin ) په دائرةالمعارف کښی هم راغلی ده چه د هغی نه یوه برخه (رموزات Remusat) او (ژولین Julien ) ترجمه کړی ده، او د محلاتونو مونه (مارکوارت Merquart ټاکلی دی. 

د (وی شیو) یوه برخه چه په هغی کښی د لویو کوشانیانو او د (ژوان ژوانيانو) تهدید او د نورو بیان شوی دی په دغه ډول ده (د تایوچی د سلطنت پای تخت د (لو – کین ۔ شی Lou-Kien Chi) ښار دی چه د (فو– تی – شا Fo-tic - ha لمر پریواته خواته د (تای Tai) څخه (۵٠ ، ۴=دا برخه ونه لوستل شول) لی په فاصله پروت دی، تایوچی د شمال له خوا د (ژوان ژوانیانو) تر تهديد لاندی راغی او څو واری هغوی ورباندی چپاوونه او يرغلونه وکړل له دې کبله ئې د غرب خواته تر یوچی پوری مهاجرت وکړ او د ( پو- لو Po-lo) په ښار کښی چه د (فو – تی – شا) نه ( ۲۱۰۰ لی ) فاصله لری. 

پریوتل هر کله چه د هغوی باچا (کی – تو – لو lo-Ki-to) یو رشید او جنگیالی شهزاده ؤ لښکر ئی برابر کړ او د لويو غرونو د جنوب خواته راغی، د هند په شمال ئی چپاور کړ او په هغه ځای کښی د (کان – تو – لو) پنځه شمالی سلطنتونه د ده تابع شول. 

د نومونو تشریح. تایوچی...... لوی کوشانیان.

لو – کين شی Chi Kien--Lou.... بلخ.

فو – تی – شا Foaticha.... بامیان.

تی Tai په شمالی سانشی کښی د وی Wei د شاهی کورنۍ پای تخت. 

ژوان – ژوان..... د مرکزی آسیا له قومو څخه يوه قبیله ده.

پولو po-lo.... د اکسوس د پخوانۍ مجری په شمال کښی بلکان.

کی – تو - لو lo-Ki-to کیدارا، د ده د نوم صحيح صورت د ده د مسکوکاتو په برهمی رسم الخط کښی ليدل کيږی.

لوی غر... د هندوکش د غره سلسله.

کن – تو – لو -lo -Kan - Tho گندهارا د کابل دره او پيښور. 

دغه مضمون په هغه صورت کښی چه د چینی نومونو په عوض کښی د هغه ترجمه راوړو – نو داسی کیږی، د لویو کوشانیانو د سلطنت پای تخت د بلخ ښار دی چه د بامیانو لمر لويديزی خواته پروت دی او د (وی) د شاهی کورنۍ له پای تخت نه چه په شمالی سانشی کښی دی ۵۰۰ر ۱۴ـ ـ ـ لی فاصله لری. لوی کوشانیان د شمال له خوانه د مرکزی آسیا د یوی قبیلی (ژوان ژوانیانو) تر تهدید لاندی راغلل، او څو واری هغوی ورباندی یرغلونه او چپاوونه وکړل. له دی کبله لویو کوشانيانو لمر لويديزی خواته مهاجرت وکړ او د (پلکان) په ښار کښی پریوتل چه له بامیانو نه ۲۱۰۰ لی فاصله لری، هر کله چه د دوی پاچا (کیدارا) چه یورشیداو جنگیالی شهزاده ؤ، لښکر برابر کړ او د ځان سره ئی واخست او د هندوکش د جنوب خواته راغی او د هند په شمال ئی یرغل او هجوم ورووړ؛ او په هغه ځای کښی ئی د گندهارا پنځه شمالی سلطنتونه د ده تابع شول.) 

په دغو پاسنو څو کرښو کې چینی منابع یوه سلسله مهمی پیښی بیانوی مگر د هیڅ یوی دپاره تاریخ او سنه نه ټاکی، له دی کبله د دغه مقصد دپاره (ماټوان لن) ته مراجعه کوو:

د (ما – توان – لن) دائرة المعارف چه په ۱۳ مسیحی پیړۍ کښی لیکل شوی دی د لویو کوشانیانو عمومی تاریخ راوړی او لیکی چه: (وروسته تر دې چه کوشانیانو د (ويماکدفيزس) په زمانه کښی د هند شمالی ځمکی ونیولی (د ۹۰ م شاؤخوا کښی) نو قوی او غښتلی شول، په همدغه وضعیت (یعنی قوت او غښتلتوب) (دهان) د شاهی دوهمی کورنۍ تر زمانی پوری (۲۶۳-۲۲۱ مسیحی) پاتی شول. په دغه وخت کښی د شمال له خوا د ژوان ژوان تر تهدید لاندی راغلل او څو واری ئی ورباندې حملی وکړی. چینی سالنامی په هند باندی د کیدارا د حملی نه وروسته د لويو کوشانيانو له تاریخ نه نور څه نه وائی. اوس گوزو چه د کوچنیو کوشانيانو په باب کښی څه معلومات لری: د بنگال آسیائی شاهی انجمن د مجلی د ۱۹۳۷ کال. دوهم نمبر، د دریم جلدله ٢۵ مخ نه اقتباس د کوچنیو یوچیانو (د کوچنیو کوشانيانو) پای تخت د «فو-لورشا Fou-leau-cha  ښار (پیښور) دی. پاچائی د (کی – تو – لو) زوی دی، د ده پلار هغه وخت دغه زوی په دغه ښار کښی په دغه عهده مامور کړ چه پخپله د ژوان ژوان یانو د حملی له کبله مجبور شو چه لمر لويديزې خواته لاړ شی)

له وی شیو Wei-Shu څخه د Specht د ترجمی له مخی اقتباس: هر کله چه کیدارا د هیوانگ نویانو له خوا تعقیب کیده نو ځان ئی د غرب خواته وايست او خپل زوی ته ئې امر وکړ چه د «فو – لو – شا» په ښار کښی ځان تینگ کړی. له دی کبله دغو خلکونه (کوچنی یوچیان) وائی.

تبصره: باید وویل شی چه د (وی شیو) په متن کښی د (سپخت) په ترجمه (هیوانگ نو) مترجم په (ما – توان – لن) کښی د (ژوان ژوان) نوم یاد شوی دی. 

په دغو یاد داشتو سربیره چینی منابع د کوچنیو کوشانیانو د تاریخ په باب کښی نوو معلومات نه ورکوی یواځی د هغوی د مملکت د تعریف او بیان په موقع کښی دومره وائی چه د (وی Wei ) د دوهمی سلطنتی کورنۍ د سلطنت په زمانه کښی د (تی وان Tai-Vau) د پادشاهۍ په عصر کښی (۴۰۹ - ۳۹۸ مسیحی) د هغو سوداگرو د راتگ په اثر چه له هغه ځای نه چین ته تلل د ښیښی جوړولو په صنعت کښی ډیره ترقی د چين په نصیب شوه او دغه شهادت نه دغه مقصد په لاس راځی چه په گندهارا کښی د کوچنیو کوشانيانو د کورنۍ میشت کیدل او ځای په ځای کیدل باید د ۴٠٩ مسیحی نه پخوا شوی وی.

له دغه چینی منابعونه چه بیان ئی وشو د کوچنیو کوشانيانو او د هغوی د تاریخی چوکاټ په باب کښی دغه اساس په لاس راځی: د ۲۲۱م او ۴٠٩ م ترمنځ زمانه کښی ژوان ژوانیانو د لويو کوشانيانو څخه یوه څانگه له باختر نه وايستله او دوو طرفونو ته خپره او تیت و پرک شوه.

الف: لمر لويديزې خواته د ساسانی امپراطورۍ د شمالی سرحدو په اوږدو کښی د خزر د بحيرې خواته. 

ب: د هندوکش د یوی ځوکی جنوبی خواته په کاپیسا او گندهارا کښی له چینی منابعونه داسی معلومیږی چه د جنوبی څانگی مشر او سر کرده (کیدارا) ؤ چه له باختر نه راوووت او د کابل او گندهارا دره ئی ونیوله او د هندوکش په جنوبی برخو کښی ئی تر پېښوره او د هغه نه هغې خوا برخو پوری سلطنت تشکیل کړی دی څه موده وروسته (کیدارا) نومی چه بیله لومړی ذکر شوی کیدارا نه د مسوکاتو په تائید په دغه نامه بل پاچا دی د مرکزی آسیا د ځینو قبيلو له خوا چه چینیان د هغو د هویت په تعين متقین ندی بیا فشار حس کړ او خپل زوی ئی په پیښور کښی پریښود او پخپله لمر لويديزو منطقو یعنی د کابل علاقی ته حاضر شو چه د دی خبری بندو بس وکړی چه متهاجمین د هندوکش له غرونونه راتير نشی.

