32

د پښتو لغوي تطور

پښتو مقالات

فقه اللغه چی په اروپائی اصطلاح فی فيلالوژي او په پښتو ئې ژب پوهنه" بولو، يو خوږ علم دي، او ډېر مباحث مباحث لري او د ژبو ځيني کلي قواعد او شامل او مشترک اساسيونه بيانوي، زه غوا کلړ کل، چ. د کابل مجلې لپاره د پښتو ژبـی لـه تطبیقاتو سره ولیکم.چی هم د مجلې علمي رنگ خوندي سي، او هم ځيني ذوقمندان مخصوصا د ادبياتو د فاکولتي شاگردان دغه ولولي په. دې مقاله کښي به زه د ژبي پر تطور لږ څه بحث وکړم :

 تطور اوښتلو ته وايي، چي يو شي له يوه شکله په بل ډول واوړي، په فقه اللغه کښي تطور هغه تدريجى پى تحول او چي. زمانو کښي د کلماتو ظاهري شکل اومعني ته ورپېښيږي. 

لکه ژوندی موجودات چی د ژوندانه په مختلفو دورو کښی نوی اشکال مومی، او تغییر په سیر کښی خپل شکل ته تغییر ورکوي،

لغات یا کلمات هم دغسی اودی، آن هم برای شرایط خاص و هم شرایط و لندی تبدیلیږی، یا لکه نور موجودات تل د تدریج تحول یا انتخاب طبیعى یا بقاى اصلى تر اساسى لندى تغییر مومی، سیاسى حوادث او انقلابات او طبیعى عوامل کلمات و ته نوی اشکال او نوى معانی. ورکوی او د انسانانو د شرایطو سره سم د شرایط محیطی پر ژبو او کلماتو باندی حکمرانی کوي. 

ددي خبري د اثبات لپاره دا لندي مثالونه ولولئ : 

    • بریځ : 

د پښتنو یو معروفه قبیله ده له قدیمه دا کلمه پر دغه قوم اطلاق کېده، یو وخت په دې قوم کښی فتح خان بریخ پیدا اوهند ته ولاړ، هلته دده سره شپېته بربخ ملگری خانہ او چہ داشہ معروف است. برېځي ولاړل او په هند کښي ئې ځانونه قرباني کړل. د دوی د ملگرۍ داستان او د فتح خان او رابیا داستان معروفه سوه، په دې دلیل د بړېڅ کلمه چی صرف دیوه قوم نوم و، هم متطوره سوه، او ورو ئې ملگری او همکار او مله معاني هم موندل مګر دا کلمه په هغه ځای کښي استعمالږي چي یو څوک خپل مقابل او دده ډله غندي نو وایي : پلانی دده بړېځي داسي او هسي کوی 

دا دا هغه تطور مثال ؤ چي اصلي کلمه پاته وي مګر په معنا کښي پر مخصوص ځای لږ څه تحول راغلی وی ددغه ډول تطور مثال د (شاهد) کلمه ده، چي په عربي کښي دلیدونکي په معناو د شهود له ريښې څخه مګر په پارسي کښي وروسته د معشوق او محبوب مفهوم وموند د شاهد شرعي او فقهي معنا بېله ده او لغوي معنا ئي بله ده خو د پارسي د شاعرانو شاهد بل څوک دی حافظ وایي

در کار گلاب و گل حکم ازلی این بود

 کان شاهد بازاری وین پرده نشین باشد


 دپارسی دهقان کلمه د مغولو تر عصره هم پر آریایی نجیب زادگانو او د مځکو او کلو پر مشرانو اطلاق ده، د هرځای مشر ته دهقان وایه دهگان) عرب چی ایران ته راغل د ایرانیانو ملوک طوایف ني ) دوی وه نو وروسته دا کلمه پر مطلق زارع او کښتگر هم اطلاق سوه فردوسی چی هر ځای دهقان راوړی مقصد ئې لومړۍ قدیمه معنی ده، مثلا :

 ز گفتار دهقان بیاراستم 

بدین خویشتن را نشان خواستم


  اوس دا کلمه زموږ په پاړسو کښی په دوهمه معنی معروفه ده، او په پښتو کښی ددې کلمې تطور بل رنگ لری، ځکه چی پارسی و یونکی خلک اکثر زارع وه، او هم دهقان و دوی مشران و په په دوی به. دا کلمه مفغنه سوه، هم صورت هم معنا دارد. پښتنو د پارسی دهگان او دعربی دهقان ( دیگان) کړ ( جمع : دېگانان) دوی اوس دیگان مطلق پارسی زبان بولی او هر څوک چی پاړسو وایي دوي وایي : دیګان دی . دپښتنو دغه مخصوصه معنا ګویا ددي قدیمي کلمې دريم تطور دي.