په هر هال د چینی منابه و د شهادت نتیجه فعلاً په همدغه ځای کښی پرږدو نورو منابعو او ذرالعوته مراجعه کوو:

د باختر د حکمرانانو د کوشانوساسانی مسکوکات د ساسانیانو د پیدا کیدو او ظرور مسئله او د لویو کوشانيانو د عظمت سقوط کښی د دغی مسئلی داخله د مخه بیان شوه په هغه زمانه کښی چه کوشانیان د انحطاط په حالت کښی روان وو ساسانيانو په مستقیم او غير مستقیم دول د غربی آریانا د ځینو برخو حتی د باختر په چارو کښی مداخله وکړه یوه زمانه ئی هم د لویو کوشانيانو له ضعف او د نورو مساعد و عواملو نه استفاده وکړه او دغه برخه ئی نیولی هم وه. 

د مرو او بلخ ترمنځ منطقو ساسانی نائب السلطنه گانو او د ولایاتو نورو حکمرانانو ځینی سکی ضرب کړی دی چه د فن مدققینو هغه په (کوشانوساسانی) نوم یادی کړی دی. د دغو مسکوکاتو کتنیو او مطالعی د کوشانیانو په باب کښی زمونږ معلومات له هغی اندازی نه زيات کړی دی چه چینیانو ورکړی دی او په ځينو ځايو کښی ډیر دقیق جزئیات ورکوی: پروفیسر (هرزفلد) دغه ډول مسکوکات په دوو برخو ویشلی دی لومړی د ساسانی شاهی کورنۍ د شهزادگانو مسکوکات دی چه د بلخ او مرو د نائب السلطنه په عنوان ئی سکه وهلی ده. او د (کوشان د پادشاهانو پاچا ) عنوان ئی د ځان دپاره ټاکلی دی. دوهم د مسکوکات دی چه د ولاياتو د حکمرانانو له خوا په راوروسته زمانه کښی ضرب شوی او د ځان دپاره ئی د (کوشان پاچا) عنوان خوښ کړی دی د مخه د چینی منابعو له مخی وویل شول چه لوی کوشانیان د (ژوان ژوانیانو) له خوا د باختر نه وایستل شول (مارتن) وائی چه د باخترنه د کوشانيانو تل د دوهمو سکو د ټولگی د ضربیدو د  زمانی نه پخوا ندی شوی، او د (ژوان ژوان) د حملی نه وروسته د ډیر احتمال له مخې د بلخ نه د ساسانيانو د حاکمیت ټغر ټول شوی دی.

لکه چه پخپله د ساسانیانو تاریخ هم تر یو حده پوری په دغو مشکلاتو اقرارکوی.

«هرزفلد» د دغو مسئلو په باب کښی پخپلو کتنو او مطالعاتو کښی لیکی چه:

لومړی ټولگی سکو د ۲۳۰ نه د ٢٨۴ مسیحی کال تر شاوخوا پوری دوام درلود هغه وخت چه ساسانیانو سکستان (سیستان) ونیو د نیابت السلطنت مرکز ئی دغه ولایت ته ولیږداوه. 

او دوهم ټولگی مسکوکات له دغه تاریخ نه د دوهم شاهپور د سلطنت د دوری تر کوم کال پوری (۲۷- ۳۰۹ ب م) دوام کړی دی.

اميانوس مارسیانوس Ammianus Marcellinus وائی چه دوهم شاه پور تقریبا د ۳۵۰ او د ٣۵٨ مسیحی کلونو ترمنځ د شرقی سرحدو په جنگونو کښی مصروف او بوخت و، او کوشانیان د ده د مخالفینو په جمله کښی یاد شوی دی (هرزفلد) دا هم وائی چه د کوشانو ساسانی سکو ضربیدلو د دغو جنگونو تر آخره پوری دوام کړی دی. (مارتن) ۳۵۸ مسیحی کال چه د دوهم شاپور د شرقی جنگونو ختمیدل پکښی شوی دی له باخترنه د کوشانیانو د وتلو کال بولی چه د (کیدارا) د سلطنت په دوره کښې دغه کار شوی دی.

په مسکوکاتو کښی د پاچا د صورت د سمت معنی: سکه پیژندونکو په دقېتو کتنو او مطالعاتو سره څرگنده کړی ده چه په مسکوکاتو کښی د پاچا د صورت د نمایش په تیره بیا د هغه د کتنی (نگاه) د سمت څرنگوانی خاصه معنی لری او هغه ئی چه په دغی دوری پوری اړه لری داسی شی دی چه اصل ئی باید د اشکانی یا ارساسی کورنۍ د پادشاهانو د زمانی په عادتونو کښی وگورو.

پروفیسر هرزفلد لیکی چه (په کیڼه خوا د مخ ښودنه او نمایش په اول ارساس او په ټولو مربوطو شهزاده گانو پوری مخصوص ؤ چه د ميراث د لاری ئی د سکی د ضربولو حق درلود او د هغوی مربوطی ځمکی د امپراطورۍ جز لا يتجزی وی، په ښی طرف باندی د مخ نمایش د استقلال د حاصلولو نښه وه، او دغه هغه کار ؤ چه ساسانیانو د اشکانیانو د جغ د لیری کولو نه وروسته عملی کړ.) 

«هرزفلد» دغه هم وائی چه د ارساسی کورنۍ مخالفینو د اول اردشير تر زمانې پوری او پخپله اردشیر د پنځم ارتبانوس سره د ده د مخالفت په زمانه کښی مخ په مقابل سکی ضرب کړی دی د دغه پروفیسر د لیکنو څخه داسی معلومیږی چه ساسانيانو دغه رویه تعقیب کړی ده او پادشاهانو ئی چه د تیول خاوندان هم وو، مخ ښی خواته سکه ضربوله، د تیول خاوندانو شهزادگانو هم د هغوی تعقیب وکړ، او هغو کسانو چه د مخالفت د لارې به مخکښی راتلل او یائی استقلال حاصلاوه خپل صورت به ئی مخ په مقابل یا مخ کيڼې خواته ضرباوه. 

که چېری د کیداری کورنۍ مسکوکات د دغو کتنو او تحقيقاتو سره تطبیق کړو نو دغه لاندی نظریې ورځئی په لاس راځی او داسې معلومیږی چه (کیدارا) په اولو وختو کښی له ساسانيانو څخه د تيول خاوند ؤ او وروسته بیا مستقل شو، د (پیرو piro) په وخت کښی چه معمولا دی د (کیدارا) زوی او په گندهارا کښی د هغه جانشین بولی ساسانيانو دوهم ځل بيا خپل تیول په هغه باندی کښیناوه ځکه چه ده او د (ورهران Waraharan جانشین یا بهرام دواړو په مسکوکاتو باندی خپل صورتونه مخ ښی خواته ضرب کړی دی. هر کله چه د مسکوکاتو لیکنو هم له برهمی څخه په پهلوی د ( پیرو) په زمانه کښی تغیر کړی دی. دغه هم پاسنۍ نظریه تقویه کوی او په گندهارا کښی د ساسانیانو په نفوذ باندی شهادت ورکوی. 

د چینی منابعو او د مسکوکاتو د شهادت له مخی معلومیږی چه (کیدارا) د څلورمی 

مسیحی پیړۍ په نیمائی کښی د لوی شهرت څښتن ؤ، سربیره په دې مسکوکات شهادت ورکوی چه ده په یوه زمانه کی ساسانی دوهم شاهپور ته باج ورکاوه، وروسته تر هغه ئی خپل استقلال او خپلواکی په لاس راوړه د دغو پیښو آوازه او د هغو صحت د ځينو معاصرو مؤرخينو د لیکنو او د هغی کتیبی له مخی واضحه کیږی چه پروفیسر (هرزفلد) په پرسه پولیس کښی کشفه کړې ده. په دغه لحاظ د مؤرخينو له نقطی نظره څخه دغه موضوع لاندی ترکتنی لاندی نیسو او تر غور او څېړنی لاندی ئی راوړو:

*      *     *

د امیانوس مارسلی نوس د څلورمی پیړۍ حالاتو ته د مؤرخينو ځينی اشارې: 

اميانوس مارسلی نوس Ammianus Marcelinus ) د رومن د عسکرو يو منصبدار ؤ چه د ماوراءالنهر په ځمکو کښی د دوهم ساسانی شاهپور په ضد (۳۰۹ - ۳۸۰ ب م) جنگیده وائی چه دغه باچا د ۳۵۰ او ۳۸۵ مسیحی کلونو ترمنځ د شرقی سرحداتو د قبائلو په جنگونو کښی بوخت ؤ چه مهمی او مقتدرى قبيلې ئې خيو نيیان Ghichitae او ايو زنییان Euseni وو. د هغو تحقيقاټو له مخی چه د دغو قبیلو په باب کښی ئی کړی دی لیکی چه په اصل مضمون کښی اشتباه شوی ده او (ایوزنی) په اصل کښی (کوزنی Chseni) ؤ چه مقصد ورځنی «کوشانيان» دی همدغه رنگه خیو نییان هم د کوچنیو کوشانیانو قبیله ده چه د کابل په شاؤخوا کښی اوسیدل او مشهور سردار ئی (گرومباتس Crumbates ) نومیده دوهم شاهپور په ٣۵٨ کښی زمونږ د مملکت د قبائلو سره صلح وکړه او د روم سره ئی جگړه شروع کړه. په ٣۵٩ کښی ئی په بین النهرین حمله وروړه او د د رومنیانو جنگی کلا (امیدا Amida) ئی چه د (دیاربکر) نه متصد دی کلا بنده کړه، او په دغه محاصره، او کلا بندۍ کښی د ده د پخوانیو دښمنانو یوه ډله او ټولنه یعنی کوزنییان یا کوشانیان د خپل سردار (گرومباتس) په مشرۍ د رومنیانو په جنگ او د(امیدا) د کلا په محاصره کښی د هغه سره یو ځای او شریک وو. که څه هم د (امیانوس مارسلی نوس) د متن همدغه برخه دیره خرابه شوی ده بيا هم په هغو مطالعاتو سره چه (مارکو ارت Marquart) په ايران شهر ٣۶ مخ پنځمه نو ته کښی کړی دی (کوزنی) یا کوشانی بللی او د هغوی د عسکرو ټولگی د کلا د دیوال نه د باندی محاصره شوی ښکاره کوی.

د پرسه پوليس ليکنه: پروفیسر هرزفلد په پرسه پولیس کښی یوه لیکنه موندلې ده چه د دوهم شاپور د سلطنت ۴٧ کال سنه ورباندی ليکل شوې چه د ٣۵۶ مسیحی سنې سره برابره او موافقه ده. دغه کتیبه د کابل داوی قاضی (سلوک) نامی له خوا ليکل شوې ده او په هغی کښی دعا کوی چه شاپور په سلامتۍ سره کابل ته بیرته راشی. که چیری د دغی لیکنی متن د (امیانوس مارسالی نوس) د وینا سره چه وائی دوهم شاهپور د ۵٧ - ٣۵۶ کال ژمی پخپلو سرحدی لری ځايو کښی د خيو نيانو او ایوزنییانو د ځمکی په غاړو کښی تیر کړی دی) تطبیق شی داسی معلومیږی چه د شاپور او د کابل د کوشانیانو ترمنځ جگړه په ٣۵۶ م کال کښی بولی، او کابل په دغه وخت کښی د دوهم شاه پور په لاس کښی ؤ. او له دغه ځای نه د گندهارا، جلال آباد، هډې، او پيښور او د نورو په ضد چه د کيدارا په قبضه کښی وو جنگیده  له دغه ځای نه ښه معلومیږی چه د کابل – کاپیسا – کندهار اعلاقې د ٣۵۶ مسيحى کال نه پخوا د (کیداری) کورنۍ په لاس ورغلی وی.

سرجان مارشال د دوهم شاه پور څو سکی په تاکزیلا کښی موندلی دی چه په اصل کښی د مرو په ښار کښی ضرب شوی دی. د (مارتن) د نظریی له مخې دغو مسکوکاتو د کوچنیو کوشانيانو په زمانه کښی په باختر کښی هم رواج درلود او په هند باندی د هغوی د هجوم سره د سند په حوزه کښی خپرې شوی دی په ځینو نورو مسکوکاتو کښی چه پروفیسر (هرزفلد) ئی خیو نییانو ته منسوبوی یوه ئی نیم تنه تصویر مخ ښی خواته ښکاره کوی چه د دوهم شاه پور خولۍ ئی په سر کړې ده او د (ورهران Varahran پنځم (بهرام) د مسکوکاتو سره چه په مرو کښی ضرب شویدی. ډیر شباهت لری. او احتمال لری چه پخپله دغه هم په مرو کښی ضرب شوی وی. هر کله چه د سکی د صورت سمت ښکاره کوی چه خیو نییانو ساسانیانو ته باج ورکاوه، پروفیسر (هرزفلد) هغوی د ۳۵۸ مسیحی کال د صلحی نه وروسته زمانی ته منسوبوی – هر کله چه د (کیدارا) یو دول سکه د (گندهارا) ضرب هم د دغو پاسنیو سکو سره مشابه ده نو (مارتن) دغه هم همدغه عصر ته منسوبوی او نتیجه و رځنی اخلی او وائی چه (ایوزنی) یا (کوزنی) چه (امیانوس) د رومن جنرال یاد کړی دی دو یو کوشانیانو یوه څانگه وه. مشر ئی (کیدارا) ؤ، او پر گندهارا باندی د هغوی یرغل او تهاجم باید د ۳۵۶ مسیحی کال نه پخوا شوی وی. دغه تهاجم او د بلخ نه د خزر د بحيری خواته د ځینو نورو قبيلو معاصر جنبشونه د دوهم شاپور د شرقی جنگونو مهم علت ؤ، او له دی جهته باید په هند باندی د کیدارا د يرغل تاریخ د (۵٠ - ٣۴٨ ) په شاؤخوا کښی او دوهم شاهپور ته د هغه د تابعیت تاریخ د ٣۵٨ مسیحی کال په شاؤخوا کښی وبلل شی. 

فوستس بیزانتی Fauosstos Byzantum: یو ارمنی مؤرخ چه ده ته معمولا (فوستس بیزانتی) وائی د تاریخ یو کتاب لیکلی دی چه د ۳۲۰ نه تر ٣٨۵ کال پوری واقعات کښی نوشته شوی دی، او د هغو له مطالعې نه د افغانستان د تاریخی گذارشاتو په باب کښی تاریخی مطالب په لاس راځی دغه مؤرخ په پنځم کتاب اووم او ۳۷ فصل کښی د هغو جنگونو په باب کښی بحث کوی چه د کوشانیانو او ساسانيانو ترمنځ د ٣۶٧ او ٣۶٨ مسیحی کلونو په شاؤخوا کښې پېښ شوی دی. د دغه ارمنی مؤرخ د لیکنونه داسی معلومېږی چه متهاجمين کوشانیان وو، او دوه واری ئی ساسانیانو ته سختی ماتی ورکړی دی په دغه تفصيل سره چه اول ځل ئی د هغوی لښکرې بېخی محو او تباه کړې، او دوهم ځل دوهم شاه پور مجبور شو چه د جنگ له میدان نه وتښتی د مخه مو د مسکوکاتو د کتنی له مخي معلومه کړه (کيدارا) وروسته تر دی چه یوه دوره متابعت ئی د ساسانيانو وکړ مخالفت ته لاس ورته کړ او خپله خپلواکی ئې حاصله کړه، ارمنی مؤرخ ښکاره هغه تائید وی، او (مارتن) د دی مهمی پیښی تاریخ ٣۶٧ - ٣۶٨ مسیحی کال بولی، هغه بل شی چه د دغه تاریخ تائید کوی دادی چه کننگهم د کیدارا د سکی د دوهمی نمرې د تیپ په کیڼ مخ کښې ۲۳۹ سنه ښودلی او هغه د کنیشکا په زمانی پوری مربوطه گڼی، که چیری د ده وینا رشتيا او صحیحه وی، او د (استن کنو) په نظریه د سلطنت په تخت باندی د کنیشکا جلوس په ۱۲۸ یا ۱۲۹ مسیحی کښې حقیقت ولری له ۱۲۸ یا ۱۲۹ نه سربېره په ۲۳۹ باندی ٣۶٧ یا ٣۶٨ کال یعنی پوره هغه کال په لاس راځی چه (مارتن) د ساسانیانو له سلطې څخه د (کيدارا) د خپلواکۍ د حاصلولو دپاره ټاکلی دی. 

نتيجې: د رومن او ارمنی او د نورو کلاسیکی مؤرخينو د شهادت، د مسکوکاتو، او د چینی منابعو د مطالعی او کتنی څخه مقصد چه د مخه تر دې ئی تفصیلات تیر شول دا ؤ چه د کوچنیو کوشانیانو او یا د کیداریانو مسئله د بیلو بیلو اړخونو څخه وکتل شی او وروسته بیا د ټولو کتنو له ترکیب څخه څو اساسی کرښې په لاس راوړو. 

دا معلومه خبره ده چه د افغانستان په پخوانی تاریخ کښی د لویو کوشانیانو له دورې څخه وروسته واقعات دیر تیاره او مجهول شوی او په درېمه او څلورمه مسیحی پیړۍ کښی حالات ډېر کړکېچن او مشکل کېږی، او د دی دورې تاریخ د بل هر عصر نه زيات تجسس، پلټنه، تفحص او تحقیق غواړی چه د خبرې سر معلوم شی او څو کرښی چه لیکل کېږی باید په دغه ډول وې چه حتی المقدور د حقیقت سره موافقی وی. په هر حال هر کله چه تر اوسه پوری په داسې مسئلو کښی هغه هم په مسلسل صورت لاس ندی وهل شوی د اوسنیو منابعو او معلوماتو نه که څه هم لنډ او مختصر دی استفاده کوو او د قدم اخلو او هیله لرو چه د هغو په تعقیب د نورو ښنائيو په اثر نوی گامونه واخستل شی.