دآریايي ژبو ( نماز . لمونځ . لمانځل ) هم له دغه قسمه دي پخوا نماز دزردشت په مذهب کښي یو مخصوص عمل ؤ بیا نو د اسلام د عربي (صلات) پر ځاي استعمال سو ، او په پارسي پخواني نثر کښي د احترام په معنا راغلي دی :

مثلا : نماز ( عربي صلات پر ځای ) فرخي وایي 

[یاد آنشب كان شمه خوبان طراز 

بطرب داشت مرا تابه که بانک نماز

 نماز د مطلق احترام او تکریم په معنا فردوسي وايي

 زمین را ببوسید و بردش نماز

 همئ بود پیشش زمان دراز            (شهنامه)


 گردیزی لیکی : چون امیر را بدیدند همه نماز بردند و خدمت کردند (زین الاخبار) د غزنوی دور نویسنده گان اکثر نماز بردن به احترام په معنی استعمالوی، بیهقی ډېر ځله داسی مثالونه  لری.

 په پښتو کښی هم لمانځل د لمانځه ) (صلات) اداء کولو په معنی راغلی او هم مطلق احترام دی.

 دوست محمد کاکړ وایی :

 شپی ئی تیری په لمانځو وي

 په ژړا او په نــــــــــــارو وي

 يادا چي وايي : 

یووه ورځ جهاد افضل

 تر کلو کلو لمانځل 

دلته د صلات معانی لری مگر په لاندی مثالونو کښی مطلق احترام نیایش هم دی، خوشحال وایي :

 خدای هگه په دواړو کونو دي نمنځلي

 چي په ورځ ئې عدل و داد په شپه نمنځونه

 په دواډول (نماز، لمونځ لمنځل، نمونځ نمنځل)  له يوې ریښې څخه نژدې کلمات دي او دعربی صلات او مطلق احترام په ډواړو معناوو استعمال سویدي او لغوي تطور تر لاندي راغلي دي. 


۲  ............... داسي هم پېښيږي چي كلمه اصلي په خپل اصلي شكل له منځه ووزي او له هغې ريښې څخه په بل شكل : (2) بله کلمه په بله معنی راوزی لکه : 

( پارثوا ) په قدیمه زمانه کښی یو خراسانی قوم ؤ، دا کلمه په خو زره کاله کښی سره وسولیده او په پای کښی د (پهلوان) کلمه له دغـی ریښې څخه پیدا سوه چي په پاړسو کښي معنا  دلارو او شجاع ده فردوسي وایي

 يکي پهلوان بود، دهقان نژاد 

دلیر و برزگ و خرد مند وراد

 په پښتو کښي دداسي تطور مثال ډير دي، مثلاً ( پاږ) اصلاً ( ورم . پنديدن) ؤ پخپله په مجرد ډول اوس دا كلمه نه استعماليږي، خو ريښې ئې په (پاړسوب ) او (سرپاږي)کښي پاته دي چي په پارسي (كلي چرگ) ورته وايي.

 ( ښکلا) پخوا (جمال) ؤ، تر متوسطینو پوری لا دغه کلمه ژونده وه، مگر وروسته له استعماله ولوده او هرځاى ئې ( ښکلی ) د ( جمیل او زیبا) په مفهوم تر اوسه پاته دی.

  (۳) ..... کله  تطور به میدان کښی یوه کلمه بالکل مری، او هیڅ اثر ئې په ژبه کښی نه پاتیږي. 

مثلا : په پخواني پاړسو کښي (پاژ)یوه مخصوصه مذهبي زمزمه وه، او (برسم ) هم دنری لرګي دسته وه چي دغه دواړه په زردشتي مذهب کښي استعمالېده لکه :

پرستنده آتش زردهشت 

 همی رفت با پاژ و برسم بمشت

 اوس دغه دواړی کلمې مړې دي، د پښتو (پنځ) یعنی خلقت (اتل) یعنی پهلوان (من) یعنی (اراده) مخور ( سرخروئی) پلن (پیاده) او نــور ډېر کلمات چی زر کاله پخوا ژوندی، اوه، او قدم بزن. اشعارو کښي راغلي دي، اوس مړه دي او د ژبي تطور دا كلمات له منځه ايستلي دي. 