ژوان ژوان او له باختر نه د کوشانيانو ایستل: لکه چه د (وی Wei) د شاهی کورنۍ په کالیزه «سالنامه» (وی شیو) کښی ویل شوی دی او د خپلو کتنو او مطالعاتو په اول کښی مو ورځنی بحث وکړ داسې معلومیږی چه لوی کوشانیان د هندوکش په دواړو خواؤ کښی د خپل عظمت او جلال د دورې د طی کولو نه وروسته پخپل وار د مرکزی آسیا د یوې قبيلې له خوا چه ژوان ژوانیان نومیږی تر تهديد لاندی راغلل او د دغی قبیلی د یرغلو او تهاجمونو له کبله په تنگ شوی او په اذیت کښی وو، تر هغه وخته پوری چه د کوشانيانو حکومت او قوه په آریانا کښی قائمه او ټینگه وه د ژون ژون یانو تهدیداتو څه اهمیت نه درلود مگر هر کله چه د کوشانی قواؤ د ثقل مرکز د هند د فتوحاتو سره کرار کرار د اندوس نه هغی خواته نقل شو ژون ژونیان بیله شک او شبهې نه زړور شول او لکه چه دغه مو په چینی مأخذ کښی وکتل خپلی حملی ئی څو وارې مکررې اوبیا بیا وکړې تر دې چه په آخر کښی مؤثرې شوې او د باختر کوشانيان په دوو برخو وويشل شول: يوه برخه لمر لویديزې خواته د خزر د بحيرې د سواحلو خواته روانه شوه او بله ډله د خپل پاچا (کیدارا) سره چه د چینی کاليزې (سالنامې) په شهادت یو غښتلی او زرورو سری ؤ د هندوکش د جنوب خواته راکښته شوه پوره، معلوم نه ده چه ولی د باختر کوشانیانو دوی برخی شوی دی. 

ځینی علت داسی لیکی هر کله چه د باختر کوشانیانو په یواځینی ځان دغه قدرت او طاقت په ځان کښی و نه لید چه باختر وساتی او حفاظت ئی وکړی نو د خزر د سواحلو او هندوکش د جنوب خوانه روان شول چه د دغو ځايو کوشانيان د ځان سره ملگری کړی او د دښمن د تهدید په مقابل کښی ترتیبات ونیسی.

د هندوکش د جنوب څانگه یا کیداریان- که څه هم (کیدارا) د یو د سړی نوم او سړی هم هغه شهزاده یا امیر دی چه د هندوکش د جنوب خواته د لويو کوشانيانو د یوې ډلی او ټولگی د بیځایه کیدو په وخت کښی ئی په هغوی آمریت درلود بیا هم مؤرخينو داسی ویلی دی چه د کوشانیانو دغی ډلی او ټولگی ته د هندوکش د جنوب خواته د هغوی د حرکت له ورځی څخه (کیداریان) وائی؛ نو کیداری هم د هغو پادشاهانو د سلالې نوم دی چه د کوشانیانو په دغه څانگه باندی ئی باچائی کړی ده، او هم د باختر د کوشانیانو د هغی ټولگی عمومی نوم دی چه هغو ته کوچنی کوشانیان هم وائی. 

په باختر کښی د ساسانیانو سره د کیداریانو مقابله: که څه هم د هغو اشاراتو له مخې چه شوی دی د ساسانیانو سره کیداریانو روابط چندانی واضح او روښانه نه دی، خو بیا هم وخت په وخت ځینی مهمی نکتی ښکاره کوو. د مخه مو د لویو کوشانيانو د سقوط د علتو په جمله کښی وویل چه د ساسانی سلطنت پیدا کیدل هم په دغه کار کښی بی دخل نه ؤ، هر کله چه د ساسانیانو عظمت د کوشانیانو د ضعف په وخت کښی و، ساسانیانو تر کوم ځای پوری چه دلاسه کیدل د آریانا په خاورو کښی د مستقیم او غیر مستقیم لاس وهلو نه ځان و نه ژغوره او پر له پسی مساعدې موقع ته په انتظار کښی وو چه مخکښی لاړ شی. له بلی خوا که چیری د هغوی د شهزادگانو د لقب کیښودلو تشریفاتی مراسمو ته نظر وشی لیدل کیږی چه مدام ئی د کوشانی امپراطورۍ سرحدونو ته د حرص او طمعی سترگی پټی کړی وې او آریانا د ځینو غربی برخو دپاره ئی لکه آریا- سیستان مارجیان- او خوارزم چه کم کم ئی په لاس راوړې وی یو حکومت تشکیل کړ او د هغه حکمران ئی (د خراسان حکمران او د کوشانیانو پاچا یا کوشانی لوی پاچا باله) دغه حکومت او حتی په دغه ځای کښی حکمرانی د ساسانیانو په نظر کښی ډیره مهمه وه، او هغو شهزادگانو چه یوه ورځ په ساسانی شهنشاهی تخت باندی کیناستل خامخا به ئی د خپلی شهزادگۍ په دوره کښی د خراسان حکومت لیدلی وی، لکه چه په ساسانی پادشاهانو کښی اول شاه پور، اول هرمزد – اول بهرام – دوم بهرام د خپلې شهزاد گی په وخت کښی دغه عهده تیره کړې وه او دریم بهرام او دریم هرمزد په سیستان کښی حکومت درلود، اوس راځو دې ته چه آیا ساسانیان تر هغه وخته پوری چه کیداریان په باختر کښی وو دغې سیمی او ملک ته راورسیدلی شول او که نه؟ دغه مسئله په هغه دقت سره چه مونږ په نظر کښی نیولی دی تر اوسه پوری په واضح دول کتل شوی او مطالعه شوې نه ده ځکه کوم مهم شی چه د دغه کار دپاره ضرور دی له باختر نه د کيداريانو د وتلو صحيحه نیټه ده چه تر اوسه پوری واضحه معلومه نه ده او هغه په اټکلی ډول د۲۲۱- او  ۴٠٩ مسیحی ترمنځ بولی.

پدې کښې شک نشته چه ساسانیانو د کوشانی انحطاط په دوره کښی د کوشانی امپراطورۍ د غربی او شمال غربی برخی په شاؤخوا کښی چه (پراختیائی موندلی وه) د اول شاه پو ر له زمانی نه تر دوهم بهرام پوری د هغوی حکمرانان په خراسان کښی د (لوی کوشان شاه) په لقب یادیدل مگر داسی معلومیږی چه په هغه زمانه کښی چه کیداریان په باختر کښی موجود وو دغی سیمی ته نه وو رسیدلی. 

باید دا وویل شی چه مدققینو تر اوسه پوری کیداریان په تیره بیا د هغوی د ترقی او سلطنت دوره په پنځمه مسیحی پیرۍ کښی بلله. هغه نوې نظریه چه په چینی منابعو او مسکوکاتو او د کلاسیکی مورځینو په شهادت تکیه کوی په دغه باب کښی ده چه ده چه کیداریانو په پنځمه پیړۍ کښی نه بلکه په څلورمه پیړۍ کښی سلطنت کړی دی د لومړی نظریې سره سم (گریستن ستن) (په ساسانی عصرکښی ایران) د کتاب په ۲۸۷ مخ کښی لیکی چه (فیروز د خپل سلطنت په اوائلو کښی کیداریان د مالیې ورکولو ته مجبور کړی وو (کیدارا)  د دغه قوم پاچا د مالیی له ورکولونه منع راوړه او جگړه ونښتله وائی چه د فارس پاچا کوشش وکړ چه د (کنگاس KingKhas) د کیدارا د زوی سره صلاح او د کنگاس د خور سره ازدواج وکړی مگر د ده نقشه سرته ونه رسیدله او پیشنهاد ئی منظور نه شو او جگړی دوام وموند، په دغه وخت کښې فيروز د بلې نقشی د جوړولو په فکر کښی شو او دبی زانس (شرقی روم) امپراطوری ئی د کوشانيانو خطر ته ملتفته کړه او دغه حکومت ته ئی ولیکل: (د دې دپاره چه د دغو بربری قومو دلاسه ارمنستان او د قفقاز درې خلاصی او بیغمه شی، او د شرقی روم دولت د هغوی د يرغلو او چپاوونو څخه، محفوظ پاتی شی نو ماته پیسی راولیږیء چه کیداریان شاته وو هم او مغلوب ئی کړم، مگر د شرقی روم د امپراطورۍ له خوا ورته کوم جواب و نه رسید، سره د دې ئی کیداریانو ته کامله ماتی ورکړ. او هغوی ئی د کنگاس په مشرۍ د هندوکش له شمال نه په ګندهارا کښی محدود کړل هر کله چه فیروز د ( ۴٨۴ - ۴۵٩) کلونو په منځ کښی پاچائی کړی ده. او کیدارا د نوی نظریی له مخی د څلورمی پیړۍ په دوهمه نیمایی کښی حکومت کاوه، پیښی له هره حيثه موافقت سره کوی او د ساسانیانو د تجاوز صورت او د هندوکش له شمال نه جنوب ته د کيداریانو د راکښته کیدو علت ښکاره کیږی. 

له باختر نه د خزر د بحیری د سواحلو او د هندوکش د جنوب خوا ته د کوشانيانو د وتلو ښکاره علت هغه ډیری حملې او فشارونه بولی چه د مرکزی آسیا د قبائلو ژوان ژوانیانو له خوا ورباندی راتلل. 

له بلې خوا له چه د مسکوکاتو له کتنې نه واضحه کیږی کوچنی کوشانیان یواځی د دوهم شاه پور په زمانه کښی چه د ساسانیانو ډبره ترقی وه په وقتی ډول د دغه دولت تابع شول او وروسته بیا خپله خپلواکی ئی بیرته په لاس راوړه، دا هم يو واضح دلیل دی چه ساسانیانو په اول کښی د کیداریانو د مغلوبولو دپاره کوشش وکړ مګر د دوهم شاپور د سلطنت تر زمانی پوری (۳۰۹-۳۷۹) په دغه کار موفق نه شول، او وروسته بیا موقتآ په کابل کښی ئی هم نفوذ وموند. 

کوشای غربی څانګه او د ساسانیانو سره مقابله: د مخه مو وویل چه له باختر نه د وتلو نه وروسته یو ټولگی کوشانیان د غرب خواته د خزر د بحیری د سواحلو په طرف روان شول که چه معلومیږی دوی د جنوبی څانګی یعنی د کیداریانو په شان بیکاره او آرام پاتی نه شول او د وروسته ذکر شوی څانکی په شان د ساسانی امر او او پادشاهانو سره په جنگ ؤ جگړه بوخت وو. (کریستن سن) لیکی چه (پنځم بهرام) د شمال د بربری قومونو سره چه عربی او فارسی منابع ئی بیله تشخیص نه ترک بولی جنګ کړی دی. دغه قومونه خامخا هغه (خیونیان Chionites) دی چه په اصل کښی دوی ذهنیانو څخه یوه څانګه شمیری او د دوی ځینی عناصر د دوهم شاه پور په عسکرو کښې وو مګر د هغوی د دوستۍ په قول باندی باور او اعتمادنه ؤ. دغه قوم په دغه وخت کښې عمومآ د (مروې) په ناوو کښې اوسيدل او د شاه پور د مرگ نه وروسته خراسان ته لاړل او د ایرانیانو مهم دښمنان شول. پنځم بهرام پخپله د هغوی په مقابل کښی لښکر وایست او خپل ورور (نرسه) ئی پخپل غیاب کښی نائب السلطنه مقرر کړ او په جنگ کښی بریالی او فاتح شو.

د مخه د کریستن سن له ژبی نه معلومیږی چه (عربی او فارسی منابع بیله تشخیص نه دغه قومونه ترک بولى) یعنی که چیری تشخیص وشی ترکان ندى بلکه خیونیان دی او خیونی د هغو تحقیقاتو له مخی چه شوی دی همدغه کوچنی کوشانی او یفتلی کوشانو او یفتلی عناصر دی چه یو په بل پسی سلطنت ته رسیدلی دی، نو د چینی منابعو صحت واضحه معلومیږی چه ځینی خلک ئی له باختر نه د غرب خواته تللی او په مرو، خوارزم او د خزر د بحیری په سواحلو کښې خپاره شوی وو او د شمال له خوانه ئی ساسانی امپراطوری تهدیدو له او د ساسانیانو سره ئی دښمنی کوله.

د هندوکش په جنوب کښی د کوچنیو کوشانیانو سلطنت: د چینی منابعو نه معلومیږی چه هر کله زړه ور کيدارا د خپلو لښکرو سره د هندو کش جنوب ته راکښته شو د (گندهارا پنځه شمالی ایالتونه د ده تابع شول) دغه جمله که څه هم لنډه او کوچنۍ ده خو يو مفصل عنوان دی چه د یو لوی فصل شرحه پکښې موندل کیدلی شی هغه وخت چه کیدارا له باختر نه د هندوکش جنوب ته راکښته کیږی داسی معلومیږی چه د چاسره مخامخ شوی ندی، د دې مسئلی علت ښکاره دی چه د لویو کوشانیانو له سقوط او د امپراطورۍ د نظام د خرابیدو نه وروسته د یو مقتدر سلطنت په عوض کښی په هره څنډه او غاړه کښی د ملوک الطوائفی حکومتونه پیدا شوی وو او له دى جملی نه د باختر د کوشانیانو ټولگی په شمال کښی او د کابل د کوشانيانو ټولگی په جنوب کښی دیر اهمیت درلود له باختر نه کابل ته د خپلو لښکرو سره د کیدارا راتگ کومه حمله او تهاجم نه ؤ چه په منځ کښی جنگ ونښلی او یا مقابله وشی بلکه یو (ډ=دا برخه ونه لوستل شول) (تنه) او دوه ښاخونه وو چه سره یو ځای کیدل، یعنی د شمال کوشانیان د جنوب د کوشانیانو سره يو ځای کيدل له دی جهته له باختر څخه د کابل علاقی ته د کیدارا د راتگ په وخت کښی کوم جنگ پیښ نه شو او د هندوکش جنوبی نقاطو - کاپیسا، کابل-  گندھارا۔ پختیانو لويو واحد سلطنت تشکیل کړ- د کیداری سلطنت یا د کوچنیو کوشانیانو د حکومت د قلمرو لمن د غرب له خوانه تر بامیانو او د شرق له خوانه تر اندوس پوری خپره وه شمال ئی د هندوکش په جنوبی لمنو او جنوبی خطه ئی په جنوبی کوهستانو سره ټاکل کېده ځینی د دغه سلطنت د قلمرو جنوبی حد تر (بنو Bunu) پوری هم مخ په وړاندې بيا ئې داسی ښکاره کیږی چه د دغه حکومت مرکز په اولو وختو کښی (کاپیسی) ؤ او وروسته بیا د مرکزی آسیا د ځينو هغو قبیلو د تهديد په واسطه چه هویت ئې پوره معلوم ندى پیښور ته لیږدول شوی دی.

د کوچنیو کوشانيانو د سلطنت مؤسس: د وړو کوشانيانو د سلطنت مؤسس یو داسی سړی دی چه په ټولو منابعو کښی (کیدارا) په نامه یاد شوی دی اصلاً پخپله دی د باختر د لویو کوشانی وروستیو پادشاهانو په جمله کی حسابیږی. 

هر کله چه د ده نوم په مسکوکاتو او نورو منابعو کښی ډېر لیدل کیږی او په دوو ډولو سنو کښې هم یاد شوی او قوی احتمال کیږی چه په دغه نوم څو تنو يا څه نا څه دوو تنو په ټاکلو او مشخصو زمانو کښی سلطنت کړی وی، سر بیره په دی (کیداری) د هغوی د سلطنتی کورنۍ نوم هم شوی ؤ پخپله (کیدارا) له باختر نه د وتلو له وخت نه تر هغی زمانی پوری چه د سلطنت ټاټوبی (مقر) ئی په پېښور کښی نیوه پر له پسې یاد او ذکر شوی دی.

مسکوکات: د (کیدارا) او د نورو کوچنیو کوشانی پادشاهانو مسکوکات عموماً

د سپینو زرو او نازک وو؛ او څو مسى سکى ئې هم په (بنو) کښې موندل شوی دی مگر د هغو تحقیقاتو له مخی چه په دغه باب کښې شوی دی دومره معلومه شوی ده چه د سپینو زرو سکی په پادشاهانو پوری مخصوصی وی. او مسی سکی د ولاياتو د حکمرانانو له خوا ضربیدلی او په دوی پوری مربوطی وی چه له دی څخه به وروسته بحث وکړو. او پخپله د (کیدارا) د سکو شرحه په دغه ډول ده. 

د سپینو زرو سکه: 

د سکی پر مخ: د پاچا نیمه تنه په نیم ښی مخ ضرب شوی ده چه فیته ئی د سر نه تاوه کړی ده چه آخرنی سر ئی د سر تر شا متحرک دى او د هغه برج د سر د کتگری په شکل تاج لری چه درې دندانی ئې د دوهم شاه پور د مسکوکاتو په شان معلومیږی د تاج په مرکزی دندانی باندې د نوې میاشتی او کرې شکل لیدل کیږی د ده د سر ویښتان شاته له څټ نه راوتلی او ږیره نه لری په غوږ کښی ئې گوشواره اچولی ده په برهمی رسم الخط سره لیکل شوی دی.

(کیدارا کوشانی پاچا)

د سکی ترشا: يوه آتشکده لیدل کیږی چه لاندنۍ او پاسنۍ برخه ئې درې مرتبی لری  او د بدنی په منځ کښی آتشکده ده د اور په لمبو باندی د هرمزد نیمه تنه په نيم ښې مخ لیدل کیږی د اتش کدی په دواړو خوا ؤ کښی مخ د اور خواته دوه تنه ساتونکی لیدل کیږی چه توری ئی پلاس کښی دی 

د سپينو زرو بل ډول سکه:

د سکی په مخ باندی: د پاچا نیمه تنه مخ په مقابل لیدل کیږی هغه فیته چه د پاچاهۍ نښه ده د سر نه ئې تاوه کړی ده سرونه ئی د ده په اوږو باندی مواج دی تاج ئې په سر کړی دی چه له دریو برخو نه مرکب دی مرکزی برخه ئی پنځه وزرونه او اطرافی برخی ئی هره یوه دری دری وزرونه لری. 

تاج ئې په کړه ئې او مواجو بندونو خائسته شوی دی د ويښتان ئې د اورمیز په دو اړو خواؤ کی لیدل کیږی. زیره نه لری غوږوالی او غاړه کۍ (گلوبند) لری د ده په اوږو باندی د سر ږمونځ کړی ويښتان لیدل کیږی په برهمی رسم الخط لیکل شوی دی چه: (کيدارا کوشان شاه). 