 (۴) .......بله یوه کلمهخپله زړه معنی هم ساتی او دمحیط له تطور سره سم یوه بله نوې معنی هم مومی، ددې مثال په پارسی کښی (شوخ) دی چی په پخوانی ادب کښې د (چرک) معنی درلوده، بیا نو د گستاخ په معنی وگرز. ، وروسته ئې د دلبر او نازک طبع معانی هم وموندل ، د لومړۍ معنی مثال لکه خسروی چی وایی : 

اگر شوخ بر جامــــــــــــه من بود

 چه باشد دلم او طمع هست پاک

 د دوهمي معنا مثال ، حافظ وايي :

 شوخي نرگس نگر که پیش تو بشگفت

 چشم دریده ادب ن گاه ندارد

 د دريمي معناي مثال، نظامي وايي :

 شوخی که به غمزه کمینه

سفتي نه یکي هزار سینه 

(۵ )کله ژبه مستقیما دخپل احتیاج په سبب له نورو ژبو څخه کټ مټ بعضي کلمات اخلي او عینا ئي په هغه معنا استعمالوي، چی په دې جمله کښی ټول عربی ديني او مدني او علمي لغات شامل دي، چي پښتو او پارسي دواړو ځني اخيستي دي، مثلاً : زکوت، حج، قرآن اخزت، مدنيت،شکل معني اسم فعل او نور. 

 (۶) ...... له بلی ژبيڅخه بعضی لغات را اخلی او هغه په ​​ځان کښی حل کوی اوپه خپل رنگ ئی رنگـوی، چی دعربـو پـه اصطلاح معرب ورته وایی، او که پارسی گډ سوي وي، مفرس ئي بولي موږ هم ددې داصطلاح لپاره (مفغن)جوړ کړیدی.

مفغنات په پښتو ژبه کښي له هندي ژبو او پارسي او عربي او تورکي څخه ډېر دي، مثلا دعربي قميص په لږ تغيير ) کمیس) سو، او دې ته مفغن وایی


 دطور عوامل:

 لکه چي تاسي ولوستل په ژبه کښي تطور يو طبيعي کار دي، چي د احتياج له سببه  ترمختلفو  عوامل  لاندي پر ژبه راځي، لکه د انسانانو نور شيان چي تلطور کوي دغسي هم ژبي سره اوژي، او هره. نوي محيط سره سموي او دانسانانو په نيازاتو سره سمي تغيير کوي ځکه چي د انسان نيازات په هرځاي کښي يو نه دي، نو هرځاي ژبه د هغه ځای له ارتیاؤ سره سمیږي او هم له دغه جهته د ژبو لهجې پیدا کیږي مثلا : آریایي ژبي  پخوا سره یوه وې مګر اوس ډیري ژبي پکښي جوړي سوي او اشکال ئۍ سره مختلف دي ږکه یو هندي ژبه واوري ، او بیا پښتو او پارسي او انگلیسي واوری ، کوړت دا ګمان نه کوي ، چي دغسي مختلفي ژبي به له یوي ریښې څخه راواتلي مګر فقه اللغه دا ثابتوي چي ددغو ژبو اصل یو دی، ژبي ته چي کوم تطور ورپېښیږي تر دوو عواملو لاندي وي:

    • طبيعي عوامل : د تطور طبيعي عوامل دغه دي : د زمانې تېرېدل، جغرافيائي محيط، د انسان مزاجي او روحي مشخصات.