د کیداری او ساسانی تر منځ جگړی: په مسکوکاتو کښې د صورت د ښودنی او نمایش د قانون له مخی وی او که د  (امیده Amida) د ښار په کلا بندۍ کښی د رومنیانو سره د جنگ په وخت کښې د دوهم شاه پور د عسکرو په قطار کښې د (خیونی یا کوشانی سپایانو د حضور له مخی او که د ځینو ارمنی مؤرخينو د شهادت له مخی او که د پرسه پولیس د لیکنو له مخی وی معلومیږی چه (کیدارا) یا کیداریان یو څو موده د ساسانیانو تابع او مطیع وو. مگر پوره معلومه نه ده چه په کوم وخت او په کوم ځای کښی آیا په اول کښی چه کیداریان په باختر کښې وو د ساسانيانو متابعت او اطاعت ئې کاوه؛ يا هغه وخت چه د هندوکش په جنوب کښی د گندهارا دری ته نوی راغلی وو؛ که څه هم ځينی مؤرخين په کیداریانو باندی د دوی تسلط ته اشاره کوی مگر زیاتره قرینی په دی باندی دلالت کوی چه په کيداریانو باندی دغه موقتی تسلط به د کابل په دره کښې پیدا شوی وی. او دغه هم په هغه وخت کښی وو چه کیداربان نوی دغه سمت او خواته راغلی وو.

(اميانوس مارسلی نوس) وائې چه: دوهم شاه پور له ٣۵٠ نه تر ٣۵٨ کال پوری اته کاله د کوشانیانو په ضد د شرقی سرحدو په جنگ کښې بوخت ؤ، ډیر احتمال کیږی چه دغه سلسله جنگونه چه ډیر کلونه ئې وغوښتل په هغه زمانه کښې وی چه کیداریان له باختر نه راوتلی او د کابل په دره او گندهارا کښی میشت کیدل او ځای په ځای پریوتل. او ساسانیانو د هغوی د دغه بی ځای کیدو نه استفاده وکړه او نه ئې غوښتل چه موقع ورکړی چه کیداریان یعنی د باختر کوشانیان د هندوکش د جنوب د کوشانیانو سره یو ځای شی او د دوی له يو کيدلو او اتحاد څخه د ساسانیانو د دولت په ضد يوه ډیره مخوفه قوه جوړه شی، ساسانیان په دغه موضوع باندی ښه پوه شوی وو. مگر کوشانیانو هم له جنگ ؤ جگړی او دښمنۍ نه لاس نه اخست او دغه د جنگ ؤ جدال حالت کامله اته کاله دوام وکړ، خو هر کله چه کیداریان نوی له باختر نه بی ځایه شوی او لا تر دغه وخته پوری ئې د هندوکش په جنوب کښې د خپلو قواؤ راتولولو ته وخت او فرصت نه ؤ پیدا کړی نو د ساسانیانو تابع او مطیع شول او د ساسانیانو نفوذ تر کابله پوری خپور شو او ساسانی پاچا د دی دپاره چه یو د هغوی عسکری قواوی ضعیفی او بل د هغوی له رشادت نه کار واخلی نو د هغوی څخه یو ټولگی ئی د خپلو غربی دښمنانو روميانو په ضد استعمال کړ او دغه هماغه د امیدی د کلا د محاصری او کلا بندۍ پیښه ده چه کوشانی گرومباتس او د ده لښکرې د هغی د دیوالو په شاؤخوا کښې ليدل شوی دې. 

د لوی سلطنت تشکیل او د خپاواکۍ حاصلول: د مسکوکاتو او د چینی منابعو د شهادت او په تیره بیا د ارمنی مؤرخ بیزانتی فوستس د واضحو او دقيقو ويناو له مخی واضحه معلومیږی چه کیدارا او کیداری کوشانی دولت د همیشه دپاره د ساسانیانو تابع او مطیع پاتی نشول او تر دغه وخته پوری لا د ساسانیانو سره د جنگ او الو گولو څخه (۹) کاله نه و تیر شوی چه د ساسانيانو ټول احتیاطونه بر هم شول او کوچنیو کوشانیانو د خپل پاچا او ملی مشر کیدارا په مشرۍ د آزادۍ د جگړی دپاره ملا و تړله او د ساسانی سلطی په ضد ئی په جدی او کلکو اقداماتو لاس پوری کړ.

هغه جنبش او جگړی چه کیداریانو د ساسانیانو په ضد روانی کړی وی کوم کوچنې او جزئی شی نه و او هغه يو کلک گوزار او مهلکه ضربه شمیرل کیدلی شی چه په نتیجه کښی ئی په لمر ختيزه خوا کښی له آریانا څخه د هغوی د سلطی لمن ټوله شوه او په لمر لويديزه خوا کښی د ارمنستان ډیری برخی له ساسانی دولت نه جلا شوی او په رومنيانو پوری و تړل شوی ځکه هغه وخت چه په آریانا کښی د آزادۍ غوښتنی هنگامه توده شوه ساسانیان وار خطا شول او د دی دپاره چه د آریانا جنگی مسئلو ته ډیره توجه وکړی شی د رومنیانو سره ئې صلح وکړه او رومنیانو ته ئی امتیازات ومنل. 

په هر حال د مسکوکاتو او د ارمنی (فوستس) د لیکنو په شهادت په ۳۶٧-٣۶٨ کال کښی د ساسانی دوهم شاه پور په ضد د خپلواکۍ غوښتنی جگړه شروع شوه له هغو جزئیاتو څخه چه د نیکمرغه دغه ارمنی  مؤرخ ئی ورکوی واضحه معلومیږی چه د دی جنگ محرک او مسبب کوشانی کیداریان وو، او حمله او چپاوونه هم د دوی له خوا شروع شوی دی او دغه پخپله پدی باندی دلالت کوی چه دغه جنگ آزادۍ جنگ او هغه جنبش دی چه د ساسانی دوهم شاه پور د سلطی د لیری کولو دپاره شوی دی.

د ارمنی مؤرخ د ویناو له مخی په دغه جنگ کښی ښی کامیابۍ د آریانا د کیداری دولت په نصیب شوی دی او ساسانی دوهم شاه پور دوه واری سخته ماتی خوړلی ده: يو ځل د ده د لښکرو څخه یو لښکر بیخی محو او تباه شو او دوهم ځلی ساسانی لښکری تر دی اندازی پوری وار خطا او برهمی شوی چه دوهم شاه پور د خپل ځان د نجات دپاره مجبور شو چه د جنگ له میدان نه وتښتی په دغه ترتیب کوچنی کوشانیان چه تقریبا لس کاله پخوا د مرکزی آسیا د قبائلو ژوان ژوانیانو او نورو د هرج و مرج او تهدیداتو په واسطه ضعيف شول اوکم ؤ زیات د ساسانیانو د مستقیمی او غیر مستقیمې سلطى لاندی واقع شوی وو پخپله پخوانۍ آرزو بریالی او موفق شول او په ٣۶٧ یا ٣۶٨ کال کښی ئی خپله خپلواکی او د هیواد آزادی او استقلال حاصل کړ او د هندوکش په جنوب کښی ئی د آزاد سلطنت په تشکیلولو لاس پورې کړ چه د مخه مو د هغه حد او حدود بیان کړل.

کیداری آزاد سلطنت که څه هم یو قوی حکومت و مگر بیا هم قلمروئی محدودو په غرب او شمال غرب کښی د ساسانیانو نفوذ پراختیا درلوده مگر د آریانا په شمال او شمال شرق کښی د يفتليانو پیدا کیدل او ظهور او د دوی مقتدر سلطنت چه په راتلونکی فصل کښی به ورخئی بحث وکړو نه يواځې د آريانا په خاورو کښی د ساسانیانو د تر شا کیدو باعث وگرځید بلکه د هغوی په هیواد کښې ئی  د هغوی په سیاسی موجودیت کښی هم درز پیدا کړ. 

د يفتليانو ظهور او د کیداری دولت ختمیدل: د مخه مو د خپلو کتنو په آوائلو کښی د چینی منابعو د کتنی په وخت کی ولیدل چه (کی – تو - لو) یعنی (کیدارا) خپل زوی په (فو - لوشا) یعنی پیښور کښی پخپل ځای مقرر کړ ا پخپله لمر لویدیزی خواته روان شو چه د حمله راوړونکی قوم په مقابل کښی فعالیت وکړی.

د (ما - توان - لن) دائرة المعارف د (رموزاتو) ترجمه دغه حمله راوړونکی قوم (ژوان – ژوان) بللی دی او د «وی شیو» چه (اسپخت Specht) ترجمه کړی دی هغوی (هوانگ نو) معرفی کوی او رښتیا داده چه: (ژوان ژوان) اوهيوانگ نو په مرکزی آسيا کښی د قومونو د پاریدلو او جنبش اسباب شوی دی او «هیوانگ نویان» په دغه وخت کی د خزر او اورال د بحیری د شمالی علاقو څخه د آسیا د غرب او د اروپا د خاورو خواته خپاره شوی وو اوهغه قوم چه د آمو د شمالی برخو څخه تخارستان او باختر ته راغلی دی یفتليان دی چه د گندهارا د کیداری کوچنی سلطنت په ځای ئی د هندوکش په دواړو خواو کښی يو مقتدر دولت جوړ کړ او د ساسانیانو سلطه ئی له منځه وایستله. 

دغه هغه مطالب دی چه په راتلونکی فصل کښی به ورځنې مفصل بحث وکړو په دغه ځاى کښی یواځی د کیداریانو سره د پیښور د ارتباط په لحاظ د یوې یفتلی څانگې یا یوی قبیلی د میشت کیدلو او استقرار څخه لنډ بیان کرو دغه څانگه (زابلی) بلله کیږی.

زابلی څانگه او د هغی مسکوکاتو شهادت: په راتلونکی فصل کښی به چه د یفتليانو دپاره وقف شوی دی د دغه قوم د موجودیت او د بیلو بيلو او پخوانيو نومونو او آريانا ته د دوی د راتگ د صورت په باب کښی مفصل بحث وکړو دلته د کيداریانو د سلطنت د سقوط له موضوع سره د ارتباط په لحاظ چه تر بحث لاندی ده د دری دی وی قوی غښتلی څانگی یا قبیلی په باره کی بحث کوو چه د (زاولی) یا (زابلی) په نامه د غزنی په شاؤخوا کښی او د غزنی او قندهار تر منځ ځمکو کښی اوسېدله، او دغه علاقه د دوی په نامه زابل او زابلستان سره مشهوره شوه، باید وویل شی چه په آریانا کښی د یفتایانو د پیدا کیدو او ظهور په وخت کښی ساسانیانو له خپل قدرت او د کيداریانو له ضعف نه استفاده وکړه او پر له پسی زمونږ د مملکت په بیلو بیلو ولایاتو باندی د چپاوو او حملو په تکل کښی وو او وخت او محیط داسی غوښتل چه د هندوکش په شمال او جنوب کښی د یفتلی او کیداری کوچنیو سلطنتو په ځای یو مقتدر او قوی سلطنت او دولت جوړ شی چه د قواؤ په یووالی او وحدت د ساسانیانو سره مقابله وکړی. په همدغه اساس کیداری کوچنی دولت د یفتلی زاولیانو په واسطه د گندهارا له علاقی څخه لیری شو لکه چه (مارتن) وائی دغه قبیلوی نوم په مسکوکاتو کښې په (یونانی او کوشانی) لیکنه د (زوبل zebol) په شکل راغلی دی، په برهمی رسم الخط کښی (جابولا Jabula) او «جايوولا» (Jeuvla) او «جابيووله»  (Jabuvlah) بلل شوی دی د (تورامانا) په لیکنه په (کی بورا Kyura) کښی هم د (جايوولاJauvla ) په صورت راغلی دی، او هر کله چه په زابلی پخوانیو مسکوکاتو کښی دقت وشی معلومیږی چه دوی د څلورمی پیړۍ په آخرو وختر کښی دهند سرحدونو ته رسیدلی او میشت او مستقر شوی وو. باید دا وویل شی چه (مسن) د هډی د (لوی توپ) څخه د يفتليانو ډېر مسکوکات د ساسانیانو د مسکوکاتو سره گډ موندلی دی، د هغو کتنو او مطالعاتو له مخی چه د (آریانا انتی کوا) په (۳۹۹-۳۹۶ مخ کښی) په دغه باب کښی شوی دی که څه هم ډیری سکی ئی د پنځمی پیړۍ دوهمی نیمائی ته منسوبیږی خو زیاتره ساسانی مسکوکات ئی د څلورمی پیړۍ  په وروستیو کلونو پوری مربوط دی او په دغه قوی دلیل سره ویلی شو چه د یفتلی مسکوکاتو زیاته برخه هم چه په دغه ځای کښی پیدا شوی ده په همدغی دوری پوری مربوطه ده زیاتره یفتلی مسکوکات چه دهډی په لویه پکښی پیدا شوی دی پلن او نازک دى او د پاچا سر د ټاپی په قوه نقش شوی دی. زیاتره مسکوکات ئی ر(گریک او کوشان) په رسم الخط نوشته لری چه یا یواځی دی یا په برهمی رسم الخط یونانی مضمون ورسره هم لیدل کیږی.

ډاکتر هاین ریش جونکر(Dr Heinrich - Junkar) په ځینو دغو یونانی او کوشانی لیکنو کښی لوستی دی چه زابلی مسکوکات په بلخ کښی ضرب شوی دی، او هر کله چه په بلخ کښی ضرب شوی مسکوکات یواځی په یونانی او کوشانی رسم الخط نوشته لری نو معلومیږی چه هغه مسکوکات چه یواځی په برهمی رسم الخط نوشته لری د هندوکش په جنوب کښی ضرب شوی دی. لکه چه د دې نظریی په تائید بیخی په همدغه برهمی نوشته یوه تخته په جلا جلا حروفو له پيښور نه کشف شوې ده. 

له بلې خوا پيښور ته د يفتليانو رسیدل د ۴٠٠ کلونو نه پخوا د چینی زائر (فاهين) په ويناوو هم تصدیق کیږی، ځکه چه دی و انى د يفتليانو څخه يو پاچا پخوا له دى سعيه و کړه چه د بودا د گدائی کشکول یوسی خو د یو ناڅاپی پیښو له کبله ناکام شو. د مخه مو د کيدارا د مسکوکاتو په باب کښبی و لیدل چه په کینه خوا باندی د آتشکدی د اور په وړانگو باندی د هرمز د تصویر لیدل کیږی، دغه مسئله د څلورمی پیړۍ له اختصاصاتو څخه ده په ځينو زابلی مسکوکاتو کښی چه په هډه کښی کشف شوی دی کټ مټ (عين) همدغه حالت او کیفیت لیدل کیږی.

یوه بله زابلی سکه چه د پنځم بهرام د مرو د ضرب شوو مسکوکاتو سره ډير مشابهت لری باید په مرو کښی ضرب شوی وی او باید چه تاریخ ئی څلورمی پیړۍ ته منسوب شی ځکه چه د څلورم بهرام د مسکوکاتو له مخی تقلید شوی دی.

له دغو دقيقو کتنو او مطالعاتو او د مسکوکاتو له استشهاد نه لنډ مقصد دادی چه د څلورمی پیړۍ د ختمیدو نه پخوا یفتلیانو د باختر، مرو، او د تخارستان شمالی برخی په لاس راوړی او د هندوکش په شمال مرو، او بلخ او په جنوب کښی ئی سکه ضرب کړې ده او حتى تر پیښوره پوری که څه هم د لومړۍ حملی په صورت هم وی رسیدلی دی او د هندوکش په جنوب کښی د همدغو تخارستانی یفتليانو او په تیره بیا د هغوی د زابلی قبائل د ظهور او پیدا کیدو او د کابل او غزنی په شاؤخوا کښی او د مشرقی د ولایت په بیلو بيلو ځايو کښی د هغوی د اوسیدلو او ځای په ځای کیدلو په اثر کیداری دولت خاتمه موندلی ده.

هغه وخت چه (زابلی) قبائل د هندوکش له غره څخه راښکته کیدل (کیدارا) د ځان دپاره خطرات ولیدل او سطلنت نه ئی لاس واخست او خپل زوی ئی چه چینیان ئی نوم نه اخلی او ځینی هغه (کنگاس) بولی او په مسکوکاتو کښی د (پیرو Piro) په ذمه یاد شوی دی پخپل ځای په پیښور کښی په پاچائی مقرر کړ او پخپله د خپلو لښکرو سره د دفاع دپاره کابل ته راغی چه کاپیسا ته لاړ شی او د هندوکش د درو په خوله کښی د یفتلی زابلی قبائلو د راتگ مخه ونیسی مگر په دغه خپل متصد بریالی او کامیاب نه شو او زابلی قبائلو خپل پر مخ تگ ته پسی دوام ورکړ.

کنگاس Kung Khas: د کیدارا یو زوی چه ځینی منابع ئی یادوی کنگهاس نومیده په تیره بیا له ده څخه هغه وخت بحث کوی چه پلارئی لا په باختر کښی ؤ، «کریستن سن» د ده پلار (کیدارا) د هندوکش د شمال وروستی کوشانی پاچا بولی او وائی چه کوشانیان د کیدارا د همدغه زوی تر مشرۍ لاندی راښکته شول مگر په مسکوکاتو کښی په دغه نوم د کيداريانو څخه څوک ليدل شوى ندى. 