 دا درې عوامل په دې ډول یوله بله سره تړلی دی، چی د انسان مزاجی او روحی احوال دده جغرافیائی چاپیره پیدا کیږی، یو انسان چی مثلا : په توده هوا کښی ژوند کوی دده اخلاق او عادات دهغه محیط سره هم محیط او خل د ساړ بیا بل راز ژوندون نور مزاجه او روحیات لری نو لکه جغرافی محیط چی دانسان پر مزاجي او روحي احوال اثر کاندي دغسي هم د زمانې مرور پر جغرافی محیط باندي اغېزې کوي : مثلا : یو وخت ښایي یو جغرافي محیط یو راز آب و هوا ولري او ‌ډېر بارانی او لندبل ځای وي ،مګر ډيره زمانه وروسته ښايۍ چي هغه ځاي وچ سي ، او دبرودت او حرارت احوال ئي بالکل الیش سي نو هغه تعابیر چي په یوه لانده،ساره ځای کښي د ژبي لپاره لازم وه ،په وچ، تاوده ځای کښي ضرورت نلري ، له دې جهته باید هغه تعابیر او لغات او کلمات ورک سي ، او پر ځای ئي داوږدي زماني یه تېرېدو نور ضروري او حیاتي تعابیر او کلمات و دريږی ، مثلا : په پښتو کښي د ډبري اقسام خورا ډېر نومونه لري او دپښتو دجغرافي محیط آثر دی څکه چي دوي په غرو کښي ژوند کاوه او هلته ډیري ډبري وې، لاښ پرښه، کرکنډه ډبره، سخر، کاڼی، تیره، شگه، گوسه. شاخه غرگی او نور د ډبرو د اقسامو نومونه،سته، مگر د (رنگ) لپاره دوی یو نوم درلود، چی اوس مهجور اومتروک دی، او ښایی چی نوم هغه وخت ډېر معروف ؤ چی پښتنو دڵهار پژوهنده جنوب ری ته تر سیستان. کاوه، دا نوم (سال) دی.

 (۲): غير طبيعي عوامل چي سياسي، ديني، فني علمي علل دي او دا ټول هم په ژبو خيني تطورات پيدا كوي، له ژبي څخه ځيني لغات باسي او. ینی په ننباسی.

 په دغو عواملو کښي هم زمانه ډېر اثر لري سياسي انقلاب، او مذهبي تحولات او د علمو او فنونو تحول په اوږدو زمانو کښي پېښيږي.

 دطور ت اشکال

 لکه چی ومو ویل : ژبي تر طبيعي او غير طبيعي اسبابو لندي تطور کاندي، او نوي کلمات او لغات او معاني پکښي موندل کيږي، د لغــوي تطور ځيني عمده او مهمي لياري دغه دي :

۱د کلماتو د شکل اوښتنه

 ۲دکلماتو دگردي معنا اوښتنه

۳ د کلماتو د یو څه معنا اوښتنه

 ۴ دیوه لغت اوښتل په بل لغت

۵ دیوه لغت بالکل ورکېدل

 ۶ له نورو ژبو څخه ځینی کلمات په بله ژبه ننوتل

لاندی به ددغو شپږو لیارو شرح واورئ :

 ......ت څنکه خپل شكل اړوي ؟ :

 د پخوانیو ژبو کلمات او الفاظ درانه او په ویلو کښی گران او بېدون وه، د افعالو او نومونو حرف ای هم مشکل ؤ، نو ​​انسان چی تل راحت غواړی، دگرانو او درنو کلماتو له ویلو ژبه خلاصوی، او هغه آسانه کوی، ثقل په سپکه تبدیلوی، او د ژبی ځنی قیود له منځه باسی.

 له پخوانی پارسی اوستا څخه اوسنۍ پارسی پيدا سوئده، پخوا او پاچا (خشائيه) باله، له دې درانه نامه څخه (شاه) سپکه کلمه وزېږېده، او ارتذخشتر علاوه بر سوئد، سوئد پر تا اردشیر. افراد تثنیه، جمع نور آنه حالت درلوده چی دغه حالات ئې په پارسی کښی ورک، سول او ژبه ساده او اسانه سوه، دغسی تحولات په ژبو کښی په لاندی ډولو پیدا کیږي:


 الف:...کلماتو تراش خودل : 

چی ځنی اصوات له منځه ورکیږی یعنی نه ویل کیږئ څکه چي د هغو اصواتو ویل ګران وي مثلا په انگلیسي کښي  Nightنایټ شپه ده چي د منځ Gh دوه حرفه ئي نه ویل کیږي او تراشل سویدي ،د پارسي (و) معدوله هم دغسي دی ، لکه په (خوان) کښي چي نه ویل کیږي په پښتو کشي همدغسي کلمات ډیر دي چي سپک سویدي ،لکه : هډ ډیره چی (هدیره ) وایو یا لاس توڼي چی (لستوڼی)بولو ،یو  وخت (هسک ) آسمان ؤ ،  بیا یو (من) ورسره زیات سو هسمکن او دا [: کلمه سپکه سوه، ((اسمان ځنی جوړ سو، سورا په پهلوی کښی اسپ وار یا اسپ (بار ؤ، او په پښتو کښی اسپ) (وری و، چی وروسته له دې نه (سپور یا سور) جوړ سو، د پهلوی ژبی اکثر لغات په پارسی کښی سپک سول مثال : پرستوک - پرستو سو داناک - دانا سـ سم او دمب = دم سو اپاک = با ، او اپر = بر او اشناک آشنا سو