پیرو - Piro: په دی کښی څه شک او شبهه نشته چه کيدارا یو زوی یا زامن درلودل چه د دقیقیو منابعو د نشتوالی په واسطه د هغوی (زامنو) نوم او نښان واضحه معلوم ندی، ځینی منابع لکه چه ومولیدل بی د نوم د ذکر کولو نه د هغه د یو زوی په باب کښی وائی چه کیدارا د سلطنت د خوشی کولو په وخت کښی خپل یو زوی پخپل ځای په پیښور کښی پاچا اعلان کړی ؤ. د کیدارا د سلطنت د پریښودلو او په تخت باندی د ده د زوی د کښیناستلو تاریخ د مدققينو له خوا (۳۷۵- ۳۸۰ مسیحی کلونو ته) منسوب شوی دی، لکه چه د مسکوکاتو له شباهت نه معلومیږی د کیدارا زوی چه له هغه نه وروسته پاچا شوی دی (پیرو Piro) نومیده د ده د مسکوکاتو نمونه په دغه ډول ده: 

د سپینو زرو سکی:

د سکی په مخ باندی: د پاچا نیم تنه تصویر چه مخ په مقابل لیدل کیږی او په سر باندی فیته (پاچائی نښه) لری، او سرو نه ئی په اوږو باندی غونچه غونچه یعنی مواج دی، یو تاج په سر لری چه د قچ دوه ښکرونه ښئی او کیڼی خواته او په منځ کښی ئی پنځه وزرونه لیدل کیږی او مواجو فيتو هغه ښائسته کړی دی، د اورمیږ په دواړو خواؤ کښی گڼ ويښتان او نری نری بروتان لری او د ږیری ویښتو کښی ئی ملغارې ځوړندې او جړاؤ دی، غوږوالۍ او گلوبند ئی په غاړه دی او سرئی ږمونځ کړی دی، په برهمی رسم الخط کښی کیڼی خواته (پاچا) او ښی خواته پیروزه Pirosa ليکل شوې ده. 

د سکی ترشا: يوه آتشکده لیدل کیږی چه بنسټ ئې دری درجې او مرتبې لری، د اور د لمبو د پاسه مخ ښې خواته د هرمز د نیم تنه هیکل لیدل کیږی، د آتشکدې په دواړو خواؤ کښې مخ اور خواته دوه تنه ساتونکی ولاړ دی چه توری ئی په لاس کښی دی. د یوی بلی سکی په مخ باندی په برهمی رسم الخط ښی خواته د (شاهی) کلمه او کیڼی خواته (پرو (Pro) نوشته شوی دی.

د ساسانیانو نوی مداخله: هغه وخت چه یفتلی زابلی قبائل د کابل د دری خواته راښکته شول او د هغوی د تشویش په اثر کیدارا پاچائې پريښودله او د ده زوی (پیرو) په تخت باندی کښیناست ساسانیانو بیا له موقع نه استفاده وکړه او په لاس وهلو او تیری او تجاوز باندی ئی لاس پوری کړ، په رښتیا چه د کوچنیو کوشانيانو دپاره ډیره نازکه موقع وه ځکه چه ساسانیانو پر له پسې هغوی تهدیدول او گواښونه ئې ورته کول او يفتليان مجبور وو چه د ساسانیانو سره د مقابلې دپاره د هندوکش د جنوب محلې کوچنیو سلطنتونو ته خاتمه ورکړی، په هر حال اردشیر په تیری او تجاوز لاس پوری کړ، او تر يو ځاې پوری مخکښې راغلل او وروسته تر هغه دریم شاپور نور ډیر ځايونه ونیول او (پيرو) ئې مجبور کړ چه د تيول نشين په ډول په گندهارا باندی حکومت وکړی په دغه ډول د کابل په دره کښی د ساسانیانو نفوذ خپور شو دغه وضعیت په دغه ځای کښی د کوشانی ورهران یا د بهرام تر زمانی پوری چه د پیرو په ځای ناست ؤ، او په ځینو نورو ځايو کښې لکه بامیان د ځينو محلی وړو امراوو په زمانه کښی دوام وکړ. ځينو مدققينو دغه امرا د (ساسانی کوشانو) په عنوان بللی دی او بیله ځينو مسکوکاتو نه نوری نښې ورځنی نه دی پاتی، موسیوهاکن د (ښکاری پاچا) تصویر چه د باميانو د ککرک په دره کښی پیدا شوی دی او په پنځمه پیړۍ کښی د بامیانو د محلی امراوونه یو تن بلل کیږی د دغو امراوو په ډله کښی حسابوی. په هر حال د کابل په دره او گندهارا باندی د ساسانیانو سلطه ډیره موده پاتی نه شوه ځکه چه یفتلیانو نه یواځی د آریانا خاوره د ساسانیانو له سلطى نه خلاصه کړه بلکه ساسانی پادشاهانو او د دولت ارکانو ته ئی سختی او مهلکی صدمې هم ورسولی. 

ورهران یا بهرام Varahran: د مسکوکاتو نه داسې معلومیږی چه له پیرو نه وروسته یو بل پاچا د ورهران په نامه پاچا شوی دی.

جامې:  د همدغه جلد د اتم فصل د ۳۲۲ مخ په شاؤخوا کښې مو د لويو کوشانيانو د جامو او لباس په باب کښی بیان وکړ او وعده مو کړی وه چه په کیداری فصل کښی به د لباس د بدلون او تغیر په باب کښی په بیا بحث وشی جامې د لویو کوشانيانو د سلطنت په دريو پيړيو کښی سره د دی چه د پیړو او د بلوټو کرانو څخه به جوړيدلی نستباً ارتنى او پراخی او د تزئیناتو نه خالی وې او گانې لږی لیدل کیدلی په باختر او کابل کښې د ساسانيانو موقتی نفوذ او د دوی چپاوونو د کیداریانو د زمانی او د هغوی نه د وروسته عصر په کالیو او لباسونو کښې تغیرونه پيدا کړل چه آثارو ئی یو څه موده د شپږمی او اوومې پیړۍ پوری دوام وکړ، او مخصوص او مميزه خطوط ئی دا وو چه کالی وار په وار پسی تنگ شول او گانی ډیری شوې د پروفیسر (هرزفلد) د نظريې له مخې د دريمې پيړۍ ساسانی جامو د هغی زمانی نه د وروسته جامو سره فرق درلود په بل عبارت هغه شی چه د دریمی پیړۍ نه وروسته په ساسانیانو کښې معمول او رواج شو هغه ته (د ساسانی دوهمی دوری عادی کالی وائې) مونږ هم د دریو لومړیو مسیحی پیړیو کالى د لویو کوشانيانو په زمانه کښې وکتل. هغه تاثیر چه ساسانی کالیو د کیداری کوچنیو کوشانيانو د زمانې او د هغوی نه د وروسته زمانی په کالیو باندی کړی دی همدغه د دوهمی دوری (مد) دی چه (گرده لمن) د هغو له مميزانو څخه ده پروفیسر (هرزفلد) دغه عقیده لری چه ساسانیانو د لمنی څنډې د ځنگنو له دواړو خواو څخه را بدوهی او لمن په مقابله برخه کښې گرد شکل پیدا کاوه پروفیسر هاکن وائې چه اصلاً به لمن گرده څکښل (برش) کیدله چه عسکر په تیره بیا سوارکار آزادانه حرکت وکړی شی او دغه ډول څکښت د ۳۰۹ او ۳۸۸ کلونو تر منځ یعنی په ټوله څلورمه پیړۍ کښې معمول ؤ. په دغه وخت کښې د نستو ڼو په خواو باندی به ئې ملغلری نکوهلی ۴۵۰او مرضع او جړا وکړی سینه بند او کمربند په استعمالیدل د پروفیسر هاکن په نظر په هغه مجسمه چه په افغانستان کښې د هغی زمانی د کالو (لباس) تغیر او بدلون اود څلورمی پیړۍ د معمولو جامو نمونه ښکاره کولی شی د (سوریا) د خیر خانی د غاښی د لمر د رب النوعی هيکل او هغه مجمسمی دی چه له دغه معبد نه کشف شوی دی، په دغه وخت کښی هم يوه اوږده چپن معموله وه چه د سینی او گیډې په حد کښی چسپه وه د ټوکر قاتونه په خفيف ډول د جامی په ښکننیو برخو کښی زیات لیدل ئیدل د چپنو غوږی او طرفونه په ئې په يو قطار او یا دوو قطارونو غټو او کوچنیو ملغارو سره ښائسته کول کمربند په ئی دوې تمسمی درلودې چه یوه په نی ښکته اچول ئیده او په هغی کښی په ئی یو لنډ خنجر او داسی توره څوړندوله چه اوږد موتی (دسته) په ئې درلود په څلورمه پیړۍ او د هغی نه په وروسته پیړیو کښی نارینه وو په گلوبند او غاړه کۍ استعمالوله او ملغلری او قیمتی تیږی په ئی پکښی پیبلی او هغه په ئې پکښی نصبولې د دغی زمانی شلوارونه پراخ وو، موزو ډیر رواج درلود او د هغو سره په نی ماسۍ گانې په ښپو کولی چه په پوندو کښی په د فیتی په شان بندونو سره تړل کیدلی. 

تر کوم ځای پوری چه د پادشاهانو په تاج او د خیرخانی د غاښی د لمر د رب النوعی په خولۍ کښې تحقیق شوی دی پادشاهانو او امیرانو په داسی تاج په سر کيښوده چه په پنڅو پاښیزو گلانو سره خائسته شوی او په نیم دائرو کښې په ښکولی او مزين ؤ. 

په دى کښې شک او شپه نشته چه هغه کالی چه مونږ ئې بيان وکړ زياتره په نجیلوو پوری مخصوص وو عام کالی هم د هغو له مخی قیاسیدلای شی په هغه صورت کښی چه د ملغلرو؛ جواهرانو او گاڼو او وسلونه خالی وې.