  ب:... له منځه وتل :

 د ځینو حروفو مخارج دزمانې په مرور اوړی، او دا هم د جغرافی او عوامل و اثر وی مثلاً : د آب وهوا اوښتل، د انسان مزاج او را انتخاب می کند سره اوړی، له دې جهته ځنیسی اقوام برخی از اصوات ادین کولای. کولای. 

کله یو قوم په یوه راز اب وهوا کښی ژوند کوی، چی له هغه ځایه ولاړ سي، نوي نوي جغرافي محيط پر دوي اثر وکړي، او د ځينو حروفو اصوات بل راز سي، مثلاً ، مثلا : انگلیسان له انگلستانه امریکا ته چی ولاړل ددوی په ژبه کښی یو تحول پیدا،سو، او د ځینو حروفو مخارج بل راز سول ، چي دانگلستان له لهجې څخه ډېر فرق لري په اوستا کښي ځیني مخارج وه چي اوس په پارسي کښي نسته ، لکه (ڼ) او مشدد (ش) چي دا داوړه اوس په پښتو کښي (ڼ-ښ) په اصواتو موجود دی . او دپښتو ځینو حروفو مخارج هم په مختلفو محیطو کښی اوښنتي دي ، لکه (ږ-ښ) چي د کسي غره پر هاخوا (ژ-ښ) ته نژدې اوازونه لري . او بیا درنیږي، څو چي (گ-خ ) ته په خیبر کښي را رسیږي او دهم خاص د جغرافی محیط اثر دی.

کله یو قوم بل قوم سره ګډ سي ، او دګډون په اثر ځیني مخارج له ژبي ووزي یا نوي پکښي پیدا سي ، مثلا : د (ق .ح) مخارج چي د عربو د آمیزش په باعث په آریایی اقوامو کښی پيدا سول، اصلاً ددوي په ژبو کښي نه وه، پښتانه په ننگرهار کښي (ق) په خورا عربي ډول اداء کوي، پړقدل وايي . تر دې حده چی زموږ یو ننگرهاری دوست دې ته ټینگ ؤ، چی په پښتو کښی اصلاً (ق) سسته، حال داچی یو کندهاری امی سړی مړ کې (ق) نه سی ویلای. 

ج : ......كلماتو حروف په داسي نورو حروفو اوړي، چي مخارج ئ سره نژدې وي، ځيني حروف عمل او مخرج کښي سره وره دي او هم په دغه علت یو له بله سره اوړي كله دا به عنوان دخيل در خط په اوا سرتلو. په پاړسو کښي يو راز د (ت) خاص اواز موجود ؤ چي د (دال) او (ت) تر منځ يو ږغ و دا مخرج وروسته ورک سو ، او هغه خاص شکل ئې هم په عربي رسم الخط کښي له منځه ولاړ او د. معمولي (ت) ږغ ئې اوس پاته دي چي ځيني ئې د پخواني صوت په سبب (ط) نوشته كوي حال دا چي اواز اي تشه (ت) ده، لكه : طهران طپيدن طشت او نور... دَدْ قديم اواز مخرج اوس په په تو کښي (ټ) ده چي د هغه قديم ږغ نمايندگي کوي، دغسي هم پخوا مشد (ش) موجود ؤ چي اوس ئې پارسـو نــه لري، او تش (ش) وايي، مگر پښتو هغه ږغ د (ښ) په شکل لري، مثلاً ئی (ث) ده، چی دا رغ پخوا هم موجودو، لکه : کیومرث، تهمورث ارثنگ او وروسته له پارسو څخه دا رغ ورک سو، مگر پښتو ئې اوس هم د (خ) په شکل لری د مخارجو دغه اوښتنه اوون د ځی. ورکېدل په لندی سببو سره کیږی:


(۱).....او سره نژدېوالی:

لکه (ب،پ) او (ق،ک،گ) او (ج،ژ،ز) چي سره نږدي دي نو داسي متجانس حروف اکثر سره اوړي مثلا په پاړسو کشي (کج)پخوا (کوز،کوژ) ؤ او په پشتو کښي هم تراوسه (کوږ)ورته وایو ،نو (ج،ژ،ز)له (ږ)سره دمخرج تجانس لري فردوسي وایي

سبهریکه پشت مرا کرد کوز

نه شد پست وگردان بجالیست نوز

دغسي هم مثلا پارسي جنګل په پښتو کښی (زنګل ،ځنکل ) دي چي (ځ) او (ز) او (ج)سرد متجانس دي وفس علی هذا..ږ

(۲) .... ګرانوالی:

چي د ژپي په ځينو لهجو کښي د بعضو مخارجو تلفظ ګران وو.نو هغه نژدې مخزج چي آسان ؤ دګران پر ځای و درېد : مثلا: هغه (ر) چي دمخه ئي الف وي : په (ل) اوړي : لکه دېوار ،دېوال یا مثلا : په پښتو کښي (ږ) په (گ) او (ښ) په (خ) تبدیل سو ، مگر دا تبدیل منطقوي دی او ځکه چي د (ږ،ښ)اصلي آوازونه گران وه نو آسان کړل سوه : لکه : ګوږ : کوگ – اوښ –اوخ

(۳) ....ژبو تاثیر:

کله چي د بلي ژپي خلک پره یوه ملت غالب سي ، نو ددوي د نورو اجتماعي شیانو سره ژبه هم پر مغلوب اثر کوي ،د غالبي ژبي


صطلاحات، لغات، هارج دې مغلوبي ژبي ته راځي، ددې خبري ښکاره مثال عربی ژبه ده چی پر،پارس خراسان، هند عرب راغل او خپل مخصوص تمدن او ثقافت ئې هم دلته خپور کی، نو د عربی ژبی ډېر لغات، اصطلاحات په پارسی پښتو، هندی ژبو ننوتل.

 عربو ډېر عجمی یعنی غیر عربی کلمات په خپله ژبه نیستل او عجمی مخارج ئې عربی کړل، دې قاعدې ته (تعریب) وایی، پارسی (پ) ئې په (ف) واړوله، لکه : پارستو - فارس دکلره ق) کړه لکه : دانه = دانق جمع : دوانیق او نور داسی په سوو مثالونه. کله کله به په دغه تقلید کښی د ژبی خپل کلمات او مخارج هم واوښتل مثلا " د پارسی (پام) (فام) سو ترنگ ئې ترنج سو، انگین ئی 6 سکنجبین سو. 

په پښتو کښي هم دغسي كلمات او مخارج سته لكه عربي قميص - كميس سو، او عربي ډېر كلمات دغسي د مخارجو په اړولو پښتو سوه، او ځيني پښتو خپلي كلمات هم په عربي مخارجو مثال پخه. چی د (ق) مخرج زموږ خپل اساسی پښتو مخرج نه دی.\

 زغونو سره اوښتل :

  ژبي ځيني اساسي اصوات لري چي حروف صحیح consonantsئې بولي او ځيني حروف لري چي صوتي او على Vowels دي اوستا (13) صوتي حروف درلوده او سنسكريټ هم دغسي وه، مگر وروسته دا صوتي حروف كم سوه اوس انگليسي (6) علت لري او عربی درې، او پارس (۸) لکه ( آ _ او _ ای _ ای د الف په زور او دالف په زور درې حرکته د ایران په پارسی ژبه کښی اوس د مجهول او معروف ( و – ی) فرق نسته مگر په افغانی پارسی کښی لا تر اوسه دا فرق موجود دی، نو د پخوانی پارسی مجهول ( و - ی) اصوات له منځه وتلی دی. ، او امالی صوت مومو، مثلا : گرمسار په گرمسېر واوښت، شاه، شه سو، اندوه، انده سو. 

په اشعارو کښي داسي تبديلات ډېر وي مثلا دقيقي ( ميرد) په (مرد) راوړي:

 درختی گشن بیخ و پارش خرد

 کسی کز چنان برخورد کی مرد 

عبدالقادر خان خټک اعتماد ( اعتمید) کړی دی :

 دا ځل ډېر ورځنی ښاد عبدالقادر سو

 چی به بیا په خوبرویانو اعتمید کا (۲)

 غیر له دې ځنی نور صوتی تبدیلات هم په مثلا پښه تو اوسته کە او کله په ( او اړوي، لکه خانه چي پـ خراساني لهجه کښي ( خنه) او په رازي او پښتو کښي (خونه) اوپه لري، او وزيري لهجه کښي ( خينه) ده. 

د سپين غره په جنوبي لمنو کښي ترجومله دغ ډيري دي مثلاً (و) په (ي) (الف) په (و) سره اوړي، موږ وايو (لار) دوي وايي (لور) موږ وايو (و) دوي واي : (ابر) په دې ډول ډيري امالې لري چي سړي دقت كنيد ونه کړی ژر نه پوهیږی.د ژبی فونولوجی یعنی ږغپوهنه ددغه تبدیلاتو لپاره ډېر کومک کوی، او دکلماتو ریښې په معلومیږی

.

ه : قلب :

 یعنی د حروف د محل تغییر له یوه ځایه بل ځای ته، چي په دغه ډول هم کلمات اوړي، او لغوي تطور واقع کيږي، مثلاً په پهلوي کښي بخر په دري ژبه کښي (برخ) سو، چي اوس و ( دا، بهر) کلمه په پښتو کښی هم برخه او بخره ویله کیږی په دری ژبه کښی یو بیت دی :

 تو ای دانشی چند نالی زچرخ 

که ایزد بدی دادت از چرخ برخ

 یا مثلا په اوستا کښی ( وفر ) د پارسی (برف) وو، چی د پښتو (واوره) هم له دغو ریښو څخه د قلب په اصولو جوړه سویده، د پهلوی (ژفر) په پارسی کښی (ژرف) سو چی دښتو (ژرف) ژور) دی، دغسی هم د پهلوی گفت د پارسی کتف دی، چی قلب پکښی واقع سو. د پښتو مقلوبات ډير دي او د لهجو اختلاف هم په دغه قلب کښی دی، لکه : زمکه = مځکه، برخه = بخره، اورته = اروته، ږغ = غږ، پښه = خپه او نور

 (۲)لغات څنکه خپله معنا اروي؟

 دطور تدوهم شکل داسي دي چي يو لغت خپله معني واړوي، او دا د کلماتو د معنوي تطور يو ډول دي او دغه تطور په لاندي ډولو سره واقعي.


الف : كله ليدل كيږي چي پخوا يوه لغت خاصه معني درلوده، مگر اوست ئې د بعضي علتو په باعث هغه معناي اوړي، او يوه نوې مثال معني مومي : په اوستا كښي (بزه) هغه فرشته عامله چي د. ئې په اخر پوری یو (ان) نښلولی دی او (یزدان) د خدای تعالی نوم سویدی. دغسی هم (دروغ) پخوا د یوه دېب نوم ؤ، چی اوس د رښتیا ضد یو لغت دی.

 ددغه ډول تطور مثال په پښتو کښي (مرسته) ده چي پخوا د انتظار، آرزوي او طلب په مفهومو مستعمله کلمه وه، خوشحال خان وايي:

 یار زما څخه په کور دننه ناست ؤ

 زه بې روحه گرزېدم دده په مرسته

 بل ځای وای :

 اوس مي بيا مونده په کورکي

 چی دایم ئې وم په مرسته

 مگر اوس دا کلمه د کومک او امداد او معاونت په معانیو اخلو، او. مشهوره سوېده

 ب : کله کله د یوه لغت پخوانی مجاز هم ژونده وای خو نوه هم ،مومی چی معنی دغه ډول تحول د مجاز په ډول و او ورو ورو دغه مجاز معانی د حقیقی مفاهمو پر ځاى دريږي، او عرقي،عقلي، او عرقي،عقلي. دغسي دي مثلاً : ملت پخوا شريعت و، په قرآن شريعت كښي ملت ابراهيم حنيفا استايل سوئي، مگر اوس موږ (ملت) عوام خلك،پولو چي په پهتو كښي وگړي دي.

 جنگ هفتاد و دو ملت را عذر بنه

 چون ندیدند حقیقت ره افسانه زدند                             (حافظ)



دغسي هم (لعبت) عربي كلمه ده چي ) لعب = بازي مشتقه ده ، مگر وروسته ئې د (بت) معني پيدا كړه او مجازاً زيبا او ښكلي او. دلفریبه سوه :

 زین لعبتان خاک نگاري گزیده ام

 کز جلوه راه حوری و باغ ارم زند

 دغسی تحولات په پښتو کښی ډېر دي مثلا د ډول ږغ (ډم _ ډم) اسم صوت دی له دې څخه (ډمامه) جوه چام سوه او ، چی ډول ،وهی په پښتو کښی دغه پشه سپکه وه ، نو په هره قبیله کښی خاص خلقت ورته معین وه او دوی ډمان) بلل، دوی به ډول واهه، اهل طرب وه، رقصه به ئروسته کاوه، رقصه به ئروسته کاوه. ته وسپارل سوه لکه : سرخریل، ډوډۍ پخول، نومجاز د ډم کلمه پر نائی هم اطلاق سوه او دکلی آشپز ئې هم ډم وباله، وروسته دې خلکو خپلی کارہ چی ډول وهل او طرب و کار می کند. ددوی قدیم نوم تحول وکړ، نو (دم) په حقیقی معنی ) ډول (وهونکی او په مجازی معنی ( دلاک _ نایی ) سو.

 ددغو خلکو ښځو به په کورو کښی د ښځو سرونه وراودل او وروسته وروسته دوی دونی مهارت اوموند چی د ښځو آرایش هم ددوی . کار سو، نو دوی مشاطی سوې، او ډمه) د (ډم) موتثه کلمه په پښتو کښي مجازاً د مشاطي معني وموندله :

 ډمی ا ته چی په کوڅیو گوتی مروړې!

  کوم عاقل به له افعی سره بازی کا ؟


ج:  كله يو لغت د پخوانيو معناگانو څخه يو برخه اړوي، يعني د له دوو درو معناوو څخه فقط يوه معني پاتيږي، او نوري اي ور كيږي. مثلاً : په پارسی کښی پخوا گناه د ضرر مفهوم هم درلود په پهلوی کښی گناه (وناس) وه چی و ناسیدن ئې مصدر ؤ، خوتر اسلام وروسته دا کلمه فقط د (ضد ثواب )په مفهوم استعمال سوه.

 فرخي وايي : 

گنه  یکتن  ويراني  يکشهر  بود

  این من از خواجه شیند ستم در خدمت شاه

 در دلته هم د ضرر په معني راوړه سو ده، بل مثال ئي آفرین دی، چی په پخوانی پارسی کښې علاوه بر تحسین د ستین معنا هم درلوده بعضی اوس ئې هغه معنی ضعیفه سوېده :

 نخست آفرین کرد بر کردگار

 کز او دید نیک و بد روزگار

 ددې ډول تطور مثال په پښتو کښی ویاړ - ویاړونه) ده چی پخوا د حماست په مورد کښی هم استعمالېده او حماسیه قصیده ئې ویاړنه) بلله ، مگر اوس افتخار می کند. پـه مورد کښي ځيني قدامت پسندان استعمالوي، مگر له عمومي محاوې څخه وتلي کلمه ده (دویاړني ، ویارقدیم استعمال په پټه خزانه کښي وګرئ!

 د : د لغاتو مرگ:

 لغات هم لکه نور ژوندي،شيان مرگ لري او کله کله چي بالکل احتياج نه وي ورته نو هغه کلمات مري او له ژبي څخه وزي، اکثر ديني او مذهبي او سياسي لغات له دغي ډلي څخه دي، چي کوم  دين ورک سي، او پرځاي اي نوي دين ودريږي، نو د زاړه دين مصطلحات منسوخ سي، مثلا دزرشتي دين په سوو اصطلاحات چي پخوا په پارسي کښي وه، د اسلام په راتگ مړه سول. دغسي هم مغولي ژبو خني اصطلاحات چي ددوي له راتگه سره يوځاي په ايشيا ني ژبو ننوتل هغه وخت چي مغول ولاړه نو هغه لغات او کلمات هم ورسره مړه سول لکه نويان (نورزاده) ايناق امر (مصاحب)امراق (معشوقه)او نور نور ...

 د پښتو لغوي تطور د پښتو ډېر لغات چی پخوا مستعمل او ژوندی و او په ادبیاتو کښی نه هم مستعمل و اوس مړه دي تاسي يو وار پټه خزانه د رواخلئ هلته په قديمو منظوماتو کښي داسي كلمات کلمات استعمال سویدي چي اوس نې موږ نه وایو، او نه نې په معنی اومفهوم پوهیږو . (۳)